ویرجین منځنی
ختیځ او د کردانو ناسور شوی ټپ
څلورمه برخه
د عربو او انګریزانو تړونونه او پایلي
( حسین شریف د شاه شجاع په بڼه)
د لومړی نړیوالې جګړي په جریان کي څو قرار دادونه او تړونونه لاسلیک شوی چې ډیري یې په پټه سره ؤ خو وورسته افشاء شوي:
لومړی : د انګریزانو او د مکي او حجاز د واکمن (حسین شریف)
د کورنی ترمنځ چې دا وخت یې د خلافت تر نظر لاندي
په حجاز واک درلود په (۱۹۱۵) کال
تړون وشو چې انګریزان به د عربانو سره مرسته کوي او د عربو ټوله خاوره به دوی ته
سپاري او حسین شریف به د مسلمانانو د خلافت واګي په لاس کي اخلی په دي شرط چې دوی د ترکانو په خلاف پاڅون وکړي ،
عربانو د حسین شریف په مشری د جګړی په مهال چې
عثمانی ترکیه د ډیرو قوی او پیاوړو دښمنانو سره په جګړه اخته وه له عثمانی
ترکیی د جلاوالی موضوع راپورته کړه او عملا یې په عربی سیمو کي د برطانوی
جنرال لارنس ( آلنبی) یهودي چې وروسته په لانس عربی مشهور
شو په مشری د خلافت په خلاف جګړه پیل کړه ، لارنس انګلیسي فوځونه په عربی جامو کي په سوریه او فلسطین کي د جګړي
ډګر ته واستول ،او د (حسین شریف ) بیرغ یې د دمشق د پاسه ورپاوه ، بل اړخ ته یې د
( د ملتونو د ټولني بیرغ په( بیت المقدس ورپاوه ) د عربانو ډیر فوځونه چې د عثمانی خلافت په لښکر
کی منظم ؤ د قومی لمسون په نتیجه کې د بلواګرو عربی مشرانو سره یو ځای شول او په
ترکی عسکرو یې برید وګړ ، ترکیه چې په شمال کي د اروپایانو سره په جګړه بوخته وه
ونه توانیده له جنوبی برخو دفاع وکړی ،نو عربانو جنوبی برخی تری بیلې کړي ،
استعماری هیوادونو د(عراق ، سوریی ، لبنان
، فلسیطن ،او سعودی عربستان ) د هیوادونو پولې وټاکلی او ټول هیوادونه د بریطانیا
او فرانسی تر منځ وویشل شول . ددی لپاره چې عربان داسی احساس نه کړی چې دوی تر
استعمار لاندی دی نو د حسین شریف یو زوی ( لومړی فیصل) یې د عراق واکمن او (لومړی
عبدالله ) یې د سوریی واکمن اعلان کړل ، تر یوه وخته یې د حجاز واکنی د نوموړی
دریم زوی ( شریف علی ) ته ورکړه .
انکریزانو کوم
قرارداد چې د افغانستان د اشغال لپاره له شاه شجاع سره کړی ؤ کټ مټ همغه قرارد اد
یې په عربو کي له (حسین شریف ) سره وکړ او همغه کردار چې د شاه شجاع سره وشو
همغه د حسین شریف سره هم وشو
د اشغال په لومړیو
کې له استعمار سره عربی ورځپانو حسین شریف د یوه قهرمان ، د عربو ناجي د عربو د
لوی هیواد د ازادونکي په نوم ستایه او هغه هم په همدی تصور ؤ
په دی لړ کې یې د
په فلسطین کي د یهودانو د اوسیدنی او هلته د مهاجرت کولو او دوی ته د یوی سیمی د
ورکولو تعهد هم ورڅخه واخیست . لیکني ښیی
چې (
د وایرمن او فیصل ترمنځ په (۱۹۱۹) کال عملا په فلسطین کې د
یهودیانو د میشت کولو قرار داد لاسلیک شو .
خو کله چې
بریطانوی مشران نور ډاډه شول چې ددوی واک
ټینګ شوی او سوریه، عراق باید تر مستقیم استعمار لاندی راولی ،نو یې د حسین شریف
او د هغه د زامنو په خلاف دسیسي پیل کړي ، هغوی یې په عربو کي په خیانت کوونکو ، ځمکه خرڅونکو
سره متهم کړل او ټول قراردادونه چي انګریزانو ورڅخه اخیستي ؤ یو یو یې په خلکو کي
افشاء کړ ، نو په دی سره د شریف کورنی بدنامه ، د حسین کورنی له عراق او سوریی
وشړل شوه ، د حجاز سیمه ( ال سعود) ته ورکړل شوه او د حسین کورنی ته یوازی تراستعمار لاندی د اردن د هیواد پاچاهی ورکول
شوه او په دی یې اکتفا وکړه چې لا تر اوسه پری واکمنه ده .
د خلافت له سقوط مخکي
د یهودانو او انګریزانو ترمنځ د (بلفور)
تړون
سره ددي چې د
یهودانو او انګریزانو ترمنځ د یوه یهودی دولت د جوړولو په سر له پخوا خبری روانی
او عملا لاس په کار ؤ خو دا چې دی خبرو رسمی بڼه نیولی وای نو په (۱۹۱۷) کال کي د نړیوال
صهیونیزم د سازمان مشر (حییم وایزمن) او انګلیسی مشرانو ترمنځ یو تړون امضا شو ، نوموړی وتوانید د انګلستان
مشران( ویستون چرچل) او (اتورجیمز بلفور) په دی قانع کړي چې دوی کولای شی په خپلو پراخو مرستو سره او په جګړه کي د امریکا په ګډولو متحدین مات کړي په دی شرط چې دوی به په فلسطین کي ددوی لپاره د یوه یهودی دولت په جوړولو مخکی له مخکي موافقه کوی چې بلاخره د خلافت له سقوط څخه یو کال مخکي دا موافقه
نهایی شوه او د امریکا د جمهور ريس (ویلسن) او د انګلستان د خارجه وزیر ( بلفور)
تر منځ پری لاسلیک وشو .
د عثمانی ترکیی له ماتی وروسته د سایکس پیکو تړون عملا تطبیق شو ،
د فلسطین خاوره د انګریزانو په برخه ورسیده او فلسطین عملا اشغال شو ، له اشغال
وروسته د یهودیانو مهاجریت را پيل شو ، زرګونه یهودییان د نړی له ګوټ ګوټ څخه د
انګریزانو ، امریکایانو ، او نورو استعماری قدرتونو په لمسون او مرسته د انګریزانو تر واک لاندې فلسطین کي ځای په ځای کیدل د فلسطینیانو ځمکي په یهودیانو ویشل کیدی او خلک یې له هیواده شړل کيدل ، فلسطینیانو نور نه
خلافت درلود چي ننګه یې وکړي نه عربی مشران ، دوی خپله په یوه سخته مبازره لاس
پوري کړ ،خو دا چې عربان سره ویشلی او خپله کمزوری و ونه توانیدل د انګریزانو او
یهودانو ګډ پلان مخه ونیسي . دا لړی تر (۱۹۴۸)
کال پوری روانه وه بلاخره د همدي (۱۹۴۸)
کال د سپتامبر په (۲۴) نیټه د فلسطین د خاوری په لویدیځه برخه کې د اسراېیل په نوم
هیواد تأسیس او اعلان شو او انګریزانو د خاوری واک یهودانو ته ورکړ ،خو دا خاوره د
اوسنی اسرائیل څلورمه برخه وه چې وروسته اسرائیلو په جګړو کي له عربانو ټول فلسطین
ونیو . ، له اعلان ( ۸) دقیقی وروسته پخوانی اتحاد شوروي ( روسیی) په رسمیت
وپيژانده او (۱۱) دقیقی وروسته د امریکا متحده ایالاتو دا د سرطان دانه په رسمیت
وپیژندله . هغه ( ۵۰) کلن پلان چې یهودانو
یې د عملی کولو په موخه په (۱۸۹۸) کال
پروژه پیل کړي وه ، ددوی د پلان په اساس پوره (۵۰) کاله وروسته عملی شو .
د فلسطین له اشغال ورسته د خلکو شړل
د سعودی عربستان
رامنځ ته کیدل
د سعودی عربستان د
حکومت او واک لپاره د آل سعود کورنی له (۱۷۵۰) میلادی څخه هلی ځأي پیل کړي وي ،
ددي کورنی له مشرانو څخه (محمد بن سعود ) د ( محمد بن عبدالوهاب) د سعودی روحانی د
زوی سره د یوه تفاهم په نتیجه کې په
ختیځ نجد کې په ( درعیه ) کي د حکومت بنست
کیښود له نوموړي وروسته نورو مشرانو یې هم ددي حکومت په پیاوړي کولو کې ونډه
واخیسته او د نجد او حجاز سیمه یې ونیوه ، خو د سخت دریځه سلفی ( وهابی) تصوراتو له
امله یې د خلکو شکایتونه د خلافت مرکز ( استانبول ) ته ورسول په دې لړ کي دی خلکو په کربلا کي د حسین او عباس زیارتونه هم وران
کړل ، همدا شان د انګریزانو سره ددی
حکومت اړیکې او هغوی ته د حجاز لاره
خلاصول بله ستونزه وه چې خلافت یې اړ کړ
تر څو ددی شکایتونو په ځواب کي د مصر والی (محمد علی پاشا) ته لارښوونه وکړه چې د
یوه لښکر سره د آل سعود حکومت ته د پای ټکی کیږدی . هغه هم یو لوی فوځ په (۱۸۱۲)
میلادی عربستان ته را واستاوه چې له جګړو وروسته په (۱۸۱۸) میلادی
کال دا حکومت ختم او عبدالله بن سعود یې په استانبول کي اعدام کړ .او د حجاز ټوله
سیمه د عثمانی امپراتوری تر سیوری لاندی شوه
د خلافت له
کمزورتیا وروسته د انګریزانو او ال سعود د
کورنی ترمنځ د استقلال او
خپلواکی تړون لاسلیک شو ،چې د عثمانی خلافت د کمزوتیا له امله ( عبدالعزیز
بن عبدالرحمن) په (۱۹۰۲) میلادی کال په ریاض خپله واکمني تينګه کړی وه ، چې د
خلافت له ورانیدو وروسته د انګریزانو په مرسته په اوسنی عربستان واکمن شول .
دی کورنی ته له لاسه وتلی قدرت بیرته سپارل د شرطونو سره مل ؤ چې د صهیونیستی او
بریطانیایی استخبارتو په ګډو هلو ځلو توافق ته ورسیدل ، له دی کورنی سره د یهودی صهیونستانو مشر (حییم وایزمن) ًپرله پسی
مشوری کولي چې د خلافت له سقوط وروسته به یهودان او انګریزان په دی شرط د ال سعود
کورنی ته د عربستان واک سپاری چي په
فلسطین کي د یهودی دولت په جوړولو کي موافقه کوي د نوموړی یهودی له قوله لیکل شوی چې د انګلستان واکمن
(چرچل) ویل : د بریطانیا لومړی پلان د سعودی د دولت جوړول او دوهم یې د اسرائیل
جوړول دي.په دی اړوند چې سعودی عربستان واکمنو هغه مهال د اسراېیلو په موجودیت
تعهد کړی ؤ ، یوې کویټې ورځپاني (العربی) په (۱۹۲۷) کال نوموړی سند په خپله ګڼه کي خپور
کړي ؤ.
ویل کيږي چې په ۱۹۴۵ کال د یالتا له کانفرانس
وروسته (وینستون چرچل )د عبدالعزیز سره ملاقات وکړ ،او هغه ته یې داسی وویل : زما
لپاره لوی شرافت او فوق العاده خوښې ده چې دداسې یو چا سره می ملاقات وکړ چې د لوی
والی حق یې زما په غاړه دی . هغه زما د سختو ورځو
دوست دی ، که هغه نه وای نو یهود به ډیرو لږو حقوقو ته هم نه وای رسیدلی .
همدا شان د سایکس پیکو د تړون طراحانو هم څو څلی د ال سعود له کورنی سره لیدلی ؤ
تر ځو په راتلونکی کی د سعودی دولت رامنځ ته شی .
په (۱۹۲۰) کال چې متفقینو د فشارونو له امله په
ترکیه د ( سور) تړون لاسلیک کړ ، په دی کې
د متفقینو ترمنځ د ترکیی د نورو برخو د ویش ، د ترکیی کردانو ته ځایی آزادي
او یوازی د سعودی عربستان د استقلال او په
رسمیت پیژندلو مادې ذکر شوی ، چې دا تړون بیا ونه منل شو او عربستان د انګریزانو
تر واک لاندي پاته شو او بلاخره په (۱۹۲۷) کال انګریزانو د عربستان استقلال ومانه .
دا چې ترکیه د
سایکس بیکو د تړون او نورو تړونونو له مخې تجزیه شوه ، نو د کردانو سره کړې وعدي
هم په اوبو لاهو شوي .نه یوازی کردانو ته
د خپلواک هیواد حق ورنه کړل شو ، بلکه دا قوم یې په ګڼو هیوادونو وویشه چې لویه
برخه یې ترکیی ته ، دوهمه یط عراق ، دریمه یې ایران ، څلورمه یې سوریی او ځینې
برخي یې ارمنستان ،لبنان ته هم ورسیدی .
او دا ملت یې د اختر د قربانی په دول سره وویشه .. دا چې ددې ویش څخه د سایکس بیکو
موخه څه وه ، سیاست پوهانو پری ډیري تبصری کړیدي .خو تر ټولو مهمه موخه یې ، د نوموړو هیوادونو په وړاندي ددي قوم څخه د
یوې دایمې وسیلي په توګه کار اخیستل ؤ ،تر څو نوی تشکیل شوي هیوادونه ( سره ددي چې
د دوی په اشغال کي هم ؤ ) تل له کردانو سره لاس او ګریوان او کردان د یوې وسیلې په
توګه ددي هیوادونو د نا ارامه کولو په موخه وکاروي .
کردان په اتاترکي ( سیکولر) ترکیه کي ؛
د نړیوالی جګړې په پای ته رسیدو متفقینو په زور
سره د ترکیی واکمن د (سور) د تړون منلو ته مجبور کړل ، په تړون کي د ترکیی په خاوره کي کردانو ته د
خودمختاره هیواد او سیمي د جوړولو ماده راغلې وه ، خو د اتاترک او ملګرو په کودتا
سره ترکیی له دی تړون څخه سر غړونه وکړه او د لوزان په تړون کي بیا د کردانو موضوع
هیره او یوازی د ارمنستان خپلواکی
غوښتل شوید وه ،
خلافت له سقوط او
د کمال اتاترک په واک ته رسیدو وروسته ،د ترکیی سیاست چې د ترکیی نشنلستو او
سیکولر ډلو په لاس کي شو نو یې په ترکیه کی د میشتو قومونو د ترکي کولو او د یوې
واحدي ترکیی او ملت د جوړولو په موخه په کردی او نورو قومونو د هر ډول آزادی بندیز
ولګاوه ، تر دی چې په کردی لیک ، خبري کول ، ورځپاڼو ، او سیاسي ګوندونو بندیز ولګيد ، به کردی ژبه خبری کول جرم وګڼل شو ، ددی سره په کردانو فشارونه زیات
شول او کردان مجبور شول چې د اتاترکي رژیم په وړاندي قهر امیزه مبارزه پیل کړي ،
کردانو د نورو اقلیتونو په ملاتړ د (سعيد بيران) په مشری وسلواله او قهر
آمیره مبارزه پیل کړه دا انقلاب د کردانو د اختر ( نوروز ) په ورځ به ۱۹۲۵ کال د
مارچ په (۲۱) نیټه پیل شو و پاڅون کوونکی به چټکتیا سره ډیریدل تر دی چې باڅونوالو کردانو شمیر ( ۶) لکه کسانو ته ورسید
، ددی تر ځنګ ( یو لک) کسان د نورو اقلیتونو لکه عرب ، ارمن و اشوریان ، شرکس او
داسی نور ورسره یو خای شول ،دوی وتوانیدل چې د دیاربکر ښار محاصره کړی ، خو د ترکي
فوځونو د ځپونکو ګزارونو په وړاندي یې مقاومت ونه شوای کولای او د پاڅون کوونکو د
مشر( سعید بیران) په ګډون ګڼ مشران ونیول شول چې سعید همدی کال د (می ) په (۳۰)
نیټه اعدام کړل شو.
له پاڅون
وروسته ترکیی فوځونو د کردانو په خلاف
ځپونکی عملیات پیل کړل ، او زرګونه کسان تر زندانونو ورسیدل .. همدا د ځپني او
بندیز لړی لسګونه کاله اوږده شوه ،مجرد د کرد لفظ استعمالول منع او جنایت ګڼل کیده
،تر دی چې په اتیایمه لسیزه کي د کردستان
د کارګر کوند د وسلوالی مبارزی په نتیجه کې نړیواله توجه دي ډلی ته را واوښته او د
ترکیی حکومت د لومړی ځل لپاره په (۱۹۹۱) کال مجبور شو چې له کردانو ځینې بندیزونه
لیری کړی او د هغه وخت صدراعظم تورګوت اوزال د لومړی ځل لپاره د کردانو اصطلاح په
خپلو خبرو کي وکاروله او په همدي کال د لومړی ځل لپاره یوه کردي ښځه ( لیلی زانا)
پارلمان ته د وکیلي په توکه بریالی شوه خو دری کاله وروسته د یوې بیانیی له امله
چې د جدایی غوښتني تور پری پوری شو په (۱۵) کاله بند محکومه شوه . د کردانو په دی
مبازره کي د ترکيی د سیکولر فوځ په لاس (۳۰۰۰) کردي کلي وران شول او نیژدی (378،335) تنه کډی کولو او تیښتې ته اړ شول .
د ایران کردان
د ایران
کردان د نړی د ټولو کردانو. 16 %
جوړوي چې ټول
شمیر یی 4,398,000 تنه دی (د ایران د ټول نفوس 6% تشکیلوي ). چې د ایران په لویدیځ او شمال لویدیځ کې ژوند
کوي
ایران کی د کردانو سرنوشت په پهلوی دوره کی همغه د ترکیی د اتاترک او
عراق کي د بریطانیا د کړنو لړی ده ، دلته هم کردانو يه یوه اوږده مبارزه پیل وکړ ،
چې کله به روسانو په شا ټپول او کله هم
عراقیانو او انګریزانو خو کله چی
موقع ورته برابره شوه نو په (۱۹۴۶) کال
په ایران کی د قاضی محمد ظریف په مشری د (مهراباد) په نوم د کردانو خپلواک هیواد اعلان شو چې له څو میاشتو وروسته دایرانی
فوځونو په لاس له منځه ولاړ .
ؤ خو کله چې په 1979 کال د
اسلامی انقلاب له راتلو وروسته هغه مهال کردان خوابدی شول که چې ددوي نماینده ، (
عبدالرحمن قاسملو) د نوی قانون اساسی لیکلو له کميټې منع کړل شو، چې د لیکونکو په آند ددی لامل د قومی توپیر تر
ځنګ مذهبی هم ؤ ځکه کردان د اهل سنت له
ډلی څخه ؤ ، ورسره د کردانو د آزادي تحریک هم پیل شو ، دديتحریک تر شا په ښکاره
دامریکا او لودیځ لاسونه ؤ ، ایرانیانو هم په دوی فشارونه زیات کړی
په ایران
کی د ددی هیواد د واکمنو او او کردی یاغې ډلو ترمنځ د (۱۹۷۹) کال څخه وسلواله
مبارزه پیل شوی ، چې په دی کې د کردستان د دیموکراتیک ګوند د عبدالرحمن
قاسملو په مشری او د چپ لاسی کومله
ګوند په نوم ډلی شاملی وي
د 1980 کال په پسرلی کی د ایرانی مشر (بنی صدر) په لارښوونه
کردی سیمو ته فوځیان واستول شول تر څو هلته عملیات تر سره کړی په (۱۹۸۳) کال ایرانی سپاه پاسداران وتوانیدل
ددی ډلو تر واک لاندی سیمي تر خپل کنترول لاندی راولی ..
د ایرانی واکمنو او کردانو ترمنځ د ایران ـ عراق د جګړی
په اوږدو کي کردانو ځو ځلی هلی ځلی وکړی تر څو خپلواک هیواد تشکیل کړی ، چې عراقی
واکمنو به یې ملاتړ کاوه ،
همدا شان له جګړی وروسته هم د ایرانی کردانو پتن ځایونه
په عراق کی ؤ او له هغه ځایه به وسلی ورکول کیدی .. په دی جګړو کی د ایرانی فوځونو
په لاس (۲۷۱) کردی کلی وران شول او ګڼ خلک مهاجرت ته اړ شول ..
خو کله چی (خاتمی) ولسمشر شو نو د لومړی ځل لپاره یې یو
کردی توکمه ( عبدالله رمضان زاده ) په کردستان کی والی وټاکله ، له دی ټاکنی
وروسته ځينی نور کردان هم په لوړو څوکیو وګمارل شول او ځينې کردپاله ډلو ته د
سیاسی فعالیت اجازه هم ورکول شوه ، خو په (۲۰۰۵) کال د کردی فعال شوان قدری د وژل
کیدو په عکس العمل سره په کردستان کی لویی مظاهری وشوی ، چې د کردستان د کارګر
وسلوال ګوند سره تړلو کسانو بیا په اړ دوړ پیل وکړ ..د صدام حسین د واک په ټوله
موده کی ایرانی کردان له عراق څخه استول
کیدل او همدلته ورته د روزنی مرکزونه جوړ ؤ ، تر دی چې د هغه له واک وروسته هم دا
مرکزونه د امریکا په حمایت کي فعال ؤ تر
دی چې کرار کرار د ایرانیانو په لاس وران شول
،، خو د کردانو د خپلواکی مبارزه لا اوس هم په ایران کی روانه ده
سره ددی چې د ایران
اساسی قانون لږکیو ته په خپله ژبه د فرهنګی او دینی ، سیاسی فعالیت اجازه
ورکوی خو په ایران کی سنی کردان د نورو اهل سنتو په شان له ټولو حقوقو څخه منع دی
، له همدی امله تل د ایرانی چارواکو سره
په شخره اخته وي .
د عراق کردان : د عراق
کردان د ټولو کردانو (۱۵)٪ جوړوی ،چې شمیریی(3,916,000 ) تنه دی یعنی د عراق د نفوس ( ۱۷٪) دا کردان د عراق له خاوری سره په (۱۹۲۳) کال د سایکس بیکو د تړون په اساس یو
خای کړل شول ، دا خلک د عراق په شمال او
شمال شرق کی ژوند کوي چې مهم شارونه یې ( دهوک ، اربیل ،سلیمانیه کرکوک ) دی
په نینیوی او دیالی ولایت کي ژوند کوی
د عراق د کردانو ستونزه د لومړی نړیوالی جګړې وروسته دعراق له جوړیدو سره سم را منځ ته شوی
د عراق د کردانو قضیه د نړیوالی جګړی وروسته چې کله سره
وویشل شول پیل شوه ، به لومړی قدم کی کردانو د بریطانیا په خلاف پاڅونونه پیل کړل
چې تل به د بریطانیا له لوری په سختي ځپل کیدل - چې لومړی باڅون او د یوه کردی هیواد
اعلان د شیخ محمود برزنجي له لوری په کال ۱۹۲۳ تر سره شو
په
(۱۹۴۳) کال د بارزان په سیمه کی کردانو بیا د ملا مصطفی بارزانی په مشری پاڅون وکړل او د عراق د کردانو زیاتی
سیمي یې تر خپل واک لاندی راوستی چې د بریطانیا له لوری د سختو بمباریو
وروسته باڅون کوونکی اړ شول په (۱۹۴۶)
کال په ایران کی د (مهراباد) د اعلان شوی
کردی هیواد مشرانو ته پناه وروړي ، او د بارزانی د( کردستان د دیموکراتیک ګوند) لومړی کنګره په
همدی مهراباد کی تشکیل شوه ،خو د مهراباد
حکومت د ایران د فوځونو د یرغل په وړاندی مقاومت ونه شوای کولای بارزانی مجبور شو شوروی ته وتښتی .
په
(۱۹۵۱) کال کردانو د نوی نسل په رابللو یو ځل بیا د حزب کنګره
د بارزانی په رهبری د هغه بپه غیاب کي جوړه شوه چې عملا
یې مشری د ابراهیم احمد سره وه چی د عراق د کمونست ګوند سره یې نیژدی اړیکی درلودي
.
کرد ملی
ګرایانو وروسته له اوږدي پټې مبارزی
په ۱۹۵۸
کال عراق کي د سلطنتی نظام له سقوط وروسته بیا د فعالیت اجازه ومونده او ملا مصطفی بارزانی له تبعید څخه بیرته خپل هیواد ته راستون شو. په ۱۹۶۰
-۱۹۶۱ کلونو کي د حکومت او کردانو ترمنځ حالات خړ پړ شول او حکومت د کردانو
دیموکرات ګوند منحل اعلان کړ
له ۱۹۷۰
تر ۱۹۷۴ د کردانو او عراق خکومت اړیکي د تړونونو او سرغړونو ترمنخ ترینګلی پاته وی
چې په ۱۹۷۵ کال د الجزایر د تړون به اساس
ایران د کردانو له ملاتړ لاس واخیست او د بارزانی
مبارزه بای ته ورسیده
په ۱۹۷۵
کال د دیموکرات ګوند یوه پخوانی مشر جلال
طالبانی په سوریه کی د کردانو د وطنپال کوند بنست کیښود چې د دواړو ګوندونو تر منځ
خونړی پیښې رامنخ ته شوی ، وروسته ملا مصطفی بارزانی وفات شو او زوی یې مسعود
بارزانی د دیموکرات ګوند واګی په لاس کی واخیستي
په ۱۹۸۰
کال د ایران او عراق ترمنځ جګړه ونیښټه ، ایرانیانو د کردانو د ډلو په مسلح کولو
او پارولو وتوانیدل ددوی په مرسته په عراق
کي د حاج عمران سیمه ونیسي چې په ځواب کې
عراقی حکومت د بارزان په سیمه کي د کردانو
(۸) زره کسان ووژل ، ایران د جګړی تر پایه
دی پالیسي ته دوام ورکړ او کردانو هم د موقع څخه په ګټه اخیستنه خپله وسلواله
مبارزه د عراق خکومت په خلاف پیاوړی کړه
په ۱۹۸۷ کال د کردانو دواړه لویی ډلې د نورو
کوچنیو ډلو سره یو ځای شوی او د ( کردستان ملی جبهه) یي د ایران په لمسون جوړه کړه
، د ایران سره د جګړی له اوربند وروسته
عراقی دولت هم ددوی د له منځه وړلو پلان چټک کړ، په ۱۹۸۸ د مارج په ۱۶ یې د ایران
سرحد ته نیژدی د (حلبچه) په ښآر کیمیاوي وسله استعمال کړه چې زرګونه کسان پکښې قتل
عام شول .
په ۱۹۹۱
کال د عراق له لوری په کويت له یرغل او د امریکا به ځوابی یرغل سره کردانو ته بیا
موقع په لاس ورغله او په پاڅون یې پیل وکړ ، خو عامو خلکو یې ملاتړ ونه کړ ،نو
حکومت هم سخټ وټکول چې تر سل رزه پوری کرادان ګاونډیو هیوادونو او غرونو ته
وتښتیدل . خو په همدی کال امریکا د عراق به شمال کی د کردانو سیمه د امن په سیمه
اعلان کړه او که کردانو یې ملاتړ وکړ ،کردانو هم د مسعود بارزانی او جلال طالبانی
په مشریو له حکومت سره د جګړو او مزاکراتو لړی ته دوام ورکړ تر څو خپلواکی ته
ورسیږي ، خو د ۱۹۹۴ څخه تر ۱۹۹۸ پوری د
دوو لویو ډلو مسعود بارزانی او جلال طالبانی تر منځ د ګټو او نفطو د کنترول او
خرڅلاو په سر چې دا وخت امریکا په لاس کی ؤ اخلاف او جګړي ونښتی ،چې د دواړو خواوو
د سختی مرګ ژوبلی لامل شول دا وخت عراقی حکومت د امریکا د یرغل له امله کمزوری شوی
ؤ ،چې امریکا او اسرائیلو پکښې خپلی ګټې لټولی او کردان یې یو د بل سره په جګړو
اخته کړی ؤ ،دوی وتوانیدل چې یو پالمان هم جوړ کړی خو دوام یې ونه کړ
۲۰ مارس ۲۰۰۳ امریکا
په عراق دوهمه حمله پیل کړه چې عراق یې اشغال کړ ، ورسره کردانو ته نوره هم د
خپلواکی طمعه پیدا شوه خو د عراق د اشغال سره سره بیا هم ونه توانیدل خپلواک خکومت
جوړ کړی بلاخره په یې په ۲۰۱۷
کال د اسقلال لپاره تولپوښتنه وکړه چې په
بریالیتوب ترسره شوه خو د عراق حکومت ونه منله او دا استقلال عملی نه شو ..نن هم د
عراق کردان په خپلو سیمو کی جلا خکومت لری چې داخلی خپلواکی لری او د عراق د حکومت
سره تل په دغرو لګیا وي
هلته د
امریکا تر څنګ ، المان ، انګلیس ، فرانسه ترکیه ،او اسرائیل د تیلو او نفطو لپآره
خپلی خپلی موسسې لری چې هر هیواد یې د غلا او جور پرګرامونه جوړ کړی ، کردی مشران
یوازی د پیسو په راټولو لګیا دی کردی خلک لا هم د آزادی په تمه د دوی ننداره او
غلامی کوی .
د سوریی
کردان :