۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

ښوونکي ته ډالئ



د ښوونکو ته  څو ډالی لرم ، هیله ده په دنده کې ترې ګټه واخلی   ...

 لومړي ډالئ 

    د ښوونې او روزنې ارزښت ..

۱-ښوونه د انساني ټولنې اړتیا او طبعي غوښتنه ده
الله تعالی انسان ته د عقل ، فکر او تدبر توان او طاقت ورپه برخه کړی ، د همدې توان په  لرلو د نویو څیزنو زده کړې  ته لاس اچوي، ، د هر هغه مخې ته د زده کړې لپاره ګونډې وهې  کوم چې په خپل زیار او یا داچې له انبیاؤ څخه  یې علم تر لاسه کړی وي.
له بل لوري څومره چې انساني ټولنه د پرمختګ، آبادۍ او تمدن په لورې ګامونه اخلي، په همغه اندازه علم او پوهې ته اړتیا لیدل کیږي او تر څو ټولنه د پرمختګ په لورې  خپل حرکت ته دوام ورکړي.
 علم او زده کړه د انساني سوکاله ژوند طبعې لاره ده ،او دا کار د تجربو، مهارتونو، او کسبونو له لارې تر لاسه کیدای شي، او دا کارونه بیا له ښوونې او زده کړې پرته ممکن ندي، نوښوونه او تعلیم د انساني ټولنې په پرمختګ او ترقۍ کې مهمه ونډه لري.
۲-ښوونه او تعلیم خاص کسب او مهم مهارت دی
 کله چې هر کسب او مهارت ښوونکي  ته اړتیا لري ، نو ښوونه په خپله هم یو مهم کسب او مهارت دی . مسلمان فیلسوف ابن خلدون وایې: ( د ښوونې علم په خپله  مهارت او کسب دی )  ، او دا مهارت پیلیږي، بنسټونه ، او ځانګړتیاوي  لري.  هر هغه څوک دا مهارت تر لاسه کولای شي  چې د ښوونې وړتیا پکښې وي   نو ښوونې او تدریس ته هغه څوک غوره کیداې شې چې د ښوونې وړتیا پکښې او په ځان باور ولري ، مسلمان عالم راغب اصفهانی وایې: ( د علم او پوهې تعلیم او ښوونه تر ټولو دندو  ډیره د احترام وړ  دنده  ده) هغه بل ځای فرمایې ( د علم تعلیم  که له یوه لورې لویه دنده  له بل لوري   لوی عبادت او د الله تعالی خلافت  دی) . همدا شان امام غزالي (رح) لیکې : ( د علم او پوهې ښوونه ، د ناولو اخلاقو څخه د خلکو ژغورل، نیکیو ته د خلکو رابلل، له نبوت وروسته تر ټولو نیکمرغه ، د عزت او احترام وړ دندې دي ...) .
د اوسنۍ زمانې علماء هم پاسنې وړاندیزونه تاییدوي او دوی هم وایې  چې ښوونه هغه دنده او مهارت دی چې فني ځانګړتیاوو ته اړتیا لري ، د طب، انجنیري، او نورو مسلکونو سره ورته والی لري .
 نو تدریس یا فعاله زده کړه بنسټیز مهارتونه او قوانین لري چې زده کړه او عملي کول یې ښوونکي ته حتمي خبره ده .
یوه بله ډله علماء بیا وایې چې : ښوونه د جسمونو، عقلونو، روحیاتو او احساساتو د ودې ، پیاوړتیا، هڅونې او وړاندې بیولو دنده ده  چې ښوونکې باید ، له دندې اخیستلو وړاندې هغه مهارتونه ترګوتو کړي کوم چې  ددې دندې لپاره حتمې دي.
د ښوونې په عملیه کې فطرې توان او وړتیا مهم رول لري ، داسې ښوونکي شته چې د خپلو فطري استعدادونو او علمي پانګو په واسطه د ښوونې په عملیه کې خپله لاره پرته له کړاوونو وهلی شي ، د هغه ابتکاري توان ، ښکلی تعبیر، د ژبې خوږوالی ، نیکه انسانې رویه ، د زده کوونکو د فکري توان د بدلولو وړتیا، ... دا هغه صفات دي چې په فطري ډول په ځینو ښوونکو کې موندل کیږي ، خو دا ډول د فطري توان لرونکي کسان د ګوتو په شمار دي ، څه چې د ښوونکې لپاره لازم دي هغه ددې علم زده کړه او مهارت تر لاسه کول دي .

۳- تعلیم او ښوونه خپل ځانګړی مفهوم لري
د ښوونکې دنده زده کوونکو ته یواځې د پوهې او معلوماتو انتقال ندی، بلکه د ښوونې په واسطه د زده کوونکو د فکرونو روښانه کول، د نفسونو پا کول، ددوی سره د شخصیتونو او بیلګو په جوړولو کې مرسته کول، ددوی د نفسی او روحې عادتونو تنظیمول، هغوی نیغې او سمې لارې ته برابرول، ددوی مهارتونه او استعدادونه پیاوړي کول، ...دا ټول هغه څه دي چې د ښوونکې د دندې سره مل او په دنده کې نغښتې . له همدې ځایه ده چې ښوونه زیاتو معلوماتو ، پوهې، لوړ توان، د ښوونې لاری چارې زده کول،  او د ماشوم د روحیاتو د علم زده کړې ته اړتیا لري ، په دې هم باید پوه شو چې زده کوونکې د خپل استاذ د نظریاتو، اخلاقو، خبرو او کړنو  تقلید کوي، د هغه په شان ځان جوړوي، د هغه  څخه  یواځې په ټولګې کې زده کړه نه کوي بلکه د هغه د خبرو، تللو ، جامو اغوستلو، د خبرو کولو له اسلوب ، لوبو، غصې او خفګان ... خلاصه له هر عمل څخه متآثره کیږي ، نو ښوونکی جوړول، روزل، د یوه ملک او ټولنې اساسې مسله او مهمه دنده ده  ، دا یواځې تر ښوونکې پورې مربوطه مسله نده ،بلکه دا د ټولنې د تغیر او بدلون قضیه ده ، د ښوونکي تر راتلونکي پورې د ټولنې راتلونکې تړلی  ده، د هغه روزنه باید په داسې توګه وشي چې ددې عمليې ټول قواعد او اصول پکښې پلې شي ، ښوونکې باید داسې وروزل شي چۍ د ټولنی دا دروند پیټی په پوره وړتیا او زړورتیا سره پورته کړای شي .
۴-په اسلامې ټولنه کې تعلیم اوښوونه فرض کفایې عمل دی
 امام نووي په دې هکله فرمایې: ښوونه او تعلیم زده کوونکو ته په خپل ځای کې فرض کفایې عمل دی ، او دا توپیر هم نه لري چې ښوونکې زده کوونکو ته د فرض عین علم ښوونه کوي او که د قرض کفایې ، فرض کفایې هغه عمل دی چې الله تعالی پرې ټول بندګان مکلف کړې وي ، خو که چیرې  د یوې ډلې ځینې کسا ن هغه عمل په داسې توګه تر سره کړي چې د ټولنې د ضرورت او خلکو د غوښتلو د پوره کولو لپاره کفایت وکړي ، نو د نورو مسلمانانو له اوږو هغه مسئولیت رفع کیږي او دوی د ګناه لامل نه ګرځې ، که همدا کار ټول مسلمانان ادا کړي بیا ټول په ثواب کې شریک دي ، او که هیڅ څوک یې ادا نکړي بیا ټول ګنهګار ګڼل کیږي.
له امام جوینې  څخه یو روایت شوی چې فر مایې: کفایې فرض له عین فرضو غوره دي ، ځکه د کفایې فرضو عمل کوونکی د ټولنې او خلکو په نمایندګی الهې فرمان او مسئولیت په غاړه اخلي ، ځان په زحمت او تکلیف کې اچوي، تر څو نور مسلمانان له الهي عذاب څخه وژغوري، لاکن د فرض عینو فاعل دا کار نشي کولای .
۵- ښوونه او تعلیم په اسلام کې عبادت او با عزته دنده ده
 ۱-د علم او پوهې تعلیم الله تعالی ته د نیژدې کیدو مهمه وسیله ده :،له  رسول الله (ص) په دې هکله ګڼ احادیث روایت شوي، لکه :
ترمذی په کتاب العلم او طبرانې په صحیح سند سره له ابې امامه څخه روایت کوی چې رسول الله (ص) فرمایې : ( ان الله وملائکته ، حتی النملة فی حجرهاو حتی الحوت فې البحر لیصلون علی معلم الناس الخیر ) یعنې په تحقیق سره الله تعالی اود هغه ملایکې  ، تر دې چې میږیان په ځاله کې او ماهی په بحر کې خلکو ته د ښیګڼې په ښوونکې درود وایې
۲: د علم ښوونه د رسول الله (ص) پیروي ده :
مسلم شریف له عبدالله بن عمرو بن العاص (رض) څخه روایت کړیې رسول الله (ص) په یوه حدیث کې فرمایلي: ( بالتعلیم ارسلتُ ) یعنې دښوونې لپاره را استول شوی یم .
 په یوه بل حدیث کې  چې ابن عمر (رض)  یې روایت کړی فرمایې: ( .....و انما بعثتُ معلماً ) په تحقیق زه معلم را استول شوی یم   . دا روایت دارمې کړیدی .
د همدې حدیث په رڼا کې بو هریره او ابو ذر (رض) فرمایې: که موږ د علم یو باب چاته وښیو، موږ ته تر سل رکعتی نفلی لمانځه غوره دی . همدا شان حسن البصري (رح)  فرمایې : که زه د علم یو باب  زده کړم بیا یې یو مسلمان ته وښیم ماته تر ټولې دنیا هم غوره دی )
سفیان ثورې (رح) فرمایې : په عباداتو کې له تعلیم اوښوونې غوره  عبادت نه وینم .
 نو د  علم ښوونه که هغه  فرض عین علم دی او که فرض کفایې الله تعالی ته د نیژدې کیدو وسیله او د الله تعالی عبادت دی ، د رسول الله په لاره روانیدل او د الله تعالی خلافت دی ، نو همدا عزت او شرف به د با ایمانه ښوونکی په برخه وي ..
   

  نور بیا ...