عیسویت د رومي
امپراتوری رسمي او منل شوي دین جوړ شو .
له ۲۴۵ کال وروسته
چې رومي امپراتوري د مقتدرو رقیبانو په وړاندې له کړاوونو سره مخ وه ،نو رومي
امپراتورانو هڅه پیل کړه چې داسې خدای ومومي څو یې په جګړو کې مرسته وکړي ،
دکلتیانوس امپراتور د متراس دین چې د
رومیانو پخوانی دین ؤ رسمي دین اعلان کړ ، ددې دین عقاید د اوسني مسیحت عقایدو ته
ډیر ورته ؤ خو دا چې هغه ګټه ورته ونه
رسوله ، بل خوا یې چې د عیسویانو کلکه عقیده ، او د واکمنو په مقابل کې مقاومت
لیده نو یې دې دین ته میلان پیدا شو ، همغه ؤ چې کله قسطنطین یا کنستانتین
امپراتور چې روم ته د جګړې لپاره روان ؤ د عیسویانو دین ددې لپاره ومانه تر څو په
جګړه کې بریالی شي .
هغه په ۳۱۳ کال دا دین د روم د ټولې امپراتوری دین اعلان کړ ، کله چې عیسویت رسمي دین شو نو ویره له منځه ولاړه ، سلګونه مسیحي اسقوفان راپورته او ګڼ عقاید راووتل ،په دې ډلو کې دو ډیرې مهمي ډلې وي چې یوه د (اریوس) ډله وه چې عیسي (ع) یې د خدای بنده او پیغمبر باله ، بله د اسکندريی د اسقف ( لومړی الکسندروس) ډله وه چې د بولس په عقیده یې عیسي (ع) د خدای زوی او خدای ګاڼه ، دا چې داسکندریي په مدرسه کې د افلاطون فلسفه تدریس کیده او افلاطونی فلسفه په دریو خدایانو چې یو د بل سره تړلي وي عقده درلوده نو له هغې متأثره ؤ . ځینې نورو بیا د متراس دین په پوښ کې عیسویت منلی ؤ او هغه د بت پرستی عقیده ورسره وه ، او لسګونه انجلونه رامیدان ته شول ..کله چې د روم امپراتور دا حالت ولد نو اعلان یې وکړ چې ټول اسقوفان دې نیقیه ښار ته راټول شي او خپل اختلافونه دې له منځه یوسې
په (۳۲۵) کال سلګونه اسقوفان چې ځینې یې (۲۰۴۸) او ځینې یې کم او زیات ګڼې را ټول شول لویه لانجه د پاسنیو اسقوفانو ترمنځ وه ، د لیکونکو په خبره له دي شمیر اسقوفانو (۷۰۰) تنه یې د آریوس طرفداران او (۳۱۴) تنه د اکندریی د کشیش په خوا ؤ ..کله چې د موحدینو عقیده د قسطنطین د پخوانی عقیدې سره په ټکر کې راتله او د نورو ورسره نیژدې وه ، نو یې د هغې ډلې نظر تایید کړ چې عیسي یې د خدای زوی باله ، همدا عقیده د پخوانی متراس دین ته نیژدي وه ،نو یې په ټولو په زور دا پریکړه امضاء کړه یوازي څو نورو امضاء نه کړه و هغوی یې بندیان او تبعید کړل
دوهمه پریکړه یې
دا وه چې له سلګونو انجلونو څخه یې څلور انجلونه چې څلورو کسانو لیکلي ؤ تایید او
نور وسوځول چې دا انجلونه عبارت دي له
د متی انجیل . د
لوقا انجیل ، د مرقس انجیل او د یوحینا انجیل
خو د توحید عقیده
له منځه ولاړه نه ، بلکه څو پیړی یې دوام وکړ .
پاته د نه وي چې
په دې غونډه کې یوازی د عیسي (ع) په زوی توب پریکړه وشوه او دریم خدای روح القدوس
معرفی نه شو چې هغه وروسته کلونو کي همداسي غوانډو کې خدای وګڼل شو>
د اخلافاتو د له
منځه وړلو په موخه په قسطنطنیه کې دوهمه غونډه
د عیسوې پاپانو او
اسقوفانو ترمنځ کلونه کلونه د عقیدې په سر ناندری روانې وي ټول په دې کې ورک شول
چې آخر عیسي (ع) څوک دی؟ که عیسي (ع) خدای یا د خدای زوی وي نو د هغه مور بي بي
مریم بیا څه مقام لری .له خدای سره یې تړاو څخه دي ،او هغوی چې د متراس پخواني دین
او د افلاطوني فلسفی څخه متأثره ؤ هغوی د
دریم خدای (روح القدوس) غوښتنه هم کوله بلآخره دی لانجو پاپان مجبور کړل چې په (۳۸۱)
میلادي کال په قسطنطنیه کې بله غوانډه جوړه کړي چې ټول (۱۵۰) تنه ؤ ، له ډیرو ناندریو وروسته یې
دریم خدای (روح القدوس ) هم وراضافه کړ او عملا د دریو خدایانو عقیده ومنل شوه چا
چې اعتراض کاوه په هغوی د کفر تاپه ولګیده.
دا غونډې همداسې روانې وي خو دوی په داسي معما کې سره وتړل شول چې وتل ورته ګران شول هرې غوانډې ددی په ځای چې مشکل حل کړي نوی عقیدي به یې راوړاندې کړي او نوي دلي او مذهبونه پکښې راپورته شول . چې ددې ټولو غوانډو شیر (۲۲) ته ورسید .
په مسیحیت کې د شرقي او غربی کلیسا بیلتون
اتمه غونډه چې په
(۸۶۹) میلادي کال په روم کې جوړه شوه
په دي غونډه کې په
دي بحث کیده چې روح القدوس خدای له کومه شو ؟منلی خو یې ؤ خو په دي نه پوهیدل چې د
خدایی مقام یې څومره دی ؟ همدا ؤ چې n روم او قسطنطنیی د اسقوفانو تر منځ پري اختلاف
رامنځ ته شو ،او د اختلاف په نتیجه کې د قسطنطنې کلیسا ځان له روم څخه جلا کړ چې د
وخت په تیریدو یې تر منځ ډیر نور اختلافونه او سختې جکړې رامنځ ته شوې ، د روم
کلیسا دا بله له دین څخه په وتلو متهمه که او هغې دا بله ، په نتیجه کې شرقی کلیسا
چې مرکز یې قسطنطنیه وه د ارتودکس د کلیسا په نوم ونومول شوه چې ترکیه ، روسیه
،سربستان او نورو شرقی هیوادو کې یې پیروان دي
دوهمه په روم کې د
کاتولیک په نوم پاته شوه چې په لویدیځه اروپا یې خپل دباو چلاوه
د کلیسا دریم ویش د پروتستانت ډله
د کاتولیک کلیسا
په اروپا خپله ولکه داسې ټینګه کړې وه چې نه یې علم ته څوک پریښودل نه چا د اعتراض
او خبرې حق درلود پاپ د لوی خدای په ګدی
ناست ؤ ،همدا دوره په اروپا د قرون وسطی دوره ده چې پاپانو هر څه په خلکو په زور
منل او خلکو ته د هیڅ شي اجازه نه وه ،د باپانو واک دومره پراخ شو چې د ګناهونو د
بښلو او د دوزخ د ورکولو واک یې واخیست د
جنت ټکټونه په پیسو خرڅیدل ..له دې پرته نور ډیر سخت قوانین رامنځ ته شول ، سلګونه
علماء د علمي څیړنې او یا نظریی په جرم اعدام او یا ژوندې وسوځول شول .
په دې وخت کې ځینې خلک راپاڅیدل او د اصلاحاتو غوښتنې یې پیل کړې ، لومړي اصلاح غوښتونکي سخت وځپل شول خو د اصلاح آواز خاموش نه شو .دوی په اندلس ، او شمالی افریقا کي د مسلمانانو تمدن لیده نو یې د هغوی په پیروی د پاپانو اصلاح کول غوښتل په دي لړ کې تر ټولو رسا غږ د مارتن لوثر ؤ نوموړی په (۱۴۸۲) کي وزږيد او د کلیسا په خلاف یې پاڅون پیل کړ ، په (۱۵۲۹) کال کلیسا یې په خلاف د کفر فتوا صاده کړه ، خو نوموړی مبارزه کوله ، د نوموړی سره په سویس کې (زونجلی) هم ملګری شو او په فرانسه کې د کلفن په نوم بل داعي هم اواز پورته کړ ، د دواړو د پیروانو ترمنځ سختي نیښتې وشوي ، د روم کلیسا هڅه کوله دا انقلاب وځپې ، خو هغوی مقاومت کاوه ، بلاخره اقلابیونو د د ځان لپاره د مستقلو کلیساګانو اعلان وکړ چې د روم پاپ به کار نه ورسره لری ، د دوی نوی مذهب په نوی فکر رامنځ ته شو ، او د روم له کلیسا یې ډیر عقاید بیل کړل ..دا چې دا کلیسا آزاده وه چې هر پاپ ځان ته مستقل نظر ولری ، نو د پروتستانت په نوم مشهوره شوه چې په شمالي اروپا او انکلیس کې یې دیر پیروان پیدا کړل ، خو تل د کاتولیک تر یرغلونو لاندې ؤ چې بیا د همدي یرغلونو له کبله ډیر اوسنی امریکا او کاناډا ته وتښتیدل او هلته یې نوی کار پیل کړ .
خپلی منځي مذهبي جګړې
نور بیا وروساتی او دریمه برخه مهمه ده چې د عنوان اصلی موخه پکښې ښکاره شي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر