۱۴۰۰ خرداد ۲۶, چهارشنبه

ولی ترکیه غواړي فوځیان یې په افغانستان کي پاته شی( دوهمه برخه)


د افغانستان  او ترکیی اړیکو ته لنډه کتنه

 لیکنه :محمدشفیق صادق

دا چې ترکيي د عثمانی خلافت په مهال په اسلامی نړی کي د مشر ، څارونکي ، او ملاتړ کوونکي رول لوبولی .او په تیر تاریخ کې یې له ټولو اسلامی هیوادونو سره مستقیمي او غیر مستقیمي اړیکي درلودي ،نو افغانستان هم له دی اړیکو پیل نه دی پاته شوي خو  دا چې افغانستان له اولسمي میلادي  پیړي وړاندې د مغلو له یرغل وروسته مرکزی حکومت نه درلود ، تل د هند د مغلی ، د ایران د صفوي او د بخارا د شیباني حکومتونو ترمنځ د سیالی ډګر ؤ نو عثماني ترکي سره د اړیکو کوم اثر هم نه تر سترګو کیږي  ، د افغانستان او عثمانی ترکيي ترمنځ د اړیکو باب د هوتکیانو د حکومت په مهال هغه وخت پرانیستل شو چې شاه اشرف هوتک  د ایران ټوله خاوره خپله او واکمني یې پری ټینګه کړه خو په ( ۱۷۲۵) میلادی  کال عثماني امپراتوری غوښتل  د ایران په لور د پرمختګ وکړي ، شاه اشرف له خبرو وروسته مجبور شو د عثماني واکمنو د  مخنيوي په موخه د عراق په پوله له عثمانی امپراتوری سره مخ شي  ، د جګړي په پایله کې  شاه اشرف وتوانید چې د روسانو سره له جګړو وروسته  عثمانی امپراتوری فوځ ته هم  لویه ماته ورکړي  چې روسان  او عثمانی امپراتوری مجبور شول  د ایران په خاوره  د شاه اشرف واکمني ومنی [1].


بیا کله چې احمدشاه بابا د افغانستان نوی بنسټ کیښود ،نو خپلي اړیکې یې له عثماني امپراتوری سره د یوه لیک په استولو وتړلي چې تر اوسه هغه لیک په  عثماني ارشیف  کې محفوظ دی ، خو د عثماني امپراتوری او افغانستان ترمنځ  په لویدیځ کې د ایران حکومت او په شمال کې روسان ؤ چې  د دایوال په شان کې افغانستان له عثماني خلافت رابیل کړي ؤ ، ایران چې  په ټول تاریخ کې د عثماني امپراتوری یو داسی دښمن ؤ چي نه یې  امپراتوری ته موقع ورکوله چې د ختیځ په لور اسلامی نړی ته پام وکړي او نه یې نورو اسلامی هیوادونو ته موقع ورکوله چي ددوی له خاوری په تیریدو د عثماني خلافت سره اړیکي ولری ، له همدي امله افغانستان له عثماني امپراتوری ګوښه پاته شوي . بل پلو ته افغانستان هم په سیاسي لحاظ د روسانو ، ایرانیانو او انګریزانو ترمنځ  ایسار شوي ؤ چې کله خو به پری حتمی وه چې یوازی له دی هیوادونو څخه د یوه سره اړیکي ساتلی شي ،نو افغانستان هم نه توانیده چې له عثمانی خلافت سره اړیکي وساتی .

د سیدجمال الدین افغان رول په عثمانی دربار  کي او هلته د مشورو تر کچې د هغه پورته کيدل ،د هغه نبوغ او هوښیارتیا هم ددی لامل وه چې عثمانیان دي افغانستان ته د یوه مهم دوست په سترګه وګوی .

په سیاسي ډګر کې د احمد شاه بابا له لیک وروسته  د نولسمي پیړي په پای کې سلطان عبدالحمید یو دیپلوماتیک هیېت افغانستان ته را استولی ،همدا شان په (۱۹۱۰) میلادي کال کله چې ترکیه د همسایه ملکونو د تعرض سره مخ شوه ، هلته افغان محصلین د جګړي میدان ته ورغلی چې ډیر پکښې په شهادت رسیدل ،[2]د لومړی نړیوالې جګړي په مهال هم خلافت هڅه وکړه چې افغانستان په جګړه کي په خپله خوا کي ودروي ، او یو هیېت یې د امیر حبیب الله خان د حکومت په مهال افغانستان ته هم راغلی خو ویل کيږي چې افغانستان علني ملاتړ نه دی اعلان کړي خو ترکېې ته یی  مالی مرسته وراستولی تر دي چې ښځو خپلی ګاڼې او زیورات هم ور استولی [3] او ویل کیږي چې سرتیری یې هم هلته استولی .

په (۱۹۲۰) کال د احمد جمال پاشا په نوم د ترکيی یو لوړ رتبه افسر د ترکمنستان له لاری کابل ته راغلی او د ترکيی له ماتی وروسته یې هڅه کړي د افغانستان څخه په مرسته ترلاسه کولو د متفقینو په خلاف جګړي ته دوام ورکړي چې له یو کال پاته کیدو وروسته د بیرته ستنیدو په مهال  په اذربایجان کي د روسی استخباراتو له خوا ترور شويدی[4]


په ۱۹۱۹ کال کله چي افغانستان استقلال تر لاسه کړ نو د ترکيی هیواد د نړی دوهم هیواد ؤ چې د افغانستان استقلال یې په رسیمت پیژندل ،او په (۱۹۲۰) کال یې افغانی الاصله ترکي افسر افغانستان ته د سفیر په توګه را استولی ، په (۱۹۲۱ ) کال د افغانستان سفارت په ترکیه کي پرانسیتل شوي  ، او امان الله خان لومړی بهرنی رئس جمهور دی چې په (۱۹۲۸) میلادی کال یې له ترکيی لیدنه کړي[5]

له دی وروسته هم د افغانستان او ترکيی ترمنځ اړیکې پیاوړی وي او د اعلاحضرت ظاهر شاه د حکومت په مهال د افغانستان ډیر سرتیری او محصلین په ترکیه کي روزل کیدل . په افغانستان کې د کمونستی کودتا وروسته په (۱۳۵۷) شمسی کال دا اړیکي ترینګلي شوي او د شوروي د سرغل په مهال ترکانو د مجاهدینو سره  د مرستي اړخ نیولی ، د طالبانو او مجاهدینو د جګړو په مهال هم ترکيی بی طرفه حالت اختیار کړي او کوم نشاط نه لری تر دي چې د (۱۱ ) سپتامبر پیښه رامنځ ته شوي ، نو ترکانو د ملګرو ملتونو او ناتو تر چترلاندې د فوځونو سره بیا افغانستان ته خپل فوځیان راواستول چې د ۲۰۰۱ میلادی کال څخه تر نن پوري یې د (۱۸۴۰ تنو څخه تر ۲۰۰۰ )تنو پوری فوځیان درلودل ، په دی موده کې  دوه ځله ترکي جنرالانو د ایساف قمانداني هم کړي چې د هری دوری وخت شپږ میاشتي ؤ ، د وردګو او فاریاب د ولایتونو د پی ار ټي ګانو مسؤلیت هم د ترکانو سره و ، خو ترکانو تر ډیره هڅه کوله په محاربوی فعالیتونو کي برخه وانه اخلی له همدي امله یې په جګړه کې کوم سرتیری نه دی وژل شوي ، کوم سرتیری چې وژل شوي هغه په ترافیکي او نورو پیښو کي دي . ، همدا شان ترکي په فرهنګې برخه کې هم په افغانستان کې ډیر کار کړي ، د افغان ترک په نوم یې  مجهز څو عالی ښوونځې په مهمو ښارونو کي پرانیستلی چې زرګونه تنه افغانان پکښې په زده کړو بوخت دی ، ترکیه هر کال افغان محصلینو ته بورسونه ورکوی تر څو د ترکيی د ننه په پوهنتونونو کي زده کړې وکړي  .بل پلو ته افغانستان کي ګڼ ترکي نژاده افغانان ژوند کوي چې تر کیه غواړي د هغوی سره د ترکي نژاد په اساس اړیکې وساتی .

دوام لری....



[1] https://fa.wikipedia.org/wiki/ 

[3] http://www.dailyafghanistan.com/opinion_detail.php?post_id=155762

[4] - https://www.trt.net.tr/dari/brnmh-h/2014/06/03/sdy-dwst-22-81722

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر