لیکوال محمدشفیق صادق
اوکراین چې په ختیځ کې اروپا پروت هیواد دی د پخوانې شوروي اتحاد د جمهوریتونو
یو جمهوریت ؤ ، چې د شوروی اتحاد له ورانیدو وروسته په ۱۹۹۱ میلادي کال
د خپلواک جمهوریت په توګه په نړیواله سطحه ومنل شو، دا جمهوریت چې د روسیې
د فدراسیون او د ناتو د ټلوالې د هیوادونو تر منځ د حائل بڼه لری ، د ۱۹۹۴ میلادي
کال را پدی خوا د لویدیځ او روسیی ترمنځ د
ناندریو او د خپلولو میدان ګرځیدلی ، دواړو لویو هڅه کړې تر څو خپل پلوی د اوکراین ریاست ته پورته کړي ، د
انتخاباتو په ترځ کې روس پلوي جمهور ريس ویکتور یانوکویچ ماته وخوړه
او روسیی ته په تیښته بریالی شو په ځای لویدیځ پلوی الکساندر تورچینف موقت جمهور
ريس شو ، د نوموړي واک ته په رسیدو په
(۲۰۱۴) کال روسانو په کریمیا او ختیځ اوکراین یرغل وکړ او دا سیمې یې له اوکراین څخه ونیوې ،ورسره د اوکراین په ختیځ کې د څو کلونو
راپدی خوا سړه او توده جګړه روانه ده ، د اوکراین لویدیځ پلوه مشران غواړي د ناتو په بلاک کې ددې هیواد په غړیتوب سره ځان د لویدیځ په عسکرو د روسانو له نورو یرغلونو وساتې ، بل خوا
روسان په دي ویره کې دی که اوکرانیان د ناتو غړیتوب تر لاسه کړي ، نو له یوې خوا
به ددوی تر څار لاندي اوکراین چې پخوا د شوروي برخه او ګڼ روسان پکښې ژوند کوي له
واکه ووزی ،بل خوا به ناتو ددوی پولو ته
ورورسیږي ، دا په داسی حال کې چې روسان په ځانګړې ډول (پوتین) غواړي د پخوانې
شوروي اتحاد د امپراتوری سیمه تر خپل
کنترول لاندی وساتې او چاته اجازه ورنه کړې چې ددي امپراتوری ماتې برخې په خپلو کې
سره پیوسته کړي ، له همدې امله یې د پخواني شوروی اتحاد د څو مستقلو جمهوریتونو سره په مختلفو نومونو څو
داسې تړونونه لاسلیک کړي چې تل به یې تر څار او واک لاندي ساتي چې ښکاره بیلګه یې
په تاجکستان کې پراته عسکر او د قزاقستان د پاڅونونو ځپل دي .خو د اروپایې برخې
جمهوریتونه بیا په دې ویره کې دي چې که د روسانو اوسنی تهاجمي او بی باکانه سیاست
روان وي ، نو دوی به هم په زور یا رضا تر خپل پخوانی چتر لاندی راولی ، له همدي
امله اوکراین په شا ډبوي او (شاباش ورته ټینګ شه موږ درسره یو) سیاست په مخ وړي
روسانو ولی په دي وخت کې د اوکراین موضوع را
دبره کړه ؟
د افغانستان څخه د امریکایانو او (ناتو)
تیښته روسانو ته ښه فرصت په لاس ورکړ چې په همدې وخت کې د اوکراین موضوع یو اړخ ته کړي ، دوی په دې باور دي چې لویدیځ په افغانستان او منځنې ختیځ کې د اوږدي
جګړې او ماتې وروسته د بلي جګړي لپاره اراده او لیوالتیا نه لری ، دا ددي کبله چې دوی
په ډیر زحمت د افغانستان له جکړې خپل ځواکونه د ډیرو (شرمونو په منلو) را وایستل ،او دی جګړې نه یوازی امریکا ته په مالی
برخه کي دروند زیان ورساوه بلکه په نظامي ډګر کی یی هم معنویات له لاسه ورکړی ، له
بلی خوا په نړیواله کچه دا باور دی چې د
امریکا اوسنی جمهور ريس (بایدن) د تیرو دریو لسیزو د واکمنو په پرتله تهاجمي تصور نه لری ، هڅه کوی پخواني ټپونه ملحم
کړي ، نو روسان فکر کوی چې که امریکا د
روسانو په وړاندې دمقابلې اراده ونه لری ، نور لویدیځ وال او اورپایان خو په هیڅ صورت نه غواړي په اروپا کې د یوې بلې جګړې لمبې پورته شی همدا لامل دي چې ټوله ناتو یوازی د یرغل په
وړاندې د دفاع او بندیزونو خبره کوی .
د نړی اوسني حالت او د دواړو ټلوالو هڅې
مخکې له دی چې دا پوښتنه ځواب کړل شی ، اوسنی
نړیوال حالت ته به سر ورښکاره کړو تر څو موږ (افغانستان) پکښې خپل موقف درک کړای
شو، د شوروي اتحاد په له منځه تللو نړی د لویدیځ په لاس کې ولویده
، دوی پکښې نوی دښمنان او دوستان د خپلو
ګټو په اساس رامنځ ته کړل ، د تروریزم په نوم جګړه یي په اسلامي نړی وتپله او ګڼ
اسلامی هیوادونه یې پري وځپل . خو د
روسانو په بیا را دبره کیدو نړی په چټکې د
دوه قطبی توب لور ته روانه ده ، یوې خواته د روسانو او چینایانو په مشری ټلواله
چې د شانګهای تړون ځینې هیوادونه ، شمالی کوریا او ایران ورسره سر ښوروي را دبره کیدونکې ده ، بل خوا ته
ناتو، اروپایان او ورسره یی نړوال ملګری دي چې د روسانو د بیا را دبره کیدو د خطر
زنګونه کړنګوي .. دا خطر اوس په اوکراین کې له نظریی څخه عمل ته را وتلی ، نو کیدای شی دا دوه ټلوالی په راتلونکې کي د
لویو پیښو لامل او د نوري نړی ترمنځ د لویو سیالو لامل شی .
له څو کلونو راپدی خوا روسانو او چینایانو
هڅې پیل کړی تر څو په نړی کې نوی ملګری ، د پښو ځایونه او له لاسه وتلی سیمي بیا ومومي ، روسانو عملا په سوریه ،لیبیا ، تاجکستان
، ارمینیا ،اذربایجان او ځينو افریقایی هیوادونو کي ځواکونه ځای په ځای کړي او
هلته یی پخې اډی جوړې کړیدی ، بل خوا چینایان هم د خپلو اقتصادي او عمراني پروژو په پلي کولو توانیدلي د نړی لر او بر ته ځان ورسوي ،همدا اوس منځنی
ختیځ او د افریقا لویه وچه د لویدیځ او چین ترمنځ د مسابقي ډګر دی ، همدا شان چین
غواړی د همدي موقع څخه په ګټه اخیستنه د تایوان جلا شوې سیمه (هیواد) بیرته له
خپلي خاورې سره ونښلوي او دا لانچه هم پای ته ورسوي ، شمالی کوریا خو هره ورځ د
توغندیو په توغولو جنوبی ملګری ته توري بریښوي .همدا اوس داسی خبرونه خپاره شوي چې
روس، چین او ایران به ګډ بحری تمرینونه تر سره کوی چې دا په خپله د یوې ټلوالی او
راتلونکو لوبو لپاره د تیاری معنی لری .
خو ځینې نور هیوادونه شته چې په ښکاره د یوی او بلي ډلې ملاتړ کوي خو خپلوملی ګټو ته لومړیتوب ورکوی او د دواړو ټلوالو له اختلافاتو خپله ګټه اخلی چې په
دی برخه کي ترکیه او هند یې ښه مثالونه دی ، دا هیوادونه د خپل رغنده سیاست په
لرلو توانیدلی چې د دواړو ډلو څخه په ګټنه
اخیستنه ، خپل مستقل سیاست ولری ، سره ددې چې هند له پخوا څخه د بی طرفه هیوادونو په ډله کې خپل رول لوبولی خو
ترکیي د دوولسیزو راپدي خوا د خپلو ګټو په بنیاد خپله تګلاره ددواړو ډلو په منځ کې
روانه ساتلي چې همدا یی د بریالیتوب لامل دی.
په اوسنی نړی کې زموږ موقعیت
زموږ هیواد چې تازه د اشغال څخه د استقلال
ډګر ته داخل شوی ، د خپل استراتیژیکي موقعیت په درلودلو د دواړو ټلوالو د توجه وړ دی، موږ د نړی په ډیره حساسه نقطه کې ژوند کوو دا نقطه د اقتصادی او سیاسي اړخه د نړی د بام او د اسیا د زړه بڼه لری ، له دی ځایه د نړی لویی
تجارتی ځمکني او هوایی لاری تیریږي ، روسیي او چین ته د نیژدی والی او د خطر د
کمولو له امله ډیر مهم دی او لویدیځ ته،په اسیا کي د زړه د لاسه راوړلو او په سیمه
د څار لرلو له امله ډیر مهم دی ، که د لویدیځ لاس له دی سیمي لنډ شی نو په دی سیمه
کي له پاکستان پرته نور ملګری نه ورته پاته کیږي چې هغه هیواد هم د لویو ستونزو په
منځ کې مجبور دی د تل په شان دوه مخی
سیاست غوره کړي ، نو لویدیځوال مجبور دی چې یا د تاوانونو په منلو او په خپلو اصولو په
سترګي پټولو زموږ دهیواد له نوی نظام سره دوستانه اړیکي وپالی او یا مو
یو ځل بیا ، د روس او چین په خلاف د نویو جګړو ډګر ته ورټیل وهي تر څو
هغه هیوادونه ناآرمه وساتي .خو په هیڅ صورت نشی زغملای چې افغانستان د روسيی په
ټلواله کې شامل شی .
نو
زموږ د هیواد چارواکو ته دا ښه فرصت دی چې د ملی ګټو په نظر کې نیولو سره
تر هرڅه مخکې کورني اختلافات او تربګنی هواري کړي ، پس له څلورو لسیزو اړ دوړ
وروسته چې )ملت یې د نشنلستی تصوراتو بدبویه ډنډ ته ورخطا کړې(
، د ملی توب ، ملت پالنې او همغږي خواته هیواد روان کړي تر څو چاته د لاس وهني فرصت برابر نه شی ، په
دوهم پړاو کې د دواړو ټلوالو سره د خپلو ملی منافعو په اساس داسی اړیکې وپالی چې یو هم د دښمني احساس ونه کړي ، او ملی ګټو ته په
نړیوالو انډولونو کي لومړیتوب ورکړي ، د داسی ملګرو هیوادونو په لټه کې اوسی چې د استعماری تصور په خلاف د
همکاری روحیه ورسره وی او هغه هیوادونه ځان را رانیژدی کړي چې زموږ سره مشترکات
ولری او زموږ حاکمیت او استقلال ته درناوی وکړی .
د اوکراین د تودی او سړي جکړي په ترځ کې د
کاملا بی طرفه او مسالمت امیز سیاست غوره
وکړی او د هیڅ ډلي په پلوی نه په
سیاسی او نه په نظامي ډګر کي
همکاری وکړي په دی سره به موږ توانیدلی ؤ چې د په خپلو پښو دریدلو لپاره ګړندی
ګامونه اوچت کړو
ایا په اوکراین کې به روس او لویدیځ سره ونښلی ؟
ددې پوښتنې ځوابول ځکه ګران دی چې په سیمه کي
حالات ورځ تر بلې بدلون مومي او وړاندوینه ګرانه ده ، خو حالاتو ته په کتو ویلای
شو چې د روسیی او لویدیځ ترمنځ د یوې لوېې جګړي
درامنځ ته کیدلو احتمال ډیر کمزوری دی . له یوې خوا لویدیځوال د جګړي سره
علاقه نه لری ، بل خوا روسان هم پوهیږي چې د جګړې په صورت کي به دوی هم لوی زیان
وویني ، او په روسیه کې به هم د پوتین په خلاف د خلکو غږونه پورته شی . نو دوه احتماله وجود لری :۱- کیدای شی لویدیخوال د
روسیی سره په دیپلوماتیکولارو چارو داسی ټکې ته ورسیږي چې روسان له یرغل څخه لاس
په سر او ناتو په اوکراین کې له مداخلی لاس په سر شي ، او داسی یو نظام هلته راشی
چې دواړو لوریو ته د حايل او مانع بنه ولری ، ځکه روسانو هم داغوښتنه کړي چې ناتو
باید په لیکلي ډول موږ ته ډاډ راکړي چې اوکراین په ناتو کې نه روګډوی ، که داسی ونه شی نو روسان مجبور دي د خپلو روس
پلوه ملګرو په واسطه د اوکراین په دننه کي داسی یوه جګړه را منځ ته کړي چې ملاتړ
به يې روسان کوي خو جګړه به داخلی بڼه لری ، تر څو د اوکراین لویدیځ پلوه ولسمشر
خپله د ناتو څخه د لیری والی اعلان وکړي
دریم احتمال د روسانو یو چټک برید دی چې د تیرو احتمالاتو د ناکامی په صورت کې به روسان (لکه په کریمیا ) یرغل کوي
او د څو ساعتونو په ترځ کې به خپل ټانکونه د اوکراین لویدیځ سرحد ته رسوی او لوبی
ته به د پای ټکی ږدی ، خو دا کار د ډیرو نورو ستونزو لامل کیدی شی .
۱- لویدیځوال په اوکراین د ننه ځواکونه لری ، دوی مجبور دی د خپلو ځواکونو او د روسانو د
پرمختګ په وړاندي مقابله وکړي
2- لویدیځوال په دي
بوهیږي چې د روسانو موخه یوازی اوکراین نه دی که نن اوکراین ونیسي ، سبا به د
رومانیا او بلغاریا غوښتنه کوی، بله ورځ به د اوستینیا او لیتوانیا ..نو دوی مجبور
دی د روسانو مخه ونیسي
۳- د روسانو غوښتنه منل به د لویدیځ لپاره له
افغانستان وروسته دوهمه ماته وي چې روسان به نور هم زړو او په براخه لاسوهنو لاس
پوری کړي ، نو دي ستونزو ته په کتو ګرانه به وي چې روسان یوه اړخیزه جګړه پیل کړي
او یا لویدځوال له خپلو غوښتنورا په شا شي
داسی احتمال شته چې را تلونکي دوشنبه د امنیت
شوری کي امریکا دا ستونزه مطرح کړي ، خو که روسان پوه شی چې د لته ددې خبری مطرح
کول یی په تاوان دي نو د ویتو له حق څخه به ګټه واخلی او اجازه به ورنه کړي چې په
خلاف یې په امنیت شوری کې کوم پریکړه لیک پاس شي ، امریکایان هم په دي پوه دي خو،
کیدای شي امنیت شوری روسانو د عدم مداخلی توصیه وکړي او د مزاکراتو میز ته یی
راوبولی .
د جګړې په ډګر کې به(چې زه یی احتمال کم
وینم) دواړه لوری لوی تاوان وکړي چې جبران به یی سخت وي .