لیکنه : محمد شفیق صادق
د پاکستان په جوړښت کې پښتون قوم د ځمکې
، سیمې ،نفوسو په اساس غوښن ځای لری ، ددې هیواد اقتصاد
د اوبو ، ګازو ، بريښنا ، زراعتي محصولاتو ، کانونو او معادنو له اړخه د
پښتنو له سیمي تغذیه کیږي او همدا سیمه یې
د ژوند اصلي شریانونه جوړوی . خو په سیاسي ، فرهنګې او فوځې برخو کې بیا د
پښتون سره د مور میری چلند روان دی ،هلته
سیاست ، اقتصاد ، قانون ، فرهنګ، فوځې استخباراتي اړيکې ،د پنجاب د سیاست په لومو تړل شوي چې تل پکښې
پښتون د خپل دسترخوان ډوډی د هغوی په
ایجازه ترلاسه کوي . پاکستانی فوځې او نظامی سیاستوال د لویو سرمایه دارانو په
ملاتړ د پنجابی استعمار په ډول ، د نړی د نورو (امپریالیستي) هیوادونو په شان د
پښتون قوم له طبعې زیرمو او الهي سوغات په
پنجاب کې ځانونو ته ماڼي جوړوي ، او د هغوی خپله ډوډی بیرته په دوی پلوری ، نن ورځ
د پاکستان په منځ کې پښتون قوم تر ټولو خوار ، محتاج ، بی تعلیمه په بدیو او مصیبتونو کې ګیر قوم دی ،نه چا ورته د کار کولو ضمینه برابره کړي او نه ورته
د ښه باکیفیته تعلیم ،په لکونو پښتانه مجبور دي د یوې ګولې ډوډي د موندلو په موخه
په پنجاب ، سند او عربی نړی کې خپل ژوند د نورو په خدمت کې وکاروي ، په فرهنګې برخه کې حالت لا تر دي ډیر غمجن دی له بده مرغه
د پاکستاني ملت پالني تر شعار لاندي ، د پښتون ملت پاله مشرانو په حضور ،
او تايید کې دا قوم
د خپل هویت د بایللو په درشل کې د
پښتو د مرګ سره لاس او ګریوان دی ، پاکستاني سیاستوال هڅه کوي خپل فرهنګ او کلتور داسی په پښتنو او نورو قومونو
وتپی چې نور کلتورونه او ژبي ورسره تر
خاوری لاندي کړي . هلته چې یوازی
انګریزی او اردو ژبی د هیواد رسمی ژبي دي ، او همدا ژبی د وړکتون څخه بیا تر پوهنتون پوری د نصاب ، تدریس ، قانون ،سیاست مطبوعاتو رسمی ژبي دي ، سره ددې چې پښتون قوم ددي هیواد دوهم لوی قوم دی، چې پښتو ژبه یی
ملی هویت او افغانیت یې تاریخ جوړوي ،خو په تأسف سره دا قوم د پاکستاني سیاست د
زوب کولو په پالیسې کي د زوب کیدو په حالت کې دی ، پنجاب او سیند ته څیرمه د پښتنو لوی ښارونه او قبايل نن په پښتو خبری نشې کولای ، په پاته پښتون میشته سیمو کې یوازی د مدرسو ملایان او ډیر لږ لوستي خلک په پښتو لیک لوست کولای شي ،
نور پښتون ملت یوازی د ګوډې ماتې پښتو په ویلو ځانونو ته پښتانه وايی .زما په یاد دي چې په ټول
خيبر پښتونخوا کې یوازی یوه پښتو ورځپاڼه ( وحدت) خپریده چې د هغو لوستونکي هم افغانان ؤ ځکه
هلته نور پښتون د پښتو لیک دود سره نا اشنا دی ، د پاکستان په ټولو پښتون میشته
سیمو کې د هر دوکان ، کارخاني ، ښوونځې
لاری .. او هر څه د سرلوحه په انګریزی یا اردو لیکل شوی ، ځمکه او
اسمان اردو کاروی ..یوازی ځای ځای به په ځینو یوالونو د پښتو توری وګوری چې
د مورنې ژبې په ورځ ځینو ملت پالو لیکلي وي ( تعلیم په مورنی ژبه غواړو ).
د تعجب خبره خو داده چې د پاکستان له جوړښت تر مخه په انګریزی هندوستان کې چې اوسني پاکستان یې برخه وه ، ډیری پښتو کتابونه له اوسني پاکستان څخه افغانستان ته راتلل ، او هلته یې هم ګڼ لوستونکي درلودل ، خو له کله چې پاکستان جوړ شوي بیا د پښتون قوم د ژبی له منځه وړلو پالیسي د هغو پښتون پالو ګوندونو په امضاء او ملاتړ روانه ده چې نن ورته نشنلست یا ملت پال وایی .
د پاکستان د دووایالتونو (خيبر پښتونخوا او
بلوچستان) په حکومتونونو کې همدا ملت پال ګوندونه تل د لومړی خبری ونډه لری او ډیر ځله خو د ایالتي حکومتونو د واک په ګدی
همدوی ناست وي ،دوی د پښتنو به ننګولو ځانونه واک ته رسوی ،او د پښتون قوم د حقوقو په نارو ، ځانونه
تر پارلمان او ریاستونوهم ورسوی ، خو له
بده مرغه د سیاسي جوړجاړیو په انډوخر کې چې د جمهوری نظامونو ناولی شکل دی ،واک ته له رسیدو او یا ګډون وروسته نور د
پښتون حقوق د دوی د مالی او سیاسي فساد په سیند کې لاهو، یوازی د خپلو خپلوانو،
کورنیو او ملګرو په چاغولو او د جیبونو په ډکولو کې خلاصه شي ، نور همدا ملت پال او
پښتون پال : نوابان ، خانان اوسرمایه داران شی
چې ټوله هڅه یې د خوارو او بی وزله
پښتنو ځمکې تر خپلو ګونډو لاندې کول وي ،
همدا اوس هلته د پښتون په نامه
تجاران ، پښتون سیاستوال او د پښتون ملت پاله ګوندونو مشران تر ټولو شتمن خلک دی چې زیاتې سرمایی او پراخه ځمکې یی د پښتون په زبیښلو د نوابی او خانی په نیغه شمله له نورو خوارو پښتنو تر ګونډو ګړی چې اصلی څښنتان یې د دوی لپاره مزدوری کوی ..
دا ګوندونه
چې د جمهوریت د درواغجنې ډرامی په
کارخانه کې پاخه شوي ،او د انګریزی امپریالیزم په
ډوډي رالوی شوي د خپل نفوذ او واک د
ساتلو په موخه په مسلمان پښتون قوم د (روس) او (امریکا) د ایډیولوژیو له تپلو هم
ډډه نه کوی ، یو مهال یې د روسانو د
خوشهاله کولو او پیسو ګټلو په موخه د کمونزم
سري جامې په تن کولي او ځوان نسل ته به یې د الحاد مفکوری ورکولې ،،بل وخت
یې بیا ګټې په لویدیځ کې خوندی شوي اوس لګیا
دي د جمهوریت په پلمه د لویدیځ د خوښې
ګډاګانې او سندرې وایی .د ترورزم ،
افراطیت او بنسټ پالني هغه شعارونه چې لویدیځ یې د خپل استعمار لپاره کاروي ، دوی
هم کټ مټ ورسره بدرګه کوي .
نیوکي کوونکې تل له دوی پوښتنه کوي چې د دوی
د سیاست په ټول دوران کې پرته له
سرمایی ټولولو ، ځمکو اخیستلو ، پښتون غلام کولو ، خپل دوستان او خپلوان
لوړلو ، نور کوم خدمت کړی دی ؟ پښتو ژبه
چې ، د ورکیدو په درشل کي دوی ورته کوم کار کړی ؟ د پښتون د سواد ، علمي
لوړیتا او اقتصاد په برخه کي یی کوم کار
کړی ؟ زه په دی باور لرم چې همدا پښتون ملت پاله مشران او ددوی زامن او اولادونه
اوس هم کورونو کې په انګریزی او اردو خبری کوي ، یو یې هم پښتو لیک لوست نشی کولای
.. نو دوی بیا ولی د خلکو د غولو لپاره د درواغو ډرامې جوړوي ؟
زما په یاد دي چې څو کلونه وړاندې افغاني
سیکولرانو چې د همدي پاکستاني ملت پالو سره
خوږي اړیکې لری ،یو کمپاین په لاره
اچولی ؤ چې د پښتو ژبي لیک دود باید لاتینې ته واړول شي ، دوی خو په دی هم خوښ نه
دی چې پښتو لیک دود د همدا ډول پاته وي ، ځکه دوی فکر کوي چې دا لیک دود د عربی
ژبي سره تړاو لری ،او عربی ژبه ددوی په اند د استعمار ژبه ده ، هغه وخت ما لیدل چې زرګونه په اصتلاح پښتون ملت
پالو دا پالیسې په چکچکو بدرګه کوله ، دا چې تخت یې چپه شو که نه خامخا به
زموږ افغان ملت پالو د ترکې اتاترکیانو په شان پښتو هم په لاتیني بدله کړې وای ، نو له پاکستاني پښتون پالو له دي
زیاته تمه کیدای شي ؟
تر ټولو بده یې لا دا چې کله افغانستان د روسانو له لوری اشغال شو همدا ملت پاله پښتانه
یې تر شا ولاړ ؤ او د افغانستان د اشغال په تائيد
کې یې روسانو ته چکچکې کولې د هغو میلیونونو افغاني پښتنو څخه هم نه شرمیدل
چې د ددوی په سوزونکو دښتو کې په خیمو کې پراته ؤ او هغوی ته به یې د پیغور په ډول
د( تښتیدلو) نوم ورکاوه ، او بیا د امریکا
د اشغال په مهال یی د امریکایی استعمار سره اوږه په اوږه د هغو خلکو په خلاف تبلیغات
کول کوم چې د امریکا په مخالفت يې وسله راپورته کړي وه ..
نن پاکستان کې پښتون ملت د همدی ملت پالو او پنجابی
ښکیلاک د میچني د دوو پلونو ترمنځ ژوند کوی دوی یوه خواخوږي او ریښتني پښتون ته
اړتیا لری چې دردونه یې په ريښتیا سره دوا ، او حقیقي ازادی ته یی ورسوي .