۱۴۰۳ فروردین ۲۸, سه‌شنبه

امریکا او انګلیس ولي د اسرائیلو د یهودي دولت دفاع او ننګه خپله وجیبه ګڼي ؟ دوهمه برخه : مسیحیت ته لنډه کتنه

 

عیسویت د رومي امپراتوری رسمي او منل شوي دین جوړ شو .

له ۲۴۵ کال وروسته چې رومي امپراتوري د مقتدرو رقیبانو په وړاندې له کړاوونو سره مخ وه ،نو رومي امپراتورانو هڅه پیل کړه چې داسې خدای ومومي څو یې په جګړو کې مرسته وکړي ، دکلتیانوس امپراتور د متراس  دین چې د رومیانو پخوانی دین ؤ رسمي دین اعلان کړ ، ددې دین عقاید د اوسني مسیحت عقایدو ته ډیر ورته ؤ  خو دا چې هغه ګټه ورته ونه رسوله ، بل خوا یې چې د عیسویانو کلکه عقیده ، او د واکمنو په مقابل کې مقاومت لیده نو یې دې دین ته میلان پیدا شو ، همغه ؤ چې کله قسطنطین یا کنستانتین امپراتور چې روم ته د جګړې لپاره روان ؤ د عیسویانو دین ددې لپاره ومانه تر څو په جګړه کې بریالی شي .

هغه په ۳۱۳ کال دا دین د روم د ټولې امپراتوری دین اعلان کړ  ، کله چې عیسویت رسمي دین شو نو ویره له منځه ولاړه ، سلګونه مسیحي اسقوفان راپورته او ګڼ عقاید راووتل ،په دې ډلو کې دو ډیرې مهمي ډلې وي چې یوه د (اریوس) ډله وه چې عیسي (ع) یې د خدای بنده او پیغمبر باله ، بله د اسکندريی د اسقف ( لومړی الکسندروس) ډله وه چې د بولس په عقیده یې عیسي (ع) د خدای زوی او خدای ګاڼه ، دا چې  داسکندریي په مدرسه کې د افلاطون فلسفه تدریس کیده او افلاطونی فلسفه په دریو خدایانو چې یو د بل سره تړلي وي عقده درلوده نو له هغې متأثره ؤ . ځینې نورو بیا د متراس  دین په پوښ کې عیسویت منلی ؤ او هغه د بت پرستی عقیده ورسره وه ، او لسګونه انجلونه رامیدان ته شول ..کله چې د روم امپراتور دا حالت ولد نو اعلان یې وکړ چې ټول اسقوفان دې نیقیه ښار ته راټول شي او خپل اختلافونه دې له منځه یوسې

په (۳۲۵) کال سلګونه اسقوفان چې ځینې یې (۲۰۴۸) او ځینې یې کم او زیات ګڼې را ټول شول لویه لانجه د پاسنیو اسقوفانو ترمنځ وه ، د لیکونکو په خبره له دي شمیر اسقوفانو (۷۰۰) تنه یې د آریوس طرفداران او (۳۱۴) تنه د اکندریی د کشیش په خوا ؤ ..کله چې د موحدینو عقیده د قسطنطین د پخوانی عقیدې سره په ټکر کې راتله او د نورو ورسره نیژدې وه ، نو یې د هغې ډلې نظر تایید کړ چې عیسي یې د خدای زوی باله ، همدا عقیده د پخوانی متراس دین ته نیژدي وه ،نو یې په ټولو په زور دا پریکړه امضاء کړه یوازي څو نورو امضاء نه کړه و هغوی یې بندیان او تبعید کړل


دوهمه پریکړه یې دا وه چې له سلګونو انجلونو څخه یې څلور انجلونه چې څلورو کسانو لیکلي ؤ تایید او نور وسوځول چې دا انجلونه عبارت دي له

د متی انجیل . د لوقا انجیل ، د مرقس انجیل او د یوحینا انجیل

خو د توحید عقیده له منځه ولاړه نه ، بلکه څو پیړی یې دوام وکړ .

پاته د نه وي چې په دې غونډه کې یوازی د عیسي (ع) په زوی توب پریکړه وشوه او دریم خدای روح القدوس معرفی نه شو چې هغه وروسته کلونو کي همداسي غوانډو کې خدای وګڼل شو>

د اخلافاتو د له منځه وړلو په موخه په قسطنطنیه کې دوهمه غونډه

د عیسوې پاپانو او اسقوفانو ترمنځ کلونه کلونه د عقیدې په سر ناندری روانې وي ټول په دې کې ورک شول چې آخر عیسي (ع) څوک دی؟ که عیسي (ع) خدای یا د خدای زوی وي نو د هغه مور بي بي مریم بیا څه مقام لری .له خدای سره یې تړاو څخه دي ،او هغوی چې د متراس پخواني دین او د افلاطوني فلسفی څخه متأثره ؤ هغوی  د دریم خدای  (روح القدوس) غوښتنه هم کوله  بلآخره دی لانجو پاپان مجبور کړل چې په (۳۸۱) میلادي کال په قسطنطنیه کې بله غوانډه جوړه کړي  چې ټول (۱۵۰) تنه ؤ ، له ډیرو ناندریو وروسته یې دریم خدای (روح القدوس ) هم وراضافه کړ او عملا د دریو خدایانو عقیده ومنل شوه چا چې اعتراض کاوه په هغوی د کفر تاپه ولګیده.

دا غونډې همداسې روانې وي خو دوی په داسي معما کې سره وتړل شول چې وتل ورته ګران شول هرې غوانډې ددی په ځای چې مشکل حل کړي نوی عقیدي به یې راوړاندې کړي او نوي دلي او مذهبونه پکښې راپورته شول . چې ددې ټولو غوانډو شیر (۲۲) ته ورسید .

په مسیحیت کې د شرقي او غربی کلیسا بیلتون

ارتودکسان


کاتولیک پاپ

اتمه غونډه چې په (۸۶۹) میلادي کال په روم کې جوړه شوه

په دي غونډه کې په دي بحث کیده چې روح القدوس خدای له کومه شو ؟منلی خو یې ؤ خو په دي نه پوهیدل چې د خدایی مقام یې څومره دی ؟ همدا ؤ چې n  روم او قسطنطنیی د اسقوفانو تر منځ پري اختلاف رامنځ ته شو ،او د اختلاف په نتیجه کې د قسطنطنې کلیسا ځان له روم څخه جلا کړ چې د وخت په تیریدو یې تر منځ ډیر نور اختلافونه او سختې جکړې رامنځ ته شوې ، د روم کلیسا دا بله له دین څخه په وتلو متهمه که او هغې دا بله ، په نتیجه کې شرقی کلیسا چې مرکز یې قسطنطنیه وه د ارتودکس د کلیسا په نوم ونومول شوه چې ترکیه ، روسیه ،سربستان او نورو شرقی هیوادو کې یې پیروان دي

دوهمه په روم کې د کاتولیک په نوم پاته شوه چې په لویدیځه اروپا یې خپل دباو چلاوه

د کلیسا دریم ویش د پروتستانت ډله

مارتین لوثر

د کاتولیک کلیسا په اروپا خپله ولکه داسې ټینګه کړې وه چې نه یې علم ته څوک پریښودل نه چا د اعتراض او خبرې حق درلود  پاپ د لوی خدای په ګدی ناست ؤ ،همدا دوره په اروپا د قرون وسطی دوره ده چې پاپانو هر څه په خلکو په زور منل او خلکو ته د هیڅ شي اجازه نه وه ،د باپانو واک دومره پراخ شو چې د ګناهونو د بښلو او د دوزخ د ورکولو واک یې واخیست  د جنت ټکټونه په پیسو خرڅیدل ..له دې پرته نور ډیر سخت قوانین رامنځ ته شول ، سلګونه علماء د علمي څیړنې او یا نظریی په جرم اعدام او یا ژوندې وسوځول شول .


گالیله چي کلیسا د علمي تجربي په جرم اعدام کړ

په دې وخت کې ځینې خلک راپاڅیدل او د اصلاحاتو غوښتنې یې پیل کړې ، لومړي اصلاح غوښتونکي سخت وځپل شول خو د اصلاح آواز خاموش نه شو .دوی په اندلس ، او شمالی افریقا کي د مسلمانانو تمدن لیده نو یې د هغوی په پیروی د پاپانو اصلاح کول غوښتل په دي لړ کې تر ټولو رسا غږ د مارتن لوثر ؤ نوموړی په (۱۴۸۲) کي وزږيد او د کلیسا په خلاف یې پاڅون پیل کړ ، په (۱۵۲۹) کال کلیسا یې په خلاف د کفر فتوا صاده کړه ، خو نوموړی مبارزه کوله ، د نوموړی سره په سویس کې (زونجلی) هم ملګری شو او په فرانسه کې د کلفن په نوم بل داعي هم اواز پورته کړ ، د دواړو د پیروانو ترمنځ سختي نیښتې وشوي ، د روم کلیسا هڅه کوله دا انقلاب وځپې ، خو هغوی مقاومت کاوه ، بلاخره اقلابیونو د د ځان لپاره د مستقلو کلیساګانو اعلان وکړ چې د روم پاپ به کار نه ورسره لری ، د دوی نوی مذهب په نوی فکر رامنځ ته شو ، او د روم له کلیسا یې ډیر عقاید بیل کړل ..دا چې دا کلیسا آزاده وه چې هر پاپ ځان ته مستقل نظر ولری ، نو د پروتستانت په نوم مشهوره شوه چې په شمالي اروپا او انکلیس کې یې دیر پیروان پیدا کړل ، خو تل د کاتولیک تر یرغلونو لاندې ؤ چې بیا د همدي یرغلونو له کبله ډیر اوسنی امریکا او کاناډا ته وتښتیدل او هلته یې نوی کار پیل کړ .

 خپلی منځي مذهبي جګړې


 نور بیا  وروساتی او دریمه برخه مهمه ده  چې د عنوان اصلی موخه پکښې ښکاره شي  

۱۴۰۳ فروردین ۲۷, دوشنبه

امریکا او انګلیس ولي د اسرائیلو د یهودي دولت دفاع او ننګه خپله وجیبه ګڼي ؟

 


لومړی برخه : مسیحیت ته لنډه کتنه

له هر څه د مخه باید د مسیحیت لنډ تاریخ ته راوګرځو تر څو پوه شو چې اصلی خبره چیرې ده ؟

عیسي (ع) الله تعالی د بنی اسرائیلو د اصلاح لپاره ددې لپاره راواستاوه او نوی کتاب انجیل یې پرې نازل کړ تر څو له یوې خوا د پخواني تحریف شوې تورات جبران شوي وي ، او کومه لاسوهنه او ګډوډی چې یهودانو پکښې راوستلې وه هغه اصلاح کړي او یهودان دخدای د دین اصلي لارې ته راوګرځي ، الله تعالی عیسي (ع) د معجزې په شکل د بي بي مریم له ګیډې په داسي حال کې وزیږاوه چې لا واده شوې نه وه ، چي حکایت کې په قران کریم کې په تفصیل سره بیان شوې دی .کله چې عیسي (ع) په اوسني فلسطین کې خاص بنی اسرائیلو ته په پیغمبری مبعوث شو ،او یهودان یې د حق دین او توحید ته راوبلل ، د تورات تحریف یې اعلان او انجیل یې د الله تعالی نوی کتاب ورته اعلان کړ ، نو دوی یې مخالفت ته په دې ملا وتړله چې په تحریف شوې دین کې ددوی ګټې نغښتې وي اود عیسې (ع) په خلاف یې تبیغات پیل کړل سره ددې چې دوی ته په تورات کې د عیسي د راتګ خبر ورکړل شوی ؤ او اوس هم ورته منتظر دي خو دوی پیغمبر ونه مانه.

دا تصویر دوی عیسي (ع) ته جوړ کړیدی

ځینو یهودانو په عیسي (ع) ایمان راوړ او د هغه ملاتړ یې کاوه چې مهم ملګري یې حواریون ؤ خو اکثریت ونه مانه ، دا وخت فلسطین او ټول منځنی ختیځ د روم د امپراتوری برخه وه او رومي لښکر پرې واکمن ؤ  چې د مترا د بت پرست دین پیروان ؤ  ، یهودانو رومي واکمنو ته د حضرت عیسي (ع) څخه ډیر شکایتونه کول چې دې سړي زموږ په منځ کې اختلاف راوستی او باید منع شي .په لومړي سر کې رومیانو د یهودانو اختلاف ته اهمیت نه ورکاوه ،وروسته یهودانو رومي واکمن په دې قانع کړل چې عیسي (ع) ددوی واکمنی  او دین ته خطر دی نو رومیانو هم د هغه لټون پیل کړ ، او د یهودا اسخریوطي په نوم یوه کس  رومي عسکرو ته وروښود ، خو عیسي (ع)د رومي عسکرو څخه الله تعالی اسمان ته اوچت کړ او دوی خپل کس د هغه په شباهت صلیب او مړ کړ ، خو دوی پوه نه شول چې عیسی (ع) اسمانونو ته اوچت کړل شو ،ټولو داسې فکر وکړ چې هغه صلیب (اعدام) کړل شو  ، بیا کله چې الله تعالی قران کریم کې وضاحت وکړ چې عیسي (ع) وژل شوي نه دی ، بلکه هغه الله ساتلی  او اخر زمان کې به را کوزیږي ، نو یې داعقیده وراضافه کړه چې له صلیب کیدو وروسته ،له قبر څخه اسمان ته پورته او بیا به آخره زمانه کې راځي او د یهودانو لوی حکومت به جوړوي .  له همدې امله نن ورځ عیسویان صلیب ته د مقدسې نښې په سترګه ګوري  او درناوی یې کوي .

  اسمان ته د عیسې (ع) له اوچت کیدو وروسته د هغه په پیروانو څه راغلل ؟

کله چې عیسي (ع) اسمانونو ته اوچت کړل شو ،نو رومي عسکرو د یهودانو په مرسته د عیسي (ع) په پیروانو ناتار پیل کړ ، کوم انجیل چې په عیسي (ع) نازل ؤ هغه له منځه ولاړ . ډیر زیات نوی عیسويان یهودانو او رومیانو اعدام ، صلیب او ووژل ..څوک چې پاته ؤ هغه غرونو او د رومي امپراتوري لیرې سیمو ته چې د حکومت نظارت پري کم ؤ وتښتیدل ..

شاول یا بولس

تښتیدلو عیسویانو او حواریونو په پټه د عیسي (ع) دین خپراوه ، په لومړې سر کې دوی  د خدای وحدانیت او د عیسي (ع) نبوت ته خلک رابلل ، خو کله به چې حکومت پري خبر شو نو تر ناتار لاندی به راغلل ، تر (۶۰) میلادي کال پوري تقریبا ټول حواریون وژل شویدي .

یهودیان سره ددې چې د عیسویانو په ټکولو کې له رومیانو سره همکار ؤ خو د دوی سخت مقاومت او د یني دعوت وارخطاء کړل ،ځکه ډیر یهودیان عیسویت قبول کاوه ..همغه ؤ چې شو یوه سرسخته یهودي  شاول طرسوسي چې وروسته په بولس مشهور چي د عیسویانو په وژلو کې شپه ورځ اخته ؤ ناڅاپه پرته له دې چې د عیسویانو دین مطالعه یا یې څوک وروښيی د عیسویت په دین کې یې ځان نوی رسول اعلان کړ ،نوموړي ددې اوښتون خپل قصه د اوسني انجیل د (کتاب اعمال رسول ) او د (  غلاطیانو)  په رسالو کې بیانوي چې څه ډول عیسوي شو ..( دا دوه رسالي نوموړی لیکلي دي چې د انجیل لویه برخه جوړوي او اوس د انجیل برخه دي)

نوموړي چې ډیر ژبور او هوښیار یهودي ؤ د خلکو په راجلب کولو کې یې خاص مهارت درلود  ، د نورو عیسویانو څخه پټ یې خپل دعوت په دي نوم پیل کړ چې عیسي (ع) د خدای زوی ؤ (نعوذ بالله) ..

نوموړي په غیر یهودي ټولنو کې دعوت پیل کړ ، ګڼ کتابونه او رسالې یې ولیکلي چې د نوموړی له رسالو څخه چې د اوسني انجیل برخه دي ( ۱۴) د همده لیکنې ګڼل کیږي او په دریو نورو هم شک دی چې د هغه لیکني به وي  چې تر ټولو مهمه یې د (اعمال رسول ) رساله ده چې د اوسني عیسویت شریعت یې جوړ کړی نوموړی په زغرده وایی چې زه له ځانه څه نه لیکم بلکه ماته الهام کیږي او خدای راته وحی کوی .

نوموړی وتوانید په غیر یهودي ټولنو او د روم په ټوله امپراتوری کې ګڼ خلک خپل دین ته د عیسویت په نوم راوبولي او د موحدینو په وړاندې یوه پراخه جبهه په نوې عقیده پرانیسي .

نوموړی د عیسي د الوهیت څخه علاوه (۹) نور داسی عقاید چې د عیسویت دین یې په تثلیث بدل کړ په دې دین کې شامل کړل چې د ټولو یادول لازم نه دي .

د انجلینونو د لیکلو سیالي :

دا چې هغه انجیل چې په حضرت عیسي (ع) نازل ؤ او په اوسنیو انجلونو کې هم ترې یادونه شویده له منځه ولاړ ، نو هر عیسوي ، حواري او دین ته منسوبو خلکو د انجلونو په لیکلو پیل وکړ ،دا انجلونه چې په مختلفو کلونو ، او مختلفو سیمو کې په پټه لیکل کیدل او د لیکوالانو تر منځ یې کومه اړیکه هم نه وه په دې مخفي  پټه دوره کې چې (۳۱۳) کاله یې دوام وکړ سلګونو انجلونه ولیکل شول چې د هرې سیمي د لیکوال انجیل به له نورو سره په عقیده ، شریعت او بڼه کې لوی توپیر درلود ..ددې انجلونو یوالی په دې ممکن نه ؤ چې د روم په پراخه امپراتوری کې په پټه لیکل کیدل چې نه یې د لیکوال هویت معلومیده او نه هم د عقیدی اصلیت

عیسویت د رومي امپراتوری رسمي او منل شوي دین جوړ شو .

له ۲۴۵ کال وروسته چې رومي امپراتوري د مقتدرو رقیبانو په وړاندې له کړاوونو سره مخ وه ،نو رومي امپراتورانو حڅه پیل کړه چې داسې خدای ومومي څو یې په جګړو کې مرسته وکړي ، دکلتیانوس امپراتور د مترا دین چې د رومیانو پخوانی دین ؤ رسمي دین اعلان کړ خو دا چې هغه ګټه ورته ونه رسوله ، بل خوا یې چې د عیسویانو کلکه عقیده ، په دین باندی باور او د واکمنو په مقابل کې مقاومت لیده نو یې دې دین ته میلان پیدا شو ، همغه ؤ چې کله قسطنطین یا کنستانتین امپراتور چې روم ته د جګړې لپاره روان ؤ د عیسویانو دین ددې لپاره ومانه تر څو په جګړه کې بریالی شي .

هغه په ۳۱۳ کال دا دین د روم د ټولې امپراتوری دین اعلان کړ  ، کله چې عیسویت رسمي دین شو نو ویره له منځه ولاړه ، سلګونه اسقوفان راپورته او ګڼ عقاید راووتل ،په دې ډلو کې دوي ډیرې مهمي ډلې وي چې یوه د (اریوس) ډله وه چې عیسي (ع) یې د خدای بنده او پیغمبر باله ، بله د اسکندريی د اسقف ( لومړی الکسندروس) ډله وه چې د بولس په عقیده یې عیسي (ع) د خدای زوی او خدای ګاڼه .. او لسګونه انجلونه رامیدان ته شول ..کله چې د روم امپراتور دا حالت ولد نو اعلان یې وکړ چې ټول اسقوفان دې نیقیه ښار ته راټول شي او خپل اختلافونه دې له منځه یوسې

په (۳۲۵) کال سلګونه اسقوفان چې څینې یې (۲۰۴۸) او ځینې یې کم او زیات ګڼې را ټول شول لویه لانجه د پاسنیو اسقوفانو تر منځ وه چې یو یې موحد او بل یې نه ؤ ..کله چې د موحدینو زور زیات شو او د موحدینو عقیده د قسطنطین د پخوانی عقیدي سره په ټکر کې راتله او د نورو ورسره نیژدې وه ، نو یې د هغې ډلې نظر تایید کړ چې عیسي یې د خدای زوی باله ، نو یې په ټولو په زور دا پریکړه امضاء کړه یوازي څو نورو امضاء نه کړه و هغوی یې بندیان او تبعید کړل

قسطنطین

دوهمه پریکړه یې دا وه چې له سلګونو انجلونو څخه یې څلور انجلونه چې څلورو کسانو لیکلي ؤ تایید او نور وسوځول چې دا انجلونه عبارت دي له

د متی انجیل . د لوقا انجیل ، د مرقس انجیل او د یوحینا انجیل

خو د توحید عقیده له منځه ولاړه نه ، بلکه څو پیړی یې دوام وکړ .

پاته د نه وي چې په دې غونډه کې یوازی د عیسي (ع) په زوی توب پریکړه وشوه او دریم خدای  روح القدوس معرفی نه شو چې هغه وروسته کلونو کي همداسي غوانډو کې خدای وګڼل شو

نور بیا ....