د تاریخ پاڼه .. محمدشفیق صادق
خبره د ثور د اوومی او اتمي ورځې په مناسبت رایاده شوه خو راڅخه اوږده شوه..
د هغه انګریزی جنرال ( لارد فردیک رابرتس) د
خاطراتو د کتاب ځینی ژباړلې برخی می لوستی هغه په ۱۸۷۹ م کال د
انګریزانو د هغه فوځ جنرال ؤ چې د کیوناری له وژلو وروسته د پکتیا څخه د لوګر په
لاره کابل ته راغی او یعقوب خان یې بندی هند ته واستاوه نوموړی د ۱۸۸۰ میلادی کال د جولای د ۲۲ نیټې د میوند د جګړې
داستان په خپلو خاطرو کي راوړی، او د هغه
لښکر قماندان هم ؤ چي د میوند له جګړي وروسته وتوانید د عبدالرحمن خان په مرسته د انګریزانو
یو لوی لښکر د میوند د ماتي خوړلو انګربزانو د نجات لپاره کندهار ته ورسوی ..هغه په دی ستونامه لاره ډیري خاطری لری
نوموړی ،د کابل څخه وکندهار ته د لوګر
لاره غوره کوی ،بیا په تنګې کي د زنبورک د
کوتل څخه اوښتی او ځان سیداباد کي د شنیز درې ته رسوی داسی ښکاری چي دا وخت د ارغندي څخه تر میدانښار
پوری ټوله لاره د غازی محمد جانخان د غزیانو په لاس کي وه ،او د هغوی
له پام څخه لیری لاره یې غوره کړی ..
دوهمه خبره د میوند د غزا د پیښدو او د ایوب خان د را
روانیدو داستان دی ، هغه د کندهار د والی شیرعلی خان مننه کوی چي ځنګه یی د انګریزانو
تر څنګ د افغانی مجاهدینو سره جګړه کوله اوکله چې د ایوب خان د لښکر د را تلو خبر
کندهار ته را ورسید نو لومړی شیرعلی خان ؤ چي
د خپلو لاس لاندی افغانی عسکرو سره د انګریزانو په مرسته (ددی په قول )ددي فتنه ګرو او ترورستانو (د ایوب خان د غازانو) مخې ته ګرشک ته ولاړ او هلته د ایوب خان سره
وجنګید خو ماته یې وخوړه او میوند ته د انګریزانو سره را وتښتید....د نوموړي جنرال چي کله د میوند د جګړی تفات ښیی نو د خپلو
عسکرو شمیر دقیق شيی خو د افغانی ملګرو یې په ډیره بی تفاوتی یادونه کوی ..له
لیکنی ښکاری چې په دی جګړه کي د انګریزانو
په طرفداری ګڼ افغانان وژل شوی ..او ددوی په مرسته انګریزی
( برید
جنرال باروز) توانیدلی د خپلو دوو آسونو له مړینې وروسته کندهار ته ځان راوتښتی ..
دریمه خبره دا ده چي لارد په دی وخت کي په کابل او کندهار کي د
محاصره شوو انګریزانو حالت بیانوی او وایی حالت
دومره خراب ؤ چي هر انګریزی فوځي ځان په مړو کي شمیرلی ؤ او د مرګ د لحظو شمار یی
کاوه ، د ټولو عسکرو تر پښو لاندی ځمکه سور تنور وه ، روحیات یې دومره بایللی ؤ چي هر یوه د ګندمګ د ټول وژنی انتظار ایست خو په همدی وخت کي په کابل کي د عبدالرحمن خان له
لوری د صلحي خبرو موږ ته نوی ساه راکړه او په بیړه مو تماسونه ورسره ټینګ کړل..همدغه
حال په کندهار کی هم ؤ او د انګرېزي قواؤ بولندوی جنرال پرايمروز يوه حيله (دوکه)
په کار واچوله او هغه دا چې د محمد زيو د کورنۍ يوه زړه بوډۍ چې د سردار شېر علي
خان نيا او د سردار مهردل خان مور وه د څه رشوت په مقابل کې دې ته چمتو کړه چې په غازي سردار
ايوب خان پسې ولاړه شي او له هغه څخه انګرېزانو ته څلوېښت ورځې مهلت وغواړي، چې له
مخې ېې هغوی د خپلو ځواکونو د وتلو او سفر چارې تنظيم کړي. نو بيا به د کندهار ښار
غازيانو ته پوره پرېږدي او انګرېز به په خوښه برتانوي هند ته ولاړ شی. چی د مهلت غوښتلو خبره ايوب خان ومنله. دا وخت رابرتس په لاره کندهار ته را روان ؤ او ناڅاپه
راورسید ځینو ته یې د عبدالرحمن خان لیک
ورښکاره کاوه او دایوب خان په غازیانو یې یرغل وکړ چې دا لښکر یې هم وژغوره
..
خو خبره می تر دی کوله چی کاشکی
په افغانی تاریخ کی دا ورستی لارد وای او وروستی عبدالرحمن خان یا وروستی شیرعلی
خان ،..موږ څو ځله بیا هم له ورته تاریخ سره مخ شوو ...
د ثور اوومه او اتمه هم ورته
داستانونه لری ،،دلته هم د شیرعلی او عبدالرحمن ملګرو د ایوب خان لښکر ته اشرار
وایی او د غازی محمد جان خان او ایوب خان ته
د اشرارو مشران .. او د پخوانی لارد په ځای
د نوی روسی (ولادمیر ) ملاتړ وکړ . خپل خلک وژني ..او دا تاریخ په تکرار
سره روان دی ...
خو تاریخ بیا د هری دوری لارد ،
ولادمیر او جنرال ښه پیژنی او د غازی او
اشرار تر منځ ښه توپیر کولای شی ..اګر که
موږ په ډیره بی شرمی خاوری پری واړوو...
افغانستان دی تل له غازیانو ډک
وي او شهیدانو ته یې جنت فردوس غواړم ...
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر