۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

د فس بک د سمندر ښکلی ساحل او خطرناکي څپې



 د فس بک د سمندر  ښکلی ساحل او  خطرناکي څپې
 لیکنه : محمدشفیق صادق

کله چې د هیلو  سمندر  ته د خوښی او امیدونو په تمه ورځې ، نو ګورې به چې د سمندر  د ساحل په غاړه ، ښکلې او ملایمه هوا چلیږي ، هره خوا به لمر لمر ، ، غوټي غوټي او هیلې هیلې وي ، زړه به دې غواړې چې د سمندر په دې تړمو اوبو کې کرار کرار د سمندر ولور ته وردننه شي ، او د ساحل په دې نرمو او نریو اوبو کې غوټې ووهې ، اوبه به ډیرې خوندورې وي ، غواړي به چې څو قدم وړاندې ورشي ، بیا به هم هرڅه  ښه په خوند روان وي  کیدای شي ته به وتوانیږي چې لامبو ووهی او یا به دي لامبو زده نه وي ، خو زړه به دي ډیر غواړي چې د سمندر منځ ته ځان ورسوی په تیره بیا چې ته هلته خلک ګوري چې لامبو وهي ، غوټې وهی او خاندي ، فکر به کوي چې  دانور خلک هم هلته تللی ،  هغوی هلته غوټې وهی ،
لامبو وهی او خوند آخلي کله کله به دا سمندر دومره خوندور وي چې ته به په ځان خبر نه وي او ته به یې منځ ته رسیدلی وي  ، ته به هلته ډیر خلک ویني   ، راز راز انسانان ، راز راز ژوي ، خو  پام کوه چې  ټول سمندر د ساحل غوندي ندی ، لږ وړاندی دا سمندر لوییږي ، ژوریږي ، او خطرناک کیږي ، که ته ښه لامبو وهونکي نه يی ، نو هڅه مه کوه ، چې وړاندي ولاړشي ، د ناولده لامبو وونکو سره سیالی وکړي ، ځان او توان ته د پام کوه ، سمندر که ساحل او نرمي اوبه لری ، ژورې ، توفاني څپې ، او خطرناک ژوی هم لری ، نو هڅه مه کوه ، چې نا ولده سمندر ته ورداخل شي ، ته به  پوه نه وي نو سمندر به دي خپلې ګیډي ته ورکش کړي ، نو یوازې د سمندر په غاړه د خپلو ملګرو او انډولانو له دوستانو سره لمبیږه ...هو  وروره فس بک هم همدا شان سمندر دی ، هڅه کوه چې له آشنا خلکو ، او ملګرو سره ملګری وي ، له همصنفیانو ، دوستانو سره ، د فس بک د سمندر په هواره څنډه کي لامبو وهه ، خو که له پراخي علمي پانګي او کلکي عقیدې پرته د فس بک د سمندر تل او منځ ته ځان رسول غواړي ، له نا اشنا او ناولده ملګرو سره ملګری کول غواړي ،  نو پوه شه چې فس بک د سمندر غوندي خطرناکې ژوری لری ، توفاني څپې او وحشتناکې څیرې لری ، قوي پیاوړي او وژونکي  حیوانات لری ،  چې له ښې علمي پانګي او ښي  کلکې عقیدي  او ښ تیاری او قوي ځواک پرته به دې خپلې ګیډې ته د ننه کړي .

په فس بک کې په ښکاره خو ډیر پاسته ، مینه ناک او خندني خلک وینې ، ډیر په زړه پورې تصویرونه ، خندنې او ښکلې څیري به وینې  خو ډیرې دا څیرې ، د هغو پړانګانو په شان دي چې په ښکاره خو د هوسیو د بچو سره یو ځای څری خو په زړه کې د هر ژوندي انسان د مرګ قواله په خپل جیب کې ګرځوي ، په کراره کراره به دي داسې د سمندر منځ ته ورسوي چې بیا به بیرته د راتلو لاره درڅخه ورکه وي ...نو پام کوه  افغان ځوانه مسلمان ځوانه چې د میږي په پوستکې کې دې لیوان ونه خوری ، نو یوازي د اشنا خلکو ، خپلو ملګرو او دوستانو سره  په دې سمندر کي لامیو وهه




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر