۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د ديني استبداد خطر ( دوکتور یوسف القرضاوی رح)

 


 په دی موضوع  کې لاندی ټکو بحث شوی

۱-  د دینې استبداد خطر او له هغه سره د سیاسي استبداد اړیکې  

۲- د دینې استبداد ډولونه او نښې :

عثمان،عثمان! محترم دوکتور صاحب! زیاتره خلک دسیاسي، پوځي، او امنیتي استبداد  خبرې  کوي ، آیا دیني استبداد هم شته؟      
دوکتورقرضاوي: هو! داستبداد
په ټولو ډولونو سره  بد دی، که هغه سیاسي استبداد وي ، امنیتي وي، اقتصادي وي او یا هم دیني،خو لومړی باید داستبداد په معنی خبرې وکړو :استبداد انفراد ته وایي، دا چې  ته په یوا ځې سر دچا له مشورې پرته خپلې فیصلې صادرې کړې، خو  په ځینوحالاتو کې داکار ستایل شوی هم دی، ځکه کله کله ځینې کسان دتصمیم نیولو  او پریکړې کولو  په اړه دوه زړي او متردد وي چې داسې حالت بیا  ناوړه دی …،نو دتردد په حالت کې  استبداد مناسب کار  وي. خو په اصل کې دا ناوړه عمل دی ، ځکه هغه پرته له دې چې له چا سره  سلا او مشوره وکړي  ، د نصیحت کوونکي نصیحت ته غوږ ونیسي ،  هرڅه په خپل زړه سرته رسوی. چی همدا  دتسلط او تحکم  او زورواکۍ مقصد او مطلب دی  .   هغه کسان چې دالله  تعالی په بندګانو واکمني او زورواکي غواړي ، هغوی  له ډیرو بدو  کسانو څخه دی. ځکه  داکسان نوروته په سپکه او کمه سترګه ګوری.
سیاسي  زورواکي  خلکو ته دکم عقلانو،بې اهمیته ،او
ذلیلو  په سترګه ګوري  . او دیني  زورواکي هم دهغوی په شان  فکر کوي چې دوی الله ته رسیدلي ، یوازې دوی کولای شي  دالله تعالی په نوم خبرې وکړي، یوازې هغه دآسمان په نامه خبرې کوي،  له بده مرغه  دا فکر  پردئ  فکر دی، چې له غیر اسلامي لارومسلمانانو ته راغلی ، په حقیقت کې  اسلام  دا ډول  څه نلري  هغه دیني عالم چې ددین  د عوه  کوي  لکه چې الله تعالی فرمایي ( فلو لا نفر من کل فرقة منهم طائفة  لیتفقهوا فی الدین  و لینذروا قومهم  اذا رجعوا الیهم  لعلهم یحذرون)   ( التوبه ۱۲۲ آیت  )        هغوی زیری ورکونکي او ویرونکي دي ، الله تعالی فرمایي : ( لئلا یکون للناس علی الله حجة )   (  فذکر انما انت مذکر ، لست علیهم بمصیطر )   ( وما انت علیهم بجبار )   ( فانما علیک البلاغ  و علینا الحساب )  ( لیس علیک هداهم ولکن الله یهدي من یشاء )    نو داچې د الله رسول تردې پولې مسؤلیت لري ، نو څه فکر کوﺉ  د هغو کسانو  صلاحیت  او مسؤلیت به په کوم برید کې وي چې مقام یې له انبیاؤ  ډیر ټیټ وي ؟دا ډول استبداد د ځینو ادیانو په کهنوت کې موجود ؤ ،او په ځینو بت پرسته ادیانو کې به کاهن د خلکو په زړونو واکمن ؤ ، د هغوی په ضمیر او ژوند ، تردې چې دا ډول آند  د سماوي ادیانو له ډلې عیسویت ته هم  داخل شو ،  هلته کاهن په خلکو د بښنې ټکټونه پلورل  ، ځینو ته به یې د  سوغات په ډول  ورکول ، چا ته به یې چې خوښه شوه د جنت ټکټ به یې ورکاوه ، او چا ته به یې چې خوښه شوه  له جنته به یې محروم اعلان  کړ. چې همدا مطلب الله تعالی په  سورت توبه کې د یهودو او عیسویانو په هکله دا ډول بیانويي : اتخذوا احبارهم و رهبانهم اربابا من دون الله ..)  یعنې دوی له الله پرته خپل راهبان او  دیني مشران خپل خدایان نیولي ، عدي بن حاتم(رض) د جاهلیت په مهال  نصراني ؤ ، هغه چې مسلمان شو ، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا  آیت واورید ، نو رسول الله (ص) ته یې وویل :موږ خو د هغوی عبادت نه کاوه ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :آیا هغوی تاسو ته حرام نه حلالول او تاسو هم هغه حلال نه ګڼل ؟ او حلال یې نه حرامول او تاسو هم هغه حرام نه ګڼل ؟هغه ځواب ورکړ : هو همداسې وه !رسول الله (صلی الله علیه وسلم)  ورته وویل : خو همدا د هغوی  عبادت ګڼل کیږي .
یعنې تر دې چې د الله تعالی حلال کړي څیزونه یې حرامول او  حرام څیزونه یې حلالول ، او تاسو هم منل …. نه نه !  مسلمان ته ښایي  تر هغه  به کومه خبره نه منی ترڅویې د الله تعالی له لوري  سند ثابت نه وي ، او په دې مطمئن شي چې دا حکم د الله تعالی له لوري  نازل دی ، که څوک د کوم حکم بیان کوي باید  پوښتنه ترې  وشي چې دا د الله حکم دی او که ستا خپل نظر ؟   لازمه ده چې د وحې نزول ثابت شي ،  که ته حلال او حرام له غیر الله څخه اخلې ، نو تا بیا هغه غیر الله په خدایي نیولی . اسلام د همدې هدف لپاره راغلی ترڅو انسانان د غیر الله له عبادت څخه وژغوري . رسول الله  ( صلی الله علیه وسلم) چې کله پاچاهانو ته لیکونه استول ، په تیره بیا اهل کتاب پاچاهانو ته لکه قیصر ، مقوقس ، او د عیسویانو نورو امیرانو ته ، دوی ته به یې د اسلام د منلو بلنه ورکوله ، خو په پای کې به یې دا آیت ورته ولیکه :( یا اهل الکتاب تعالوا الی کلمة سواء بیننا و بینکم الا نعبد الا الله ولا نشرک به شیئأ ولایتخذ بعضنا بعضأ اربابأ  من دون الله )   ربوبیت یواځې الله لره دی  ، اسلام راغی ترڅو خلک په پوره ډول د غیر الله له بندګ
ئ  خلاص کړي . نو دا دیني او کهنوتي استبداد اسلام ته له بهر څخه راغلی .  
عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب :کله چې د اسلام دنده او جوهر د غیر الله او د هر بل واکمن څخه د انسان آزادي  او د الله عبادت او د الله واک ته د هغه راګرځول وي  نو ولې اسلامي امت د پخوانیو امتونو غوندې د دیني استبداد په مرض اخته دی  ؟
دوکتور قرضاوي :کله چې دا امت ریښتینی اسلامي امت ؤ ، نو د خلکو  اسلام هم یو واقعي اسلام ؤ ، مسلمانان هم ریښتیني مسلمانان ؤ ، مسلمانانو خپل دین په ریښتیني ډول پیژندلی ؤ  ، لکه څنګه چې د الله تعالی امر ؤ هماغسې پرې پابند ؤ، په دوی کې داسې زړور کسان ؤ چې د هر هغه چا په وړاندې به دریدل  ،کوم چې غوښتل  یې په دین کې بدلون راولي . دوی داسې  روزل شوي ؤ چې ، توانیدل د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره  هم  په ځینو مسایلو کې مناقشه وکړي .همداسې هم ؤ. صحابه کرامو ( رضی الله عنهم) به د معصوم پیغمبر سره چې په هر کار کې به د وحې تایید ورسره وو مناقشه کوله . هغه مهال چې حضرت عمر (رض)  ابو هریره (رض) ولید چې د رسول الله پایزار یې  د نښې په توګه په لاس کې نیولی ،په خلکو کې ګرځیده او ویل یې : ای خلکو ! رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تاسې ته ویل : څوک چې لااله الا الله ووایي جنت ته داخل شو .نو عمر(رض) هغه ونیو او پوښتنه  یې ترې وکړه ، چې چا ورته وویل، داسې  ووایه ؟ هغه ځواب ورکړ : ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي ، بیا یې هغه د ځان سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورووست ، هغه (صلی الله علیه وسلم) ته یې وویل : یارسول الله صلی الله علیه وسلم  آیا تا ورته ویلي چې داسې ووایه : هغه (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل هو ما ورته ویلي ! نو عمر (رض) ورته وویل : یا رسول الله په دې سره به خلک په همدې یوه کلمه بسنه وکړي ، نور اطاعت او عبادت به نه کوي ، نه به څوک له بدو را ګرځوي ، نو خلک په خپل حال پریږده ترڅو ( نیک ) اعمال تر سره کړي ،نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وکتل  او ابو هریره (رض )ته یې وویل  : پریږده چې( نیک)  اعمال  وکړي ، ابو هریره (رض) یې له دې منع کړ چې د هغه مشوره  پوره کړي ، دا زموږ د پیغمبر په دیني امورو کې پالیسي وه ، په پوځي ،او نورو امورو کې خو پریږده ….. د بدر په غزا کې چې کله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د تم کیدو امر وکړ ، نو حباب بن منذر انصاري رضی الله عنه ورته وویل : یارسول الله صلی الله علیه وسلم : آیا داځای تاسې د وحې په اساس وټاکه او که د خپلې خوښې او تکتیک له مخې؟هغه ځواب ورکړ : نه ! د خپلې خوښی په اساس . نو هغه ورته وویل : دا ځای د جنګ لپاره مناسب ندی ، هغه فلاني ځای ته به  ورشو .. دا او هغه کار به وکړو …،د عسکري تکتیک او د ځای د بدلون په هکله یې مشوره ورکړه .نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خپلې خوښې  څخه تیر شو او خپل ټاکل شوی ځای یې بدل کړ . دا د صحابه کرامو(رض) او پیغمبر صلی الله علیه وسلم حالت  ؤ …
ابو بکر(رض) چې کله خلیفه وټاکل شو ، او لومړۍ خطبه یې واوروله  خلکو ته یې وویل :زه ستاسې خلیفه وټاکل شوم ، خو له تاسې څخه غوره نه یم ، که مو په حقه لاره روان لیدلم ، نو زما ملاتړ وکړﺉ ،او که مو په کږه لاره لیدلم ، نو راومې ګرځوﺉ ، تر هغه چې د الله تعالی په لاره روان وم ، زما اطاعت وکړﺉ او کله چې د الله له لاری کوږ شوم ،نو زما اطاعت پر تاسې لازم ندی.
عمر (رض) به ویل : تل د نصیحت کوونکي په څیر راشئ !، د شپې او ورځې د نصیحت کوونکی په څیر راشئ! ، په هغه چا دې الله تعالی رحم وکړي کوم چې زما عیبونه راښیي! ، چاچې زه په کږه ولیدم نو ما دې راسم کړي . زموږ د امت دا حالت ؤ، امت ځواکمن ؤ ،چاپرې استبداد نه شوای کولای . نه سیاسي او نه…. کله چې امت ورو ورو ضعیف کیده  نو د پخوانیو عادات او اعمال په را ننوتو شول   
،امت ضعیف شو ،کله چې جسم د یوه ساعت لپاره هم کمزوری شي  ،نو د حملې لپاره  مساعد  ،او مکروبونه  په ورداخلیدو شي ، نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) هم په دې اړوند فرمایي : ( تا سې به خامخا  د پخوانیو ملتونو لارې لویشت په لویشت او متر په متر  تعقیبوئ ، تر دې که هغوی د  سوسمار   په غار هم ننوزي تاسې به پسې ننوزﺉ ).عمر (رض) به ویل : تل د نصیحت کوونکي په څیر راشئ !، د شپې او ورځې د نصیحت کوونکی په څیر راشئ! ، په هغه چا دې الله تعالی رحم وکړي کوم چې زما عیبونه راښیي! ، چاچې زه په کږه ولیدم نو ما دې راسم کړي
نو دادي  زموږ د امت   ځینې علماء او مشایخ په یوه ډول دیني استبداد مبتلا شول  ، د کهنوت او د مقدس ریاست ( د کلیسا  مقدس ریاست)  په استبداد ،  هغه تګلاره چې غواړي خلک  په خپله لاره روان کړي ، او داچې خلک باید دا اجازه ونه لري تر څو په خپله فکر وکړي  ، دوی باید ړوند تقلید وکړي ، که دا تقلید په فقهي برخه کې وي او که په سلوکي او … لکه چې ډیر د تصوف شیخان په دې کار مشهور شوي . دا هغه عمل دی چې ریښتینی اسلام یې نه مني

 

 .
د دینې استبداد ډولونه او نښې :
عثمان عثمان :محترم دوکتور صاحب ! تاسې څرګنده کړه چې  د استبداد د نښو څخه یو هم  خلکو ته په سپکه سترګه کتل او هغو کم ګڼل دي ، داسې کسان شته چې نورو ته په سپکه سترګه ګوري ، د هغوی رایې ته اهمیت نه ورکوي ، داکسان فکر کوي چې  هره خبره یې سمه او د خطا احتمال پکې نشته، د بل چا رایه بیا داسی خطا ګڼې چې د رښتیا هیڅ احتمال پکې نه ویني ، ځینې کسان  د نورو د رایې په خلاف په فکري او عقیدوي ویره اچونه  اخته دي ، نو آیا ته فکر کوې چې د خلاف علم له دیني فضاغایب شوی ؟
دوکتورقرضاو
ي:
دا مسئله لکه چې تاسې اشاره ورته وکړه د ( تاله) په معنی ده یعنې،ددې حالت ځانګړتیا داده لکه  خدای
تعالی چې په خپل کار نه پوښتل کیږي  ، او نه څوک ترې د پوښتنې حق لري  ، دوی هم غواړي، چې ددوی څخه باید څوک د پوښتنې حق ونه لري، نه به څوک پرې اعتراض کوي او نه به څوک مناقشه ورسره کوي ، اوڅوک باید د نهْ!  خبره هم ورته ونه کړي ،  ددې ورآخوا ، د سیاسي استبداد په ډګر کې ،اولسونو ته د عوامو ، ناپوهو او…خطاب کوي ، دا خلک هم ګمان کوي  چې یواځې همدوی  پوه او ترټولو اوچت دي ، نور ټول جاهلان او ناپوهان دي ، دخلکو سره د رمې په شان معامله کوي ،دا ډول استبداد  اسلام په کلکه رد کړی .رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي ( یوه سړي ته همدومره شر کافي دی چې خپل مسلمان ورور ته په سپکه سترګه وګوري )  په اسلام کې ټول خلک مساوي حقوق لري  او اسلام  هر یوه ته مقام او قیمت ټاکي ، حضرت عبد الله بن عباس (رض)  فرمایي  :هغه څه چې مسلمانان نیک او ښه وګڼي هغه د الله تعالی په وړاندې هم نیک دي ، او هغه چې مسلمانان یې بد وګڼي هغه د الله تعالی په وړاندې هم بد دي )  همدا شان الله تعالی فرمایي :( و قل اعملوا فسیری الله عملکم ورسوله والمؤمنون )التوبه ۱۰۵ ( ای پیغمبره دې خلکو ته ووایه چې عمل وکړﺉ ! ستاسې عمل به الله تعالی ، دهغه رسول او مؤمنان ویني) . نو الله تعالی د مؤمنانو لیدنې او نظر ته هم ارزښت او اهمیت ورکړی . الله تعالی بل ځای فرمایي( کبر مقتا عند الله وعند الذین آمنوا ) غافر ۳۵ .یعنې : ( لویه بدي ده د الله په  وړاندې او د مومنانو په وړاندې )، نو د مومنانو بدي او کینه هم ارزښت لري او د هغوی مینه ، د هغوی بدي ، د څیزونو په هکله د هغوی تصور ، ددې معنی داده چې ټولنې او پرګنې د الله تعالی په وړاندې ارزښت لري .
عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب!آیا ته فکر کوې چې  د مباحاتو د منطق له منځه وړل یو ډول استبداد دی ، همداشان په ورځني ژوند کې د ځینو شیخانو
 واکمني؟
دوکتور قرضاوي :شک نشته چې  دیني استبداد د تربیوی او عملي  اغیزو  په شان اغیزې لري، لکه د مرید د شخصیت په لغوه کیدو کې  تربیوي آثار ، همداشان  په  زده کوونکي کې ، په طالب  العلم کې ، تر دې چې په ځینې صوفي ډلو کې مشهوره ده ( چاچې خپل شیخ ته د ولې؟ خبره وکړه  هغه به بریالیتوب ونه ویني) ، او یا داچې:  (چاچې نیوکه وکړه هغه وشړل شو)
. (مرید به د پیر په وړاندې   داسې وي لکه  مړی د مینځونکي په لاس کې ، یعنې نه به اراده لري ، نه به فکر لري او نه به شخصیت) ؟، دا رښتینې روزنه نه ده ، ریښتینې روزنه داده چې خپل شاګرد داسې وروزې ترڅو په خپله د فکر کولو توان پیدا کړي ، د هغه د فکر کولو ملکه او قوه مه ورشنډوه ، د هغه   سره د یوه ناقص الاهلیت  انسان په شان چلند مه کوه  ، نه نه ! دا کار روا ندی . ځینو پخوانیو سلفو به کوچني  ماشومان هڅول ترڅو خبرې او پوښتنې وکړي .یو هلک عمر بن عبدالعزیز(رض) ته د پوښتنې لپاره ورغی ،هغه ته یې وویل :ولې چپ یې ؟ ووایه ! خبرې وکړه ،هغه ډیرې ښې خبرې وکړې....
هغوی به ماشومان هڅول تر څو د شخصیت څښتن شي ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم)به چې کله  په لاره تیریده او هلته به ماشومان ؤ، نو هغوی ته به یې سلام  واچوه او
هغوی به یې وهڅول . عمر بن الخطاب (رض) په لاره تیریده، ټول ماشومان وتښتیدل ، یواځې یو ماشوم پاتې شو ،کله چې ورته راورسید هغه ته یې  و ویل :- ته ولې ونه تښتیدې ؟ هغه ځواب ورکړ : ای امیر المؤمنینه ! لاره تنګه نه وه چې تاته مې پراخه کړې وای او نه مې کومه ګناه کړې ده چې درڅخه وتښتم !  دا ؤ د روزنې نتایج، دا ؤ دعملي سلوکو آثار . کله چې موږ د حرامو دایره لویه کړو د مباحاتو دایره به وړه شي . د حرامو دایره د څه په آساس لوییږي ؟ د تشدد له امله ، خلک  د همدې تشدد له امله  داسې حالت ته رسیږي چې بیا د بل چا خبره نه اوري ، د بیلګې په توګه ،په هغه ځای کې چې د صوفیانو ډله غالبه وي . هلته سلفیانو ته مجال نه ورکوي . په کوم ځای کې  چې سلفیان پیاوړي وي هلته صوفیانو ته موقع نه وي ، په هغه ځای کې چې اشعریین پیاوړي وي هلته د سلفیانو ډلې ته مجال نه وي . همدا شان کله چې سلفیان وي هلته اشعریان نشته . دا هم د استبداد یو ډول دی ، د سیاسي استبداد په شان . دا حالت دداسې امت سره نه ښایي چې د هغوی  مرجع ، قانون او لارښوونه  یې کتاب الله وي .دالله تعالی کتاب خلکو ته د فکر کولو جرئت  ورکوي ،  ډیر  آیتونه د عقل په کارولو امر کوي ،  د عقل معطلول لوی جرم دی ، …..  حرام دي چې څوک چاته شمع ورکړي تر څو يې مړه کړي او بیا په تیاره کې په ړانده پسې روان وي .
عثمان عثمان :- محترم دوکتور صاحب :- موږ ځینې دیني حرکتونه ګورو چې
مسلمانان د یوه خاص مذهب په پیروي او د نورو په پریښودلو مجبوروي ،  په دې وروستیو کې مو  په ځینو جرایدو کې ولوستل ،ځینو مذهبي کسانو ،او یا یوه تن ، ځینې نجونې د نقاب (مخ پټوونکی) په لرې کولو مجبورې کړې وې ، آیا داسې کړنې هم تاسې دیني استبداد ګڼئ؟
دوکتور قرضاوي :-لومړی خو زه نقاب(مخ پټول)  فرض نه ګڼم ، خو دا وایم چې  نقاب  د مسلمانې ښځې حق دی .  په دې هکله ځینې علماء وایي چې نقاب اچول واجب دي .ځینې علماء يې مستحب ګڼي ، ځینې علماء يې داوسني عصر له امله چې فتنې او فسادونه ډیر شوي واجب ګڼي ، ځینې وایي چې نقاب اصلاً په دین کې کوم  اصل نه لري . خو دا خبره  صحیح نه ده ځکه لومړی خو د حنبلي مذهب او شافعي مذهب ځینې کسان نظر ورکوي چې ښځه باید خپل مخ پټ کړي ، خصوصاً کله چې کومه ښځه فتنه اچوونکې(جذابه ) وي . دوهم دا چې د هند، پاکستان، بنګله دیش، افغانستان ، سعودي او داسې نورو مملکتونو علماء خو په غلطه نه دي روان او نه يې دا خبره د اسلام  نه پرته له بل ځای نه  راوړې . خو زما په  نظر راجح قول دادی چې دا ټول دلایل څرګندوي چې د مخ پټول واجب ندي ، خو که کومې ښځې اراده وکړه چې خپل مخ پټ کړي  هغه د مخ لوڅولو ته څوک نشي مجبورولای ، او ولې خپل نظر پرې تپي ؟ دا روا نده  . دا په دیني او شخصي آزادۍ  پورې اړونده خبره ده. په همدې اړوند مې د فرانسې له پخواني جمهور رئیس شیراک سره ، هغه مهال چې هغوی ځینې مسلمانې نجونې دحجاب داغوستلو له امله له ښوونځي  منع کړې وې هم بحث وکړ ، ما هغه ته وویل :دا کار ستاسې د  قانون سره ټکر لري ، د هغې  شخصي آزادۍ سره ټکر لري چې د فرانسې انقلاب پرې ولاړ ؤ ، او هغه له آزادۍ، ورور ولۍ او مساوات څخه عبارت ؤ، ستاسې دا کار د شخصي او دیني آزادۍ سره ټکر لري ،نو باید څوک هم منع نکړل شي ،تاسې ولې هغه ښځې نه منع کوﺉ چې مني ژوب او مکري ژوب  ( تنګ پتلونونه  ..).او داډول نور لباسونه اغوندي ؟ ، ولی یواځې په ملتزمو مسلمانو ښځو پابندي لګوﺉ ؟زه دنقاب په وجوب باور نه لرم ، خو په دې باور لرم چې دا د ښځې حق دی   .د (هغه سوال په هکله چې تاسې لومړی مطرح کړ)
: په حقیقت کې د انصاف خبره داده چې ویل کیږي  د ازهر شیخ  طنطاوي د یوې لومړنۍ ښوونځۍ د زده کوونکې له سره حجاب لیري کړی ، خو کله چې د هغه څخه  په دې اړوند پوښتنه وشوه، هغه وویل :ما کومه نجلۍ د حجاب په لیرې کولو نده مجبوره کړې خو زه په دې نظر یم چې په کومو لومړنیو ښونځیو کې چې  ښځینه ښوونکې تدریس کوي ، هلته نارینه وجود ونه لري او د زده کوونکو عمر هم تر ۱۲ کلونو  کم وي ، نو هلته مخ پټول معنی نلري  ، او دغه نظر یه صحیح ده .
عثمان عثمان :: محترم دوکتور صاحب !د دیني استبداد د نښو څخه دا هم ده  چې  څوک د  الله تعالی  په  (  نمایندګۍ ) خبرې وکړي ؟    
دوکتورقرضاوي : هو !
عثمان عثمان : اوس مهال  څوک کولای شي د الله په استازیتوب خبرې وکړي ؟
دوکتورقرضاوي : هغه څوک د الله په استازیتوب خبرې کولای شي چې قوي او پیاوړی عالم وي ،هغه به د قرآن او سنتو  په اساس خبرې کوي ، نه د خپل ځان څخه ، هغه به وایي زما الله دا څیز حرام کړی… څوک چې کومه اجتهادي مسئله بیانوي ،نو باید ونه وایي چې داد الله حکم دی ، باید ووایي چې دا زما رایه،پوهه او نظردی ، که د الله د کتاب څخه آیت لري ،او یا هم د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) حدیث بیانوی ،نو باید ووایي چې دا د الله تعالی قول ،او یا هم درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی .

مسلما نانو ته نه ښایي  چې  له (ځانه)د الله په نامه خبرې وکړي، څه چې په ځمکه حلالوي په آسمان کې یې هم حلال شوي وګڼي ، کوم عقد چې په ځمکه وتړي په آسمان کې یې هم تړلی وګڼي ،دا زموږ په دین کې نشته ، موږ( له انبیاوو پرته ) مقدس او معصوم  اشخاص نه لرو .
عثمان عثمان: خو ځینې خلک صحابه او ځینې د اهل بیت امامان معصوم ګڼي ؟
دوکتورقرضاوي : موږ  ورسره مخالف یو .
عثمان عثمان : آیا  معصوم ندي ؟  
دوکتورقرضاوي : یو سني مسلمان هم  د صحابه ؤ په عصمت  عقیده نه لري  ، که هغه ابوبکر وي ، که عمر، عثمان او علي ، اوکه عشره مبشره ،او امهات المؤمنین ، د هغه ټول فضیلت او ستایلو سره سره   چې الله تعالی دوی ته  ورکړی او پرې ستایلي یې دي .الله تعالی فرمایې ( والسابقون   الاولون من المهاجرین والانصار  والذین اتبعوهم باحسان رضی الله عنهم ورضوا عنه …) الله تعالی دوی ته فضیلت ورکړی او دوی یې ستایلي خو معصوم ندي .  د امام مالک او ځینو نورو تابعینو څخه مسلمانانو روایت کړی چې هغه به  ویل :  د هر چا خبره د قبلیدو او د ردکیدو وړ ده پرته له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه  . امام مالک به  د مدینې په مسجد نبوي کې ویل :  د هر چا خبره د قبلیدو او د رد کیدو وړ ده پرته ددې قبر له څښتن څخه .، له هغه (صلی الله علیه وسلم) پرته د هر چا خبره د قبلیدو او ردکیدو وړ ده ، ځکه پرته له محمد (صلی الله علیه وسلم) څخه د هیچا له خبرې سره د الله تعالی دا کلام نشی تطبیق کیدای چې فرمایي ( وما ینطق عن الهوا ان هو الا وحی یوحی ) ، نه د علی (رض)، نه د حسین (رض)، نه د حسن (رض) ،نه د نورو دوولسو امامانو لکه زموږ شیعه وروڼه چې دعوه  لري ،موږ د شیعیه ګانو سره په دې اړه مخالف یو ، زموږ په آند هغوی مجتهدین ؤ ، خو دوی وایي چې د هغوی خبره وحې او یا الهام ؤ ، او موږ وایو چې ددوی د امامانو خبره د خپل قدر او وزن سره یواځې اجتهاد دی، . لازمه نده چې په دې هکله منازعه وکړو .
عثمان عثمان :آیا دا د عصمت دعوې یو ډول دیني استبداد ندی ؟
دوکتور قرضاوي :طبعا!

د دینې استبداد خطر او د هغه اړیکې له سیاسي استبداد سره

عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب: دډیر پخوا څخه ځینې څیړونکي چې شمیر یې هم کم ندی فکر کوي چې دیني استبداد له سیاسي استبداد څخه خطر ناک دی ، لومړی ډول  د میلان او تعبد له لارې راځي اودوهم د تسلط او زور له لارې ، تاسې دا خبره څه ډول  ارزوﺉ ؟
قرضاوي :دا خبره هغه مهال حقیقت ته رسیږي چې کله خلک دې ډول استبداد ته غاړه کیږدي ، خو زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده ، په دې  ټولنه کې ثقافت شته، عقیده شته ، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم)او  صحابه کرامو د زمانو  مختلف  مواریث او قوانین شته چې د هغو په رڼا کې  دا ټولنه هیڅکله هم مطلق استبداد ته غاړه نه ږدي ، ځکه موږ د قرآن کریم ، سنتو ، اجماع امت او مجتهدوامامانو د اقوالو  ډیر محکم نصوص  لرو ، زموږ دامامانو  داسې  اقوال  شته چې هغوی به ویل :زما تقلید مه کوﺉ  ، زما خبره صحیح ده خو د خطا احتمال هم لري ، امام ابو حنیفه (رح) به ویل :دا زما رایه ده که څوک له دې څخه بهتره راوړي موږ هغه منو .امام شافعي(رح) به ویل:چې پرته له ما د بل چا خبره خطا ده خو د صحت احتمال هم لري ،امام احمد(رح) به ویل :زما او شافعی او مالک تقلید مه  کوﺉ له هغه ځایه چې دوی مسایل را اخیستي تاسې یې هم را واخلئ ، هر امام دا ډول څرګندونې درلودې،
نو دا ډول
آزآدي مطلق دیني استبداد ته اجازه نه ورکوي  ،  داسي حالت تر هغه نشي راتلای تر څو   په  یوه  ټولنه کې جهل، بیسوادي او د ځینو علماؤ له لوري د خلکو په عقلونو غلبه حاصله نشي ، خو د پوهې ،تعلیم او ثقافت په پراختیا سره دا ډول حالات له منځه ځي او راتلل یې ستونزمن کیږي .
عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب! کله کله سیاسِی استبداد د خپلو ګټو دلاس ته  راوړلو په موخه د دین د یوې  برخې د خپرولو په پلمه کار کوي چې ځینې مهال بیا ځینې علماء یا یوه ډله د فقهاؤ د سیاسي استبداد د خدمت په موخه ګمارل کیږي نو یو مسلمان څه ډول کولای شي  د هغه عالم او فقیه چې دسیاسی استبداد په  خدمت کي وي ،او د هغه عالم ترمنځ چې د دین په خدمت کې وي توپیر وکولای شي ؟  
دکتورقرضاوي :د مسلمانانو ټولنې د خپل سلیم فطرت او د خپل بصیرت په رڼا سره کولای شي حقیقي عالم له جعلي عالم څخه بیل کړي ،حقیقي عالم د قرآن او سنتو په رڼا کې خبرې کوي ، خلک حقیقي لارې ته رابولي ،د هغه سلوک ددې شاهدي ورکوي چې  آیا د هغو کسانو څخه دی چې خپل دین په دنیا ، او یا د بل چا د دنیا لپاره خرڅوي ؟ ايا دا هغه کس دی چې د پاچا لپاره خدمت کوي او د هغه په خدمت کې فتوی صادروي  او که دا واقعي امام دی ؟ لکه چې موږ د مسلمانو علماؤد نړیوال اتحاد لپاره دا شعار ګرځولی چې الله تعالی فرمایي ( الذین یبلغون رسالات الله و یخشونه ولایخشون الا الله )نو د پاچا عالم او د پولیسو جاسوس خلکو ته له ورایه ښکاري ، ځکه !یو حکیم وایي: ځینې خلک کولای شي کله کله ځینې خلک وغولوي ، او کولای شي ځینې خلک هر وخت وغولوي ، او کولای شي چې ټول خلک ځینې وخت وغولوي ، لاکن نشي کولای چې ټول خلک  ټول او هر وخت وغولوي ، ستا چل او فریب به خلکو ته ښکاریږي داسې به ښکاریږي لکه اصلي سره زر چې د کم اصله سره فرق پیدا کوي .
عثمان عثمان :د محترمو لیدونکو څخه یو تن وایي :ددیني او سیاسي استبداد د ورورولي په نتیجه کې د ولی الامر د سمع او اطاعت د میراث فقه رامنځ ته شوې ، په دې سره ممبرونه تسخیر او د خطیبانو ژ
بې د  واکمنو په خدمت کې کارول کیږي . خلکو ته د پاچا د نیک کار کولو په هکله په هغه د حمد ویلو، او د ظلم په هکله یې په صبر کولو امر کوي …. همداشان خلکو ته وایي چې د ظالم پاچا څخه سرغړونه د مسلمانانو ترمنځ فتنه راولاړوي او ددوی صفونه سره بیلوي ، تاسې په دې هکله څه نظر لرﺉ ؟
دوکتورقرضاوي : ګوره ! د شیانو تر منځ ډیر دقیق  توپیر  دی ، ځینې ټولنې دي چې هلته اصلا دین وجود نه لري ، نه دین ته په درنه سترګه ګوري او نه عالم ددین ته ، اونه د هغو تسخیر ته کومه اړتیا ویني ، ځینې ټولنې دي چې هلته غواړي دین د خپل خدمت لپاره وکاروي . خو موږ وایو چې د اولو الامر اطاعت د قرآن کریم د امر په اساس لازم دی ، الله تعالی فرمایي ( یا ایها الذین آمنوا اطیعوا الله واطیعوا الرسول واولی الامر منکم ) خو اطاعت یې ترهغه لازم دی چې معصیت پکې نه وي  ، نو له دې امله  فرمایي ( واولوا الامر منکم )  اولوالامر له هغو کسانو څخه وي چې مؤمنان وي ، کله چې د مؤمنانو له چوکاټه ووزي بیا یې اطاعت نشته ، له همدې امله ، کله چې الله تعالی د ښځو د بیعت په هکله خطاب کوي او فرمایي( ولا یعصینک فی معروف) په نیکۍ کې به ستا نافرمانی نه کوي یعنې اطاعت به یې یواځې په معروف کې وي ، لکه چې خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( لاطاعة لمخلوق فی معصیة الخالق )کله چې کوم مخلوق د خالق څخه د معصیت کولو امر کوي ، بیا د مخلوق اطاعت روا ندی . همدا شان ابن عمر (رض) روایت کړی چې  نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) فرمایي : السمع والطاعة حق علی المرء المسلم فیما احب وکره ما لم یؤ مر بمعصیة ، فاذا امر بالمعصیة فلا سمع ولاطاعة ) ، د امیر په ټولو کارونو کې په مسلمان سمع اواطاعت حق دی   که یې خوښه وه او که نه ، تر هغه چې په ګناه  امر ونه کړي، کله چې په ګناه کولو  ورته امر وشو بیا نه سمع شته او نه اطاعت ، نو د رڼو سترګو  اطاعت لازم دی نه د پټو سترګو ،  څوک   چې په خیراو څوک   چې په خیراو شر  ،هدایت او ګمراهۍ کې د پټو سترګو اطاعت   کوي ، نو  هغه  اشتراکیت ، دکتاتوري او کمونیستي  غواړي  او قبلوي ، نه! نه! .. لازمه ده چې  داطاعت  او د سرغړونې حالات وپیژنو، چې په کوم  حالت کې د امیراطاعت وشي او په کوم حالت کې نه  ، دا د ویښ مسلمان  دنده  ده ، ویښ مسلمان تل له حق سره وي او تل د باطل په وړاندې سپر وي ، د مخکینیو مسلمانانو هم همداسی حالت ؤ، دوی به تر هغه د مسلمان امیر، خلیفه او حاکم سره ملګری  وو تر څو به چې هغه د الله تعالی اطاعت کاوه ، هغه (امیر) به هم د خلکو له ډلې یو تن ؤ ، لکه چې عمر بن عبد العزیز(رض) فرمایي : زه ستاسې له ډلې یو تن یم ، یواځې زما د مسؤلیت پیټی  له تاسې څخه دروند دی ، کله چې امیر د خیر په لاره روان وي ، دوی ورسره ملګري  وي ، او کله چې هغه د شر په لاره روان شي دوی   مخالفت ورسره  کوي ، په هغه وسایلو یې مخالفت کوی چې دوی یې په واک کې لري ، نه دا چې د امیر په وړاندې وسله راواخلي ، نه ! دا حالت بیا خپل شروط لري  هغه ته باید ووایي چې دا کار ناروا دی ….دا نصیحت دی ، ( الدین النصیحة 
..، لله ولرسوله ولائمة المسلمین و عامتهم )  په هغه فریضه کې چې نوم یې امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی ، علماء به د حکامو په وړاندې دریږي ، او ټول خلک به د امیر په وړاندې دریږي ، هغه  ته به وایي چې دا جایز ندي ، په آرامه سره ، لازمه ده چې زموږ خلک په دې سوله ایز نصیحت عادت ومومي ، په سوله ایز بدلون، په آرامه خبر، پرته له دې چې خپل ملګری زندان او یا تعذیب ته کش کړي ، کله چې نور امتونه داسې  کولای شي ای وروره ! نو موږ خو تر نورو باید مخکې ؤ ، موږ کولای شو چې ظالم ته ظالم ووایو ، نبی کریم (صلی الله علیه وسلم )  فرمایي :( اذا رآیت امتی تهاب ان تقول لظالم  یا ظالم فقد تودع منهم ) کله چې زما امت داسی حالت ته ورسید چې  له ویرې نشي کولای ظالم ته ووایي ظالمه ! نو کډه ترې په کار ده ،یعنې ترې ویریږي چې تشه خبره ورسره وکړي ،نو څه فکر کوې  که امت  ظالم ته د ظالم ، جبار، او متسلط په ځای   ووایي : ای د آزادۍ سمبوله ! ای قهرمانه ! ای نجات ورکوونکیه ! نو دا حالت بیا  امت ته ترټولو ناوړه پایلې لري .
موږ غواړو  امت په دې پوه کړو چې خپل حقوق وغواړي ، په خپلو حقوقو او د بل په حقوقو پوه شي ، د ظالمو او جابرو پاچاهانو په وړاندې حق ووایي لکه  په حدیث کې  چې  راغلي : (افضل الجهاد کلمة الحق عند سلطان جائر) تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا په وړاندې د حق خبره کول دي .د خارج له جهاد څخه د داخل جهاد غوره دی ، ځکه هغه په داخل کې د بیروني ښکیلاک مرسته کوي ، نولازمه ده چې د حق خبره وشي ، او لازمه ده چې موږ خپل امت په دې سره عادت کړو ، او دا ور وښیو چې د حق خبره وکړي ، خو د نصیحت ، محبت او د ټولو لپاره د خیر غوښتلو  په چوکاټ کې .
عثمان عثمان :  محترم دوکتور صاحب ډیره مننه !
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


 

 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر