د سیاسی پوهاوي په
لړ کي به دا پلا د منځني ختیځ ناورین او د کردانو قضیی ته سر ورښکاره کړو ، وبه
ګورو چې دا ناسور شوی ټپ ولی په بدو اوښتی ، چا پری مالګي پاشلې او څوک یې په لمبو
تیل اچوي..هیله ده په څو برخو کی یې را سره تعقیب کړي
لومړی برخه :
کردان څوک دي ؟
د کرد اصطلاح د
اسلامی کتابتون په پاڼو کې د لومړی هجری
پیړی په ځينو کتابونو کي هغو کوچیانی او صحرایی خلکو ته کاریدلی چې په دښتو او
غرونو کي به د مالداری سره د کوچې توب ژوند کاوه ، او دا اصطلاح یوه خاص قوم او
توکم ته ځانګړی شوې چې د اریایاني نژاد لری ، د فارسیانو ، افغانانو او طاجکانو سره یې وینه
ګډه ده ..ددی خلکو په اړه ډیرو پخوانیو
مسلمانو تاریخ لیکونکو له هغو څخه ابن بطوطه هم یاودنه کړي ، دوی یې په ځواکمن توب ، میړانه او
شجاعت ستایلی ..طبری او ابن خلدون د فارسیانو د خیل څخه ګڼلی خو ابن عبدالبر بیا
په خپل کتاب ( القصد والامم) کي د عربو له توکمه ګڼلی چې د سیمي د بدلون په اساس
یې بدلون موندلی .
ویل کیږي چې ځینو
لیکوالانو د میلاد مخکي ددی خلکو لپاره د ( کاردوخ ) نوم ورکړی او لیکی چې دی قوم
له میلاده اووه پیړی مخکي د ( میدیا) په نوم یوه امپراتوری هم درلوده ،چې د فارسی
کورش له لاسه ماته شوه
د شریف خان
بیدلیسی له قوله ، کردان په څلولو لویو
قومونو ، لوری ، کرمنجې کلهر او غورانی خیلونو ویشل شوي .
کردی ژبه ؛
د ژب پوهانو په
آند کردی ژبه د سیاسي او جغرافیایی عواملو له مخي داسی یوه منظمه او واحده ژبه نه ده ،چې مشترک
قوانین ولری ، بلکه دا د ډیرو لهجو مجموعه ده چي یو تر بله نیزدیوالی او بیلوالی لری او کله کله خو د یوې
سیمي اوسیدونکی د بلی سیمي له اوسیدونکو سره په مفاهمه کي هم له ستونزو سره مخ
کیږي خو دا چې دا لهجي سره ورته دی او د نورو ژبو سره بیلوالی لری نو موږ ورته د
یوې ژبې خطاب کولای شو .
د کردانو نفوس
د یوې احصایی له
مخې چې په (۲۰۱۲) میلادی کي تر سره شوي د
کردانو ټول نفوس (۲۷۳۸۰۰۰۰) تنه ښودل شوی چې له دی جملې څخه (۱۸) په سلو کي په ترکیه کي ژوند کوي
، ( ۱۶) په سلو کی په ایران کي ، (۱۵) په سلو کي په عراق کي ( ۶) په سلو کي په
سوریا کي ژوند کوي
۱- د ترکیی کردان
: دا ترکان د ټولو ترکانو (۵۶) فیصده جوړوی چې د ټول نفوس ( ۲۰) فیصده جوړوی .چې د
ترکیی په جنوب ختیځ کې راټول دی
۲-د عراق کردان :
دا کردان د ټولو کردانو (۱۵) فیصده جوړوی چې شمیر یې لږ کم څلور میلونه تنه دی
.دوی د عراق په شمال ختیځ کې ژوند کوي.
۳- د ایران کردان
:دا کردان د ټولی نړی د کردانو ( ۱۶) فیصده دی چې شمیر یی ( څلور نیم میلونه تنه ښودل
شوي ) او دا خلک د ایران په شمال لویدیځ کې ژوند کوي .
۴-د سوریی کردان
:دا خلک د ټولو کردانو (۶) فیصده دی چې شمیر یې څه د پاسه (یو نیم میلیون تنه
دی)چې د سوریی په شمال ختیځ کې اوسیږي .
له دی علاوه کردان
په اروپایی هیوادونو ، لبنان ، ارمنستان ،امریکا او نورو هیوادونو کي هم په ګڼ
شمیر کي ژوند کوي
عثمانی ترکیه (خلافت ) او کردان
د خلفای راشدینو
په زمانه کي د اسلام دين د دې سیمې جنوبي
برخو ته ورسید چې وروسته ټوله سیمه د مسلمانانو تر واک لاندې او خلک یې له لږ
اقلیت پرته په اسلام کې شامل شول ..دا سیمه د امویانو ، عباسیانو ، ایوبیانو ،
سلجوقیانو او عثمانی خلافت به ټول دور کي د مسلمانانو یوه د امن سیمه وه ،د اسلام
په تاریخ کي په دی سیمه کي د اخلال ،انقلاب ، بغاوت کوم لوی اثر نه دی ثبت شوی .
او د وخت په تیریدو سره له ډیرو لږکیو
پرته ټول په اسلام مشرف شویدی ..
له دي ځایه لوی لوی
علماء راپوته شوی چې له دي دلی موږ د نړی لوی مؤرخ ،ابن الاثیر ، لوی عالم او فقیه
ابن الحجر عسقلانی ،لوی او عادل قاضی ابن خلکان او سلګونه داسی نور یادولای شو.
دا قوم په خپل
شجاعت او میړانه سره تل د اسلامی فوځونو مخکښ ؤ ،ددی قوم تر ټولو مشهور شجاع او زړور مجاهد د
بیت المقدس فاتح صلاح الدین ایوبی یادولای شو او تر هغه مخکي او وروسته نور
شهکاران . له مغلی ، صلیبي او نورو یرغلګرو سره یې په میړانه د اسلامی خاورو دفاع
کړی او تل د نورو مسلمانو توکمو تر څنګ ولاړ ؤ
عثمانی
امپراتوری د خپل (۶۰۰) کلن تاریخ په اوږدو کې د ډیرو لوړو ژورو سره مخ شوه ، ددی
امپراتوری لومړی مرحله د لوړیا او ځواک مرحله وه چې د شمالی افریقا څخه تر بالکانه او خلیج
پورې ټوله سیمه یې تر واک لاندی وه ،
دوهمه مرحله یې د کمزورتیا ده چې کرار
کرار د نزول په لور روانه شوه او بالاخره د سقوط سره مخ شوه .دا چې په عثمانی
امپراتوری کې د ترکانو ترڅنګ فارسیان ،
عربان ، قفقازیان ، د بالکان اوسیدونکی او
کردان په یوه ټولنه کي اوسیدل او له هر چا
سره د قوم په نوم نه ، بلکه د دین په نوم چلند کیده ، هلته اسلام یوازینی تشخص ؤ
او نور شعارونه نه اوریدل کیدل ، سره ددی چې ترکي ژبه د عثمانی امپراتوری د حکومت
او فوځ ژبه وه ، خو عربی ژبي ته د دین د
ژبی او د مسلمانانو و مشترکې ژبی له مخي
په درناوی کتل کیدل ، او دواړه ژبی ددی امپراتوری رسمی ژبی ګڼل کیدی
دوهمه
برخه
په عثمانی امپراتورئ
کې د مسلمانانو تر څنګ غیر مسلمانو اقلیتونو ته هم خپل ځای
ؤ ،.د دولت لویو چارواکو او د فوځ په مشرانو کې به یهودیان ، مسیحیان او نور
اقلیتونه هم لیدل کیدل او هر چا په دې ټولنه کې خپل خپل ځای لیده ،
کردان د امپراتوری تر څنګ ولاړ ؤ او ډیر
وخت به د ایراني ( صفوي) او عثماني حکومتونو ترمنځ د سیالۍ په لړ کې د سني مذهب په
اساس د عثماني خلافت تر څنګ ؤ .
د نولسمي پیړئ له نیمايي څخه وروسته داروپا استعماري هیوادونه ځواکمن شول او د خپلو استعماري
تحرکاتو په لړ کې یې د نړی ګڼ شمیر هیوادونه تر پښو لاندې کړل او په دې سیمه کې عثماني ترکیه
یوازنی هیواد ؤ چې د استعماري هیوادونو په مخ کې خنډ جوړ شوی ؤ چې ددوی ګټې یې
زیامنې کولې ، نوانګلستان ، فرانسې ، روسیې په ګډه او هماهنګه جبهه کې په عثماني ترکیه یرغلونه پیل کړل ، ترکیه ونه توانیده چې له خپلو پولو دفاع وکړی لومړی ایطالیا د لیبیا واک له عثمانی ترکيی تر لاسه کړ ،، ورپسې
فرانسی الجزایر ، تونس ، او المغرب
هیوادونه اشغال کړل ، همدا شان انګلستان مصر ، ایران ،سودان ،د هند نیمه وچه او
افغانستان تر استعمار لاندی راوستل . روسیی هم د ترکیی سره د ۱۸۷۷ ـ ۱۸۷۸کلونو په جګړو کې ترکیی
ته ماته ورکړه او وتوانیدل چې د اوکراین ، کریمیا ، چیچینیا ،قفقاز، ارمنستان او
نوری سیمي ونیسی چې خپله استعماری لمن یې د منځنی اسیا اوسنیو هیوادونو ته هم را
اوږده کړه ، او د منځنی اسیا اوسنی هیوادونه یی تر استعمار لاندی راوستل.
تر ټولو لویه ماته
بیا د بالقان په سیمه کې ترکانو ته ورپیښه شوه چې ۱۹۱۲-۱۹۱۳ کلونو کي د بالقان لویه اروپایی سیمه
له لاسه ورکړه ،او هلته د بلغاریا ،یوګوسلاویا ،یونان ،البانیا،هیواونه جوړ شول .
ددی پرله پسي ماتو لوی لامل د ترکیی د ننه فکری اختلاف، د ځينو فوځې مشرانو خپل سری ،دعثمانی مشرانو
ترمنځ اختلاف ، تکبر او د لویو قضایاو په ځای په جزیی مسایلو مشغول کیدل ؤ چې په لړ کي یې په
ترکیه کي د ننه او تر لاس لاندی سیمو کي د ځینو قوم ګرا ډلو او ګوندونو را دبره کیدل شول چې تر ټولو مهم ګوند یې د
اتحاد او ترقی په نوم نشنلست ګوند ؤچې د ترکیی په نورو برخو کي یې نور توکمونه هم راوپارول ددی سره امپراتوری د کمزورتیا په لور روانه شوه.
اتحاد او ترقی په نوم نشنلست ګوند ؤچې د ترکیی په نورو برخو کي یې نور توکمونه هم راوپارول ددی سره امپراتوری د کمزورتیا په لور روانه شوه.
د اروپااستعماری هیوادونه په څو جبهو کي د خلافت په خلاف لاس په کار ؤ چې
تر ټولو مهمي یې دوه لویی جبهې وي :
۱- عسکری جبهه : دوی د شمال ، ختیځ ، جنوب او لویدیځ له لوری د
خلافت تر واک لاندی سیمه تر یرغل لاندی
ونيوه ، له بل لوری ایران هم تل د شا له
لوری خلافت په خنجر واهه ، کله به چې خلافت له اروپایی استعمارګرو سره په جګړوه
بوخت ؤ نو دوی به پری له شا څخه یرغل وکړ .
۲- تبلیغاتی جبهه : ټولو استعماری ځواکونو په ګډه په
قومي لمسون سره عربان ، بالقانیان ،کردان او نور اولسونه هڅول چې ولی د ترکانو تر واک لاندي ژوند کوي ؟ که دوی
د خلافت په خلاف پاڅون وکړی نو دوی به د يوه ازاد ملت په صفت په رسیمت وپیژنی ، آزادی به ورکړي او مرستي به ورسره وکړي ،. نو یې
له هر لوری د قومی لمسونی تحرکات پیل کړل، سره ددي چې د عثمانی امپراتوری څخه یې
ډیري سیمي بیلې کړې هم وي او دا امپراتوری یې د ( ناروغ سړی ) په نوم
یادوله ..خو بیا یې هم د ځان لپاره په دی
سیمه کي تر ټولو لوی خنډ باله نو یې د تجزیی او له منځه تللو پلانونه جوړ کړل .
له بله اړخه
یهودیان چې په نړی کې پاشلی اوسیدل په دی
یې کار کاوه چي څه وخت به مناسب فرصت ومومي تر څو د نړی په یوه سیمه کې خپل هیواد
تشکیل کړي ، د هیواد د ټاکني لپاره یې ارژنتین ، اوګانده ، د قبرس ټاپو ،فلسطین تر
څیړنی لاندی ؤ ، خو بلاخره یې په فلسطین اتفاق راغی ، د حالاتو په بدلیدو او د
عثمانی ترکیی په تضعیف سره د صهیونستانو
مشر دنمارکی ژورناست او لیکونکي (تیودور هرتزل) په (۱۸۹۷) میلادی کال د یهودیانو د
(۵۰) ډلو څخه د (۳۰۰) تنو صهیونیستی مشرانو یوه لویه غونډه د سویس په هیواد کي جوړه کړه او دوی ته یې په
فلسطین کي د هیواد د جوړولو لپاره خپل پلان په ډاګه کړ ، سره ددي چې دا وخت فلسطین د عثمانی خلافت تر واک لاندي ؤ خو دوی
خپل پلان تر عمل لاندی کړ ، دوی فکر کاوه چې
د سلطان عبدالحمید په تشویق او
هڅولو به خپل پلان تطبیق کړي ، لومړی یې
هغه ته د ځان د ورنیژدی کولو لپاره
هلی ځلي پیل کړي تر څو د ارمنستان د لوی وژني په مسئله کي چې په (۱۸۹۰) کال پیښه
شوی وه د عبدالحمید او اروپا روابط ښه کړي
تر ډیرو هلو ځلو وروسته وتوانید د یوه هیئت سره د سلطان عبدالحمید سره وګوری او له
هغه څخه فلسطین ته د یهودانو په را مهاجرت او هلته د ځای په ځای کیدو اجازه واخلي ، په بدل کي به دوی ورسره د پنځه میلیونه طلایی لیرو مرسته کوی ،
خو ویل کيږي چې سطان عبدالحمید ورته د سپکاوي ځواب په لړ کي له هغوی سره موافقه ونه کړه ، نو دا چې د فلسطین په خاوره د اسرائیل د جوړیدو هلی ځلی هم
په صلح امیز ډول له ماتی سره مخ شوی او
یهودان به دی مایوسه شول چې د عثمانی ترکیی په موجودیت کي د اسراېیل د جوړیدو
امکان نشته نو یې د لویو استعماری هیوادونو ، لکه امریکا ، روسیی ، فرانسی او انګلستان سره د عثمانی
ترکیی د تجزیی او له منځه وړلو پلان جوړ کړ.
نو نړیوالو
استعماری قدرتونو دوو موخو ته د رسیدو په نیت د عثمانی امپراتوری د ورانولو او
ویشلو پریګړه او نقشه جوړه کړه .
لومړی : دا چې په
دی کار سره به وتوانیژی د اسلامی نړی او منځني ختیځ ټوله سیمه کې د عثماني ترکیی
مزاحمتونه ختم او ددې ثروتمندی او استراتیژیکي سیمي کنترول به تر لاسه کړي ( ځکه دا وخت د خلیج ټول هیوادونه ،عراق ، سوریه ،
فلسطین او لبنان ، د عثمانی ترکیی تر واک لاندي ؤ ، له بل اړخه دا سیمه د تجارت له
پلوه هم ډیره مهمه وه چې د نړی لویی لاری
او بندرونه همدلته ؤ چې واک یې د ترکانو
سره ؤ )
دوهم : د اسرائیل
د جوړیدو په موخه د یهودیانو سره مرسته او
همکاری وه
د خلافت د ویش
لپاره د هلو ځلو پیل :
د هرتزل په مشری د
یهودانو او د استعماری هیوادونو په ګډه جبهه کي د خلافت د له منځه وړلو او د
عثمانی ترکیی د ویش لپاره په ګډه کار پیل شو . تبلیغاتی او جګړه ایزی هلی ځلی
ګړندی شوي ، له یوه لوری د انګریزانو له لوری په مصر کي ددوی د استاذی ( هنری ماک
ماهون) او د مکي د واکمن ( حسین شریف ) ترمنځ
،
همدا شان د نورو عربی مشرانو ( ال سعود ـ
هاشمی ) کورنیو سره د عربی سیمو د خپلواکی
او له ترکیی څخه د آزادی لپاره پرله پسې هلی ځلی پیل شوي ، بریطانیا عربانو ته وعده ورکړه چې که دوی د ترکیی په
خلاف د ازادی خبره راپورته کړي نو انګریزان به یې ملاتړ وکړي او دوی ته به د سوریی
څخه نیولي تر عراق او عربستان پوري ټولې سیمي وسپاری او خپلواکي په یې په رسمیت
وپیژندل شي .
بل لوری ته کردانو
او ارمنیانو ته هم همداسی ورته وعدی ورکول کیدل او له دوی سره یې په پټه د خپلواکی
تړونونه لاسلیک کول .
نور بیا ...
نور بیا ...
ویرجین منځنی ختیځ او د کردانو ناسور شوی ټپ
دریمه
برخه
د سایکس پیکو
تړون او لومړی نړیواله جګړه
دا چې په دی حساس وخت کی چې د ترکیی د
تجزیی پلانونه تر لاس لاندی ؤ ولی لومړی نړیواله جګړه ونښته ؟ او دی جګړي ته چا
ضمینه مساعده کړه ،په رسمی ډول خلک مختلف لاملونه
چې ډیر یې ظاهری بڼه لری په ګوته کوی خو
ځینې څیړونکی بیا د پردې تر شا دي
جګړې ته د لمن وهلو او په جګړه کي د ترکیی
د ورګډولو په دسیسه کي یهودان
مستقیما دخیل ګڼې .. په هر صورت
. په ۱۹۱۴ میلادی کال لومړی نړیواله جګړه د متفقینو او متحدینو ترمنځ ونښته
سره ددي چې ترکیه دی جګړې ته تیاره نه
وه خو په ترکیه کې د ځوانو نشنلستو واکمنو په ټینګار د متحدینو ( آلمان او اتریش) تر څنګ ودریده . په ترکیه کې
دا وخت د اتحاد او ترقی په نوم یوه نشنلسته ډله واک ته رسیدلی وه ، هغوی فکر کاوه
چې په دی جګړه کې د بریالیتوب په صورت کي خپلی له لاسه تللې سیمي بیرته تر لاسه کړي ، په
لومړیو کې خو انګلستان د روسیی او فرانسی په همکاری د عثمانی ترکیی په خلاف لویه
بحری جګړه پیل کړه خو مطلوبی لاسته راوړني یي نه درلودی ،. په سیمه کې د قومی
نشنلزم په خپرولو او په جګړه کې د امریکا په ګډون سره متفقین ( روسیه ، فرانسه ، انګستان او امریکا) وروسته
له څلورکاله جګړي وتوانیدل متحدینو (
آلمان ، اتریش او ترکیی ) ته ماته ورکړی .د
ماتي په نتیجه کې د آلمان امپراتوری هم له منځه ولاړه خو ډ المان هیواد د شرطونو
په منلو سره په خپل ځای پاته شو، د اطریش امپراتوری هم له منځه ولاړه . او د ترکیی
لپاره چې هسی هم د تجزیی پلان یې پخوا تر کار لاندی ؤ د سایکس پیکو تړون لاسلیک شو
او د تجزیی کار یې پیل شو .
د سایکس پیکو تړون
لکه مخکي چې یاد
شول ، د لومړی نړیوالی جګړې تر مخه (
۱۹۱۰) کال او د جګړې په کلونو کې برطانيي
او نورو متفقو هیوادونو ، عربی ، کردي او نورو قومونو ته ډاډ ورکاوه چې دوی که د
ترکیی په خلاف پاڅون وکړی نو دوی ته به یې خاوره وسپاری او ازادي به یې په رسیمت
وپیژنی ، ددوی سره یې په دی اړوند قرار
دادونه لاسلیک کړی ؤ ،، خو د پردی تر شا دوی د همدی سیمو د ویش او اشغال پلان جوړ کړی ؤ . د بریطانیا او
فرانسي تر منځ د ترکیی د عربی سیمو د ویش په سر د سایکس پیکو د تړون په اساس سلا
شوی ؤ دوی دا سیمه لومړی په پنځو هیوادونو
وویشله چې بیا یې په خپلو کی سره وویشله ، او تر ټولو بد دا چي کردان یې چې د یوه
هیواد وعده یې ورکړي وه په پنځو هیوادونو وویشل ،
دا تړون د
بریطانیا د حکومت د یوه لوړ رتبه غړی (
سرمارک سایکس) او د فرانسی د حکومت د یوه لوړ رتبه غړي او په بیروت کي د
فرانسی د سرکونسل ( فرانسوا ژرژ پیکو)
ترمنځ د روسیی به مشوره سره ترتيب او
هوکړه پری رامنځ ته شوی وه . دا تړون د نوموړو هیوادو په نمایندګي په (۱۹۱۶) کال د
(می) په ( ۹) نیټه د نړیوالې جګړي به دوهم
کال د همدي دوو تنو ترمنځ لاسلیک شو او
نوم یې د دواړو د نومونو د ورستاړي څخه جوړ کړ ( سایکس پیکو) په دی تړون کي چې په
پټه امضاء شوی ؤ د عثمانی امپراتوری ویش او تجزیه یې لوی هدف ؤ په لاندی ټکو توافق رامنځ ته شوی ؤ :
۱-د عثمانی
امپراتوری عربی سیمي به په دوو اداری او سیاسی نفوذی ( الف) (ب) سره ویشل کیږي .
۲- د الف له منطقی
څخه به د (لبنان زیاتره سیمه ،.سوریه ، آدانا ، کیليکيه . دیاربکر په ترکیه کي واو
د عراق شمال له دی جملی د موصول سیمه د فرانسی تر نفوذ لاندی وي .
۳-د ( ب) د سیمې
څخه به د د سوریی جنوبی سیمه ، د اردن سیمه ، د عراق مرکزی او جنوبی برخی له هغو
(بغداد ، بصره ،تر فارس خلیج پوری ) او د حیفا ، عکا بندرونه ( په فلسطین ) کې تر
څو د مدیترانی سمندر ته لاس رسی ولری د انګلیس ( بریطانیا ) په واک کي وي .
۴-د بیت المقدس
ښار به د ملګرو ملتونو له هغې جملی روسیی تر نظارت لاندی وي.
۵-استانبول . د
بسفور تنګی ،داردانل ،همدا شان د ترکیی شپږ ارمنی ولایتونه او د عراق کردان به
روسیی ته ورکول کيږي .
سره ددي چې د
شمالی افریقا د عربی هیوادونو د پولو ټاکل او اشغال په دی تړون کي شامل نه ؤ خو
عملا دا سیمه هم په دوو برخو وویشل شوه له دی ډلې ( مصر او سودان د بریطانیا په ویش ورسید او لویدیځه
المغرب (تونس ، مراکش او الجزایر) د فرانسی برخه شوه . د ليبیا هیواد خو له دی
مخکې د ایطالیآ له لوری د عثمانیانو له ولکي وتلی او اشغال ؤ.همدا شان د خلیج
هیوادونه هم په دی تړون کي شامل نه ؤ خو عملا د خلیج ټوله سیمه د انګریزانو تر واک
لاندی شوه
چې د نیړیوالی
جګړي په پای کې د تزاری روسیی په له منځه
تللو سره د تړون پنځم بند هم تطبیق نه شو
.
دا تړون څه وخت
افشاء شو ؟
د جګړی په ترڅ کي
په روسیه کې د ترازی واکمنو په خلاف د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر د کمونستانو انقلاب رامنځ
ته شو ،چې په روسیه کې د لينن او
تروتسکي ډله واک ته ورسیده ،دا چې دوی د
تزاری روسیی د سیاستونو سره مخالف ؤ نو یې د سایکس پیکو تړون افشاء کړ او په (۱۹۱۷
کال د نوامبر په ۲۳ نیټه د ایزوستیا او پراودا په ورځپاڼو کي خپور شو .چې دری ورځې
وروسته منچستر ګاردین هم خپور کړ . د تړون په افشاء کیدو عربی ،کردی ارمني بلواګر چې د آزادی په تمه یې د اشغالګرو ملاتړ
کاوه سخت خوابدی شول او په نا اميدی سره لاس تر زنی کښیناستل .