۱۳۹۵ مرداد ۸, جمعه

توکم پاله تربګني او د وردګ اولس راتلونکی ؟


 توکم پاله تربګني او د وردګ اولس راتلونکی  ؟

لیکنه : محمدشفیق صادق
 په دې کې شک نشته چي د هیواد سیاسې حالات یوه مجهول لوري ته روان دي ، هیڅوک نه پوهیږي چي راتلونکی کال ، یا څو کاله وروسته به زموږ د هیواد برخلیک څه ډول وي ، دا پداسې حال کې چې هیواد کې د جګړو ، سیالیو او تربګنیو پردې اوړې را اوړې ،کیدای شي حالات ښه شي او هیواد د یوه ښه برخلیک سره مخ شي ، او کیدای شي نور هم د خرابی په لور روان شي ،

تر کومه چي د چارواکو سیاسي دریځونه او په سیاست کې بی زړه توب ، د پردې تر شا د ګاونډیو لاسونه ، د بهرنیانو مداخلو ته چي سړی ګوری نو یوازې  هوښیار او ځیرک مشران به  وکولای شي خپل اولسونه او قومونه له  ناورینونو او لانجو ژوندې او سالم را وباسی ، که خدای مه کړه ددې اولسونو واک احساساتی ، او توکم پاله او ځان غوښتونکو مشرانو ته په لاس ورشي نو  د اولس او قوم راتلونی به هم د پخوا په شان له ناورینونو سره مخ وي .

زه دا نه وایم چې موږ( وردګ اولس)  دې د هیواد هرې پیښې ته لاس تر زني او په ننداره کښینو او وګورو چي حالات په کوم لوری روانیږي ، موږ باید د هیواد په سیاست او رغونه کې فعاله ونډه واخلو ، خپل حق له نورو مخکې تر لاسه او وغواړو ، خو په دي برخه کې باید د چارواکو  او پردي پالو سیاست مدارانو له دسیسو او د توکم پالنې له هغو بازیو هم ځان څنګ ته کړو چي غواړي د قومونو او اولسونو په جنګولو د خپل ځان دبقا لپاره لاری لټوی .
موږ په تیر تاریخ کې دری ځله همداسې د واکمنو په لومو کې لوبیدلی یو  چي پرته له زیانه مو هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده چي په لنډو کي به یی یادونه وکړم :
۱- تقریبا یوه پیړئ وړاندې د امان الله خان د واکمنی په خلاف د پکتیا قومونو چې زیاتره د احمدزیو قوم ؤ راپاڅیدل ، هغوی له امان الله خان څخه خپلې مشروع غوښتنې درلودې خو امان الله خان ددې په ځای چې د هغوی غوښتنو ته غوږ ونیسې د هغوی په ټکولو یې پیل وکړ ، د هغوی کلی یې په انګریزی او جرمنی
الوتکو بمبارد کړل ، بیا یی د هغوی د مقابلې لپاره نور قومونه په وسلو سنبال کړل چی یو پکښې د وردګو قوم ؤ ، د وردګو جنګیالی د التومور په دښته او تیره کې د پکتیاوالو سره په جګړه کې ښکیل شول ، د هغه وخت مشرانو چي په څه  دلیل دا کار کړی وي ، زه نه پرې پوهیږم ، خو د پکتیا له قومونو سره جګړه په هیڅ صورت زموږ په ګټه نه وه ، او تر ډیره وخته پوري د یوه ناسور زخم په څیر د وردګو او پکتیا د خلکو تر منځ پاته شوه .
۲- دوهم ځل بیا د امان الله خان د حکومت څخه د دفاع په موخه د  وردګو قوم د حبیب الله سقاو د حکومت په خلاف را پاڅید ، سره ددی چي په دې برخه کې هم پرته له قومي مسئلې بل هیڅ تر منځ نه ؤ ،  د وردګو قوم دا ځل هم د سقاو په مقابل کې پوره مقاومت وکړ ، خو امان الله خان دوی په ډاګ پریښودل او خپله کندهار ته وتښتید چي په نتیجه کې د سقاو لښکرو د وردګو د سیدآباد او خصوصا تنګې درې ټول کلي وسوځول ، مالونه یې چور کړل او هر څه یې ورڅخه یوړل ..موږ په دي جګړه کې له یوه لوری لوی تاوان له بل لوری د یوه قوم دښمنې په غاړه واخیسته ..
۳- دریم ځل چې کله نادرخان د سقاو د حکومت په مقابل کې لښکري را ټولې کړي نو وردګو هم پکښې ښه غوښنه ونډه درلوده ، خو نادرخان وردګو ته څه ورکړل ؟ هیڅ هم نه
۴- څلورم ځل بیا د شمالی خلکو د نادرخان د هغو وعده خلافیو په وړاندي بغاوت وکړ چې د سقاو د حکومت د را پرځولو په مهال یې ورسره کړې وي ، خو نادرخان ددې په ځای چې د هغوی روا او مشروع غوښتنو ته ځواب ووایی پښتانه قومونه یې پرې را ایله کړل ، قومونو په شمالي کې هغه څه وکړل چي د ویلو نه دي ...په دې حشر کې هم وردګو ونډه درلوده ...خو وردګو څه لاس ته راوړل ؟ د نادرخان د حکومت تينګول او د شمالي د تاجکو قومونو تل پاته دښمنی .

 د نادخان او امان الله خان د دورو قومي جنګونو زخمونه لا تر اوسه هم روغ ندی ، احمد شاه مسعود به چي کله د طالبانو په خلاف خپل قومیان د  جګړې لپاره تشویقول نو د همغو ناورینونو یادونه به یی ورته کوله او هغوی ته به یی ویل ( خوارزاده های تان آمده همراه شما جنګ میکند ) او دا د ناسور ټپ لا تر اوسه هم ندی روغ شوی ..اوس یۍ  د اشرف غنی او عبد الله عبد الله په سیالی کې په سیاسي بڼه لیدلای شو
۵- پنځم ځل بیا خلقیانو غوښتل چي د امان الله خان او نادرخان تجربی په وردګو تکرار کړي ، دا ځل دوی غوښتل چي وردګ چي لا تر دې دمه د حکومت تر ولکې لاندې ؤ د هزاره جات په وړاندې چې د خلقیانو د حکومت په مقابل کې یې  بغاوت کړي ؤ و جنګوي  ، د وردګو اولس ته یی (۱۲۰۰۰) میله توپکونه وویشل او جګړې ته یی چمتو کړل ، دا ځل هم هزاره ګانو د خپل ځان د ساتلو  په موخه د وردګو د اولس د تباه کولو پلان تر غور لاندي نیولی ؤ خو الحمد لله چي د وردګو بیدارو او کارپوهو مشرانو د حکومت دا پلان شنډ او ټوپک کې د حکومت په خلاف وکارول چي په دې سره د هزاره ګانو او وردګو دایمې دښمنی په سوله او دوستی بدله شوه
اوس هم ځینې مشران او ډلي غواړي همغه پخوانی ډرامی بیا د ځینو احاساستي ځوانانو په لاس تجربه او تکرار کړي خو موږ ته په کار ده چي له دې تاریخي اشتباګانو پند واخلو ، نور د چا د پاچاکولو او یا مشر کولو لپاره خپل قوم او اولس د تاریخي دښمنیو ډګر ته ورټیل نه وهو
زه د وردګ ځواک د فس بک پاڼې په هغه  پخواني  پروفایل ډیر خوابدی شوم  چي د بریښنا د ستونزی په هکله یی د هزاره ګانو په وړاندي د عکس العمل په توګه جوړ کړی  ؤ ،  زموږ مشران او ځوانان باید چې له قومي جګړو او ډغرو د نورو په ګټه ځان ژوبل نه کړی او نه هم د خلکو عکس العملونه را وپاروی .
زه په زغرده ویلای شم کوم خلک چي د پښتون او پښتون ولی په نوم  ځانونه ارګ او یا وزارت ته رسول غواړی هغوی دې دا ډغري د قومونو په جنګولو نه بلکه د ارګ د ننه د خپلو حقونو په غوښتنه پیل کړی ، د پښتون حق په بازار او کوڅه کي  تر پښو لاندې شوی  ندی ، بلکه دا حق د ارګ د ننه د پښتنو مشرانو د معاملو په نتیجه کې تر پښو لاندي دی نو هڅه دي نه کوي چي نور قومونه د ځان قربانی کړي ... د تور خم دروازی او جګړي ښه په ډاګه کړه چې د پښتون په سر چیرته معامله روانه ده  ...   دا به په راتلونکی کې ثابته شي چي  د ا توکم پاله تحرکات د چا په ګټه او د څه لپاره دی ؟ نو زموږ وردګ ځوانان باید دداسي سیاسي څیرو په احساساتی ویناوو ونه غولیږي بلکه له تیر  څخه عبرت واخلی  ځان او خپل اولسونه د هیڅ په بدل کې  په نورو ونه پلورو او زموږ هر یو ځوان او مشر باید د یوه غره په شان وقار ، عزت او صبر ولری ...

۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

لویدیځوال ، د خپلو وضعی قوانینو سره په جګړه کې



لویدیځوال ، د خپلو وضعی قوانینو سره په جګړه کې

دا چې انسانی تفکر او ادراک تر یوه ټاکلی حد پوری   ددې  توان لری چي د ګټو او زیانونو سنجش  دې تر یوې مودې پورې وکړې خو د اوږدې مودې لپاره بیا یوازي الهی قوانین دی چي د بشر د سعادت او نیکمرغی زمه واری اخیستلای شی ، او دا موقت سنجش او پلان هم بیا کله کله د ګټې په ځای

لوی زیانونه هم رامنځ ته کړي ،د قوانینو په برخه کې هم دا ډول امکانات ډیر وي ،په لویدیځ کې د ښځې د حقوقو موضوع په فرانسه کي د انقلاب او په اروپا کي له آزادی وروسته راپورته شوه ، چې د ښځو د مدافعو ټولنو ټولې غوښتنې پرته له دي چې ګټې او تاوانونه یې وسنجول شي په پراخ اکثریت ومنل شوي او په قانون کې ورته ځای ورکول شوی ،یو له دی قوانینو څخه د میراث په برخه کې د ښځې او نارینه د حقوقو تساوی او په ملکیت کې شراکت دی ، د لویدیځ د قانونه په اساس ښځه او نارینه له نکاح وروسته دواړه د نارینه په کور کي چي د هغه ملکیت دی سره شریکان دي کله چي ښځه او نارینه یو بل ته طلاق ورکوی نو ښځه د نارینه په کور کې نیمایی شریکه ده ، چې په ښکاره خو دا ډول شراکت د ښځې لپاره په اقتصادي برخه کي ډیر ګټور دی ، خو د ملکیت په هکله او د نکاح په راتلونکي خپلې ناوړه اغیزي لری ، لومړی دا چې کور نارینه جوړ کړی ، هغه یې مالک دی ، نو ښځه په تیاره سره د بل په ملکیت کې پرته له میراثی قوانینو ملکیت پیدا کوی ، نو د ښځې لپاره ښه چانس دی، ځکه هسي هم په لویدیځ کې ښځې اونارینه ډیر وخت نه راسره تیروي او له څو کلونو وروسته یو بل ته طلاق ورکوی

، نو دا چي اقتصادی موضوع په لویدیځ کې تر بلي هري موضوع ډیره مهمه ده ، نو ښځې کولای شي په څو کلونو کې د څو ازدواجونو او طلاقونو په کارولو د ښې اقتصادي لاسته راوړني جوګه شي ،همدا شان کولای شي په څو کلونو کې ښې ګټې او لاسته راوړنې ولری ، خو بل لوری ته نارینه ته ازدواج او نکاح کول یوه لویه اقتصادی ضربه ده ،ځکه په هر ځل نکاح سره به خپل نیم کور له لاسه ورکوي ، نو په دې سره به نارینه کمزوری او ښځې پیاوړي شی ..
اوس په لویدیځ کې همدا لویه ستونزه ده ، ښځه حیرانه ده چي څنګه یو نارینه ومومي چې واده ورسره وکړی ، د نارینه موندل ورته نا ممکن کار ګرځیدلی ، نارینه له دی ویری چې که واده وکړم نو ښځه به مي طلاق واخلی او بیا به نیم کور را څخه وګرځوی ، نو له ویرې د واده کولو څخه ډډه کوي ...هسی خو هم هلته طلاق د ښځې او نارینه دواړو حق ګڼل کیږي ...
نو له دی کبله نارینه او ښځې مجبور شوي چې د خپلو جنسې غریزو د پوره کولو لپاره د واده کولو په ځای نوري لاری ولټوی ، چي له دي لارو څخه یو هم د همجنس شخص څخه جنسی استفاده ده چي اوس ورته لویځوالو د مجبوریت له مخې جواز ورکړی ...
بله د حل لاره یې د ملګرتیا تړون دی ، (چې اوس (۶۰) په سلو کي ودونه په همدي ډول تر سره کیږي چي نارینه او ښځه یو له بل سره تړون کوي چي دواړه به واده او نکاح نه راسره کوي نکاح خو یو په بل حقوق لازموی نو د یوه تړون په اساس د ملګرتیا ګډ ژوند غوره کوي چي یو په بل د میراث او مالی ورکړي راکړي کومه زمه واري نه لری ، بلکه یوازی یو له بل څخه جنسي استفاده کوي او بس ..
په دي صورت کي ښځه بیچاره مجبوره ده خپله ډوډي په ځپله ځان ته ومومي ، او د راتلونکو اولادونو سرنوشت به یې هم محکمه معلوموي کیدای شي هغه هم د همدي بدمرغې د اوږو بار شي ..... نو په دی توګه لویديځ د ښځو د حقوقو په نوم هغه څه په ښځه منع کړل چي ددی بیچاره طبیعت او انسانیت یې غوښتنه کوي .. ښځه نور هلته نه ازدواج کولای شي نه هغه میراث اخیستلای شي کوم چي په اسلام کي ښځې ته ټاکل شوي بس یوازی د نارینه ؤ د موقتو جنسی غریزو د اشباع لپاره د یوې وسیلي په توګه کارول کیږي ...له همدې امله نن د لویدیځ ښځې تر ټولو زیاتي په یوه شي پسې لالهانده دی او تل یې په لټه کې دی ...هغه یو نارینه چي واده ورسره وکړی ...په فس بک کي ډیر ځله لویديځواله ښځه تر ټولو لومړی د همدي ورک شوي شي په لټه کې ده ..څنګه وکولای شی چي یو څوک ومومي تر څو واده ورسره وکړی ...خپل حق او خپل طبعي ژوند ومومي ...
خو لویديځوالو قانون پوهانو او سیاستوالو پري دا لاره بنده کړي ..نو مجبورې دی چي له ناروا لارو خپله غوښتنه پوره کړي
په دی کار سره نور نو د تولد او تناسل سلسله کرار کرار له خنډونو سره مخ ده ، او په ډیرو نیژدي پیړیو کې به د اروپا سپین نژاد د تل لپاره له منځه ولاړ شي او ځای به یې اسیایی او افریقایی نژادونه ډکوي چي د همدي امله مجبور دي د نورو هیوادونو وکړي ومني او هلته یې ځای په ځای کړي تر څو یې له راتلونکو نسلونو د خپلو موخو لپاره او ددوی د بقا لپاره ګټه واخلی
په تأسف سره باید ووایم چي په اوسني وخت کي د افغانستان لپاره هم ځينې قانون پوهان او قانون جوړونکې اداری هڅه کوي همدا قانون په ډیر لنډ راتلونکي کې د افغانستان په قوانینو کي په ځینو نورو عبارتونو او ټکو سره ځای په ځای کړي او په همدی کار روان دی چې دا قانون د افغانستان د قوانینو برخه جوړه کړي .