۱۳۹۶ تیر ۲۴, شنبه

د جمعې د ورځي اهمیت ، او د جمعې لمونځ


 د جمعې د ورځي اهمیت  ، او د جمعې لمونځ





جمعه یوه اسلامي کلمه او اصتلاح ده چې د جاهلیت په  مهال به دې ورځې ته د عروبه ورځ ویل کیده ، د اسلام د دین په غوړیدو ، رسول الله (ص) دا ورځ د مسلمانانو د غونډیدو او را ټولیدو ورځ وټاکله ، نو وروسته د جمعې د ورځې په نوم ونومول شوه .

ولې مسلمانانو دا ورځ د عبادت لپاره غوره کړه ؟

د اسلام تر مخه په نورو ادیانو کې هم یوه ورځ  په اونې کې د ډله ایز عبادت لپاره ټاکل شوی وه ،  یهودیانو د شنبه ورځ ځکه د عبادت لپاره ټاکلې وه چې په دې ورځ الله تعالی یهودیان د فرعون له غلامی او اسارت څخه وژغورل . عیسویانو هم د یکشنبه روځ یوه ملی او مذهبي ورځ وټاکله ، سره ددې چې حضرت عیسي (ع) هیڅکله هم دا ورځ دوی ته نه وه ټاکلي خو دوی عقیده لری چې حضرت عیسی (ع) د صلیب کیدو وروسته د یکشنبه په ورځ  له قبره پاڅید ، او آسمان ته اوچت شو ، نو یې همدا ورځ  د ځان لپاره د ډله ایز عبادت لپاره وټاکله ، چې وروسته په (۳۲۱)م کال د روم امپراتور همدا ورځ عمومي رخصتي اعلان کړه .

 خو په اسلام کې دا ورځ رسول اکرم (ص) د قرآن کریم د آیت له مخې چې په دي ورځ د جمعې لمونځ پکښې فرض شوي د مسلمانانو لپاره د عبادت ورځ او عمومي رخصتي اعلان کړه

د جمعې لمونځ لومړي ځل څه وخت اداء شو؟

د عبدالله بن عباس ، ابو مسعود انصاری  له روایتونو داسې ښکاری چي  د جمعې د لمانځه د وجوب حکم  مدینې منوری  ته د هجرت څخه لږ مخکې په مکه مکرمه کې په پیغمبر (ص) باندې نازل شو ، خو پیغمبر (ص) دا حکم هغه مهال ځکه نه شوای په ځای کولای چې په مکه مکرمه کې د ډله ایز عبادت د پرځاي کولو لپاره امکانات نه ؤ ، نه هلته جومات ؤ او نه هم مسلمانانو دا توان درلود چې د مکې د کفارو په موجودیت کې دې ډاسي ډله ایز عبادت  تر سره کړي ، نو یې مصعب بن عمیر (رض) ته چې تر نورو مسلمانانو مخکې یې هجرت کړی ؤ په لیکلي ډول لارښوونه وکړه چې دجمعې لمونځ اداء کړې ، ( سره ددې چې په مدینه کې هغه مهال  اسلامي حکومت هم نه ؤ برقرار شوي او نه ټول خلکو اسلام قبول کړی ؤ  )خو مصعب بن عمیر (رض) د (۱۲) تنو مسلمانانو سره د جمعې د ورځې لومړنی لمونځ اداء کړ ،دا روایت طبراني او دارقطنی کړیدی.

په یوه بل روایت کې چې  احمد ، ابوداؤد ، ابن ماجه ، ابن حبان او نورو له کعب ابن مالک او ابن سرین   روایت کړیدی  راغلی : د مدینې انصارو ( مخکي له دي چې رسول الله (ص) هلته هجرت وکړي) تصمیم ونیو چې یوه ورځ به د ډله ایز عبادت لپاره ټاکي ، هغوی د شنبه او یکشنبه ورځی په خلاف د جمعې ورځ وټاکله ، او لمونځ د (سعد بن زراره )  په امامت د بني بیاضه په سیمه کې اداء شو ، چې څلویښتو تنو پکښې ګډون کړی ؤ .

 ابن هشام په خپل سیرت کي  لیکې چې :د رسول الله (ص) لومړني کار چې له هجرت وروسته یې کړی هغه د جمعې د لمانځه اداء کول ؤ ، کله چې رسول الله (ص) مدینې منورې ته هجرت وکړ ، ددوشنبه په ورځ قبا نومي ځای ته چې  د مدینې څخه په نیژدې واټن کې پرته سیمه وه ، ورسید ، او هلته څلور ورځې پاته شو ، پنځمه ورځ د جمعې ورځ وه ، چې د مدینې په لور وخوځید ، په لاره د بني سالم په سیمه کې د جمعې د لمانځه وخت شو ، نو رسول الله (ص) همغلته په لاره کې لومړني د جمعې لمونځ اداء کړ  ،دې لمانځه ته رسول الله (ص) له زوال وروسته وخت وټاکه ، یعني همغه د نمازپښين د لمانځه وخت ، ځکه رسول الله (ص) مخکې هم مصعب بن عمیر (رض) ته په لیکلي ډول همدا وخت ټاکلی ؤ او داسې یې ورته لیکلي ؤ : (فاذا مال النهار من شطره عند زوال من یوم الجمعه فتقربوا الی الله تعالی برکعتین ..) رواه دارقطنی.

او له رسول الله (ص) دا روایت هم شوی چي په دي ورځ هغه (ص)د نمازپښین د لمانځه په ځای  دوه رکعته د جمعې  لمونځ اداء کړ ، حضرت عمر (رض) فرمایی: د مسافر دوه رکعته لمونځ دی ، دسهار هم دوه رکعته لمونځ دی ، د جمعې هم دوه رکعته لمونځ دی دا پوره او قصر ندی ، دا ستاسو د پیغمبر (ص) خبره ده ، او د جمعې لمونځ د خطبي د موجودیت په اساس دوه رکعته شویدی ،(احکام القراڼ للجصاص) .

د جمعې د ورځې فضیلت

 الله تعالی  د جمعې په ورځ په مسلمانانو د جمعې لمونځ فرض کړیدی ، او په دې هکله د جمعې په سورت کې آیاتونه نازل شویدي ، الله تعالی فرمایی: کله مو چې د جمعې په ورځ د جمعې د لمانځه آذان واوریده ، نو په تیزی سره د جمعې لمانځه ته ځانونه را ورسوئ ، همدا ډول یې د جمعې د لمانځه په مهال نور کارونه  لکه خرڅلاو ، او پلورل ، هم حرام کړیدي ، چې دا کار د لمانځه اهمیت او وجوب ثابتوي  ، همدا ډول د نمازپښين لمونځ د جمعې د لمانځه په واسطه سره ساقط شویدي ، چې دا یې د وجوب دوهم دلیل کیدای شي ، ځکه یو واجب هغه مهال ساقطیږي چي تر هغه بل مهم واجب یې ځای ونیسي .

رسول الله (ص) په ډیرو احادیثو کې د جمعې د ورځې په لمانځه ټینګار کړیدی ، او هغه یې په ښکاره واجب او فرض اعلان کړیدی.

حضرت عبدالله ابن مسعود (رض) روایت کوي چې رسول الله (ص) وفرمایل: زړه مي راته وایی یو څوک د لمانځه لپاره امام وټاکم او ولاړ شم د هغو کسانو کورونو ته اور واچوم ، چې  جمعې لمانځه ته نه راځي ، دا حدیث احمد او بخاری روایت کړیدی ، حضرت ابوهریره ، عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمر ، وایی : موږ په داسې حال کې دا حدیث له رسول الله (ص) واوریده چې هغه په ممبر د خطبی په حال کې ؤ او دا یې هم وفرمایل: خلک باید د جمعې د لمانځه له ترک کولو لاس په سر شي ، که دا کار ونه کړي ، نو الله تعالی به یې په زړونو مهر ولګوي او هغوی به غافل شي . دا حدیث احمد ، مسلم  او نسایی را روایت کړیدی .

 ابی جعد ضمری ، جابر بن عبدالله و عبدالله بن ابی اوفی د رسول الله (ص ) څخه داسي احادیث را روایت کړیدي ، چې د هغو څخه داسې څرګندیږي چي څوک پرته له عذره اوپرته له اړتیا یوازي د سهل انګاری او غفلت له امله د جمعې دری لمونځونه پرله پسې ترک کړي ، الله تعالی به د هغه سړي په زړه ، مهر ولګوي ، په یوه روایت کې خو دا هم راغلی ، چې الله تعالی به د هغه سړي ، زړه د منافق په زړه بدل کړي ، دا روایتونه احمد  ، نسایی ، ترمذي ، ابن ماجه ، دارمي ، حاکم  ، ابن حبان ، بزاز او طبراني ، دا روایتونه کړیدي .

((مَنْ تَرَكَ ثَلاثَ جُمَعٍ تَهَاوُنًا بِهَا طَبَعَ اللَّهُ عَلَى قَلْبِهِ ))

[الترمذي أَبِي الْجَعْدِ الضَّمْرِيِّ]

د حضرت عبدالله بن جابر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) فرمایلی دي : د جمعې (لمونځ)  له نن څخه د قیامت تر ورځې پرتاسې واجب دی ، چا چې په کمه سترګه ورته وکتل ، یا یې  د هغه قدر ونه کړ ، او هغه یې ترک کړ ، خدای تعالی به یې حالت جوړ نه کړي ، او نه به ورته برکت ورکړي ، ښه واورئ! د هغه سړي لمونځ صحې ندی ، که چا توبه وایسته بیا الله تعالی بښونکی دی ، دا روایت ابن ماجه او بزاز کړیدی ، همدې ته په معنی کې نیژدي بل روایت طبرانی په اوسط کې  له ابن عمر (رض) روایت کړیدی .

همد شان : عبدالله بن عمرو بن العاص  (رض)  روایت کوی چې پیغمبر (ص) فرمایلي دي : هر څوک چې آذان واوري ، د جمعې لمونځ پرې واجب دی  روایت یې ( ابوداؤد + دارالقطنی) کړیدی.

جابر بن عبدالله او ابو سعید الخدری (رض) روایت کوي چې پیغمبر (ص) فرمایلی دی  : رسول الله (ص) په خطبه کې و فرمایل : پوه شئ چې الله تعالی جمعه ( د جمعې لمونځ) پرتاسو واجب کړیدی ، (بیهقي)


د جمعې لمونځ په چا فرض دی؟

 رسول الله (ص) یوازي ښځې ، ماشومان ، غلامان ، مسافر او ناروغان تری معاف کړیدي ، حضرت صفیه (رض) فرمایی : چې رسول الله (ص) وفرمایل: د جمعې لمانځه ته ورتلل په هر بالغ واجب دی ( نسایی)

((عَنْ طَارِقِ بْنِ شِهَابٍ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: الْجُمُعَةُ حَقٌّ وَاجِبٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ فِي جَمَاعَةٍ إِلاأَرْبَعَةً عَبْدٌ مَمْلُوكٌ أَوِ امْرَأَةٌ أَوْ صَبِيٌّ أَوْ مَرِيضٌ))

[ أبو داود عَنْ طَارِقِ بْنِ شِهَابٍ

د طارق بن شهاب څخه روایت دی چې رسول الله (ص) وفرمایل : په هر مسلمان واجب دی چې د جمعې لمونځ په جماعت سره اداء کړې  یوازې غلامان ، ښځې ، ماشومان ، ناروغان ، تری معاف دی ، دا روایت ابوداؤد او حاکم کړیدی.

عبدالله بن جابر له رسول الله (ص) روایت کړی او فرمایی : څوک چې په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان لری ، د جمعې لمونځ پرې فرض دی ، مګر ښځه ، مسافر . غلامان ، او ناروغ تري معاف دي ،  

دا روایت دار قطنی او بیهقی کړیدی.

د همدې پاسنیو روایتونو په اساس ټول اسلامي امت د جمعې د لمانځه په وجوب سره اجماع کړیده او ټول پري اتفاق لری .

په خطبه کې د سلطان د نوم اخیستل او ذکرکول لازم دی؟

په قرآنکریم کې چې  د جمعې د لمانځه په هکله کوم آیت راغلی په هغه کې د (ذکر الله ) کلمه ذکر شوي ، الله تعالی مسلمانانو ته لارښوونه کوي چې د الله تعالی ذکر ته ورودانګئ ، نو د همدي کلمې له مخي مفسرین استدلال کوي چې د ذکر څخه مراد خطبه ده ، یا خطبه او لمونځ دواړه دي ،نو د ذکر الله کلمه چې خطبې ته ځانګړې شوي ددې څخه ښکاري چې په خطبه کې باید هغه مطالب ذکر شي چې د الله تعالی ذکر او یادولو سره مناسبت ولری ، لکه د الله تعالی ستایل ، د هغه په پیغمبرانو درود ویل ، د الله تعالی او د پیغمبر (ص) د احکامو تعلیم ، د شریعت د تطبیق توصیه ، د پرهیزګارانو ستایل او داسې نور ، په همدې اړوند ، زمخشري په کشاف نومي کتاب کې لیکلي : د ظالمو حکامو ستایل ، یا په خطبه کې د هغو د نوم  یادول ، یا هغوي ته دعا کول ، د جمعې د لمانځه په خطبه کې د (ذکر الله ) سره هیڅ تړاو نه لری  بلکه دا به د شیطان ذکر وي .

د لمانځه وخت

زموږ د حنفی مذهب علماء په دې اند دي چي د جمعې د لمانځه وخت هماغه د نمازپښین  د لمانځه وخت دی ، هر آذان چې د جمعې د لمانځه لپاره کیږي د هغه آذان  د اوریدو سره سم ، باید خلک خرڅول او اخیستل ترک کړي ، خو که چا بیع او شراء تر سره کړه ، نو معامله یې فسخ او باطله نده  یوازي ګنهګار دی .په حدیث شریف کي راځی:

 ((كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُصَلِّي الْجُمُعَةَ إِذَا مَالَتِ الشَّمْسُ))

[ البخاري عن أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ]


د جمعې لمونځ باید چیرته اداء شي؟

ټول علماء په دي اتفاق لری چې د جمعې لمونځ باید د ښار په جامع جومات کې اداء شي ، د ښار معتبر تعریف چې زیاترو علماؤ ورته ترجیح ورکړی دادی چي : هلته باید دومره کسان موجود وي چي که د هغه ځای په لوی جامع جومات کې سره راټول شي په دي جومات کې ځای نشي ، بل شرط یې د حکومت موجودیت دی ، ځکه که حکومت موجود نه وي نو د امامت به سر به د خلکو تر منځ نزاع او اختلاف را پیدا شي ، ددې شرطونو د اثبات لپاره هغه حدیث دلیل نیسي چې  فرمایی : (جمعه ، تشریق ، او د لوی اختر لمونځ نشته مګر په مصر جامع کې )چې دا حدیث موقوفا ابن ابی شيبه له حضرت علی (رض) څخه روایت کړيدی  ، همدا ډول کمال ابن الهمام هم وایی چې دا حدیث تر حضرت امام علی (رض) پوري موقوف دی ، لکه چې فتح القدیر ، الاختیار او هدایی هم همدا خبره کړیده .

 ولقولـه عليه الصلاة والسلام: (( لا جمعة ولا تشريق ولا صلاة فطر ولا أضحى إلا في مصر جامع أو مدينة عظيمة ))    [رواه ابن أبي شيبة عن علي]

که څوک د ښار د باندې ژوند کوي د جمعې لمونځ یوازي هغه مهال پري واجب دی چې د جمعې د لمانځه آذان واوري ، یا دا چې حد  اکثر (۶ ) میله له ښاره وتلی وي .یعنې تر (۶) میله پوري لیرې اوسیدونکي خلک هم د جمعې لمانځه ته راتللی شي  ، (میل بیا د الفقه الاسلامی و ادلته  د لیکنې په اساس (۵۵۰۰) متره دی نو په دي اساس هغه کسان چې په (۶)میله مربع ساحه کې اوسیږي باید د لمانځه لپاره ځانونه جومات ته وروسوي ، او د همدې حکم په اساس د شپږ میله ساحي کسان که په یوه لوی جومات کې راټول شي او هلته ځای نشي نو هغه سیمه ښار بلل کیږي ...

 د امام ابو حنیفه (رح) په مذهب ، د  لمانځه د صحت لپاره لازم دي چې له امام پرته دری تنه نور هم په لمانځه کې ګډون ولری ، او د امام ابو یوسف (رح ) په مذهب ، پرته له امام څخه په یوه تن باندې هم د جمعې لمونځ صحت مومي ، څوک چې عذر لری د جمعې لمونځ پرې واجب ندی ، خو معذورو کسانو ته د نمازپښین لمونځ په جماعت اداء کول یې مکروه ګڼلي دي ، او د لمانځه د صحت لپاره د خطبې موجودیت حتمي دی[1]

نن ورځ مسلمانو علماء د نړي په ګوټ ګوټ کې د جمعې د لمانځه د اداء کولو لپاره مسلمانانو ته اجازه ورکړې چې کولای شي په هر هیواد کې چې د حکومت نظام او عقیده یې هر ډول وي په خپلو کې د جمعې لمونځ اداء کړي .دا کار ددی لامل شوی چې په هغو هیوادونو کې چې مسلمانان پکښې اقلیت دی  ، مسلمانان خپلو اسلامي شعایرو ته متوجه وي او تري هیر نشي له بل پلوه دا لمونځ د مسلمانانو د معرفت ، پیژندنی ، او محبت یوه مهمه وسیله ده ، هر ځای کې چې مسلمان ژوند کوي نو که په نورو ورځو کي مسلمانانو سره ژوند نه کوي اقلا د جمعې په ورځ ټول سره یو ځای کیږي او په دي ورځ د خطبي په واسطه د اسلام احکام او لارښووني اوري ..




[1] - پاسنی ټول بحث د الفقه الاسلامی و ادلته ، الفقه علی المذاهب الاربعه ، تفسیر تفهیم القراڼ ، الاختیار لتعلیل المختار ، له کتابونو را نقل شویدی.

۱۳۹۶ تیر ۱۰, شنبه

سلام اچول د اسلام د دین مهمه ځانګړتیا ده


 سلام اچول د اسلام د دین مهمه ځانګړتیا ده

لیکنه : محمدشفیق صادق
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ((والذي نفسي بيده، لا تدخلون الجنة حتى تؤمنوا، ولا تؤمنوا حتى تحابوا، أوَلَا أدلكم على شيء إذا فعلتموه تحاببتم؟ أفشوا السلام بينكم))؛ رواه مسلم[1].ا


ابو هریره (رض) فرمایی: چې رسول الله (ص) وفرمایل:زما د قسم په هغه ذات وي چي زما نفس د هغه په واک کی دی ، تر هغه به جنت ته داخل نه شئ تر څو مؤمنان نه شئ  او تر هغه به مؤمنان نه یاست تر څو مو په ځپلو کې مینه محبت نه وی تر سره کړی ، او آیا هغه کار دروښیم چي په کړلو به یې په خپلو کې مو مینه زیاته شي؟ تر منځ مو سلام خپور کړي (سلام اچول په منځ کي مو خپورکړی)

ددی حدیث شریف لاسته راړنی :

لومړی فایده : الله تعالی او پیغمبر (ص) یې موږته د ستړی مشي او پیژندې داسې مبارکه کلمه راښودلې چې موږ مسلمانان تر له نورو امتونو بیلوی ، او د ځمکي په هره برخه کي مسلمان یو بل سره پرې پیژني ، دا کلمه نه یوازی د معرفت او مینې لامل ګرځي ، بلکه  فاعل ته یی اجر او ثواب هم په نظر کي نیول شویدی ، او دا (سلام اچول ) یې د یوه مسلمان په بل مسلمان حق ګرځولی ، نو دا عمل نه یوازی یوا آدب دی بلکه یو داسی کار دی چي مسلمان الله تعالی ته پري نیژدی کیږي . ځکه دا د الله تعالی او د هغه د رسول (ص) د امر منل دی ، او دا کلمی په دي ډول دی: (السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ) نو مسلمان ته نه ښایی چې دا کلمه په داسې کلمو بدله کړي چي د سلام اسلامی کلمي معنی نه ورکوي ..لکه هلووو، مرحبا ، شه یی؟ په خیر  . الله د راوله ، اورې؟ او داسی نور .. نو عایشه (رض) له رسول الله (ص) څخه روایت کوی او فرمایی : ( څومره چي یهودیان ستاسو سره د سلام  او آمین  ،په برخه کي حسد او کینه لری په بل څه یې دومره نه کوی  ..)


دوهمه فایده : د سلام پوره کلمات دادی: ( السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ) او تر ټولو لږ یې دادي : (السلام علیکم)او هره کلمه  په لسو نیکیو حسابیږي ، چې دا ټولې دری کلمي دي ، نو څوک چي پوره دری واړه ووایی( دیرش نیکي تری جوړیږي ، له حضرت عمران ین حصین رضی الله عنه څخه روایت دی چي یو سړی رسول الله ۰ص) ته راغی ، نو یې وویل: اسلام علیکم .خلکو ورته همدا ډول ځواب ورکړ، بیا هغه کښیناست ، رسول الله (ص) وفرمایل: (لس) بیا بل سړی جومات ته راغی ، هغه وویل: اسلام علیکم ورحمة الله ، هغه ته هم خلکو ځواب ورکړ ، نو سړی کښیناست ، رسول الله (ص) وفرمایل ( شل) ، بیا بل سړی جومات ته راغی ، هغه داسی سلام واچاوه : السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته ، خلکو هم ورته ځواب ورکړ ، او کښیناست ، نو رسول الله (ص) وفرمایل: ( دیرش) ..رواه ابو داؤد

دریمه فایده : سنت طریقه داده چي په خلکو کي سلام اچونه خپره شي ، تر دي چې دا کلمه د مسلمانانو تر منځ یو عادت جوړ او یوه نښه وي چې هر ځای کې پري مسلمان بل مسلمان پیژنی ، له عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنه څخه روایت دی چي یوه سړی له رسول الله (ص) څخه پوښتنه وکړه ، په اسلام کي کوم کار ډیر خیر او بهتر دی؟ ( رسول الله (ص) ورته وفرمایل: ( هرچاته طعام ورکوه ، که دي څوک پیژندل او که نه نو سلام پري اچوه ، ) متفق علیه ، همدا ډول عمار بن یاسر (رض) فرمایی: ( دی شیان دی چي چا په ځان کي راټول کړل هغه خپل ایمان راټول ( جمع ) کړ :له ځان څخه انصاف پیل کول ، په ټوله نړی کي سلام خپرول ، او نفقه ورکول له خپل توان څخه )

۱۳۹۶ خرداد ۲۱, یکشنبه

د قطراوسنئ لانجه ، په ایران برید او د کعبی جګړې ته تیارئ


د قطراوسنئ لانجه ، په ایران برید  او د کعبی جګړې ته تیارئ

إبراهيم قراغوللیکنه :إبراهيم قراګول







 په  منځني ختیځ کې  دا کار  ډير اسانه دي چي په یوه شپه کې ټول معیارونه  بدل او ټلوالي بدلون وموني ....دلته ملګرتیا او دښمني تل پاته نده ، او نه هم خیانت او دوکه پکښې پولې لری ، له همدي امله ،  یوازی یو دریم  ثابت او تل پاته شئ چې هغه د غلامی او لارښوونو تنظیم دی ، د منځنی ختیځ اداره په  اسانی  سره پرې چلیږي ، او په آسانی پکښې کورني ټلوالې او جبهي جوړیږي ، کیدای شي  دا جبهې او ګروپونه د ګاونډیانو څخه وي او یا هم  وطنوال .. دا هم ممکنه ده چي دا ډلې د اسلام سره د جګړې لپاره د (اسلام لپاره د جګړې ) په نوم را ټولي کړل شي ، او دا هم پکښې ډیره آسانه ده چي د اقتصادي ودې  ، تیلو او ګازو په مقابل کې یې سیاسي واکمني تري تر لاسه کړې  او یا یې د  اقتصادي استبداد په لومه وتړي  نو هلته  ددوی د شرف ، کرامت  او مصادرو سلب کول  یې هم ډیر آسانه دي.

یوازینی ثابت شی هلته اشغال او ذلت دی

د ننی نړی د جغرافیی دا ټوټه د امریکا او بریطانیا په محور را څرخي ، او پریکړې یې  له هغه ځایه صادریږی ، همدوی د لارښونو او اوامرو څښتنان دی ، او همدوی ددی سیمي په منځ کي  صلاحیتونه او مسؤلیتونه ویشي ،ددې سیمي ټول واکمن  د همدوی له لوری ټاکل شوی اوپرې  راڅرخي ، دا هیوادونه خو په ښکاره خپلواک ښکاري خو  په پټه  تراشغال لاندې  دي ، نو ددوی ټوټې کیدل ، او ویش ، او کورنی جګړي پکښې ایجادول هم ډیر آسانه دي .

لاکن  هغه یثابت شي چي هیڅ تغیر پکښې نه کوی ، هغه ددوی په منځ کي  د ویشنی آسانتیا ده ، ددې سیمي ټول هیوادونه له عراق ، سوریی ، لیبیا ، څخه را نیولي تر یمن پورې ..په هغې دسیسې کي را ګیر دي چي د ساړه جنګ له پاته رسیدو  وروسته تر نن پورې پکښې روانه ده ، دلته د ډیرو هیوادونو استقرار له منځه تللی ، ځینی یې ښه په ښکاره مستعمره شوي  ، په ځینو کې کورنئ جګړي روانې دي  ، تروریستي ډلې تري را چاپیره دي ، تر دي چې  په دي سیمه کې یې ژوند کول هم ګران کړي..

د قطر لانجه  یوازی د ایران او سعودی د جګړې لپاره یوه خبرتیا ده

دلته بیا ځینې نور هیوادونه هم  لکه ترکیه ، ایران ، عربستان سعودی  پاکستان ،ااندونیزیا او شمالی افریقا  تر هدف لاندې  دي ،  دا هیوادونه  که د امریکا ملګری دي او که یې دښمنان ، ددي هیوادونو د اشغال لپاره  بیل او ځانګړی پلانونه جوړوی  ، دا هیوادونه باید د سوریی او عراق غوندې سره وپاشل شي او  په وړو وړو سیمو او برخو  وویشل شي .

د سوریی د ستونزې د حل  ترمخه  یې د قطر لانجه را ولاړه کړه ، او دا د امریکا د جمهور ريس ترامب د (ایران ، سعودی) د جکړي  د پیل لپاره لومړی قدم دی ،داسې ښکاری چي لارښوونې او اوامر په همدې موخه د سیمي څخه د  ترامب په لومړی سفر کې صادر شوي تر دې چې د (عربود خائن ) لقب په یوه لحظه کې تیار شو ، او سمدلاسه پری هوایی ، ځمکني او بحری لاري وتړل شوې ، داسې لکه چي د اشغال لپاره  پلان لا د مخه تیار وي.

په تهران برید یوازی یو استخباراتی یرغل ؤ

د همدی پیچلو پیښو په منځ کي د داعش ډلي په ناڅاپي ډول په تهران برید وکړ چي په دې برید کې یې ددوی مهم مرکزونه  په نښه کړل چې یو هم د ایران د شوری مجلس ، او بل د خمیني  مقبره او زیارت ؤ،  داعش  په ناڅاپه ډول دا کار وکړ ، د لومړي ځل  لپاره  یې ددې آوازو په منځ کي برید وکړ چي ګواکي داعش له ایران او اسرائیلو سره کار نه لری او ټول جنایتونه یې  که په ښکاره د ایران  يه خلاف دی خو په اصل کي اهل سنتو ته متوجه دی .نوښکاره خبره ده ،  چي دا برید  یوازی یو استخباراتی یرغل ؤ چي موخه یې د قطر د لانجي د راولاړیدو سره سم د ایرانی لوری تحریکول ؤ تر څو ایران هم په خپل وار سره د عربی هیوادونو په خلاف تحریک او د جګړې پولې ته را وړاندې کړي ..

د داعش له دي برید څخه له ورایه ښکاری چي داعش ډله د کومو هیوادونو په واک کې ده ، او څه ډول دا هیوادونه د تروریستي ډلو څخه د خپلو استخباراتي  موخو  لپاره کار اخلی .

د راتلونکې لویي جګړې لپاره به لسګونه داسې نوړې ډلي را منځ ته شي ..

موږ ددی کار سره آشنا یو ، په دي ښه پوهیږو چي امریکا څه دول  د ترکيی د وهلو لپاره د ګولن  او (پی کي کی ) له ډلو کار اخلی ، او په دي مو هم سرخلاص دی چي څه ډول په سوریه کي د (پی کي کي) په واسطه د ترکې  لپاره نقشي جوړوي

او په دي هم تعجب مه کوئ چي لسګونه نوري ډلي به د ایران او عربو د جګړي لپاره رامنځ ته شي لکه نن په سوریه کې ..

د قطر لانجه او په تهران برید ټول د همدی یوه مصدر کار او د راتلونکي نقشي او پلان یوه برخه ده چي لویه موخه یې  شیعه ایران او عربی سني نړی یو د بل په وړاندي یوې جګړې ته هڅول او چمتو کول دي ، تر څو دا ټول هیوادونه داسي نقطې ته ورسیږي چي ټولې خواوي د  پخوا په شان یو ځل بیا  همدي پلانوونکو پلانونو او معیارونوته تسلیم شي  ،پخوا مو هم ، تل ددوی روا او نا روا پریکړو او  معیارونو ته تسلیم شوی یو او غاړه مو ورته ایښې..او تل مو خپل موقفونه ددو د معیارونو په اساس برابر کړي..

دا هر څه چي ګورو د یوې لويی مذهبي جګړې لپاره تیاری دی

د امریکا متحده ایالاتو د ایران په خلاف د خپل پلان د پلي کولو لومړی ګام واخیست ، په داسې شان چي د خپل اړخه یې د  سعودی په مشری د یوې ټلوالي  په جوړولو  لومړی ګزار وکړ ... داسې ښکاري چي قطر به ددې جګړې سره موافق نه ؤ  نو له همدي امله یې د خپلي دښمني په څپیړه وواهه  ، موږ د ایران په خلاف د هغه هیواد د دریځ او د غیر مشروع سیاست له امله چي د تشیع خپرول پکښې دی د تقبیح کولو او غندلو سره عادت یو ، ، خو په راتلونکي کې به  د سعودی په خلاف هم  د همداسي یوه موقف سره مخ شو.

په دا ځل ګورو چي د فشارونو زور  د ایران په ځای د سعودیپه  ټلواله ډیر دی  ،  په دي مو هم سر نه خلاصیږي چي امریکا به سعودی ته ددې کار په بدل کي د څه وعده ورکړي وي ، خو په دي باید پوه ؤ چي دا ځل به دا جګړه کاملا  او په پوره معنی  یوه محلی او  مذهبی جګړه وي چي لویدیځ یې له ډیره وخته خوبونه لیدل ، چې د سیمي هیڅ هیواد به هم تري په امان  پاته نشي ، او په دې سره به په راتلونکو پنځو پیړیو کي دا سیمه بیا سر راپورته نه کړي.

د وحشي تروریستي بریدونو پلانونه

دا جګړه به د سعودي د ټلوالي  له لوری د قطر په ښکیل او اشغال سره پیل شي . له دي نفتي انقلاب به هیڅوک هم بچ پاته نشي ، د قطر له پیښې وروسته د  بل خلیجي هیواد  وار دی  ،  کویت  به هم د ایران او عراق له اشغال څخه بچ پاته نشي  ، خو ترکيی ته ښایی چې  د دې ډول تباه کوونکي جګړې د مخنوي په موخه په سعودي او ایران فشارونه زیات کړي ، ایران او ترکیه دي په سوریه کي د نظامی سیالی لاس په سر شي  او تر کیه دي د سولي دروازه  پرانیسي

که همدا روان حالت وي نو ، ډیر زر به ډیر وحشي او لیوني تروریستي بریدونه  په ایران ، سعودي او د سیمي په نورو هیوداونو کي ووینو ،تر څو د جګړي لپاره ذهنیتونه برابر شي ، ..نو موږ باید  دداسي  دسیسو مخه ونیسو .

دا روان حالت د سعودی تباهي ده

داسي ګمان کوم  ، کوم سیاست  چي امریکا د ایران په وړاندي د سعودي په  درولو  تر لاس لاندی نیولی ، دا پرته د سعودی له تباهی بل څه ندي ، او ګمان کوم چي په دی کار کي د سعودی د تجزیی او په وړو برخو د ویشلو پلان تر لاس لاندې  دي چي تري وروسته به دا پلان ترکيی او ایران ته  هم متوجه وي.دا جګړه که د عربو  د خپل منځي جګړي ،یا خپل منځي اسلامی جګړي او یا د ایران او سعودی د جګړې په  نوم مسما کیږي یا په بل نوم ، خو دا هر څه به د لودیځ له خوا د هغه پلان  د تطبیق نتیجه وي چي موخه یې په سیمه کي د لویی جګړي رامنځ ته کول دي  چې د مکي په جګړه به تمامیږي او همدا یې اساسي موخه ده .

دا تیاری د مکې د جګړې لپاره دي:

په دي ټکي مي ډیر ټینګار کړي دی  او په هکله مي ډیري څیړني کړي ،  ټول مي تري بیرولی  ، دا مي په  خپلو څیړنو کي په ډاګه کړې چي ( اسلام به په داخل کي له منځه ځي)  یا ( جګړه به د اسلام په زړه کې وزږیږي ) او د ( اسلام  کورني جګړه ) به رامنځ ته شي ،  دا ټول د همدی موخې اساسي توکي دي .... دا مي لیکلي ؤ چي ( دوه کاله وروسته به د عربو په خلیج کې لانجه را ولاړه شي)  لکن دوه کاله لا نه ؤ پوره شوي چي ترامب راغی او سیمه یې د  دوزخ ولور ته ورټیل وهله ...

پخوا مي هم ویلي ؤ چي (ناولې سیلئ د عربو د خلیج په لور را رواني دي ، وروسته له دي چي له سوريی را وګرځي ، او د خلیج هیوادونه به مجبور وي چي د ایران له لوری د را پیښو ګواښوونو په وړاندې ودریږي ،  د ا د خلیچ جګړه به د ایران او دسعودي  د جګړې په بڼه را د بره شي )  زه په ډاګه  ویلای شم چي دا د سعودي پیل کړې  جګړه به   دومره زور اخلی چي د ایران ټانګونه به د کعبی  دروازي ټکوي ، نو هلته به بیا ترې لویه غمیزه  جوړه شي چي د نورو په پلان سره به اسلامی نړي یو د بل په وړاندي په یوه اوږده جګړه کي ښکیل شي .

نو مخکې له دي چي ټانګونه د کعبې دروازې وټکوي:

په تیرو کلونو کي مي د یوې لويی دسیسي د پلانونو په اړوند خبر داری ورکړي دی  چي دا به لویی جګړي را منځ ته کړي ، او خپله اندیښنه مې هم له ټولو سره شریکه کړي ، ټول په دي پوهیږو چي خطر ګام په ګام  په را نیژدې کیدو دی ، او په دي هم باور لرم چي د سعودي  او نورو خلیجي هیوادونو سرنوشت به د سوریی په شان وي ، په دي کي به زموږ مقدساتو ته سپکاوی هم حتمي وي ،  که چیري لازم تدابیر ونه نیول شي ، نو مخکې له دي ټانګونه د کعبی دروازی ورووهي لازمه ده چي لاس په کار شو  او لا تر اوسه هم  ډیري د خلاصون لاري لرو..

دا ټانګونه به یا د ایران وي او یا د امریکا ، هغه توغندي چي په کعبه ورلویږي یا به ایرانی وي او یا حوثی او یا امریکایی ،

په دي پوه شي کوم خلک چي نن ورخ د ایران او سعودی تر منځ د قطر د لانجې په را ولاړلو سره  د جګړې پلانونه جوړوي همغوی زما  دا ګمانونه په خپلو پلانونه او نقشو سره ریښتیا کوي..

http://www.yenisafak.com/ar/Yazarlar/Detay/2038370?

 !