تیره ورځ د جنګي جنایتونو نړیوالې محکمې د روسیې د ولسمشر پوتین په خلاف په اوکراین کې د
جنګي جنایتونو په تور د نیولو اعلان وکړ ،
ایا دا محکمه دا صلاحیت لری او کولای شی پوتین ونیسې او یا یې احضار کړي ؟ راځې په
دې اړوند لومړۍ د ا محکمه وپیژنو او بیا پوښتنه ځواب کولای شو :
لیکنه : محمدشفیق صادق
لومړی دا محکمه وپیژنو :
د جنګې جنایتونو نړیواله محکمه International Criminal Court
دا یوه نړیواله دایمي او مستقله جزایی محکمه ده چې د ۱۳۸۱ کال د سرطان په میاشت کې د نسل وژنی او د بشریت ضد جرمونو ته د سیدګې په موخه جوړه شوه
تأسیس :د دوو نړیوالو
جکړو په ترڅ کې چې څومره انساني ټولنې ته تاوان ورسید ،په میلونونه ښځې ، ماشومان،
او عام خلک د جګړه مارو هیوادونو په لاس وکړیدل ، او ووژل شول ، لوټ او ژوندی ورک
شول ، نو نړیواله غوښتنه دا وه چې ددې
کړیدلو خلکو د ځورونکو او تباه کوونکو څخه باید
پوښتنه وشي او محاکمه کړل شي ، له همدي امله دیوې نړیوالې جنایی محکمې د
جوړیدلو غوښتنې راپورته شوې ، بلآخره په پنځوسیزه لسیزه کې د ملګرو ملتونو ټولنې
خپلې ټاکلې کمیټې ته دنده وسپارله تر څو د جنایی محکمې د نظام لپاره دوه مسودې
ترتیب کړي ، خو د لویدیځ عسکري پیمان ( ناتو) چې مشری یې امریکا کوله ، او ختیځ
تړون ( وارسا) چې مشري یې پخواني شوروي اتحاد کوله تر منځ د سیاسې کشمکشونو او ناندریو له امله دا مسوده د ډیرو کلونو لپاره چې د ساړه جنګ مرحله یې بولې وځنډیده
او کمیټه ونه توانیده چې دا مسوده ترتیب کړي ، بلاخره د نوییمې لسیزي په وروستیو کې چې کله د شوروي
اتحاد امپراتوري له منځه ولاړه ، دا موضوع
یو ځل بیا مطرح او ځینو هیوادونو د ملګرو ملتونو عمومې اجلاس ته
محکمې د جوړښت پشنهاد وړاندې کړ په
نتیجه کې د ۱۹۹۸ کال د جولای د میاشتې په (۱۷) نيټه په ایطالیا کې
په نوموړي موضوع رایه اچونه وشوه ،
چې (۱۲۰) هیوادونو موافقه رایه ، (۲۱)
هیوادونو ممتنع رایه او اوو هیوادونو
هریوه (: أمريكا، فلسطين،چين، عراق، قطر، ليبيا، يمن)
مخالفه رایه ورکړه ، او ددې محکمې د جوړښت لپاره یې اساس وټاکه .
او د( ۲۰۰۲ )کال د جولای د میاشتي په
لومړی نیټه د روم د میثاق په اساس نوموړې محکمه رسما تأسیس شوه .
د محکمې مقر :
ددی محکمي مقر د هالند د هیواد په لاهای
کې دی خو کولای شي په نورو ځایونو کې هم
خپلې جلسې تر سره کړي .
دا محکمه یوازی هغو جرایمو ته د رسیدګې حق لری د غړو هیوادونو د غړیتوب له لاسلیک وروسته ، د هغه هیواد د اوسیدونکو او یا د نورو خلکو له لوری په غړي هیواد کې تر سره شوي وي په دي شرط چې د هغه هیواد محاکم یې د تعقیب توان ونه لری او محکمه هغه مهال په غیر عضو هیوادوو کې جرایمو ته رسیدګي کوی چي د ملګرو ملتونو د امنیت شوری او یا هم خپله هغه هیواد یې غوښتنه وکړي
له بده مرغه د نړی لوی هغه هیوادونه چې د
بشری حقونو په پراخ نقض تورن دي په دې محکمه کې غړیتوب نه لری ،چې له هغو څخه یو
هم د امریکا متحده ایالات او اسرائیل دي.
د
روم د اجلاس د غونډې په مهال د امریکا
هیواد غوښتنه وکړه چې دا محکمه به د امنیت
شوری تر لاس لاندی فعالیت کوي ، ځکه
نوموړی هیواد هلته د ویتو حق لری ، خو د
روم د اجلاس غړو هیوادونو دا غوښتنه رد کړه ، او د مستقلي څارنوالی د تأسیس غوښتنه
یې وکړه ، او یوازی د امنیت شوري ته یې دومره واک ورکړ چې کولای شي د ۱۲ میاشتو د ننه هغه قضیې همدې محکمې ته وړاندې کړې چې د امن او
صلحې په راوستو کې مرسته کوي او دوو
هیوادونو تر منځ د صلحې لامل کیږي.
سره ددې هم د امریکا پخوانی جمهور ريس بیل
کلنتون په ۲۰۰۰ میلادي کال د روم د میثاق د
تړون لاسلیک ته زړه ښه کړ ، خو له
هغه وروسته بل جمهور رئیس (زوی جورج بوش )په ۲۰۰۱ کال هغه امضاء باطله وګڼله اوله
عضویت څخه خارج شو .
د ۲۰۱۳ کال تر فبروری پورې (۱۲۲) هیوادونه ددې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی ؤ
چې د اروپا او جنوبی امریکا تقریبا ټول هیوادونه ،او د افریقا نیمایی
هیوادونه د استرالیا ، نیوزلند ،او کاناډا
سره ددې محکمې غړي دي ، له آسیا څخه یوازی
، مغولستان ، افغانستان ، تاجکستان، اردن ، کمبودیا ،او ختیځ تیمور یې غړیتوب لری
.نورو څلویښتو هیوادونو د روم اساسنامه امضاء کړي خو تر اوسه یې د خپلو قانوني
مجلسونو په تصویب نده رسولې ، ایران په
۲۰۰۲ کې اساسنامه امضاء کړي خو په مجلس کې نده تصویب شوې ،خو د ۲۰۱۶ کال تر مارچ
پورې دا هیوادونه (۱۲۴) ته ورسیدل ، چې
(۳۱) نورو هم اساسنامه امضاء کړي لاکن په خپلو مجالسو کې یې نده تصویب کړې ، هغو
مهمو هیوادونو چې د امنیت شوري دایمي غړي هم دي لکه امریکا،چین ، روسي دا
پیمان ندی امضاء کړي او هند بیا ددې محکمې
یو له منتقدینو څخه دی چې دا پیمان یې ندی امضاء کړې
د محکمي په اړه انتقادونه :
ډیری هیوادونه غواړي چې د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق جرمونه دې هم ددې
محکمي د کار په فهرست کې شامل شي ، خو ندي توانیدلي چې د تروریزم د تعریف په هکله
یوې پریکړي ته ورسیږي او همدا ډول د مخدره موادو موضوع ، هند بیا په دې ټکې اصرار کوې چې د هستوي او
ګڼ وژنې د وسلو استعمالونکي دې هم په دې محکمه کې محاکمه کړل شي ، خو دا هڅې کوم
ځای ته ونه رسیدې ، او هند هغه مهال خفګان ښکاره کړ چې د رم په اساسنامه کې په
داګه ولیکل شول چې د ډله ایزی وژنې د وسلو استعمال جنګې جنایت نه ګڼل کيږي ، چې دا بین المللې ټولني ته په ښکاره یو اخطار
دی. همدا شان چین هم وایی چې د جنګې جنایتونو تعریف د بین المللي حقوقو د عرفی تعریف څخه ډیر پراخ
دی
د اسرائیلو له جنایتونو څخه د امریکا ملاتړ او د محاکمې څخه خلاصون ددې
محکمې کارونه نور هم کمزوري کړیدي.
ځینې هیوادونه بیا ددې محکمې څخه خپل سیاسې اهداف تر لاسه کوي ، او خپل هغه
سیاسي مخالفین چې دوی ورته لاس رسي نه لری د محکمي په واسطه تورن او محاکمه کوي ،
ځینو هیوادونو ، د سودان په مشر عمر بشیر د فشار رواړلو په نیت د امنیت شوری ته
وړاندیز وکړ چې عمر بشیر په دارفور کي د جنایتونو له امله ونیول شي او محاکمه شي ،
محکمې هم دا پریکړه اعلان او د هغه د نیولو اقدام یې وکړ ، خو ونه توانیدل چې هغه
ونیسي ، خو کله چې د سودان روابط له امریکا او اروپا سره سم شول ، د محکمي پریکړه
پاته شوه او بیا یې چا غوښتنه ونه کړه .
افغانستان هم د نړیوالې محکمي غړیتوب په
۱۳۸۲کال د ثور په ۱۱ نیټه تر لاسه کړ، او د زمانی صلاحیت له مخې د جزا نړیواله
محکمه کولای شي له همدي نیټې وروسته هغو
جرایمو ته رسیدګې وکړي چې د افغانستان د ننه د چا له لوری تر سره شوی وي.
د ۲۰۱۷ کال په نوامبر کې د نړیوالې محکمي سازمان له خپلو قاضیانو وغوښتل چې
تر څو په افغانستان کې د جنګې جنایتونو د تورونو په هکله خپله رسمي پلټنه پیل کړي خو
تر اوسه د پلټڼې کومه نتیجه معلومه نه ده .
دا چې روسیه ددې محکمې غړیوتوب نه
لری ، بل خوا د امنیت شوری کې د ویتو حق لری ، نو محکمه نشی کولای چې پوتین ونیسي
او یا کومه سزا ورکړي ، د محکمي اعلان صرف یوه سنبولیکه بڼه لری او کوم اجرایوي
حکم نشی کیدلای .