۱۳۹۵ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

کافر پاچا ناست دی د ثور د اوومي په مناسبت




کافر پاچا ناست دی

 د ثور د اوومي په مناسبت
لیکنه : محمدشفیق صادق
له لنډې رخصتۍ وروسته ، بیا ښوونځې ته روان شوو ، زه هغه مهال د پنځم ټولګې زده کوونکی وم ، په ډیرو سیاسي لوبو او ډلو ټپلو نه پوهیدم ،هغه مهال دا لوبي تر ډیره په ښارونو کې د لوستو خلکو تر منځ روانې وي ، په کلیوالي سیمو کې چا دې خبرو ته دومره اهمیت هم نه ورکاوه ، زه چې په کلیواله سیمه کې د ښوونځې د پنځم ټولګي زده کوونکی وم ، ټوله هڅه مې دا وه چې سهار له ښوونځې مخکې د جومات د ملاصاحب څخه سبق ووایم ، وروسته ښوونځې ته ولاړ شم، د کور په چارو کې د کورنی سره مرسته وکړم ... پلار مې هم چې خپله نالوستی خو د ښاري چارپیریال سره بلد ؤ هڅولم چې ښه زده کړه وکړم ، تر څو په ټولګي کې په ښه نمره بریالی شم ، او همداسې به هم کیدل .

نه مي ټوپک لیدلای ؤ او نه ټانګ ، نه مو توپ لیدلی ؤ او نه بمبارد ...هر څه ښه روان ؤ ،یوازی یوې خبری اندیښمن کړی ؤ چي زموږ د کلی تر څنګ د ریل پټلی د جوړیدلو لپاره انجنیران په کار بوخت ؤ او نقشی به يی جوړولي ، .... هو یوه بله ستونزه هم وه ، هغه دا چي زموږ د کلی څخه یو کیلوتر کوزی خواته د اوبو د  زخیره کولو لپاره د یوه لوی بند د جوړولو نقشی هم روانی وي هر سهار چی به موږ ښوونځي ته تللو انجنیران مو لیدل چي په کار به لګیا ؤ ،او موږ به دا سره ویل چي زموږ کلی به تر اوبو لاندی شي او موږ ته به چیرته ځمکې را کوي ...همدا دوه داستانونه ؤ ......
په دې ورځ د ښوونځې په لاره چې زموږ له کوره پنځه کیلومتره لیري ؤ او موږ به پلې ورتلو ،د لویو زده کونکو تر منځ د تیرې ورځې دپیښې په اړوند خبرې روانې وي ، زه دومره پوه وم چې کمه پیښه شوي ، ځینو ویل کودتا شويده ، ځینو د جګړي خبري کولې ، ځینو ویل پاچا یې مړ کړی . ځینو ویل ښه وشول، ځینې خوابدی او چپ روان ؤ .... موږ دې ته خوښ ؤ چې یوه ورځ رخصتي مو زیاته وکوله ...
د ښوونځې فضا هم تغیر کړی ؤ ډیري معلمین نن په بدل حالت ؤ ،هر ځای به دوه دری سره ولاړ ؤ پټې خبرې به یې سره کولې .
لومړی درسې ساعت مو د ( .....) د کلي د اوسیدونکی د مرحوم استاذ (........)ؤ هغه مو د قرآنکریم استاذ ؤ ، سپاري مو خلاصي په درس مو پیل وکړ ،
نن یې درس په خپله پیل کړ ، قرنکریم یې په خپله تلاوت کاوه ، تلاوت یې ډیر اوږد کړ، د تلاوت سره یې له سترګو اوښکې جاري شوې ، اوښکې یې په ږیره کې راروانې وې ، غږ یې هم بدل شو او د تلاوت سره یې په زوره زوره ژړا پیل کړه ، موږ هم ټول حیران شوو چې نن استاذ ولي داسې کوي؟ پخوا خو داسې نه ؤ ؟
ټول درسې ساعت پرته له دې چې موږ یې لامل وپوښتو او یا هغه راته څه ووایې همداسې تیر شو ، د معلم صاحب له وتلو وروسته په ټولګي کې هم خبري ډیرې شوي هر چا یو څه ویل .. زه چې لا تر دې دمه نه پوهیدم ، د څنګ له خپل ملګري مې پوښتنه وکړه ، دا معلم صاحب ولي ژړل؟ هغه په ځواب کې راته وویل : کاپر پادشاه ناست دی!! له خوبه را پاڅیدم ، په فکر کې ولاړم ، او دا خبره راته ډیره نوی وه ...کاپر پادشاه !!! دوهم ساعت مو یو بل استاد (....) راغی ، په درس یې د نورو ورځو غوندي پیل وکړ ، زما چې لا د ملګري خبري په مغزو کې انګازې کولې ونه تواندیم تحمل یې کړم .. له استاذ مې پوښتنه وکړه ، ملم صایب ! ریښتیا کاپر پادشاه ناست دی؟ هغه په وارخطایی راته ځواب راکړ : نه نه څوک وایی ، دا هسې خبرې دی ، ما ورته د څنګ ملګري ته ایشاره وکړه .. دا راته وایی .. نه نه یو بل پادشاه راغلی..
معلم ولاړ ..خو زړه مې قناعت ونه کړ ..په لارو بیرته هم د زده کوونکو ترمنځ خبرې روانې وې ، خو زما په ذهن کې همدې یوې خبرې انګازي کولې ( کاپر پادشاه...) کور ته په رسیدو مې مور ته تر ټولو لومړی خبره همدا وه : مورې ! کاپر پادشاه ناست دی ؟ هغې راته وویل : چا ویل زویه ! بیا مو کیسه ورته وکړه ، نو یې په کراره اوسیلی وکیښ ، او کې! زویه خدای د خیر کا ، چې څه کاني به راباندې وشي ، خو ته چاته مه وایه ، خپل سبک وایه .. .. زما پلار په کابل کې دنده درلوده ، او کور کې مې همدا مور وه چې په هره خبره به یې خبرولم او ما به هم خبروله هغې ته رسوله ...
همدا د
۱۳۵۷ کال د ثور د اوومې د ودتا څخه وروسته یوه ورځ وه ، نور له دې ورځې وروسته د زمانې نادودو ، او ورځینو پیښو ډیر ښه پوه کړم، هره ورځ به مې نا آشنا خبره اوریده ، هره ورځ به یو غم ؤ ، یو نوی باب یو نوی فصل .. نن بي فلانی بوته ، پرون یې هغه فلانی ونیو . تورجیپ راغی ...نوی نااښنا اصطلاحات مي وپپژندل ، اخوان شیاطین ، توره ارتجاع ، اشرار ، دیموکراتیک ..او ډیر نور ...نور زه ویښ شم ، زماني ویښ کړم .. نادودو ، مظلومیتونو ، نا ولده عسکرو ، شین سترګو ، او سور مخو سره اشنا شوم ، له وینو او له باروتو سره ، له زندانونو او له بمباردونو سره ، له الوتکو او ټانګونو سره ... د وطن ناخوالو او ورپسې جګړو ، تر دې چې همدا معلم صاحب هم یو کال وروسته په دې تور ووژل شو چې ګواکې د نوي نظام ملاتړی دی؟ ...تر ننه د همغې یوې ورځې د ناورین له لاسه کړیږم ... زما ژوند خو هغې ورځې واخیست ښوونخې می وسوځیده ، کور می وران شو ، دوستان او خپلوان مي په وینو کې ولمبیدل ..او همدا زما د تیر ژوند لنډ داستان شو ... خو زما راتلونکی نسل یې هم په بدمرغیو ورټل واهه ...
غلطي لاري ، غلط تصورات ..احساساتي کړنې ، او د اذهانو په مخالف جهت کې حرکت ....


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر