۱۳۹۷ خرداد ۱۶, چهارشنبه

مهاجرینو ته د اروپا اوجرمنی اړتیا او اندیښنې


 مهاجرینو ته د اروپا  اوجرمنی  اړتیا  او اندیښنې    
 لیکنه : محمد شفیق صادق ، د عربی منابعو په استناد
  سره ددې چې دا لیکنه  د دوه کاله مخکې  احصاییو استناد کوي خو د اورپا د روان بهیر داستان دی چې  اوږده سلسله لری او  د  را روانو  کلونو خبره ده .
د یوروستات  د شمیرو له مخې د اروپایی ټولنې  د  نفوسو شمیر د( ۲۰۱۴ )کال څخه د (۲۰۱۵ )میلادی تر پیله د (۵۰۶،۸)  میلیونو څخه (۵۰۸،۱) میلیونو ته لوړ شو ، یعنې (۰،۲۵) فیصده  وده یې درلوده ، او دا  وده د نورو ټولنو په پرتله ډیره کمزوې شمیره ده ،  چې له دي شمیري  لویه برخه (۹۰۰)  زره یې  یوازي مهاجرین  جوړوي .یعنې که چیري له دي شمیري مهاجرین وایستل شي ، نو یوازی (۴۰۰) زره به اصلی اروپایان پاته شي  یعنې(۰،۰۷) فیصده  چې دا  د اقتصاد پوهانو په آند د نفوسو  یو ریښتینې بهران دی چې خطرناکې  اقتصادی او د ودې پایلې لری .او شمیري دا ښیی چې  اروپایانو  د اصلې اوسیدونکو د شاته تګ لوی ګراف ثبت کړی چې په دي ګراف کې لومړني هیواد چې ددې ستونزې سره لاس او ګریوان دی د آلمان ( جرمن ) هیواد دي چې په اروپايی هیوادونو کې د لوی اقتصاد خاوند هم دی .
په المان کې د شمیرو له مخې په (۲۰۱۴) میلادي کال (۷۱۰) زره نوی ماشومان زږیدلې خو ېه مقابل کې بیا (۸۷۰) زره تنه مړه شوي ،  دا شمیره دا ښيی چې په دي هیواد کې هر کال (۱۶۰) زره تنه کمیږي خو د عمومې شمیرو له مخې چې د هیواد د نفوسو په اساس اعلان شوي ، وایی چې د همدې دوو کلونو ترمنځ  ددي هیواد نفوس له (۸۰،۷) میلیونو څځه (۸۱،۱) میلیون ته لوړ شوی چې په حقیقت کې دا زیاتولی  یوازي د مهجرینو دی چې شمیري یې (۵۶۰) زرو تنو ته رسیږي . آلمان ښه پوهیږي چې  د نفوسو روان کمښت به آلمان  د اقتصاد په ټولو برخو کې او  د تولید له لوی زیان سره  مخ کړي  وده به شاتګ وکړي او غوښتنې به لوړې شي  ، د اقتصادي  مخې به د مالیې ورکونکو په مقابل کې د متقاعدینو شمیر لوړ شي ، یعنې مصرف به تر عاید لوړ شي ، او موجوده مالیه (چې د اروپایانو د اقتصاد لوی مصدر دی) به ونه شی کولای چې د هیواد اقتصادي اړتیا پوره کړي،  بله لویه ستونزه  په هیواد کې د ځوانانو په تناسب د زړو او سپین ږیرو  لوړ ګراف دی ، چې نه یوازی آلمان بلکه ټوله اروپا کې په اندیښمنه کړې ،  تر دې چې ځینې لیکونکې خو اروپا ته د زړو  ځمکه وایی ، له  همدې امله آلمان  پرته له دي چې خپله اقتصادي او د نفوسو د کمښت ستونزه په مهاجرینو حل کړي ، بله لاره نه لری  ، له همدې امله یې په لوی شمیرکې د مهاجرینو  میشتولو ته زړه ښه کړي  او داچې په المان کې د ځوانانو د بی کاری  کچه یوازی (۸) فیصده ښيی ، اساسي علت یې هم د ځوانانو  کمښت او نوری اقتصادي  عوامل دي ، په داسې حال کې چې د سپین ږیرو شمیر له ځوانانو  څو چنده زیات دی .  
آلمان او د مهاجرینو ورتګ

 په اوسني وخت کې په المان کې (۸،۱) میلیون  تنه مهاجرین اوسیږي  چې له دي شمیری څخه (۱،۵) میلیونه ترکان دی ،چې تر ټولو لوی توکم دی ، ورپسې  (۲۱۰) زره تنه د شمالی افریقا  عربان دی ، چې دوهمه لویه برخه ده ، ورپسې د سوريی ، عراق ، افغانستان  خلک دی چې دا شمیری به په روانو کلونو کې نوري هم لوړي شي ، لاکن برطانیه بیا د المان په نسبت ددې ستونزي سره مخ نده ،په (۲۰۱۴) کال هلته د اصلی برطانویانو د نویو زږیدلو ماشومانو شمیر (۷۷۶) زره ؤ چې په مقابل کې یې (۵۷۰) وفات شوي ؤ  فرانسه لا تر دی هم ښه  ده  له همدې کبله دا دواړه هیوادونه د مهاجرینو د قبلولو په وړاندي تر المان لږ لیوالتیا لری ، یوازی د خپلو نفوسو د کمبود په تناسب مهاجرین مني .
ددی هیوادونو په تناسب بیا یونان ، پرتګال ، هسپانیه ، بلغاریا او رومانیا نسبتا ښه حالت لری ، خو دا هیوادونه مهاجرین ددي امله نه مني چې خپلې اقتصادي ستونزي پرې حل کړي ، بلکه د کارګري طبقې په استولو  غواړي چې خپل جامد اقتصادي حالت وغوړوي .
له همدي امله د مهاجرینو د قبلولو موضوع او شمیری هم د همدي هیوادونو د هر یوه تر اقتصادي غوښتنو او د نفوسو تر ترکیب پورې اړه لری .
له بلې خو د مهاجرینو لوی بهیر د اصلی اوسیدونکو د غصې او غضب لامل هم ګرځیدلی ،  اصلی اوسیدونکي  د کارونو د کمښت ، د کاریګرو د مزد د کموالی او د ثقامتی او دینې اندیښنو له امله د حکمتونو د پالیسو په وړاندي غبرګون ښيی ،  چې په مقابل کې یې حکومتونه بیا د قبلولو د تقسیم اوقات په جوړلو ، او د موانعو په ایجاد او کله هم د ځینو مهاجرو په اخراج  ، د پولو په تړلو د مذهبی آزدیو په کنترول او په ځینو هیوادونو کې د مذهبی سیکولزم په جبری کولو  د خلکو غوښتنو ته  مثبت ځواب وایی  تر څو وکولای شي له یوه لوری خپله لویه ستونزه چې عام اولسونه ورته ډیر پام نه کوي حل او له بلې خوا د اولس له سخت غبرګون څخه ځانونه خلاص کړي  او خپله سیکولو ثافتي ټولنه هم د مهاجرینو د دینې انتماؤ په لرلو سره د هغوی له نفوذ څخه وژغوری.
په اصل کې د ینې او ثقافتی ستونزه یو له هغو جدی ګواښوونو څخه ده چې اروپایی اوسیدنکې یې اندیښمن کړی ، هلته د اصلی اروپایانو مسلمانیدل  ، د کلیساګانو په ودانیو د جوماتونو جوړیدل ،هر اروپایی ته لویه اندیښنه ده ، خو دي اندیښنې ته یې د لویو پلانونو په جوړلو  تر ډیره د حل لاری لټولې ، چې د بیلګې په توکه به ځو ټکو ته ایشاره وکړم
اروپایی حکومتونه هڅه کوی د مسلمانانو په ورتلود هغوی به تصوراتو ، افکارو او د ژوندانه په حالت کې په تغیر را وستلو ځان  د هغو له اغیزو  وژغوری ، ددي تغیراتو لپاره لومړی هر مسلمان باندي دا لازمه ده چې د ژبې په کورسونو کې زده کړي وکړی ، او هلته  ورته د ژبي د زده کړي تر څنګ  اروپا یی کلتور او ثقافت په ښودلو ، د اسلامي په هکله هم د شک او تردید تصور ورکول کیږي  د سیکولر ،آتیک او بی دینه ډلو او وطنوالو سره یې آشنا کوي ، دوی ته په  میلمستونونو کې د عیاشي ، او فحشا  او نورو  ناروا کړنو لپاره د هر ډول آسانتیاوو برابرول هم یوه لاره ده تر څو وکولای شي د مسلمان په فکر او ایمانی قوت کې تغیر راولی  همدا شان په  نوموړو هیوادونو کې د اسلام ضد پراخ کمپاینونه ، چې د حکومتونو په ملاتړ یې ځینې ښی اړخې ګوندونه او ډلي په لاره اچوي مسلمان ته یو ډول روحې ویره پیدا کوی تر څو ونه شی کولای خپل دینې  تړاو ته په ښه شان دوام ورکړي او د وخت په تیریدو سره نوموړی مسلمانان په اروپایی ټولنه کې زوب او په اروپا کې د یوه ښه مزدور کار په توکه ژوند کوی
 مهاhttp://www.aljazeera.net/App_Themes/SharedImages/top-page.gifجره ښځه  د ډیرو اولادونو د زیږدون توان لری
په اروپا کې داسي ګمانونه هم شته چې عربی او د منځینې ختیځ د ښځو د تولد توان د اروپایی ښځې په پرتله  ډیر لوړ دی ، دا له یوې خوا رښتنی حقیقت دی ، له بلي خوا د مسلمان په حق کې لوی افراط  ، مثلا په فرانسه کې داسې ګمان دی چې د فرانسوې اصلی ښځې د زیږدون  توان (۱،۸) دی په داسي حال کې چې د عربی مهاجرې توان (۸،۱) دی  ، دې له مبالغې ډکې شمیری د فرانسې په اولس کې د مسلمانانو د زیادت په اړه سختې اندیښنې را ولاړې کړیدي ،چې کیدای شي د فرانسي په ځمکه په څو راتلونکو کلونو کې د مسلمانانو شمیر دومره زیات شی چې لومړی دین به وشمیرل شي ، نو د فرانسی حکومت یې دې ته اړ کړی چې د زیاتوالی د مخنوی په موخه په مسلمانو کورنیو اقتصادي   او د پالني او صحت مالیاتي فشار وارد کړي تر څو مسلمانان ونه شي کولای د مالیاتو د توان  څخه ووزی او د ماشومانو په زیږدون کې کموالی راولی  او دا حالت د فرانسوي اصلی اوسیدونکو په وړاندي داسې نه دی.
همدې خبری عرب او مسلمان مهاجرین د سختو کړاوونو سره مخ کړی  ، په تیره بیا په اقتصادی برخه کې ،  او همدا حالت په ټوله اروپا کې روان دي ، خو ریښتنې احصایی بیا  بل ډول دی ، کومه احصایه چې نړوال بانک خپره کړې په هغو کې  یوازي د نړی لاندې شپږ هیوادونه   په نښه شوې چې هره میرمن هلته په اوسط ډول شپږ اولادونه زیږوي ،چې هغه هیوادونه عبارت دی له مالی ، بورندی ، انګولا ، صومالیا ، نجیریا ، چاد څخه ، خو د عربی مسلمانې  مهاجري ښځې د تولد مقیاس په اوسط ډول (۲.۸) دی چې دا مقیاس په خپل اصلی هیوادو کې یې هم دی ، لکه المغرب ، مصر و سوریه ، الجزایر او داسې نورو کې ، او د فرانسوي اصلی ښځې دا مقیاس بیا (۱.۸) طفل دی .سره ددې چې مهاجره مسلمانه ښخه چې کومه مرسته تر لاسه کوي له فرانسوي ښځې  ډیره کمه ده ، همدا لاملونه دی چې اروپایی هیوادونه په دورانې ډول یو لوی شمیر مهاجرو ته اړتیا مومي  تر څو خپله تشه پرې ډکه کړي.