توکم پاله تربګني او د وردګ اولس راتلونکی ؟
لیکنه : محمدشفیق
صادق
په دې کې شک نشته چي د هیواد سیاسې حالات یوه
مجهول لوري ته روان دي ، هیڅوک نه پوهیږي چي راتلونکی کال ، یا څو کاله وروسته به
زموږ د هیواد برخلیک څه ډول وي ، دا پداسې حال کې چې هیواد کې د جګړو ، سیالیو او
تربګنیو پردې اوړې را اوړې ،کیدای شي حالات ښه شي او هیواد د یوه ښه برخلیک سره مخ
شي ، او کیدای شي نور هم د خرابی په لور روان شي ،
تر کومه چي د
چارواکو سیاسي دریځونه او په سیاست کې بی زړه توب ، د پردې تر شا د ګاونډیو لاسونه
، د بهرنیانو مداخلو ته چي سړی ګوری نو یوازې هوښیار او ځیرک مشران به وکولای شي خپل اولسونه او قومونه له ناورینونو او لانجو ژوندې او سالم را وباسی ،
که خدای مه کړه ددې اولسونو واک احساساتی ، او توکم پاله او ځان غوښتونکو مشرانو
ته په لاس ورشي نو د اولس او قوم راتلونی
به هم د پخوا په شان له ناورینونو سره مخ وي .
زه دا نه وایم چې
موږ( وردګ اولس) دې د هیواد هرې پیښې ته
لاس تر زني او په ننداره کښینو او وګورو چي حالات په کوم لوری روانیږي ، موږ باید
د هیواد په سیاست او رغونه کې فعاله ونډه واخلو ، خپل حق له نورو مخکې تر لاسه او
وغواړو ، خو په دي برخه کې باید د چارواکو او پردي پالو سیاست مدارانو له دسیسو او د توکم
پالنې له هغو بازیو هم ځان څنګ ته کړو چي غواړي د قومونو او اولسونو په جنګولو د
خپل ځان دبقا لپاره لاری لټوی .
موږ په تیر تاریخ
کې دری ځله همداسې د واکمنو په لومو کې لوبیدلی یو چي پرته له زیانه مو هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده
چي په لنډو کي به یی یادونه وکړم :
۱- تقریبا یوه
پیړئ وړاندې د امان الله خان د واکمنی په خلاف د پکتیا قومونو چې زیاتره د احمدزیو
قوم ؤ راپاڅیدل ، هغوی له امان الله خان څخه خپلې مشروع غوښتنې درلودې خو امان
الله خان ددې په ځای چې د هغوی غوښتنو ته غوږ ونیسې د هغوی په ټکولو یې پیل وکړ ،
د هغوی کلی یې په انګریزی او جرمنی
الوتکو بمبارد کړل
، بیا یی د هغوی د مقابلې لپاره نور قومونه په وسلو سنبال کړل چی یو پکښې د وردګو
قوم ؤ ، د وردګو جنګیالی د التومور په دښته او تیره کې د پکتیاوالو سره په جګړه کې
ښکیل شول ، د هغه وخت مشرانو چي په څه دلیل دا کار کړی وي ، زه نه پرې پوهیږم ، خو د
پکتیا له قومونو سره جګړه په هیڅ صورت زموږ په ګټه نه وه ، او تر ډیره وخته پوري د
یوه ناسور زخم په څیر د وردګو او پکتیا د خلکو تر منځ پاته شوه .
۲- دوهم ځل بیا د
امان الله خان د حکومت څخه د دفاع په موخه د
وردګو قوم د حبیب الله سقاو د حکومت په خلاف را پاڅید ، سره ددی چي په دې
برخه کې هم پرته له قومي مسئلې بل هیڅ تر منځ نه ؤ ، د وردګو قوم دا ځل هم د سقاو په مقابل کې پوره
مقاومت وکړ ، خو امان الله خان دوی په ډاګ پریښودل او خپله کندهار ته وتښتید چي په
نتیجه کې د سقاو لښکرو د وردګو د سیدآباد او خصوصا تنګې درې ټول کلي وسوځول ،
مالونه یې چور کړل او هر څه یې ورڅخه یوړل ..موږ په دي جګړه کې له یوه لوری لوی
تاوان له بل لوری د یوه قوم دښمنې په غاړه واخیسته ..
۳- دریم ځل چې کله
نادرخان د سقاو د حکومت په مقابل کې لښکري را ټولې کړي نو وردګو هم پکښې ښه غوښنه
ونډه درلوده ، خو نادرخان وردګو ته څه ورکړل ؟ هیڅ هم نه
۴- څلورم ځل بیا د
شمالی خلکو د نادرخان د هغو وعده خلافیو په وړاندي بغاوت وکړ چې د سقاو د حکومت د
را پرځولو په مهال یې ورسره کړې وي ، خو نادرخان ددې په ځای چې د هغوی روا او
مشروع غوښتنو ته ځواب ووایی پښتانه قومونه یې پرې را ایله کړل ، قومونو په شمالي
کې هغه څه وکړل چي د ویلو نه دي ...په دې حشر کې هم وردګو ونډه درلوده ...خو وردګو
څه لاس ته راوړل ؟ د نادرخان د حکومت تينګول او د شمالي د تاجکو قومونو تل پاته
دښمنی .
د نادخان او امان الله خان د دورو قومي جنګونو
زخمونه لا تر اوسه هم روغ ندی ، احمد شاه مسعود به چي کله د طالبانو په خلاف خپل
قومیان د جګړې لپاره تشویقول نو د همغو
ناورینونو یادونه به یی ورته کوله او هغوی ته به یی ویل ( خوارزاده های تان آمده
همراه شما جنګ میکند ) او دا د ناسور ټپ لا تر اوسه هم ندی روغ شوی ..اوس یۍ د اشرف غنی او عبد الله عبد الله په سیالی کې
په سیاسي بڼه لیدلای شو
۵- پنځم ځل بیا
خلقیانو غوښتل چي د امان الله خان او نادرخان تجربی په وردګو تکرار کړي ، دا ځل
دوی غوښتل چي وردګ چي لا تر دې دمه د حکومت تر ولکې لاندې ؤ د هزاره جات په وړاندې
چې د خلقیانو د حکومت په مقابل کې یې بغاوت
کړي ؤ و جنګوي ، د وردګو اولس ته یی (۱۲۰۰۰)
میله توپکونه وویشل او جګړې ته یی چمتو کړل ، دا ځل هم هزاره ګانو د خپل ځان د
ساتلو په موخه د وردګو د اولس د تباه کولو
پلان تر غور لاندي نیولی ؤ خو الحمد لله چي د وردګو بیدارو او کارپوهو مشرانو د
حکومت دا پلان شنډ او ټوپک کې د حکومت په خلاف وکارول چي په دې سره د هزاره ګانو
او وردګو دایمې دښمنی په سوله او دوستی بدله شوه
اوس هم ځینې مشران او ډلي غواړي همغه پخوانی ډرامی بیا د ځینو احاساستي ځوانانو په لاس تجربه او تکرار کړي خو موږ ته په کار ده چي له دې تاریخي اشتباګانو پند واخلو ، نور د چا د پاچاکولو او یا مشر کولو لپاره خپل قوم او اولس د تاریخي دښمنیو ډګر ته ورټیل نه وهو
اوس هم ځینې مشران او ډلي غواړي همغه پخوانی ډرامی بیا د ځینو احاساستي ځوانانو په لاس تجربه او تکرار کړي خو موږ ته په کار ده چي له دې تاریخي اشتباګانو پند واخلو ، نور د چا د پاچاکولو او یا مشر کولو لپاره خپل قوم او اولس د تاریخي دښمنیو ډګر ته ورټیل نه وهو
زه د وردګ ځواک د
فس بک پاڼې په هغه پخواني پروفایل ډیر خوابدی شوم چي د بریښنا د ستونزی په هکله یی د
هزاره ګانو په وړاندي د عکس العمل په توګه جوړ کړی ؤ ، زموږ مشران او ځوانان باید
چې له قومي جګړو او ډغرو د نورو په ګټه ځان ژوبل نه کړی او نه هم د خلکو عکس
العملونه را وپاروی .
زه په زغرده ویلای
شم کوم خلک چي د پښتون او پښتون ولی په نوم
ځانونه ارګ او یا وزارت ته رسول غواړی هغوی دې دا ډغري د قومونو په جنګولو
نه بلکه د ارګ د ننه د خپلو حقونو په غوښتنه پیل کړی ، د پښتون حق په بازار او
کوڅه کي تر پښو لاندې شوی ندی ، بلکه دا حق د ارګ د ننه د پښتنو مشرانو د
معاملو په نتیجه کې تر پښو لاندي دی نو هڅه دي نه کوي چي نور قومونه د ځان قربانی
کړي ... د تور خم دروازی او جګړي ښه په ډاګه کړه چې د پښتون په سر چیرته معامله
روانه ده ... دا به
په راتلونکی کې ثابته شي چي د ا توکم پاله
تحرکات د چا په ګټه او د څه لپاره دی ؟ نو زموږ وردګ ځوانان باید دداسي سیاسي څیرو
په احساساتی ویناوو ونه غولیږي بلکه له تیر څخه عبرت واخلی ځان او خپل اولسونه د هیڅ په بدل کې په نورو ونه پلورو او زموږ هر یو ځوان او مشر
باید د یوه غره په شان وقار ، عزت او صبر ولری ...
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر