۱۴۰۰ مهر ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله ولی تړلې ده

 یوه اونی پوره شوه چې  د  دواړو هیوادونو ترمنځ د سودا ګریزی راکړی ورکړي د په ټپه دریدو وروسته د چوړجاړی کومی نښې هم نه تر سترګوی کیږي ، یوه اونی مخکې طالبانو د سپین بولدک –چمن تجارتی او د تلو راتلو  لاره په کانکریتی دیوالونو د ستونزو تر حواریدو ښه پخه وتړله  ، ورسره د پاکستان حکومت د تورخم لاره هم  وتړله  ، چې ورسره په هیواد کې د میوو د سختی ارزانی او د اولیه موادو د ډیړی ګرانی لامل شوه .  همدا شان  دوه ورځې کیږي چې د هوایی ترانسپورت  موضوع هم د کړکیچ تر پولی ورسیده ، سره ددی چې  افغانی لوری په دی پوه دی  چې دا وخت د دروازو تړل چې له یوه لوری د میوو د تجارت مهم وخت دی له بل لوری هیواد د سختې ګرانی او قیمتی سره لاس ګریوان دی  له لوی سره  د افغانانو په زیان ده ، خو د پاکستان سره د خبرو دروازه نه پرانیسي .

 د سپین بولدک په دروازه کي ستونزی  په پخوا کی هم موجودی وي ، چي تیرو دوو میاشتیو کې  دوه ځله دروازه تړل شوی  ، خو دا ځل یې د خلاصون لپاره یو لوری هم په زغرده ګام نه اخلی ،  د دروازی  مسؤلین وایی چي  د دی اساسی لامل د پاکستان له لوری د ستونزو نه حوارول او په وعده نه وفاکول دی ځکه دوه ځله پاکستانی لوری ورسره په وعده کې بی وعدی شوی او طالبان تر هغه په خپله خبره کلک ولاړ در تر څو پاکستانی لوری خپلی وعدی بشپړی کړي  ، خو خلک ګمان کوي چې  ، د  تیرو دوو اونیو را پدی خوا  د داعش د وسلوالو له لوری د یرغلونو ، او چادونو ،او ورسره د ځینو داعشیانو تر نیول کیدو وروسته د هغوی د مهمو اعترافونو وروسته د پاکستان سره وضیت د ترینګتیا تر پولی رسیدلی ، نا تایید شوی  خبرونه داسی هم وایی چې تیرو څو ورځو کې طالبان  په سپین بولدک کې  د اغزن سیم څخه اوښتی او ځینې هغه کلی  یی بیرته تر خپل کنترول لاندی راوستلی چې د جنرال عبدالرازق له مرګ وروسته د اشرف غنی اداری  پاکستانی لوری ته ورپریښودل ، او پاکستانی لوری  اعزن سیم  پری راګرځولی ؤ ،دوی ددی کلیو خلکو ته افغانستان ته د تلو راتلو لاره پرانیستی ده ،ځینی خلک خو په سپین بولدک کې داسی خبری هم کوی چې طالبانو پاکستانی لوری ته  بیرته هغه ځای ته د دروازی د انتقال  امر کړی چې د طالبانو د پخوانی حکومت په مهال جوړه او وروسته پاکستانی لوری د افغانستان  داخل  په څو کلیومتری کی جوړه کړه . دا په داسی حال کې چې په ښکاره خو پاکستان د افغانانو لپاره په نړیواله ټولنه کې په منډو رامنډو بوخت دی خو دی منډو رامنډو ته هم  خلک د شک په سترګه کوری او فکر کوی چې  ددی منډو تر شا د پاکستان نور اهداف دی چې د امریکا په ملاتړ او خوښه او د اسلامی امارت په زیان   روانې دی  ، دا چې په راتولنکي کي به حالات کوم لوری ته په مخ ولاړ شی معلومه نه ده ، خو که د دروازو تړل همداسی دوام وکړی کیدای شی تجارانو او بزګرانو ته درانه تاوانونه ورسیږی  او په دی اساسی وخت کي د دواړو هیوادونو تر منځ ستونزی د هیواد په خیر نه دی .

۱۴۰۰ خرداد ۲۷, پنجشنبه

دریمه برخه : په افغانستان کي د ترکيی د لیوالتیا لاملونه

لیکنه :محمدشفیق صادق

په تیرو برخو کي مو ولیکل چې ترکیه اوس مهال  د افغانستان په ګډون په (۱۲) هیوادونو کې سرتیری لری ، چې په ځینو هیوادونو کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندی او ځینو نورو کې د دوه اړخیزه تړونونو په اساس  پاته دي

د یوویشتمي پیړی نوی  ترکیه اوس  په نړی کی له امریکا او فرانسی وروسته دریم هیواد دی چې په ګڼ شمیر کې سرتیری یی د نړی په نورو هیوادونو کې دندي لری  ،د سرتیرو دا ځای په ځای کیدل ، دا ښېې چې ترکیه غواړي په بین المللی ډګر کې خپل پخوانی  ( د عثمانی ترکيی ) ځواک ، نفوذ او مقام  بیرته تر لاسه کړي ، دا په داسی حال کې چې  د  دریمې نړی کمزوری هیوادونه د لویو پخوانیو او اوسنیو استعماری هیوادونو  سیالی اود غیر مستقیم ښکيل د سیاست په اساس داسی د مجبوریت پولي ته رسیدلی چې خامخا باید ومني چې د یوه استعماری هیواد تر څنګ په پاته کیدو د هغوی هری نا مشروع غوښتنې ته مثبت ځواب ووایی ،نو ترکیه په دی سیالی کې د سالم رقابت په ډول تر ټولو نورو لویو هیوادونو مخکې روانه ده ، او هر هیواد کې چې سرتیری یې په دنده بوخت شوی ،د هغه هیواد د خلکو او حکومت زړونه یې ترلاسه کړي .

افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اوس مهال پکښې (۵۰۰) سرتیری یې په دنده بوخت دی او لویه دنده یې د کابل د نړیوال هوایی ډګر ساتل او نظارت دی .

دا چې د ناتو ځواکونه مجبور دی د امریکا سره یو ځای د طالبانو سره د هوکړي له مخې  له افغانستان څخه ووزی ، خو بلی خواته د افغانستان څخه د مکمل لاس اخیستنې هوډ هم نه لری ، له یوه لوری ددوی راتلونکی سیاست او په سیمه کې ددوی موخې دی ته اجازه نه ورکوی  چې افغانستان ترک او د (۵۰) کلونو خواری يی  په اوبو لاهو شی  چې (  د افغان حکومت څخه د مالی ملاتړ او په قطر کي د افغان سربازانو لپاره د روزنی د مرکز غوښتنه د همدی خبری ښکاره دلیل دی ) او ځای یی د دوی رقیب هیوادونه ډک کړي ، نو په هر ډول چي ممکنه وي خپل حضور په دی سیمه کي ساتی . بل خواته  کابل کي د بهرنیو دیپلوماتانو ، سفارتونو او د بهرنیانو لویي سرمایی دی چي د هغو ساتل او امنیت هم دوی ته مهم دی ، له دی هم ویره لری چې داسی نه چې ،د ۱۳۷۱ کال په شان  د توقع په خلاف هر څه په کابل کي ګډ او ددوی دیپلوماتیکومرکزونو او نورو  ملحقاتو ته زیان ورسیږي ..نو له همدی امله مجبور دي په کابل کي د خوندیتوب په موخه یو څوک پریږدی ،  او ددی دندی لپاره ترکیه تر ټولو مناسب انتخاب دی ،ځکه ترکیی  په خپل شل کلن ماموریت کي د افغان حکومت او ولس سره داسی چلند کړی چي کولای شي په راتلونکي کې هم پری باور ولری ، بل لور ته د یوه مسلمان او غیر استعماری هیواد په توګه کولای شی دا ډاډ نور هم پیاوړی او تر لاسه کړی .

 سره ددي چې دا ماموریت خطرونه او مالی لګښت هم غواړی ،خو د مالی لګښت په اړه یې لا پخوا خپل مصارف د ناتو په غاړه اچولی چې پیسې په یې ناتو ورکوي

ترکيه  په دی لوبه کي غواړی په یوه غیشي دوه مرغی وولی ، له یوې خوا به د ناتو هیوادونو ته خپله وړتیا ،او وفاداری ثابته کړي چي پرته له ترکيی دوی نشي کولای ټولی مسئلې حل کړي او د هغو هیوادونو خوله به هم وتړی چي په ناتو کي د ترکيي په مخالفت کي ناری وهی ، بل لور ته به خپلو هغو اهدافو ته هم ورسیږي چي غواړي په اسلامی هیوادونو او منځنې ختیځ کي د مرستی ، حمایی او ملاتړ تر نومونو لاندی دا سیمه چي اوس د لویو استعماری هیوادونو د رقابت مرکز ده ، د ځان سره وتړی او د سیمي د رقیبو هیوادونو په منځ کي ځان را د بره کړی .

کیدای شی افغان حکومت هم د ترکیی په پاته کیدو کي کوم مخالف ونه ښيی او د ارامی او خوښي احساس وکړی ، خو ستونزه د طالبانو سره د تفاهم ده ، ځکه هغوی په زغرده اعلان کړی چي د هیڅ بهرنی هیواد عسکر په افغانستان کي نه منی .نو دا چي ترکیه به وتوانیږي طالبان رضا کړي چي ددوی عسکر ومنی او که نه ؟

 زما  په آند طالبانو تر اوسه دا ښودلی چې له خپلی خبری نه تیریږي ، او کیدای شی په خپل دريځ ودریږي بل خوا د سیمي د نورو هیوادونو ( روسیی ، ایران ، چین ) څخه هم تشویش لری چي د ترکيی په پاته کیدو به دا خلک خپلی لاسوهني پیل کړی ،نو  ترکیی ته دا اجازه ورنه کړی چې عسکر یې پاته شي په دی صورت کي به ترکانو ته هم ګرانه وی چې په زور سره دلته پاته شي ، چي دا کار کیدای شی دوی په زیان تمام شي ، خو  کیدای شی د پردو تر شا د کوم تفاهم له مخي د نورو هیوادونو لکه قطر په منځګړیتوب طالبان هم په دی راضی شی چي د (روسیی ، ایران او هند د پراخ تیری په وړاندي ) د ترکي عسکرو په موجودیت تر یوه وخته سترګې پټې کړی .

تر کومه ځایه چي ماته ښکاری ، ترکیه ددی هوډ نه لری چي له دی سیمي خپل عسکر وباسی له همدی امله غواړی د پاکستان هیواد هم ورسره شریک کړي ،او کیدای شی ، د پاکستان د هیواد سره د ترکيی د شراکت موضوع لا پخوا د دواړ  هیوادونو ترمنځ مطرح شوی وي ، ځکه دواړه هیوادونه  غواړی په سیمه کي په ګډه د( ایران ، روس هند)  مخه ونیسي او ددی مخه نیسی چې نوموړی هیوادونه دا تشه د خپلو ملیشو او غیر مستقیمو مداخلو په واسطه ډکه کړی .<

زما په آند خو دا بهتره ده چي  افغان حکومت او طالبان د یوه دریم ګړی په موجودیت د نوی نظام تر راتلو پوری سلا شی او ددی دریمګړیتوب لپاره د اوس لپاره ترکیه تر ټولو مناسب انتخاب دی ،چي له یوي خوا خلک ورسره حساسیت نه لری ، او د لزوم په صورت کی کولای شی د نه ځواب هم ورته ووایی .  په دی سره به موږ داسی یو دریم ګړی هم لرو چي د ستونزو په مهال مرسته را سره وکړی ، او کیدای شی د ترکیی تر نفوذ لاندی ډلی هم دی ته تشویق شی چي په راتلونکي نظام کي د مخالفت په ځای د صلحي او مسالمت امیز ژوند لاره غوره کړی ، بل خوا په اوسني نړی کې موږ غوندي هیوادونو ته دا ډیره ګرانه ده چي په یوازی سر او پرته د نورو هیوادونو له مرستي او ملاتړ څخه حکومت وکړی ، د جګړو او حکومتونو را چپه کول کوم ستونزمن کار نه دی ، خو د حکومت ساتل او په یوه ملت حکومت کول بیا ګران کار دی ، نو دا چي موږ یو ځل بیا د ښکیلو هیوادونو د ملیشو او دلاسوهنو په ترڅ کي د (۱۳۷۱) کال حالت ته ور نه شو ښه داده چي د ترکیی د هواد سره په مشروط ډول د پاته کیدو نوی هوکړه لاسلیک شی ، همدا اوس موږ وینو چې د پاسنیو دریو هیوادونو سره تړلی ډلی ، په ظاهره د طالبانو د پرمختګ د مخنوی او د نظام د ساتلو په موخه وسلي ویشي ، خو د پردی تر شا د هغه حالت راتلو ته په تمه دي چې افغانستان یو ځل بیا د ګډودي او کورنی جګړی و خواته ورټیل وهی .(  هغه متل دی چي وایی ( یا خودت مرد باش و یا در پهلوی مرد ) .

۱۴۰۰ خرداد ۲۶, چهارشنبه

ولی ترکیه غواړي فوځیان یې په افغانستان کي پاته شی( دوهمه برخه)

د افغانستان  او ترکیی اړیکو ته لنډه کتنه

 لیکنه :محمدشفیق صادق

دا چې ترکيي د عثمانی خلافت په مهال په اسلامی نړی کي د مشر ، څارونکي ، او ملاتړ کوونکي رول لوبولی .او په تیر تاریخ کې یې له ټولو اسلامی هیوادونو سره مستقیمي او غیر مستقیمي اړیکي درلودي ،نو افغانستان هم له دی اړیکو پیل نه دی پاته شوي خو  دا چې افغانستان له اولسمي میلادي  پیړي وړاندې د مغلو له یرغل وروسته مرکزی حکومت نه درلود ، تل د هند د مغلی ، د ایران د صفوي او د بخارا د شیباني حکومتونو ترمنځ د سیالی ډګر ؤ نو عثماني ترکي سره د اړیکو کوم اثر هم نه تر سترګو کیږي  ، د افغانستان او عثمانی ترکيي ترمنځ د اړیکو باب د هوتکیانو د حکومت په مهال هغه وخت پرانیستل شو چې شاه اشرف هوتک  د ایران ټوله خاوره خپله او واکمني یې پری ټینګه کړه خو په ( ۱۷۲۵) میلادی  کال عثماني امپراتوری غوښتل  د ایران په لور د پرمختګ وکړي ، شاه اشرف له خبرو وروسته مجبور شو د عثماني واکمنو د  مخنيوي په موخه د عراق په پوله له عثمانی امپراتوری سره مخ شي  ، د جګړي په پایله کې  شاه اشرف وتوانید چې د روسانو سره له جګړو وروسته  عثمانی امپراتوری فوځ ته هم  لویه ماته ورکړي  چې روسان  او عثمانی امپراتوری مجبور شول  د ایران په خاوره  د شاه اشرف واکمني ومنی [1].

بیا کله چې احمدشاه بابا د افغانستان نوی بنسټ کیښود ،نو خپلي اړیکې یې له عثماني امپراتوری سره د یوه لیک په استولو وتړلي چې تر اوسه هغه لیک په  عثماني ارشیف  کې محفوظ دی ، خو د عثماني امپراتوری او افغانستان ترمنځ  په لویدیځ کې د ایران حکومت او په شمال کې روسان ؤ چې  د دایوال په شان کې افغانستان له عثماني خلافت رابیل کړي ؤ ، ایران چې  په ټول تاریخ کې د عثماني امپراتوری یو داسی دښمن ؤ چي نه یې  امپراتوری ته موقع ورکوله چې د ختیځ په لور اسلامی نړی ته پام وکړي او نه یې نورو اسلامی هیوادونو ته موقع ورکوله چي ددوی له خاوری په تیریدو د عثماني خلافت سره اړیکي ولری ، له همدي امله افغانستان له عثماني امپراتوری ګوښه پاته شوي . بل پلو ته افغانستان هم په سیاسي لحاظ د روسانو ، ایرانیانو او انګریزانو ترمنځ  ایسار شوي ؤ چې کله خو به پری حتمی وه چې یوازی له دی هیوادونو څخه د یوه سره اړیکي ساتلی شي ،نو افغانستان هم نه توانیده چې له عثمانی خلافت سره اړیکي وساتی .

د سیدجمال الدین افغان رول په عثمانی دربار  کي او هلته د مشورو تر کچې د هغه پورته کيدل ،د هغه نبوغ او هوښیارتیا هم ددی لامل وه چې عثمانیان دي افغانستان ته د یوه مهم دوست په سترګه وګوی .

په سیاسي ډګر کې د احمد شاه بابا له لیک وروسته  د نولسمي پیړي په پای کې سلطان عبدالحمید یو دیپلوماتیک هیېت افغانستان ته را استولی ،همدا شان په (۱۹۱۰) میلادي کال کله چې ترکیه د همسایه ملکونو د تعرض سره مخ شوه ، هلته افغان محصلین د جګړي میدان ته ورغلی چې ډیر پکښې په شهادت رسیدل ،[2]د لومړی نړیوالې جګړي په مهال هم خلافت هڅه وکړه چې افغانستان په جګړه کي په خپله خوا کي ودروي ، او یو هیېت یې د امیر حبیب الله خان د حکومت په مهال افغانستان ته هم راغلی خو ویل کيږي چې افغانستان علني ملاتړ نه دی اعلان کړي خو ترکېې ته یی  مالی مرسته وراستولی تر دي چې ښځو خپلی ګاڼې او زیورات هم ور استولی [3] او ویل کیږي چې سرتیری یې هم هلته استولی .

په (۱۹۲۰) کال د احمد جمال پاشا په نوم د ترکيی یو لوړ رتبه افسر د ترکمنستان له لاری کابل ته راغلی او د ترکيی له ماتی وروسته یې هڅه کړي د افغانستان څخه په مرسته ترلاسه کولو د متفقینو په خلاف جګړي ته دوام ورکړي چې له یو کال پاته کیدو وروسته د بیرته ستنیدو په مهال  په اذربایجان کي د روسی استخباراتو له خوا ترور شويدی[4]

په ۱۹۱۹ کال کله چي افغانستان استقلال تر لاسه کړ نو د ترکيی هیواد د نړی دوهم هیواد ؤ چې د افغانستان استقلال یې په رسیمت پیژندل ،او په (۱۹۲۰) کال یې افغانی الاصله ترکي افسر افغانستان ته د سفیر په توګه را استولی ، په (۱۹۲۱ ) کال د افغانستان سفارت په ترکیه کي پرانسیتل شوي  ، او امان الله خان لومړی بهرنی رئس جمهور دی چې په (۱۹۲۸) میلادی کال یې له ترکيی لیدنه کړي[5]

له دی وروسته هم د افغانستان او ترکيی ترمنځ اړیکې پیاوړی وي او د اعلاحضرت ظاهر شاه د حکومت په مهال د افغانستان ډیر سرتیری او محصلین په ترکیه کي روزل کیدل . په افغانستان کې د کمونستی کودتا وروسته په (۱۳۵۷) شمسی کال دا اړیکي ترینګلي شوي او د شوروي د سرغل په مهال ترکانو د مجاهدینو سره  د مرستي اړخ نیولی ، د طالبانو او مجاهدینو د جګړو په مهال هم ترکيی بی طرفه حالت اختیار کړي او کوم نشاط نه لری تر دي چې د (۱۱ ) سپتامبر پیښه رامنځ ته شوي ، نو ترکانو د ملګرو ملتونو او ناتو تر چترلاندې د فوځونو سره بیا افغانستان ته خپل فوځیان راواستول چې د ۲۰۰۱ میلادی کال څخه تر نن پوري یې د (۱۸۴۰ تنو څخه تر ۲۰۰۰ )تنو پوری فوځیان درلودل ، په دی موده کې  دوه ځله ترکي جنرالانو د ایساف قمانداني هم کړي چې د هری دوری وخت شپږ میاشتي ؤ ، د وردګو او فاریاب د ولایتونو د پی ار ټي ګانو مسؤلیت هم د ترکانو سره و ، خو ترکانو تر ډیره هڅه کوله په محاربوی فعالیتونو کي برخه وانه اخلی له همدي امله یې په جګړه کې کوم سرتیری نه دی وژل شوي ، کوم سرتیری چې وژل شوي هغه په ترافیکي او نورو پیښو کي دي . ، همدا شان ترکي په فرهنګې برخه کې هم په افغانستان کې ډیر کار کړي ، د افغان ترک په نوم یې  مجهز څو عالی ښوونځې په مهمو ښارونو کي پرانیستلی چې زرګونه تنه افغانان پکښې په زده کړو بوخت دی ، ترکیه هر کال افغان محصلینو ته بورسونه ورکوی تر څو د ترکيی د ننه په پوهنتونونو کي زده کړې وکړي  .بل پلو ته افغانستان کي ګڼ ترکي نژاده افغانان ژوند کوي چې تر کیه غواړي د هغوی سره د ترکي نژاد په اساس اړیکې وساتی .

دوام لری....

[1] https://fa.wikipedia.org/wiki/ 

[3] http://www.dailyafghanistan.com/opinion_detail.php?post_id=155762

[4] - https://www.trt.net.tr/dari/brnmh-h/2014/06/03/sdy-dwst-22-81722

۱۴۰۰ خرداد ۲۵, سه‌شنبه

ولی ترکیه غواړي فوځیان یې په افغانستان کي پاته شی ؟( لومړی برخه)

لیکنه :محمدشفیق صادق

 په ناتو او نړیوال سیاست  کي د ترکيي  لنډ تاریخي پس منظر

د ترکیی او افغانستان پخوانی او اوسنی اړیکی

په افغانستان کي د ترکيی د لیوالتیا لاملونه 

دا هغه مهم ټکی دی چي په دی  مقاله کي په پری خبری وکړم

لومړی برخه : په ناتو او نړیوال سیاست  کي د ترکيي  لنډ تاریخي پس منظر (لومړی برخه)

له هغې وروسته چی ترکیې په لومړی نړیواله جګړه کي په (۱۹۱۸) کال خپله ماته ومنله  او  تر  ( ۱۹۲۳)   کال پوری د لویو بدلونونو په ترڅ کي یې نظام له عثمانی خلافت څخه سیکولر جمهوریت ته تغیر وکړ د جګړواو  پیاوړو دښمنو(متحدینو ) هیوادونو د بندیزونو ، باجونو او د  تجزیی له امله په سیاسي او نظامي ډګرونو کي ډیره کمزوې شوه ، له همدی امله  په دوهمه نړیواله جګړه کي بی طرفه پاته شوه  ،خو  له دوهمي نړیوالې جګړې وروسته د شوروی اتحاد او د وارسا د بلاک په را دبره کیدو ورته ضمینه مساعده شوه تر څو خپلې  اړیکې له لویدیځې اروپا او د انتلاتنیک د تړون له هیوادونو سره پیاوړې کړې   نو  ددي تړون  سره د یو ځای کیدو او د اعتماد د تر لاسه کولو په موخه یې د امریکا په ملاتړ (۵۰۰۰) سرتیری په (۱۹۵۰) کال د کوریا جګړی ته واستول چې تر (۱۹۵۳) پوری هلته پاته ؤ  ،خو د ځینو نورو منابعو په اساس (۲۱) زره عسکر یې استولی چې (۹۰۰) مړه او (۲۴۴) تنه یی اسران شول [1]( سره ددي چي دا سرتیری د سیکولر ترکیی له خوا چي د اسلام هره نښه پکښې جرم و واستول شول ، خو ترکي عسکرو هلته خپله دنده تر سره او تر ټولو مهم کار یې ،په جنوبي کوریا کي د اسلام د دین د نیالګي کښینول ؤ ترکي عسکر وتوانیدل  د کوریا ځني خلک د اسلام په دین مشرف کړي او بیا هلته دا نیالګی په لویدو شو چي اوس پکښې زرګونه کوریایان د یوه الله عبادت کړي )[2]،  ترکان وتوانیدل د خپلي فداکاری په ښودلو د ناتو او امریکا باور تر لاسه کړی، همدي باور ، د فرانسی غوندی د ځینو هیوادونو د مخالفت سره سره  لاره پرانیسته چي  په (۱۹۵۲) میلادي کال د(ناټو) د سازمان غړیتوب تر لاسه کړي  .[3]

د ناتو سره د ترکیی په یو ځای کیدو ، سره ددی چې د ترکيی هیواد د ګټې په ځای ډیر درانه بارونه په ځان ومنل ، خو د هغه وخت لویدیځ  سره تړلو دیموکراتو او جمهوری غوښتونکو مشرانو د ځان لپاره ډیره لویه بریا وګنله او دا یې د لویدیځ سره د مشارکت لوی امتیاز وباله . ترکیی په دی تړون کي د وارسا د تړون په وړاندي د لومړی کرښی او سپر بڼه درلوده ، د ناتو غړو خپلې خطرناکې وسلي او توغندي د ترکيی په خاوره کي  ځای په ځای کړل او له دی ورآخوا یی په ترکیه  په ناتو کي د حق عضویت لوی بار هم کیښود چي دا حق عضویت  د ترکيی لپاره تر ګټې ډیر لوړ ؤ .

د ترکيی فوځ او مشرانو د تړون څخه وروسته ټوله هڅه دا کوله چي په اورپایی ټولنه کي غړیتوب تر لاسه کړي او دی موخي ته د رسیدو لپاره یې د اسرايلو د رژیم په رسمیت پیژندولو او هغه هیواد ته په ترکیه کي د پراخ واک ورکولو او نورو هلو ځلو په شمول هر هغه څه وکړل چي لویدیځ پری خوشهاله شي ، خو تل به دی موخي ته په رسیدو کي له ماتې سره مخ وه .په اقتصادي  برخه کی یې هم په دی مشارکت کي کومه مهمه ګټه ونه کړه ، ترکیه میلیادونه ډالره د نړیوالو بانکونو او دوستو هیوادونو پوروړې وه ،په سیاسي برخه کي به  په اسلامی هیوادو کي د یوه لویدیځ پلوه هیواد په سترګه او په لویدیځ کي د یوه مسلمان هیواد په سترګه کتل کیدل ، نتر دی چې ونه توانیدل خپلی له لاسه ورکړي خاوری یی بیرته ترلاسه کړي .

په ناتو سازمان کي  ترکان په ناچیز شی رضا شوی  ؤ، او د امریکا په وړاندي خو یی  د نه د ځواب څخه جدي ډډه کوله ، مشرانو یې تل خپله بقا او واک د امریکا سره په ملګرتیا کي لیده نو ځکه به یی په نړیوالو مسئلو کي د امریکا سترګو ته کتل .

د اردوغان له  واکمني څخه د مخه تر ډیره ترکی ځواکونو په بهرني سیاست او پیښو کي لویه ونډه نه درلوده ، یوازی  دا ځواکونه په لږ شمیر کي په شمالی ترکی قبرس او د لبنان په پوله په سوله ساتو ځواکونو کي ګمارل شوی  .

خو له هغه وروسته چي د عدالت او ترقی ګوند واک ته ورسید په دی سیاست کي تغیر راغی  د منفعت تر لاسه کول اود متقابلو منافعو خبره هم را مطرح شوه  ، پارلمان کي د همدی ګوند د غړیو په مخالفت  د عراق  او خلیج په جګړو کي  یې  هسی رول ادا نه کړ څومره چې  امریکا تمه تری درلوده او ترکانو امریکا ته اجازه ورنه کړه چي د دوی له خاوری په عراق یرغل وکړی. بل خوا ترکیې د خپلو نویو مشرانو په موندلو په  اقتصادی ډګر کی هم ښه پرمختګ وکړ ،او وتوانیده چې بهرني پورونه اداء کړي .

په ۲۰۰۱ کال   په افغانستان د  امریکا او لویدیځ د یرغل په مهال د ملګرو ملتونو د سازمان په غوښتنه او د ناتو د سازمان په ملتیا یی (۱۸۴۰-۲۰۰۰) تنه ترکي سرتیري افغانستان ته راغلل ،او د ایساف په چوکاټ کې یې خپله دنده پیل کړه ، په دی حساس وخت کي له یوې خوا ناتو او ملګرو یې په افغانستان کي د اسلامي هیوادونو عسکرو ته ډیره اړتیا درلوده ،تر څو د جورج بوش د نوی صلیبی جګړي د پیل اعلان تصحیح او خپله جګړه توجه کړي   ..ترکانو هم له موقع په استفادی  له یوې خوا خپل ځای د ناټو په سازمان کې پیاوړی کړ ،له بل لوری یې د ترکي شرکتونو په ګمارلو لویی  اقتصادی پروژی هم د ناتو له ملګرو تر لاسه او لویه اقتصادی ګټه یې تر لاسه کړه ، ترکي جنرالان  وتوانیدل چې  دوه ځلی  هر ځل د (۶) میاشتو لپاره د ایساف د ځواکونو قماندانی هم په غاړه واخلی[4]

.له دی ماموریت وروسته د یوګوسلاویا د جګړو په پای کې ترکي سرتیری د ځینو هیوادونو په خوښه او دناتو په چوکاټ کې البانیا ،بوسنیا ،او کوسوو ته هم ورسیدل تر څو هلته د صلحه ساتو ځواکونو رول اداء کړي ..

په (۲۰۱۷) کال ترکان  وتوانیدل د امریکا سره په همغږي د سومالیا هیواد ته هم ځان ورسوی او په افریقا کي خپله تر ټولو لویه اډه جوړه کړي ، دا په داسی حال کي چي امریکا هلته د یوه اشغالګر فوځ په نوم د لوی چلنج سره مخ شوه ، نو همدا ترکانو د ځان لپاره په افریقا کي د پیښې ایښودلو ځای وموند .

په دی کلونو کي ترکانو خپله دفاعي وړتیا او تجربی هم زیاتی کړي او له (۲۰۱۸) کال وروسته یې په نړیوالو پیښو او مسائلو کي  د مشر ورور له خوښې پرته د تصمیم نیونی لړی پیاوړې کړه .

دوی وتوانیدل چي په عراق کي خپل فوځې حضور پیاوړی او تر (۳۰۰۰) تنو عسکر وساتی ، د سوریی په لانجه کې یې هم پراخه سیمه کې خپل عسکری حضور پیاوړی کړ ، له دي وروسته یې د قطر هیواد د حمایی او ملاتړ لپاره په  ( ۲۰۱۵ ) کال (۳۰۰۰) سرتیری واستول چي تر اوسه د ترکاتو لویه اډه ده .

د لیبیا د کورني جګړی په مهال له همغې لومړی ورځې لاس تر زنی پاته نه شوه په لومړی سر کي یې د ټپیانو په درملنه او بشری مرستو اکتفا کوله خو   په ( ۲۰۲۰) کال د لیبیا د هیواد د هغه حکومت سره چي نړیوالو په رسمیت پیژندلی ؤ د یوه تړون په تر سره کولو هغه هیواد ته خپل ځواکونه واستول چي د حکومت په ملاتړ یې د حفتر ځواکونو ته درنه په شا تګ نصیب کړ او تر اوسه هلته پاته دي .

په بله جبهه کي یې د اذربایجان د هیواد په ملاتړ د ارمنستان په خلاف په (۲۰۲۱ ) کال جګړه پیل کړه چي ترکي بي پیلوټه الوتکو پکښې د ماتی ورکولو لوی کردار اداء کړ او ارمنستان یې مجبور کړ چي د اذربایجان له خاوری ووزی .

وروستی ماموریت به بیا په افغانستان کې د پاته کیدو او یا وتلو په هکله وي چې ایا دا ځواکونه به افغانستان څخه ولاړ شی او که به پاته شی ؟

د ترکيی او ناتو اړیکې د اردوغان له واکمنی وروسته له لوړو او ژورو سره مخ دی ، ترکیه غواړي په سیمه کي د دوی ګټې باید د نورو غړو هیوادونو قربانی نه شی ، په (۲۰۱۶) کال په ترکیه کي د ناکامي کودتا وروسته  ، او له روسیی څخه د اس اس ۴۰۰ ډول توغندیو پلورنه  ، په سوریه کي  متضادي ګټې هغه ټکي دي چي امریکا او ترکیه یې ناندریو او تاویل ماویل ته رسولی  . د یونان سره چي د ناتو غړی هیواد دی ، لانجه د نظامی مخامخ کیدو تر بریده ورسیده ، په لیبیا کي د ترکانو مداخله د فرانسي چې د ناتو غړی هیواد دی د لویی غوغا او ناندریو لامل شوه . تر دی ور آخوا په افریقا کي د فرانسي پراخه نظامی حضور او د پخوانیو مستعمرو بیا ترلاس لاندی راوستل د فرانسی اوسني سیاست دی چي ددي سیاست په وړاندې په ډیرو هیوادونو کي وسلوالی مقابلي هم فرانسویان له ننګونو سره مخ کړي ، چي اوس فرانسه ددي لمسولو پړه په ترکانو اچوي او فکر کوي چي ترکیه ددی ټولو لمسولو تر شا ده .ددی ټولو پیښو څخه لیکونکي داسی استنباط کوي چې ترکیه غواړي په نړیوال سیاست کي خپل ځای ولری او ځیني خو په دی اند دي چې د اردوغان په فکر کي بیا د عثماني خلافت د اعادي پلانونه دي .

سره ددې چې د ناتو د ځینو هیوادونو او ترکيي اړیکې له لوړو ژورو سره مخ دي خو ،دواړه پوهیږي چي یو بل ته اړتیا لری ، ناتو په هغو سیمو کې چي د لویدیځ سره حساسیت لری د ترکي ځواکونو تر چتر لاندی خپل فعالیت لری او ترکیه د ناتو  څخه په استفادي غواړي په سیمه کې پخوانی حق او ځواک بیرته ترلاسه کړي او په سیمه خپل نفوذ ولری ..که د ناتو مرسته نه وای نو ترکي ځواکونو ته ګرانه وه چي په خپل سر او پرته له قانوني لارو خپل ځواکونه په (۱۲) هیوادونو کې چي نن پکښې میشت دي ځای پرځای کړي ، بل لور ته ترکي فوځ  په سیمه کې د دوو لویو رقیبو هیوادونو تر منځ چې روسیه او ایران دی واقع دی ، دا دواړه هیوادونه چې تل د سیمې د وراثت دعوه کوي ، که د ناتو ویره نه وي هیڅکله به ترکيي ته اجازه ورنه کړي چې ددوي په ویش رسیدلو سیمو او هیوادونو کي ترکیی سرتیري ځای په ځای شي  همدا لامل دي چې ترکيي تیر کال (۸۹.۹) میلوینه یورو د ناتو د ځواک حق العضویت اداء کړي چي دا له یوې خوا ډیره لویه برخه ونډه ده چې تر کیه یې اداء کوي له بل لوری ناتو هم ترکي فوځ ته چې په ناتو کې د شمیر له مخې دوهم فوځ دي زیاته اړتیا لری نو د دواړو اړیکې به د مشارکت تر پولی تر یوه وخته چې ترکیه یکه تازی ته ځان رسوي همداسی پاته وي 

 دوهمه برخه په راتلونکي کي :

[1]  https://www.aa.com.tr/fa

[2] https://www.marefa.org/

[3] http://peace-ipsc.org/fa

[4] https://www.bbc.com/persian/afghanistan/story/2005/02/050213_v-afgha-turky-isaf

۱۳۹۹ اسفند ۲۱, پنجشنبه

د امان الله خان واکمنی او هیښوونکې کارنامې یې…!!

نن ټکی اسيااگست 18, 2020

موسی فرهاد

نن د زمري د میاشتې ۲۸مه، له بریتانوي ښکیلاک څخه د افغان مجاهد ولس د استقلال اخیستلو سلمه کلیزه پوره شوه.

انګریزان کله، څنګه او څو ځله راغلل؟

د اتلسمي پیړۍ په لومړیو کې برتانیه چې هغه مهال لویه امپراتوري وه، د نړۍ ډېره برخه ترخپلي ولکې لاندي راوستي وه، تر دې چې لوی هند یې هم ولکه کړ، او بیا پر افغانستان را وخوځیده، په ۱۸۳۹ میلادي کې یې له هند څخه لښکري را مرش کړي، د ښکارپور او بلوچستان له لاري یې افغانستان ته رادننه کړي، له کندهار او غزني وروسته کابل ته ورسیدل، د کابل پرتخت یې شاه شجاع په زور کښینا وه، لکه په دا تېر ۴۰ کلن انقلاب کې چې لومړی روسانو او بیا امریکایانو خپل خپل ګوډاګیان پرکابل حاکمان کړل، عین همدا لوبه هغه وخت هم وه.

جهادي مقاومت

د انګریزانو پر خلاف ولسي مشران، چې زیاتره یې دیني عالمان وو؛ لکه میرمسجدي خان، ملامشک عالم، عبدالله خان اڅکزی، نائب امین الله لوګری، وزیرمحمداکبرخان، غازي محراب خان بلوڅ، محمدشاه خان بابکرخیل، او داسي نور ډېر… راپاڅیدل د جهاد فتوا یې صادره کړه، کلي په کلي وګرځیدل خلک یې د اشغال پرضد وهڅول ترڅو چې په هره سیمه کې ولسي پاڅونونه پیل شول.

پر انګریزانو یې چریکي او مخامخ جګړي پیل کړي، د انګریزانو ستر قومندان میکناټن د وزیراکبرخان لخوا په کابل کې ووژل شو، انګریزي لښکر وارخطا شو، قریب 17زره سرتیرو یې په وارخطا حالت کې د لتهبند له لاري د تښتې هڅه وکړه، ترڅو د خیبر له لاري هند ته ځان ورسوي، خو د مجاهدینو له کمینونو سره مخ شول، چې بالاخره ټول ووژل شول یوازي یې سرلښکر جنرال برایډن په زخمي حالت کې جلال آباد ته ورسید. تر دې وروسته غازیانو په کابل کې د انګریزانو ګوډاګی باچا شاه شجاع هم و واژه لکه د روسانو پاتی شونی نجیب چې ووژل شو.

دویم یرغل:

په ۱۸۷۹ میلادي کال کې یوځل بیا انګریزانو د امیرشیرعلي خان په وخت کې د ننګرهار او کندهار له لاري پر افغانستان یرغل وکړ، دا سیمي یې لاندي کړي، امیرشیرعلی خان ورسره مقاومت وکړ، خو په دې وخت کې په شمال کې د ناروغۍ له امله وفات شو، زوی یې (یعقوب خان) خلکو باچا کړ، هغه ته انګریزانو ځان نژدي کړ، د ګندومک په نوم معاهده یې ورباندي امضا کړه، چې انګریزان به ده ته کلنۍ بودیجه ورکوي او دی به د مهمو خارجي او داخلي فیصلو واک انګریزانو ته سپاري، او د غصب شویو ځمکو له دعوې به لاس پرسر کیږي. لکه په اوس وخت کې چې د امنیتی تړون په نوم سند امریکایانو په اشرف غني امضاء کړ.

بیا ولسي قیام

له اوږدې مودې وروسته داځل بیا د ولسي غازیانو چې زیاتره یې علماءکرام وو؛ لکه محمدجان خان وردګ، میربچه خان کوهدامني، ملامشک عالم، مولانا عبدالغفور لنګري، غلام حیدرخان چرخي، فیض محمد صاحبزاده موسهیوال، او داسي نورو په مشرۍ په هره سیمه کې ولسي پاڅونونه پیل شول، په کابل کې یو شمیر عسکر راپاڅیدل د انګریزانو پر سفارت یې برید وکړ، د سفیر په شمول یې ۱۲۳تنه انګریزان ووژل، سفارت ته یې اور ورته کړ.

ولسي قیام پراخ شو، د هرات له طرفه د امیر شیرعلي خان زوی، غازي ایوب خان پر کندهار برید وکړ، په میوند کې یې قریب ۱۲زره انګریزي لښکر تارو مار کړ.

انګریز سمدستي اعلان وکړ چې عسکر باسي، خو پټ یې له امیرعبدالرحمن خان سره ژمنه کړي وه چې واک به ده ته پریږدي، کلنۍ بودیجه به هم ورکوي، خو په دې شرط چې هغه به ورسره ګندومک تړون ته ژمن پاته کیږي. همداسي وشول. انګریزان ولاړل، عبدالرحمن خان واک په لاس کې واخیست سمدلاسه یې په هغو غازیانو مخ را واړاوه چې د انګریز په خلاف یې جهاد کړی وو، اکثره یې اعدام، تبعید او یا زندانیان کړل. دغه ناوړه حالت تر لسیزو دوام وکړ، تر دې چې په ۱۹۱۹میلادي کال کې افغان ولس مکمله خپلواکي ترلاسه کړه.

استقلال:

د امیرحبیب الله خان ترمرګ وروسته د هغه ورور عنایت الله خان او زوی یې امان الله خان دواړو غوښتل چې باچا شي، خو د علماؤ او متنفذینو ملاتړ ته یې اړتیا لرله، دیني علماوو د امان الله خان ننګه وکړه په دې شرط چې نوموړی به د انګریز پرضد جهاد اعلانوي او استقلال به ترلاسه کوي.

امان الله خان دا ژمنه ومنله او باچا شو، د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره خوځښت پیل شو، په هره سیمه کې د جهاد لپاره د خلکو د راپاڅولو لپاره مشران وټاکل شول، په ختیځ کې د ترنګزو حاجی صاحب، او چکنور ملاصاحب، د لویی پکتیا لپاره د شوربازار حضرت صاحبان، د لوی قندهار لپاره د خرقي مطهرې متولي مولانا عبدالحمید الکوزی او مولوي صالح محمد اخندزاده او نورو سیمو کې هم ورته مشران علماء وټاکل شول.

د ۱۹۱۹میلادي کال د اوړي په لومړیو کې په دریو څلورو محاذونو کې د انګریزي یرغلګرو پرضد جګړې پیل شوي، چې زیاتره تمرکز یې د پکتیا په طرف کې وو، انګریزانو په ډېرو ځایونو کې غوڅ شکست وخوړ، له همدې کبله یې د مصالحې لاره غوره کړه، مجاهدینو ته یې وړاندیز وکړ چې د افغانانو هري غوښتني منلو ته تیار دي، چې بلاخره د ۱۲۹۸هـ لمریز کال د اسد د میاشتې پر ۲۸ نیټه یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت ومنله او خپلي لښکري یې د تل لپاره له افغانستانه وایستلي. چې همدا نن یې ویاړلې سلمه کلیزه ده، افغان ولس ته دې مبارک وي.

امان الله خان

په دې کې شک نشته چې امان الله خان دا توره وکړه چې د علماو او ولسي متنفذینو دا غوښتنه یې ومنله چې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره به جهاد کوي، د ده په واکمنۍ کې د مجاهدینو وسلوال جهاد بریالی شو، افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، خو وروسته چې یې له افغان ولس په ځانګړې توګه له دغه جهادي قشر سره څه وکړل؛ د ډېر افسوس وړ دي:دلته د لیکني په دې برخه کې موږ د هغه په اړه د بیلابیلو ناپییلو مؤرخینو ځیني لیکلي تأثرات درسره شریکوو، نور یې قضاوت لوستونکو ته پریږدو:

ترقي او اصلاحات یې:

جهاني وایی په افغانستان کی د روشن فکرۍ، اصلاحاتو او پرمختګ ټکي زیاتره وخت د امان الله خان له نامه سره یادیږي، ځکه چې ویل کیږي نوموړي په لومړي ځل افغانستان ته روشنفکري راوړي، غربي لباس یې په افغانستان خصوصاً په حکومتي دستګاه کې حتمي وګرځاوه، اصلاحات یې راوستي، د فساد په وجه یې خلک وهلي ټکولي، د رشوت په تور یې د هرات له امنیه قومندان نه د خلکو په مخکي پخپل لاس جامې وایستلي. او لوڅ لپړ یې ودراوه.

تعمیراتي پروژې یې پیل کړي، د سړکونو جوړول یې بنا کړل، آساسی دستور یې جوړ کړ، پارلمان یې رامنځ ته کړ، تعلیم ته یې توجه وکړه، انساني بیګار یی منع کړ، تنها د سړک جوړوني لپاره بیګار حتمي سو.، د مالیاتو ټول سیسټم یی له سره تنظیم کړ، اضافي مالیات یی، لکه د ملکې د سرغوړي، لغو اعلان کړل، کلنۍ بودیجه یی رواج کړه، د مرکزي او ولایتی شوراګانو سیستم یې رامنځ ته کړ، د قبایلی خانانو، درباریانو، او د شاهي کورنۍ د لیري خپلوانو او سردارانو ځانګړي امتیازات او معاشات یی ختم کړل، د مخابراتو او ټلګراف خدمات یی پراخ کړل، افغانستان یې د پوستې د بین المللی ټولني غړی کړ، مطبوعاتو ته یې وده ورکړه، په هر لوی ښار کې یې یوه یوه جریده چاپیدل پیل کړل، پلونه یی اباد کړل او داسي نور کارونه… که څه هم دا ټول خدمات حکومتونه او بلکي ټولي انساني ټولني په طبعي شکل ترسره کوي ځکه چې دا یوه طبعي حیاتي اړتیا وي، د وخت په تیریدو سره یې ترسره کول عادي چاره ګڼله کیږي، نه فوق العاده ترقي. په هرصورت په تاریخ کې دا د نوموړي ښه اقدامات بلل شوي.

پارونکي کارونه یې څه وو؟

امان الله خان له ابتدائي اصلاحاتو وروسته په ۱۹۲۷میلادي، دسمبر ۱۵مه د یو ۳۰کسیز پلاوي په ملتیا د اروپا په اوږده سفر روان شو، چې د ۱۹۲۸م کال تر جولای پورې په سفر و.

کله چې بیرته راستون شو، له ځان سره یې د نوېو اصلاحاتو بلا طرحې را کتار کړي وي، لومړی ځل یې په کندهار کې د خلکو یوې غونډې ته احساساتي وینا وکړه او ویي ویل:

«… زما نصیحت ته غوږ سئ او هیڅ وخت خرافات پرستي مه کوئ. ځیني ناخبره ملایانو تاسي ته د مذهب ځنځیرونه اچولي، دوی تاسي ته د مذهب په باره کی غلط معلومات درکړي، تاسي یی غولولي یاست. تاسي ته چې زه څه وایم هغه د خدای او د هغه د پیغمبر خبري دي.

ده وویل: زه اروپا ته د سات تیري او ماشینونو د لیدلو لپاره نه وم تللی. بلکه غوښتل مي چي د ریښتوني ترقۍ لاري وپلټم. حتي په هغو میلمستیاوو او میلو کي چي زما په افتخار به کیدلې ما د لویدیځو هیوادونو له لویو مشرانو سره د ترقۍ د لارو چارو به باره کي خبري کولې. ما چي څه زده کړي دي هغه به ډیر ژر ستاسی مخي ته کښیږدم.

نوموړي زیاته کړه، « آیا دا د شرم ځای نه دی چي د اروپا ښځي د افغانستان تر نارینه وو ډیر کار وکړي؟ ما په خپلو سترګو ولیدل چي د اروپا ښځي له نارینه وو سره اوږه پر اوږه کار کوي او په تجارتي، اجتماعي، سیاسی کارونو او دفترونو، کارخانو او سیاسی کړیو کي به هغوی وګوری چي له میړونو سره مساوي کارونه کوي. خو د افغانستان ښځي یوازي په دې پوهیږي چي څرنګه په کورونو کی بیکاره کښیني او بل هیڅ نه کوي. ولي به دغه راز یو هیواد وروسته پاته نه وي. په داسي حال کي چي نور هیوادونو چي ښځي یې له نارینه وو سره اوږه پراوږه کار کوي سمسور دي

امان الله خان دا ډول خبري په هرات او فراه کي هم له خلکو سره په مجلسو کې کړي وي، او کله چې کابل ته ورسیدی، نو د اګست پر ۲۹مه یې زرکسیزه لویه جرګه را وبلله، همغه د کندهار په شان احساساتي وینا یې ورته وکړه، د ډیلي میل خبریال رانلډ وایلډ، چي د دغي لویی جرګې په وخت کي حاضر و؛ د افغانستان د لیري پرتو سیمو او کلیو څخه راغلیو وکیلانو باندي د اروپایی لباس او خولیو د تحمیلیدلو او د هغوی د وارخطایی او خندونکي حالت په باب پرله پسې رپوټونه خپاره کړل. د جرګې په جریان کي سفیر فرانسیس همفریس ورته ویلي وه چي هغه باید ډیر ژر د کابل څخه ووزي. په کابل کي ښایی ډیر ژر حالات خراب سي او که ده ته څه ورپیښه سي نو سفارت یې مسولیت پر غاړه نه سي اخیستلای. (وایلډ ص 184)

د پغمان په جرګه کې یې څه وکړل؟

نوموړي د پغمان په دریمه لویه جرګه کي، چي تقریباً 1000 تنه وکیلان پکي راټول وو؛ د صنعت او تعلیم پر موضوعاتو برسیره یې یوځل بیا د ښځو د ازادۍ مسلې ته ډیر زیات زور ورکړ. د جرګې په جریان کي یې د خپلي میرمني ثریا او خپلي کشرۍ خور نورالسراج مخونه لوڅ کړل او په دې توګه یې وښودله چي د ښځو د لوڅ مخی په مسئله کي پر خپله خبره ټینګ ولاړ دی.

هغه ښځو ته په یوې وینا کي وویل چي ستاسي میړونه تاسي په بندیخانو کي ساتي او تاسي په ژوندوني ښخوي. زه وایم د حجاب په برخه کي د خپلو میړونو پر خبرو غوږ مه نیسئ. او که چیري ستاسي میړونه تاسي په زور د حجاب اغوستلو ته مجبوري کړي او یا مو د سات تیري او تفریح ځایونو ته نه پریږدي خپل میړونه وویلئ، زه دې ته حاضر یم چي ښځو ته وسلې ورکړم. (سټیوارټ ص ۳۷۷)

د ستمبر پر ۵مه د لویی جرګې غونډي پای ته ورسیدلي. د جرګې غړو د امان الله خان ځیني پیشنهادونه په مات زړه ومنل، خو د هغه دا پيشنهاد چي ویل یې حجاب دې له منځه ولاړ شي، دغه راز د نجونو لپاره په داخل او خارج کي په غربي بڼه عصري تعلیم؛ په کلکه رد کړل.

مګر د خلکو له شدید مخالفت سره سره امان الله خان یو شمېر پېغلی نجوني انتخاب کړي، د مشرقي له لاري یې د شینوارو په سیمه کې په لاریو موټرونو کې د پیښور خوا ته تیري کړي، او د تحصیل په موخه یې ترکیې ته واستولې، او په دې توګه یې لګېدلی اور نور هم تازه کړ. — (ګریګوریان ص۲۶۰)

چادري او لنګوټه

ویل کیږي چې امان الله خان پرخپلو هغو کارونو د جنون ترحده اصرار کاوه؛ کوم چې ده اصلاحات بلل. خو په حقیقت کې د خلکو پر ارزښتونو ملنډي وهل و. په دې لړ کې نوموړي له چادرۍ سره سخت مخالفت درلود.

سټیوارټ پخپل کتاب کې لیکي چې یوه ورځ امان الله خان په کابل کي په باغ عمومي کي یوه ښځه په چادري کي ولیدله. په زوره یې ورباندي چيغه کړه چي د دې چادرۍ سره دلته څه کوې. پخپله ورغی له ښځي نه یې چادري لیري کړه او اور یې ورته واچاوه. ښځه مجبوره سوه چي لوڅ مخ خپل کورته ولاړه سي. بله ورځ یې یو بل سړی ولیدی چي بګړۍ یې تړلې وه او اوږدې ماټي یې پرې ایښي وې، هغه یې پخپله ونیوی، د سلماني دوکان ته یې بوت، ماټي یې ورته وخریلې او رخصت یې کړ. (سټيوارټ ص ۳۷۸)

اروپايي جامه څنګه د فساد سبب شوه؟

عبدالباري جهاني لیکلي وایی: په دې اړه به بده نه وي چي د مؤرخ پروفیسر محمد علي، چي هر څه یې د سر په سترګو لیدلي؛ د کتاب یوه برخه را نقل کړو”… د دغو اصلاحاتو، چي د پردې یا حجاب لیری کیدل هم پکښی شامل وو؛ یوه مستقیمه نتجه دا شوه چی فساد او رشوت خوري ورسره زیات شول. د حکومت یو متوسط مامور، چي میاشتنۍ تنخوا یې ایله پنځوسو روپیو ته، چي تقریبا دیرش شیلینګه کیدل؛ رسیدله، مجبور وو چي خپل ځان، میرمني او اولادونو ته اروپایی جامې واخلي. څرنګه چي د حلالي تنخوا څخه یې دا شیان برابرولای نه سوای نو بیا مجبور وو چي هغه په ناروا وسایلو ترلاسه کړي. په حکومتي مامورینو کی رشوت، اختلاس او غلا عام شول او د دې نویو اصلاحاتو له طرح کیدلو سره د خلکو کړاو زیات شو.

عجیب و غریب امرونه به صادریدل، عادي کسبګر، نانوایان، اشپزان، سکاره والا، اوښ والا او خرکاران ټول مجبور وه چي اروپایی جامې واغوندي او چا چي سرغړونه کوله هغه ته سخته سزا ورکول کیدله.

پولیسو ته امر شوی و چي هغه کسان جریمه کړي چي اروپایی جامې یې نه وي اغوستي او له عمومي پارکونو او باغونو او ښار څخه یې پسي واخلي.

پولیسو به هر ځای ښځي او نارینه تعقیبول او جریمه کول به یې. یوځل خو یوه سړي په یوه ورځ کي دیرش ځله جریمه ورکړې وه. ډیر خلک له دغه امله د کابل څخه ووتل او ځینو خو بیخی وطن پریښود.

د پاچا پرضد پاڅون، او د ده ناوړه عکس العمل

د هیواد په لر او بر کې د امان الله خان د اصلاحاتو په نوم د فساد خبرونه ګرځیدل راګرځیدل، خلک یې ټول په غصه کړي وو، تر دې چې په کال ۱۹۲۸ کي یو لوی ملي قیام عملاً پیل شو، چي همدا بلاخره د سلطنت د سقوط لامل هم شو، د خوست، پکتیا، شینوارو او نورو سیمو کې خلک د حکومت پرضد راپاڅیدل د باچا د یادو کارونو مخالفت یې وکړ، باچا یې هم پرضد ګام واخیست د هغوی د وژلو، نیولو او ځپلو امر یې صادر وکړ، پوځ، د پاڅون کوونکو په سلګونو کسان ونیول، څوک یې زندان ته واچول، څوک یې له خاوري تبعید کړل، او په لسګونو تنه مهم مشران چې زیاتره یې دیني عالمان ول؛ اعدام کړل. خو پاڅون یې بیا هم خاموش نکړای شو، ان تر لوګر او غزني پوري د پاڅون لمن پراخه شوه.

لنډه دا چې په دغو جګړو کې په زرګونو سرونه ورغړیدل، په زرګونو کورونه تباه شول، ښارونه او کلي لوټ شول او هغه په سل هاووزره روپۍ چی باید د اصلاحاتو د پروګرام په عملي کیدلو لګیدلې وای؛ امان الله خان د خپل ولس په ځپلو او وژلو ولګولي. — (حقیقت التواریخ ص ۳۹۹)

پردۍ الوتکي او جنګي قوه

بل خوا شینوارو، خوګیانو، مهمندو او نورو قومونو پر جلال آباد برید وکړ، هغه یې ولکه کړ، د بریتانیې قونسلګري یې چور او وسوځوله. — (محمد علي ص ص ۱۸-۱۷). امان الله خان یې د ځپلو په موخه له کابل څخه ډیره لویه قوه سره له الوتکو ور ولیږله، پر ولسونو یې بمبارۍ وکړې، چې ګټه یې ونکړه خو خلک یې نور هم په قهر کړل.

بله خبره لا دا چي امان الله خان د پاڅون په ځپلو کي د جرمني او برتانیې له هوایی قواوو څخه مرسته وغوښته چې هغوی ورسره پوره همکاري وکړه، دې کار هم د هغه په مقابل کي د ولس کرکه څو چنده زیاته کړه او هم د علماؤ هغه خبره یې په خپله په اثبات ورسوله چې دا سړي په پټه د کفارو انګریزانو لپاره خدمت کوي، ځکه چې د خپل ولس پرضد له هغوی څخه د الوتکو مرسته غواړي او هغوی یې د ملاتړ لپاره جنګي الوتکي ورکړي.

د جګړې زور او تلفات یې

که څه هم په اوس عصر کې د امان الله خان په ستاینه کې ځیني خلک داسي ادعا کوي چې ګویا هغه شکست نه دی خوړلی، په وطن کې یې جګړه نه غوښته، د ولس په خاطر تر قدرت تیر شو او بهرته یې ځان تبعید کړ، خو حقیقت داسي نه بریښي، ځکه ناپییلې مؤرخین ټول متفق دي چې امان الله د ولس پرضد خونړۍ جګړې وکړي. او تفصیلات یې په دې ډول بیانوي چې په دغه جنګ کي ولس او حکومت دواړو ته ډیر درانه ځاني او مالي تلفات واوښتل.

نژدې ۳۵۰۰ کورونه بمباري او وسوځول شول. ۱۵۷۵ تنه پاڅون کوونکي شهیدان او ټپیان شول، شاوخوا څلور سوه ښځي او ماشومان د لوږي او یخنۍ له امله مړه شول. حکومتي اړخ ته هم پراخ تلفات واوښتل. څه باندي پنځه میلیونه پونډه؛ چي د حکومت دوه کلن عایدات کیدل؛ ولګیدل. په دې وجه د ولس له زړونو نه د امان الله خان حیثیت په کلي ډول ختم او بې اعتباره شو…(ګریګوریان ۲۵۵).

له دغو احصائیو نه څرګندیږي چې امان الله خان څومره په قوت سره د ولس پرضد دومره اوږده جګړه کړي او څومره درانه تلفات یې هم حکومت او هم ولس ته رسولي دي. خو ځیني خلک بیا هم قصداً په پټو سترګو پر پاڅون کوونکو باندي تهمت لګوي چې ګویا د انګریزانو لاس ورسره وو. په داسي حال کې چې د تاریخي اسنادو پر بنسټ خبره بالعکس بریښي.

وروستۍ تبصره

په هرصورت امان الله خان د خپل قدرت په اوایلو کې د افغان ولس د خپلواکۍ د ترلاسه کولو په منظور د پیل کړي جهاد ننګه وکړه، مجاهدین یې سپوټ کړل ترڅو چې جهاد بریا ته ورسید، او د افغانستان استقلال یې پس له اوږدو لسیزو په باوري او رسمي ډول ترلاسه کړ.

نن، سل کاله وروسته موږ او تاسو د همغو غازیانو د تاریخي قربانیو په برکت د ترلاسه کړي استقلال ستایني او یادوني په داسي حال کې کوو؛ چې هیواد مو یوځل بیا په همغه شکل د همغو انګریزانو او امریکایانو په ګډون د ناټو د نظامي تړون لخوا مستعمره دی او بې چاره ولس مو په تش لاس ورسره لاس او ګریوان دی. په ځانونو پسی بمونه تړي او د دښمن قطعات له منځه وړي، او یرغلګر یې د شکست کندې ته دومره نژدي کړی چې اوس یې د همغو اسلافو په څیر د ځان ایستلو په خاطر د مصالحې لاره را اخیستې. الله تعالی ته ډېر امید دی چې داځل به استقلال ترلاسه کول او اسلامي حاکمیت رامنځ ته کول؛ د پخوانیو په پرتله څو چنده له برم او عظمت څخه ډک وي. ان شاءالله. وماذلک علی الله بعزیز.

خو متاسفانه چې ځیني ناصالح افغانانو بیا هم له تاریخه هیڅ زده نکړل د ګوډاګیتوب له منحوسې ناروغۍ نه یې ځان ونه ساته، د یرغلګرو ترڅنګ ودریدل او د خپل ولس پرضد یې د یرغلګرو ټوپک اوږې ته کړ او تراوسه پوري د شرم او ذلت دا چاره مخ ته وړي، دوی دې په دې پوه شي چې بالاخره به یې په نژدې راتلونکي کې د ذلت پښیماني په برخه وي.

پای……………………!

اخځ: ځیني تاریخي کتابونه، او د عبدالباري جهاني د تحقیقي مقالې په ګډون، د یو شمېر نورو مقالاتو 

دلته د لیکني په دې برخه کې موږ د هغه په اړه د بیلابیلو ناپییلو مؤرخینو ځیني لیکلي تأثرات درسره شریکوو، نور یې قضاوت لوستونکو ته پریږدو: