لیکنه :محمدشفیق صادق
په تیرو برخو کي مو ولیکل چې ترکیه اوس مهال د افغانستان په ګډون په (۱۲) هیوادونو کې سرتیری
لری ، چې په ځینو هیوادونو کې د ملګرو ملتونو تر چتر لاندی او ځینو نورو کې د دوه
اړخیزه تړونونو په اساس پاته دي
د یوویشتمي پیړی نوی ترکیه اوس په نړی کی له امریکا او فرانسی وروسته دریم
هیواد دی چې په ګڼ شمیر کې سرتیری یی د نړی په نورو هیوادونو کې دندي لری ،د سرتیرو دا ځای په ځای کیدل ، دا ښېې چې ترکیه
غواړي په بین المللی ډګر کې خپل پخوانی (
د عثمانی ترکيی ) ځواک ، نفوذ او مقام بیرته تر لاسه کړي ، دا په داسی حال کې چې د
دریمې نړی کمزوری هیوادونه د لویو پخوانیو او اوسنیو استعماری هیوادونو سیالی اود غیر مستقیم ښکيل د سیاست په اساس داسی
د مجبوریت پولي ته رسیدلی چې خامخا باید ومني چې د یوه استعماری هیواد تر څنګ په
پاته کیدو د هغوی هری نا مشروع غوښتنې ته مثبت ځواب ووایی ،نو ترکیه په دی سیالی
کې د سالم رقابت په ډول تر ټولو نورو لویو هیوادونو مخکې روانه ده ، او هر هیواد
کې چې سرتیری یې په دنده بوخت شوی ،د هغه هیواد د خلکو او حکومت زړونه یې ترلاسه
کړي .
افغانستان هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اوس مهال پکښې (۵۰۰) سرتیری یې په دنده بوخت دی او لویه دنده یې د کابل د نړیوال هوایی ډګر ساتل او نظارت دی .
دا چې د ناتو ځواکونه مجبور دی د امریکا سره
یو ځای د طالبانو سره د هوکړي له مخې له
افغانستان څخه ووزی ، خو بلی خواته د افغانستان څخه د مکمل لاس اخیستنې هوډ هم نه
لری ، له یوه لوری ددوی راتلونکی سیاست او په سیمه کې ددوی موخې دی ته اجازه نه
ورکوی چې افغانستان ترک او د (۵۰) کلونو
خواری يی په اوبو لاهو شی چې ( د
افغان حکومت څخه د مالی ملاتړ او په قطر کي د افغان سربازانو لپاره د روزنی د مرکز
غوښتنه د همدی خبری ښکاره دلیل دی ) او ځای یی د دوی رقیب هیوادونه ډک کړي ، نو په
هر ډول چي ممکنه وي خپل حضور په دی سیمه کي ساتی . بل خواته کابل کي د بهرنیو دیپلوماتانو ، سفارتونو او د
بهرنیانو لویي سرمایی دی چي د هغو ساتل او امنیت هم دوی ته مهم دی ، له دی هم ویره
لری چې داسی نه چې ،د ۱۳۷۱ کال په شان د
توقع په خلاف هر څه په کابل کي ګډ او ددوی دیپلوماتیکومرکزونو او نورو ملحقاتو ته زیان ورسیږي ..نو له همدی امله مجبور
دي په کابل کي د خوندیتوب په موخه یو څوک پریږدی ، او ددی دندی لپاره ترکیه تر ټولو مناسب انتخاب
دی ،ځکه ترکیی په خپل شل کلن ماموریت کي د
افغان حکومت او ولس سره داسی چلند کړی چي کولای شي په راتلونکي کې هم پری باور
ولری ، بل لور ته د یوه مسلمان او غیر استعماری هیواد په توګه کولای شی دا ډاډ نور
هم پیاوړی او تر لاسه کړی .
سره
ددي چې دا ماموریت خطرونه او مالی لګښت هم غواړی ،خو د مالی لګښت په اړه یې لا
پخوا خپل مصارف د ناتو په غاړه اچولی چې پیسې په یې ناتو ورکوي
ترکيه په دی لوبه کي غواړی په یوه غیشي دوه مرغی وولی
، له یوې خوا به د ناتو هیوادونو ته خپله وړتیا ،او وفاداری ثابته کړي چي پرته له
ترکيی دوی نشي کولای ټولی مسئلې حل کړي او د هغو هیوادونو خوله به هم وتړی چي په
ناتو کي د ترکيي په مخالفت کي ناری وهی ، بل لور ته به خپلو هغو اهدافو ته هم
ورسیږي چي غواړي په اسلامی هیوادونو او منځنې ختیځ کي د مرستی ، حمایی او ملاتړ تر
نومونو لاندی دا سیمه چي اوس د لویو استعماری هیوادونو د رقابت مرکز ده ، د ځان
سره وتړی او د سیمي د رقیبو هیوادونو په منځ کي ځان را د بره کړی .
کیدای شی افغان حکومت هم د ترکیی په پاته
کیدو کي کوم مخالف ونه ښيی او د ارامی او خوښي احساس وکړی ، خو ستونزه د طالبانو
سره د تفاهم ده ، ځکه هغوی په زغرده اعلان کړی چي د هیڅ بهرنی هیواد عسکر په
افغانستان کي نه منی .نو دا چي ترکیه به وتوانیږي طالبان رضا کړي چي ددوی عسکر
ومنی او که نه ؟
زما په
آند طالبانو تر اوسه دا ښودلی چې له خپلی خبری نه تیریږي ، او کیدای شی په خپل
دريځ ودریږي بل خوا د سیمي د نورو هیوادونو ( روسیی ، ایران ، چین ) څخه هم تشویش
لری چي د ترکيی په پاته کیدو به دا خلک خپلی لاسوهني پیل کړی ،نو ترکیی ته دا اجازه ورنه کړی چې عسکر یې پاته شي
په دی صورت کي به ترکانو ته هم ګرانه وی چې په زور سره دلته پاته شي ، چي دا کار
کیدای شی دوی په زیان تمام شي ، خو کیدای
شی د پردو تر شا د کوم تفاهم له مخي د نورو هیوادونو لکه قطر په منځګړیتوب طالبان
هم په دی راضی شی چي د (روسیی ، ایران او هند د پراخ تیری په وړاندي ) د ترکي
عسکرو په موجودیت تر یوه وخته سترګې پټې کړی .
تر کومه ځایه چي ماته ښکاری ، ترکیه ددی هوډ
نه لری چي له دی سیمي خپل عسکر وباسی له همدی امله غواړی د پاکستان هیواد هم ورسره
شریک کړي ،او کیدای شی ، د پاکستان د هیواد سره د ترکيی د شراکت موضوع لا پخوا د
دواړ هیوادونو ترمنځ مطرح شوی وي ، ځکه
دواړه هیوادونه غواړی په سیمه کي په ګډه د(
ایران ، روس هند) مخه ونیسي او ددی مخه
نیسی چې نوموړی هیوادونه دا تشه د خپلو ملیشو او غیر مستقیمو مداخلو په واسطه ډکه
کړی .<
زما په آند خو دا بهتره ده چي افغان حکومت او طالبان د یوه دریم ګړی په
موجودیت د نوی نظام تر راتلو پوری سلا شی او ددی دریمګړیتوب لپاره د اوس لپاره
ترکیه تر ټولو مناسب انتخاب دی ،چي له یوي خوا خلک ورسره حساسیت نه لری ، او د
لزوم په صورت کی کولای شی د نه ځواب هم ورته ووایی . په دی سره به موږ داسی یو دریم ګړی هم لرو چي د
ستونزو په مهال مرسته را سره وکړی ، او کیدای شی د ترکیی تر نفوذ لاندی ډلی هم دی
ته تشویق شی چي په راتلونکي نظام کي د مخالفت په ځای د صلحي او مسالمت امیز ژوند
لاره غوره کړی ، بل خوا په اوسني نړی کې موږ غوندي هیوادونو ته دا ډیره ګرانه ده
چي په یوازی سر او پرته د نورو هیوادونو له مرستي او ملاتړ څخه حکومت وکړی ، د
جګړو او حکومتونو را چپه کول کوم ستونزمن کار نه دی ، خو د حکومت ساتل او په یوه
ملت حکومت کول بیا ګران کار دی ، نو دا چي موږ یو ځل بیا د ښکیلو هیوادونو د ملیشو
او دلاسوهنو په ترڅ کي د (۱۳۷۱) کال حالت ته ور نه شو ښه داده چي د ترکیی د هواد
سره په مشروط ډول د پاته کیدو نوی هوکړه لاسلیک شی ، همدا اوس موږ وینو چې د
پاسنیو دریو هیوادونو سره تړلی ډلی ، په ظاهره د طالبانو د پرمختګ د مخنوی او د
نظام د ساتلو په موخه وسلي ویشي ، خو د پردی تر شا د هغه حالت راتلو ته په تمه دي
چې افغانستان یو ځل بیا د ګډودي او کورنی جګړی و خواته ورټیل وهی .( هغه متل دی چي وایی ( یا خودت مرد باش و یا در
پهلوی مرد ) .