۱۳۹۸ فروردین ۴, یکشنبه

د نړی د ژوندیو سیاسي افکارو د څيړنې لړې دوهمه برخه کپیتلزم ( سرمایه داري )


لویدیځوال کپیتلزم ( سرمایه داري  )نظام 
     لیکنه : محمدشفیق  صادق


دي نظام ته  په  انگلیسی  ژبه  کې   Capitalism)) او په عربی کې (رأسمالية) (  النظام الغربیة )وایی ، د نړیوالو نظامونو له ډلې چې په فکری ، سیاسي او اقتصادي برخه کې د نړی په ګڼو هيوادونو واک لری   یو هم سرمایه داري نظام دی، دي نظام ته ځینې خلک غربی نظام  او ځينې ورته امپریالیزم په خپله خاصه معنی هم وایی ، دا نظام  په اصل کي یو اقتصادي نظام دی چې سیاسي ، ټولنيزه او عقیدوي  فلسفه لری ، چې اساسي موخه او هدف یی د ليبرالي ( بی واکه ) آزادی په خپل  پراخ خاص مفهوم سره  د فردي خصوصي ملکيت وده ، پیاوړتیا او ساتنه او د دولتی کنترول څخه د فرد ازادی ده
ددی نظام تصورلومړی د (۱۴ـ۱۶ ) میلادي  پیړیو ترمنځ د فیوډالیزم په شکل په اروپا  کي رامنځ ته شو، چې دسرمایه داری نظام لپاره یې په تدریجې ډول په شپاړسمه میلادي پیړي کې لاره پرانیسته  او په اتلسمه ميلادي پیړی کې عملا  په برطانیه کي  د صنعتی انقلاب سره یو ځای پلی شو چې وروسته شمال لویديځې اروپا او شمالی امریکا ته هم ورسید ، ورسره په اروپا کي د قوم پالنی او سیکولرزم د شعارونو په پورته کولو سره د اتلسمي پیړی په پای کې  د فرانسی له انقلاب وروسته د دین او مذهب له اغیزو هم راووت او یوازې د داسې  انساني وږې نفس په ولکه کې ایسار شو چې د مړښت او بس والی وروستی حد پکښې نه تر سترګو کیږې.
سره ددې چې کپیتلزم په نظریاتی لحاظ تر ډیره په اقتصادي برخه تمرکز لری ، خو زموږ موخه ددي لویديځوال نظام مجموعې توضیح  ده  چې په اساس یې نن ورځ په لویدیځ او نوره نړی کې حکومتونه را منځ ته کيږي او د انسانی ټولني لپاره د ژوند کولو طرز او لاره  ترسیم کوي .
دا نظام په   سیاست ، ټولنیز ژوند ،دین او مذهب ، اقتصاد  کې خپل اصول لری چې په لنډو کي به پری رڼا واچوم .
ا- سیاست :
په دی نظام کې سیاسي چاري او سیاست د ديموکراسي په اساس تنظیم کيږي  ، دلته  د کمونزم په خلاف  ګوندونو ، ټولنو ، او د خلکو رایو او نظریاتو ته په اهمیت سره کتل  کيږي . ګوندونه او ټولني د فعالیت  ازادي لری ، او هر څوک کولای شي  برخه پکښې واخلي ،  پرته له دي چې د چا اهلیت ته وکتل شي ، په محدودو شرائطو سره ، هر څوک کولای شي ځان کانديد او یا بل چاته رایه ورکړي ، د هیواد مشر د خلکو د رایو په اساس ټاکل کيږي  ، په دی برخه کې دوه ډوله هيوادونه شتون لری ،یو هغه هيوادونه دي چې د دیموکراسی منابع کیږي  چې زیاتره د لویدیځې اروپا هیوادونه په دې  ډله کې راځې ،او په نړی  کې لومړی غږ لری ، دوهم  هغه هیوادونه دي  چې د همدي لومړی ډلي هیوادونو په مرسته او تر چتر لاندې د ديموکراسی ډنډوره غږوي ، هغه هيوادونه چې په لومړی لیکه کې دي ، هلته دیموکراسی د یوه پاخه دود او دستور په شان یو  منل شوی اصل دی چې حکومتونه پری رامنځ ته کیږي ، د دوو یا څو ګوندونو ترمنځ د واک ته رسیدو په سر سیالی کيږي او خلک د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکوي ، هلته دې تګ لارې ته خلک درناوی لری .
 خو ددې سره سره دا نظام خپلې نیمګړتیاوي هم لری ، په دی هیوادونو کې واکمني ټلوالی او ډلې د میډیا ، سرمایه دارانو، لویو شرکتونو په مالی او تبلیغاتی مرسته ،د خپلو خوښو کانیدانو په واک ته رسولو کې د ملت په غولونه او مخالفینو په کم ښودلو کې هڅي کوي ، خاص خلک چې د دوی ارزښتونه اومنافع خوندی ساتي  واک ته ورسوي ، خلکو ته  بی ځایه او د درواغو  وعدي ورکوی ، او خلکو ته غوړين او پاسته شعارونه ورکوی  ، په ځينو هیوادونو کې خو یوازي سرمایه داران کولای شي ځانونه او یا د خپلی خوښې کاندید واک ته ورسوی ، خواران ،بی پیسو خلک او کاریګره طبقه په خوب کې هم د پاچاهی او واک تصور نشي کولای . هغه  مشران ، پوهان او  سیاسي خلک  چې پیسې نه لری ،یا د واکمنو سره په لاره نه ځې ، د لویو سرمایه دارانو سره لاره نه وړی هیڅکله هم واک ته نشی رسیدلای .
له همدې امله د کمونزم مفکوره ددې تصور په مقابل کې د غبرګون په بڼه رامنځ ته شوه تر څو وکولای شي د سرمایه دارانو په وړاندي د کاریګرو یو حکومت رامنځ ته کړي .
خو هغه هیوادونه چې ددی سردارانو په ملاتړ کې او ترسیوري لاندی د دیموکراسي ناری وهې  هغوی بیا په هيڅ صورت د خپل مشر هیواد له خوښې پرته کوم کار نه کوي ، مشر هیواد ، همدی هیواد ته رهبران روزی، واک ، پیسې ، میدیا او زور په لاس ورکوی ، د د یموکراسی تر چتر لاندي خامخا خپل روزلی  مشران او رهبران واک ته رسوی ، کله خو د اولس د غولو لپاره همدا څو روزل شوی مشران په سیالی کې ودروي او هر یوه ته د مبارزی او مقابلی لپاره لازم لګښتونه  په لاس ورکړی ، او هغه  خلک چې د ملت له منځه پورته شي ، د اولس مصلحت ورته مهم وي  د ازادی احساس ولری ، د میدياګانو له لاری په مختلفو تورونو تورن کوی ، کم اهميته یی معرفی کوی ، په زور او زر یې تهدیدوي ، او د خپلو چارچیانو په لاس يې منزوي کوي .
خو که دا کار هم نتیجه ورنه کړی او ملت بیا هم خپل مخلص مشر ته رایه ورکړی ، نو بیا یي د هغو فوځونو به زور چې دوی روزلی دي ، د کودتا له لاری له منځه وړی او یا ، همدا فوځې افسران او جنرالان د استبداد په ډول پري واک ته رسوي ، چې په دي اړوند ، د ترکیی ،مصر ، الجزایر انتخابات او کودتاګانې  د افریقا ، لاتیني امریکا او عربی نړی هیوادونه یې ښې بیلګې دی

۲-ټولنیز ژوند :
په دي نظام کې د فرد آزادي یو مهم اصل دی ،  د فردی ازادي په اساس ، چې څه ډول غواړي هسی ژوند کولای شي ، هلته د شرم ، عار ، بی ننګې ،خواخوږي په نوم څوک څه نه پيژنې ، دی حالت په لویدیځو ټولنو کې  د کورنی  ویجاړيدو ته لاره هواره کړي ، کورنی ژوند په فردي ، او یا انډیوالي ژوند بدل شوي، پلار چې په اسلامي ټولنه کې د کورنی صدراعظم شمیرل کيږي ،خپل اهميت له لاسه ورکړي ، واک یې محدود او تر لاس لاندی غړي یې  خپل سری وی. په خپله ښځه ،  خپل بالغ زوی او لور واک  نه لری ، او هر یو ددي غړو څنګه چې غواړي هسی ژوند کولای شي ، په ځلمی توب کې  له ازدواج پرته د نارینه او ښځې ، او د همجنسو تر منځ ازادې  جنسی او نورې اړیکې یو قانونی اصل دی چې څوک پرې د اعتراض حق نه لری ، دي حالت ،  ځوانان او ټولنه  دې ته هڅولي چې د ازدواج په ځای چې دواړو نارینه او ښځې ته مکلفیتونه ټاکي ، په  ملګرتیا بسنه وکړي  ، هر وخت چې وغواړي دا ملګری پای ته ورسوي ،او بیا د نوي ملګري په لټه کي شي ،  په نتیجه کې،د زوجيت اړیکې کمزوري حالت ته رسیدلې  ،د نوی نسل مخنیوي رامنځ ته شوی . انسانی نفس دومره سرکشه شوی چې  د همجنس بازی تر پولي ، او د انسان او حیوان تر منځ د جنسی اړیکو او ازدواج تر سرحد پوري هم رسیدلی دی.
د کورنی د خرابیدو له امله د خپلوي ، دوستي او قرابت اړیکې چی اسلام ډیر ټينګار پری کوی ،له منځه تللی ، د والدینو سره مینه او د هغوی پالل ،د خپلوانو او دوستانو سره اړیکې له منځه تللی او هر څوک د فردي ګټې او خپل نفس د اشباع په تصور کي ورک وي .
ټولنيزی خواخوږي ګاني ، د بی کسه ، فقیر ، يتیم ، بی وزله او همسایه لاس نيوي ، صدقه خیرات ، سرسایه ،هدیه او بخشش ، چې اسلام پری ټینګار کوي ، د ټولني له منځه کډه کړې ، او دا کار د مال ضایع او بی هوده کار ګڼل شوی، له همدي امله دا کار فردی مسؤلیت نه ، بلکه د حکومتونو  تر وسې دنده ګرځیدلی ، او په ځينو هیوادونو  کې  د اتباعو د پالني تر کچې پاته شي .
۳- دين او مذهب
 په کپیتل  غربی یا دیموکراسی نظامونو کې  سره ددې چې دین د انسان د فردي حق په اساس په رسمیت پیژندل کیږي او د فرد تر شخصي کړنې پورې منل کيږي .په حکومتي چارو کې  په سیکولرزم باور لری  ، په دي معني چې دین اوسیاست  بیلتون سره لری ،.، دين به فردي تصور او کړنه وي چې په سیاسي او دولتی چارو کې به ورڅخه کار نه اخیستل کیږي .اروپا چې د فرانسي د انقلاب څخه وړاندي د پیوډالیزم او کلیسا د یوې ګډې ټلوالې له مخې اداره کيده  ،د همدي انقلاب وروسته یې په سیاسی چارو کې له دین سره پریکون اعلان کړ .
 په دي هیوادونو کې د عبادت مخه نه نیول کیږي خو په سیاست ، حکومت ، قضا ، او نورو چارو کې ورته د قانون په سترګه نه کتل کیږي ..
دا چې په لویدیځو هيوادونو کې د همدې اصل په اساس چي  دين به   په حکومتي چارو کې ونډه نه لری ، خو په عمل کې همدا هيوادونه  د مسیحیت سره خواخوږي لری ،مسیحې مبلیغینو ته  په غیر مسیحې هيوادونو او تر اشغال لاندې سیمو کې د فعالیت زمینه برابروي  او کله هم د مسیحيت تر چتر لاندې په ګڼو هیوادونو کې د خدمت او کار په پلمه مسیحيت هم خپروي  ، مسیحې مؤسسو ته مالی مرستي برابروي  ،چې د افریقا، شمالی اوجنوبی امریکا . او نورو تر اشغال لاندې هیوادونو مسیحې کول یې ښه بیلګه ده ، او د اسلام په وړاندې  چې  هلته یو نوی ، ځوان او د پراختیا په حال کې  دین  دی په مختلفو لارو مخنیوي کيږي  او په خلاف یې  د خلکو کرکه را پاروي.
۴-اقتصاد :
اقتصاد ددې نظام  اصل  او بنسټ جوړوي ، او اقتصاد دی چې د یوې فلسفي او تصور په اساس یی دا نظام رامنځ ته کړی ، دلته هر فعالیت د اقتصاد په تله تلل کيږي ،سیاست ، ټولنه ، بازار ،تولید ،رسنی ،اړیکې   هرڅه د اقتصاد په محور راڅرخې .
فردي  خصوصي ملکیتونو ته وده ورکول کيږي او عامه ملکيتونه را کميږي او له منځه ځې .
د حکومت دنده په  کښې  یوازی د رقابتونو رامنځ ته کول ، بازارونه لټول ، او مالیات تر لاسه کول دي.په دې نظام کې د تولید وسائل ، توزیع او تبادله په کلي ډول د افرادو په خصوصي ملکیت کي شامل وي ، او دولت پکښې کومه مداخله نه لری .
ددوی په آند ،په يوه سرمایه داري نظام کې هر سرمايه دار باید له خپلو ټولو امکانانو کار واخلی تر څو ګټه تر لاسه کړي . پرته له دي به خامخا له  زوال او تاوان سره مخ وي  نو له همدي امله ګټه ددې نظام  روح تشکيلوي  او د تاوان د مخنوي په موخه هر هغه کار ته لاس اوږدوي چې په توان کي یی وي  .
ویل کيږي چې برطانوی اقتصاد پوه جون کيناس ددي اقتصادي  مفکوری ایجادوونکی دی ، خو آدم سميټ (1723-1790)  په (۱۷۷۶) کال د ( د طبعیت څیړنه او د ملتونو د ثروت اسباب) تر نوم لاندی  کتاب ولیکه  چې ددي نظام اصول یې وټاکل ، ورپسې (دوید ريكاردو (1772-1823) په کپیتلزم کې د عایدتو د توزیع په نوم قونین شرحه کړل  ،دافيد هيوم (1711-1776 م) هم د ګټې نظریه رامنځ ته کړه  ، روبرت مالتوس (1766-1803) انګلیسی اقتصاد پوه بیا د نفوسو د ډیروالی په اساس د خوراکی موادو د کمښت نظریه خپره کړه  ، أدمون برك ، اللورد كينز (1883-1946)  او داسې نورو پوهانو ددې نظام د پرمختګ او رامنځ ته کولو په لاره کې ګڼې لیکني او نظر یې وړاندې کړیدي .

 

د کپیتلزم اقتصادي اصول :
کپیتلزم د اقتصاد په برخه کې  لاندې اصول او قوانين لری:
۱- اقتصادي لیبرالیزم  :ددې  نظام تر ټولو مهم  فکری او فلسفی اصل اقتصادي ليبرالیزم دی .  ددي معنی د فردي آزادی په اهمیت عقیده درلودل دی چې د فرد په  اصالت او د فرد په ازادي باندی تمرکز لری ، په دي نظام کي افراد کاملا ازادي لری چې څه ډول او په کومو لارو کولای شي له موجوده منابعو ګټه واخلی ، ځکه هر څوک په خپله تر بل چا ښه سنجولای شي چې  ګټه او منفعت یې په څه کې دی . او نورو ته تاوان رسول  ورته اهميت نه لری ، له همدي امله هلته سود ، قمار ، دوکه ، انحصار ،احتکار کوم جرم نه ، بلکه د ګټې لاري پيژندل کيږي

۲ :رقابت   : دا اصل دوهم مهم دی چې دی نظام ته رقابتي نظام هم ویل شوي ،دا چې ددې اصل نیژدې والی له لیبرالیزم سره ډیر زیات دی ، نو کولای شو ووایو چې دا دواړه اصول د سرمایه داري نظام اصلي پایی تشکيلوي ، یو کامل رقابتی بازار هغه بازار دی چې هر تولید کوونکي څه ډول چې غواړي په خپله خوښه خپل تولیدات وپلوری .او د نورو تولید کوونکو سره په نرخ ، کيفيت او اندازه کي سیالي او رقابت وکوي
۳-ازاد بازار او اقتصادی تعادل:

ددي اصل په اساس یوازی بازار د تعادل  د ایجاد برقرارکوونکی او د تقاضا او عرضی تنظیم کوونکی دی ، اوپه اقتصادي فعالیتونو کې د دولت او حکومت هر دول مداخله د دې طبعي نظم او خپل سری تعادل سره مخالف کار دی ،ددي معنی داده : که چیری د بازار تقاضا ( اړتیا) شیانو ته  له تولید څخه زیاته شوه ،نو د شیانو بیي په خپله لوړیږي .، خو که بازار ته د شیانو راتګ د خلکو او بازار له اړتیا ډیره شوه  ، نو د شیانو بیي په خپله رالویږي . له همدي امله د تولیداتو او شیانو زیاتوالی او کموالی د بازار په نرخ باندي اغیزه اچوي .او دا تعامل باید طبعي او د دولت له مداخلی پرته صورت ومومي .
تجاران ،سرمایه داران او د کارخانو مالکان چې څه ډول یې زړه وغواړی هسي خپل توکې پلوري ، کله کله لوی تجاران د کوچنیو سوداګرو د تاواني کولو په موخه ،او دا چې بازار یې په لاس کې پاته شي په لوی لاس د توکو بیې را کښته کوی ،او بیا یې بیرته د مالونو په  احتکار سره  لوړوی ... خو حکومتونه د عام اولس د خیر غوښتلو په ځای د همدی سرمایه لرونکو په خدمت کي منډې رامنډې وهي ځکه  د بیا کاندیدي په صورت کي ورته اړتیا لری
 په نتیجه کې د هیواد  واک او اختیار د څو سرمایه دارانو په لاس کې ولويږي . عام خلک د یوي ګولې ډوډي موندلو په موخه د سرمایه دارانو هر خدمت ته لاس په نامه ولاړ وي  او هیواد په یوه لوی طبقاتي نظام بدل شي . مال او ثروت ددې په ځای چې په مساوي او یا ټولیزه توګه د خلکو تر منځ وویشل شي چې همدا د اسلام لاره ده ، د څو محدودو سرمایه دارانو په لاس کې پاته کيږي.
تیرې تجربی:
  له هغې نیټې چې دا تصور په اروپا کې رامنځ ته شوی ، د اروپایی هیوادونو ترمنځ  د مال او ثروت د پیدا کولو ، د مالی سرچينو د موندلو په سر لویه سیالی پیل شوه ، د اروپایی هیوادونو ترمنځ  د اتلسمي  نولسمي او شلمی میلادی پیړيو لویی جګړي او ميلیونونو انسانانو وژل کيدل او د ښارونو له منځه تلل د همدې سیالي زیږنده وه  . مال او ثروت ، په  بازارونه کنترول ، خام مواد موندل د برتری او قوت لویه نښه وه  ،همدا سرمایه داري نظام ؤ چې اورپایان یې د خامو موادو د موندلو ، د اقتصادي برتري ، او د کارګري قوی د موندلو په موخه د نوری نړی ښکيل کولو او استعمار ته وهڅول .د همدی تصور په بنسټ ، د نړی ګڼې پراخه سیمي د اروپایی سیالیو په اور کې لولپه ، ثروتونه او خام مواد یې تري غلا کړل  ،د بازارموندولو او توکو د خرڅلاو په موخه  یی  تر استعمار لاندې هیوادونه سلګونه کلونه له پرمختګ څخه راوګرخول. د همدي موخې په لټه کې د هند لویه وچه ،امریکا ، افریقا ، استرالیا ، نوی زیلاند ... او ګڼ نور اسیايی هیوادونه ښکيل کړل ، د هغو هیوادونو په سرمایو او خامو موادو یې لسګونه او سلګونه کاله خپلی مانې وداني او هغوی یې د غلامانو او کاریګرو په توګه وکارول.
د مال او ثروت په لته کې یې د افریقا ميلونونه انسان د غلامانو په توګه په امریکا یانو وپلورل او افریقا یې د پیړیو له پاره د پرمختګ له کاروان څخه وروسته پاته کړه .
زموږ هیواد چې د هند له بحر او شمالی هند را نیولی تر خراسان او نیشابور پوري یوه لویه امپراتوري وه ،د همدی استعماری او کپیتلیستی سیاستونو په نتیجه کې د یو نیم سل کلونو لپاره د انګلستان او روسیی ترمنځ د رقابت ډګروه ، او موږ یې  لسګونه کاله په خپل هیواد کې وګړولو ، لویه امپراتوری یې راته دړې وړي ، او دوه سوه کاله د تمدن له کاروان ‎څخه وروسته پاته کړو.
بل لوري ته چې کله زموږ هیواد ته د کبیتلزم په اساس نوی دیموکراسی را رسیدلی ،د خلکو تر منځ د ثروت او سرمایی په بنسټ لوی واټنونه رامنخ ته شوي ، ځینې خلک د تورو پیسو په تر لاسه کولو ، د ثروت لوړ پوړ ته ورسیدل چې په مټ یې اوس د سیاست واګې هم د همدوی واک ته لویږي ، بل لوری د هیواد  نوی به سلو کې اوسیدونکی د سخت فقر ، بی وزلی او بی کاری سره لاس ګریوان دی ،  چي د ژوندی پاته کیدو په تمه هر ډول مشقت او سختي په ځان مني .
مأخذونه :
https://mawdoo3.com  الرأسمالية
https://ar.wikipedia.org/wiki/  الرأسمالية
رحمان‌زاده، مهدی، سایت پژوهه، http://www.pajoohe.com/fa/index. php?Page=definition&UID=۳۴۳۱۱#_ ftn۱
جاسبی، عبدالله، ارزیابی و نقد نظام‌های اقتصادی، تهران، انتشارات دانشگاه آزاد اسلامی، ۱۳۷۶، چاپ اول، ص۵۹.
مدنی، امیرباقر، نظام‌های اقتصادی، تهران، ۱۳۵۲، چاپ‌خانه کیهان، ص۴۰-۴۴
ملخص بحث  مقارنة بين النظام السياسي الإسلامي والنظام الغربي https://www.alukah.net/publications_competitions/0/54888/
https://midan.aljazeera.net/intellect/sociology/2018/6/28   لماذا-تكره-الرأسمالية-الأسرة-وتسعى-لتفتيتها