۱۳۹۸ آبان ۶, دوشنبه

ویرجین منځنی ختیځ او د کردانو ناسور شوی ټپ



د سیاسی پوهاوي په لړ کي به دا پلا د منځني ختیځ ناورین او د کردانو قضیی ته سر ورښکاره کړو ، وبه ګورو چې دا ناسور شوی ټپ ولی په بدو اوښتی ، چا پری مالګي پاشلې او څوک یې په لمبو تیل اچوي..هیله ده په څو برخو کی یې را سره تعقیب کړي
لومړی برخه :

کردان څوک دي ؟

د کرد اصطلاح د اسلامی کتابتون  په پاڼو کې د لومړی هجری پیړی په ځينو کتابونو کي هغو کوچیانی او صحرایی خلکو ته کاریدلی چې په دښتو او غرونو کي به د مالداری سره د کوچې توب ژوند کاوه ، او دا اصطلاح یوه خاص قوم او توکم ته ځانګړی شوې چې د اریایاني نژاد لری  ، د فارسیانو ، افغانانو او طاجکانو سره یې وینه ګډه ده  ..ددی خلکو په اړه ډیرو پخوانیو مسلمانو تاریخ لیکونکو له هغو څخه ابن بطوطه هم  یاودنه کړي ، دوی یې په ځواکمن توب ، میړانه او شجاعت ستایلی ..طبری او ابن خلدون د فارسیانو د خیل څخه ګڼلی خو ابن عبدالبر بیا په خپل کتاب ( القصد والامم) کي د عربو له توکمه ګڼلی چې د سیمي د بدلون په اساس یې بدلون موندلی .
ویل کیږي چې ځینو لیکوالانو د میلاد مخکي ددی خلکو لپاره د ( کاردوخ ) نوم ورکړی او لیکی چې دی قوم له میلاده اووه پیړی مخکي د ( میدیا) په نوم یوه امپراتوری هم درلوده ،چې د فارسی کورش له لاسه ماته شوه
د شریف خان بیدلیسی له قوله  ، کردان په څلولو لویو قومونو ، لوری ، کرمنجې کلهر او غورانی خیلونو ویشل شوي .
کردی ژبه ؛
د ژب پوهانو په آند کردی ژبه د سیاسي او جغرافیایی عواملو له مخي   داسی یوه منظمه او واحده ژبه نه ده ،چې مشترک قوانین ولری ، بلکه دا د ډیرو لهجو مجموعه ده چي یو تر بله  نیزدیوالی او بیلوالی لری او کله کله خو د یوې سیمي اوسیدونکی د بلی سیمي له اوسیدونکو سره په مفاهمه کي هم له ستونزو سره مخ کیږي خو دا چې دا لهجي سره ورته دی او د نورو ژبو سره بیلوالی لری نو موږ ورته د یوې ژبې خطاب کولای شو .
د کردانو نفوس
د یوې احصایی له مخې چې په (۲۰۱۲) میلادی کي تر سره شوي د  کردانو ټول نفوس (۲۷۳۸۰۰۰۰) تنه ښودل شوی چې له دی  جملې څخه (۱۸) په سلو کي په ترکیه کي ژوند کوي ، ( ۱۶) په سلو کی په ایران کي ، (۱۵) په سلو کي په عراق کي ( ۶) په سلو کي په سوریا کي ژوند کوي
۱- د ترکیی کردان : دا ترکان د ټولو ترکانو (۵۶) فیصده جوړوی چې د ټول نفوس ( ۲۰) فیصده جوړوی .چې د ترکیی په جنوب ختیځ کې راټول دی
۲-د عراق کردان : دا کردان د ټولو کردانو (۱۵) فیصده جوړوی چې شمیر یې لږ کم څلور میلونه تنه دی .دوی د عراق په شمال ختیځ کې ژوند کوي.
۳- د ایران کردان :دا کردان د ټولی نړی د کردانو ( ۱۶) فیصده دی چې شمیر یی ( څلور نیم میلونه تنه ښودل شوي ) او دا خلک د ایران په شمال لویدیځ کې ژوند کوي .
۴-د سوریی کردان :دا خلک د ټولو کردانو (۶) فیصده دی چې شمیر یې څه د پاسه (یو نیم میلیون تنه دی)چې د سوریی په شمال ختیځ کې اوسیږي .
له دی علاوه کردان په اروپایی هیوادونو ، لبنان ، ارمنستان ،امریکا او نورو هیوادونو کي هم په ګڼ شمیر کي ژوند کوي
    عثمانی  ترکیه (خلافت ) او کردان
د خلفای راشدینو په زمانه کي  د اسلام دين د دې سیمې جنوبي برخو ته ورسید چې وروسته ټوله سیمه د مسلمانانو تر واک لاندې او خلک یې له لږ اقلیت پرته په اسلام کې شامل شول ..دا سیمه د امویانو ، عباسیانو ، ایوبیانو ، سلجوقیانو او عثمانی خلافت به ټول دور کي د مسلمانانو یوه د امن سیمه وه ،د اسلام په تاریخ کي په دی سیمه کي د اخلال ،انقلاب ، بغاوت کوم لوی اثر نه دی ثبت شوی . او د وخت په تیریدو سره له  ډیرو لږکیو پرته ټول په اسلام مشرف شویدی ..
له دي ځایه لوی لوی علماء راپوته شوی چې له دي دلی موږ د نړی لوی مؤرخ ،ابن الاثیر ، لوی عالم او فقیه ابن الحجر عسقلانی ،لوی او عادل قاضی ابن خلکان او سلګونه داسی نور یادولای شو.
دا قوم په خپل شجاعت او میړانه سره تل د اسلامی فوځونو مخکښ ؤ  ،ددی قوم تر ټولو مشهور شجاع او زړور مجاهد د بیت المقدس فاتح صلاح الدین ایوبی یادولای شو او تر هغه مخکي او وروسته نور شهکاران . له مغلی ، صلیبي او نورو یرغلګرو سره یې په میړانه د اسلامی خاورو دفاع کړی او تل د نورو مسلمانو توکمو تر څنګ ولاړ ؤ
عثمانی امپراتوری د توکمونو ګډ کور

  عثمانی امپراتوری د خپل (۶۰۰) کلن تاریخ په اوږدو کې د ډیرو لوړو ژورو سره مخ شوه ، ددی امپراتوری لومړی مرحله د لوړیا او ځواک مرحله وه چې  د شمالی افریقا څخه تر بالکانه او خلیج پورې  ټوله سیمه یې تر واک لاندی وه ، دوهمه  مرحله یې د کمزورتیا ده چې کرار کرار د نزول په لور روانه شوه او بالاخره د سقوط سره مخ شوه .دا چې په عثمانی امپراتوری کې  د ترکانو ترڅنګ فارسیان ، عربان  ، قفقازیان ، د بالکان اوسیدونکی او کردان په یوه ټولنه کي اوسیدل  او له هر چا سره د قوم په نوم نه ، بلکه د دین په نوم چلند کیده ، هلته اسلام یوازینی تشخص ؤ او نور شعارونه نه اوریدل کیدل ، سره ددی چې ترکي ژبه د عثمانی امپراتوری د حکومت او فوځ ژبه وه ، خو عربی ژبي  ته د دین د ژبی او د مسلمانانو و مشترکې  ژبی له مخي په درناوی کتل کیدل ، او دواړه ژبی ددی امپراتوری رسمی ژبی ګڼل کیدی
دوهمه برخه
په عثمانی امپراتورئ کې  د مسلمانانو تر څنګ  غیر مسلمانو اقلیتونو ته هم  خپل  ځای ؤ ،.د دولت لویو چارواکو او د فوځ په مشرانو کې به یهودیان ، مسیحیان او نور اقلیتونه هم لیدل کیدل او هر چا په دې ټولنه کې خپل خپل ځای لیده   ، کردان  د امپراتوری تر څنګ ولاړ ؤ او ډیر وخت به د ایراني ( صفوي) او عثماني حکومتونو ترمنځ د سیالۍ په لړ کې د سني مذهب په اساس د عثماني خلافت تر څنګ ؤ .
 د نولسمي پیړئ له نیمايي څخه  وروسته  داروپا استعماري هیوادونه ځواکمن شول او د خپلو استعماري تحرکاتو په لړ کې یې د نړی ګڼ شمیر هیوادونه تر پښو  لاندې کړل او په دې سیمه کې عثماني ترکیه یوازنی هیواد ؤ چې د استعماري هیوادونو په مخ کې خنډ جوړ شوی ؤ چې ددوی ګټې یې زیامنې کولې  ،  نوانګلستان ، فرانسې ، روسیې   په ګډه او هماهنګه جبهه کې  په عثماني ترکیه یرغلونه  پیل کړل ، ترکیه  ونه توانیده چې له خپلو پولو دفاع وکړی  لومړی ایطالیا د  لیبیا واک له عثمانی ترکيی تر لاسه کړ ،، ورپسې فرانسی  الجزایر ، تونس ، او المغرب هیوادونه اشغال کړل  ، همدا شان  انګلستان  مصر ، ایران ،سودان ،د هند نیمه وچه او افغانستان   تر استعمار لاندی  راوستل . روسیی هم  د ترکیی سره د ۱۸۷۷ ـ ۱۸۷۸کلونو په جګړو کې ترکیی ته ماته ورکړه او وتوانیدل چې د اوکراین ، کریمیا ، چیچینیا ،قفقاز، ارمنستان   او نوری سیمي ونیسی چې خپله استعماری لمن یې د منځنی اسیا اوسنیو هیوادونو ته هم را اوږده کړه ، او د منځنی اسیا اوسنی هیوادونه  یی تر استعمار لاندی راوستل.
تر ټولو لویه ماته بیا د بالقان په سیمه کې ترکانو ته ورپیښه شوه چې  ۱۹۱۲-۱۹۱۳ کلونو کي د بالقان لویه اروپایی سیمه له لاسه ورکړه ،او هلته د بلغاریا ،یوګوسلاویا ،یونان ،البانیا،هیواونه جوړ شول .
 ددی پرله پسي ماتو لوی لامل د ترکیی د ننه فکری  اختلاف،  د ځينو فوځې مشرانو خپل سری ،دعثمانی مشرانو ترمنځ اختلاف ، تکبر او د لویو قضایاو په ځای  په جزیی مسایلو مشغول کیدل ؤ چې په لړ کي یې په ترکیه کي د ننه او تر لاس لاندی سیمو کي د ځینو قوم ګرا ډلو او ګوندونو  را دبره کیدل شول چې تر ټولو مهم ګوند یې د
اتحاد او ترقی په نوم نشنلست ګوند ؤچې د ترکیی په نورو برخو کي یې نور توکمونه هم راوپارول  ددی سره امپراتوری د کمزورتیا په لور روانه شوه.
 د اروپااستعماری هیوادونه  په څو جبهو کي د خلافت په خلاف لاس په کار ؤ چې تر ټولو مهمي یې دوه لویی جبهې وي :
 ۱- عسکری جبهه :  دوی د شمال ، ختیځ ، جنوب او لویدیځ له لوری د خلافت تر واک لاندی سیمه  تر یرغل لاندی ونيوه ،  له بل لوری ایران هم تل د شا له لوری خلافت په خنجر واهه ، کله به چې خلافت له اروپایی استعمارګرو سره په جګړوه بوخت ؤ نو دوی به پری له شا څخه یرغل وکړ .
  ۲- تبلیغاتی  جبهه : ټولو استعماری ځواکونو په   ګډه  په قومي لمسون سره عربان ، بالقانیان ،کردان او نور اولسونه هڅول  چې ولی د ترکانو تر واک لاندي ژوند کوي ؟  که  دوی د خلافت په خلاف پاڅون وکړی نو دوی به د يوه ازاد ملت په صفت  په رسیمت وپیژنی ،  آزادی به ورکړي او مرستي به ورسره وکړي ،. نو یې له هر لوری د قومی لمسونی تحرکات پیل کړل، سره ددي چې د عثمانی امپراتوری څخه یې ډیري سیمي  بیلې کړې هم وي  او دا امپراتوری یې د ( ناروغ سړی ) په نوم یادوله ..خو بیا یې هم  د ځان لپاره په دی سیمه کي تر ټولو لوی خنډ باله نو یې د تجزیی او له منځه تللو پلانونه جوړ کړل .
د خلافت په له منځه وړلو کي د یهودانو ونډه :

له بله اړخه یهودیان چې په نړی کې پاشلی اوسیدل  په دی یې کار کاوه چي څه وخت به مناسب فرصت ومومي تر څو د نړی په یوه سیمه کې خپل هیواد تشکیل کړي ، د هیواد د ټاکني لپاره یې ارژنتین ، اوګانده ، د قبرس ټاپو ،فلسطین تر څیړنی لاندی ؤ ، خو بلاخره یې په فلسطین اتفاق راغی ، د حالاتو په بدلیدو او د عثمانی ترکیی په تضعیف سره  د صهیونستانو مشر دنمارکی ژورناست او لیکونکي (تیودور هرتزل) په (۱۸۹۷) میلادی کال د یهودیانو د (۵۰) ډلو څخه د (۳۰۰) تنو صهیونیستی مشرانو یوه لویه غونډه  د سویس په هیواد کي جوړه کړه او دوی ته یې په فلسطین کي د هیواد د جوړولو لپاره خپل پلان په ډاګه کړ ، سره ددي چې دا وخت  فلسطین د عثمانی خلافت تر واک لاندي ؤ خو دوی خپل پلان تر عمل لاندی کړ ، دوی فکر کاوه چې  د سلطان عبدالحمید په  تشویق او هڅولو به خپل پلان تطبیق کړي ، لومړی یې  هغه ته د ځان  د ورنیژدی کولو لپاره هلی ځلي پیل کړي تر څو د ارمنستان د لوی وژني په مسئله کي چې په (۱۸۹۰) کال پیښه شوی وه د عبدالحمید  او اروپا روابط ښه کړي تر ډیرو هلو ځلو وروسته وتوانید د یوه هیئت سره د سلطان عبدالحمید سره وګوری او له هغه څخه فلسطین ته د یهودانو په را مهاجرت او هلته د ځای په ځای کیدو اجازه  واخلي ،  په بدل کي به دوی  ورسره د پنځه میلیونه طلایی لیرو مرسته کوی ، خو ویل کيږي چې سطان عبدالحمید ورته د سپکاوي ځواب په لړ کي  له هغوی سره موافقه ونه کړه ، نو دا چې  د فلسطین په خاوره د اسرائیل د جوړیدو هلی ځلی هم په صلح امیز ډول له ماتی سره مخ شوی  او یهودان به دی مایوسه شول چې د عثمانی ترکیی په موجودیت کي د اسراېیل د جوړیدو امکان نشته نو یې د لویو استعماری هیوادونو ، لکه  امریکا ، روسیی ، فرانسی او انګلستان سره د عثمانی ترکیی د تجزیی او له منځه وړلو پلان جوړ کړ.
نو نړیوالو استعماری قدرتونو دوو موخو ته د رسیدو په نیت د عثمانی امپراتوری د ورانولو او ویشلو پریګړه او نقشه جوړه کړه .
لومړی : دا چې په دی کار سره به وتوانیژی د اسلامی نړی او منځني ختیځ ټوله سیمه کې د عثماني ترکیی مزاحمتونه ختم او ددې ثروتمندی او استراتیژیکي سیمي کنترول به  تر لاسه کړي ( ځکه  دا وخت د خلیج ټول هیوادونه ،عراق ، سوریه ، فلسطین او لبنان ، د عثمانی ترکیی تر واک لاندي ؤ ، له بل اړخه دا سیمه د تجارت له پلوه هم ډیره مهمه وه چې  د نړی لویی لاری او بندرونه همدلته ؤ چې  واک یې د ترکانو سره ؤ )
دوهم : د اسرائیل د جوړیدو په موخه  د یهودیانو سره مرسته او همکاری وه
د خلافت د ویش لپاره د هلو ځلو پیل :
د هرتزل په مشری د یهودانو او د استعماری هیوادونو په ګډه جبهه کي د خلافت د له منځه وړلو او د عثمانی ترکیی د ویش لپاره په ګډه کار پیل شو . تبلیغاتی او جګړه ایزی هلی ځلی ګړندی شوي ، له یوه لوری د انګریزانو له لوری په مصر کي ددوی د استاذی ( هنری ماک ماهون)  او د مکي د واکمن ( حسین شریف ) ترمنځ  ، همدا شان  د نورو عربی مشرانو ( ال سعود ـ هاشمی ) کورنیو سره  د عربی سیمو د خپلواکی او له ترکیی څخه د آزادی لپاره پرله پسې هلی ځلی پیل شوي ، بریطانیا  عربانو ته وعده ورکړه چې که دوی د ترکیی په خلاف د ازادی خبره راپورته کړي نو انګریزان به یې ملاتړ وکړي او دوی ته به د سوریی څخه نیولي تر عراق او عربستان پوري ټولې سیمي وسپاری او خپلواکي په یې په رسمیت وپیژندل شي .
بل لوری ته کردانو او ارمنیانو ته هم همداسی ورته  وعدی  ورکول کیدل او له دوی سره یې په پټه د خپلواکی تړونونه لاسلیک کول .

نور بیا ...

ویرجین منځنی ختیځ او د کردانو ناسور شوی ټپ
دریمه برخه
د سایکس پیکو  تړون  او لومړی نړیواله جګړه    
 دا چې په دی حساس وخت کی چې د ترکیی د تجزیی  پلانونه تر لاس لاندی ؤ ولی  لومړی نړیواله جګړه ونښته ؟ او دی جګړي ته چا ضمینه مساعده کړه ،په رسمی ډول خلک مختلف لاملونه  چې ډیر یې ظاهری بڼه لری په ګوته کوی خو  ځینې څیړونکی بیا  د پردې تر شا دي جګړې ته د لمن وهلو  او په جګړه کي د ترکیی د ورګډولو په دسیسه کي یهودان  مستقیما  دخیل ګڼې  .. په هر صورت  . په ۱۹۱۴ میلادی کال لومړی نړیواله جګړه د متفقینو او متحدینو ترمنځ ونښته سره ددي چې ترکیه  دی جګړې ته تیاره نه وه  خو  په ترکیه کې د ځوانو نشنلستو واکمنو په  ټینګار د متحدینو  ( آلمان او اتریش) تر څنګ ودریده . په ترکیه کې دا وخت د اتحاد او ترقی په نوم یوه نشنلسته ډله واک ته رسیدلی وه ، هغوی فکر کاوه چې په دی جګړه کې د بریالیتوب په صورت کي  خپلی له لاسه تللې سیمي بیرته تر لاسه کړي ، په لومړیو کې خو انګلستان د روسیی او فرانسی په همکاری د عثمانی ترکیی په خلاف لویه بحری جګړه پیل کړه خو مطلوبی لاسته راوړني یي نه درلودی ،. په سیمه کې د قومی نشنلزم په خپرولو او په جګړه کې د امریکا په ګډون سره  متفقین ( روسیه ، فرانسه ، انګستان او امریکا) وروسته له څلورکاله جګړي وتوانیدل متحدینو  ( آلمان ، اتریش او ترکیی ) ته ماته ورکړی  .د ماتي په نتیجه کې د آلمان امپراتوری هم له منځه ولاړه خو ډ المان هیواد د شرطونو په منلو سره په خپل ځای پاته شو، د اطریش امپراتوری هم له منځه ولاړه . او د ترکیی لپاره چې هسی هم د تجزیی پلان یې پخوا تر کار لاندی ؤ د سایکس پیکو تړون لاسلیک شو او د تجزیی کار یې پیل شو .
د سایکس پیکو تړون
لکه مخکي چې یاد شول ، د لومړی نړیوالی جګړې تر مخه  ( ۱۹۱۰) کال او د جګړې په کلونو کې  برطانيي او نورو متفقو هیوادونو ، عربی ، کردي او نورو قومونو ته ډاډ ورکاوه چې دوی که د ترکیی په خلاف پاڅون وکړی نو دوی ته به یې خاوره وسپاری او ازادي به یې په رسیمت وپیژنی  ، ددوی سره یې په دی اړوند قرار دادونه لاسلیک کړی ؤ ،، خو د پردی تر شا دوی د همدی سیمو د  ویش او اشغال پلان جوړ کړی ؤ . د بریطانیا او فرانسي تر منځ د ترکیی د عربی سیمو د ویش په سر د سایکس پیکو د تړون په اساس سلا شوی ؤ  دوی دا سیمه لومړی په پنځو هیوادونو وویشله چې بیا یې په خپلو کی سره وویشله ، او تر ټولو بد دا چي کردان یې چې د یوه هیواد  وعده یې ورکړي وه  په پنځو هیوادونو وویشل ،   دا تړون د بریطانیا د حکومت د یوه لوړ رتبه غړی (  سرمارک سایکس) او د فرانسی د حکومت د یوه لوړ رتبه غړي او په بیروت کي د فرانسی د سرکونسل  ( فرانسوا ژرژ پیکو) ترمنځ  د روسیی به مشوره سره ترتيب او هوکړه پری رامنځ ته شوی وه . دا تړون د نوموړو هیوادو په نمایندګي په (۱۹۱۶) کال د (می)  په ( ۹) نیټه د نړیوالې جګړي به دوهم کال  د همدي دوو تنو ترمنځ لاسلیک شو او نوم یې د دواړو د نومونو د ورستاړي څخه جوړ کړ ( سایکس پیکو) په دی تړون کي چې په پټه امضاء شوی ؤ د عثمانی امپراتوری ویش او تجزیه یې لوی هدف ؤ  په لاندی ټکو توافق رامنځ ته شوی ؤ :
۱-د عثمانی امپراتوری عربی سیمي به په دوو اداری او سیاسی نفوذی ( الف) (ب) سره ویشل کیږي .
۲- د الف له منطقی څخه به د (لبنان زیاتره سیمه ،.سوریه ، آدانا ، کیليکيه . دیاربکر په ترکیه کي واو د عراق شمال له دی جملی د موصول سیمه د فرانسی تر نفوذ لاندی وي .
۳-د ( ب) د سیمې څخه به د د سوریی جنوبی سیمه ، د اردن سیمه ، د عراق مرکزی او جنوبی برخی له هغو (بغداد ، بصره ،تر فارس خلیج پوری ) او د حیفا ، عکا بندرونه ( په فلسطین ) کې تر څو د مدیترانی سمندر ته لاس رسی ولری د انګلیس ( بریطانیا ) په واک کي وي .
۴-د بیت المقدس ښار به د ملګرو ملتونو له هغې جملی روسیی تر نظارت لاندی وي.
۵-استانبول . د بسفور تنګی ،داردانل ،همدا شان د ترکیی شپږ ارمنی ولایتونه او د عراق کردان به روسیی ته ورکول کيږي .
سره ددي چې د شمالی افریقا د عربی هیوادونو د پولو ټاکل او اشغال په دی تړون کي شامل نه ؤ خو عملا دا سیمه هم په دوو برخو وویشل شوه له دی ډلې ( مصر  او سودان د بریطانیا په ویش ورسید او لویدیځه المغرب (تونس ، مراکش او الجزایر) د فرانسی برخه شوه . د ليبیا هیواد خو له دی مخکې د ایطالیآ له لوری د عثمانیانو له ولکي وتلی او اشغال ؤ.همدا شان د خلیج هیوادونه هم په دی تړون کي شامل نه ؤ خو عملا د خلیج ټوله سیمه د انګریزانو تر واک لاندی شوه
چې د نیړیوالی جګړي په پای کې د تزاری روسیی   په له منځه تللو سره د تړون پنځم بند هم  تطبیق نه شو .‎
دا تړون څه وخت افشاء شو ؟
د جګړی په ترڅ کي په روسیه کې د ترازی واکمنو په خلاف د ۱۹۱۷ کال د اکتوبر د کمونستانو انقلاب رامنځ ته شو ،چې په روسیه کې د  لينن او تروتسکي  ډله واک ته ورسیده ،دا چې دوی د تزاری روسیی د سیاستونو سره مخالف ؤ نو یې د سایکس پیکو تړون افشاء کړ او په (۱۹۱۷ کال د نوامبر په ۲۳ نیټه د ایزوستیا او پراودا په ورځپاڼو کي خپور شو .چې دری ورځې وروسته منچستر ګاردین هم خپور کړ . د تړون په افشاء کیدو عربی ،کردی ارمني   بلواګر چې د آزادی په تمه یې د اشغالګرو ملاتړ کاوه سخت خوابدی شول او په نا اميدی سره لاس تر زنی کښیناستل .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر