۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

ویرجین منځنی ختیځ او د کردانو ناسور شوی ټپ



د سیاسی پوهاوي په لړ کي به دا پلا د منځني ختیځ ناورین او د کردانو قضیی ته سر ورښکاره کړو ، وبه ګورو چې دا ناسور شوی ټپ ولی په بدو اوښتی ، چا پری مالګي پاشلې او څوک یې په لمبو تیل اچوي..هیله ده په څو برخو کی یې را سره تعقیب کړي
لومړی برخه :

کردان څوک دي ؟

د کرد اصطلاح د اسلامی کتابتون  په پاڼو کې د لومړی هجری پیړی په ځينو کتابونو کي هغو کوچیانی او صحرایی خلکو ته کاریدلی چې په دښتو او غرونو کي به د مالداری سره د کوچې توب ژوند کاوه ، او دا اصطلاح یوه خاص قوم او توکم ته ځانګړی شوې چې د اریایاني نژاد لری  ، د فارسیانو ، افغانانو او طاجکانو سره یې وینه ګډه ده  ..ددی خلکو په اړه ډیرو پخوانیو مسلمانو تاریخ لیکونکو له هغو څخه ابن بطوطه هم  یاودنه کړي ، دوی یې په ځواکمن توب ، میړانه او شجاعت ستایلی ..طبری او ابن خلدون د فارسیانو د خیل څخه ګڼلی خو ابن عبدالبر بیا په خپل کتاب ( القصد والامم) کي د عربو له توکمه ګڼلی چې د سیمي د بدلون په اساس یې بدلون موندلی .
ویل کیږي چې ځینو لیکوالانو د میلاد مخکي ددی خلکو لپاره د ( کاردوخ ) نوم ورکړی او لیکی چې دی قوم له میلاده اووه پیړی مخکي د ( میدیا) په نوم یوه امپراتوری هم درلوده ،چې د فارسی کورش له لاسه ماته شوه
د شریف خان بیدلیسی له قوله  ، کردان په څلولو لویو قومونو ، لوری ، کرمنجې کلهر او غورانی خیلونو ویشل شوي .
کردی ژبه ؛
د ژب پوهانو په آند کردی ژبه د سیاسي او جغرافیایی عواملو له مخي   داسی یوه منظمه او واحده ژبه نه ده ،چې مشترک قوانین ولری ، بلکه دا د ډیرو لهجو مجموعه ده چي یو تر بله  نیزدیوالی او بیلوالی لری او کله کله خو د یوې سیمي اوسیدونکی د بلی سیمي له اوسیدونکو سره په مفاهمه کي هم له ستونزو سره مخ کیږي خو دا چې دا لهجي سره ورته دی او د نورو ژبو سره بیلوالی لری نو موږ ورته د یوې ژبې خطاب کولای شو .
د کردانو نفوس
د یوې احصایی له مخې چې په (۲۰۱۲) میلادی کي تر سره شوي د  کردانو ټول نفوس (۲۷۳۸۰۰۰۰) تنه ښودل شوی چې له دی  جملې څخه (۱۸) په سلو کي په ترکیه کي ژوند کوي ، ( ۱۶) په سلو کی په ایران کي ، (۱۵) په سلو کي په عراق کي ( ۶) په سلو کي په سوریا کي ژوند کوي
۱- د ترکیی کردان : دا ترکان د ټولو ترکانو (۵۶) فیصده جوړوی چې د ټول نفوس ( ۲۰) فیصده جوړوی .چې د ترکیی په جنوب ختیځ کې راټول دی
۲-د عراق کردان : دا کردان د ټولو کردانو (۱۵) فیصده جوړوی چې شمیر یې لږ کم څلور میلونه تنه دی .دوی د عراق په شمال ختیځ کې ژوند کوي.
۳- د ایران کردان :دا کردان د ټولی نړی د کردانو ( ۱۶) فیصده دی چې شمیر یی ( څلور نیم میلونه تنه ښودل شوي ) او دا خلک د ایران په شمال لویدیځ کې ژوند کوي .
۴-د سوریی کردان :دا خلک د ټولو کردانو (۶) فیصده دی چې شمیر یې څه د پاسه (یو نیم میلیون تنه دی)چې د سوریی په شمال ختیځ کې اوسیږي .
له دی علاوه کردان په اروپایی هیوادونو ، لبنان ، ارمنستان ،امریکا او نورو هیوادونو کي هم په ګڼ شمیر کي ژوند کوي
    عثمانی  ترکیه (خلافت ) او کردان
د خلفای راشدینو په زمانه کي  د اسلام دين د دې سیمې جنوبي برخو ته ورسید چې وروسته ټوله سیمه د مسلمانانو تر واک لاندې او خلک یې له لږ اقلیت پرته په اسلام کې شامل شول ..دا سیمه د امویانو ، عباسیانو ، ایوبیانو ، سلجوقیانو او عثمانی خلافت به ټول دور کي د مسلمانانو یوه د امن سیمه وه ،د اسلام په تاریخ کي په دی سیمه کي د اخلال ،انقلاب ، بغاوت کوم لوی اثر نه دی ثبت شوی . او د وخت په تیریدو سره له  ډیرو لږکیو پرته ټول په اسلام مشرف شویدی ..
له دي ځایه لوی لوی علماء راپوته شوی چې له دي دلی موږ د نړی لوی مؤرخ ،ابن الاثیر ، لوی عالم او فقیه ابن الحجر عسقلانی ،لوی او عادل قاضی ابن خلکان او سلګونه داسی نور یادولای شو.
دا قوم په خپل شجاعت او میړانه سره تل د اسلامی فوځونو مخکښ ؤ  ،ددی قوم تر ټولو مشهور شجاع او زړور مجاهد د بیت المقدس فاتح صلاح الدین ایوبی یادولای شو او تر هغه مخکي او وروسته نور شهکاران . له مغلی ، صلیبي او نورو یرغلګرو سره یې په میړانه د اسلامی خاورو دفاع کړی او تل د نورو مسلمانو توکمو تر څنګ ولاړ ؤ
عثمانی امپراتوری د توکمونو ګډ کور

  عثمانی امپراتوری د خپل (۶۰۰) کلن تاریخ په اوږدو کې د ډیرو لوړو ژورو سره مخ شوه ، ددی امپراتوری لومړی مرحله د لوړیا او ځواک مرحله وه چې  د شمالی افریقا څخه تر بالکانه او خلیج پورې  ټوله سیمه یې تر واک لاندی وه ، دوهمه  مرحله یې د کمزورتیا ده چې کرار کرار د نزول په لور روانه شوه او بالاخره د سقوط سره مخ شوه .دا چې په عثمانی امپراتوری کې  د ترکانو ترڅنګ فارسیان ، عربان  ، قفقازیان ، د بالکان اوسیدونکی او کردان په یوه ټولنه کي اوسیدل  او له هر چا سره د قوم په نوم نه ، بلکه د دین په نوم چلند کیده ، هلته اسلام یوازینی تشخص ؤ او نور شعارونه نه اوریدل کیدل ، سره ددی چې ترکي ژبه د عثمانی امپراتوری د حکومت او فوځ ژبه وه ، خو عربی ژبي  ته د دین د ژبی او د مسلمانانو و مشترکې  ژبی له مخي په درناوی کتل کیدل ، او دواړه ژبی ددی امپراتوری رسمی ژبی ګڼل کیدی
دوهمه برخه
په عثمانی امپراتورئ کې  د مسلمانانو تر څنګ  غیر مسلمانو اقلیتونو ته هم  خپل  ځای ؤ ،.د دولت لویو چارواکو او د فوځ په مشرانو کې به یهودیان ، مسیحیان او نور اقلیتونه هم لیدل کیدل او هر چا په دې ټولنه کې خپل خپل ځای لیده   ، کردان  د امپراتوری تر څنګ ولاړ ؤ او ډیر وخت به د ایراني ( صفوي) او عثماني حکومتونو ترمنځ د سیالۍ په لړ کې د سني مذهب په اساس د عثماني خلافت تر څنګ ؤ .
 د نولسمي پیړئ له نیمايي څخه  وروسته  داروپا استعماري هیوادونه ځواکمن شول او د خپلو استعماري تحرکاتو په لړ کې یې د نړی ګڼ شمیر هیوادونه تر پښو  لاندې کړل او په دې سیمه کې عثماني ترکیه یوازنی هیواد ؤ چې د استعماري هیوادونو په مخ کې خنډ جوړ شوی ؤ چې ددوی ګټې یې زیامنې کولې  ،  نوانګلستان ، فرانسې ، روسیې   په ګډه او هماهنګه جبهه کې  په عثماني ترکیه یرغلونه  پیل کړل ، ترکیه  ونه توانیده چې له خپلو پولو دفاع وکړی  لومړی ایطالیا د  لیبیا واک له عثمانی ترکيی تر لاسه کړ ،، ورپسې فرانسی  الجزایر ، تونس ، او المغرب هیوادونه اشغال کړل  ، همدا شان  انګلستان  مصر ، ایران ،سودان ،د هند نیمه وچه او افغانستان   تر استعمار لاندی  راوستل . روسیی هم  د ترکیی سره د ۱۸۷۷ ـ ۱۸۷۸کلونو په جګړو کې ترکیی ته ماته ورکړه او وتوانیدل چې د اوکراین ، کریمیا ، چیچینیا ،قفقاز، ارمنستان   او نوری سیمي ونیسی چې خپله استعماری لمن یې د منځنی اسیا اوسنیو هیوادونو ته هم را اوږده کړه ، او د منځنی اسیا اوسنی هیوادونه  یی تر استعمار لاندی راوستل.
تر ټولو لویه ماته بیا د بالقان په سیمه کې ترکانو ته ورپیښه شوه چې  ۱۹۱۲-۱۹۱۳ کلونو کي د بالقان لویه اروپایی سیمه له لاسه ورکړه ،او هلته د بلغاریا ،یوګوسلاویا ،یونان ،البانیا،هیواونه جوړ شول .
 ددی پرله پسي ماتو لوی لامل د ترکیی د ننه فکری  اختلاف،  د ځينو فوځې مشرانو خپل سری ،دعثمانی مشرانو ترمنځ اختلاف ، تکبر او د لویو قضایاو په ځای  په جزیی مسایلو مشغول کیدل ؤ چې په لړ کي یې په ترکیه کي د ننه او تر لاس لاندی سیمو کي د ځینو قوم ګرا ډلو او ګوندونو  را دبره کیدل شول چې تر ټولو مهم ګوند یې د
اتحاد او ترقی په نوم نشنلست ګوند ؤچې د ترکیی په نورو برخو کي یې نور توکمونه هم راوپارول  ددی سره امپراتوری د کمزورتیا په لور روانه شوه.
 د اروپااستعماری هیوادونه  په څو جبهو کي د خلافت په خلاف لاس په کار ؤ چې تر ټولو مهمي یې دوه لویی جبهې وي :
 ۱- عسکری جبهه :  دوی د شمال ، ختیځ ، جنوب او لویدیځ له لوری د خلافت تر واک لاندی سیمه  تر یرغل لاندی ونيوه ،  له بل لوری ایران هم تل د شا له لوری خلافت په خنجر واهه ، کله به چې خلافت له اروپایی استعمارګرو سره په جګړوه بوخت ؤ نو دوی به پری له شا څخه یرغل وکړ .
  ۲- تبلیغاتی  جبهه : ټولو استعماری ځواکونو په   ګډه  په قومي لمسون سره عربان ، بالقانیان ،کردان او نور اولسونه هڅول  چې ولی د ترکانو تر واک لاندي ژوند کوي ؟  که  دوی د خلافت په خلاف پاڅون وکړی نو دوی به د يوه ازاد ملت په صفت  په رسیمت وپیژنی ،  آزادی به ورکړي او مرستي به ورسره وکړي ،. نو یې له هر لوری د قومی لمسونی تحرکات پیل کړل، سره ددي چې د عثمانی امپراتوری څخه یې ډیري سیمي  بیلې کړې هم وي  او دا امپراتوری یې د ( ناروغ سړی ) په نوم یادوله ..خو بیا یې هم  د ځان لپاره په دی سیمه کي تر ټولو لوی خنډ باله نو یې د تجزیی او له منځه تللو پلانونه جوړ کړل .
د خلافت په له منځه وړلو کي د یهودانو ونډه :

له بله اړخه یهودیان چې په نړی کې پاشلی اوسیدل  په دی یې کار کاوه چي څه وخت به مناسب فرصت ومومي تر څو د نړی په یوه سیمه کې خپل هیواد تشکیل کړي ، د هیواد د ټاکني لپاره یې ارژنتین ، اوګانده ، د قبرس ټاپو ،فلسطین تر څیړنی لاندی ؤ ، خو بلاخره یې په فلسطین اتفاق راغی ، د حالاتو په بدلیدو او د عثمانی ترکیی په تضعیف سره  د صهیونستانو مشر دنمارکی ژورناست او لیکونکي (تیودور هرتزل) په (۱۸۹۷) میلادی کال د یهودیانو د (۵۰) ډلو څخه د (۳۰۰) تنو صهیونیستی مشرانو یوه لویه غونډه  د سویس په هیواد کي جوړه کړه او دوی ته یې په فلسطین کي د هیواد د جوړولو لپاره خپل پلان په ډاګه کړ ، سره ددي چې دا وخت  فلسطین د عثمانی خلافت تر واک لاندي ؤ خو دوی خپل پلان تر عمل لاندی کړ ، دوی فکر کاوه چې  د سلطان عبدالحمید په  تشویق او هڅولو به خپل پلان تطبیق کړي ، لومړی یې  هغه ته د ځان  د ورنیژدی کولو لپاره هلی ځلي پیل کړي تر څو د ارمنستان د لوی وژني په مسئله کي چې په (۱۸۹۰) کال پیښه شوی وه د عبدالحمید  او اروپا روابط ښه کړي تر ډیرو هلو ځلو وروسته وتوانید د یوه هیئت سره د سلطان عبدالحمید سره وګوری او له هغه څخه فلسطین ته د یهودانو په را مهاجرت او هلته د ځای په ځای کیدو اجازه  واخلي ،  په بدل کي به دوی  ورسره د پنځه میلیونه طلایی لیرو مرسته کوی ، خو ویل کيږي چې سطان عبدالحمید ورته د سپکاوي ځواب په لړ کي  له هغوی سره موافقه ونه کړه ، نو دا چې  د فلسطین په خاوره د اسرائیل د جوړیدو هلی ځلی هم په صلح امیز ډول له ماتی سره مخ شوی  او یهودان به دی مایوسه شول چې د عثمانی ترکیی په موجودیت کي د اسراېیل د جوړیدو امکان نشته نو یې د لویو استعماری هیوادونو ، لکه  امریکا ، روسیی ، فرانسی او انګلستان سره د عثمانی ترکیی د تجزیی او له منځه وړلو پلان جوړ کړ.
نو نړیوالو استعماری قدرتونو دوو موخو ته د رسیدو په نیت د عثمانی امپراتوری د ورانولو او ویشلو پریګړه او نقشه جوړه کړه .
لومړی : دا چې په دی کار سره به وتوانیژی د اسلامی نړی او منځني ختیځ ټوله سیمه کې د عثماني ترکیی مزاحمتونه ختم او ددې ثروتمندی او استراتیژیکي سیمي کنترول به  تر لاسه کړي ( ځکه  دا وخت د خلیج ټول هیوادونه ،عراق ، سوریه ، فلسطین او لبنان ، د عثمانی ترکیی تر واک لاندي ؤ ، له بل اړخه دا سیمه د تجارت له پلوه هم ډیره مهمه وه چې  د نړی لویی لاری او بندرونه همدلته ؤ چې  واک یې د ترکانو سره ؤ )
دوهم : د اسرائیل د جوړیدو په موخه  د یهودیانو سره مرسته او همکاری وه
د خلافت د ویش لپاره د هلو ځلو پیل :
د هرتزل په مشری د یهودانو او د استعماری هیوادونو په ګډه جبهه کي د خلافت د له منځه وړلو او د عثمانی ترکیی د ویش لپاره په ګډه کار پیل شو . تبلیغاتی او جګړه ایزی هلی ځلی ګړندی شوي ، له یوه لوری د انګریزانو له لوری په مصر کي ددوی د استاذی ( هنری ماک ماهون)  او د مکي د واکمن ( حسین شریف ) ترمنځ  ، همدا شان  د نورو عربی مشرانو ( ال سعود ـ هاشمی ) کورنیو سره  د عربی سیمو د خپلواکی او له ترکیی څخه د آزادی لپاره پرله پسې هلی ځلی پیل شوي ، بریطانیا  عربانو ته وعده ورکړه چې که دوی د ترکیی په خلاف د ازادی خبره راپورته کړي نو انګریزان به یې ملاتړ وکړي او دوی ته به د سوریی څخه نیولي تر عراق او عربستان پوري ټولې سیمي وسپاری او خپلواکي په یې په رسمیت وپیژندل شي .
بل لوری ته کردانو او ارمنیانو ته هم همداسی ورته  وعدی  ورکول کیدل او له دوی سره یې په پټه د خپلواکی تړونونه لاسلیک کول .

نور بیا ...

ویرجین منځنی ختیځ او د کردانو ناسور شوی ټپ
دریمه برخه
د سایکس پیکو  تړون  او لومړی نړیواله جګړه    
 دا چې په دی حساس وخت کی چې د ترکیی د تجزیی  پلانونه تر لاس لاندی ؤ ولی  لومړی نړیواله جګړه ونښته ؟ او دی جګړي ته چا ضمینه مساعده کړه ،په رسمی ډول خلک مختلف لاملونه  چې ډیر یې ظاهری بڼه لری په ګوته کوی خو  ځینې څیړونکی بیا  د پردې تر شا دي جګړې ته د لمن وهلو  او په جګړه کي د ترکیی د ورګډولو په دسیسه کي یهودان  مستقیما  دخیل ګڼې  .. په هر صورت  . په ۱۹۱۴ میلادی کال لومړی نړیواله جګړه د متفقینو او متحدینو ترمنځ ونښته سره ددي چې ترکیه  دی جګړې ته تیاره نه وه  خو  په ترکیه کې د ځوانو نشنلستو واکمنو په  ټینګار د متحدینو  ( آلمان او اتریش) تر څنګ ودریده . په ترکیه کې دا وخت د اتحاد او ترقی په نوم یوه نشنلسته ډله واک ته رسیدلی وه ، هغوی فکر کاوه چې په دی جګړه کې د بریالیتوب په صورت کي  خپلی له لاسه تللې سیمي بیرته تر لاسه کړي ، په لومړیو کې خو انګلستان د روسیی او فرانسی په همکاری د عثمانی ترکیی په خلاف لویه بحری جګړه پیل کړه خو مطلوبی لاسته راوړني یي نه درلودی ،. په سیمه کې د قومی نشنلزم په خپرولو او په جګړه کې د امریکا په ګډون سره  متفقین ( روسیه ، فرانسه ، انګستان او امریکا) وروسته له څلورکاله جګړي وتوانیدل متحدینو  ( آلمان ، اتریش او ترکیی ) ته ماته ورکړی  .د ماتي په نتیجه کې د آلمان امپراتوری هم له منځه ولاړه خو ډ المان هیواد د شرطونو په منلو سره په خپل ځای پاته شو، د اطریش امپراتوری هم له منځه ولاړه . او د ترکیی لپاره چې هسی هم د تجزیی پلان یې پخوا تر کار لاندی ؤ د سایکس پیکو تړون لاسلیک شو او د تجزیی کار یې پیل شو .
د سایکس پیکو تړون
لکه مخکي چې یاد شول ، د لومړی نړیوالی جګړې تر مخه  ( ۱۹۱۰) کال او د جګړې په کلونو کې  برطانيي او نورو متفقو هیوادونو ، عربی ، کردي او نورو قومونو ته ډاډ ورکاوه چې دوی که د ترکیی په خلاف پاڅون وکړی نو دوی ته به یې خاوره وسپاری او ازادي به یې په رسیمت وپیژنی  ، ددوی سره یې په دی اړوند قرار دادونه لاسلیک کړی ؤ ،، خو د پردی تر شا دوی د همدی سیمو د  ویش او اشغال پلان جوړ کړی ؤ . د بریطانیا او فرانسي تر منځ د ترکیی د عربی سیمو د ویش په سر د سایکس پیکو د تړون په اساس سلا شوی ؤ  دوی دا سیمه لومړی په پنځو هیوادونو وویشله چې بیا یې په خپلو کی سره وویشله ، او تر ټولو بد دا چي کردان یې چې د یوه هیواد  وعده یې ورکړي وه  په پنځو هیوادونو وویشل ،   دا تړون د بریطانیا د حکومت د یوه لوړ رتبه غړی (  سرمارک سایکس) او د فرانسی د حکومت د یوه لوړ رتبه غړي او په بیروت کي د فرانسی د سرکونسل  ( فرانسوا ژرژ پیکو) ترمنځ  د روسیی به مشوره سره ترتيب او هوکړه پری رامنځ ته شوی وه . دا تړون د نوموړو هیوادو په نمایندګي په (۱۹۱۶) کال د (می)  په ( ۹) نیټه د نړیوالې جګړي به دوهم کال  د همدي دوو تنو ترمنځ لاسلیک شو او نوم یې د دواړو د نومونو د ورستاړي څخه جوړ کړ ( سایکس پیکو) په دی تړون کي چې په پټه امضاء شوی ؤ د عثمانی امپراتوری ویش او تجزیه یې لوی هدف ؤ  په لاندی ټکو توافق رامنځ ته شوی ؤ :
۱-د عثمانی امپراتوری عربی سیمي به په دوو اداری او سیاسی نفوذی ( الف) (ب) سره ویشل کیږي .
۲- د الف له منطقی څخه به د (لبنان زیاتره سیمه ،.سوریه ، آدانا ، کیليکيه . دیاربکر په ترکیه کي واو د عراق شمال له دی جملی د موصول سیمه د فرانسی تر نفوذ لاندی وي .
۳-د ( ب) د سیمې څخه به د د سوریی جنوبی سیمه ، د اردن سیمه ، د عراق مرکزی او جنوبی برخی له هغو (بغداد ، بصره ،تر فارس خلیج پوری ) او د حیفا ، عکا بندرونه ( په فلسطین ) کې تر څو د مدیترانی سمندر ته لاس رسی ولری د انګلیس ( بریطانیا ) په واک کي وي .
۴-د بیت المقدس ښار به د ملګرو ملتونو له هغې جملی روسیی تر نظارت لاندی وي.
۵-استانبول . د بسفور تنګی ،داردانل ،همدا شان د ترکیی شپږ ارمنی ولایتونه او د عراق کردان به روسیی ته ورکول کيږي .
سره ددي چې د شمالی افریقا د عربی هیوادونو د پولو ټاکل او اشغال په دی تړون کي شامل نه ؤ خو عملا دا سیمه هم په دوو برخو وویشل شوه له دی ډلې ( مصر  او سودان د بریطانیا په ویش ورسید او لویدیځه المغرب (تونس ، مراکش او الجزایر) د فرانسی برخه شوه . د ليبیا هیواد خو له دی مخکې د ایطالیآ له لوری د عثمانیانو له ولکي وتلی او اشغال ؤ.همدا شان د خلیج هیوادونه هم په دی تړون کي شامل نه ؤ خو عملا د خلیج ټوله سیمه د انګریزانو تر واک لاندی شوه
چې د نیړیوالی جګړي په پای کې د تزاری روسیی   په له منځه تللو سره د تړون پنځم بند هم  تطبیق نه شو .‎
دا تړون څه وخت افشاء شو ؟
د جګړی په ترڅ کي په روسیه کې د ترازی واکمنو په خلاف د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر د کمونستانو انقلاب رامنځ ته شو ،چې په روسیه کې د  لينن او تروتسکي  ډله واک ته ورسیده ،دا چې دوی د تزاری روسیی د سیاستونو سره مخالف ؤ نو یې د سایکس پیکو تړون افشاء کړ او په (۱۹۱۷ کال د نوامبر په ۲۳ نیټه د ایزوستیا او پراودا په ورځپاڼو کي خپور شو .چې دری ورځې وروسته منچستر ګاردین هم خپور کړ . د تړون په افشاء کیدو عربی ،کردی ارمني   بلواګر چې د آزادی په تمه یې د اشغالګرو ملاتړ کاوه سخت خوابدی شول او په نا اميدی سره لاس تر زنی کښیناستل .


۱۳۹۸ خرداد ۱۷, جمعه

د سیاسی تصوراتو شننه !



په  پخوانی کمونزم او کپیتلزم ( سرمایه داری) نظامونو کي د فضیلت معیارونه څه دي؟
سره ددي چې دواړه نظامونه خپل اصول ، او بنسټونه لری ،چې دواړه نظامونه پری له یو بل څخه جلا کوی چې مخکي مو پری مفصل بحث کړیدی ،خو په دی نظامونو کي ځیني مهم عناصر دی چې یو انسان پکښې تلل کیږي او هغه عنصر د یو چا د فضیلت معیار دی
۱-سرمایه داری نظام : سره ددې چې دیموکراسی ، سیکولرزم ،ازاد بازارونه  او تولید  ددی نظام اساسی بنسټونه جوړوی  خو هغه څه چي د فضیلت معیار جوړوي هغه سرمایه او (پیسې ) دی ، همدا سرمایه  ده چې  له یوه انسان څخه  واکمن ، د خبری سړی ،  او داسی څوک جوړوی چې ټول پوهان او د عقل خاوندان به یې درناوی کوی او همدا  خلک د هیوادونو  دسیاست  اصلی لوبغاړی دي ، همدوی سیاسی  خلک پورته او کښته کوي .رهبران ټاکی او ځینی له منځه وړي  
۲-   کمونزم : د  دي نظام اصول او بنست چې په دکتاتوری ، الحاد ، د خصوصی ملکیت په لغوه او کمونست ګوند ته په وفاداری ایښودل شوی ، سرمایه پکښې د فضیلت معیار نه ده ، بلکه سرمایه  ددي نظام سره د ټکر او مقابلی  سنبول ؤ ځکه ریښتنی کمونست خپل شخصی ملکیت نه درلود  له همدی امله کمونستانو  به د فضیلت د له لاسه تللو له  ویری د  شخصی سرمایی له ښکاره کولو او راټولو ډډه کوله ..خو هلته بیا د فضیلت معیار کمونست ګوند ته بی قیده وفاداری وه ، په دی نظام کي هغه څوک لوړ پوړ ته ختل ، او د قدرت او واک ګدی ته رسیدل چي په پټو سترګو به یی د ګوند ټول اوامر په ځای کول او په عملی کولو کي یې هیڅ ډول ملاحظه په نظر کی نه نیوه  ، نو دوی ته د ګوند اصول او لارښوونی تر بل هر تړواو ، قوم ، دین ، خپلوی ...مهمی وی.
 خو کله چي کمونستی  نظامونه  په کپیتلستی واوښتل ..ټولو کمونستانو د سرمایی په راټولو پیل وکړ او کیدای شی تر پخوانیو سرمایه دارانو هم وړاندی شی

۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبه

حقوقي معلومات


  

      لیکنه : محمدشفیق صادق

۱-د پولیسو ډولونه :
 د اداري حقوقو په اساس پولیس دوه ډوله دي : ۱- ادري پولیس ۲-قضایی پولیس
اداري پولیس :  د جرم د رامنځ ته کیدو مخکي دنده لری تر څو ، د خلکو امنیت تأمین کړی ، د جرمونو د ارتکاب مخه ونیسی ،د بی نظمی مخنیوی وکړی ، 
قضایی پولیس : د جرم له پیښیدو وروسته دنده لری چې د جرم د پیښیدو لاملونه  ، اسناد ، شواهد مدارک را پیدا کړي ،مجرم ونیسی ،له مجرم څخه د پیښې  اړوند پوښتني وکړی ،او بیا یې دوسيه ځارنوال ته وسپاري .
۲-اعتراف او اقرار: د پولیسو د پلټڼې په مهال دوه اصطلاح ګانې ډیرې کارول کیږي . یو اعتراف دی او بل هم اقرار
۱-اعتراف دی ته وایی چې مضنون یا تورن شخص د پولیسو ، ملی امنیت او یا څارنوال په وړاندي په خپل جرم اعتراف وکړي  دي حالت ته ، اعتراف وایی ،چې د دوسی او جرم په تثبیت او د جزا په ټاکلو کي مهم رول لوبوی ،اوس شرایطو کې  زیاتره  وخت ځارنوالان ، قاضیان په همدی اعتراف بسنه کوی او تورن د مجرم په توګه محاکمه کوي ، چې په مصر کې تیره میاشت د څو تنو اعدام هم د همدي اعتراف په اساس تر سره شو خو دا قانونی او اصولی لاره نده ، ځکه قاضی باید په ځپله هم دا اقرار واوری او بیا فیصله وکړي  .
۲- اقرار.: دا د محکمي په محضر او د قاضي په وړاندې د مضنون او تورن له خوا د جرم په تر سره کولو قایل کيدل دی چې پرته له زور او تهدید څخه به وي ، دا اصلی او قانونی لاره ده چې قاضی بیا کولای شي په همدی اقرار سره مجرم ته جزا وټاکي :
۳-ضیط او مصادره :
کله کله داسی پیښيږي چې ځینې مواد ، اجناس ، سامانونه  ، عقارات ، د اصلی مالک له ملکيت څخه بهر شي او ددولت په کنترول کي ولویږي .چې دا په دوو لارو صورت مومي : ۱- ضبط ، دا هغه حکم دی چې  اجناس ورسره   د پولیسو  ، څارنوال او یا نورو امنیتي ارګانونو له لوری د اصلی مالک له واک څخه بهر کیږي   ، خو دا حکم کیدی شی  موقت وی  او یا دایمي  او بیرته له ټاکلی وخت او موخې وروسته ورکول شي
مصادره بیا هغه حکم دی چې داجناسو په حق کې د محکمي له خوا په دایمې دول د دولت په اختیار کي ورکولو ته وایی ، چې دا حکم بیرته نه ګرځې او نه هم اجناس بیرته د مالک لاس ته ورځې ..
۴-د پولیسو د توقیف په مرحله کې د مظنون او تورن حقوق :
کله چې یو څوک د پولیسو له خوا د جرم په تور ونیول شي ، نو په دی مرحله کې د افغانستان قوانینو نوموړي تورن ته دا لاندې حقوق ورکړی :
۱-د سکوت حق : تورن حق لری چې سکوت اختیار کړي ، يا خپله خبری وکړی او ځواب ووایی او یا مدافع وکیل ونیسي او هغه یې به ځای خبری وکړی.
۲-د مدافع نیولو حق: تورن حق لری د ځان لپاره مدافع وکيل ونیسي او هغه د تورن په ځای پولیسو ته ځوابونه ووایی
۳-د نورو خلکو له تیری او حملی د تورن د حفاظت حق
۴- د مظنون د برائت الزمه حق : تر هغه وخته چې مظنون په قطعي ډول د محکمي له خوا مجرم نه وي پیژندل شوي ، نوموړی شخص د مظنون یا تورن په نوم پیژندل کيږي او د مجرم خطاب نه ورته کیږي او د د هغه حق دی.
۵-د نیولو او ګرفتاری په مهال ، هغه ته د نیولو د دليل او سبب اعلانول ..
۶-د مظنون د کور د تالاشي په مهال د مظنون او د هغه د مدافع وکيل د حضور حق
۷-د نیول کيدو ورسته د (۷۲) ساعتونو په موده کې د نوموړي د نسبتي دوسیی استول څارنوالی ته
۸-داچې جرم یو شخصی عمل دی یوازی تر مجرم پوری اړه لری ، نو جزا هم یوازی مجرم ته ورکول شي او د کورنی نور غړی ،او دوستان یې باید د هغه په تړاو ونه ځورول شي .
۹- یوازی هغه عمل جرم ګڼل کيږي چې به اسلامی شریعت او یا قانون کي ورته جرم ویل شوی وی ، او هغه جزا مجرم ته ورکول کیدای شي چې اسلامی شریعت او قانون ورته منلی وي ،پرته له دی نه جرم شته او نه جزا ، نو دا د هر چا حق دی چې باید رعایت شي.
۱۰- د پلټڼې ، تحقیق ،او تالاشي په مهال چې هر څه تر لاسه کيږي باید د محضر په پاڼو کې ثبت او په تورن امضاء شي پرته له دی هیڅ اسناد اوخبری اعتبار نه لری


۱۳۹۸ فروردین ۴, یکشنبه

د نړی د ژوندیو سیاسي افکارو د څيړنې لړې دوهمه برخه کپیتلزم ( سرمایه داري )


لویدیځوال کپیتلزم ( سرمایه داري  )نظام 
     لیکنه : محمدشفیق  صادق


دي نظام ته  په  انگلیسی  ژبه  کې   Capitalism)) او په عربی کې (رأسمالية) (  النظام الغربیة )وایی ، د نړیوالو نظامونو له ډلې چې په فکری ، سیاسي او اقتصادي برخه کې د نړی په ګڼو هيوادونو واک لری   یو هم سرمایه داري نظام دی، دي نظام ته ځینې خلک غربی نظام  او ځينې ورته امپریالیزم په خپله خاصه معنی هم وایی ، دا نظام  په اصل کي یو اقتصادي نظام دی چې سیاسي ، ټولنيزه او عقیدوي  فلسفه لری ، چې اساسي موخه او هدف یی د ليبرالي ( بی واکه ) آزادی په خپل  پراخ خاص مفهوم سره  د فردي خصوصي ملکيت وده ، پیاوړتیا او ساتنه او د دولتی کنترول څخه د فرد ازادی ده
ددی نظام تصورلومړی د (۱۴ـ۱۶ ) میلادي  پیړیو ترمنځ د فیوډالیزم په شکل په اروپا  کي رامنځ ته شو، چې دسرمایه داری نظام لپاره یې په تدریجې ډول په شپاړسمه میلادي پیړي کې لاره پرانیسته  او په اتلسمه ميلادي پیړی کې عملا  په برطانیه کي  د صنعتی انقلاب سره یو ځای پلی شو چې وروسته شمال لویديځې اروپا او شمالی امریکا ته هم ورسید ، ورسره په اروپا کي د قوم پالنی او سیکولرزم د شعارونو په پورته کولو سره د اتلسمي پیړی په پای کې  د فرانسی له انقلاب وروسته د دین او مذهب له اغیزو هم راووت او یوازې د داسې  انساني وږې نفس په ولکه کې ایسار شو چې د مړښت او بس والی وروستی حد پکښې نه تر سترګو کیږې.
سره ددې چې کپیتلزم په نظریاتی لحاظ تر ډیره په اقتصادي برخه تمرکز لری ، خو زموږ موخه ددي لویديځوال نظام مجموعې توضیح  ده  چې په اساس یې نن ورځ په لویدیځ او نوره نړی کې حکومتونه را منځ ته کيږي او د انسانی ټولني لپاره د ژوند کولو طرز او لاره  ترسیم کوي .
دا نظام په   سیاست ، ټولنیز ژوند ،دین او مذهب ، اقتصاد  کې خپل اصول لری چې په لنډو کي به پری رڼا واچوم .
ا- سیاست :
په دی نظام کې سیاسي چاري او سیاست د ديموکراسي په اساس تنظیم کيږي  ، دلته  د کمونزم په خلاف  ګوندونو ، ټولنو ، او د خلکو رایو او نظریاتو ته په اهمیت سره کتل  کيږي . ګوندونه او ټولني د فعالیت  ازادي لری ، او هر څوک کولای شي  برخه پکښې واخلي ،  پرته له دي چې د چا اهلیت ته وکتل شي ، په محدودو شرائطو سره ، هر څوک کولای شي ځان کانديد او یا بل چاته رایه ورکړي ، د هیواد مشر د خلکو د رایو په اساس ټاکل کيږي  ، په دی برخه کې دوه ډوله هيوادونه شتون لری ،یو هغه هيوادونه دي چې د دیموکراسی منابع کیږي  چې زیاتره د لویدیځې اروپا هیوادونه په دې  ډله کې راځې ،او په نړی  کې لومړی غږ لری ، دوهم  هغه هیوادونه دي  چې د همدي لومړی ډلي هیوادونو په مرسته او تر چتر لاندې د ديموکراسی ډنډوره غږوي ، هغه هيوادونه چې په لومړی لیکه کې دي ، هلته دیموکراسی د یوه پاخه دود او دستور په شان یو  منل شوی اصل دی چې حکومتونه پری رامنځ ته کیږي ، د دوو یا څو ګوندونو ترمنځ د واک ته رسیدو په سر سیالی کيږي او خلک د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي ، هلته دې تګ لارې ته خلک درناوی لری .
 خو ددې سره سره دا نظام خپلې نیمګړتیاوي هم لری ، په دی هیوادونو کې واکمني ټلوالی او ډلې د میډیا ، سرمایه دارانو، لویو شرکتونو په مالی او تبلیغاتی مرسته ،د خپلو خوښو کانیدانو په واک ته رسولو کې د ملت په غولونه او مخالفینو په کم ښودلو کې هڅي کوي ، خاص خلک چې د دوی ارزښتونه اومنافع خوندی ساتي  واک ته ورسوي ، خلکو ته  بی ځایه او د درواغو  وعدي ورکوی ، او خلکو ته غوړين او پاسته شعارونه ورکوی  ، په ځينو هیوادونو کې خو یوازي سرمایه داران کولای شي ځانونه او یا د خپلی خوښې کاندید واک ته ورسوی ، خواران ،بی پیسو خلک او کاریګره طبقه په خوب کې هم د پاچاهی او واک تصور نشي کولای . هغه  مشران ، پوهان او  سیاسي خلک  چې پیسې نه لری ،یا د واکمنو سره په لاره نه ځې ، د لویو سرمایه دارانو سره لاره نه وړی هیڅکله هم واک ته نشی رسیدلای .
له همدې امله د کمونزم مفکوره ددې تصور په مقابل کې د غبرګون په بڼه رامنځ ته شوه تر څو وکولای شي د سرمایه دارانو په وړاندي د کاریګرو یو حکومت رامنځ ته کړي .
خو هغه هیوادونه چې ددی سردارانو په ملاتړ کې او ترسیوري لاندی د دیموکراسي ناری وهې  هغوی بیا په هيڅ صورت د خپل مشر هیواد له خوښې پرته کوم کار نه کوي ، مشر هیواد ، همدی هیواد ته رهبران روزی، واک ، پیسې ، میدیا او زور په لاس ورکوی ، د د یموکراسی تر چتر لاندي خامخا خپل روزلی  مشران او رهبران واک ته رسوی ، کله خو د اولس د غولو لپاره همدا څو روزل شوی مشران په سیالی کې ودروي او هر یوه ته د مبارزی او مقابلی لپاره لازم لګښتونه  په لاس ورکړی ، او هغه  خلک چې د ملت له منځه پورته شي ، د اولس مصلحت ورته مهم وي  د ازادی احساس ولری ، د میدياګانو له لاری په مختلفو تورونو تورن کوی ، کم اهميته یی معرفی کوی ، په زور او زر یې تهدیدوي ، او د خپلو چارچیانو په لاس يې منزوي کوي .
خو که دا کار هم نتیجه ورنه کړی او ملت بیا هم خپل مخلص مشر ته رایه ورکړی ، نو بیا یي د هغو فوځونو به زور چې دوی روزلی دي ، د کودتا له لاری له منځه وړی او یا ، همدا فوځې افسران او جنرالان د استبداد په ډول پري واک ته رسوي ، چې په دي اړوند ، د ترکیی ،مصر ، الجزایر انتخابات او کودتاګانې  د افریقا ، لاتیني امریکا او عربی نړی هیوادونه یې ښې بیلګې دی

۲-ټولنیز ژوند :
په دي نظام کې د فرد آزادي یو مهم اصل دی ،  د فردی ازادي په اساس ، چې څه ډول غواړي هسی ژوند کولای شي ، هلته د شرم ، عار ، بی ننګې ،خواخوږي په نوم څوک څه نه پيژنې ، دی حالت په لویدیځو ټولنو کې  د کورنی  ویجاړيدو ته لاره هواره کړي ، کورنی ژوند په فردي ، او یا انډیوالي ژوند بدل شوي، پلار چې په اسلامي ټولنه کې د کورنی صدراعظم شمیرل کيږي ،خپل اهميت له لاسه ورکړي ، واک یې محدود او تر لاس لاندی غړي یې  خپل سری وی. په خپله ښځه ،  خپل بالغ زوی او لور واک  نه لری ، او هر یو ددي غړو څنګه چې غواړي هسی ژوند کولای شي ، په ځلمی توب کې  له ازدواج پرته د نارینه او ښځې ، او د همجنسو تر منځ ازادې  جنسی او نورې اړیکې یو قانونی اصل دی چې څوک پرې د اعتراض حق نه لری ، دي حالت ،  ځوانان او ټولنه  دې ته هڅولي چې د ازدواج په ځای چې دواړو نارینه او ښځې ته مکلفیتونه ټاکي ، په  ملګرتیا بسنه وکړي  ، هر وخت چې وغواړي دا ملګری پای ته ورسوي ،او بیا د نوي ملګري په لټه کي شي ،  په نتیجه کې،د زوجيت اړیکې کمزوري حالت ته رسیدلې  ،د نوی نسل مخنیوي رامنځ ته شوی . انسانی نفس دومره سرکشه شوی چې  د همجنس بازی تر پولي ، او د انسان او حیوان تر منځ د جنسی اړیکو او ازدواج تر سرحد پوري هم رسیدلی دی.
د کورنی د خرابیدو له امله د خپلوي ، دوستي او قرابت اړیکې چی اسلام ډیر ټينګار پری کوی ،له منځه تللی ، د والدینو سره مینه او د هغوی پالل ،د خپلوانو او دوستانو سره اړیکې له منځه تللی او هر څوک د فردي ګټې او خپل نفس د اشباع په تصور کي ورک وي .
ټولنيزی خواخوږي ګاني ، د بی کسه ، فقیر ، يتیم ، بی وزله او همسایه لاس نيوي ، صدقه خیرات ، سرسایه ،هدیه او بخشش ، چې اسلام پری ټینګار کوي ، د ټولني له منځه کډه کړې ، او دا کار د مال ضایع او بی هوده کار ګڼل شوی، له همدي امله دا کار فردی مسؤلیت نه ، بلکه د حکومتونو  تر وسې دنده ګرځیدلی ، او په ځينو هیوادونو  کې  د اتباعو د پالني تر کچې پاته شي .
۳- دين او مذهب
 په کپیتل  غربی یا دیموکراسی نظامونو کې  سره ددې چې دین د انسان د فردي حق په اساس په رسمیت پیژندل کیږي او د فرد تر شخصي کړنې پورې منل کيږي .په حکومتي چارو کې  په سیکولرزم باور لری  ، په دي معني چې دین اوسیاست  بیلتون سره لری ،.، دين به فردي تصور او کړنه وي چې په سیاسي او دولتی چارو کې به ورڅخه کار نه اخیستل کیږي .اروپا چې د فرانسي د انقلاب څخه وړاندي د پیوډالیزم او کلیسا د یوې ګډې ټلوالې له مخې اداره کيده  ،د همدي انقلاب وروسته یې په سیاسی چارو کې له دین سره پریکون اعلان کړ .
 په دي هیوادونو کې د عبادت مخه نه نیول کیږي خو په سیاست ، حکومت ، قضا ، او نورو چارو کې ورته د قانون په سترګه نه کتل کیږي ..
دا چې په لویدیځو هيوادونو کې د همدې اصل په اساس چي  دين به   په حکومتي چارو کې ونډه نه لری ، خو په عمل کې همدا هيوادونه  د مسیحیت سره خواخوږي لری ،مسیحې مبلیغینو ته  په غیر مسیحې هيوادونو او تر اشغال لاندې سیمو کې د فعالیت زمینه برابروي  او کله هم د مسیحيت تر چتر لاندې په ګڼو هیوادونو کې د خدمت او کار په پلمه مسیحيت هم خپروي  ، مسیحې مؤسسو ته مالی مرستي برابروي  ،چې د افریقا، شمالی اوجنوبی امریکا . او نورو تر اشغال لاندې هیوادونو مسیحې کول یې ښه بیلګه ده ، او د اسلام په وړاندې  چې  هلته یو نوی ، ځوان او د پراختیا په حال کې  دین  دی په مختلفو لارو مخنیوي کيږي  او په خلاف یې  د خلکو کرکه را پاروي.
۴-اقتصاد :
اقتصاد ددې نظام  اصل  او بنسټ جوړوي ، او اقتصاد دی چې د یوې فلسفي او تصور په اساس یی دا نظام رامنځ ته کړی ، دلته هر فعالیت د اقتصاد په تله تلل کيږي ،سیاست ، ټولنه ، بازار ،تولید ،رسنی ،اړیکې   هرڅه د اقتصاد په محور راڅرخې .
فردي  خصوصي ملکیتونو ته وده ورکول کيږي او عامه ملکيتونه را کميږي او له منځه ځې .
د حکومت دنده په  کښې  یوازی د رقابتونو رامنځ ته کول ، بازارونه لټول ، او مالیات تر لاسه کول دي.په دې نظام کې د تولید وسائل ، توزیع او تبادله په کلي ډول د افرادو په خصوصي ملکیت کي شامل وي ، او دولت پکښې کومه مداخله نه لری .
ددوی په آند ،په يوه سرمایه داري نظام کې هر سرمايه دار باید له خپلو ټولو امکانانو کار واخلی تر څو ګټه تر لاسه کړي . پرته له دي به خامخا له  زوال او تاوان سره مخ وي  نو له همدي امله ګټه ددې نظام  روح تشکيلوي  او د تاوان د مخنوي په موخه هر هغه کار ته لاس اوږدوي چې په توان کي یی وي  .
ویل کيږي چې برطانوی اقتصاد پوه جون کيناس ددي اقتصادي  مفکوری ایجادوونکی دی ، خو آدم سميټ (1723-1790)  په (۱۷۷۶) کال د ( د طبعیت څیړنه او د ملتونو د ثروت اسباب) تر نوم لاندی  کتاب ولیکه  چې ددي نظام اصول یې وټاکل ، ورپسې (دوید ريكاردو (1772-1823) په کپیتلزم کې د عایدتو د توزیع په نوم قونین شرحه کړل  ،دافيد هيوم (1711-1776 م) هم د ګټې نظریه رامنځ ته کړه  ، روبرت مالتوس (1766-1803) انګلیسی اقتصاد پوه بیا د نفوسو د ډیروالی په اساس د خوراکی موادو د کمښت نظریه خپره کړه  ، أدمون برك ، اللورد كينز (1883-1946)  او داسې نورو پوهانو ددې نظام د پرمختګ او رامنځ ته کولو په لاره کې ګڼې لیکني او نظر یې وړاندې کړیدي .

 

د کپیتلزم اقتصادي اصول :
کپیتلزم د اقتصاد په برخه کې  لاندې اصول او قوانين لری:
۱- اقتصادي لیبرالیزم  :ددې  نظام تر ټولو مهم  فکری او فلسفی اصل اقتصادي ليبرالیزم دی .  ددي معنی د فردي آزادی په اهمیت عقیده درلودل دی چې د فرد په  اصالت او د فرد په ازادي باندی تمرکز لری ، په دي نظام کي افراد کاملا ازادي لری چې څه ډول او په کومو لارو کولای شي له موجوده منابعو ګټه واخلی ، ځکه هر څوک په خپله تر بل چا ښه سنجولای شي چې  ګټه او منفعت یې په څه کې دی . او نورو ته تاوان رسول  ورته اهميت نه لری ، له همدي امله هلته سود ، قمار ، دوکه ، انحصار ،احتکار کوم جرم نه ، بلکه د ګټې لاري پيژندل کيږي

۲ :رقابت   : دا اصل دوهم مهم دی چې دی نظام ته رقابتي نظام هم ویل شوي ،دا چې ددې اصل نیژدې والی له لیبرالیزم سره ډیر زیات دی ، نو کولای شو ووایو چې دا دواړه اصول د سرمایه داري نظام اصلي پایی تشکيلوي ، یو کامل رقابتی بازار هغه بازار دی چې هر تولید کوونکي څه ډول چې غواړي په خپله خوښه خپل تولیدات وپلوری .او د نورو تولید کوونکو سره په نرخ ، کيفيت او اندازه کي سیالي او رقابت وکوي
۳-ازاد بازار او اقتصادی تعادل:

ددي اصل په اساس یوازی بازار د تعادل  د ایجاد برقرارکوونکی او د تقاضا او عرضی تنظیم کوونکی دی ، اوپه اقتصادي فعالیتونو کې د دولت او حکومت هر دول مداخله د دې طبعي نظم او خپل سری تعادل سره مخالف کار دی ،ددي معنی داده : که چیری د بازار تقاضا ( اړتیا) شیانو ته  له تولید څخه زیاته شوه ،نو د شیانو بیي په خپله لوړیږي .، خو که بازار ته د شیانو راتګ د خلکو او بازار له اړتیا ډیره شوه  ، نو د شیانو بیي په خپله رالویږي . له همدي امله د تولیداتو او شیانو زیاتوالی او کموالی د بازار په نرخ باندي اغیزه اچوي .او دا تعامل باید طبعي او د دولت له مداخلی پرته صورت ومومي .
تجاران ،سرمایه داران او د کارخانو مالکان چې څه ډول یې زړه وغواړی هسي خپل توکې پلوري ، کله کله لوی تجاران د کوچنیو سوداګرو د تاواني کولو په موخه ،او دا چې بازار یې په لاس کې پاته شي په لوی لاس د توکو بیې را کښته کوی ،او بیا یې بیرته د مالونو په  احتکار سره  لوړوی ... خو حکومتونه د عام اولس د خیر غوښتلو په ځای د همدی سرمایه لرونکو په خدمت کي منډې رامنډې وهي ځکه  د بیا کاندیدي په صورت کي ورته اړتیا لری
 په نتیجه کې د هیواد  واک او اختیار د څو سرمایه دارانو په لاس کې ولويږي . عام خلک د یوي ګولې ډوډي موندلو په موخه د سرمایه دارانو هر خدمت ته لاس په نامه ولاړ وي  او هیواد په یوه لوی طبقاتي نظام بدل شي . مال او ثروت ددې په ځای چې په مساوي او یا ټولیزه توګه د خلکو تر منځ وویشل شي چې همدا د اسلام لاره ده ، د څو محدودو سرمایه دارانو په لاس کې پاته کيږي.
تیرې تجربی:
  له هغې نیټې چې دا تصور په اروپا کې رامنځ ته شوی ، د اروپایی هیوادونو ترمنځ  د مال او ثروت د پیدا کولو ، د مالی سرچينو د موندلو په سر لویه سیالی پیل شوه ، د اروپایی هیوادونو ترمنځ  د اتلسمي  نولسمي او شلمی میلادی پیړيو لویی جګړي او ميلیونونو انسانانو وژل کيدل او د ښارونو له منځه تلل د همدې سیالي زیږنده وه  . مال او ثروت ، په  بازارونه کنترول ، خام مواد موندل د برتری او قوت لویه نښه وه  ،همدا سرمایه داري نظام ؤ چې اورپایان یې د خامو موادو د موندلو ، د اقتصادي برتري ، او د کارګري قوی د موندلو په موخه د نوری نړی ښکيل کولو او استعمار ته وهڅول .د همدی تصور په بنسټ ، د نړی ګڼې پراخه سیمي د اروپایی سیالیو په اور کې لولپه ، ثروتونه او خام مواد یې تري غلا کړل  ،د بازارموندولو او توکو د خرڅلاو په موخه  یی  تر استعمار لاندې هیوادونه سلګونه کلونه له پرمختګ څخه راوګرخول. د همدي موخې په لټه کې د هند لویه وچه ،امریکا ، افریقا ، استرالیا ، نوی زیلاند ... او ګڼ نور اسیايی هیوادونه ښکيل کړل ، د هغو هیوادونو په سرمایو او خامو موادو یې لسګونه او سلګونه کاله خپلی مانې وداني او هغوی یې د غلامانو او کاریګرو په توګه وکارول.
د مال او ثروت په لته کې یې د افریقا ميلونونه انسان د غلامانو په توګه په امریکا یانو وپلورل او افریقا یې د پیړیو له پاره د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاته کړه .
زموږ هیواد چې د هند له بحر او شمالی هند را نیولی تر خراسان او نیشابور پوري یوه لویه امپراتوري وه ،د همدی استعماری او کپیتلیستی سیاستونو په نتیجه کې د یو نیم سل کلونو لپاره د انګلستان او روسیی ترمنځ د رقابت ډګروه ، او موږ یې  لسګونه کاله په خپل هیواد کې وګړولو ، لویه امپراتوری یې راته دړې وړي ، او دوه سوه کاله د تمدن له کاروان ‎څخه وروسته پاته کړو.
بل لوري ته چې کله زموږ هیواد ته د کبیتلزم په اساس نوی دیموکراسی را رسیدلی ،د خلکو تر منځ د ثروت او سرمایی په بنسټ لوی واټنونه رامنخ ته شوي ، ځینې خلک د تورو پیسو په تر لاسه کولو ، د ثروت لوړ پوړ ته ورسیدل چې په مټ یې اوس د سیاست واګې هم د همدوی واک ته لویږي ، بل لوری د هیواد  نوی به سلو کې اوسیدونکی د سخت فقر ، بی وزلی او بی کاری سره لاس ګریوان دی ،  چي د ژوندی پاته کیدو په تمه هر ډول مشقت او سختي په ځان مني .
مأخذونه :
https://mawdoo3.com  الرأسمالية
https://ar.wikipedia.org/wiki/  الرأسمالية
رحمان‌زاده، مهدی، سایت پژوهه، http://www.pajoohe.com/fa/index. php?Page=definition&UID=۳۴۳۱۱#_ ftn۱
جاسبی، عبدالله، ارزیابی و نقد نظام‌های اقتصادی، تهران، انتشارات دانشگاه آزاد اسلامی، ۱۳۷۶، چاپ اول، ص۵۹.
مدنی، امیرباقر، نظام‌های اقتصادی، تهران، ۱۳۵۲، چاپ‌خانه کیهان، ص۴۰-۴۴
ملخص بحث  مقارنة بين النظام السياسي الإسلامي والنظام الغربي https://www.alukah.net/publications_competitions/0/54888/
https://midan.aljazeera.net/intellect/sociology/2018/6/28   لماذا-تكره-الرأسمالية-الأسرة-وتسعى-لتفتيتها