سلام اچول د اسلام د دین مهمه ځانګړتیا ده
لیکنه : محمدشفیق صادق
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله
عليه وسلم: ((والذي نفسي بيده، لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا، ولا تؤمنوا حتى
تحابوا، أوَلَا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم؟ أفشوا السلام بينكم))؛ رواه
مسلم[1].ا
ابو هریره (رض) فرمایی: چې رسول
الله (ص) وفرمایل:زما د قسم په هغه ذات وي چي زما نفس د هغه په واک کی دی ، تر هغه
به جنت ته داخل نه شئ تر څو مؤمنان نه شئ او تر هغه به مؤمنان نه یاست تر څو مو په ځپلو
کې مینه محبت نه وی تر سره کړی ، او آیا هغه کار دروښیم چي په کړلو به یې په خپلو
کې مو مینه زیاته شي؟ تر منځ مو سلام خپور کړي (سلام اچول په منځ کي مو خپورکړی)
ددی حدیث شریف لاسته راړنی :
لومړی فایده : الله تعالی او پیغمبر (ص) یې موږته
د ستړی مشي او پیژندې داسې مبارکه کلمه راښودلې چې موږ مسلمانان تر له نورو امتونو
بیلوی ، او د ځمکي په هره برخه کي مسلمان یو بل سره پرې پیژني ، دا کلمه نه یوازی
د معرفت او مینې لامل ګرځي ، بلکه فاعل ته
یی اجر او ثواب هم په نظر کي نیول شویدی ، او دا (سلام اچول ) یې د یوه مسلمان په
بل مسلمان حق ګرځولی ، نو دا عمل نه یوازی یوا آدب دی بلکه یو داسی کار دی چي
مسلمان الله تعالی ته پري نیژدی کیږي . ځکه دا د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) د
امر منل دی ، او دا کلمی په دي ډول دی: (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ) نو
مسلمان ته نه ښایی چې دا کلمه په داسې کلمو بدله کړي چي د سلام اسلامی کلمي معنی
نه ورکوي ..لکه هلووو، مرحبا ، شه یی؟ په خیر
. الله د راوله ، اورې؟ او داسی نور .. نو عایشه (رض) له رسول الله (ص) څخه
روایت کوی او فرمایی : ( څومره چي یهودیان ستاسو سره د سلام او آمین
،په برخه کي حسد او کینه لری په بل څه یې دومره نه کوی ..)
دوهمه فایده : د سلام پوره کلمات
دادی: ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ) او تر ټولو لږ یې دادي : (السلام
علیکم)او هره کلمه په لسو نیکیو حسابیږي ،
چې دا ټولې دری کلمي دي ، نو څوک چي پوره دری واړه ووایی( دیرش نیکي تری جوړیږي ،
له حضرت عمران ین حصین رضی الله عنه څخه روایت دی چي یو سړی رسول الله ۰ص) ته راغی
، نو یې وویل: اسلام علیکم .خلکو ورته همدا ډول ځواب ورکړ، بیا هغه کښیناست ، رسول
الله (ص) وفرمایل: (لس) بیا بل سړی جومات ته راغی ، هغه وویل: اسلام علیکم ورحمة
الله ، هغه ته هم خلکو ځواب ورکړ ، نو سړی کښیناست ، رسول الله (ص) وفرمایل ( شل)
، بیا بل سړی جومات ته راغی ، هغه داسی سلام واچاوه : السلام علیکم ورحمة الله
وبرکاته ، خلکو هم ورته ځواب ورکړ ، او کښیناست ، نو رسول الله (ص) وفرمایل: (
دیرش) ..رواه ابو داؤد
دریمه فایده : سنت طریقه
داده چي په خلکو کي سلام اچونه خپره شي ، تر دي چې دا کلمه د مسلمانانو تر منځ یو
عادت جوړ او یوه نښه وي چې هر ځای کې پري مسلمان بل مسلمان پیژنی ، له عبدالله بن
عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چي یوه سړی له رسول الله (ص) څخه پوښتنه
وکړه ، په اسلام کي کوم کار ډیر خیر او بهتر دی؟ ( رسول الله (ص) ورته وفرمایل: (
هرچاته طعام ورکوه ، که دي څوک پیژندل او که نه نو سلام پري اچوه ، ) متفق علیه ،
همدا ډول عمار بن یاسر (رض) فرمایی: ( دی شیان دی چي چا په ځان کي راټول کړل هغه
خپل ایمان راټول ( جمع ) کړ :له ځان څخه انصاف پیل کول ، په ټوله نړی کي سلام
خپرول ، او نفقه ورکول له خپل توان څخه )
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر