د اسلام تاریخ د فکري جګړې په لمبو کې
د پیړیو را پدي خوا د اسلام د تخریب ،
تحریف د مسلمانانو د کمزوری کولو
په موخه د نړئ په کچه توطیی
او دسیسې روانې دي ، چې په نتیجه کې
د اسلامي امت د ننه ګڼې خرافاتی ، او منحرفی ډلې را دبره شوې ، چي په
اسلامي شریعت ، کلتور ، تاریخ او یوالې یې
ناوړه اغیزی درلودي ، دا لړي په تیرو دوو پیړیو کې د تبشیر او استشراق په نومونو د
زاړه او نوی استعمار په ټوله دوره کې ښه
په درځ روانه وه ، او ډیرې لاسته راوړنې
یې درلودي .
همدا اوس هم اسلام د دین
د تخریب په موخه د اسلام د دین
فرهنګ ، شریعت ، تاریخ ، شخصیتونه او
مراجع تر برید لاندې دي
، خو د اسلام تاریخ ددوی تر ټولو
مهم او لوړ هدف دی ، ځکه همدا تاریخ دی چې اسلامي امت یې له فلیپین
څخه نیولی تر مراکشه د یوه هار په شان په یو تار کې سره پیلی ، نو هڅې
کوی تر څو دا هار د قومپالني اوبی دینئ
د تصور په قیچې پری او دا امت د دانو په شان سره وپاشي او بیا یې د خپلي خوښې په اساس تر خپل
واک لاندې راولي .. اوس مهال مسلمانان د
همدی تاریخ په اساس د نورو مسلمانو ملتونو سره ځان تړلی ګڼې ، د هغوی په درد دردمن کیږي او په خوښی یې
خوشهالي کوي . دوی ددی هدف د ټکولو ، له
منځه وړلو ، تحرف کولو لپاره له ګڼو وسایلو او ګړنلارو کار اخیستی او لګیا دي
خپله لاره تعقیبوي ، چي په ټولیزه توګه دوه لاری کاروي :
۱- د اسلام د تاریخ بدنامول ، تحریفول او بلآخره له منځه وړل .
۱- د اسلام د تاریخ بدنامول ، تحریفول او بلآخره له منځه وړل .
۲ – مسلمان ملتونه د اسلام د تاریخ څخه ناخبره ساتل ، بی باوره کول او له تاریخ
څخه بیلول .
د لومړی مادی له مخې د اسلام د تاریخ معاندینو او د هغوی کورنیو لارویو د تاریخ د تحریف او بدنامولو په موخه د د تاریخ د څیرني او نقد لپاره ځینې خاصې لاری چارې په کار اچولې دي ،،
تر څو وکولای شي د اسلامي امتونو تاریخ
تر پوښتنې لاندې راولي ، ددي کړنلارو
په لړ کې به موږ ځینې په ګوته کړو :
۱-تر هر څه د مخه ددوی تګلاره د تاریخ په څیړنه او نقد کې د سیکولر او بی دیني په بنسټ
ولاړه ده ، دا چي دوی دین او وحي ته عقیده
نه لری او ارزښت نه ورکوي ، نو هره دینې
خبره تر پوښتنې لاندي راولي او د خپل فکر په اساس یې تفسیر کوي پرته له دي چي د موضوع اصلي واقعیت ته څیر شي
، تاریخ
د خپل تصور او ایډیولوژي په بنسټ ترڅیړنې لاندې نیسې ،
بیا په هر هغه څه د بطلان کرښه را
کاږي کوم چي ددوی له تصور او فکر سره په ټکر کې وي ، تر دی چي کله خو د یوه حقیقت سره د ټکر په صورت
کي د نصوصو تحریف او تبدیل ته هم ملا تړی تر څو یې څیړنه خپلي عقیدي او تصور ته
برابره کړي .. له همدی امله د رسول الله (ص) سیرت هم د یوه پیغمبر په صفت نه ، بلکه د یوه عادی شخص ، یوه
فیلسوف ، امپراتور ، سیاست مدار او ځینې خو یې لا د نورو ادیانو څخه د روزل شوي شخص په صفت معرفی او تاریخ یې په
تحریف شوې بڼه په همدي رڼا کې لیکي .
۲- د اسلام د
تاریخ په څیړنه کي ددوی علمي تجاهل د اسلامي فرهنګ څخه
ناخبری او ناپوهې هغه څه دي چي د
اسلام تاریخ یې پری تحریف کړی ، ،دوی پرته له دي چي رښتینی موضوعات را نقل کړی ، د
خپلو لیکنو د ښایسته کولو لپاره هر خس او خاشاک را ټولوی بیا یې د علمی څیړني په
نوم خلکو ته وړاندي کوي ، د خپلو لیکنو او استدلال لپاره د اسلامی کتابونو څخه ډیر کمزوری ، بی باوره ، غیر ثقه او ضعیف الروایه کتابونه غوره کوي .
۳- له بل پلوه د اسلامی مصادو او مراجعو له
مراتبو څخه په اصولی ډول کار نه اخلی ، او
یا یې په قصدي ډول تحریفوي ، دوی د خپلو
خبرو د تصدیق لپاره هغه مراجع غوره کوي چي اصلا د څیړني په موخه باید ونه کارول
شي ، د بیلګي په توګه د شعر او ادب له
کتابونو یوه خبره را اخلی بیا یی د نبوي احادیثو په تاریخ کې د بیلګي په ډول راوړي
، د
کتاب الحیوان ،فلسفی او شعرونو له
کتابونو اقوال را نقل کوي بیا د امام مالک د الموطاء خبره پرې باطلوی او یا د امام بخاری خبره پری نقد
کوي
۴- علمي امانت داری نه مراعات کول دي ، د دوو لا ملونو له امله علمي امانت داری نشي مراعاتولای چي ددوی د فکر څیړونکی محمد اسد پري شاهدی ورکوي او وایی :
۴- علمي امانت داری نه مراعات کول دي ، د دوو لا ملونو له امله علمي امانت داری نشي مراعاتولای چي ددوی د فکر څیړونکی محمد اسد پري شاهدی ورکوي او وایی :
الف: اروپایی څیړونکي په فطری ډول د دیني او مذهبي څیړنو څخه د علم او کلیسا تر منځ د هغي اوږدي جګړي له امله چي دوی په خپل تاریخ کې
ورسره لاس او ګریوان ؤ کرکه لری ، نو هیڅکله نه غواړي دینی کړنو او حقایقو ته په وضعي کړنو او قوانینو برتری ورکړی .
ب : د صلیبی جګړو څخه رانیولی بیا د اندلس
تر تمدنه او عثمانی امپراتوری تر بریاؤ چي (رومی امپراتوری یې دړې وړي کړه
) له اسلامی ارزښتونو ، قوانینو او تاریخي
بریاوو څخه کرکه لری ، نو نه غواړی چي
اسلامي ارزښتونو ته په مادی او وضعي
قوانینو او تاریخي پیښو ترجیح ورکړي ، له بلي خوا د مسلمانانو په وړاندي کرکه او کینه یې دومره پیاوړې ده چې هيڅکله هم د اسلام د تاریخ او فرهنګ برتری نشي
منلای او نه یې تایدوي .
محمد اسد (چي یو عرب لیکوال دی ) لیکي چي
مستشرقین د اسلامی څیړنو به پرخه کې
هیڅکله هم له علمي اصولو کار نه اخلی ، بلکه ډیر ځله په لاندي ډول د اسلام
د څیري د پیکه کولو او کمزوری کولو لپاره
کار اخلی :
1- د اسلامي نصوصو او لیکنو څخه غلط او درواغ تفسیر وړاندي کول ،
ددی لاملونه کیدای شي دا وي چي دوی په نصوصو سمه پوهه نه لری چي دا هم ممکنه ده ،
ځکه مشهور او ځلیدلی مستشرقین د عربی ژبی په ډیرو الفاظو او معانیو نه پوهیږي او د
اسلامی فرهنګ له ټولو کتابونو او علومو سره اشنایی هم نه لری نو له دی کبله ډیرځله
خطا کیږي او غلط تعبیرونه تری کوی ، او یا
دا چي دوی په قصدي ډول دا کار کوي چي دا بیا د اسلام او مسلمانانو سره ددوی دښمني
په ډاګه کوي ، ځکه موږ د ډیرو مستشرقینو په کتابونو کي دا ډول کړني وینو په تیره
بیا د جهاد ، غلامی ، د ښځی مقام په اسلام کي ، د اسلام سیاسي ، اجتماعی او
اقتصادي نظامونه ، اسلامي فرقي او ډلي او
داسې نور ....ځکه دا قضیی یوازي په تاریخي پیښو نه تفسیر کیږي بلکه لازمه ده چي
ددی پیښو او قضیو د څیړلو لپاره د شرعی احکامو ، تفسیر ، فقهی او شرعی مساېیلو اصولو او کړلاری
پیژندلو ته اړتیا لیدل کیږي ..ځکه ددی
اصولو پوهه د هغو کسانو لپاره چي غواړي تاریخي نصوص وڅیړي ضروري او حتمي ده
۴-د تاریخ د یوه حقیقت تاییدول او په غیر مطلوب ځای کې ګټه ورڅخه اخیستل
۴-د تاریخ د یوه حقیقت تاییدول او په غیر مطلوب ځای کې ګټه ورڅخه اخیستل
دوی
د تاریخي څیړو په لړ کې کله هم د اسلام د تاریخ د یوه حقیقت څخه پرده پورته کوي خو
بیا تري په غیر مطلوب ځای کې ګټه اخلی ،د تاریخ یو اړخ ښکاروي او بل اړ خ یې د
فساد په موخه پټوي ،تر څو پیښې تر شک او پوښتنې لاندې راشي ،ډیر ځله د تاریخ ناوړه
، کمزوری او پیکه برخې د تاریخي شواهدو په توګه پرته له دي چي د پیښو قوي او
پیاوړي برخې هم راوړل شي ، راټولي ،د بیلګې په توګه د اسلام د تاریخ په څیړنه کې د
کورنیو جګړو، سیاسي تحولاتو ، د واکمنو واک ته رسیدنه او له منځه تلل ، د ځینو
واکمنو له لوری په نورو باندي کودتاګانې ، او داسي نورې تاریخي پیښې د اسلام د
تاریخ د تمثیل په توګه تر څیړنې لاندې نیسې او بیا یې د اسلام د څیري د بدنامولو
په موخه خلکو ته معرفی کوي .. .
۲ -په دوهمه برخه
کې چې هغه د اسلام له تاریخ څخه د مسلمانانو بیلول دي هم دوی ګڼې کړنلاری لری :
الف - د اسلام تاریخ د نورو پخوانیو امتونو
په تاریخ کمزوری کول:
ددي کړنلاري په واسطه د فکري جګړي جګړه
ماران توانیدلی تر څو په اسلامي نړی کې د اسلام تاریخ په ښوونځیو ، پوهنتونو او
علمي مراکزو کي دهمدي ملتونو په قومي ، ملی ، عصری او پخوانیو جاهلی تاریخونو کمزوری کړي ، هڅه کوي اوسني ملی تاریخونه او پخواني جاهلی تاریخونو
ته په اسلامي تاریخ لوړتیا ورپه برخه ، د اسلام تاریخ خلکو ته یو پردئ ، او بهرنی تاریخ معرفی کړي ،
او یا دا چې د اسلامي دوري فتوحات هم د نورو
استعماری ځواکونو او لښکرو سره پرتله کړی ، تر څو یې په مقابل کې د خلکو
حساسیت را وپاروي .
همدا شان د خلکو د غوښتنو او اعتراض په
وړاندې بیا د اسلام د تاریخ څخه څو محدودې پاڼې په نصاب کې د خلکو
د غولولو لپاره وړاندې کوی چي هیڅ ډول تنده پري ماته نه شي ، او اسلامي تاریخ په
کمزوری او حاشوي ډول تدریس کړي
دا کار هم ددی لپاره کوی تر څو د هری سیمې
او هر هیواد مسلمانان له اسلامي هویت څخه خپل اصلی او پخواني هویت ته ورورګرځي ،
په دي سره به اسلامي امت له منځه ولاړ شي او هر څوک به د اسلام په نومه نه ، بلکه
د پخوانیو قومونو په نوم راټول شي ، د بیلګي په توګه په مصر کې فرعوني ، په عراق
کې بابلی او سومری ، په شام کې فینیقی ،
په یمن کې سبابي ،په ایران کې فارسي ، په افغانستان کي آریایی او شمالی افریقا کي
بربری ...تاریخونو ته وده ورکوي او اسلامي تاریخ پری کمزوری کوي
ب:-د وروستیو پیړیو د مسلمانانو د وروسته پاته کیدو لامل ، اسلام
معرفی کول ..
د فکري جګړي په لاره اچوونکي
هڅه کوي د تاریخ په معرفی او څیړنو کي د مسلمنانو د وروسته پاته کیدو مهم لامل د
اسلام دین معرفی کړي ، دوی د تاریخ د
تدریس په مهال مسلمانان د دوو حالتونو تر
منځ اختیارمن کوي ، که په دین پابند پاته کیږي ، نو باید صبر وکړي او همدا وروسته
پاته کیدل ومني او وزغمي ..او که پرمختګ کول غواړي باید چي له دین څخه مخ وګرخوي ،
لکه څنګه چي اروپایانو دین ته شا کړه او پرمختګ یی وګړ، خو دریم اختیار چي په
ریښتیا هم د مسلمانانو د وروسته پاته کیدو لامل شوي او تر څو چي هغه لامل تر لاسه
نه کړي پرمختګ به ونه کړي ، هغه نه ور په ګوته کوي ، چي هغه په ریښتینې ډول د
اسلام په دین عمل کول او د اسلام لارښووني عملی کول دي ..د مسلمانانو د وروسته
پاته کیدو لاملونه د په اسلام کي پاته
کیدل نه ، بلکه له اسلام څخه ناخبری او په لیری پاته کیدل دي. دوی خلکو ته ددوي د
پخوانی خرافاتي دین او حق اسلام دین تر منځ توپیر هم نه ورپیژنی ، دوی خو ملامت نه
ؤ چي خپل خرافاتي دین یې تر شا کړ ، دوی د دین پیرو نه ، بلکه د یوې خرافاتي تګلاری پیرو ؤ چي خلکو په خپله
په ځان منلي وه ، نو دوی په قصدي ډول د مسلمانانو د بی باوره کولو لپاره دا
کړنلاره په کار اچولې ده .تر څو یی په خپل دین بی باوره او بیا تری را بیل کړي .
ج - د اسلام په
تاریخ کي د ځینو ګمراه او بی دینه ډلو لویول او
هغوی تشویقول
د فکري جګړي تبشیری ډلې او
ورسره یې په اسلامي نړي کي کورني او بهرني ملاتړي د خپلو فتنو په لړ کې د اسلامي
نړی دننه د ځینو بې لارو او ګمراه ډلو په پیاوړي کولو او تشویقولو غواړي د
اسلام د تاریخ اصیله څیره پیکه او کمزوري
وښیی دا ډلی او ټپلي د هیوادونو وګړي معرفی کوي چې په هره برخه کې باید ازادي ولری
، او د اسلام په تاریخ کې هغه نقطی را د بره کوي چې په دې دلالت کوي چې په دي ډلو په پخوانی اسلامي تاریخ کې
ظلمونه شوي او دا ډلي پری ځپل شویدی ، تر څو له یوې خوا د هغوی په وړاندي د
مسلمانانو حساسیتونه را کم کړي ،له بلی خوا د همدې ډلو مینه او مرسته ځان ته راجلب او د مسلمانانو په
وړاندې یې حساسیتونه را وپاروي له دې ډلو
څخه :روافض ، اسماعلیه ، اغاخانیه ،
معتزله ، بهاېیه ، قادیانیه ،سیکولر ، او قومي
..او داسې نوري ګمراه دلي چې تل یې
د اسلام په تاریخ کې د یرغلګرو ملاتړ کړی او د اسلامي حکومتونو په وړاندي خنډ
ګرځيدلی ، د ځان ملګري او د اسلام تاریخ پری بدنام کړي ..
همدا شان ددې ډلو مشران د خاینانو په ځای د
اتلانو ، مصلحانو ، مظلومانو او بی کسو په توګه خلکو ته ورپیژني ، له دوی سره مرستی او همدردۍ کوي او په اسلامي
ټولنو کې یې د ځواکمنو فکري ، سیاسي ، او
اقتصادي اشخاصو په صفت خلکو ته ورپیژني
چي په اوسني نړی کې یې شمیر کم دی ...ددی ډلو او اشخاصو فکر ، فرهنګ او
نظریاتو ته وده ورکوي او په پوره ځواک سره یی مرسته او ملاتړ کوي ، اوس یې دي ډلو
ته د مرستو او ملاتړ ډیر مرکزونه پانیستلی ترڅو یي نوری هم پیاوړي کړي .. تردی چي
په اسلامي هیوادونو کي غواړی همدا کسان مشهور ، سرمایه دار او بلآخره زعامت ته
ورسوی .
د: د اروپا تاریخ د اسلامي هیوادونو په نصاب
کې شاملول :
سره ددی چي د اروپا تاریخ د نړی تر ټولو
تیاره ، و حشتونو او وژنو ، جنګ جګړو او لوټماریو
ډک تاریخ دی ، چي نه یوازی د اروپا د خلکو بلکه د ټولي نړی د خلکو لپاره
یې لویی بدمرغی را منځ ته کړی ، چي د
بیلګي په توګه د فرانسویانو ، انګریزانو، آلمانیانو ، او روسانو ترمنځ د پیړیو جنګ جګړي ، په نړی د استعمار دوره او د
نړی د ثروتونو لوټول ، دوی لویی نړیوالی جګړي ...او داسی نور چي د نړی په خلکو یې
تپلی دی ، خو دوی هڅه کوي خپل تیاره تاریخ په داسي ډول خلکو ته وړاندی کړي چي
ګواکي سپینې کوتری دی چي تل یې نړی ته
سوله او امن په ارمغان راوړی ، او دا خو مسلمانان دی چي تل په جګړو اخته او نړی یې
بی ثباته کړی .
په اورپا کې د فرانسی انقلاب او تر هغه
وروسته انقلابونه او پرمختګونه چي د استعمار زیږنده ده ، غواړی خلکو ته د پرمختک
او ترقی یوازینی لاري په توګه معرفی کړي .
سره ددی چي د نړی هیوادونه د اروپا د تاریخ
لوستلو ته اړتیا هم نه لری ، خو اوس یې په زیاترو تر واک لاندی هیوادونو کې خپل
تاریخ په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نصاب په توګه منلی چې عملا د یوه با ارزښته ، مهم او معتبر تاریخ
په توګه تدریس کږي . په مقابل کې یې
اسلامی تاریخ پری ګوښه او له نصاب څخه ایستلی دی .