۱۴۰۴ شهریور ۲, یکشنبه

 

د اسلام د تاریخ خطرناکه ډله :حشیشیون

راټولونکي :شفیق  صادق

 د اسلام تاریخ کې هم ډیر عجايب تیر شوي ، ډلې ټپلي ، یرغلونه او امپراتورې  خو کله چې د عباسیانو تاریخ لولي نو خامخا به د حشیشیونو د ډلې له نوم او کړنو سره مخامخ کیږی ،او کله چې د صلاح الدین ایوبې سریال ګورې نو خامخا به د داسې وحشتناکه ډلې سره په سریال کې مخ شي چې تول یې هک پک کړي وي .. دا ډله څوک ده او څه ډول رامنځ ته شوه .. راځې چې په هکله یې معلومات درکړم .


دې ډلې ته د نزاریه اسماعلییانو ډله هم ویل کیږي  چې په پخوانی فارس ، او شام کې یې واک درلود . دا ډله د حسن الصباح په لاس جوړه شوه، کله چې په مصر کې د فاطمیانو د ډلې خلافت د احمد چې په المستعلي بالله باندې مشهور ؤ لاس ته ولوید نو حسن ورڅخه بیل او د نزار بن معد د خلافت دعوا یې غوره کړه .

ولي دې دلې ته حشاشیون ویل کیږی ؟

په دې اړوند لیکونکي یوه خوله نه دي ، ځینې وایې چې دې دلې د حشیشو ( چرسو) استعمال کاوه کله به یې چې کوم څوک په نښه کړل نو هغه ته به یې  چرس ورڅښول ، ځینې وایې چې حسن یوه جنت ته ورته باغ جوړ کړی ؤ ، کله به یې چې څوک په نښه کړل نو قاتل ته به یې چرس ورکړل ، او دې ځای ته به یې راوست هغه ته به یې ویل چې که دې د امام حکم عملي کړ نو دې جنت ته به راځې ، ځینو بیا دا نوم د غدر او خیانت څخه اخیستي .همدا ډول دې ډلې ته باطنیه او نزاریه هم ویل شویده ، ابن العدیم په خپل کتاب ( تاریخ حلب) کې په ملحده او حشیشیه سره یاده کړې .

د حشیشیانو مؤسس:

ددې ډلې مؤسس حسن بن علی الحمیري دی ، نوموړی په (1037) کال په ایران کې وزږيد ،.او په (1124) کال وفات شو ،نوموړی د اثناعشري شیعه ګانو په مذهب کې رالوی او وروزل  شو ، کله چې (۱۷) کلن شو اسماعیلې مذهب یې غوره کړ ،

حشیشیون له کومه پیدا شول :

په مصر کې د فاطمیونو واکمني ددې ډلې د را پیدا کیدو لامل شوه .فاطمیون چې اسماعیلیه مذهبه شیعه یان ؤ لومړی یې دشمالي افریقا په لویدیځه برخه  واک ټینګ کړ ، دوی تونس ، لیبیا او نورې سیمې ونیوې بلاخره یې په مصر یرغلونه پیل کړل ، لومړی یرغل یې په (301) هجري ، دوهم په (307) هجري او دریم په (322) هجري وکړ چې په دریم ځل یې اسکندریه ونیوه .وروسته کله چې عباسې خلافت کمزوری شو او د مصر دفاع یی نه شوای کولای فاطمیون وتوانیدل چې د مصر واک تر لاسه کړي .دوی په مذهبي برخه کې د اسماعیلي شیعه ګانو له ډلې څخه ؤ دوی دا عقیده درلوده چې علم په وراثت سره رسیږي یعني له رسول الله علی او فاطمي ته له هغو حسن او حسین ته همداسې نور . دوهم دا چې دوی د پیغمبر علیه سلام  وصی علي رضی الله ګڼې او په همدې اساس دوی د هغه د اولادې تابعداري کوي .

د اسماعیلیه ؤ او اثناعشریه ؤ تر منځ د مذهب اختلاف په دې کې دی چې دوی په څو امامانو کې سره شریک دي لکه :علي بن ابی طالب ، حسین بن علی ، علی زین العابدین ،محمد الباقر ، جعفر صادق ، چې له دې وروسته دا دواړه ډلې سره جلا کیږي ځینو ویل چې له جعفر صادق وروسته امامت یې  زوی موسي کاظم ته انتقال شو،چې نن یې جعفري یا اثناعشري بولي . چې نن اکثریت همدوی دي ،ځینو نورو ویل چې امامت اسماعیل بن جعفر ته انتقال شو چې نن ورته اسماعیله وایې .له اسماعیلیه ؤ څخه یوه ډله بیا وایې چې امامت همدلته پای ته ورسید چې دې ته سبعیه وایې ، ځینې بیا وایې چې امامت دوام لری چې دا ډله بیا د عبیدې په نوم یادیږي چې همدا د مصر فاطمیون یې سلسله ده . د مصر فامیي اسماعیلیه د همدې حسن صباح په اساس په دوو ډلو وویشل شول چې د فاطمیانو واکمنه ډله  په مستعلیه  ونومول شوه او د حسن صباح ډله په نزاریه ،چې د حشیشیون ډله یې نزاریه ده .دوی نورې ډلې هم لری چې له اصلي ډلې جلا شویدي چې له دې ډلو څخه په سوریه کې د علویانو ډله او د دروز ډلې چې اوس بیل عقاید او تصورات لری . خو اوسنې اسماعلییان د همدې نزاریه ډلې دوام دی چې په هند ، پاکستان ، افغانستان ، تاجکستان او نورو سیمو کې فعال دي .

بیرته به حشسشیونو ته راشو :

عسکري عقیده :

حشیشیانو یوازي د پاچاهانو ، امیرانو، قاضیانو او سرداردانو په ترور کار کاوه ، دوی د مخامخ لویو جګړو څخه ډډه کوله ، دوی به مطلوب کسان په عامو محافلو کې ترور کول تر څو د خلکو په زړونو کې ویره خپره شي .دوی داسې چنګیالي  ؤ چې په  ترور او وژنه کې یې خاص مهارت درلود په تیره ددوی د فدایانو ډله  ډیره خطرناکه او ځواکمنه ډله وه ، د دوی دا ډله ډیره روزل شوې ډله وه چې خپل امام ته یې خاص اطاعت درلود ، دوی دومره روزل شوي ؤ چې د امام لپاره ځان وژنې ته هم چمتو ؤ .کله به چې دوی کوم ټاکلی کس ترور کړ  نو دا چې رازونه یې افشاء نه شي له نیول کیدو مخکې به یې  ځان وژنه کوله ..دوی به په ډیر مهارت د دښمن مرکز ته ځان رساوه او هلته به د فرصت په لاس ته راوړلو انتظار ایست ، خینو به کلونه د یوه چا د ترور لپاره هلته د سوالګر ، صوفي ،بزرګ ، لیوني په بڼه هلته ژوند کاوه ،کله به چې فرصت ورته برابر شو نو بیا یې هدف ترور او خان به یې هم وواژه .

 د دوی دیني عقیده :

دا ډله د شیعیه ګانو له ډلې بیله شوې ډله ګنل کیږي ، چې ډیر عقاید یې د اسماعلیه شیعه ګانو سره ورته او نیژدې دي ،دوی د معصوم او منصوص امام په وجود عقیده لری ،د دوی امامان خپل ې ځانګړې عقیدې هم درلودې ، مثلا په شام کې د دوی امام رشید الدین په تناسخ د ارواح عقیده درلوده ،او د غیبو د علم دعوه یې کوله  ، او د دوی بل امام الحسن الثاني د قیامت د راتلو اعلان وکړ ، شریعت یې ملغاء اعلان کړ او تکالیف یې سقوط کړل ، خو ددې ګروپ دریم کس بیا بیرته اسماعیلي فکر ته راوګرځید او په ځان یې باطني اسماعلیه ډله نوم کیښود ..دوی دا دعوه هم وکړه چې د قران ظاهر او باطن شته ،د عاقلانو او هوښیارانو لپاره قران یوازی ایشارې دي ،او څوک یې دا حقایق او رمزونه پیژني هغوی کولای شي چې تکالیف هم ساقط کړي .له همدې امله دوی په باطني فرقه وپیژندل شول ، نن د اسماعلیه فرقي پیروان فرائض نه اداء کوي او نه هم د مسلمانانو غوندې آداب او رسوم لري ، نه لمونځ کوي ، نه روژه نیسي او نه حج ته ځي .کله کله د خلکو د غولولو لپاره چې تر خطر لاندې شي ځانونه ډیر پرهیزګاره او په ټولو اصولو برابر معرفی کوی .

، د حشاشیون تأسیس:

په مصر کې د فاطمیونو د واکمنی په مهال د حشاشیونو ډله رامنځ ته شوه.

په (1078) کال د فارس د راې له ښار څخه د اسماعلیه ؤ د ډلې یوه مشر حسن الصباح مصر ته واستاوه ، تر څو فاطمي خلیفه ته ځان ورنیژدې او له نوموړي د مذهب زده کړه وکړي ، کله چې د مصر فاطمي واکمن خلیفه المستنصر بالله نوموړی ولید نو د هغه یې دیر عزت وکړ او له هغه یې وغوښتل چې خلک د نوموړي امامت ته راوبولي .نو صباح ترې وپوښتل چې ستا څخه وروسته به ستا وصي څوک وي . هغه په ځواب کې ورته وویل :زما زوی نزار .

نو صباح د نزار امامت او وصیت ته خلک را بلل ، کله چې المستنصر بالله مړ شو ،د راتلونکی خلیفه د ټاکلو په سر اختلاف راپیدا شو ، د خلافت وزیر بدر الجمالی د نزار په ځای د هغه بل ورور چې له نذار کشر ؤ امام او خلیفه وټاکه ، نو نزار اسکندریې ته وتښتید او په قاهره یې یرغل وکړ خو لښکر یې مات او نوموړی ووژل شو .کله چې نزار ووژل شو حسن صباح د نزاریه ډلې ته دعوت پیل کړ ، چې د فاطمیونو له خوا تعقیب شو ،صباح له مصر څخه  په پټه د حلب او بغداد له لارې فارس ته را وتښتید او په ( 1081) کال په اصفهان کې دیره شو ، نوموړی نهه کاله په پټه د عوت کاوه ، دوی خلکو ته ویل چې د امامت منصب د نزار لمسي ته انتقال شوي او دوی هغه په پټه فارس ته راوستلی ؤ ،نوموړي د لومړی ځل لپاره یو مؤذن خپلې عقیدې ته دعوت کړ هغه دعوت ونه مانه ، نو له دې ویرې چې راز یې افشاء نه شي هغه  یې وواژه په دې سره د سلجوقیانو حکومت خبر شو او د سلجوقیانو د حکومت وزیر نظام الملک د قاتل د نیولو حکم وکړ او ددې ډلې خطر ته متوجه شول او دې ډلې ته د منسوبو کسانو په نیولو یې پیل وکړ. دې حالت صباح وهڅاوه ترڅو یو پیاوړی مرکز او کلا جوړه کړي .تر څو یې پیروان د سلجوقیانو له یرغلونو په امن وي .

قلعه الموت

 د طهران څخه سل کیلومتره لیري د قزوی


ن په سیمه کې د البرز د غرونو په منځ کې یې د لوی غره د پاسه یې یوه داسې کلا غوره کړه چې نیول یې ډیر ګران ؤ ، ځینې وایې دا کلا یې  په ( 483) هجري کال په زور ونیوه او ځينې وایې په پیسو یې واخیسته ،.دلته دوی خپل جنت ته ورته  داسې باغ او سیمه جوړه کړه چې هر ډول نعمتونه به پکښې ؤ ، چې خپل فدایان او متعهدین به یې پرې روزل .او له همدې ځایه یې خپل دعوت پیل کړ ، کله چې د سلجوقی واکمن ملک شاه ته خبر ورسید نو یې په دې سیمه لویه حمله وکړه خو ونه توانید چې قلا ونیسي .بیا سلطان ورته هیېت واستاوه تر څو له دې باطلو افکارو او خرابکاریو ډډه وکړي .هغوی خپل ملګري ورته راټول کړل ، ورته ویې ویل : ( غواړم د امیر د امر د په ځای کولو لپاره له تاسو یو څوک وغواړم څوک تیار دي ؟ ټولو ځواب ورکړ موږ ! هیېت فکر وکړ چې کوم کس به را سره استوی ، نو صباح دوو تنو ته ایشاره وکړه چې ځانونه مړه کړې ، یوه ځوان خنجر را وایست او ځان یې وواژه ، بل ته یې ایشاره وکړه هغه له کلا ځان لاندې وغورځاوه او مړ شو .بیا صباح هیېت ته وویل: زما سره شل زره دا ډول کسان دي او دا زما ځواب دی .په دې سره وزیر په غصه شو او صباح یې د لویو ترورستانو په ډله کې حساب کړ ،او دا ډله یې تر ټوله خطرناکه ډله اعلان کړه ،په دې سره الصباح هم د نوموړي د وژلو پلان جوړ کړ ، ځان مرګې یې ورواستاوه په (1092) کال یې  نظام الملک وواژه ، او دا یې د لویو واکمنو په منځ کې تر ټولو لویه وژنه وه . دوی (498) کال د خراسان او هند څخه راغلو مسافرو او حاجیانو یرغلونه پیل کړل ، دوی به یې ووژل او مالونه به یې ترې لوټ کړل. په (511) هجري کال سلجوقی واکمن محمد بن ملکشاه د اوږده وخت لپاره  کلا محاصره کړه په نتیجه کې  ډله دومره کمزوری شوه چې نور تسلیمیدو ته تیاره وه ، خو مقاومت یې کاوه ، تر چې خبر خپور شو چې سلطان وفات شوي ، په دې سره حشاشیون ډاډمن اود سلطان لښکر سره وپاشل شو په پاته لښکر په (518) هجری کال دوی یرغل وکړ چې هغه هم وپاشل شو . او ډله بیا پاته شوه  د ملک شاه له وفات وروسته سلجوقی دولت کمزوری شو او ونه توانید ددې ډلې مخه ونیسي . سره ددې چې په ایران کې دوی مازندران ، قزوین ،او ازربایجان ته هم ورسیدل ، د ختیځ په لور د آمو د سیند تر څنډو یې نفوذ وکړ ، په آخر کې د ایران او خراسان واکمن ورته متوجه شول  دوی ته د منسوبو کسانو تعقیب پیل شو او هر ځای به وژل کیدل خو د دوی لوی مرکز همداسې پاته ؤ ،او دوی به د ترورونو په کولو واکمن ویرول په ایران کې یې ډیر لوی مشران ووژل چې د واکمنو تر منځ یې ډیره ویره خپره کړه .

حشیشیون په شام کې :

د دوی دعوت شام ته هم ورسید ،هلته یې ځینې پخې کلاګانې او چوڼې تر لاسه کړې ، د حلب والي رضوان بن تتش د دوی مذهب ومانه ، له همدې امله یې هلته نفوذ زیات شو ، ډیر شمیر یې د ایران څخه هلته انتقال شول ، په شام کې د دوی له مشرانو څخه بهرام استرابادي او اسماعیل فارسی یادولای شو ،خو تر ټولو مهم یې شیخ الجبل سنان بن سلیمان مشهور په رشید الدین ؤ ، چې ډیر ویروونکی سړی ؤ، وایې نوموړی په قلعه الموت کې روزل شوي ؤ او د دعوت لپاره یې شام ته واستاوه ،چې هلته یې پیروانو په امامت منلی ؤ ،نوموړی څو ځله هڅه وکړه تر څو صلاح الدین ایوبي ووژني خو هر ځل به تري خطا شو. ځینې لیکوالان لیکي چې د مسلمانو مشرانو د وژلو په نیت یې د صلیبیانو سره هم لاس یو کړی ؤ ، البته کیدای شي دا هغه وخت چې د دواړو ډلو دښمن به مشترک ؤ ،کله چې نورالدین زنګي حلب ونیو نو دوی د صلبییانو سره په انطاکیه کې ملګری شول تر څو هغه له منځه یوسي .

د صباح له مرګ وروسته حشیشیون

حسن الصباح په (1124) میلادي کال  چې د (608) هجري سره سمون لری مړ شو ،او تر شا یې موروثه نه وه ، د نوموړی دوه زامن د هغه په ژوند کې ووژل شول .نوموړي د ځای ناستي لپاره د (کیابزرګ امید) په نوم یو کس وصي وټاکه ، نوموړي (۱۴) کاله له سلجوقیانو سره جګړې وکړې ، له نوموړی وروسته یې زوی په (1162) کال ( محمد) امام وټاکه ، نوموړی ټوله توجه د امامت دعوت ته وکړه ،له محمد وروسته یې زوی ( حسن)په (1162) کال امام شو چې د حسن ثاني په نوم ونومول شو،او پیروانو یې د (امام العصر) نوم ورکړ ،نوموړي د قیامت د قیام اعلان وکړ ،او په شریعت عمل کول یې ختم کړل ،روژه خوړل یې روا او فرائض یې له منځه یوړل ..له هغه وروسته یې  زوی په (1166) کال امام شو چې د پلار تګلارې ته یې دوام ورکړ .هغه د قیامت د قیام خبره نوره هم ګړندی کړه او په پیروانو کې یې پخه کړه ،خو جلال الدین حسن ثالث په (1210) کال چې کله ددې ډلې امام شو ددې ډلې باطلې عقیدې یې رد کړې او پیروان یې ترې منع کړل .ددوی کتابونه یې وسوځول ،پیروان یې لمانخه او روژي نیولو ته وهڅول ،هڅه یې وکړه چې د نورې اسلامي نړی سره یو ځای شي عباسي خلیفه الناصر لدین الله او سلجوقي خوارزم شاه ته یې خبر ورکړ چې نور دوی له پخوانې عقیدې راګرځیدلي ،دا خبر د مسلمانانو ترمنځ هم خپور شو او مسلمانانو پرې د ( المسلمون الجدد) نوم ورکړ.خو کله چې جلال الدین مړ شو پنځه کلن زوی یې امام وټاکل شو او پخوانی پیروان یې بیرته خپل پخواني مذهب ته وګرځيدل ، او ډله همداسې روانه وه تر څو چې هولاکو راغی او سیمه یې ونیوه .

د حشیشیون د واکمنې له منځه تلل

لیکونکي وایې چې ددې ډلې واکمني د مغلو په لاس له منځه ولاړه ،  مغلو چې کله د ایران په سیمه یرغل پیل کړ نو هر څوک چې په مخه ورتلل له منځه یې وړل ، بلاخره د الموت د کلا نوبت هم را ورسید ، هولاکو د جنګیزخان زوی دا کلا محاصره کړه او خپل لوی لښکر یې ترې راوګرځاوه ، د حشسشیونو ددې وخت مشر ،حکم الدن خورشاه په (654) کال هولاکو ته تسلیم شو ، هولاکو هم د دوی ډیر شمیر ووژل او ډیر نور یوې او بلې خوا ته پټ شول او وتښیدل . په شام کې هم کله چې د حلب والی رضوان تتش مړ شو نو الب ارسلان واک ته ورسید هغه په اسماعیلیه ؤ مخ راواړاوه ،د دوی مشر اباطاهر یې مړ کړ او نور وتښتیدل ځینې نور صلیبیانو ته ورغلل او د بانیاس قلعه یې ورکړه ، ، د مصر فاطمي خلافت هم چې د اسماعیلي شیعه ګانو لوی مرکز ؤ د صلاح الدین ایوبي په لاس فتح شو او اسماعیلیان له دې ځایه وتښتیدل خو په شام کې لا د دوی فعالیت روان ؤ ،تر دې چې  مصر کې د ممالیکو حکومتونه راغلل ،او د مصر د ممالیکو ( غلامانو) د حکومت یوه  زړور واکمن ظاهر بیبرس  له مصر وروسته شام هم فتح کړ او د حشیشیونو سیمه یې هم لاندې کړه نور په لویدیځه برخه کې حشیشي او اسماعیلي ډلې له منځه ولاړې خو دعوت یې لا دوام درلود ، دوی د ختیځ په لور مخه کړه  د خراسان او اوسني افغانستان  سیمه کې یې خپل مرکزونه فعال کړل .. دا چې دوی څه ډول وتوانیدل په دې سیمه کې تر تعقیب لاندې مشران وساتي او خپل دعوت ته دوام ورکړي دا به په راتلونکي کې ولولو  پاته د نه وي چې د افغانستان اوسني اسماعیلیان د همغو اسماعلییانو دوام دی چې مشر یې اغا خان دی خو د دوی په عقایدو او د ژوند تګلارو کې ډیر تغیر راغلی له ترور او وژنو یې لاس اخیستي خو په بل ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړی  .

 د معلوماتو د تر لاسه کولو ادرسونه :

https://www.aljazeera.net/encyclopedia/2024/3/29/%D8%B7%D8%A7%D8%A6
https://mawdoo3.com/%D8%AA%D8%A7%D8%B1%D %8A_%D9%85%D8%B5%D8%B1

https://mshmsdin.com/en/5121

https://www.facebook.com/100064103949313/posts/%D8%A7%D9%84%D8%AF%D9%88%D9%84%D9%80%D9%80%D9%80%D9%87

۱۴۰۴ مرداد ۱, چهارشنبه

د سرو لښکرو له راتګ وروسته د وردګ ولایت حالات:

 

لیکنه : محمدشفیق صادق

د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه نېټه  د روسانو د لښکرو په راتګ په خلکو کې وارخطایي ګډه شوه. هېوادوالو او مجاهدینو  ګمان کاوه چې لاس پوڅی حکومت به نسکور کړې، خو د روسانو په نیواک سره وارخطا شول، شوروي اتحاد د نړۍ یو لوی  نظامي ځواک ؤ. تر دې دمه شوروي لښکري هېڅکله له ماتې سره نه وي مخامخ شوې، دوی د نړی ګڼ هېوادونه په خپله امپراتورۍ کې په زور او جبر شامل کړي وو. د روسانو لښګر به چې کوم هېواد ته ننوت بېرته یې د وتلو امکان نه ؤ. افغانانو  د روسانو په لاس د بخارا او سمرقند له نیواک  وروسته د هغو سیمو د کډوالو چې افغانستان ته را تښتیدلي وو ،  څخه کومې کیسې اوریدلې وې، په سخت وحشت کې ولوېدل.  ټولو خلکو دا ګمان کاوه چې نور نو هېواد د تل لپاره روسانو اشغال کړ او افغانستان د شوروي اتحاد برخه جوړه شوه. روسانو تر دې د مخه تر شل ډېر هېوادونه په خپله امپراتوری کې، چې د منځنۍ آسیا پنځه هېوادونه هم په کې شامل وو، په زور مدغم کړی وو. دوی د اشغال تر څنګ د خلکو عقیده او دین هم نه مانه.  په  امپراتوری  کې شامل ټول هېوادونه اړ وو چي په کمونېزم عقیده ولری، اود کمونېزم فلسفه په بی دینئ ولاړه وه. د منځنۍ اسیا څخه را تښتیدلو  کډوالو به کیسي کولي چې څه ډول د دوی ښځي او ماشومان یې ورڅخه جلا او د بی دیني په روزنیزو کمپونو کي شامل کړل.

.د هېواد په لر او بر کې د پاڅونونو مشرانو او مجاهدینو خلک ازادئ  ، جهاد او مبارزې ته هڅول. دوی خلکو ته ویل چې موږ باید جګړې ته دوام ورکړو. یا به له روسانو خپله آزادي بېرته  واخلو او یا به شهیدان شو. شهادت تر غلامۍ او د روسانو ترنیواک ډېر بهتره دی .

عام خلک هم چې ډیری  تر دې دمه زړه نازړه وو، پوه شول چې له جهاد پرته بله لاره نه لري، نو یې د مجاهدینو صفونه پیاوړي کړل. بل لوري ته د هېواد څخه د کډوالو او ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران ته د تېښتي او کډو بهیر چټک شو. زرګونه کورنۍ په غرو او رغو او پټو لارو  له خپلو ماشومانو سره تښتېدل او هر څه یې په کورونو کي پرېښودل.

د مجاهدینو بېلابېلو ډلو خلک هڅول چې په خپلو پیسو د جهاد لپاره وسلي واخلي. په ټول سیدآباد، چک، جغتواو نورو ولسوالیو کې د تیرایې ټوپکو خرڅلاو پیل شووداګرو به تیرایې  ټوپک راوړل، کلي په کلي به ګرځېدل او خلکو به  د سختې بېوزلی او تنګستیا سره سره  په خپلو پیسو ټوپک رانیول.

د نړیوالو  پاملرنه:

 د روسانو په نیواک سره  د نړۍ هېوادونه هم د افغانستان قضیې ته اندیښمن شول. ډېرو هېوادونو نور دا هېواد د نړۍ له نقشې وتلی وباله. خو ډیری چې په سر کې یې د ناټو د بلاک هېوادونه او د هغوی ملګري او غیر متعهد او آزاد هېوادونه  وو په دې وېره کې شول چې روسان به په دوهم ګام کې د پاکستان په پوله د هند سمندر ته ځان ورسوي. نو په دې کار به ټوله نړۍ  په تېره بیا اسلامي نړۍ د روسانو تر تهدید لاندې راشي. نو یې د روسانو د مخنیوي لپاره هر هغه چاته د مرستې ټټر واهه چې د روسانو سره  ښه جګړه کولای شي. له همدې امله د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تنظیمونه چې په ټول هېواد کې یې ډېر متعهد او پیاوړي افراد او ځواکمنې جبهې درلودې، د امریکایانو، پاکستان، عربې او لوېدیځوهېوادونو د توجه وړ وګرځیدل. دوی منظم پلانونه جوړ کړل چې څه ډول دې ډلو او خلکو ته وسلې ورسوي. د روسانو له راتلو سره  د پاکستان  او ایران له لارې په لوړه کچه د وسلو راتلل  پیل شول چي د روسي نیواک  تر پایه یې دوام درلود

ولسي پاڅونونه په تنظیمونو بدل شول

 په هېواد کي د خلقي حکومت پر خلاف پاڅونونو ملی او ولسي بڼه درلوده. البته د پاڅونو په رهبرۍ کي د سیمو ځینو قومي او مذهبی مشرانو او د اسلامی تحریک ځینو ځوانانو ونډه درلود خو دا پاڅونونه غیر منظم او په احساساتي بڼه رامنځ ته کېدل چي ځینې به ژر وځپل شول  او ځینو دوام ورکړ. خو د وخت په تېرېدو دی پاڅونونو تنظیمي او منظمه بڼه غوره کړه چي تر ډېره دا نظم د اسلامی تحریک په نوم د یوې ډلي مشرانو چي د سردار داؤدخان د حکومت پر مهال یې د یوه تنظیم په شکل فعالیت کاوه، او له وړاندې د چپي افکارو له څارنې  څخه پاکستان ته تښتیدلی وو رامنځ ته کړ.د اسلامي تحریک ځینې مشران چي په پاکستان کي دیره وو لومړی په دوو تنظیمون د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی او د برهان الدین ربانی په مشرۍ جمعیت اسلامی ډلو ووېشل شول . وروسته له څه مودي د حرکت انقلاب اسلامي په نوم د مولوي محمد نبي محمدي په مشري دریم تنظیم هم فعال شو.  هر تنظیم  هڅه کوله د هېواد د ننه د پاڅونونو مشران ، د کمونېستانو  تر تعقیب لاندی ځوانان ، علماء  او نور اولسي خلک د ځان سره  ملګري او منظم کړی ترڅو  د هېواد دننه منظمه مبازره پیل کړی، له څه وخت وروسته د تنظیمونو شمیر زیات شو.

 وروسته په  پاکستان او ایران کې ډېر تنظیمونه جوړ شول چي هر تنظیم خپله تګلاره او موخې درلودې. د تنظیمونو په جوړولو کي پاکستان او ایران خپلي موخی درلودې او نورو بهرنیانو خپلي موخې. په ښکاره خو دوی غوښتل په دې ترتیب په اولس کي زیات خلک د جهاد لپاره تیار او په اسانی د مبارزي لړی منظمه کړی، خو په حقیقت کی دوی غوښتل  له یوې خوا افغانان په اسانی تر واک لاندې راولي او د مبارزی او جهاد په پای کي دا ډلي یو د بل پر وړاندی وګماري تر څو د جهاد موخې له منځه ولاړ شی چي همداسي هم وشول. له دي تنظیمونو  د ګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامی، او د مولوی خالص په مشري حزب اسلامی  او د برهان الدین ربانی په مشري جمعیت اسلامی، همدا شان د استاذ سیاف په مشرې اتحاد اسلامی د اخوانی فکر سره نږدېوالی درلود. دوی هڅه کوله د اخوانی فکر پر بنسټ خلک وروزي. خو دا تنظیمونه او مشران یې نه اخوانیان وو او نه یې له هغي ډلې سره کوم سیاسي تړاو درلود ،یوازي د هغوی د افکارو څخه اغېزمن شوي ول. د مولوی محمد نبی  محمدی په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامی، د پیرسیداحمد ګیلانی  په مشرۍ د محاذ ملی ، او  د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دجبهه  نجات ملی په نوم  ډلو  یا تنظیمونو د دیوبندی او تصوفی فکر پر بنسټ غوښتل خلک په ځان راټول کړي.

له نوموړو تنظیمونو پرته نورې ډلې هم جوړې شوې خو اغیزې یې کمې وې، لکه د رفیع الله مؤذن په مشرۍ حرکت اسلامی، د مولوی منصور په مشرۍ هم د حرکت تنظیم د مولوی جمیل الرحمن په مشری د اهل حدیثو تنظیم او داسي نور. پاکستان چې د لوېدېځوالو، عربی هېوادو ملاتړ ورسره ؤ، د مجاهدینو ملاتړ یې کاوه.  دغه تنظیمونه  یې رسما ومنل او د دوی مالي او نظامي مرسته یې پیل کړه. له دې سربېره ډېر نور تنظیمونه هم ؤ چي د نیواک سره مخالف ول، خو وسلواله مبارزه یې نه کوله، چې له دې ډلو د کمونېستانو چپي مخالفې ‌ډلې او ځینې لوېدیځ پلوه  ډلې یادولای شو . همدا شان ایران هم هڅه وکړه د شیعه ګانو لپاره په ایران کې تنظیمونه جوړ کړي، دوی د افغانستان شیعه مجاهدین په اتو ډلو ووېشل چې مهمي ډلې  یې حرکت اسلامي د آیت الله محسني، نصر، سپاه پاسداران  یادولای شو چې دا نورې اووه ډلي بیا وروسته د حزب وحدت په نوم د عبدالعلي مزاري تر مشرۍ لاندې را ټولې شوي .

په دې کار سره د هېواد دننه د تنظیمونو ترمنځ سیالی پیل شوه، هر تنظیم هڅه کوله چې ډېر کسان د ځان ملګري او مسلح کړي او د مخالف تنظیم د نفوذ مخه ونیسي، تر څو له یوه لوري ښه جګړه وکړي، له بل لوري خپل واک پیاوړی کړي. چي په وردګ کي په لومړی سر کي د حکمتیار  په مشرۍ د حزب اسلامی او  مولوی محمد نبی محمدی په مشرۍ  حرکت انقلاب اسلامی  تنظیمونو  خپلو لیکو ته د خلکو په جلب او جذب  پیل وکړ. بیا وروسته  جمعیت اسلامی، محاذ ملي اسلامي، حزب اسلامی مولوی خالص، اتحاد اسلامی د استاذ سیاف هم خپلې جبهي پرانیستي او خلک یې په وسلو سنبال کړل. همدا شان په هزاره مېشتو سیمو کي د شیعه تنظیمونو فعالیت پیل شو، چي دې ډېرو تنظیمونو ډېري ناوړه پایلی درلودې. د خپل منځي اختلافاتو او سیالیو په پایله کي به ډېر کله په خپلو کي مورچل په مورچل شول او په آخر کي خو د همدی تنظیمونو د سیالی له امله  تنظیمي شخړي پیل شوه او جهاد په فساد بدل شو او سپېڅلې موخې له خاورو سره خاورې شول .[1]

 حزب دېموکراتیک خلق افغانستان ګوند ( خلق + پرچم ) ډلو ته  د وفادارو خلکو حالت

 د خلق او پرچم ډلو غړي  چې د روسانو له راتګ د مخه  خپل حکومت ته خوښ او ځانونه یې  بریالي ګڼل، خو د خلکو  پاڅونونو نا هیلي  کړي  ول، په دوو برخو ووېشل شول، لومړۍ ډله چې عقیدوي کمونېستان وو د روسانو په راتګ ډېر خوښ او امیدواره شول چې نور به د دوی حکومت پیاوړی او پاڅونونه به وځپل شي. دوی  تر په خوا  لازیاتې هڅو ته ملا وتړله چې  د خلق د دیموکراتیک نظام پر پښو ودروي. دوی ته شوروي اتحاد د ژغورنې او سرلوړی مصدر ؤ. ډیری د همدې خلکو په شوروي کي زده کړې کړې وي نو د روسانو په راتلو هېڅ اندېښمن نه شول ځکه دوی ته کمونېست ګوند تر دین او هېواد او نورو ارزښتونو مهم ؤ .

دوهمه ډله چې ملي احساس یې درلود، او اسلامي عقیده یې له لاسه نه وه ورکړې، یواځې د تېرو شاهي او جمهوري  فاسدو نظامونو له کړنو ناراضه وو، سخت اندېښمن شول. په دې یې باور پیدا شو، چې روسانو دوی  د خپلو ګټو په موخه وکارول، نو یې هڅې پیل کړې تر څو د مجاهدینو له ګروپونو سره اړیکې ټینګي کړي، دې کسانو د مجاهدینو سره هر راز مرستې کولې، د روسانو له پلانونو به یې خبرول، چې ډېرۍ له دې کسانو ونیول شول، څوک پاکستان ته کډوال، او څوک  مجاهدینو ته ورغلل، او ځینې لا تر پای پورې د کابل له حکومت سره پاتې وو. همدا شان د حزب دېموکراتیک د غړو ترمنځ چی په خلق او پرچم ډلو ووېشل شول، پرچمیان وتوانېدل د روسانو په مرسته واک تر لاسه کړي، نو یې د خلقیانو په تصفیه کولو پیل وکړ، خلقیان له دې چې دوه مشران تره کی او امین یې له لاسه ورکړي ول د ببرک کارمل په راتګ سخت اندېښمن شول، او ځانونه یې نور په واک کې پردې ګڼل. د دوی ځیني ونیول شول او ډېر شمیر یې له واکه ګوښه او یا لیری جبهاتو ته واستول شول. چې دې حالت دنوموړی ګوند د ننه تربګنۍ او دښمني نوره هم پراخه کړه خو د روسانو په راتګ یې  ښکاره کوم اعتراض نه کاوه 

د وردګ ولایت  د خلکو خپلمنځي وېش:

تر دې دمه د وردګ ولایت  په کلیو کې ډېر داسې خلک هم اوسېدل چې کورونه  یې په سیمه  کې  وو خو دوی  په کابل  او نورو ښارونو کې حکومتي دندې درلودې. د ځینو به د کور یو غړی  په کلي  او بل په کابل کې اوسېدا، ځکه د دې ولایت  خلکو له پخوا په حکومت کې دندې درلودې. د ظاهر شاه او داؤد په نظامونو کې ډېری  دولتي  دندې دوی  تر سره کولې. نو د روسانو په راتګ سره خلک سره جلا شول. هغه کسان چې په کابل کې یې دنده درلوده، او یا اوسېدل، هغوی ته د سیمې خلکو او مجاهدینو په ښه سترګه نه کتل. په ډېرو د جاسوس او کمونېست ګمان کېده ، نو یې تر فشار لاندې ونیول چې له کابل څخه راستون او دنده پرېږدي، ځینې نه توانېدل چې په وردګو  ولایت کې ژوند وکړي، نو له ناچارۍ په کابل کې پاتې شول. ځینې د دولت رښتیني ملاتړي وو هغوی نه غوښتل چې له مجاهدینو سره یوځای شي،  ځینو د وردګو څخه په دې کابل ته  ګډې بار کړې تر څو د روسانو له بمباریو او  یرغلونو خلاصون ومومي. دوهمه ډله  بیا په وطن کي د ننه د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو کې  پاتې شول. ددې دوو ډلو  ترمنځ  سخته د بې اعتمادۍ او دښمنۍ فضا رامنځ ته شوه. روسانو به چې هره بلا په کلیو  نازلوله نو خلکو به یې عاملین په کابل کې میشت وردګ  او د دولت ملاتړي ګڼل، نو  دا کسان به چې کله مجاهدینو ته  په لاس ورغلل  پرته له کومې محکمې به ووژل شول. په وردګو کې د ځینو کابل میشته وردګو ځمکې خلکو غصب کړې. د خلکو په باور او د هغه وخت د مجاهدینو په وینا  د حکومت ملاتړو  ځینو  وردګو بیا په متقابل  عمل کې د روسانو سره په همکارۍ د وردګو ګڼ کلي  د ناسمو راپورونو پر بنسټ د روسانو په  واسطه بمبارد کړل، او ګڼ کلې یې وران او لوټي کړل، چې یواځې د اونخي د درې کلي د روسانو په ټول  لس کلن اشغال کې (۱۲۰) ځلې بمبارد شول. همدا ډول د شنیز د درې  کلي تر ۱۵۰ ځلو زیات بمبارد شول. داسې کلي هم ؤ چې تر ۱۵  ځلو پورې بمبارد شوي، همدا شان د نرخ ، او جلریز په ولسوالیو کي سلګونه کلي بمبارد او وران شول .[2] ...دې حالت د دي خلکو ترمنځ دومره کرکه رامنځ ته کړه چې  د روسانو له وتلو او د لاس پوڅي حکومت تر نسکوریدو ورسته هم  دا کرکه او بې باوري  ژوره پاته وه .

د وردګ ولایت  خلک او  کډوالي

د روسانو له اشغال وړاندې د خلقي حکومت د ظلم او څارنې له امله د پاکستان او ایران پر لور د خلکو د هجرت لړئ پیل شوه. زرګونه خلک د پاکستان پر لور روان شول ، پاکستان هم خپلې پولې دوی ته پرانیستې وې. د روسانو په راتګ سره دې حالت نور هم زور واخیست، د روسانو بمباردونو، فوځي یرغلونو او لویو بریدونو  د ټولو ولایتونو خلک اړ کړل تر څو د کډوالۍ  لاره ونیسي.  په لویو کاروانونو کې به په زرګونو خلک د پاکستان او ایران په لور  په غرونو او له ګواښه ډکو لارو روان وو.  ډیري لویی سیمي، درې او ولایتونه له خلکو خالي شول. تر پنځو مېلیونوډېر خلک پاکستان او ایران ته مهاجر او هلته په کمپونو کې مېشت شول. دا خلک د هوس او ښه ژوند په تمه نه وو تللی. د ځینو کورونه د روسانو په بمباردنو کي له منځه ولاړل، ځینې خلک روسانو مجبور کړل چې سیمه ترک کړي، دوی یوازي خپل سرونه ایستل، نور یې هرڅه په کلیو کي پرېښودل. په ۱۳۶۲  کال زه د لوګر له لارې پکتیا او له هغه ځایه پاکستان ته ولاړم. د لوګر ولایت د آبچکان، سپېڅ، دوبندي په دې لویه سیمه کې هېڅ انسان نه ؤ پاتې. د پکتیا په ځاځيو کې هم همدا حال ؤ،  دومره څوک نه پیدا کېدل چې د لارې پوښتنه مو ترې کړي وای، ټول کلي او درې له خلکو خالي وو.

خو د وردګ ولایت د خلکو  حالت بل ډول ؤ.  وردګ چې هسې هم له فرضي کرښې لیرې پراته وو د پولې د لیرې والي، او د یوه نامعلوم راتلونکي څخه د وېرې له امله یې کډوالۍ ته زړه نه ښه کاوه. داچې د ۱۳۵۹ کال وروسته د وردګو ډېرې سیمې د حکومت او روسانو له واکه وتلې وې، هلته مجاهدینو خپل نظام جوړ کړی ؤ، لکه چک ولسوالي، جلګه، جغتو، نرخ ، جلریز  او داسې نورو کې  نو  خپل و‌‌‌طن ورته ګران ؤ او مهاجرت ته یې زړه نه ښه کاوه. هغه سیمې چې د روسانو تر سختو یرغلونو او بمبارد لاندې وې،  سره ددې چې په خپل کلې او کور کې یې د ژوند یوه شیبه تمه نه درلوده، او هره شیبه به تر بمبارد لاندې وو هغوی هم کډوال نه شول. زیاترو به چې خپل کور له لاسه ورکړ، نو نږدې کلي ته به کډه شول. له پاسه به روسانو بمبارد کول، له ځمکې به دوی بېرته  کورونه جوړول. کله چې په شپېتمه لسیزه کې د روسانو بمباردونه زیات شول، نوپه سلو کې یواځې لس کورنۍ  پاکستان او لس کورنۍ کابل ته کډه شول. پاتې اتیا فیصده کورنۍ همدلته بمبارد ته پراته وو. داسې کلي هم ؤ چې خلک به یې په شپو شپو د غرونو په غارونوکې اوسېدل، یا به د ورځې غره ته تلل، د شپې به کلي ته راتلل، ډېرو کورنیو د کورونو تر څنک په ځمکه کې سمڅې کیندلې وې. چې کله به د بمبارد ګواښ موجود و نو نږدې سمڅو کې یې پناه اخیسته. ډېر کله به همدا سمڅې له بمونو  پري را بندې   او دوی به په کې شهیدان شول  لکه د شنیز د ښادي خېلو په کلي کې. شپېتمه لسیزه د وردګ ولایت د خلکو لپاره د ژوند تر ټولو سخته لسیزه وه، په دې لسیزه کې د خلکو یواځنی مرام ژوندي پاتې کېدل وو.

د نه مهاجرت دوهم  دلیل دا ؤ چې په پاکستان کې تنظیمي مشرانو  ددې ولایت له خلکو  سره  ښه همکاري نه کوله، داسې کورنۍ هم وې، چې له مهاجرت وروسته له سختو ستونزو سره مخ شوې، او ځینې بېرته وردګو ته راغلې، په تنظیمونو کې مخکښو مشرانو دا احساس نه درلود چې له خلکو سره مرسته وکړي، د وردګ ولایت   د ننه به هم ځینو مشرانو خلک له هجرت څخه منع کول. دوی  ګمان کاوه چې په مهاجرت سره به د روسانو په مقابل کې جهاد  کمزوری او هېواد به د نیواک پر ضد مات او روسان به بریالي شي. دا په داسې حال کې چې د نورو قومونو او خلکو مشرانو خپلو خلکو ته هر ډو اسانتیاوې برابرې کړې وې، تر دې چې ځینو تنظیمونو او قومونو خو خپلو خلکو ته  جلا کیمپونه  جوړ کړي وو.

 د دې ولایت  خلکو د هجرت په نه کولو  سخت تاوانونه وکړل، له یوه لوري  پوره لس کاله په اور کې اوسېدل هره شیبه یې د مرګ له ګواښ سره مخ ول. ډیرو خپلې کورنۍ ، دوستان او خپلوان له لاسه ورکړل، د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شول، ماشومان او ځوانان یې له زده کړو پاتې شول. په مهاجرت سره دوی  توانېدل  دمهاجرت له روزنې او فضا ګټه واخلي، په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي، د څو کلونو لپاره آرام ژوند وکړي، د نورو قومونو سره داوسېدنې کلتور زده کړي، خپل ماشومان په یوه هوسا فضا کې تر روزنې لاندې ونیسي، به ښوونځیوکې یې شامل کړي ،پوهنتونونه پرې ووایي، او لکه نور غوندې بهرنیو هېوادو ته مهاجر شي  خو دا یو هم ونه شو .[3]



[1] - د څارنوال صاحب نقیب الله سره زما مرکه

- شمېرې  د اونخې اوشنیز د زیاترو خلکو له خوا راکړل شویدي [2]

[3] - د مدیر محمدفاروق خان ، مدیر محمد زاده ،  استاذ عبدالرازق خان سره زما د ۱۳۸۸ کال مرکې چې وردګ اولس ولي هجرت ونه کړ.