د قطراوسنئ لانجه ، په ایران برید او
د کعبی جګړې ته تیارئ
په منځني ختیځ کې دا کار ډير اسانه دي چي په یوه شپه کې ټول
معیارونه بدل او ټلوالي بدلون وموني ....دلته
ملګرتیا او دښمني تل پاته نده ، او نه هم خیانت او دوکه پکښې پولې لری ، له همدي
امله ، یوازی یو دریم ثابت او تل پاته شئ چې هغه د غلامی او لارښوونو
تنظیم دی ، د منځنی ختیځ اداره په اسانی سره پرې چلیږي ، او په آسانی پکښې کورني ټلوالې او
جبهي جوړیږي ، کیدای شي دا جبهې او
ګروپونه د ګاونډیانو څخه وي او یا هم وطنوال .. دا هم ممکنه ده چي دا ډلې د اسلام سره
د جګړې لپاره د (اسلام لپاره د جګړې ) په نوم را ټولي کړل شي ، او دا هم پکښې ډیره
آسانه ده چي د اقتصادي ودې ، تیلو او ګازو
په مقابل کې یې سیاسي واکمني تري تر لاسه کړې او یا یې د اقتصادي استبداد په لومه وتړي نو هلته ددوی د شرف ، کرامت او مصادرو سلب کول یې هم ډیر آسانه دي.
یوازینی ثابت
شی هلته اشغال او ذلت دی
د ننی نړی د
جغرافیی دا ټوټه د امریکا او بریطانیا په محور را څرخي ، او پریکړې یې له هغه ځایه صادریږی ، همدوی د لارښونو او
اوامرو څښتنان دی ، او همدوی ددی سیمي په منځ کي صلاحیتونه او مسؤلیتونه ویشي ،ددې سیمي ټول
واکمن د همدوی له لوری ټاکل شوی اوپرې راڅرخي ، دا هیوادونه خو په ښکاره خپلواک ښکاري
خو په پټه تراشغال لاندې دي ، نو ددوی ټوټې کیدل ، او ویش ، او کورنی جګړي
پکښې ایجادول هم ډیر آسانه دي .
لاکن هغه یثابت شي چي هیڅ تغیر پکښې نه کوی ، هغه
ددوی په منځ کي د ویشنی آسانتیا ده ، ددې
سیمي ټول هیوادونه له عراق ، سوریی ، لیبیا ، څخه را نیولي تر یمن پورې ..په هغې
دسیسې کي را ګیر دي چي د ساړه جنګ له پاته رسیدو وروسته تر نن پورې پکښې روانه ده ، دلته د ډیرو
هیوادونو استقرار له منځه تللی ، ځینی یې ښه په ښکاره مستعمره شوي ، په ځینو کې کورنئ جګړي روانې دي ، تروریستي ډلې تري را چاپیره دي ، تر دي چې په دي سیمه کې یې ژوند کول هم ګران کړي..
د قطر لانجه یوازی د ایران او سعودی د جګړې لپاره یوه خبرتیا
ده
دلته بیا
ځینې نور هیوادونه هم لکه ترکیه ، ایران ،
عربستان سعودی پاکستان ،ااندونیزیا او
شمالی افریقا تر هدف لاندې دي ، دا هیوادونه که د امریکا ملګری دي او که یې دښمنان ، ددي هیوادونو
د اشغال لپاره بیل او ځانګړی پلانونه جوړوی
، دا هیوادونه باید د سوریی او عراق غوندې
سره وپاشل شي او په وړو وړو سیمو او
برخو وویشل شي .
د سوریی د
ستونزې د حل ترمخه یې د قطر لانجه را ولاړه کړه ، او دا د امریکا د
جمهور ريس ترامب د (ایران ، سعودی) د جکړي د پیل لپاره لومړی قدم دی ،داسې ښکاری چي
لارښوونې او اوامر په همدې موخه د سیمي څخه د
ترامب په لومړی سفر کې صادر شوي تر دې چې د (عربود خائن ) لقب په یوه لحظه
کې تیار شو ، او سمدلاسه پری هوایی ، ځمکني او بحری لاري وتړل شوې ، داسې لکه چي د
اشغال لپاره پلان لا د مخه تیار وي.
په تهران
برید یوازی یو استخباراتی یرغل ؤ
د همدی پیچلو
پیښو په منځ کي د داعش ډلي په ناڅاپي ډول په تهران برید وکړ چي په دې برید کې یې
ددوی مهم مرکزونه په نښه کړل چې یو هم د
ایران د شوری مجلس ، او بل د خمیني مقبره
او زیارت ؤ، داعش په ناڅاپه ډول دا کار وکړ ، د لومړي ځل لپاره یې ددې آوازو په منځ کي برید وکړ چي ګواکي داعش
له ایران او اسرائیلو سره کار نه لری او ټول جنایتونه یې که په ښکاره د ایران يه خلاف دی خو په اصل کي اهل سنتو ته متوجه دی
.نوښکاره خبره ده ، چي دا برید یوازی یو استخباراتی یرغل ؤ چي موخه یې د قطر د
لانجي د راولاړیدو سره سم د ایرانی لوری تحریکول ؤ تر څو ایران هم په خپل وار سره
د عربی هیوادونو په خلاف تحریک او د جګړې پولې ته را وړاندې کړي ..
د داعش له دي
برید څخه له ورایه ښکاری چي داعش ډله د کومو هیوادونو په واک کې ده ، او څه ډول دا
هیوادونه د تروریستي ډلو څخه د خپلو استخباراتي
موخو لپاره کار اخلی .
د راتلونکې
لویي جګړې لپاره به لسګونه داسې نوړې ډلي را منځ ته شي ..
موږ ددی کار
سره آشنا یو ، په دي ښه پوهیږو چي امریکا څه دول
د ترکيی د وهلو لپاره د ګولن او (پی
کي کی ) له ډلو کار اخلی ، او په دي مو هم سرخلاص دی چي څه ډول په سوریه کي د (پی
کي کي) په واسطه د ترکې لپاره نقشي جوړوي
او په دي هم
تعجب مه کوئ چي لسګونه نوري ډلي به د ایران او عربو د جګړي لپاره رامنځ ته شي لکه
نن په سوریه کې ..
د قطر لانجه
او په تهران برید ټول د همدی یوه مصدر کار او د راتلونکي نقشي او پلان یوه برخه ده
چي لویه موخه یې شیعه ایران او عربی سني نړی
یو د بل په وړاندي یوې جګړې ته هڅول او چمتو کول دي ، تر څو دا ټول هیوادونه داسي
نقطې ته ورسیږي چي ټولې خواوي د پخوا په
شان یو ځل بیا همدي پلانوونکو پلانونو او
معیارونوته تسلیم شي ،پخوا مو هم ، تل
ددوی روا او نا روا پریکړو او معیارونو ته
تسلیم شوی یو او غاړه مو ورته ایښې..او تل مو خپل موقفونه ددو د معیارونو په اساس
برابر کړي..
دا هر څه چي
ګورو د یوې لويی مذهبي جګړې لپاره تیاری دی
د امریکا
متحده ایالاتو د ایران په خلاف د خپل پلان د پلي کولو لومړی ګام واخیست ، په داسې
شان چي د خپل اړخه یې د سعودی په مشری د
یوې ټلوالي په جوړولو لومړی ګزار وکړ ... داسې ښکاري چي قطر به ددې
جګړې سره موافق نه ؤ نو له همدي امله یې د
خپلي دښمني په څپیړه وواهه ، موږ د ایران
په خلاف د هغه هیواد د دریځ او د غیر مشروع سیاست له امله چي د تشیع خپرول پکښې دی
د تقبیح کولو او غندلو سره عادت یو ، ، خو په راتلونکي کې به د سعودی په خلاف هم د همداسي یوه موقف سره مخ شو.
په دا ځل
ګورو چي د فشارونو زور د ایران په ځای د
سعودیپه ټلواله ډیر دی ، په دي
مو هم سر نه خلاصیږي چي امریکا به سعودی ته ددې کار په بدل کي د څه وعده ورکړي وي
، خو په دي باید پوه ؤ چي دا ځل به دا جګړه کاملا
او په پوره معنی یوه محلی او مذهبی جګړه وي چي لویدیځ یې له ډیره وخته خوبونه
لیدل ، چې د سیمي هیڅ هیواد به هم تري په امان پاته نشي ، او په دې سره به په راتلونکو پنځو
پیړیو کي دا سیمه بیا سر راپورته نه کړي.
د وحشي
تروریستي بریدونو پلانونه
دا جګړه به د
سعودي د ټلوالي له لوری د قطر په ښکیل او
اشغال سره پیل شي . له دي نفتي انقلاب به هیڅوک هم بچ پاته نشي ، د قطر له پیښې
وروسته د بل خلیجي هیواد وار دی ، کویت به هم د ایران او عراق له اشغال څخه بچ پاته
نشي ، خو ترکيی ته ښایی چې د دې ډول تباه کوونکي جګړې د مخنوي په موخه په
سعودي او ایران فشارونه زیات کړي ، ایران او ترکیه دي په سوریه کي د نظامی سیالی
لاس په سر شي او تر کیه دي د سولي دروازه پرانیسي
که همدا روان
حالت وي نو ، ډیر زر به ډیر وحشي او لیوني تروریستي بریدونه په ایران ، سعودي او د سیمي په نورو هیوداونو
کي ووینو ،تر څو د جګړي لپاره ذهنیتونه برابر شي ، ..نو موږ باید دداسي
دسیسو مخه ونیسو .
دا روان حالت
د سعودی تباهي ده
داسي ګمان
کوم ، کوم سیاست چي امریکا د ایران په وړاندي د سعودي په درولو
تر لاس لاندی نیولی ، دا پرته د سعودی له تباهی بل څه ندي ، او ګمان کوم چي
په دی کار کي د سعودی د تجزیی او په وړو برخو د ویشلو پلان تر لاس لاندې دي چي تري وروسته به دا پلان ترکيی او ایران ته هم متوجه وي.دا جګړه که د عربو د خپل منځي جګړي ،یا خپل منځي اسلامی جګړي او
یا د ایران او سعودی د جګړې په نوم مسما
کیږي یا په بل نوم ، خو دا هر څه به د لودیځ له خوا د هغه پلان د تطبیق نتیجه وي چي موخه یې په سیمه کي د لویی
جګړي رامنځ ته کول دي چې د مکي په جګړه به
تمامیږي او همدا یې اساسي موخه ده .
دا تیاری د
مکې د جګړې لپاره دي:
په دي ټکي مي
ډیر ټینګار کړي دی او په هکله مي ډیري
څیړني کړي ، ټول مي تري بیرولی ، دا مي په
خپلو څیړنو کي په ډاګه کړې چي ( اسلام به په داخل کي له منځه ځي) یا ( جګړه به د اسلام په زړه کې وزږیږي ) او د
( اسلام کورني جګړه ) به رامنځ ته شي ، دا ټول د همدی موخې اساسي توکي دي .... دا مي
لیکلي ؤ چي ( دوه کاله وروسته به د عربو په خلیج کې لانجه را ولاړه شي) لکن دوه کاله لا نه ؤ پوره شوي چي ترامب راغی
او سیمه یې د دوزخ ولور ته ورټیل وهله ...
پخوا مي هم
ویلي ؤ چي (ناولې سیلئ د عربو د خلیج په لور را رواني دي ، وروسته له دي چي له
سوريی را وګرځي ، او د خلیج هیوادونه به مجبور وي چي د ایران له لوری د را پیښو
ګواښوونو په وړاندې ودریږي ، د ا د خلیچ جګړه
به د ایران او دسعودي د جګړې په بڼه را د
بره شي ) زه په ډاګه ویلای شم چي دا د سعودي پیل کړې جګړه به دومره زور
اخلی چي د ایران ټانګونه به د کعبی دروازي
ټکوي ، نو هلته به بیا ترې لویه غمیزه جوړه شي چي د نورو په پلان سره به اسلامی نړي یو
د بل په وړاندي په یوه اوږده جګړه کي ښکیل شي .
نو مخکې له
دي چي ټانګونه د کعبې دروازې وټکوي:
په تیرو
کلونو کي مي د یوې لويی دسیسي د پلانونو په اړوند خبر داری ورکړي دی چي دا به لویی جګړي را منځ ته کړي ، او خپله
اندیښنه مې هم له ټولو سره شریکه کړي ، ټول په دي پوهیږو چي خطر ګام په ګام په را نیژدې کیدو دی ، او په دي هم باور لرم چي
د سعودي او نورو خلیجي هیوادونو سرنوشت به
د سوریی په شان وي ، په دي کي به زموږ مقدساتو ته سپکاوی هم حتمي وي ، که چیري لازم تدابیر ونه نیول شي ، نو مخکې له
دي ټانګونه د کعبی دروازی ورووهي لازمه ده چي لاس په کار شو او لا تر اوسه هم ډیري د خلاصون لاري لرو..
دا ټانګونه
به یا د ایران وي او یا د امریکا ، هغه توغندي چي په کعبه ورلویږي یا به ایرانی وي
او یا حوثی او یا امریکایی ،
په دي پوه شي
کوم خلک چي نن ورخ د ایران او سعودی تر منځ د قطر د لانجې په را ولاړلو سره د جګړې پلانونه جوړوي همغوی زما دا ګمانونه په خپلو پلانونه او نقشو سره ریښتیا
کوي..
http://www.yenisafak.com/ar/Yazarlar/Detay/2038370?
!