۱۳۹۶ تیر ۲۴, شنبه

د جمعې د ورځي اهمیت ، او د جمعې لمونځ


 د جمعې د ورځي اهمیت  ، او د جمعې لمونځ





جمعه یوه اسلامي کلمه او اصتلاح ده چې د جاهلیت په  مهال به دې ورځې ته د عروبه ورځ ویل کیده ، د اسلام د دین په غوړیدو ، رسول الله (ص) دا ورځ د مسلمانانو د غونډیدو او را ټولیدو ورځ وټاکله ، نو وروسته د جمعې د ورځې په نوم ونومول شوه .

ولې مسلمانانو دا ورځ د عبادت لپاره غوره کړه ؟

د اسلام تر مخه په نورو ادیانو کې هم یوه ورځ  په اونې کې د ډله ایز عبادت لپاره ټاکل شوی وه ،  یهودیانو د شنبه ورځ ځکه د عبادت لپاره ټاکلې وه چې په دې ورځ الله تعالی یهودیان د فرعون له غلامی او اسارت څخه وژغورل . عیسویانو هم د یکشنبه روځ یوه ملی او مذهبي ورځ وټاکله ، سره ددې چې حضرت عیسي (ع) هیڅکله هم دا ورځ دوی ته نه وه ټاکلي خو دوی عقیده لری چې حضرت عیسی (ع) د صلیب کیدو وروسته د یکشنبه په ورځ  له قبره پاڅید ، او آسمان ته اوچت شو ، نو یې همدا ورځ  د ځان لپاره د ډله ایز عبادت لپاره وټاکله ، چې وروسته په (۳۲۱)م کال د روم امپراتور همدا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه .

 خو په اسلام کې دا ورځ رسول اکرم (ص) د قرآن کریم د آیت له مخې چې په دي ورځ د جمعې لمونځ پکښې فرض شوي د مسلمانانو لپاره د عبادت ورځ او عمومي رخصتي اعلان کړه

د جمعې لمونځ لومړي ځل څه وخت اداء شو؟

د عبدالله بن عباس ، ابو مسعود انصاری  له روایتونو داسې ښکاری چي  د جمعې د لمانځه د وجوب حکم  مدینې منوری  ته د هجرت څخه لږ مخکې په مکه مکرمه کې په پیغمبر (ص) باندې نازل شو ، خو پیغمبر (ص) دا حکم هغه مهال ځکه نه شوای په ځای کولای چې په مکه مکرمه کې د ډله ایز عبادت د پرځاي کولو لپاره امکانات نه ؤ ، نه هلته جومات ؤ او نه هم مسلمانانو دا توان درلود چې د مکې د کفارو په موجودیت کې دې ډاسي ډله ایز عبادت  تر سره کړي ، نو یې مصعب بن عمیر (رض) ته چې تر نورو مسلمانانو مخکې یې هجرت کړی ؤ په لیکلي ډول لارښوونه وکړه چې دجمعې لمونځ اداء کړې ، ( سره ددې چې په مدینه کې هغه مهال  اسلامي حکومت هم نه ؤ برقرار شوي او نه ټول خلکو اسلام قبول کړی ؤ  )خو مصعب بن عمیر (رض) د (۱۲) تنو مسلمانانو سره د جمعې د ورځې لومړنی لمونځ اداء کړ ،دا روایت طبراني او دارقطنی کړیدی.

په یوه بل روایت کې چې  احمد ، ابوداؤد ، ابن ماجه ، ابن حبان او نورو له کعب ابن مالک او ابن سرین   روایت کړیدی  راغلی : د مدینې انصارو ( مخکي له دي چې رسول الله (ص) هلته هجرت وکړي) تصمیم ونیو چې یوه ورځ به د ډله ایز عبادت لپاره ټاکي ، هغوی د شنبه او یکشنبه ورځی په خلاف د جمعې ورځ وټاکله ، او لمونځ د (سعد بن زراره )  په امامت د بني بیاضه په سیمه کې اداء شو ، چې څلویښتو تنو پکښې ګډون کړی ؤ .

 ابن هشام په خپل سیرت کي  لیکې چې :د رسول الله (ص) لومړني کار چې له هجرت وروسته یې کړی هغه د جمعې د لمانځه اداء کول ؤ ، کله چې رسول الله (ص) مدینې منورې ته هجرت وکړ ، ددوشنبه په ورځ قبا نومي ځای ته چې  د مدینې څخه په نیژدې واټن کې پرته سیمه وه ، ورسید ، او هلته څلور ورځې پاته شو ، پنځمه ورځ د جمعې ورځ وه ، چې د مدینې په لور وخوځید ، په لاره د بني سالم په سیمه کې د جمعې د لمانځه وخت شو ، نو رسول الله (ص) همغلته په لاره کې لومړني د جمعې لمونځ اداء کړ  ،دې لمانځه ته رسول الله (ص) له زوال وروسته وخت وټاکه ، یعني همغه د نمازپښين د لمانځه وخت ، ځکه رسول الله (ص) مخکې هم مصعب بن عمیر (رض) ته په لیکلي ډول همدا وخت ټاکلی ؤ او داسې یې ورته لیکلي ؤ : (فاذا مال النهار من شطره عند زوال من یوم الجمعه فتقربوا الی الله تعالی برکعتین ..) رواه دارقطنی.

او له رسول الله (ص) دا روایت هم شوی چي په دي ورځ هغه (ص)د نمازپښین د لمانځه په ځای  دوه رکعته د جمعې  لمونځ اداء کړ ، حضرت عمر (رض) فرمایی: د مسافر دوه رکعته لمونځ دی ، دسهار هم دوه رکعته لمونځ دی ، د جمعې هم دوه رکعته لمونځ دی دا پوره او قصر ندی ، دا ستاسو د پیغمبر (ص) خبره ده ، او د جمعې لمونځ د خطبي د موجودیت په اساس دوه رکعته شویدی ،(احکام القراڼ للجصاص) .

د جمعې د ورځې فضیلت

 الله تعالی  د جمعې په ورځ په مسلمانانو د جمعې لمونځ فرض کړیدی ، او په دې هکله د جمعې په سورت کې آیاتونه نازل شویدي ، الله تعالی فرمایی: کله مو چې د جمعې په ورځ د جمعې د لمانځه آذان واوریده ، نو په تیزی سره د جمعې لمانځه ته ځانونه را ورسوئ ، همدا ډول یې د جمعې د لمانځه په مهال نور کارونه  لکه خرڅلاو ، او پلورل ، هم حرام کړیدي ، چې دا کار د لمانځه اهمیت او وجوب ثابتوي  ، همدا ډول د نمازپښين لمونځ د جمعې د لمانځه په واسطه سره ساقط شویدي ، چې دا یې د وجوب دوهم دلیل کیدای شي ، ځکه یو واجب هغه مهال ساقطیږي چي تر هغه بل مهم واجب یې ځای ونیسي .

رسول الله (ص) په ډیرو احادیثو کې د جمعې د ورځې په لمانځه ټینګار کړیدی ، او هغه یې په ښکاره واجب او فرض اعلان کړیدی.

حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) روایت کوي چې رسول الله (ص) وفرمایل: زړه مي راته وایی یو څوک د لمانځه لپاره امام وټاکم او ولاړ شم د هغو کسانو کورونو ته اور واچوم ، چې  جمعې لمانځه ته نه راځي ، دا حدیث احمد او بخاری روایت کړیدی ، حضرت ابوهریره ، عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمر ، وایی : موږ په داسې حال کې دا حدیث له رسول الله (ص) واوریده چې هغه په ممبر د خطبی په حال کې ؤ او دا یې هم وفرمایل: خلک باید د جمعې د لمانځه له ترک کولو لاس په سر شي ، که دا کار ونه کړي ، نو الله تعالی به یې په زړونو مهر ولګوي او هغوی به غافل شي . دا حدیث احمد ، مسلم  او نسایی را روایت کړیدی .

 ابی جعد ضمری ، جابر بن عبدالله و عبدالله بن ابی اوفی د رسول الله (ص ) څخه داسي احادیث را روایت کړیدي ، چې د هغو څخه داسې څرګندیږي چي څوک پرته له عذره اوپرته له اړتیا یوازي د سهل انګاری او غفلت له امله د جمعې دری لمونځونه پرله پسې ترک کړي ، الله تعالی به د هغه سړي په زړه ، مهر ولګوي ، په یوه روایت کې خو دا هم راغلی ، چې الله تعالی به د هغه سړي ، زړه د منافق په زړه بدل کړي ، دا روایتونه احمد  ، نسایی ، ترمذي ، ابن ماجه ، دارمي ، حاکم  ، ابن حبان ، بزاز او طبراني ، دا روایتونه کړیدي .

((مَنْ تَرَكَ ثَلاثَ جُمَعٍ تَهَاوُنًا بِهَا طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قَلْبِهِ ))

[الترمذي أَبِي الْجَعْدِ الضَّمْرِيِّ]

د حضرت عبدالله بن جابر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) فرمایلی دي : د جمعې (لمونځ)  له نن څخه د قیامت تر ورځې پرتاسې واجب دی ، چا چې په کمه سترګه ورته وکتل ، یا یې  د هغه قدر ونه کړ ، او هغه یې ترک کړ ، خدای تعالی به یې حالت جوړ نه کړي ، او نه به ورته برکت ورکړي ، ښه واورئ! د هغه سړي لمونځ صحې ندی ، که چا توبه وایسته بیا الله تعالی بښونکی دی ، دا روایت ابن ماجه او بزاز کړیدی ، همدې ته په معنی کې نیژدي بل روایت طبرانی په اوسط کې  له ابن عمر (رض) روایت کړیدی .

همد شان : عبدالله بن عمرو بن العاص  (رض)  روایت کوی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي : هر څوک چې آذان واوري ، د جمعې لمونځ پرې واجب دی  روایت یې ( ابوداؤد + دارالقطنی) کړیدی.

جابر بن عبدالله او ابو سعید الخدری (رض) روایت کوي چې پیغمبر (ص) فرمایلی دی  : رسول الله (ص) په خطبه کې و فرمایل : پوه شئ چې الله تعالی جمعه ( د جمعې لمونځ) پرتاسو واجب کړیدی ، (بیهقي)


د جمعې لمونځ په چا فرض دی؟

 رسول الله (ص) یوازي ښځې ، ماشومان ، غلامان ، مسافر او ناروغان تری معاف کړیدي ، حضرت صفیه (رض) فرمایی : چې رسول الله (ص) وفرمایل: د جمعې لمانځه ته ورتلل په هر بالغ واجب دی ( نسایی)

((عَنْ طَارِقِ بْنِ شِهَابٍ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلاأَرْبَعَةً عَبْدٌ مَمْلُوكٌ أَوِ امْرَأَةٌ أَوْ صَبِيٌّ أَوْ مَرِيضٌ))

[ أبو داود عَنْ طَارِقِ بْنِ شِهَابٍ

د طارق بن شهاب څخه روایت دی چې رسول الله (ص) وفرمایل : په هر مسلمان واجب دی چې د جمعې لمونځ په جماعت سره اداء کړې  یوازې غلامان ، ښځې ، ماشومان ، ناروغان ، تری معاف دی ، دا روایت ابوداؤد او حاکم کړیدی.

عبدالله بن جابر له رسول الله (ص) روایت کړی او فرمایی : څوک چې په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لری ، د جمعې لمونځ پرې فرض دی ، مګر ښځه ، مسافر . غلامان ، او ناروغ تري معاف دي ،  

دا روایت دار قطنی او بیهقی کړیدی.

د همدې پاسنیو روایتونو په اساس ټول اسلامي امت د جمعې د لمانځه په وجوب سره اجماع کړیده او ټول پري اتفاق لری .

په خطبه کې د سلطان د نوم اخیستل او ذکرکول لازم دی؟

په قرآنکریم کې چې  د جمعې د لمانځه په هکله کوم آیت راغلی په هغه کې د (ذکر الله ) کلمه ذکر شوي ، الله تعالی مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې د الله تعالی ذکر ته ورودانګئ ، نو د همدي کلمې له مخي مفسرین استدلال کوي چې د ذکر څخه مراد خطبه ده ، یا خطبه او لمونځ دواړه دي ،نو د ذکر الله کلمه چې خطبې ته ځانګړې شوي ددې څخه ښکاري چې په خطبه کې باید هغه مطالب ذکر شي چې د الله تعالی ذکر او یادولو سره مناسبت ولری ، لکه د الله تعالی ستایل ، د هغه په پیغمبرانو درود ویل ، د الله تعالی او د پیغمبر (ص) د احکامو تعلیم ، د شریعت د تطبیق توصیه ، د پرهیزګارانو ستایل او داسې نور ، په همدې اړوند ، زمخشري په کشاف نومي کتاب کې لیکلي : د ظالمو حکامو ستایل ، یا په خطبه کې د هغو د نوم  یادول ، یا هغوي ته دعا کول ، د جمعې د لمانځه په خطبه کې د (ذکر الله ) سره هیڅ تړاو نه لری  بلکه دا به د شیطان ذکر وي .

د لمانځه وخت

زموږ د حنفی مذهب علماء په دې اند دي چي د جمعې د لمانځه وخت هماغه د نمازپښین  د لمانځه وخت دی ، هر آذان چې د جمعې د لمانځه لپاره کیږي د هغه آذان  د اوریدو سره سم ، باید خلک خرڅول او اخیستل ترک کړي ، خو که چا بیع او شراء تر سره کړه ، نو معامله یې فسخ او باطله نده  یوازي ګنهګار دی .په حدیث شریف کي راځی:

 ((كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي الْجُمُعَةَ إِذَا مَالَتِ الشَّمْسُ))

[ البخاري عن أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ]


د جمعې لمونځ باید چیرته اداء شي؟

ټول علماء په دي اتفاق لری چې د جمعې لمونځ باید د ښار په جامع جومات کې اداء شي ، د ښار معتبر تعریف چې زیاترو علماؤ ورته ترجیح ورکړی دادی چي : هلته باید دومره کسان موجود وي چي که د هغه ځای په لوی جامع جومات کې سره راټول شي په دي جومات کې ځای نشي ، بل شرط یې د حکومت موجودیت دی ، ځکه که حکومت موجود نه وي نو د امامت به سر به د خلکو تر منځ نزاع او اختلاف را پیدا شي ، ددې شرطونو د اثبات لپاره هغه حدیث دلیل نیسي چې  فرمایی : (جمعه ، تشریق ، او د لوی اختر لمونځ نشته مګر په مصر جامع کې )چې دا حدیث موقوفا ابن ابی شيبه له حضرت علی (رض) څخه روایت کړيدی  ، همدا ډول کمال ابن الهمام هم وایی چې دا حدیث تر حضرت امام علی (رض) پوري موقوف دی ، لکه چې فتح القدیر ، الاختیار او هدایی هم همدا خبره کړیده .

 ولقولـه عليه الصلاة والسلام: (( لا جمعة ولا تشريق ولا صلاة فطر ولا أضحى إلا في مصر جامع أو مدينة عظيمة ))    [رواه ابن أبي شيبة عن علي]

که څوک د ښار د باندې ژوند کوي د جمعې لمونځ یوازي هغه مهال پري واجب دی چې د جمعې د لمانځه آذان واوري ، یا دا چې حد  اکثر (۶ ) میله له ښاره وتلی وي .یعنې تر (۶) میله پوري لیرې اوسیدونکي خلک هم د جمعې لمانځه ته راتللی شي  ، (میل بیا د الفقه الاسلامی و ادلته  د لیکنې په اساس (۵۵۰۰) متره دی نو په دي اساس هغه کسان چې په (۶)میله مربع ساحه کې اوسیږي باید د لمانځه لپاره ځانونه جومات ته وروسوي ، او د همدې حکم په اساس د شپږ میله ساحي کسان که په یوه لوی جومات کې راټول شي او هلته ځای نشي نو هغه سیمه ښار بلل کیږي ...

 د امام ابو حنیفه (رح) په مذهب ، د  لمانځه د صحت لپاره لازم دي چې له امام پرته دری تنه نور هم په لمانځه کې ګډون ولری ، او د امام ابو یوسف (رح ) په مذهب ، پرته له امام څخه په یوه تن باندې هم د جمعې لمونځ صحت مومي ، څوک چې عذر لری د جمعې لمونځ پرې واجب ندی ، خو معذورو کسانو ته د نمازپښین لمونځ په جماعت اداء کول یې مکروه ګڼلي دي ، او د لمانځه د صحت لپاره د خطبې موجودیت حتمي دی[1]

نن ورځ مسلمانو علماء د نړي په ګوټ ګوټ کې د جمعې د لمانځه د اداء کولو لپاره مسلمانانو ته اجازه ورکړې چې کولای شي په هر هیواد کې چې د حکومت نظام او عقیده یې هر ډول وي په خپلو کې د جمعې لمونځ اداء کړي .دا کار ددی لامل شوی چې په هغو هیوادونو کې چې مسلمانان پکښې اقلیت دی  ، مسلمانان خپلو اسلامي شعایرو ته متوجه وي او تري هیر نشي له بل پلوه دا لمونځ د مسلمانانو د معرفت ، پیژندنی ، او محبت یوه مهمه وسیله ده ، هر ځای کې چې مسلمان ژوند کوي نو که په نورو ورځو کي مسلمانانو سره ژوند نه کوي اقلا د جمعې په ورځ ټول سره یو ځای کیږي او په دي ورځ د خطبي په واسطه د اسلام احکام او لارښووني اوري ..




[1] - پاسنی ټول بحث د الفقه الاسلامی و ادلته ، الفقه علی المذاهب الاربعه ، تفسیر تفهیم القراڼ ، الاختیار لتعلیل المختار ، له کتابونو را نقل شویدی.

۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبه

سلام اچول د اسلام د دین مهمه ځانګړتیا ده


 سلام اچول د اسلام د دین مهمه ځانګړتیا ده

لیکنه : محمدشفیق صادق
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((والذي نفسي بيده، لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا، ولا تؤمنوا حتى تحابوا، أوَلَا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم؟ أفشوا السلام بينكم))؛ رواه مسلم[1].ا


ابو هریره (رض) فرمایی: چې رسول الله (ص) وفرمایل:زما د قسم په هغه ذات وي چي زما نفس د هغه په واک کی دی ، تر هغه به جنت ته داخل نه شئ تر څو مؤمنان نه شئ  او تر هغه به مؤمنان نه یاست تر څو مو په ځپلو کې مینه محبت نه وی تر سره کړی ، او آیا هغه کار دروښیم چي په کړلو به یې په خپلو کې مو مینه زیاته شي؟ تر منځ مو سلام خپور کړي (سلام اچول په منځ کي مو خپورکړی)

ددی حدیث شریف لاسته راړنی :

لومړی فایده : الله تعالی او پیغمبر (ص) یې موږته د ستړی مشي او پیژندې داسې مبارکه کلمه راښودلې چې موږ مسلمانان تر له نورو امتونو بیلوی ، او د ځمکي په هره برخه کي مسلمان یو بل سره پرې پیژني ، دا کلمه نه یوازی د معرفت او مینې لامل ګرځي ، بلکه  فاعل ته یی اجر او ثواب هم په نظر کي نیول شویدی ، او دا (سلام اچول ) یې د یوه مسلمان په بل مسلمان حق ګرځولی ، نو دا عمل نه یوازی یوا آدب دی بلکه یو داسی کار دی چي مسلمان الله تعالی ته پري نیژدی کیږي . ځکه دا د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) د امر منل دی ، او دا کلمی په دي ډول دی: (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ) نو مسلمان ته نه ښایی چې دا کلمه په داسې کلمو بدله کړي چي د سلام اسلامی کلمي معنی نه ورکوي ..لکه هلووو، مرحبا ، شه یی؟ په خیر  . الله د راوله ، اورې؟ او داسی نور .. نو عایشه (رض) له رسول الله (ص) څخه روایت کوی او فرمایی : ( څومره چي یهودیان ستاسو سره د سلام  او آمین  ،په برخه کي حسد او کینه لری په بل څه یې دومره نه کوی  ..)


دوهمه فایده : د سلام پوره کلمات دادی: ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ) او تر ټولو لږ یې دادي : (السلام علیکم)او هره کلمه  په لسو نیکیو حسابیږي ، چې دا ټولې دری کلمي دي ، نو څوک چي پوره دری واړه ووایی( دیرش نیکي تری جوړیږي ، له حضرت عمران ین حصین رضی الله عنه څخه روایت دی چي یو سړی رسول الله ۰ص) ته راغی ، نو یې وویل: اسلام علیکم .خلکو ورته همدا ډول ځواب ورکړ، بیا هغه کښیناست ، رسول الله (ص) وفرمایل: (لس) بیا بل سړی جومات ته راغی ، هغه وویل: اسلام علیکم ورحمة الله ، هغه ته هم خلکو ځواب ورکړ ، نو سړی کښیناست ، رسول الله (ص) وفرمایل ( شل) ، بیا بل سړی جومات ته راغی ، هغه داسی سلام واچاوه : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، خلکو هم ورته ځواب ورکړ ، او کښیناست ، نو رسول الله (ص) وفرمایل: ( دیرش) ..رواه ابو داؤد

دریمه فایده : سنت طریقه داده چي په خلکو کي سلام اچونه خپره شي ، تر دي چې دا کلمه د مسلمانانو تر منځ یو عادت جوړ او یوه نښه وي چې هر ځای کې پري مسلمان بل مسلمان پیژنی ، له عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چي یوه سړی له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه ، په اسلام کي کوم کار ډیر خیر او بهتر دی؟ ( رسول الله (ص) ورته وفرمایل: ( هرچاته طعام ورکوه ، که دي څوک پیژندل او که نه نو سلام پري اچوه ، ) متفق علیه ، همدا ډول عمار بن یاسر (رض) فرمایی: ( دی شیان دی چي چا په ځان کي راټول کړل هغه خپل ایمان راټول ( جمع ) کړ :له ځان څخه انصاف پیل کول ، په ټوله نړی کي سلام خپرول ، او نفقه ورکول له خپل توان څخه )