۱۳۹۷ مرداد ۱۴, یکشنبه

ابوبکر محمد بن زکریا (الرازی)



لیکنه : محمدشفیق صادق

د دریمي هجری پیړي په نیمايی کې چې د نهمي میلادي پیړی سره سمون لری ،یو له لویو او مشهورو طبیبانو څخه ظهور وکړ ، دا طبیب ابوبکر محمد بن زکریا الرازی ؤ ، نوموړی  طهران ته نیژدی د رای په سیمه کې په (۲۵۱) هجری یا (۸۶۵) میلادي کې وزږید ، او په (۳۱۳) هجری ، (۹۲۵) میلادي کې وفات شو .
د هغه نوم محمد د زکریا زوی او کنیه یې ابوبکر ؤ ختیځ لیکونکو هغه د محمدبن زکریای رازی په نوم نومولی ، خو اروپایانو بیا  په خپلو کتابونو کې د رازس Rhazes=razes والرازی Al-Razi په نوم یاد کړی
مخکې تر دي چې طبیبان یې صفتونه وکړي ، د عربی تمدن نورو علماؤ یې هم صفتونه کړیدي ، (القطفی په تاریخ الحکماء ) کې  لیکي : محمد بن زکریا ابوبکر الرازی سره ددې چې یو مسلمان طبیب ؤ د منطق ، هندسې فلسفی او نورو علومو له مشهورو علماؤ څخه ؤ ،
 نو هغه د طب په برخه کې څومره  کارونه کړي  وي چې پوره یو زر کاله یې په خلکو کې  لوړ مقام ګټلی ؤ .
ابوبکر رازی د عمر په دریمه لسیزه کې د طب د علم په پلټنه پیل وکړ ، کله چې بغداد ته ولاړ او د هغه ښار د لوی روغتون ( د عضدی روغتون) چې عضد الدوله  جوړ کړی ؤ  څخه یې لیدنه وکړه . هلته یې د دواګانو او د طبابت په هکله څیړنه پیل کړه  ،  د هغو ناولده ناروغانو په هکله یې د طبیبانو بحثونه واوریدل چې په روغتون کې به یې علاج کیده .  بغداد کې د عضدي د روغتون مدیر وټاکل شو ، یو ځل امیر البویهي ورته وړاندیز وکړ چې د روغتون د ځای د ټاکلو لپاره کوم ځای مناسب  وګوري نو رازی ځینې کسان وګمارل چې د بغداد په هره سیمه کې یوه ټوټه د غوښې د ځړوي ، بیا یې له څه وخت وروسته چې را ټولې کړي نو هغه ځای یې ورته مناسب وټاکه چې غوښه پکښې نه وه خرابه شوې
دا د هغه په ذکاوت او ځیرکتیا دلالت کوي ځکه دا ځای د هوا  د ښه والی له امله تر ټولو غوره سیمه وه ، عضد الدوله په دي هم بسنه ونه کړه ، کله چې دا لوی روغتون تکمیل شو نو یې د مدیریت د چارو لپاره  د یوه هوښیار او پوه طبیب د ټاکلو په لټه کې شو ، لومړی یې سل تر ټولو نومیالی طبیبان وټاکل ، بیا یې له دي څخه پنځوس وټاکل چې یو پکښې رازی ؤ بیا یې له دي څخه لس تنه غوره وټاکل چې یو پکښې رازي ؤ بیا یې له دي دری تنه ، آخر په ټولوکې د رازی وړتیا له دي ټولو زیاته شوه او هغه یې د روغتون د مدیر په صفت مقرر کړ ، نوموړی د عباسي خلیفه معتضد تر مرګه په همدې روغتون کي ؤ ، خو د هغه له مرګ وروسته بیرته ری ته ولاړ او د ژوند تر پایه هلته پاته شوي ویل کیږي چې نوموړی د کیمیایی موادو د زات استعمال له امله د ژوند په وروستیو کې ړوند هم شو ،او بلاخره په (۳۱۳) هجری قمری کال مړ شو او د دفن ځای یې معلوم ندی.
د هغه د مرګ او ژوند په هکله تر ټولو مهم سند د ابوریحان البیرونی د فهرست کتاب دی، هغه په دې کتاب کې د نوموړي د تولد نیټه ( ۲۵۱)هجری قمری  د شعبان میاشت معرفی کړي او وفات یې (۳۱۳) ه قد شعبان میاشت ښودلې ، هغه لیکلی چې د نوموړي عمر په قمری کال دوه شپیته کاله او پنځه ورځې ؤ او پ شمسې شپیته کاله دوه میاشتې او یوه ورځ
د رازی لیکني او علوم
د هغه د لیکنو په هکله په (لغت نامه دهخدا) کې راغلی چې ابن ندیم په (الفهرست ) کتاب کې د نوموړي کتابونه (۱۶۷) او البیروني په  ( الفهرست ) کې مجموعا (۱۸۴) او ابن اصیبعه په عیون الانباء کې (۲۳۶) معرفی کړیدي ، خو محمود نجم آبادي دا ټول سره مقایسه کړي او ټول یې (۲۷۱) کتابونه معرفی کړي
رازی   زیات شمیر  علمي کتابونه ولیکل چې نیمایی یې د طب په علم کې ؤ د نوموړي مشهور کتاب الحاوي ؤ چې په (۲۰) جلدونو کې لیکل شوي  دا کتاب چې کله لاتینې ته وژباړل شو نو نوم یې ورباندې (liber entinens) کیښود ،چې څو پیړئ په اروپا کې د طب په برخه کې تر ټولو مهم کتاب شمیرل کیده ، او یو له هغو  نهو کتابونو څخه ؤ چې په (۱۴) میلادی پیړئ کې د اروپا په طبی پوهنتون کې تدریس کیده .همدا شان د نوموړی د (الجدری والحصبه) رساله څلویښت ځلي د (۱۴۹۸-تر ۱۸۶۶) پوري په انګلیسي ژبه چاپ شویده ، او د المنصوري کتاب یې تر (۱۶) میلادي پوري په اروپا کې لاس په لاس ګرځیده ..  دا کتاب د هغه ټول مشهور کارونه په ګوته کوي ،  په همدي کتاب کې  د طبابت علم ته د رازی ښه پاملرنه او توجه  له ورایه ښکاریږي .همدا شان هغه مقالې چې په اروپا کې دده د کتابونو او لیکنو څخه خپريږي  دا ښکاره خبره ده چې جدری  د اوسنې علم د پرمختګ د اسبابو څخه یو مهم سبب ؤ
رازی د رسالو او کتابونو په بڼه  په مختلفو علومو کې ګڼې لیکني پریښودي.
   پاته دې نه وي چې رازی د طبی اخلاقو په برخه کې هم ډیر څه لیکلي ، هغه په دي هکله د (اخلاق الطبیب) تر عنوان لاندې ښکلې مقاله لیکلې . په مقاله کې اطباؤ ته په دي ډول نصیحت کوي : په دي پوه شه چې اطباؤته تر ټولو سخته دنده د واکمنو خدمت دی ، د عیاشو او ښځو درملنه ده ، که طبیب په خپله دنده کې په ازادي او پرته له توپیره  کار وکړ . د خاصو او عامو یې یوشان خدمت کاوه ، نو هغه به د خیر ژوند لری ، او هغه به په نورو واکمن وي ...
ريچارد وولزر (Rıchard Walzer) چې د عربی فلسفې یو ښه مؤرخ دی د رازي په هکله وایی :موږ چې کله د رازی د لیکنو هره کرښه لولو نو فکر کوو چې د یوه لوړ فکره امام په وړاندي یو ، چې ټول خلک یې په اهمیت پوه دي ، پرته له دي چې دا احترام ورته غرور پیدا کړي ، هغه ځان ته هیڅ لوړتیا هم نه ورکوي  نه په فلسفه کې او نه په طب کې ، زما په آند دا خو ممکنه نده چې هغه دې په سقراط ، افلاطون ،  أرسطوطاليس،  أبقراط، أو جالينوس باندې اوچت وي ، خو په دې کې شک نشته چې هغه چې د دوي له فلسفې څومره لاسته راوړنه درلوده ، نو هر سړي ته دا احساس پیدا کیږي چې د نوموړي پوهه تر هغو هم اوچته وه او په دي هم څوک سترګې نشې پتولای چې هغه د طب  په ډګر کې داسې  طبی معلومات وړاندې کړل چې تر ده مخکې چا هم نه ؤ وړاندې کړي ، او دا ټول د هغه د زیار ، او هڅو نتیجه وه چې نوموړي به د خپلو څیړنو ، تجربو ، علمي بحثونو هره پلا به یې چې د یوې ځانګړې ناروغي په هکله څیړنه کوله ، نو به یې لومړی د ټولو هغو معلوماتو څخه ځان ډاډمن کاوه چې په مختلفو علومو کې به لیکل شوی ؤ د پخوانیو او اوسنیو علماؤ لیکنې او څیړنې به یې لوستلې ، بیا به یې خپله رایه او نظر هم پري ورااضافه کړ  ، له رازی وروسته  په څلورمه او پنځمه هجری پیړی کې طب ډیره پراختیا ومونده ، مسلمانان وتوانیدل په موجوده څیزونو ډیر نور شیان د طب په برخه کې ورعلاوه کړي
د نوموړي د فضایلو په برخه کې ابن ندیم ډیر څه لیکلی چې د ټولو یادونه ضروري نده ، خو د تعجب خبره داده چې دا علماء له مرګ وروسته اروپایانو تقدیر کړی او د هغوي مننه یې کړې په داسې حال کې چې موږ تری خبر هم نه یو . هغه د علم مینه وال ، په زکاوت او پوهه مشهور ؤ، ګڼو مستشرقینو یې په نبوغ او لوړ علمیت شاهدی ورکړې او هغوی به د (Rhazes) په نوم پیژانده .
انګلیسي عالم ستایلون د هغه په هکله وایی : (نوموړی تر هغه وخته چې په اروپا کې نوی علم رامنځ ته شو پرته له مثاله او بدیله پاته ؤ )  .
تردې چې د امریکا د بریستون پوهنتون د طب د څانګې یو تعمیر یې د همدي سړي په نوم نومولی ؤ ،همدا ډول دیورانت عالم وایی د پاریس په پوهنتون کې به د طب د پوهنځي په دیوالونو  د ابن سینا  او ابن رشد تر څنګ د رازی تصویر هم په رنګین ډول ځوړند کړیدی  . د برلین د پوهنتون د طب د څانګې مدیر په یوه کانفرانس کې زیاته کړه : ای عربی محصلینو !اوس باید په دي اعتراف وکړم او ستاسو تر غوږونو ورسم چې موږ ستاسو له پلرونو ډیر څه اخیستی ، او ستاسو له پلرونو مو ډیر څه زده کړي ..، او د آلمان د صحت وزیر ( د-شواهرت) په قاهره کې په یو بین المللی کانفرانس کې په زغرده وویل چې لویدیځ دا نه هیروي چې دوی د طب په برخه کې د عربو پوروړي دي ، او د ابن سینا او الرازی کتابونه یوازیني کتابونه ؤ چي د بالرمو د پوهنتون په طبي پوهنځې کې به تدریس کیدل ..
منابع :

http://midan.aljazeera.net/intellect/history/2018/3/10/%D8%A3%D8
https://www.hidoctor.ir/21267_%DA%A9%D8%A7%D8%B4%D9
http://www.setarehnews.ir/fa/doc/news/112345/