د دلوی د میاشتی د (۲۶) ورځې په مناسبت
د روسانو تیښته او د ډاکتر نجیب واک ته رسول
د روسانو تلفات ورځ تر بله ډیریدل، اقتصاد یې مخ په ځوړ وران ؤ ،جګړه هم ددوی په تاوان او ددوی په ماته روانه وه، خصوصا هغه مهال په جګړه کې لوی بدلون راغی چې امریکا مجاهدینو ته د الوتکو ضد ستنګر توغندي چې له اوږې فیر کیدل ورکړل، دې توغندیو د روسانو هوايي ځواک چې په جګړه کې یې مهمه او پریکنده ونډه درلوده فلج کړ، او نور د روسانو الوتکی په هوا کی اوتنی نه شوای کولای او دروسانو لویې حملې نورې ټولې له ماتې سره مخ وې.
زرګونه ټانګونه او الوتکې یې له منځه ولاړې، او ورځ تر بله د روسانو حالت خرابیده ، تردې چې په وردګو کې دوی ته یواځې د کابل کندهار د لويې لارې د امنیت ساتلو خبره مهمه شوه، نور له دې ولویدل چې د پخوا په شان دې وردګو ته لویې قوې راواستوي ، د سیدآباد او مرکز پرته نورې ټولې سیمې او ولسوالی د مجاهدینو په ولکه کې وې، دوی په تیرو لسو کلونو کې هر څه چې درلودل وکارول ، د وردګو هر کلی یې بمبارد کړ، د وردګو د ځپلو لپاره یې تر پنځوسو زیاتې لویې حملې وکړې، چې پرته له ناکامۍ یې بل څه تر لاسه نه کړل، په ۱۳۶۶ کال دوی په نرخ او میدان حمله وکړه چې د څو ورځو جګړو ورسته ددوی لس الوتکې راانسکورې شوې، همدا شان د چک ولسوالی د جمعیت اسلامی مجاهدینو د ستنګر په واسطه د شیخ آباد په خړیانو کې د هلیکوپترو د هغه کاروان څخه چې د لارې د ساتلو په موخه به ګرځیدې یوه وویشته او راولویده، نورې ټولې له لارې بیرته کابل ته وګرځیدې ، دا توان یې نه ؤ چې په مخ ولاړی شی او بیا د وردګو په لور د تل لپاره را نغلی
د وردګو په سیمه کې د کابل کندهار سرک دوی ته د مرګ سرک جوړ شو، د روسانو هیڅ کاروان به له دې لارې غزني او یا کابل ته سم او پوره نه تیریده ، دا په داسې حال کې چې د روسيي د ننه هم د جګړې په سر اختلافات زیات شول، هر چا دا پوښتنه کوله چې دا مړي د څه لپاره ؟ د روسانو تابوتونه ورځ تر بله د روسي په لوري زیاتیدل، بالآخره یې تصمیم ونیو، پرته له دې چې ټوله روسیه غرقه شي، خپل عسکر باید وباسي ، نو یې د ملګرو ملتونو دروازه وډبوله او د سولې خبرې یې پیل کړي، په دې لړ کې د ۱۹۸۸کال د اپریل په ۱۴ نیټه چې د۱۳۶۷کال دحمل له ۲۵ نیټې سره سمون لري د ژنو معاده لاسلیک او د روسانو د وتلو اعلان وشو ، داچې د دوی پاته خپل افغاني کمونستان هم باید د څو کلونو لپاره جنګیدلي وای نو یې په ډیره بیړه د ۱۳۶۷ کال د ثور په ۲۷ د حکومت ډول بدل کړ، او یو ښه دیپلومات ډاکتر نجیب یې د ۱۳۶۷کال دثور په ۱۴ نیټه د خپل ګوند عمومي منشي اود ملک جمهور ریس وټاکه کارمل يې چې دوی په ټانګونو سپور راوستي ؤ له واکه لیرې کړ.لومړي کاروانونه یې له جلال آباد څخه روسیی ته روان شول . ورسره د ټول افغانستان څخه د روسانو لښکرې په داسې حال کې د روسيی په لوري په تیښته روانې وې چې مجاهدینو پرې هر ځای حملې کولې،او ددوی لومړۍ ډله د همدې۱۳۶۷ کال د ثور په ۲۸ نیټه د آمو له سینده پورې وته.

د د سیدآباد ولسوالی د سیسۍ څخه د روسانو وتل:
د وردګو په ولایت کې هم روسانو د سیدآباد ولسوالۍ د تنګي د دوراهي د سیسۍ د غوندۍ د پاسه یو لوی غنډ چې د غزني د فرقې سره یې تړاو درلود پروت ؤ همدا شان د میدان د سره پله د آبدرې په سیمه او میدانښار کې هم دوی عسکر درلودل ،ددې عسکرو دنده داوه ترڅو د روسانو کاروانونه د کابل څخه غزني ته ورسوي ، نو کله چې روسان وتل ، د وتلو لپاره یې د وردګو د لارې په ځای د غزني ګردیز لاره غوره کړه ، ځکه دا لاره دوی ته وتلو لپاره ډیره خطرناکه وه ، نو په سیدآباد کې میشت روسان د ۱۳۶۷کال د ثور په۱۸ نیټه د سیسۍ له غنډ څخه ووتل دوی لومړی غزني او بیا له هغه ځایه ګردیز او د لوګر په لاره کابل ته ورسیدل ،د روسانو د وتلو د مخه د سیدآباد پرته نورې ټولې ولسوالۍ د مجاهدینو په واک کې وې دسیدآباد ولسوالۍ کې هم یواځې د نمونې لپاره ځینې عسکر پراته ؤ نور سیاسي کار یې نه دورلود .
د۱۹۸۹کال د فبروري په ۱۵ چې د۱۳۶۷ کال د دلو له ۲۶ سره سمون لري د روسانو وروستی ۴۰ لښکر د جنرال بوریس ګروموف په مشری له آمو پورې وت او نوموړی د روسیې وروستۍ عسکر ؤ.
د سیدآباد ولسوالۍ فتحه:
د روسانو د وتلو سره د ولسوالۍ عسکر وارخطا شول د نجیب حکومت هم مجبور شو په ۱۳۶۷ کال د ثور په ۱۹ نیټه د هلیکوپترو په واسطه عسکر له سیدآباد څخه وباسي او مجاهدین د لومړي ځل لپاره ور دننه شول او دا ولسوالي فتح شوه ، د عسکروله وتلو سره سم خلکو په ولسوالئ حمله وکړه ټول وسایل او اسلحي یې چور کړې ، په دې سره له میدانښار پرته نور دولتي مرکز په وردګ ولایت کې پاته نشو.
په میدانښار برید او د میدانښار فتحه:
دسید آباد له فتحې وروسته د وردګو په ولایت کې یواځې میدانښار د مجاهدینو له ولکې بهر پاته شو ،د چک ، سیدآباد ، نرخ ، او مرکز د حزب اسلامي مجاهدینو تصمیم ونیو چي په میدانښار به حمله کوي ، همغه ؤ چې د د۱۳۶۷ کال سرطان دمیاشتې په ۵ نیټه تر یوې جګړې وروسته د ورځې په منځ کې مجاهدین میدانښار ته ننوتل، او دولتي عسکر کابل ته په شا شول ،په دې سره د لومړي ځل لپاره میدانښار فتح شو اومجاهدینو په سلګونه میله سپکه او درنه وسله ولجه کړه ، خو یوه ورځ وروسته دولتي لویې قوې ،د کابل څخه حمله وکړه او تر یوې جګړې وروسته یې میدانښاربیرته ونیو، خو مجاهدینو پرې پرله پسې حملې پرې کولې تردې چې د نجیب حکومت د میدان سیمه ګیلم جم ملیشو ته د پیسو په مقابل کې په اجاره ورکړه او د میدان د مرکز سیمه تر دوراني پورې ټوله ملیشو ترخپل واک لاندې واوسته ، دسیمې ټول کلي او کورونه یې چور او روان کړل،چې د نجیب د حکومت تر پایه داسیمه ددوی په ولکه کي پاته وه .
کاپي ( د وردګو ولایت د دوولسیزو یادښتونه ) له کتاب څخه
لیکوال محمد شفیق صادق