۱۴۰۴ مرداد ۱, چهارشنبه

د سرو لښکرو له راتګ وروسته د وردګ ولایت حالات:

 

لیکنه : محمدشفیق صادق

د ۱۳۵۸ کال د مرغومي په شپږمه نېټه  د روسانو د لښکرو په راتګ په خلکو کې وارخطایي ګډه شوه. هېوادوالو او مجاهدینو  ګمان کاوه چې لاس پوڅی حکومت به نسکور کړې، خو د روسانو په نیواک سره وارخطا شول، شوروي اتحاد د نړۍ یو لوی  نظامي ځواک ؤ. تر دې دمه شوروي لښکري هېڅکله له ماتې سره نه وي مخامخ شوې، دوی د نړی ګڼ هېوادونه په خپله امپراتورۍ کې په زور او جبر شامل کړي وو. د روسانو لښګر به چې کوم هېواد ته ننوت بېرته یې د وتلو امکان نه ؤ. افغانانو  د روسانو په لاس د بخارا او سمرقند له نیواک  وروسته د هغو سیمو د کډوالو چې افغانستان ته را تښتیدلي وو ،  څخه کومې کیسې اوریدلې وې، په سخت وحشت کې ولوېدل.  ټولو خلکو دا ګمان کاوه چې نور نو هېواد د تل لپاره روسانو اشغال کړ او افغانستان د شوروي اتحاد برخه جوړه شوه. روسانو تر دې د مخه تر شل ډېر هېوادونه په خپله امپراتوری کې، چې د منځنۍ آسیا پنځه هېوادونه هم په کې شامل وو، په زور مدغم کړی وو. دوی د اشغال تر څنګ د خلکو عقیده او دین هم نه مانه.  په  امپراتوری  کې شامل ټول هېوادونه اړ وو چي په کمونېزم عقیده ولری، اود کمونېزم فلسفه په بی دینئ ولاړه وه. د منځنۍ اسیا څخه را تښتیدلو  کډوالو به کیسي کولي چې څه ډول د دوی ښځي او ماشومان یې ورڅخه جلا او د بی دیني په روزنیزو کمپونو کي شامل کړل.

.د هېواد په لر او بر کې د پاڅونونو مشرانو او مجاهدینو خلک ازادئ  ، جهاد او مبارزې ته هڅول. دوی خلکو ته ویل چې موږ باید جګړې ته دوام ورکړو. یا به له روسانو خپله آزادي بېرته  واخلو او یا به شهیدان شو. شهادت تر غلامۍ او د روسانو ترنیواک ډېر بهتره دی .

عام خلک هم چې ډیری  تر دې دمه زړه نازړه وو، پوه شول چې له جهاد پرته بله لاره نه لري، نو یې د مجاهدینو صفونه پیاوړي کړل. بل لوري ته د هېواد څخه د کډوالو او ګاونډیو هېوادونو، پاکستان او ایران ته د تېښتي او کډو بهیر چټک شو. زرګونه کورنۍ په غرو او رغو او پټو لارو  له خپلو ماشومانو سره تښتېدل او هر څه یې په کورونو کي پرېښودل.

د مجاهدینو بېلابېلو ډلو خلک هڅول چې په خپلو پیسو د جهاد لپاره وسلي واخلي. په ټول سیدآباد، چک، جغتواو نورو ولسوالیو کې د تیرایې ټوپکو خرڅلاو پیل شووداګرو به تیرایې  ټوپک راوړل، کلي په کلي به ګرځېدل او خلکو به  د سختې بېوزلی او تنګستیا سره سره  په خپلو پیسو ټوپک رانیول.

د نړیوالو  پاملرنه:

 د روسانو په نیواک سره  د نړۍ هېوادونه هم د افغانستان قضیې ته اندیښمن شول. ډېرو هېوادونو نور دا هېواد د نړۍ له نقشې وتلی وباله. خو ډیری چې په سر کې یې د ناټو د بلاک هېوادونه او د هغوی ملګري او غیر متعهد او آزاد هېوادونه  وو په دې وېره کې شول چې روسان به په دوهم ګام کې د پاکستان په پوله د هند سمندر ته ځان ورسوي. نو په دې کار به ټوله نړۍ  په تېره بیا اسلامي نړۍ د روسانو تر تهدید لاندې راشي. نو یې د روسانو د مخنیوي لپاره هر هغه چاته د مرستې ټټر واهه چې د روسانو سره  ښه جګړه کولای شي. له همدې امله د حزب اسلامي او جمعیت اسلامي تنظیمونه چې په ټول هېواد کې یې ډېر متعهد او پیاوړي افراد او ځواکمنې جبهې درلودې، د امریکایانو، پاکستان، عربې او لوېدیځوهېوادونو د توجه وړ وګرځیدل. دوی منظم پلانونه جوړ کړل چې څه ډول دې ډلو او خلکو ته وسلې ورسوي. د روسانو له راتلو سره  د پاکستان  او ایران له لارې په لوړه کچه د وسلو راتلل  پیل شول چي د روسي نیواک  تر پایه یې دوام درلود

ولسي پاڅونونه په تنظیمونو بدل شول

 په هېواد کي د خلقي حکومت پر خلاف پاڅونونو ملی او ولسي بڼه درلوده. البته د پاڅونو په رهبرۍ کي د سیمو ځینو قومي او مذهبی مشرانو او د اسلامی تحریک ځینو ځوانانو ونډه درلود خو دا پاڅونونه غیر منظم او په احساساتي بڼه رامنځ ته کېدل چي ځینې به ژر وځپل شول  او ځینو دوام ورکړ. خو د وخت په تېرېدو دی پاڅونونو تنظیمي او منظمه بڼه غوره کړه چي تر ډېره دا نظم د اسلامی تحریک په نوم د یوې ډلي مشرانو چي د سردار داؤدخان د حکومت پر مهال یې د یوه تنظیم په شکل فعالیت کاوه، او له وړاندې د چپي افکارو له څارنې  څخه پاکستان ته تښتیدلی وو رامنځ ته کړ.د اسلامي تحریک ځینې مشران چي په پاکستان کي دیره وو لومړی په دوو تنظیمون د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی او د برهان الدین ربانی په مشرۍ جمعیت اسلامی ډلو ووېشل شول . وروسته له څه مودي د حرکت انقلاب اسلامي په نوم د مولوي محمد نبي محمدي په مشري دریم تنظیم هم فعال شو.  هر تنظیم  هڅه کوله د هېواد د ننه د پاڅونونو مشران ، د کمونېستانو  تر تعقیب لاندی ځوانان ، علماء  او نور اولسي خلک د ځان سره  ملګري او منظم کړی ترڅو  د هېواد دننه منظمه مبازره پیل کړی، له څه وخت وروسته د تنظیمونو شمیر زیات شو.

 وروسته په  پاکستان او ایران کې ډېر تنظیمونه جوړ شول چي هر تنظیم خپله تګلاره او موخې درلودې. د تنظیمونو په جوړولو کي پاکستان او ایران خپلي موخی درلودې او نورو بهرنیانو خپلي موخې. په ښکاره خو دوی غوښتل په دې ترتیب په اولس کي زیات خلک د جهاد لپاره تیار او په اسانی د مبارزي لړی منظمه کړی، خو په حقیقت کی دوی غوښتل  له یوې خوا افغانان په اسانی تر واک لاندې راولي او د مبارزی او جهاد په پای کي دا ډلي یو د بل پر وړاندی وګماري تر څو د جهاد موخې له منځه ولاړ شی چي همداسي هم وشول. له دي تنظیمونو  د ګلبدین حکمتیار په مشري حزب اسلامی، او د مولوی خالص په مشري حزب اسلامی  او د برهان الدین ربانی په مشري جمعیت اسلامی، همدا شان د استاذ سیاف په مشرې اتحاد اسلامی د اخوانی فکر سره نږدېوالی درلود. دوی هڅه کوله د اخوانی فکر پر بنسټ خلک وروزي. خو دا تنظیمونه او مشران یې نه اخوانیان وو او نه یې له هغي ډلې سره کوم سیاسي تړاو درلود ،یوازي د هغوی د افکارو څخه اغېزمن شوي ول. د مولوی محمد نبی  محمدی په مشرۍ د حرکت انقلاب اسلامی، د پیرسیداحمد ګیلانی  په مشرۍ د محاذ ملی ، او  د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دجبهه  نجات ملی په نوم  ډلو  یا تنظیمونو د دیوبندی او تصوفی فکر پر بنسټ غوښتل خلک په ځان راټول کړي.

له نوموړو تنظیمونو پرته نورې ډلې هم جوړې شوې خو اغیزې یې کمې وې، لکه د رفیع الله مؤذن په مشرۍ حرکت اسلامی، د مولوی منصور په مشرۍ هم د حرکت تنظیم د مولوی جمیل الرحمن په مشری د اهل حدیثو تنظیم او داسي نور. پاکستان چې د لوېدېځوالو، عربی هېوادو ملاتړ ورسره ؤ، د مجاهدینو ملاتړ یې کاوه.  دغه تنظیمونه  یې رسما ومنل او د دوی مالي او نظامي مرسته یې پیل کړه. له دې سربېره ډېر نور تنظیمونه هم ؤ چي د نیواک سره مخالف ول، خو وسلواله مبارزه یې نه کوله، چې له دې ډلو د کمونېستانو چپي مخالفې ‌ډلې او ځینې لوېدیځ پلوه  ډلې یادولای شو . همدا شان ایران هم هڅه وکړه د شیعه ګانو لپاره په ایران کې تنظیمونه جوړ کړي، دوی د افغانستان شیعه مجاهدین په اتو ډلو ووېشل چې مهمي ډلې  یې حرکت اسلامي د آیت الله محسني، نصر، سپاه پاسداران  یادولای شو چې دا نورې اووه ډلي بیا وروسته د حزب وحدت په نوم د عبدالعلي مزاري تر مشرۍ لاندې را ټولې شوي .

په دې کار سره د هېواد دننه د تنظیمونو ترمنځ سیالی پیل شوه، هر تنظیم هڅه کوله چې ډېر کسان د ځان ملګري او مسلح کړي او د مخالف تنظیم د نفوذ مخه ونیسي، تر څو له یوه لوري ښه جګړه وکړي، له بل لوري خپل واک پیاوړی کړي. چي په وردګ کي په لومړی سر کي د حکمتیار  په مشرۍ د حزب اسلامی او  مولوی محمد نبی محمدی په مشرۍ  حرکت انقلاب اسلامی  تنظیمونو  خپلو لیکو ته د خلکو په جلب او جذب  پیل وکړ. بیا وروسته  جمعیت اسلامی، محاذ ملي اسلامي، حزب اسلامی مولوی خالص، اتحاد اسلامی د استاذ سیاف هم خپلې جبهي پرانیستي او خلک یې په وسلو سنبال کړل. همدا شان په هزاره مېشتو سیمو کي د شیعه تنظیمونو فعالیت پیل شو، چي دې ډېرو تنظیمونو ډېري ناوړه پایلی درلودې. د خپل منځي اختلافاتو او سیالیو په پایله کي به ډېر کله په خپلو کي مورچل په مورچل شول او په آخر کي خو د همدی تنظیمونو د سیالی له امله  تنظیمي شخړي پیل شوه او جهاد په فساد بدل شو او سپېڅلې موخې له خاورو سره خاورې شول .[1]

 حزب دېموکراتیک خلق افغانستان ګوند ( خلق + پرچم ) ډلو ته  د وفادارو خلکو حالت

 د خلق او پرچم ډلو غړي  چې د روسانو له راتګ د مخه  خپل حکومت ته خوښ او ځانونه یې  بریالي ګڼل، خو د خلکو  پاڅونونو نا هیلي  کړي  ول، په دوو برخو ووېشل شول، لومړۍ ډله چې عقیدوي کمونېستان وو د روسانو په راتګ ډېر خوښ او امیدواره شول چې نور به د دوی حکومت پیاوړی او پاڅونونه به وځپل شي. دوی  تر په خوا  لازیاتې هڅو ته ملا وتړله چې  د خلق د دیموکراتیک نظام پر پښو ودروي. دوی ته شوروي اتحاد د ژغورنې او سرلوړی مصدر ؤ. ډیری د همدې خلکو په شوروي کي زده کړې کړې وي نو د روسانو په راتلو هېڅ اندېښمن نه شول ځکه دوی ته کمونېست ګوند تر دین او هېواد او نورو ارزښتونو مهم ؤ .

دوهمه ډله چې ملي احساس یې درلود، او اسلامي عقیده یې له لاسه نه وه ورکړې، یواځې د تېرو شاهي او جمهوري  فاسدو نظامونو له کړنو ناراضه وو، سخت اندېښمن شول. په دې یې باور پیدا شو، چې روسانو دوی  د خپلو ګټو په موخه وکارول، نو یې هڅې پیل کړې تر څو د مجاهدینو له ګروپونو سره اړیکې ټینګي کړي، دې کسانو د مجاهدینو سره هر راز مرستې کولې، د روسانو له پلانونو به یې خبرول، چې ډېرۍ له دې کسانو ونیول شول، څوک پاکستان ته کډوال، او څوک  مجاهدینو ته ورغلل، او ځینې لا تر پای پورې د کابل له حکومت سره پاتې وو. همدا شان د حزب دېموکراتیک د غړو ترمنځ چی په خلق او پرچم ډلو ووېشل شول، پرچمیان وتوانېدل د روسانو په مرسته واک تر لاسه کړي، نو یې د خلقیانو په تصفیه کولو پیل وکړ، خلقیان له دې چې دوه مشران تره کی او امین یې له لاسه ورکړي ول د ببرک کارمل په راتګ سخت اندېښمن شول، او ځانونه یې نور په واک کې پردې ګڼل. د دوی ځیني ونیول شول او ډېر شمیر یې له واکه ګوښه او یا لیری جبهاتو ته واستول شول. چې دې حالت دنوموړی ګوند د ننه تربګنۍ او دښمني نوره هم پراخه کړه خو د روسانو په راتګ یې  ښکاره کوم اعتراض نه کاوه 

د وردګ ولایت  د خلکو خپلمنځي وېش:

تر دې دمه د وردګ ولایت  په کلیو کې ډېر داسې خلک هم اوسېدل چې کورونه  یې په سیمه  کې  وو خو دوی  په کابل  او نورو ښارونو کې حکومتي دندې درلودې. د ځینو به د کور یو غړی  په کلي  او بل په کابل کې اوسېدا، ځکه د دې ولایت  خلکو له پخوا په حکومت کې دندې درلودې. د ظاهر شاه او داؤد په نظامونو کې ډېری  دولتي  دندې دوی  تر سره کولې. نو د روسانو په راتګ سره خلک سره جلا شول. هغه کسان چې په کابل کې یې دنده درلوده، او یا اوسېدل، هغوی ته د سیمې خلکو او مجاهدینو په ښه سترګه نه کتل. په ډېرو د جاسوس او کمونېست ګمان کېده ، نو یې تر فشار لاندې ونیول چې له کابل څخه راستون او دنده پرېږدي، ځینې نه توانېدل چې په وردګو  ولایت کې ژوند وکړي، نو له ناچارۍ په کابل کې پاتې شول. ځینې د دولت رښتیني ملاتړي وو هغوی نه غوښتل چې له مجاهدینو سره یوځای شي،  ځینو د وردګو څخه په دې کابل ته  ګډې بار کړې تر څو د روسانو له بمباریو او  یرغلونو خلاصون ومومي. دوهمه ډله  بیا په وطن کي د ننه د مجاهدینو تر واک لاندې سیمو کې  پاتې شول. ددې دوو ډلو  ترمنځ  سخته د بې اعتمادۍ او دښمنۍ فضا رامنځ ته شوه. روسانو به چې هره بلا په کلیو  نازلوله نو خلکو به یې عاملین په کابل کې میشت وردګ  او د دولت ملاتړي ګڼل، نو  دا کسان به چې کله مجاهدینو ته  په لاس ورغلل  پرته له کومې محکمې به ووژل شول. په وردګو کې د ځینو کابل میشته وردګو ځمکې خلکو غصب کړې. د خلکو په باور او د هغه وخت د مجاهدینو په وینا  د حکومت ملاتړو  ځینو  وردګو بیا په متقابل  عمل کې د روسانو سره په همکارۍ د وردګو ګڼ کلي  د ناسمو راپورونو پر بنسټ د روسانو په  واسطه بمبارد کړل، او ګڼ کلې یې وران او لوټي کړل، چې یواځې د اونخي د درې کلي د روسانو په ټول  لس کلن اشغال کې (۱۲۰) ځلې بمبارد شول. همدا ډول د شنیز د درې  کلي تر ۱۵۰ ځلو زیات بمبارد شول. داسې کلي هم ؤ چې تر ۱۵  ځلو پورې بمبارد شوي، همدا شان د نرخ ، او جلریز په ولسوالیو کي سلګونه کلي بمبارد او وران شول .[2] ...دې حالت د دي خلکو ترمنځ دومره کرکه رامنځ ته کړه چې  د روسانو له وتلو او د لاس پوڅي حکومت تر نسکوریدو ورسته هم  دا کرکه او بې باوري  ژوره پاته وه .

د وردګ ولایت  خلک او  کډوالي

د روسانو له اشغال وړاندې د خلقي حکومت د ظلم او څارنې له امله د پاکستان او ایران پر لور د خلکو د هجرت لړئ پیل شوه. زرګونه خلک د پاکستان پر لور روان شول ، پاکستان هم خپلې پولې دوی ته پرانیستې وې. د روسانو په راتګ سره دې حالت نور هم زور واخیست، د روسانو بمباردونو، فوځي یرغلونو او لویو بریدونو  د ټولو ولایتونو خلک اړ کړل تر څو د کډوالۍ  لاره ونیسي.  په لویو کاروانونو کې به په زرګونو خلک د پاکستان او ایران په لور  په غرونو او له ګواښه ډکو لارو روان وو.  ډیري لویی سیمي، درې او ولایتونه له خلکو خالي شول. تر پنځو مېلیونوډېر خلک پاکستان او ایران ته مهاجر او هلته په کمپونو کې مېشت شول. دا خلک د هوس او ښه ژوند په تمه نه وو تللی. د ځینو کورونه د روسانو په بمباردنو کي له منځه ولاړل، ځینې خلک روسانو مجبور کړل چې سیمه ترک کړي، دوی یوازي خپل سرونه ایستل، نور یې هرڅه په کلیو کي پرېښودل. په ۱۳۶۲  کال زه د لوګر له لارې پکتیا او له هغه ځایه پاکستان ته ولاړم. د لوګر ولایت د آبچکان، سپېڅ، دوبندي په دې لویه سیمه کې هېڅ انسان نه ؤ پاتې. د پکتیا په ځاځيو کې هم همدا حال ؤ،  دومره څوک نه پیدا کېدل چې د لارې پوښتنه مو ترې کړي وای، ټول کلي او درې له خلکو خالي وو.

خو د وردګ ولایت د خلکو  حالت بل ډول ؤ.  وردګ چې هسې هم له فرضي کرښې لیرې پراته وو د پولې د لیرې والي، او د یوه نامعلوم راتلونکي څخه د وېرې له امله یې کډوالۍ ته زړه نه ښه کاوه. داچې د ۱۳۵۹ کال وروسته د وردګو ډېرې سیمې د حکومت او روسانو له واکه وتلې وې، هلته مجاهدینو خپل نظام جوړ کړی ؤ، لکه چک ولسوالي، جلګه، جغتو، نرخ ، جلریز  او داسې نورو کې  نو  خپل و‌‌‌طن ورته ګران ؤ او مهاجرت ته یې زړه نه ښه کاوه. هغه سیمې چې د روسانو تر سختو یرغلونو او بمبارد لاندې وې،  سره ددې چې په خپل کلې او کور کې یې د ژوند یوه شیبه تمه نه درلوده، او هره شیبه به تر بمبارد لاندې وو هغوی هم کډوال نه شول. زیاترو به چې خپل کور له لاسه ورکړ، نو نږدې کلي ته به کډه شول. له پاسه به روسانو بمبارد کول، له ځمکې به دوی بېرته  کورونه جوړول. کله چې په شپېتمه لسیزه کې د روسانو بمباردونه زیات شول، نوپه سلو کې یواځې لس کورنۍ  پاکستان او لس کورنۍ کابل ته کډه شول. پاتې اتیا فیصده کورنۍ همدلته بمبارد ته پراته وو. داسې کلي هم ؤ چې خلک به یې په شپو شپو د غرونو په غارونوکې اوسېدل، یا به د ورځې غره ته تلل، د شپې به کلي ته راتلل، ډېرو کورنیو د کورونو تر څنک په ځمکه کې سمڅې کیندلې وې. چې کله به د بمبارد ګواښ موجود و نو نږدې سمڅو کې یې پناه اخیسته. ډېر کله به همدا سمڅې له بمونو  پري را بندې   او دوی به په کې شهیدان شول  لکه د شنیز د ښادي خېلو په کلي کې. شپېتمه لسیزه د وردګ ولایت د خلکو لپاره د ژوند تر ټولو سخته لسیزه وه، په دې لسیزه کې د خلکو یواځنی مرام ژوندي پاتې کېدل وو.

د نه مهاجرت دوهم  دلیل دا ؤ چې په پاکستان کې تنظیمي مشرانو  ددې ولایت له خلکو  سره  ښه همکاري نه کوله، داسې کورنۍ هم وې، چې له مهاجرت وروسته له سختو ستونزو سره مخ شوې، او ځینې بېرته وردګو ته راغلې، په تنظیمونو کې مخکښو مشرانو دا احساس نه درلود چې له خلکو سره مرسته وکړي، د وردګ ولایت   د ننه به هم ځینو مشرانو خلک له هجرت څخه منع کول. دوی  ګمان کاوه چې په مهاجرت سره به د روسانو په مقابل کې جهاد  کمزوری او هېواد به د نیواک پر ضد مات او روسان به بریالي شي. دا په داسې حال کې چې د نورو قومونو او خلکو مشرانو خپلو خلکو ته هر ډو اسانتیاوې برابرې کړې وې، تر دې چې ځینو تنظیمونو او قومونو خو خپلو خلکو ته  جلا کیمپونه  جوړ کړي وو.

 د دې ولایت  خلکو د هجرت په نه کولو  سخت تاوانونه وکړل، له یوه لوري  پوره لس کاله په اور کې اوسېدل هره شیبه یې د مرګ له ګواښ سره مخ ول. ډیرو خپلې کورنۍ ، دوستان او خپلوان له لاسه ورکړل، د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شول، ماشومان او ځوانان یې له زده کړو پاتې شول. په مهاجرت سره دوی  توانېدل  دمهاجرت له روزنې او فضا ګټه واخلي، په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي، د څو کلونو لپاره آرام ژوند وکړي، د نورو قومونو سره داوسېدنې کلتور زده کړي، خپل ماشومان په یوه هوسا فضا کې تر روزنې لاندې ونیسي، به ښوونځیوکې یې شامل کړي ،پوهنتونونه پرې ووایي، او لکه نور غوندې بهرنیو هېوادو ته مهاجر شي  خو دا یو هم ونه شو .[3]



[1] - د څارنوال صاحب نقیب الله سره زما مرکه

- شمېرې  د اونخې اوشنیز د زیاترو خلکو له خوا راکړل شویدي [2]

[3] - د مدیر محمدفاروق خان ، مدیر محمد زاده ،  استاذ عبدالرازق خان سره زما د ۱۳۸۸ کال مرکې چې وردګ اولس ولي هجرت ونه کړ.