وردګ ځوانان د افراط او تفریط په دوه لاره !
لیکنه : عبد الله تنګیوال
وردګ ولایت چي د روسانو د یرغل او د کمونستي انقلاب په ټول څورلس کلن دوران کي د مرکزی حکومت چې د کمونستانو په ولکه کې ؤ د مقابلي او جنګ جګړو لوی ډګر ؤ ، د حکومت واک یوازې تر میدانښار او د کابل کندهار په لویه لاره تر سترګو کیده ، نوره سیمه د مجاهیدنو تر واک لاندې او کله به د روسانو د مجاهیدنو ترمنځ لاس په لاس کیده ، تر دي چي روسانو ماته وخوړه او د وتلو وروسته ټول ولایت د مجاهدینو په ولکه کي پاته شو.
د کمونیستی انقلاب له راتلو د مخه او بیا د انقلاب په سیوري کې ځینې وردګ ځوانان په مفکوروي ډول د کمونستي رژیم تر اغیزو لاندي راغلل چې ځینو کمونیستي الحادي مفکوره واخیسته او د اسلام څخه په (تفریطي ) ډول بیل شول چې دځینو کړنو او تصوراتو په وردګو ولایت کې هم د خلکو تر منځ بی باوری ، فکری ، عقیدوي اختلافات رامنځ ته کړل.دا خلک ، او ځينې نور بیا د مجبوریت له مخي د هغه نظام تر سیوري لاندې پاته شول
د روسانو له وتلو وروسته او په کابل د فشارونو سره سم او بیا د کابل د حکومت د را پرځیدو او هلته د مجاهیدنو د ډلو تر منځ د جنګ جګړو په پیل کیدو سره په کابل کې د هغه وخت د حکومت تر واک لاندې سیمو څخه سلګونه وردګ کورنئ مجبورې شوې چي د ځان ژغورلو په موخه د وردګو هغو پلرنیو سیمو ته راکډه شي چې په تیرو څورلسو کلونو کي د سختو ناخوالو او روسانو + افغانی کمونستانو د ظلمونو ښکار وې، دلته زرګونه کسان شهیدان شوي ؤ ، هر څه وران ؤ اوس نو د مجاهیدنو د مختلفو ډلو په واک کې وه .
په دي وخت کې چي په کابل او نورو ښارونو کي د مجاهیدنو دډلو تر منځ سختې کورنئ جګړې روانې وي ، په وردګو کي نسبې آرامي وه ، ډیر شمیر ښوونځې د مجاهیدنو د ځینو قماندانانو او د سیمې د ځینو با احساسه ځوانانو له لوری فعال کړل شوي ؤ، کرنه ، تجارت او کار اوبار هم ښه ؤ ، نورو ولایتونو ته هم د تجارت لاری خلاصې وې.
کابل میشتو مهاجرو چې خپل متمدن ژوند له لاسه ورکړي ؤ د حکومتي معاشونو څخه بی برخې شوی ؤ ، د روسانو او کمونستانو د څورلس کلن ظلم څخه ناخبره او لیرې پاته ؤ ، حکومت یې ماته خوړلې وه ،دلته هم خلکو ښه رویه نه ورسره کوله ، ځکه هغه خلک او کورنی یې لیدلې چي ددوی د حکومت له لاسه یې خلک شهیدان شوی ؤ له یوې خوا سخت ځوریدل او له بلې خوا یې حسدونه او عقدي راپاریدلې . چي دې کار د زړونو حساسیتونه او عقدې همداسی پټې پاته کړې ..
دا مهال چي په وردګو کې ښوونځې فعال ؤ ښوونځیو هم په ډیره لوړ کیفیت زده کوونکي فارغ کول ..تر دي چي هغه وخت د هیواد په پوهنتونونو کې د وردګ محصلینو شمیر تر بل هر چا زیات ؤ ..دا ځوانان په ښه معتدل اسلام سره روزل کیدل ، اسلامی عقیده ، ملی احساس او لوړه پوهه د هر ځوان شخصیت جوړاوه ، د وردګو په لر او بر کي د افراط او تفریط هیڅ تصور نه لیدل کیده ، ځوانانو په اعتدال او دودیز چارپیریال کي زده کړې کولې ، د هغو کورنیو ځوانانو چي په جهاد کې یې ونډه درلوده ، هم له افراط څخه کار نه اخیست ، او هغه ځوانان چي کورنی یې د کمونستی رژیمونو تر واک لاندي سیمو څخه را کډه شوې وي ، هڅه کوله چې پخوانئ کمونستي تصورات په دی (مجاهد ه ) ټولنه کي له یاده وباسی او یا یی اقلا پټ وساتی .. ځکه تفریط ( اسلام ضد) تصورات هلته د منلو نه ؤ او ممکنه وه چي د مرګ لامل یې وګرځې .. خو ځینې کابل میشتي کورنئ چې مشران او ځوانان یې په همدی کمونستی مفکروه روزل شوي ؤ په ښکاره خو به يې څه نه ویل خو په پټه یې د مجاهیدنو په کړنو نیوکې کولې او خپل نوی ځوانان به یې د مجاهدینو په خلاف تصور پالل .
د طالبانو په راتلو او د وردګو د ولایت په تصرف سره د کابل میشتو لپاره فضا لږ آرامه شوه ، ځکه طالبانو له مجاهیدنو وسلې راټولې کړې ، خو بیا هم د کلیو او بانډو خبري پای ته ونه رسیدې ...
د طالبانو د حکومت په را پرځیدو ، د وردګو سیمه کې د نوی ادارې واک ټینګ شو او محلی طالبان څوک ګوښه ، ځینې په کورونو کي پاته او ځینې د امریکایانو له لوری تعقیب او یا ونیول شول ..خو عامه فضا د طالبانو سره د همدردی فضا وه . کرار کرار امنیتی حالات د خرابیدو په لور شول ، پخوانیو طالبانو ته د بیا فعالیت ضمینه مساعده شوه ، د حکومت واک په کلیو او بانډو کي کمزوری او په نشت حساب شو ..له دی سره د وردګو ځینې ځوانان دوه ډلې شول :
۱- هغه ځوانان چې لوستي او پوهنتوني ځوانان بلل کیدل او یا هغه خلک چي په کمونیستي نظام کې یې دندې درلودې ،هغوی زیاتره په نوي حکومت کي په لوړو چوکیو وګمارل شول ، په دولتی او غیر دولتي مؤسسو کي په کارونو بوخت شول ..او کرار کرار د پیسو او دالرو سره روږدي او د ښاری فضا او ژوند سره بلد شول .
۲- دوهمه ډله هغه ځوانان ؤ چي د طالبانو له پخواني تحریک سره ملګرې ؤ یا یې خواخوږي درلوده ورسره ځینې پخواني مجاهدین ، او هغه چي د حکومت تغیر او د بهرنیانو راتګ یې اشغال باله او د حکومت څخه ناهیلی او ناخوښه ؤ . د حکومت په خلاف د طالبانو د نویو ګروپونو سره یوځای کیدل ....
د لومړني ډلې لپاره د وردګو سیمه نوره د اوسیدو نه وه ، د طالبانو له لوری تر تعقیب او څارنې لاندې ؤ ځینو ته خو د ژوند په بیه تمام شو . دا ډله خلک مجبور شول ښارونو ته په کډه بار شي ..او هلته د ژوند تابیا وکړي...
په دي ډله کې هغه کورني هم د کابل او نور ښارونو په لور روانې شوې چي وردګو ته یې مهاجرت راکړي ؤ او له پخوا څخه په کابل کې میشت ؤ .
دوهمې ډلې د ټوپک او راکټ لاره غوره کړه، ، هر یوه هڅه کوله چې ټوپک ترلاسه او امریکایی ځواکونو ته په ګزار ورکولو سره په همفکرو کي ځان ته مډال تر لاسه کړي ..
له ۱۳۸۵ کال وروسته وردګ ولایت بیا د جنګ جګړو ډګر شو په ټولو پښتون میشته سیمو کې جګړو زور واخیست .. ورسره د امریکایی ځواکونو له لوری د شپې چاپې ،هوایی بریدونه او داسی نور عملیات هم چټک شول .. د جګړې اور بیا وردګ ولایت په خپلو لمبو کې ونغښت ..هره ورځ به د امریکایی ځواکونو لپاره د اکمالاتو د سوځیدلو موټرو دودونو د سیدآباد ولسوالی له شیخ اباد څخه تر شش کلا پوښتلي وه ، او هره شپه به د امریکایی ځواکونو د چاپو او ښپنیو عملیاتو په لړ کي د ځوانانو جنازې روانې وې .
په نتیجه کې ګڼو خلکو ځانونه له لاسه ورکړل ..په دې سره د کابل میشتو حکومتی کارکوونکو او د وردګو د نوی مقاومت د ډلو تر منځ تنفر او بیلوالی د فتواګانو او تورونو تر سرحده ورسید ..
ددي بیلوالي په نتیجه کې :
د هغو کسانو له منځه چي په حکومتي چوکاټ کې دندې درلودې او هلته اوسیدل ، ځینې د وخت په تیریدو سره د دیموکراسی او بی جلبه آزادي په جال کې د عیاشی ، فحاشی او بی دیني به ډنډ کي لویدل اود بی جلبه مؤسساتي سیستم او د مخالفینو سره د تنفر له وجې د اسلامي ایدیولوژی د کمزوری حالت سره روژدي شول ،کرار کرار ورسره د اسلامي تصور او اسلامی نظام د حاکمیت عقیدې خپل ځای سیکولرزم ، عیاشی او بی دیني ته پریښود .. د هغو کورنیو ځوانان چي له پخوا په کمونیستي ماحول کي اوسیدلي ؤ د نوی دیموکراسی سره په خوندونو کي د خپلو اولادونو له روزنې او اسلامي تربیی هم بی غوره او نوی ځوانان یې د سیکولر ، او بی دینه ډلو د ښکار او خوږو وعدو په ورکولو سره له دینداری بی برخي شول او ډیری له دي کسان د نوی کمونزم ، نوی سیکولرزم او تر دي چي ځینو خو لا د ماسونیانو ، اتیکیانو او (بی خدایانو) په کتار کي نومونه ثبت کړل ، شمیری داسې ښیی چي همدا اوس د پاسنیو عقیدو پالونکي وردګ ځوانان د هیواد په سطحه تر بل هر چا زیات دی ، او ځینو خو د رسنیو اوفس بک له لاری په ښکاره د اسلام په خلاف او د بی دیني په ملاتړ تبلیغات پیل کړي چی ګڼ ځوانان یې ځان ته جلب کړي .
بلی خوا په وردګو کې پاته شوو خلکو ته له تبلیغاتي دیموکراسی او میلیاردونو ډالرو یوازی امریکایی بمباردونه او د وطن ورانیدل په نصیب ورسیدل ، په ژوند کي یې کوم بدلون رامنځ ته نشو ، او د ځینو ځوانانو چې د امریکایی ځواکونو د ظلمونو له امله یې خپلوان ووژل شول د نظام سره په مخالفت کې دومره وړاندې (افراطی ) ولاړل چي ټول هغه خلک یې کافر وګڼل ،کوم چي د حکومت سره مرسته او یا کار ورسره کوي ...ددوی مرګ او وژل یې روا او مباح کار وباله ، په دې لړ کې ځینې بی ګناه ځوانان یوازي په مؤسساتو کې د کار کولو په تور هم وځوریدل او یا ووژل شول ..چې دا لړی تر اوسه هم روانه ده .. له دي ځوانانو څخه ځینو لا د طالبانو له ډلې هم ډیر مخکې ولاړل او د حقاني او نورو ډلو سره یې اړیکې پیدا کړې ، تر دي چي د داعش غوندې افراطې ډلې سره هم په پټه خواخوږي موجوده ده ، خو دا چي د دطالبانو ځواک او ځار ډیر پیاوړی دی ، د داعش ډلی تر اوسه لا هلته سر ندی راپورته کړی ، خو کیدای شي څه وخت وروسته لاره ورته حواره شي .
کوم ځوانان چې تر اوسه په وردګو کې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې په زده کړه بوخت دی ، د هغې سیمې د فضا څخه په تأثر په طبعي ډول طالباني تصورات او افکار لری ، د هغو خبری ، کردار ، ځان جوړونه هر څه د طالبانو په ډول دی ..دوی اسلام په مطالعاتي ډول نه ، بلکه په موروثي او احساساتي ډول پیژنې او ننګه ترې کوي ، طالبان هم نه دومره توان لری او نه دومره وخت چي خلکو ته دین او اسلام په ریښتنی ، معتدل او حقیقي ډول معرفی کړی ، ددی په خای هغوی یوازی د غربیانو او امریکایی ځواکونو د ظلمونو او نادونو ، اسلام ضد فعالیتونو په چوکاټ کې خلک او ځوانان ځان ته رابولی او خپله ډله پری پیاوړې کوي .. خو کله چي دا ځوانان ښاري سیمو ته ولاړ شي ، په پوهنتونونو کې زده کړې پیل کړي په لومړیو کلونو کې د طالباني تصوراتو د لرلو له امله د حکومتي څارګرو له لوری له ځورونو او تعقیب سره مخ وي ، خو کرار کرار د ښاری محیط څخه په اغیزو او د بی جلبه دیموکراسی څخه په استفادي ، د اسلام څخه د ریښتنی ناخبری له امله له دي کسانو هم ځینې د سیکولر دلو ښکار شي ،،
په نتیجه کې ویلای شو چي وردګ ځوانان د دي حالاتو په موجودیت کې په دوه لاری ولاړ دي :ځینو د لویدیځ فرهنګ څخه د تأثر له امله په تفریطي ډول دومره ژور تللی چي د الحاد کچې ته رسیدلي ، او ځنې بیا د عکس العملونو په نتیجه کې دوره د افراط خواته روان دي چي د داعش غوندې ډلو سره یې اړیکې نیولې او کیدای شي دا ډله هم په وردګو کي هم ځپلي ځالې جوړې کړي .
البته دا خبره باید په زغرده وکوم چي د وردګو لوی اکثریت خلک له افراط او تفریط دواړو کرکه کوی ، او د یوه معتدل اسلام او دیني ماحول طرفدار دی .په دودیز ډول ټول معتدل مسلمانان دي او د خپل هیواد په ابادولو او وطنوالو ته په مرسته رسولو کې تر بل هر چا یو قدم وړاندې دي .په هره دنده کې ښه په اخلاص او صداقت کار کوي او په هیڅ ډګر کې تر نورو وروسته پاته ندي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر