۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د اسلامي هیوادونو دهمکاری سازمان

د اسلامي هیوادونو دهمکاری سازمان


 لیکنه :محمدشفیق صادق

 بسم الله الرحمن الرحیم 

  موخی او لاملونه


 د اسلام تاریخ او اسلامي لارښووني د مسلمانو پوهانو او سیاست کوونکو تر منځ د اسلامِي یوالی د الهام او خوځښت منبع ګڼل کیږي ، چي  په مدینه منوره کې د اسلام د ښاغلی پیغمبر حضرت  محمد (ص) په واسطه په (۶۲۲) میلادی کال   د یوه اسلامي دولت په جوړولو  پیل شو ، د اسلام په  تیر تاریخ کې د مسلمانانو یوالی او د اسلامی دولت وجود چی د مسلمانانو ستونزو ته لاس رسی ولری ، او تل د مسلمانانو د لوړوالی او عظمت سنبول وي د مسلمانو مشرانو لپاره یو سپيڅلی هدف او د ژوند کولو تګلاره وه ، چي  دي حکومت او یوالی ته اسلامي خلافت ویل کیده ، دا خلافت په مختلفو بڼو او مختلو سیمو کې د اسلامی نړی په ختیځ  او لویدیځ واکمن  ؤ ، د نړی په لر او برکې به د مسلمانانو د یوالی سنبول ګڼل کیده  ، کله به داسي هم ؤ چي په ځینو سیمو کې به خپلواک حکومتونه رامنځ ته شول خو د اسلام څخه په الهام اخیستلو به یی د مرکزی خلافت سره اړیکې ساتلي  او له هغو به یې مشوري اخیستې ... تر دې چي دا خلافت د لومړي ځل لپاره وروسته له (۱۳۰۰) کلونو په (۱۹۲۲) کال په غیر رسمی ډول  او په (۱۹۲۴) کال د مارچ په دریمه نیټه رسما د کمال اتاترک په واسطه لغوه اعلان شو ،  په دې سره د مسلمانانو یوالی له منځه ولاړ ، او د لویدیځې مسیحې نړی ځينې هیوادونو چي د مسلمانانو له رکود او اختلاف څخه يې ګټه اوچته کړه  د وږو لیوانو په شان د اسلامي خاورو په ویش بوخت شول ، د مسلمانانو د عظمت او برم په څلو یې خپلې ماڼي جوړې کړې ، چي تر نن پورې  د عظمت او برم  څلو د یهودي او مسیحې  سیاست والو  په وړاندي سرونه په زنګنو ایښې او په خواړه خوب ویده دی.


د عثمانی خلافت په سقوط سره د یهودیانو د اوږدې مودې هغه  خوب چي  په فلسطین کې د یوه یهودي دولت( اسرائیل) جوړیدل یې ارمان  وه په ریښتیا کیدوشو ، عملا یې دي موخې ته د رسیدو لپاره  د انګلستان د استعماری ځواک په مرسته او د امریکا په سیاسي او مالی ملاتړ  مټی را بډ وهلې ، او دا خوب په ( ۱۹۴۸)کال  د مي په (۱۴) نیټه  د فلسطین په خاوره د اسرائیلو د  دولت  د جوړیدو په اعلان  سره  ریښتیا شو ،چي  له اعلان څو ساعته  وروسته د امریکا ، شوروي اتحاد او نورو لویدیځو هیوادونو له لوری په رسمیت وپیژندل شو...   یهودیانو  د فلسطیني مسلمانانو د  کورونو  په کنډوالو او دهغوی د خاوري په اشغال سره اسرائیل جوړ کړ ، خبره په دي هم پای ته ونه رسیده ،  بلکه د مسجد الاقصی په ورانولو یې غوښتل د مسلمانانو  د مقدس ښار او لومړی قبلې په ځای خپله کلیسا ودانه کړی ....

 هو خلافت وران شو.... لویدځوالو په زیاتره اسلامي هیواونو خپل هغه ملګري او انډیوالان واکمن کړل چې په ښکاره خو به یې ددوی په ژبه خبرې کولې خو د پردې تر شا ددوی په مدرسو کې په روزل کیدو یې ددوی پلانونه په مخ بیول ، او لویدځوالو هم هغه څوک اتل او قهرمان ګاڼه  چي  ددوی په لاره روان اوسی او هر ترخه او خواږه یې ومنی ، اودا  اتلولی  یې د اتاترک په څیره  کې ورښکاروله ... هو خلافت سقوط وکړ ، ...اسلامی نړی یتیمه شوه ، میراث یې د تربرو تر منځ وویشل شو ، عربی نشنلست هیوادونه او تصور هم د اسرائیلو په وړاندې په ګونډو شول.... خو بیا هم د مسلمانانو د یوالی تصور په ځینو مشرانو کې  د عقیدې له مخې او یا  مجبوریت په اساس ژوندی ؤ دوی هلي ځلې کولې تر څو دا  یوالی که د خلافت په بڼه هم  نه وي د یوه کانفرنس په بڼه را منځ ته کړی .

لنډ تاریخي شالید


له بل لوری د اسلامي امت د وحدت لپاره د سیدجمال الدین افغان هڅې د کار پیلامه ګڼل کیدای شي، هغه د اسلامي نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او د مسلمانانو یوالي ته یې خلک رابلل له هغه وروسته شیخ محمد عبده هم د هغه لاره ونیوه. د خلافت  له الغاء وروسته د ازهر د پوهنتون رئیس محمد حسین خضر د اسلامي کنفرانس د تشکیل په موخه د مسلمانانو علماؤ په راټولولو اقدام وکړ، همدا ډول د اسلامي مذاهبو د نژدیوالي ټولنه په قاهره کې جوړه شوه، په همدې لړ کې د پاکستان په بلنه د اسلامي فرهنګ تر سرلیک لاندې د 30 هیوادونو څخه 130 کسه نماینده ګان ر اټول شول او د اسلامي فرهنګ – اسلامي عقایدو او نړیوالو ستونزو په اړه پکې بحثونه وشول.
دوه نور کنفرانسونه په دې لړ کې ایجاد شول چې یوه موخه یی د اسرائیلو په وړاندې د اسلامي هیوادونو یوالی او همکاري وه او دوهم د استعمار ستونزې ته د حل لاره موندل ؤ.

له ۱۹۴۵ کال وروسته لومړی ځل  د ایران واکمن شاهنشاه پهلوی غوښتل د عربی هیوادونو تر منځ د بي باوری  له امله په تیره بیا د عراق او سوریی تر منځ  ،  ددی یوالي  د مزي سر په خپل واک کې ونیسې او دا حرکت  د ځان په ګټه وکاروي....خو بل خوا   د څلویښتمې شمسي لسیزې په لومړیو کې د ملک سعود په هڅو د اسلام د دعوت او غیر اسلامي عقایدو په وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې کانفرانس راوبلل شو چې په نتیجه کې د (رابطه عالم اسلامي ) په نوم یوه نړیواله موسسه ایجاد شوه ، چې په یوه ناسته کې یې 115 شخصیتونو له 35 هیوادونو څخه ګډون کړی ؤ او په نتیجه کې یې عربي هیوادونو د ټولنې په خلاف د اسلامي هیوادونو د ټولنې ایجاد غوښتنه وکړه. او د مالي د هیواد د جمهور ریس ( ادم عثمان) په بلنه په 1343 کال د یوه نړیوال اسلامي کانفرانس په لزوم پریکړه وشوه ، چې مسؤلیت یې د رابطه عالم اسلامي په غاړه واچول شوه. همدا شان ملک فیصل په 1344 کال خپله هم د اسلامي کانفرانس موضوع مطرح کړه چې د ایران او سعودي د پاچاهانو په لیدنه کې په تهران کې پرې موافقه راغله تر څو د اسلامي نړۍ ستونزې پرې حل کړي.د یوالې خبري په اسلامي نړی کې په مختلفو بڼو روانې وې  په ۱۹۴۸ کال چي کله عربی هیوادونو د اسرائیلو له لاسه ماته وخوړه ، ددي خبری اړتیا نوره هم ډیره شوه ، نو لومړی عملا  د مصر ، عربستان سعودی او پاکستان په نوښت  د اسلامي هیوادونو د یوالي هڅې پیل شوي په دې وخت کې د اموضوع په دې لانجمنه وه چې عربي هیوادونه په دوو محافظه کارو او افراطي ډلو ویشل شوي ؤ، یوې خواته مصر، الجزاریر، عراق، سوریه، یمن او بل خواته کویت، لیبیا، مراکش، سعودي ؤ  چې د افراطي ګروپ مشري د مصر جمال ناصر  کوله. او په 1345 کال همدې ناصر دا نظریه د امریکا او امپریالیزم  زیږنده  وبلله چې غواړي عربي ناسیونالیزم له منځه ویسي خو ملک فیصل بیا په مصر تور ولګاوه چې د کمونیزم لپاره لاره هواروي... په دې لړ کې د دواړو ډلو تر منځ ناندرۍ روانې وې، خو کله چې په 1346 کال د ناصر په مشری عربي هیوادونو  چې د مصر، سوریې، اردن او لبنان فوځونه پکښې شامل ؤ  د اسرائیلو سره په (4) ورځنی جګړه کې ماته وخوړه او اسرائیلو ( دسینا صحرا) له مصر څخه د جولان لوړې له سوریې څخه او لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس له اردن څخه ونیول نو ناصر له دې منصب څخه ډډه وکړه ، ورسره د اسرائیلو په خلاف احساسات لوړ شول د عربي هیوادونو دا تضادونه هم سره کم او د وحدت لپار ه ضمینه مساعده شوه.

بیا چې کله په 1348 کال کې د مسجد الاقصی یوې برخې ته اور واچول شو ورسره دا کار نو هم چټک شو او د مراکش د پادشاه په غوښتنه دا غونډه د ځینو هیوادونو د نه ګډون سره سره دائره شوه.    او عملا ددي کار لپاره  د اسلامي هیوادونو مشران په (۱۹۶۹) کال  د مراکش په پلازمینه  رباط کې جرګه شول او د همدې جرګې په پای کې  د سپتامبر په ۲۲ نیټه د اسلامي کانفرانس په جوړولو سلا شول ... خو په رسمې ډول یې په (۱۹۷۱) کال د مې په میاشت کې د موجودیت اعلان وکړ .په ۱۹۷۲ کال په جده کې ددې سازمان منشور لاسلیک شو .

 د اسلامي همکاری د سازمان  موخي او اهداف:

د اسلامي کانفرنس موخې او اهداف چي په (۱۹۷۲) کال د یوه منشور په بڼه اعلان شوي دا ډول دي:

۱- د غړو هیوادونو ترمنځ د اسلامي موخو او اهدافو پرمخ بیول .

۲- د غړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو  فرهنګي ، اقتصادي ، علمي ...ډګرونو کي همکاري او ددوی ترمنځ د سالمو مشورو تبادله .

۳- په ټولو برخو کې د بیلتون پالنې ، نژاد پالني او استعمار سره مقابله .

۴- د عدالت په اساس د بین المللې صلحي او امنیت  د ټینګولو لپاره هلي ځلي په لاره اچول

۵- د مقدسو سیمو د ساتنی ، د فلسطین د اولس د حقه حقوقو او مبارزی  او د نیولو سیمو څخه  د ملاتړ په موخه د هڅو یوالی

۶- د ټولو مسلمانانو د عزت ، برم  ، استقلال او ملی حقوقو د لاسته راوړلو لپاره ګؤه مبارزه .

۷- د غړو هیوادونو او نورو هیوادونو  سره د تفاهم او همکاری د فضا تقویت او هلي ځلي کول.




اوس مهال اسلامي کانفرنس۵۷  دایمي او (۵) ناظر غړی هیوادونه لری چي په (۴) لویو وچو کې ویشل شویدی

 لومړی ناظر غړي:

۱- بوسنیا ۲- د مرکزي افریقا جمهوریت ۳- د روسیی فدراسیون ۴- تایلند ۵- د شمالی ترکی قبرس جمهوریت

دایمي غړي :

۱- اسیایی (۱۵)غړي  : ایران ، اندونیزیا ، ترکیه ، قزاقستان ،  ازبکستان ، پاکستان ، بنګله دیش ، مالیزیا، افغانستان، برونای ، ترکمنستان ، قرغزستان  ، تاجکستان،  آذربایجان    مالدیو

۲- افریقایی (۱۹) غړي:   اوګاندا ، کامرون ، ساحل عاج ،  ،  موزامبیق ، سنګال  ، ګانا ، بورکینافاسو،  چاد ، مالی، نیجر ، ګابون، توګو، بنین  ، سیرالیون  ، ګامبیا  ، ګینیا بیساؤ، نایجیریا ،د قمر جزایر 


۳- عربی هیوادونه (۲۱): ، عربستان سعودی ، مصر  ، الجزایر، ، امارات متحده عرب ، المغرب ، کویټ ، سودان ، تونس ، قطر ، ليبیا ، عراق  ، سوریه ،   عمان ، اردن ، لبنان  ، یمن  ،بحرین ،   موریتانیا ،  صومال ، جیوبوتی ، او  فلسطین  یې غړي دي.

 له اروپا څخه یوازي البانیا او له امریکا څخه یوازي سورینام ددی کانفرنس غړی دی نور ټول هیوادونه له اسیا او افریقا څخه دي چې په جغرافیوي لحاظ په دریو برخو ویشل شویدی ، عربی ، اسیایی ، او افریقایی هیوادونه .


د اسلامي همکاری د سازمان  جوړښت:

دا کانفرانس ځینې اصلي او فرعي څانګې لري چې په مختلفو برخو کې کار او فعالیت لري.

د دې سازمان ارکان:

۱-  د مشرانو غونډه:

د دې سازمان د مشرانو غونډه هر دری کاله وروسته د همدې کانفرانس په یوه غړي هیواد کې تر سره کیږي ، هر هیواد چې دا غونډه پکې جوړیږي د دریو کلونو لپا ره د کانفرانس مشر توب په غاړه لري ، چې تر اوسه لس دا ډول کانفرانسونه دائر شويدي ، دا تر ټولو لوړ با صلاحیته ځواک دی چې د کانفرانس مشر پکې ټاکل کیږي ، چې تر اوسه منظمې او په خپل وخت دائر  شوې دي.

۲-  د بهرنیو چارو او د وزیرانو غونډه:

دا غونډه هر کال دائریږي او کله هم به کال کې یو ځل په ملګرو ملتونو کې په نیویارک کې دائریږي ، چې پکې د بهرنیو چارو وزیران او یا یې معاونین شرکت کوي چې مهمې اجرایوي پریکړې هم دوی نیسي.

۳- د رهبرۍ ( عمومي منشي )څانګه:


د سازمان اداري کارونه ټول د همدې څانګې په غاړه دي سره د دې چې د همدې څانګي  لپاره د جدې ښار مرکز ټاکل شوی خو دا مؤقت دی او اصلاُ د بیت المقدس ښار یې مرکز ټاکل شوی دی ، د غونډې او کانفرانس واګي د مشر په واک کې دي چې د غړو هیوادونو د ټاکلو په نتیجه کې ټاکل کیږي او د کانفرانس چارې ( 4) کلونو لپاره پر مخ بیایي.

4- د اسلامي عدالت بین المللي محکمه:

دا د اسلامي ټولنې نوی رکن دی چې په کویټ کې یې مرکز ټاکل شوی ، دا څانګه په 1987 کال په کویټ کې جوړه شوه ، تر اوسه یې لا اساسنامه نده تصویب شوي ، په مقدماتي اساسنامه کي لیکل شوي چي  محکمه به اووه  قاضیان  لري چې ځینې فرعي څانګې به هم لری او قاضیان به د وزیرانو په مجلس کې ټاکل کیږي.



د اسلامي همکاری د سازمان  اړوندې څانګې:


 ۱-  علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان ( آیسسکو)

دې سازمان په 1361 هـ . ش کال عملاُ په کار پیل وکړ، مرکز یې په مراکش کې دی چې دوه څنګې يه امارت متحده عرب او تهران کې لری ، په دریو ژبو عربي، فرانسوي او انګلیسي فعالیت لري ، چې زیاتره د عملي کانفرانسونو په ډول خپل فعالیتونه پر مخ وړي ، د دې ترڅنګ توانیدلي چې د 114 نړیوالو او تخصصي سازمانونو سره اړیکې ولري.


۲-د اسلامي پراختیا بانګ:


 ددي  سازمان په تشکیل په  1970 میلادي کال  په کراچۍ ښار کې  خبرې وشوې خو په 1975 کال یې د جدې  ښار کې خپل مرکز و ټاکه او عملاً یې په کار پیل وکړ.


موخه یې د اسلامي شریعت پر اساس د بانکدارۍ ترڅنګ ، د هغو پروژو حمایت  هم پر غاړه دی چې په اسلامي هیوادو کې یې لري. تر اوسه (53 ) هیوادونه پکې غړیتوب لري.





   د اسلامي همکاری د هیوادو د سازمان د رادیو ، تلویزیون او خبریالی نړیوال اسلامي کانفرانس  (اسبواّ )

دا ددی سازمان د خبر رسوني او خیریالی په برخه کې نړیوال سازمان دي چي ( اسلامي غږ) هم ورته وایی ، مرکز یې په جده کې دی ددي سازمان ریاست د سعودي عربستان د فرهنګ او اطلاعاتو د وزیر په واک کي دي کڼ اسلامي اهداف او موخې لری ...
 


 نړیواله اسلامي رسنیره موسسه ( اينا)  ددی سازمان مرکز هم په جده کي دي د اسلامي نړیوالی میډیا په برخه کي هڅې کوي تر څو ریښتني خبرونه د اسلامي نړي څخه نوري نړی ته ورسوي ریاست يې د عمومي منشي په غاړه دی
  د اسلامي همکاری د سازمان اړوند پوهنتونونه

نوموړي سازمان دوه مستقل پوهنتونونه په مالیزیا او بنګله دیش کي جوړ کړي چي په مالیزیا کي نومړي پوهنتون په (۱۹۸۳) کي خپل فعالیت پیل کړ ، (۷۱۶۵) تنه محصلین په لیسانس ، مافوق لیسانس او دکتورا مرحلو کي په تحصیل بوخت دی چې له دي شمیر څخه یې ( ۴۷۶) تنه محصلین له (۹۲) هیوادونو څخه پکښې زده کړې کوي

په بنګه دیش کې یې هم په (۱۹۸۵) کال د يوه پوهنتون د جوړولو پلان تصویب کړ چي اوس مهال پکښې په مختلفو پوهنځیو کې محصلین په زده کړه بوخت دي .


د اسلامی همکاری د سازمان  مشران او عمومي منشیان




په اوسني عصر کي د اسلامي همکاری د سازمان   په وړاندي خنډونه

۱- د همکاری د سازمان د هیوادونو تر منځ لانچي او ستونزی او د سازمان په جوړښت کي  کمزورتیا

۲-  د یوه مشترک اقتصادي نظام عدم موجودیت


۳- د سازمان د فیصلو او پریکړو په هکله د اجرایوي ضمانت نه شتون

۴- د اوسنیو نویو ستونزو  لکه تروریزم ...او امریکایی یرغل يه وړاندي  عدم توانایی او د مقابلی  نه شتون




۱۳۹۵ مرداد ۸, جمعه

توکم پاله تربګني او د وردګ اولس راتلونکی ؟


 توکم پاله تربګني او د وردګ اولس راتلونکی  ؟

لیکنه : محمدشفیق صادق
 په دې کې شک نشته چي د هیواد سیاسې حالات یوه مجهول لوري ته روان دي ، هیڅوک نه پوهیږي چي راتلونکی کال ، یا څو کاله وروسته به زموږ د هیواد برخلیک څه ډول وي ، دا پداسې حال کې چې هیواد کې د جګړو ، سیالیو او تربګنیو پردې اوړې را اوړې ،کیدای شي حالات ښه شي او هیواد د یوه ښه برخلیک سره مخ شي ، او کیدای شي نور هم د خرابی په لور روان شي ،

تر کومه چي د چارواکو سیاسي دریځونه او په سیاست کې بی زړه توب ، د پردې تر شا د ګاونډیو لاسونه ، د بهرنیانو مداخلو ته چي سړی ګوری نو یوازې  هوښیار او ځیرک مشران به  وکولای شي خپل اولسونه او قومونه له  ناورینونو او لانجو ژوندې او سالم را وباسی ، که خدای مه کړه ددې اولسونو واک احساساتی ، او توکم پاله او ځان غوښتونکو مشرانو ته په لاس ورشي نو  د اولس او قوم راتلونی به هم د پخوا په شان له ناورینونو سره مخ وي .

زه دا نه وایم چې موږ( وردګ اولس)  دې د هیواد هرې پیښې ته لاس تر زني او په ننداره کښینو او وګورو چي حالات په کوم لوری روانیږي ، موږ باید د هیواد په سیاست او رغونه کې فعاله ونډه واخلو ، خپل حق له نورو مخکې تر لاسه او وغواړو ، خو په دي برخه کې باید د چارواکو  او پردي پالو سیاست مدارانو له دسیسو او د توکم پالنې له هغو بازیو هم ځان څنګ ته کړو چي غواړي د قومونو او اولسونو په جنګولو د خپل ځان دبقا لپاره لاری لټوی .
موږ په تیر تاریخ کې دری ځله همداسې د واکمنو په لومو کې لوبیدلی یو  چي پرته له زیانه مو هیڅ لاسته راوړنه نه درلوده چي په لنډو کي به یی یادونه وکړم :
۱- تقریبا یوه پیړئ وړاندې د امان الله خان د واکمنی په خلاف د پکتیا قومونو چې زیاتره د احمدزیو قوم ؤ راپاڅیدل ، هغوی له امان الله خان څخه خپلې مشروع غوښتنې درلودې خو امان الله خان ددې په ځای چې د هغوی غوښتنو ته غوږ ونیسې د هغوی په ټکولو یې پیل وکړ ، د هغوی کلی یې په انګریزی او جرمنی
الوتکو بمبارد کړل ، بیا یی د هغوی د مقابلې لپاره نور قومونه په وسلو سنبال کړل چی یو پکښې د وردګو قوم ؤ ، د وردګو جنګیالی د التومور په دښته او تیره کې د پکتیاوالو سره په جګړه کې ښکیل شول ، د هغه وخت مشرانو چي په څه  دلیل دا کار کړی وي ، زه نه پرې پوهیږم ، خو د پکتیا له قومونو سره جګړه په هیڅ صورت زموږ په ګټه نه وه ، او تر ډیره وخته پوري د یوه ناسور زخم په څیر د وردګو او پکتیا د خلکو تر منځ پاته شوه .
۲- دوهم ځل بیا د امان الله خان د حکومت څخه د دفاع په موخه د  وردګو قوم د حبیب الله سقاو د حکومت په خلاف را پاڅید ، سره ددی چي په دې برخه کې هم پرته له قومي مسئلې بل هیڅ تر منځ نه ؤ ،  د وردګو قوم دا ځل هم د سقاو په مقابل کې پوره مقاومت وکړ ، خو امان الله خان دوی په ډاګ پریښودل او خپله کندهار ته وتښتید چي په نتیجه کې د سقاو لښکرو د وردګو د سیدآباد او خصوصا تنګې درې ټول کلي وسوځول ، مالونه یې چور کړل او هر څه یې ورڅخه یوړل ..موږ په دي جګړه کې له یوه لوری لوی تاوان له بل لوری د یوه قوم دښمنې په غاړه واخیسته ..
۳- دریم ځل چې کله نادرخان د سقاو د حکومت په مقابل کې لښکري را ټولې کړي نو وردګو هم پکښې ښه غوښنه ونډه درلوده ، خو نادرخان وردګو ته څه ورکړل ؟ هیڅ هم نه
۴- څلورم ځل بیا د شمالی خلکو د نادرخان د هغو وعده خلافیو په وړاندي بغاوت وکړ چې د سقاو د حکومت د را پرځولو په مهال یې ورسره کړې وي ، خو نادرخان ددې په ځای چې د هغوی روا او مشروع غوښتنو ته ځواب ووایی پښتانه قومونه یې پرې را ایله کړل ، قومونو په شمالي کې هغه څه وکړل چي د ویلو نه دي ...په دې حشر کې هم وردګو ونډه درلوده ...خو وردګو څه لاس ته راوړل ؟ د نادرخان د حکومت تينګول او د شمالي د تاجکو قومونو تل پاته دښمنی .

 د نادخان او امان الله خان د دورو قومي جنګونو زخمونه لا تر اوسه هم روغ ندی ، احمد شاه مسعود به چي کله د طالبانو په خلاف خپل قومیان د  جګړې لپاره تشویقول نو د همغو ناورینونو یادونه به یی ورته کوله او هغوی ته به یی ویل ( خوارزاده های تان آمده همراه شما جنګ میکند ) او دا د ناسور ټپ لا تر اوسه هم ندی روغ شوی ..اوس یۍ  د اشرف غنی او عبد الله عبد الله په سیالی کې په سیاسي بڼه لیدلای شو
۵- پنځم ځل بیا خلقیانو غوښتل چي د امان الله خان او نادرخان تجربی په وردګو تکرار کړي ، دا ځل دوی غوښتل چي وردګ چي لا تر دې دمه د حکومت تر ولکې لاندې ؤ د هزاره جات په وړاندې چې د خلقیانو د حکومت په مقابل کې یې  بغاوت کړي ؤ و جنګوي  ، د وردګو اولس ته یی (۱۲۰۰۰) میله توپکونه وویشل او جګړې ته یی چمتو کړل ، دا ځل هم هزاره ګانو د خپل ځان د ساتلو  په موخه د وردګو د اولس د تباه کولو پلان تر غور لاندي نیولی ؤ خو الحمد لله چي د وردګو بیدارو او کارپوهو مشرانو د حکومت دا پلان شنډ او ټوپک کې د حکومت په خلاف وکارول چي په دې سره د هزاره ګانو او وردګو دایمې دښمنی په سوله او دوستی بدله شوه
اوس هم ځینې مشران او ډلي غواړي همغه پخوانی ډرامی بیا د ځینو احاساستي ځوانانو په لاس تجربه او تکرار کړي خو موږ ته په کار ده چي له دې تاریخي اشتباګانو پند واخلو ، نور د چا د پاچاکولو او یا مشر کولو لپاره خپل قوم او اولس د تاریخي دښمنیو ډګر ته ورټیل نه وهو
زه د وردګ ځواک د فس بک پاڼې په هغه  پخواني  پروفایل ډیر خوابدی شوم  چي د بریښنا د ستونزی په هکله یی د هزاره ګانو په وړاندي د عکس العمل په توګه جوړ کړی  ؤ ،  زموږ مشران او ځوانان باید چې له قومي جګړو او ډغرو د نورو په ګټه ځان ژوبل نه کړی او نه هم د خلکو عکس العملونه را وپاروی .
زه په زغرده ویلای شم کوم خلک چي د پښتون او پښتون ولی په نوم  ځانونه ارګ او یا وزارت ته رسول غواړی هغوی دې دا ډغري د قومونو په جنګولو نه بلکه د ارګ د ننه د خپلو حقونو په غوښتنه پیل کړی ، د پښتون حق په بازار او کوڅه کي  تر پښو لاندې شوی  ندی ، بلکه دا حق د ارګ د ننه د پښتنو مشرانو د معاملو په نتیجه کې تر پښو لاندي دی نو هڅه دي نه کوي چي نور قومونه د ځان قربانی کړي ... د تور خم دروازی او جګړي ښه په ډاګه کړه چې د پښتون په سر چیرته معامله روانه ده  ...   دا به په راتلونکی کې ثابته شي چي  د ا توکم پاله تحرکات د چا په ګټه او د څه لپاره دی ؟ نو زموږ وردګ ځوانان باید دداسي سیاسي څیرو په احساساتی ویناوو ونه غولیږي بلکه له تیر  څخه عبرت واخلی  ځان او خپل اولسونه د هیڅ په بدل کې  په نورو ونه پلورو او زموږ هر یو ځوان او مشر باید د یوه غره په شان وقار ، عزت او صبر ولری ...

۱۳۹۵ تیر ۲۹, سه‌شنبه

لویدیځوال ، د خپلو وضعی قوانینو سره په جګړه کې



لویدیځوال ، د خپلو وضعی قوانینو سره په جګړه کې

دا چې انسانی تفکر او ادراک تر یوه ټاکلی حد پوری   ددې  توان لری چي د ګټو او زیانونو سنجش  دې تر یوې مودې پورې وکړې خو د اوږدې مودې لپاره بیا یوازي الهی قوانین دی چي د بشر د سعادت او نیکمرغی زمه واری اخیستلای شی ، او دا موقت سنجش او پلان هم بیا کله کله د ګټې په ځای

لوی زیانونه هم رامنځ ته کړي ،د قوانینو په برخه کې هم دا ډول امکانات ډیر وي ،په لویدیځ کې د ښځې د حقوقو موضوع په فرانسه کي د انقلاب او په اروپا کي له آزادی وروسته راپورته شوه ، چې د ښځو د مدافعو ټولنو ټولې غوښتنې پرته له دي چې ګټې او تاوانونه یې وسنجول شي په پراخ اکثریت ومنل شوي او په قانون کې ورته ځای ورکول شوی ،یو له دی قوانینو څخه د میراث په برخه کې د ښځې او نارینه د حقوقو تساوی او په ملکیت کې شراکت دی ، د لویدیځ د قانونه په اساس ښځه او نارینه له نکاح وروسته دواړه د نارینه په کور کي چي د هغه ملکیت دی سره شریکان دي کله چي ښځه او نارینه یو بل ته طلاق ورکوی نو ښځه د نارینه په کور کې نیمایی شریکه ده ، چې په ښکاره خو دا ډول شراکت د ښځې لپاره په اقتصادي برخه کي ډیر ګټور دی ، خو د ملکیت په هکله او د نکاح په راتلونکي خپلې ناوړه اغیزي لری ، لومړی دا چې کور نارینه جوړ کړی ، هغه یې مالک دی ، نو ښځه په تیاره سره د بل په ملکیت کې پرته له میراثی قوانینو ملکیت پیدا کوی ، نو د ښځې لپاره ښه چانس دی، ځکه هسي هم په لویدیځ کې ښځې اونارینه ډیر وخت نه راسره تیروي او له څو کلونو وروسته یو بل ته طلاق ورکوی

، نو دا چي اقتصادی موضوع په لویدیځ کې تر بلي هري موضوع ډیره مهمه ده ، نو ښځې کولای شي په څو کلونو کې د څو ازدواجونو او طلاقونو په کارولو د ښې اقتصادي لاسته راوړني جوګه شي ،همدا شان کولای شي په څو کلونو کې ښې ګټې او لاسته راوړنې ولری ، خو بل لوری ته نارینه ته ازدواج او نکاح کول یوه لویه اقتصادی ضربه ده ،ځکه په هر ځل نکاح سره به خپل نیم کور له لاسه ورکوي ، نو په دې سره به نارینه کمزوری او ښځې پیاوړي شی ..
اوس په لویدیځ کې همدا لویه ستونزه ده ، ښځه حیرانه ده چي څنګه یو نارینه ومومي چې واده ورسره وکړی ، د نارینه موندل ورته نا ممکن کار ګرځیدلی ، نارینه له دی ویری چې که واده وکړم نو ښځه به مي طلاق واخلی او بیا به نیم کور را څخه وګرځوی ، نو له ویرې د واده کولو څخه ډډه کوي ...هسی خو هم هلته طلاق د ښځې او نارینه دواړو حق ګڼل کیږي ...
نو له دی کبله نارینه او ښځې مجبور شوي چې د خپلو جنسې غریزو د پوره کولو لپاره د واده کولو په ځای نوري لاری ولټوی ، چي له دي لارو څخه یو هم د همجنس شخص څخه جنسی استفاده ده چي اوس ورته لویځوالو د مجبوریت له مخې جواز ورکړی ...
بله د حل لاره یې د ملګرتیا تړون دی ، (چې اوس (۶۰) په سلو کي ودونه په همدي ډول تر سره کیږي چي نارینه او ښځه یو له بل سره تړون کوي چي دواړه به واده او نکاح نه راسره کوي نکاح خو یو په بل حقوق لازموی نو د یوه تړون په اساس د ملګرتیا ګډ ژوند غوره کوي چي یو په بل د میراث او مالی ورکړي راکړي کومه زمه واري نه لری ، بلکه یوازی یو له بل څخه جنسي استفاده کوي او بس ..
په دي صورت کي ښځه بیچاره مجبوره ده خپله ډوډي په ځپله ځان ته ومومي ، او د راتلونکو اولادونو سرنوشت به یې هم محکمه معلوموي کیدای شي هغه هم د همدي بدمرغې د اوږو بار شي ..... نو په دی توګه لویديځ د ښځو د حقوقو په نوم هغه څه په ښځه منع کړل چي ددی بیچاره طبیعت او انسانیت یې غوښتنه کوي .. ښځه نور هلته نه ازدواج کولای شي نه هغه میراث اخیستلای شي کوم چي په اسلام کي ښځې ته ټاکل شوي بس یوازی د نارینه ؤ د موقتو جنسی غریزو د اشباع لپاره د یوې وسیلي په توګه کارول کیږي ...له همدې امله نن د لویدیځ ښځې تر ټولو زیاتي په یوه شي پسې لالهانده دی او تل یې په لټه کې دی ...هغه یو نارینه چي واده ورسره وکړی ...په فس بک کي ډیر ځله لویديځواله ښځه تر ټولو لومړی د همدي ورک شوي شي په لټه کې ده ..څنګه وکولای شی چي یو څوک ومومي تر څو واده ورسره وکړی ...خپل حق او خپل طبعي ژوند ومومي ...
خو لویديځوالو قانون پوهانو او سیاستوالو پري دا لاره بنده کړي ..نو مجبورې دی چي له ناروا لارو خپله غوښتنه پوره کړي
په دی کار سره نور نو د تولد او تناسل سلسله کرار کرار له خنډونو سره مخ ده ، او په ډیرو نیژدي پیړیو کې به د اروپا سپین نژاد د تل لپاره له منځه ولاړ شي او ځای به یې اسیایی او افریقایی نژادونه ډکوي چي د همدي امله مجبور دي د نورو هیوادونو وکړي ومني او هلته یې ځای په ځای کړي تر څو یې له راتلونکو نسلونو د خپلو موخو لپاره او ددوی د بقا لپاره ګټه واخلی
په تأسف سره باید ووایم چي په اوسني وخت کي د افغانستان لپاره هم ځينې قانون پوهان او قانون جوړونکې اداری هڅه کوي همدا قانون په ډیر لنډ راتلونکي کې د افغانستان په قوانینو کي په ځینو نورو عبارتونو او ټکو سره ځای په ځای کړي او په همدی کار روان دی چې دا قانون د افغانستان د قوانینو برخه جوړه کړي .