۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

ایا د جرمونو نړیواله محکمه کولای شی د روسی ولسمشر پوتین ونیسي ؟


تیره ورځ  د جنګي جنایتونو  نړیوالې محکمې  د روسیې د ولسمشر پوتین په خلاف په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په تور  د نیولو اعلان وکړ ، ایا دا محکمه دا صلاحیت لری او کولای شی پوتین ونیسې او یا یې احضار کړي ؟ راځې په دې اړوند لومړۍ د ا محکمه وپیژنو او بیا پوښتنه ځواب کولای شو :

لیکنه : محمدشفیق صادق 

لومړی دا محکمه وپیژنو :

د جنګې جنایتونو  نړیواله  محکمه International Criminal Court 

دا یوه نړیواله  دایمي او  مستقله جزایی محکمه ده چې د ۱۳۸۱ کال د سرطان په میاشت کې  د نسل وژنی او د بشریت ضد جرمونو ته د سیدګې په موخه جوړه شوه

 تأسیس :د دوو نړیوالو جکړو په ترڅ کې چې څومره انساني ټولنې ته تاوان ورسید ،په میلونونه ښځې ، ماشومان، او عام خلک د جګړه مارو هیوادونو په لاس وکړیدل ، او ووژل شول ، لوټ او ژوندی ورک شول ، نو نړیواله غوښتنه دا وه چې  ددې کړیدلو خلکو د ځورونکو او تباه کوونکو څخه باید  پوښتنه وشي او محاکمه کړل شي ، له همدي امله دیوې نړیوالې جنایی محکمې د جوړیدلو غوښتنې راپورته شوې  ، بلآخره   په پنځوسیزه لسیزه کې د ملګرو ملتونو ټولنې خپلې ټاکلې کمیټې  ته دنده وسپارله  تر څو د جنایی محکمې د نظام لپاره دوه مسودې ترتیب کړي ، خو د لویدیځ عسکري پیمان ( ناتو) چې مشری یې امریکا کوله ، او ختیځ تړون ( وارسا) چې مشري یې پخواني شوروي اتحاد کوله  تر منځ د سیاسې کشمکشونو او ناندریو  له امله دا مسوده د ډیرو کلونو لپاره  چې د ساړه جنګ مرحله یې بولې  وځنډیده  او کمیټه ونه توانیده چې دا مسوده ترتیب کړي ، بلاخره  د نوییمې لسیزي په وروستیو کې چې کله د شوروي اتحاد  امپراتوري له منځه ولاړه  ، دا موضوع  یو ځل بیا مطرح او ځینو هیوادونو د ملګرو ملتونو عمومې اجلاس  ته  محکمې د جوړښت  پشنهاد وړاندې کړ په نتیجه کې د ۱۹۹۸ کال د جولای د میاشتې په (۱۷) نيټه  په ایطالیا کې  په نوموړي موضوع رایه اچونه وشوه  ، چې (۱۲۰) هیوادونو موافقه رایه ،  (۲۱) هیوادونو ممتنع رایه  او اوو هیوادونو هریوه (أمريكا، فلسطين،چين، عراق، قطر، ليبيا،  يمن) مخالفه رایه ورکړه ، او ددې محکمې د جوړښت لپاره یې اساس وټاکه .

او د( ۲۰۰۲ )کال د جولای د میاشتي په لومړی نیټه  د روم د میثاق په اساس  نوموړې محکمه رسما تأسیس شوه .

د محکمې مقر :

ددی محکمي مقر د هالند د هیواد په لاهای کې دی خو کولای شي په نورو ځایونو کې هم  خپلې جلسې تر سره کړي  .

  دا محکمه یوازی  هغو جرایمو ته د رسیدګې حق لری د غړو هیوادونو  د غړیتوب له لاسلیک وروسته ، د هغه هیواد د اوسیدونکو او یا د نورو خلکو له لوری په غړي هیواد کې تر سره شوي وي  په دي شرط چې د هغه هیواد محاکم یې د تعقیب توان ونه لری  او محکمه هغه مهال  په غیر عضو هیوادوو کې جرایمو ته رسیدګي کوی چي د ملګرو ملتونو د امنیت شوری او یا هم خپله هغه هیواد یې غوښتنه وکړي


 

له بده مرغه د نړی لوی هغه هیوادونه چې د بشری حقونو په پراخ نقض تورن دي په دې محکمه کې غړیتوب نه لری ،چې له هغو څخه یو هم د امریکا متحده ایالات او اسرائیل دي.

 د روم د اجلاس د غونډې په مهال  د امریکا هیواد غوښتنه وکړه چې دا محکمه  به د امنیت شوری  تر لاس لاندی فعالیت کوي ، ځکه نوموړی هیواد  هلته د ویتو حق لری ، خو د روم د اجلاس غړو هیوادونو دا غوښتنه رد کړه ، او د مستقلي څارنوالی د تأسیس غوښتنه یې وکړه ، او یوازی د امنیت شوري ته یې دومره واک ورکړ چې کولای شي   د ۱۲ میاشتو د ننه  هغه قضیې همدې محکمې ته وړاندې کړې چې د امن او صلحې په راوستو کې مرسته کوي  او دوو هیوادونو تر منځ د صلحې لامل کیږي.

سره ددې هم د امریکا پخوانی جمهور ريس بیل کلنتون په ۲۰۰۰ میلادي کال د روم د میثاق د  تړون لاسلیک  ته زړه ښه کړ ، خو له هغه وروسته بل جمهور رئیس (زوی جورج بوش )په ۲۰۰۱ کال هغه امضاء باطله وګڼله اوله عضویت څخه خارج شو .

د ۲۰۱۳ کال تر فبروری پورې (۱۲۲) هیوادونه ددې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی ؤ چې د اروپا او جنوبی امریکا تقریبا ټول هیوادونه ،او د افریقا نیمایی هیوادونه  د استرالیا ، نیوزلند ،او کاناډا سره  ددې محکمې غړي دي ، له آسیا څخه یوازی ، مغولستان ، افغانستان ، تاجکستان، اردن ، کمبودیا ،او ختیځ تیمور یې غړیتوب لری .نورو څلویښتو هیوادونو د روم اساسنامه امضاء کړي خو تر اوسه یې د خپلو قانوني مجلسونو په تصویب نده رسولې  ، ایران په ۲۰۰۲ کې اساسنامه امضاء کړي خو په مجلس کې نده تصویب شوې ،خو د ۲۰۱۶ کال تر مارچ پورې دا هیوادونه (۱۲۴) ته ورسیدل ،  چې (۳۱) نورو هم اساسنامه امضاء کړي لاکن په خپلو مجالسو کې یې نده تصویب کړې ، هغو مهمو هیوادونو چې د امنیت شوري دایمي غړي هم دي لکه امریکا،چین ، روسي دا پیمان  ندی امضاء کړي او هند بیا ددې محکمې یو له منتقدینو څخه دی چې دا پیمان یې ندی امضاء کړې

د محکمي په اړه انتقادونه :


ډیری هیوادونه غواړي چې د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق جرمونه دې هم ددې محکمي د کار په فهرست کې شامل شي ، خو ندي توانیدلي چې د تروریزم د تعریف په هکله یوې پریکړي ته  ورسیږي   او همدا ډول د مخدره موادو موضوع  ، هند بیا په دې ټکې اصرار کوې چې د هستوي او ګڼ وژنې د وسلو استعمالونکي دې هم په دې محکمه کې محاکمه کړل شي ، خو دا هڅې کوم ځای ته ونه رسیدې ، او هند هغه مهال خفګان ښکاره کړ چې د رم په اساسنامه کې په داګه ولیکل شول چې د ډله ایزی وژنې د وسلو استعمال جنګې جنایت نه ګڼل کيږي  ، چې دا بین المللې ټولني ته په ښکاره یو اخطار دی. همدا شان چین هم وایی چې د جنګې جنایتونو تعریف  د بین المللي حقوقو د عرفی تعریف څخه ډیر پراخ دی

د اسرائیلو له جنایتونو څخه د امریکا ملاتړ او د محاکمې څخه خلاصون ددې محکمې کارونه نور هم کمزوري کړیدي.

ځینې هیوادونه بیا ددې محکمې څخه خپل سیاسې اهداف تر لاسه کوي ، او خپل هغه سیاسي مخالفین چې دوی ورته لاس رسي نه لری د محکمي په واسطه تورن او محاکمه کوي ، ځینو هیوادونو ، د سودان په مشر عمر بشیر د فشار رواړلو په نیت د امنیت شوری ته وړاندیز وکړ چې عمر بشیر په دارفور کي د جنایتونو له امله ونیول شي او محاکمه شي ، محکمې هم دا پریکړه اعلان او د هغه د نیولو اقدام یې وکړ ، خو ونه توانیدل چې هغه ونیسي ، خو کله چې د سودان روابط له امریکا او اروپا سره سم شول ، د محکمي پریکړه پاته شوه او بیا یې چا غوښتنه ونه کړه .

افغانستان هم د نړیوالې محکمي غړیتوب په ۱۳۸۲کال د ثور په ۱۱ نیټه تر لاسه کړ، او د زمانی صلاحیت له مخې د جزا نړیواله محکمه کولای شي له همدي نیټې وروسته هغو  جرایمو ته رسیدګې وکړي چې د افغانستان د ننه د چا له لوری  تر سره شوی وي.

د ۲۰۱۷ کال په نوامبر کې د نړیوالې محکمي سازمان له خپلو قاضیانو وغوښتل چې تر څو په افغانستان کې د جنګې جنایتونو د تورونو په هکله خپله رسمي پلټنه پیل کړي خو تر اوسه د پلټڼې کومه نتیجه معلومه نه ده .

 دا چې روسیه ددې محکمې غړیوتوب نه لری ، بل خوا د امنیت شوری کې د ویتو حق لری ، نو محکمه نشی کولای چې پوتین ونیسي او یا کومه سزا ورکړي ، د محکمي اعلان صرف یوه سنبولیکه بڼه لری او کوم اجرایوي حکم نشی کیدلای .

 

 

 

 

 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر