۱۴۰۰ آذر ۴, پنجشنبه

د تاریخ پاڼه .. خبره د ثور د اوومی او اتمي ورځې په مناسبت رایاده شوه خو راڅخه اوږده شوه..

 

د تاریخ پاڼه ..           محمدشفیق صادق




خبره د ثور د اوومی  او اتمي ورځې په مناسبت رایاده شوه خو  راڅخه اوږده شوه..

د هغه انګریزی جنرال ( لارد فردیک رابرتس) د خاطراتو د کتاب ځینی ژباړلې برخی می لوستی هغه په  ۱۸۷۹ م کال د انګریزانو د هغه فوځ جنرال ؤ چې د کیوناری له وژلو وروسته د پکتیا څخه د لوګر په لاره کابل ته راغی او یعقوب خان یې بندی هند ته واستاوه  نوموړی  د ۱۸۸۰ میلادی کال د جولای د ۲۲ نیټې د میوند د جګړې داستان په خپلو خاطرو کي راوړی، او  د هغه لښکر قماندان هم ؤ چي د میوند له جګړي وروسته  وتوانید د عبدالرحمن خان په مرسته د انګریزانو یو لوی لښکر د میوند د ماتي خوړلو انګربزانو  د نجات لپاره کندهار ته  ورسوی ..هغه په دی ستونامه لاره ډیري خاطری لری نوموړی ،د کابل څخه وکندهار ته   د لوګر لاره غوره کوی  ،بیا په تنګې کي د زنبورک د کوتل څخه اوښتی او ځان سیداباد کي د شنیز درې ته رسوی  داسی ښکاری چي دا وخت د ارغندي څخه تر میدانښار پوری ټوله لاره د غازی محمد جانخان د غزیانو په لاس کي وه ،او   د هغوی له پام څخه لیری لاره یې غوره کړی ..

دوهمه خبره  د میوند د غزا د پیښدو او د ایوب خان د را روانیدو داستان دی ، هغه د کندهار د والی شیرعلی خان مننه کوی چي ځنګه یی د انګریزانو تر څنګ د افغانی مجاهدینو سره جګړه کوله اوکله چې د ایوب خان د لښکر د را تلو خبر کندهار ته را ورسید نو لومړی شیرعلی خان ؤ چي  د خپلو لاس لاندی افغانی عسکرو سره د انګریزانو په مرسته  (ددی په قول )ددي  فتنه ګرو او ترورستانو (د ایوب خان د غازانو)  مخې ته ګرشک ته ولاړ او هلته د ایوب خان سره وجنګید خو ماته یې وخوړه او میوند ته د انګریزانو سره را وتښتید....د نوموړي  جنرال چي کله د میوند د جګړی تفات ښیی نو د خپلو عسکرو شمیر دقیق شيی خو د افغانی ملګرو یې په ډیره بی تفاوتی یادونه کوی ..له لیکنی ښکاری چې په دی جګړه کي  د انګریزانو په طرفداری ګڼ افغانان وژل شوی ..او ددوی په مرسته  انګریزی  ( برید جنرال باروز) توانیدلی د خپلو دوو آسونو له مړینې وروسته کندهار ته ځان راوتښتی ..

دریمه خبره دا ده چي  لارد په دی وخت کي په کابل او کندهار کي د محاصره شوو  انګریزانو حالت بیانوی او  وایی  حالت دومره خراب ؤ چي هر انګریزی فوځي ځان په مړو کي شمیرلی ؤ او د مرګ د لحظو شمار یی کاوه ، د ټولو عسکرو تر پښو لاندی ځمکه سور تنور وه ، روحیات یې دومره بایللی ؤ  چي هر یوه د ګندمګ د ټول وژنی انتظار ایست خو  په همدی وخت کي په کابل کي د عبدالرحمن خان له لوری د صلحي خبرو موږ ته نوی ساه راکړه او په بیړه مو تماسونه ورسره ټینګ کړل..همدغه حال په کندهار کی هم ؤ  او د انګرېزي قواؤ بولندوی جنرال پرايمروز يوه حيله (دوکه) په کار واچوله او هغه دا چې د محمد زيو د کورنۍ يوه زړه بوډۍ چې د سردار شېر علي خان نيا او د سردار مهردل خان مور وه  د څه رشوت په مقابل کې دې ته چمتو کړه چې په غازي سردار ايوب خان پسې ولاړه شي او له هغه څخه انګرېزانو ته څلوېښت ورځې مهلت وغواړي، چې له مخې ېې هغوی د خپلو ځواکونو د وتلو او سفر چارې تنظيم کړي. نو بيا به د کندهار ښار غازيانو ته پوره پرېږدي او انګرېز به په خوښه برتانوي هند ته ولاړ شی. چی د مهلت غوښتلو خبره  ايوب خان ومنله. دا وخت رابرتس په لاره کندهار ته را روان ؤ او ناڅاپه راورسید  ځینو ته یې د عبدالرحمن خان لیک ورښکاره کاوه او  دایوب خان په  غازیانو یې یرغل وکړ چې دا لښکر یې هم وژغوره ..

خو خبره می تر دی کوله چی کاشکی په افغانی تاریخ کی دا ورستی لارد وای او وروستی عبدالرحمن خان یا وروستی شیرعلی خان ،..موږ څو ځله بیا هم له ورته تاریخ سره مخ شوو ...

د ثور اوومه او اتمه هم ورته داستانونه لری ،،دلته هم د شیرعلی او عبدالرحمن ملګرو د ایوب خان لښکر ته اشرار وایی او د غازی محمد جان خان  او ایوب خان ته د اشرارو مشران .. او د پخوانی لارد په ځای  د نوی روسی (ولادمیر ) ملاتړ وکړ . خپل خلک وژني ..او دا تاریخ په تکرار سره روان دی ...

خو تاریخ بیا د هری دوری لارد ، ولادمیر  او جنرال ښه پیژنی او د غازی او اشرار تر منځ ښه توپیر کولای شی ..اګر که  موږ په ډیره بی شرمی خاوری پری واړوو...

افغانستان دی تل له غازیانو ډک وي او شهیدانو ته یې جنت فردوس غواړم ...

۱۴۰۰ آذر ۱, دوشنبه

(نیمه مڼه) ... د امام ابوحنیفه (رح) د والدینو د ازدواج داستان

 

 

                     


(نیمه مڼه) ...                  ژباړه : محمدشفیق صادق     

د امام ابوحنیفه (رح) د والدینو د ازدواج داستان

الله تعالی   غوښتل چي د  داډول ازدواج په  نتیجه کې داسی نابغه او  عالم نړی ته راولی چي نړی ورسره په علم او فقه منوره او رڼا کړی ..

دا  یو نا اشنا واده ؤ ،چې  په نتیجه کې امام ابوحنیفه ، نعمان بن ثابت (رح) وزږید ،له همدې امله دا واده د ډیرو سختو شرایطو په اساس تر سره شو، تر څو یې ثمره هم همداسی ښکلی او پاکه وي ، د لومړي هجری پیړی په کلونو کې دا  واده د یوې پیښې په صورت کې رامنځ ته شو هغه داسی  :یو پیرهیزګاره ځوان چې د  علم په طلب پسې وتلی ؤ  د بی وزلی له امله ونه توانید یوه ورځ ډوډي پیدا کړي ، له کوره د خوراک پیدا کولو په تمه ووت ځګه کور کې يې د خوراک څه نه ؤ ، لاره یوه باغ ته ورسیده ، چې د مڼو پریمانه میوې پکښې وي ،د ونې یوه څانګه لارې ته راوتې وه ، ځوان اراده وکړه د ونې له څانګې یوه مڼه را وشکوي ،تر څو یی لوږه راکمه شي ، همداسی یی وکړل ،یوه مڼه یې له څانګې راوشکوله او هغه یې وخوړه ،خو کله چې  کور ته ولاړ نو ځان یی د مڼې په خوړلو ملامت ولید ، چې ولی یی  د باغ د څښتن له اجازې پرته دا مڼه را وشکوله ،نو بیرته راووت او د باغ د څښتن په لټه کې شو ،تر دې چې هغه یی وموند ، د باغ څښتن ته یی وویل ، کاکا جانه پرون ډیر وږي شوی وم ، ستا د باغ څخه می ستا له اجازې پرته یوه مڼه وخوړه ، خو نن راغلم تر څو یی ته راته بښنه وکړې ، د باغ څښتن ورته وویل : هیڅکله به بښنه درته ونه کړم او د قیامت په ورځ به یی درڅخه غواړم ، ځوان په ژړا شو، او زاری یی ورته کولی چې بښنه ورته وکړي ،او د بښنې په مقابل کې د هر ډول جرمانې ورکولو ته چمتو شو ،خو د باغ څښتن په خپله خبره کلک ولاړ ؤ چې هیڅکله بښنه نه درته کوم ،ځوان ورته زاری کوی ، او د باغ څښتن کورته ننوت ،ځوان تر هغه د باغوان د کور په دروازه کي ناست ؤ تر څو د نمازدیګر لمانځه ته را ووزی ، کله چې باغوان بیا راووت ګوری چې  د ځوان په مخ اوښکې را روانې دي او د دروازې مخکې ولاړ دی ، په لیدو یی یو ښکلی نور په مخ کې ولید چې د علم او پرهیزګاری څخه پرته بل نور ؤ

ځوان باغوان ته وویل زه حاضر یم له تاسره په دې شرط ټول عمر په باغ کې  د همدی مڼې په بدل کې مزدوری وکړم ، خو چې ته  ماته د خوړلې مڼې بښنه وکړی ، باغوان په فکر کې شو ، بلاخره یی ورته وویل : زه تاته بښنه کوم ، خو په یوه شرط :ځوان خوشهاله شو ،او مخ کې یې د خوښي نښې شکاره شوي ، کاکا ووایه څه شرط دی ؟ باغوان ورته وویل : شرط دادی چې ته به زما د لور سره واده کوي ،ځوان حیران شو چې دا شرط څنګه پوره کړې ، باغوان ورته وویل : ځوانه پوه شه چې زما لور  ړنده ، ګونګئ او ګڼه هم ده ،او له ډیر وخت راپدی خوا له ځایه هم نشي خوځیدلای ، او زه دا ډیر وخت وشو چې د یو داسې ځوان په لټه کې یم چې دا زما لور د دي ټولو مواصفاتو سره په نکاح کړې ، ځوان بیا حیران شو چې دا په څه مصیبت وا وښتې ، په اندیښنو کې ډوب شو ، د خپلی فقیری حالت ، د طالبی ستونزی او ددی ښځې خدمت به څنګه ممکن وي ، نو یی ځان ته وویل ، مجبور یی د آخرت د غزابونو څخه ددی ښځې په نکاح کولو خلاص شی او دا دنیا د آخرت لپاره قرباني کړي ، نو یی باغوان ته مخ  کړ ، کاکا ستا لور زما قبوله ده له الله تمه لرم چي په دی کار به ما وبښې ، نو باغوان ورته وویل : ډیر ښه ، راتلونکې پنجشنبه به زما په کور کې ستا لپاره د واده پرګرام  وي او زه ستا د واده مهر هم ورکوم ،د پنجشنبه ورځ ځوان په غمونو او اندیښنو کې ډوب راغی د باغوان دروازه یی وټکوله ، باغوان ورته دروازه پرانیسته ، د واده مراسم ترسره شول ، او ځوان ته وویل  نور د خپلی زوجې  ته ورشه ، ځوان یی تر لاس ونیو او د ناوی کوټې ته یی وروست کله چې ځوان دروازه خلاصه کړه ، یوه پیغله یی ولیده چې له سپوږمي ښکلی وه ،د وریښمو په شان ویښتان یی په مټو را خپاره ؤ  ، را ولاړه شوه ، د خپل خاوند لور ته  ، او خپل خاوند ته یی سلام وکړ ،ځوان په دروازه کې حیران ودرید ،هیڅ باور یی نه راته چې دا ښځه دې د نوموړی میرمن وي او نه پوهیده چې ولی یې پلار  هغسې خبری ورته ګړې وي ،، میرمن یی پوه شوه ، وروړاندې شوه ستړي مشې یی ورسره وکړل لاسونه یی ورښکل کړل ، او ورته ویی ویل :زه ځکه ړنده یم چې حرام کس می نه دی لیدلی ،ځکه ګونګي یم چې د حرام سړي سره مې خبری نه دی کړي ، او ځکه کڼه یم چې حرامي خبرې مي نه دی اوریدلي ، او یو ګام می هم د حرامو په لور نه دی اخیستی ، زه د پلار یوه لور یم ، دا ډیر وخت وشو چې پلار مي ماته د صالح خاوند په لټه کې ؤ ، کله چې ته راغلی او د یوې مڼې په خوړلو دې ژړل ، نو می پلار راته وویل چې داسی څوک چې د یوې مڼې په خوړلو ژاړي هغه به زما د لور په حق کې خامخا د الله څخه ویریږي ، نو ماته یی د واده مبارکې راکړه .له یوه کال وروسته د همدي نجلی او ځوان د واده په نتیجه کې یو ماشوم پیدا شو ،پوهیږي دا ماشوم څوک ؤ ؟ دا د اسلامی امت لوی سالار او د میلیونونو مسلمانانو امام ، (امام ابوحنیفه ) (رحمه الله علیه )ؤ چې الله تعالی غوښتل دا سپیڅلی امت په همداسی سپیڅلی امام ونازوی

الله تعالی د ټول اسلامی امت په همداسی سپیڅلو پیغلو او ځوانانو ونازوي

 

الحدیث پوست

https://igobd.com/archives/4223?fbclid=IwAR0mBRZxo5eBs6-eN_MgX0oK6O_K9kJolwUau0ghzi-J-kNXSB4I7SUyTdo