۱۴۰۱ دی ۲۷, سه‌شنبه

د ديني استبداد خطر ( دوکتور یوسف القرضاوی رح)

 

ژباړه : محمدشفیق صادق

 په دی موضوع  کې لاندی ټکو بحث شوی

۱-  د دینې استبداد خطر او له هغه سره د سیاسي استبداد اړیکې  

۲- د دینې استبداد ډولونه او نښې :

عثمان،عثمان! محترم دوکتور صاحب! زیاتره خلک دسیاسي، پوځي، او امنیتي استبداد  خبرې  کوي ، آیا دیني استبداد هم شته؟      
دوکتورقرضاوي: هو! داستبداد
په ټولو ډولونو سره  بد دی، که هغه سیاسي استبداد وي ، امنیتي وي، اقتصادي وي او یا هم دیني،خو لومړی باید داستبداد په معنی خبرې وکړو :استبداد انفراد ته وایي، دا چې  ته په یوا ځې سر دچا له مشورې پرته خپلې فیصلې صادرې کړې، خو  په ځینوحالاتو کې داکار ستایل شوی هم دی، ځکه کله کله ځینې کسان دتصمیم نیولو  او پریکړې کولو  په اړه دوه زړي او متردد وي چې داسې حالت بیا  ناوړه دی …،نو دتردد په حالت کې  استبداد مناسب کار  وي. خو په اصل کې دا ناوړه عمل دی ، ځکه هغه پرته له دې چې له چا سره  سلا او مشوره وکړي  ، د نصیحت کوونکي نصیحت ته غوږ ونیسي ،  هرڅه په خپل زړه سرته رسوی. چی همدا  دتسلط او تحکم  او زورواکۍ مقصد او مطلب دی  .   هغه کسان چې دالله  تعالی په بندګانو واکمني او زورواکي غواړي ، هغوی  له ډیرو بدو  کسانو څخه دی. ځکه  داکسان نوروته په سپکه او کمه سترګه ګوری.
سیاسي  زورواکي  خلکو ته دکم عقلانو،بې اهمیته ،او
ذلیلو  په سترګه ګوري  . او دیني  زورواکي هم دهغوی په شان  فکر کوي چې دوی الله ته رسیدلي ، یوازې دوی کولای شي  دالله تعالی په نوم خبرې وکړي، یوازې هغه دآسمان په نامه خبرې کوي،  له بده مرغه  دا فکر  پردئ  فکر دی، چې له غیر اسلامي لارومسلمانانو ته راغلی ، په حقیقت کې  اسلام  دا ډول  څه نلري  هغه دیني عالم چې ددین  د عوه  کوي  لکه چې الله تعالی فرمایي ( فلو لا نفر من کل فرقة منهم طائفة  لیتفقهوا فی الدین  و لینذروا قومهم  اذا رجعوا الیهم  لعلهم یحذرون)   ( التوبه ۱۲۲ آیت  )        هغوی زیری ورکونکي او ویرونکي دي ، الله تعالی فرمایي : ( لئلا یکون للناس علی الله حجة )   (  فذکر انما انت مذکر ، لست علیهم بمصیطر )   ( وما انت علیهم بجبار )   ( فانما علیک البلاغ  و علینا الحساب )  ( لیس علیک هداهم ولکن الله یهدي من یشاء )    نو داچې د الله رسول تردې پولې مسؤلیت لري ، نو څه فکر کوﺉ  د هغو کسانو  صلاحیت  او مسؤلیت به په کوم برید کې وي چې مقام یې له انبیاؤ  ډیر ټیټ وي ؟دا ډول استبداد د ځینو ادیانو په کهنوت کې موجود ؤ ،او په ځینو بت پرسته ادیانو کې به کاهن د خلکو په زړونو واکمن ؤ ، د هغوی په ضمیر او ژوند ، تردې چې دا ډول آند  د سماوي ادیانو له ډلې عیسویت ته هم  داخل شو ،  هلته کاهن په خلکو د بښنې ټکټونه پلورل  ، ځینو ته به یې د  سوغات په ډول  ورکول ، چا ته به یې چې خوښه شوه د جنت ټکټ به یې ورکاوه ، او چا ته به یې چې خوښه شوه  له جنته به یې محروم اعلان  کړ. چې همدا مطلب الله تعالی په  سورت توبه کې د یهودو او عیسویانو په هکله دا ډول بیانويي : اتخذوا احبارهم و رهبانهم اربابا من دون الله ..)  یعنې دوی له الله پرته خپل راهبان او  دیني مشران خپل خدایان نیولي ، عدي بن حاتم(رض) د جاهلیت په مهال  نصراني ؤ ، هغه چې مسلمان شو ، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم یې دا  آیت واورید ، نو رسول الله (ص) ته یې وویل :موږ خو د هغوی عبادت نه کاوه ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :آیا هغوی تاسو ته حرام نه حلالول او تاسو هم هغه حلال نه ګڼل ؟ او حلال یې نه حرامول او تاسو هم هغه حرام نه ګڼل ؟هغه ځواب ورکړ : هو همداسې وه !رسول الله (صلی الله علیه وسلم)  ورته وویل : خو همدا د هغوی  عبادت ګڼل کیږي .
یعنې تر دې چې د الله تعالی حلال کړي څیزونه یې حرامول او  حرام څیزونه یې حلالول ، او تاسو هم منل …. نه نه !  مسلمان ته ښایي  تر هغه  به کومه خبره نه منی ترڅویې د الله تعالی له لوري  سند ثابت نه وي ، او په دې مطمئن شي چې دا حکم د الله تعالی له لوري  نازل دی ، که څوک د کوم حکم بیان کوي باید  پوښتنه ترې  وشي چې دا د الله حکم دی او که ستا خپل نظر ؟   لازمه ده چې د وحې نزول ثابت شي ،  که ته حلال او حرام له غیر الله څخه اخلې ، نو تا بیا هغه غیر الله په خدایي نیولی . اسلام د همدې هدف لپاره راغلی ترڅو انسانان د غیر الله له عبادت څخه وژغوري . رسول الله  ( صلی الله علیه وسلم) چې کله پاچاهانو ته لیکونه استول ، په تیره بیا اهل کتاب پاچاهانو ته لکه قیصر ، مقوقس ، او د عیسویانو نورو امیرانو ته ، دوی ته به یې د اسلام د منلو بلنه ورکوله ، خو په پای کې به یې دا آیت ورته ولیکه :( یا اهل الکتاب تعالوا الی کلمة سواء بیننا و بینکم الا نعبد الا الله ولا نشرک به شیئأ ولایتخذ بعضنا بعضأ اربابأ  من دون الله )   ربوبیت یواځې الله لره دی  ، اسلام راغی ترڅو خلک په پوره ډول د غیر الله له بندګ
ئ  خلاص کړي . نو دا دیني او کهنوتي استبداد اسلام ته له بهر څخه راغلی .  
عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب :کله چې د اسلام دنده او جوهر د غیر الله او د هر بل واکمن څخه د انسان آزادي  او د الله عبادت او د الله واک ته د هغه راګرځول وي  نو ولې اسلامي امت د پخوانیو امتونو غوندې د دیني استبداد په مرض اخته دی  ؟
دوکتور قرضاوي :کله چې دا امت ریښتینی اسلامي امت ؤ ، نو د خلکو  اسلام هم یو واقعي اسلام ؤ ، مسلمانان هم ریښتیني مسلمانان ؤ ، مسلمانانو خپل دین په ریښتیني ډول پیژندلی ؤ  ، لکه څنګه چې د الله تعالی امر ؤ هماغسې پرې پابند ؤ، په دوی کې داسې زړور کسان ؤ چې د هر هغه چا په وړاندې به دریدل  ،کوم چې غوښتل  یې په دین کې بدلون راولي . دوی داسې  روزل شوي ؤ چې ، توانیدل د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره  هم  په ځینو مسایلو کې مناقشه وکړي .همداسې هم ؤ. صحابه کرامو ( رضی الله عنهم) به د معصوم پیغمبر سره چې په هر کار کې به د وحې تایید ورسره وو مناقشه کوله . هغه مهال چې حضرت عمر (رض)  ابو هریره (رض) ولید چې د رسول الله پایزار یې  د نښې په توګه په لاس کې نیولی ،په خلکو کې ګرځیده او ویل یې : ای خلکو ! رسول الله (صلی الله علیه وسلم) تاسې ته ویل : څوک چې لااله الا الله ووایي جنت ته داخل شو .نو عمر(رض) هغه ونیو او پوښتنه  یې ترې وکړه ، چې چا ورته وویل، داسې  ووایه ؟ هغه ځواب ورکړ : ماته رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي ، بیا یې هغه د ځان سره رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورووست ، هغه (صلی الله علیه وسلم) ته یې وویل : یارسول الله صلی الله علیه وسلم  آیا تا ورته ویلي چې داسې ووایه : هغه (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل هو ما ورته ویلي ! نو عمر (رض) ورته وویل : یا رسول الله په دې سره به خلک په همدې یوه کلمه بسنه وکړي ، نور اطاعت او عبادت به نه کوي ، نه به څوک له بدو را ګرځوي ، نو خلک په خپل حال پریږده ترڅو ( نیک ) اعمال تر سره کړي ،نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورته وکتل  او ابو هریره (رض )ته یې وویل  : پریږده چې( نیک)  اعمال  وکړي ، ابو هریره (رض) یې له دې منع کړ چې د هغه مشوره  پوره کړي ، دا زموږ د پیغمبر په دیني امورو کې پالیسي وه ، په پوځي ،او نورو امورو کې خو پریږده ….. د بدر په غزا کې چې کله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د تم کیدو امر وکړ ، نو حباب بن منذر انصاري رضی الله عنه ورته وویل : یارسول الله صلی الله علیه وسلم : آیا داځای تاسې د وحې په اساس وټاکه او که د خپلې خوښې او تکتیک له مخې؟هغه ځواب ورکړ : نه ! د خپلې خوښی په اساس . نو هغه ورته وویل : دا ځای د جنګ لپاره مناسب ندی ، هغه فلاني ځای ته به  ورشو .. دا او هغه کار به وکړو …،د عسکري تکتیک او د ځای د بدلون په هکله یې مشوره ورکړه .نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د خپلې خوښې  څخه تیر شو او خپل ټاکل شوی ځای یې بدل کړ . دا د صحابه کرامو(رض) او پیغمبر صلی الله علیه وسلم حالت  ؤ …
ابو بکر(رض) چې کله خلیفه وټاکل شو ، او لومړۍ خطبه یې واوروله  خلکو ته یې وویل :زه ستاسې خلیفه وټاکل شوم ، خو له تاسې څخه غوره نه یم ، که مو په حقه لاره روان لیدلم ، نو زما ملاتړ وکړﺉ ،او که مو په کږه لاره لیدلم ، نو راومې ګرځوﺉ ، تر هغه چې د الله تعالی په لاره روان وم ، زما اطاعت وکړﺉ او کله چې د الله له لاری کوږ شوم ،نو زما اطاعت پر تاسې لازم ندی.
عمر (رض) به ویل : تل د نصیحت کوونکي په څیر راشئ !، د شپې او ورځې د نصیحت کوونکی په څیر راشئ! ، په هغه چا دې الله تعالی رحم وکړي کوم چې زما عیبونه راښیي! ، چاچې زه په کږه ولیدم نو ما دې راسم کړي . زموږ د امت دا حالت ؤ، امت ځواکمن ؤ ،چاپرې استبداد نه شوای کولای . نه سیاسي او نه…. کله چې امت ورو ورو ضعیف کیده  نو د پخوانیو عادات او اعمال په را ننوتو شول   
،امت ضعیف شو ،کله چې جسم د یوه ساعت لپاره هم کمزوری شي  ،نو د حملې لپاره  مساعد  ،او مکروبونه  په ورداخلیدو شي ، نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) هم په دې اړوند فرمایي : ( تا سې به خامخا  د پخوانیو ملتونو لارې لویشت په لویشت او متر په متر  تعقیبوئ ، تر دې که هغوی د  سوسمار   په غار هم ننوزي تاسې به پسې ننوزﺉ ).عمر (رض) به ویل : تل د نصیحت کوونکي په څیر راشئ !، د شپې او ورځې د نصیحت کوونکی په څیر راشئ! ، په هغه چا دې الله تعالی رحم وکړي کوم چې زما عیبونه راښیي! ، چاچې زه په کږه ولیدم نو ما دې راسم کړي
نو دادي  زموږ د امت   ځینې علماء او مشایخ په یوه ډول دیني استبداد مبتلا شول  ، د کهنوت او د مقدس ریاست ( د کلیسا  مقدس ریاست)  په استبداد ،  هغه تګلاره چې غواړي خلک  په خپله لاره روان کړي ، او داچې خلک باید دا اجازه ونه لري تر څو په خپله فکر وکړي  ، دوی باید ړوند تقلید وکړي ، که دا تقلید په فقهي برخه کې وي او که په سلوکي او … لکه چې ډیر د تصوف شیخان په دې کار مشهور شوي . دا هغه عمل دی چې ریښتینی اسلام یې نه مني
 .

د دینې استبداد ډولونه او نښې :
عثمان عثمان :محترم دوکتور صاحب ! تاسې څرګنده کړه چې  د استبداد د نښو څخه یو هم  خلکو ته په سپکه سترګه کتل او هغو کم ګڼل دي ، داسې کسان شته چې نورو ته په سپکه سترګه ګوري ، د هغوی رایې ته اهمیت نه ورکوي ، داکسان فکر کوي چې  هره خبره یې سمه او د خطا احتمال پکې نشته، د بل چا رایه بیا داسی خطا ګڼې چې د رښتیا هیڅ احتمال پکې نه ویني ، ځینې کسان  د نورو د رایې په خلاف په فکري او عقیدوي ویره اچونه  اخته دي ، نو آیا ته فکر کوې چې د خلاف علم له دیني فضاغایب شوی ؟
دوکتورقرضاو
ي:
دا مسئله لکه چې تاسې اشاره ورته وکړه د ( تاله) په معنی ده یعنې،ددې حالت ځانګړتیا داده لکه  خدای
تعالی چې په خپل کار نه پوښتل کیږي  ، او نه څوک ترې د پوښتنې حق لري  ، دوی هم غواړي، چې ددوی څخه باید څوک د پوښتنې حق ونه لري، نه به څوک پرې اعتراض کوي او نه به څوک مناقشه ورسره کوي ، اوڅوک باید د نهْ!  خبره هم ورته ونه کړي ،  ددې ورآخوا ، د سیاسي استبداد په ډګر کې ،اولسونو ته د عوامو ، ناپوهو او…خطاب کوي ، دا خلک هم ګمان کوي  چې یواځې همدوی  پوه او ترټولو اوچت دي ، نور ټول جاهلان او ناپوهان دي ، دخلکو سره د رمې په شان معامله کوي ،دا ډول استبداد  اسلام په کلکه رد کړی .رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایي ( یوه سړي ته همدومره شر کافي دی چې خپل مسلمان ورور ته په سپکه سترګه وګوري )  په اسلام کې ټول خلک مساوي حقوق لري  او اسلام  هر یوه ته مقام او قیمت ټاکي ، حضرت عبد الله بن عباس (رض)  فرمایي  :هغه څه چې مسلمانان نیک او ښه وګڼي هغه د الله تعالی په وړاندې هم نیک دي ، او هغه چې مسلمانان یې بد وګڼي هغه د الله تعالی په وړاندې هم بد دي )  همدا شان الله تعالی فرمایي :( و قل اعملوا فسیری الله عملکم ورسوله والمؤمنون )التوبه ۱۰۵ ( ای پیغمبره دې خلکو ته ووایه چې عمل وکړﺉ ! ستاسې عمل به الله تعالی ، دهغه رسول او مؤمنان ویني) . نو الله تعالی د مؤمنانو لیدنې او نظر ته هم ارزښت او اهمیت ورکړی . الله تعالی بل ځای فرمایي( کبر مقتا عند الله وعند الذین آمنوا ) غافر ۳۵ .یعنې : ( لویه بدي ده د الله په  وړاندې او د مومنانو په وړاندې )، نو د مومنانو بدي او کینه هم ارزښت لري او د هغوی مینه ، د هغوی بدي ، د څیزونو په هکله د هغوی تصور ، ددې معنی داده چې ټولنې او پرګنې د الله تعالی په وړاندې ارزښت لري .
عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب!آیا ته فکر کوې چې  د مباحاتو د منطق له منځه وړل یو ډول استبداد دی ، همداشان په ورځني ژوند کې د ځینو شیخانو
 واکمني؟
دوکتور قرضاوي :شک نشته چې  دیني استبداد د تربیوی او عملي  اغیزو  په شان اغیزې لري، لکه د مرید د شخصیت په لغوه کیدو کې  تربیوي آثار ، همداشان  په  زده کوونکي کې ، په طالب  العلم کې ، تر دې چې په ځینې صوفي ډلو کې مشهوره ده ( چاچې خپل شیخ ته د ولې؟ خبره وکړه  هغه به بریالیتوب ونه ویني) ، او یا داچې:  (چاچې نیوکه وکړه هغه وشړل شو)
. (مرید به د پیر په وړاندې   داسې وي لکه  مړی د مینځونکي په لاس کې ، یعنې نه به اراده لري ، نه به فکر لري او نه به شخصیت) ؟، دا رښتینې روزنه نه ده ، ریښتینې روزنه داده چې خپل شاګرد داسې وروزې ترڅو په خپله د فکر کولو توان پیدا کړي ، د هغه د فکر کولو ملکه او قوه مه ورشنډوه ، د هغه   سره د یوه ناقص الاهلیت  انسان په شان چلند مه کوه  ، نه نه ! دا کار روا ندی . ځینو پخوانیو سلفو به کوچني  ماشومان هڅول ترڅو خبرې او پوښتنې وکړي .یو هلک عمر بن عبدالعزیز(رض) ته د پوښتنې لپاره ورغی ،هغه ته یې وویل :ولې چپ یې ؟ ووایه ! خبرې وکړه ،هغه ډیرې ښې خبرې وکړې....
هغوی به ماشومان هڅول تر څو د شخصیت څښتن شي ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم)به چې کله  په لاره تیریده او هلته به ماشومان ؤ، نو هغوی ته به یې سلام  واچوه او
هغوی به یې وهڅول . عمر بن الخطاب (رض) په لاره تیریده، ټول ماشومان وتښتیدل ، یواځې یو ماشوم پاتې شو ،کله چې ورته راورسید هغه ته یې  و ویل :- ته ولې ونه تښتیدې ؟ هغه ځواب ورکړ : ای امیر المؤمنینه ! لاره تنګه نه وه چې تاته مې پراخه کړې وای او نه مې کومه ګناه کړې ده چې درڅخه وتښتم !  دا ؤ د روزنې نتایج، دا ؤ دعملي سلوکو آثار . کله چې موږ د حرامو دایره لویه کړو د مباحاتو دایره به وړه شي . د حرامو دایره د څه په آساس لوییږي ؟ د تشدد له امله ، خلک  د همدې تشدد له امله  داسې حالت ته رسیږي چې بیا د بل چا خبره نه اوري ، د بیلګې په توګه ،په هغه ځای کې چې د صوفیانو ډله غالبه وي . هلته سلفیانو ته مجال نه ورکوي . په کوم ځای کې  چې سلفیان پیاوړي وي هلته صوفیانو ته موقع نه وي ، په هغه ځای کې چې اشعریین پیاوړي وي هلته د سلفیانو ډلې ته مجال نه وي . همدا شان کله چې سلفیان وي هلته اشعریان نشته . دا هم د استبداد یو ډول دی ، د سیاسي استبداد په شان . دا حالت دداسې امت سره نه ښایي چې د هغوی  مرجع ، قانون او لارښوونه  یې کتاب الله وي .دالله تعالی کتاب خلکو ته د فکر کولو جرئت  ورکوي ،  ډیر  آیتونه د عقل په کارولو امر کوي ،  د عقل معطلول لوی جرم دی ، …..  حرام دي چې څوک چاته شمع ورکړي تر څو يې مړه کړي او بیا په تیاره کې په ړانده پسې روان وي .
عثمان عثمان :- محترم دوکتور صاحب :- موږ ځینې دیني حرکتونه ګورو چې
مسلمانان د یوه خاص مذهب په پیروي او د نورو په پریښودلو مجبوروي ،  په دې وروستیو کې مو  په ځینو جرایدو کې ولوستل ،ځینو مذهبي کسانو ،او یا یوه تن ، ځینې نجونې د نقاب (مخ پټوونکی) په لرې کولو مجبورې کړې وې ، آیا داسې کړنې هم تاسې دیني استبداد ګڼئ؟
دوکتور قرضاوي :-لومړی خو زه نقاب(مخ پټول)  فرض نه ګڼم ، خو دا وایم چې  نقاب  د مسلمانې ښځې حق دی .  په دې هکله ځینې علماء وایي چې نقاب اچول واجب دي .ځینې علماء يې مستحب ګڼي ، ځینې علماء يې داوسني عصر له امله چې فتنې او فسادونه ډیر شوي واجب ګڼي ، ځینې وایي چې نقاب اصلاً په دین کې کوم  اصل نه لري . خو دا خبره  صحیح نه ده ځکه لومړی خو د حنبلي مذهب او شافعي مذهب ځینې کسان نظر ورکوي چې ښځه باید خپل مخ پټ کړي ، خصوصاً کله چې کومه ښځه فتنه اچوونکې(جذابه ) وي . دوهم دا چې د هند، پاکستان، بنګله دیش، افغانستان ، سعودي او داسې نورو مملکتونو علماء خو په غلطه نه دي روان او نه يې دا خبره د اسلام  نه پرته له بل ځای نه  راوړې . خو زما په  نظر راجح قول دادی چې دا ټول دلایل څرګندوي چې د مخ پټول واجب ندي ، خو که کومې ښځې اراده وکړه چې خپل مخ پټ کړي  هغه د مخ لوڅولو ته څوک نشي مجبورولای ، او ولې خپل نظر پرې تپي ؟ دا روا نده  . دا په دیني او شخصي آزادۍ  پورې اړونده خبره ده. په همدې اړوند مې د فرانسې له پخواني جمهور رئیس شیراک سره ، هغه مهال چې هغوی ځینې مسلمانې نجونې دحجاب داغوستلو له امله له ښوونځي  منع کړې وې هم بحث وکړ ، ما هغه ته وویل :دا کار ستاسې د  قانون سره ټکر لري ، د هغې  شخصي آزادۍ سره ټکر لري چې د فرانسې انقلاب پرې ولاړ ؤ ، او هغه له آزادۍ، ورور ولۍ او مساوات څخه عبارت ؤ، ستاسې دا کار د شخصي او دیني آزادۍ سره ټکر لري ،نو باید څوک هم منع نکړل شي ،تاسې ولې هغه ښځې نه منع کوﺉ چې مني ژوب او مکري ژوب  ( تنګ پتلونونه  ..).او داډول نور لباسونه اغوندي ؟ ، ولی یواځې په ملتزمو مسلمانو ښځو پابندي لګوﺉ ؟زه دنقاب په وجوب باور نه لرم ، خو په دې باور لرم چې دا د ښځې حق دی   .د (هغه سوال په هکله چې تاسې لومړی مطرح کړ)
: په حقیقت کې د انصاف خبره داده چې ویل کیږي  د ازهر شیخ  طنطاوي د یوې لومړنۍ ښوونځۍ د زده کوونکې له سره حجاب لیري کړی ، خو کله چې د هغه څخه  په دې اړوند پوښتنه وشوه، هغه وویل :ما کومه نجلۍ د حجاب په لیرې کولو نده مجبوره کړې خو زه په دې نظر یم چې په کومو لومړنیو ښونځیو کې چې  ښځینه ښوونکې تدریس کوي ، هلته نارینه وجود ونه لري او د زده کوونکو عمر هم تر ۱۲ کلونو  کم وي ، نو هلته مخ پټول معنی نلري  ، او دغه نظر یه صحیح ده .
عثمان عثمان :: محترم دوکتور صاحب !د دیني استبداد د نښو څخه دا هم ده  چې  څوک د  الله تعالی  په  (  نمایندګۍ ) خبرې وکړي ؟    
دوکتورقرضاوي : هو !
عثمان عثمان : اوس مهال  څوک کولای شي د الله په استازیتوب خبرې وکړي ؟
دوکتورقرضاوي : هغه څوک د الله په استازیتوب خبرې کولای شي چې قوي او پیاوړی عالم وي ،هغه به د قرآن او سنتو  په اساس خبرې کوي ، نه د خپل ځان څخه ، هغه به وایي زما الله دا څیز حرام کړی… څوک چې کومه اجتهادي مسئله بیانوي ،نو باید ونه وایي چې داد الله حکم دی ، باید ووایي چې دا زما رایه،پوهه او نظردی ، که د الله د کتاب څخه آیت لري ،او یا هم د نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) حدیث بیانوی ،نو باید ووایي چې دا د الله تعالی قول ،او یا هم درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی .

مسلما نانو ته نه ښایي  چې  له (ځانه)د الله په نامه خبرې وکړي، څه چې په ځمکه حلالوي په آسمان کې یې هم حلال شوي وګڼي ، کوم عقد چې په ځمکه وتړي په آسمان کې یې هم تړلی وګڼي ،دا زموږ په دین کې نشته ، موږ( له انبیاوو پرته ) مقدس او معصوم  اشخاص نه لرو .
عثمان عثمان: خو ځینې خلک صحابه او ځینې د اهل بیت امامان معصوم ګڼي ؟
دوکتورقرضاوي : موږ  ورسره مخالف یو .
عثمان عثمان : آیا  معصوم ندي ؟  
دوکتورقرضاوي : یو سني مسلمان هم  د صحابه ؤ په عصمت  عقیده نه لري  ، که هغه ابوبکر وي ، که عمر، عثمان او علي ، اوکه عشره مبشره ،او امهات المؤمنین ، د هغه ټول فضیلت او ستایلو سره سره   چې الله تعالی دوی ته  ورکړی او پرې ستایلي یې دي .الله تعالی فرمایې ( والسابقون   الاولون من المهاجرین والانصار  والذین اتبعوهم باحسان رضی الله عنهم ورضوا عنه …) الله تعالی دوی ته فضیلت ورکړی او دوی یې ستایلي خو معصوم ندي .  د امام مالک او ځینو نورو تابعینو څخه مسلمانانو روایت کړی چې هغه به  ویل :  د هر چا خبره د قبلیدو او د ردکیدو وړ ده پرته له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) څخه  . امام مالک به  د مدینې په مسجد نبوي کې ویل :  د هر چا خبره د قبلیدو او د رد کیدو وړ ده پرته ددې قبر له څښتن څخه .، له هغه (صلی الله علیه وسلم) پرته د هر چا خبره د قبلیدو او ردکیدو وړ ده ، ځکه پرته له محمد (صلی الله علیه وسلم) څخه د هیچا له خبرې سره د الله تعالی دا کلام نشی تطبیق کیدای چې فرمایي ( وما ینطق عن الهوا ان هو الا وحی یوحی ) ، نه د علی (رض)، نه د حسین (رض)، نه د حسن (رض) ،نه د نورو دوولسو امامانو لکه زموږ شیعه وروڼه چې دعوه  لري ،موږ د شیعیه ګانو سره په دې اړه مخالف یو ، زموږ په آند هغوی مجتهدین ؤ ، خو دوی وایي چې د هغوی خبره وحې او یا الهام ؤ ، او موږ وایو چې ددوی د امامانو خبره د خپل قدر او وزن سره یواځې اجتهاد دی، . لازمه نده چې په دې هکله منازعه وکړو .
عثمان عثمان :آیا دا د عصمت دعوې یو ډول دیني استبداد ندی ؟
دوکتور قرضاوي :طبعا!

د دینې استبداد خطر او د هغه اړیکې له سیاسي استبداد سره

عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب: دډیر پخوا څخه ځینې څیړونکي چې شمیر یې هم کم ندی فکر کوي چې دیني استبداد له سیاسي استبداد څخه خطر ناک دی ، لومړی ډول  د میلان او تعبد له لارې راځي اودوهم د تسلط او زور له لارې ، تاسې دا خبره څه ډول  ارزوﺉ ؟
قرضاوي :دا خبره هغه مهال حقیقت ته رسیږي چې کله خلک دې ډول استبداد ته غاړه کیږدي ، خو زموږ ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده ، په دې  ټولنه کې ثقافت شته، عقیده شته ، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم)او  صحابه کرامو د زمانو  مختلف  مواریث او قوانین شته چې د هغو په رڼا کې  دا ټولنه هیڅکله هم مطلق استبداد ته غاړه نه ږدي ، ځکه موږ د قرآن کریم ، سنتو ، اجماع امت او مجتهدوامامانو د اقوالو  ډیر محکم نصوص  لرو ، زموږ دامامانو  داسې  اقوال  شته چې هغوی به ویل :زما تقلید مه کوﺉ  ، زما خبره صحیح ده خو د خطا احتمال هم لري ، امام ابو حنیفه (رح) به ویل :دا زما رایه ده که څوک له دې څخه بهتره راوړي موږ هغه منو .امام شافعي(رح) به ویل:چې پرته له ما د بل چا خبره خطا ده خو د صحت احتمال هم لري ،امام احمد(رح) به ویل :زما او شافعی او مالک تقلید مه  کوﺉ له هغه ځایه چې دوی مسایل را اخیستي تاسې یې هم را واخلئ ، هر امام دا ډول څرګندونې درلودې،
نو دا ډول
آزآدي مطلق دیني استبداد ته اجازه نه ورکوي  ،  داسي حالت تر هغه نشي راتلای تر څو   په  یوه  ټولنه کې جهل، بیسوادي او د ځینو علماؤ له لوري د خلکو په عقلونو غلبه حاصله نشي ، خو د پوهې ،تعلیم او ثقافت په پراختیا سره دا ډول حالات له منځه ځي او راتلل یې ستونزمن کیږي .
عثمان عثمان : محترم دوکتور صاحب! کله کله سیاسِی استبداد د خپلو ګټو دلاس ته  راوړلو په موخه د دین د یوې  برخې د خپرولو په پلمه کار کوي چې ځینې مهال بیا ځینې علماء یا یوه ډله د فقهاؤ د سیاسي استبداد د خدمت په موخه ګمارل کیږي نو یو مسلمان څه ډول کولای شي  د هغه عالم او فقیه چې دسیاسی استبداد په  خدمت کي وي ،او د هغه عالم ترمنځ چې د دین په خدمت کې وي توپیر وکولای شي ؟  
دکتورقرضاوي :د مسلمانانو ټولنې د خپل سلیم فطرت او د خپل بصیرت په رڼا سره کولای شي حقیقي عالم له جعلي عالم څخه بیل کړي ،حقیقي عالم د قرآن او سنتو په رڼا کې خبرې کوي ، خلک حقیقي لارې ته رابولي ،د هغه سلوک ددې شاهدي ورکوي چې  آیا د هغو کسانو څخه دی چې خپل دین په دنیا ، او یا د بل چا د دنیا لپاره خرڅوي ؟ ايا دا هغه کس دی چې د پاچا لپاره خدمت کوي او د هغه په خدمت کې فتوی صادروي  او که دا واقعي امام دی ؟ لکه چې موږ د مسلمانو علماؤد نړیوال اتحاد لپاره دا شعار ګرځولی چې الله تعالی فرمایي ( الذین یبلغون رسالات الله و یخشونه ولایخشون الا الله )نو د پاچا عالم او د پولیسو جاسوس خلکو ته له ورایه ښکاري ، ځکه !یو حکیم وایي: ځینې خلک کولای شي کله کله ځینې خلک وغولوي ، او کولای شي ځینې خلک هر وخت وغولوي ، او کولای شي چې ټول خلک ځینې وخت وغولوي ، لاکن نشي کولای چې ټول خلک  ټول او هر وخت وغولوي ، ستا چل او فریب به خلکو ته ښکاریږي داسې به ښکاریږي لکه اصلي سره زر چې د کم اصله سره فرق پیدا کوي .
عثمان عثمان :د محترمو لیدونکو څخه یو تن وایي :ددیني او سیاسي استبداد د ورورولي په نتیجه کې د ولی الامر د سمع او اطاعت د میراث فقه رامنځ ته شوې ، په دې سره ممبرونه تسخیر او د خطیبانو ژ
بې د  واکمنو په خدمت کې کارول کیږي . خلکو ته د پاچا د نیک کار کولو په هکله په هغه د حمد ویلو، او د ظلم په هکله یې په صبر کولو امر کوي …. همداشان خلکو ته وایي چې د ظالم پاچا څخه سرغړونه د مسلمانانو ترمنځ فتنه راولاړوي او ددوی صفونه سره بیلوي ، تاسې په دې هکله څه نظر لرﺉ ؟
دوکتورقرضاوي : ګوره ! د شیانو تر منځ ډیر دقیق  توپیر  دی ، ځینې ټولنې دي چې هلته اصلا دین وجود نه لري ، نه دین ته په درنه سترګه ګوري او نه عالم ددین ته ، اونه د هغو تسخیر ته کومه اړتیا ویني ، ځینې ټولنې دي چې هلته غواړي دین د خپل خدمت لپاره وکاروي . خو موږ وایو چې د اولو الامر اطاعت د قرآن کریم د امر په اساس لازم دی ، الله تعالی فرمایي ( یا ایها الذین آمنوا اطیعوا الله واطیعوا الرسول واولی الامر منکم ) خو اطاعت یې ترهغه لازم دی چې معصیت پکې نه وي  ، نو له دې امله  فرمایي ( واولوا الامر منکم )  اولوالامر له هغو کسانو څخه وي چې مؤمنان وي ، کله چې د مؤمنانو له چوکاټه ووزي بیا یې اطاعت نشته ، له همدې امله ، کله چې الله تعالی د ښځو د بیعت په هکله خطاب کوي او فرمایي( ولا یعصینک فی معروف) په نیکۍ کې به ستا نافرمانی نه کوي یعنې اطاعت به یې یواځې په معروف کې وي ، لکه چې خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي ( لاطاعة لمخلوق فی معصیة الخالق )کله چې کوم مخلوق د خالق څخه د معصیت کولو امر کوي ، بیا د مخلوق اطاعت روا ندی . همدا شان ابن عمر (رض) روایت کړی چې  نبي کریم (صلی الله علیه وسلم ) فرمایي : السمع والطاعة حق علی المرء المسلم فیما احب وکره ما لم یؤ مر بمعصیة ، فاذا امر بالمعصیة فلا سمع ولاطاعة ) ، د امیر په ټولو کارونو کې په مسلمان سمع اواطاعت حق دی   که یې خوښه وه او که نه ، تر هغه چې په ګناه  امر ونه کړي، کله چې په ګناه کولو  ورته امر وشو بیا نه سمع شته او نه اطاعت ، نو د رڼو سترګو  اطاعت لازم دی نه د پټو سترګو ،  څوک   چې په خیراو څوک   چې په خیراو شر  ،هدایت او ګمراهۍ کې د پټو سترګو اطاعت   کوي ، نو  هغه  اشتراکیت ، دکتاتوري او کمونیستي  غواړي  او قبلوي ، نه! نه! .. لازمه ده چې  داطاعت  او د سرغړونې حالات وپیژنو، چې په کوم  حالت کې د امیراطاعت وشي او په کوم حالت کې نه  ، دا د ویښ مسلمان  دنده  ده ، ویښ مسلمان تل له حق سره وي او تل د باطل په وړاندې سپر وي ، د مخکینیو مسلمانانو هم همداسی حالت ؤ، دوی به تر هغه د مسلمان امیر، خلیفه او حاکم سره ملګری  وو تر څو به چې هغه د الله تعالی اطاعت کاوه ، هغه (امیر) به هم د خلکو له ډلې یو تن ؤ ، لکه چې عمر بن عبد العزیز(رض) فرمایي : زه ستاسې له ډلې یو تن یم ، یواځې زما د مسؤلیت پیټی  له تاسې څخه دروند دی ، کله چې امیر د خیر په لاره روان وي ، دوی ورسره ملګري  وي ، او کله چې هغه د شر په لاره روان شي دوی   مخالفت ورسره  کوي ، په هغه وسایلو یې مخالفت کوی چې دوی یې په واک کې لري ، نه دا چې د امیر په وړاندې وسله راواخلي ، نه ! دا حالت بیا خپل شروط لري  هغه ته باید ووایي چې دا کار ناروا دی ….دا نصیحت دی ، ( الدین النصیحة 
..،
لله ولرسوله ولائمة المسلمین و عامتهم )  په هغه فریضه کې چې نوم یې امر بالمعروف او نهی عن المنکر دی ، علماء به د حکامو په وړاندې دریږي ، او ټول خلک به د امیر په وړاندې دریږي ، هغه  ته به وایي چې دا جایز ندي ، په آرامه سره ، لازمه ده چې زموږ خلک په دې سوله ایز نصیحت عادت ومومي ، په سوله ایز بدلون، په آرامه خبر، پرته له دې چې خپل ملګری زندان او یا تعذیب ته کش کړي ، کله چې نور امتونه داسې  کولای شي ای وروره ! نو موږ خو تر نورو باید مخکې ؤ ، موږ کولای شو چې ظالم ته ظالم ووایو ، نبی کریم (صلی الله علیه وسلم )  فرمایي :( اذا رآیت امتی تهاب ان تقول لظالم  یا ظالم فقد تودع منهم ) کله چې زما امت داسی حالت ته ورسید چې  له ویرې نشي کولای ظالم ته ووایي ظالمه ! نو کډه ترې په کار ده ،یعنې ترې ویریږي چې تشه خبره ورسره وکړي ،نو څه فکر کوې  که امت  ظالم ته د ظالم ، جبار، او متسلط په ځای   ووایي : ای د آزادۍ سمبوله ! ای قهرمانه ! ای نجات ورکوونکیه ! نو دا حالت بیا  امت ته ترټولو ناوړه پایلې لري .
موږ غواړو  امت په دې پوه کړو چې خپل حقوق وغواړي ، په خپلو حقوقو او د بل په حقوقو پوه شي ، د ظالمو او جابرو پاچاهانو په وړاندې حق ووایي لکه  په حدیث کې  چې  راغلي : (افضل الجهاد کلمة الحق عند سلطان جائر) تر ټولو غوره جهاد د ظالم پاچا په وړاندې د حق خبره کول دي .د خارج له جهاد څخه د داخل جهاد غوره دی ، ځکه هغه په داخل کې د بیروني ښکیلاک مرسته کوي ، نولازمه ده چې د حق خبره وشي ، او لازمه ده چې موږ خپل امت په دې سره عادت کړو ، او دا ور وښیو چې د حق خبره وکړي ، خو د نصیحت ، محبت او د ټولو لپاره د خیر غوښتلو  په چوکاټ کې .
عثمان عثمان :  محترم دوکتور صاحب ډیره مننه !
والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته


 

 

دیندارۍ ته اړتیا دوکتور یوسف القرضاوی (رح)

 

 ژباړه ( صادق تنګی وال)

 په دی برخه کی به لاندی موضوعات در شره شریک شی 

۱- ددین معنی او دین ته د اړتیا ساحی 

عثمان عثمان :  محترم دوکتور صاحب! مخکې تر دې چې د دین د اړتیا په هکله خبرې وکړو  غواړم پوه شم   د هغه  دین مفهوم  څه دی  کوم  چې موږ اړتیا  ورته لرو ؟

  یوسف القرضاوي : بسم الله الرحمن الرحیم ، الحمد لله  والصلاة السلام  علی سیدنا وامامنا واسوتنا وحبیبنا ومعلمنا رسول الله وعلی آله وصحبه ومن اتبع هداه وبعد :

 دین  په هغه  غیبي  اوچت قوت او قدرت احساس او شعور پیدا کول دی کوم  چې د هر روان قدرت له پاسه قدرت لري  ، او هیڅ مادي اسباب او  مادي طاقتونه نشي کولای په هغه واک ومومي ، دا په مجموع کې د دین  تعریف  دی ، له دې  وروسته بیا ادیان په دوو برخو ویشل کیږي :  چې یوې برخې ته سماوي ادیان وایې او بلې ته وثنې (بودایې) ادیان  ، تردې چې وثني ادیان هم ددین په مفهوم کې شامل دي ... خو موږ  مسلمانان عقیده لرو چې د دین منبع  وحې  ده   ، آدم (ع) چې د ټول بشر پلار دی  هغه  ته اسماء وروښودل شول ، هغه ته دین وښودل شو ،  هغه خپلو زامنو ته له همدې لارې دین وښود  ، له همدې امله موږ عقیده لرو چې  د دین بنسټ  وحې جوړوي  نه  بت پرستې،  د ټولنپوهنې د عالم  دورکایم   او نورو په خلاف ..... موږ عقیده لرو چې خلک ټول یو امت ؤ  ، بیا کله چې دوی د الله  لاره ورکه کړه  او منحرف شول  الله تعالی انبیاء ورته راواستول  ، تر څو هغوی ته زېرئ ورکړي او د الله له عذابه یې وویروي  ، دا ددین  اصل دی ، الله تعالی  انسان  داسې خلق کړی چې په فطري ډول  دین ته اړتیا لري ، دا سی ځواک ته  محتاج دی  چې د اړتیا په مهال  هغه ته پناه وروړي ، یوې کلکې  کلا ته چې  هلته  پنا یوسي ، په تیره بیا د ستونځو په مهال ،  ووایې چې ای ربه !  له دی امله دین  ته اړتیا ده او همدا دین د وجود جوهر دی ،  پرته  له دې ژوند معنی نه لري  ، لکه یو تن چې  د بحر موجونو  اخیستی وی ، مرګ ورسره چنې وهي ، د غرقیدو په حال کې وي ، یوې بیړۍ او تختې ته اړتیا لري تو څو پرې نجات ومومي ، خو هغه دا بیړۍ نشي موندای ، نو دین همدا د نجات بیړۍ ده .

عثمان عثمان : الله تعالی فرمایې ( ان الدین عندالله الاسلام )  ددې معنی څه ده ؟

 یوسف قرضاوي :خلک په مختلفو ادیانوکې سره ویشل شوي ، چا بودایې ادیان غوره کړي ، څوک د نورو څیزونو عبادت کوي  ، څوک د غوایې عبادت کوي ، په پخواني مصر کې به خلکو د خوسندر عبادت کاوه د هغه نوم هم  ابیس ؤ  ، اوس هم په هند کې د غوا عبادت کوي ، داسې کسان هم ؤ چې د ونو عبادت یې کاوه ، د غرونو ،د سیندونو ، نو ځینو به د قوت د سنبول عبادت کاوه ،  چا به د نعمت د سنبول عبادت کاوه  ، دوی به د غوا عبادت د شیدو د ورکولو له امله کاوه  ، یوه به د سیند عبادت له دې امله کاوه چې اوبه ورکوي ( و جعلنا من الماء کل شیء حی )  ، خو دا چې ولی دوی د غوا عبادت کوي د ګامیشې عبادت یې ونه کړ ، د غوایې  یې ولې ونه کړ ، دا د انسانانو خرا فات دي  چې ډیر بحث ته اړتیا نه شته . ..    خلک په مختلفو لارو ګمراهان شوي  ، دوی د غیر الله عبارت  پیل کړی  ، نو ځکه الله تعالی ورته انبیاء او رسولان راواستول ، ددی لپاره نه چې دوی ته د خدای په وجود دلیل راوړي ، ځکه دا قضیه هغه مهال مطرح نه وه ،  د تاریخ په اوږدو کې د الحاد خبره ډیره کمه وه ، چې هیڅ وزن یې نه درلود ، هلته د شرک ، بت پرستئ او د عبادت غیر الله خبره مطرح وه  ، چې تر اوسه هم مطرح ده ، زموږ په اوسني عصر کې  ډیر لوی ادیان چې له اسلام ، عیسویت ، او یهودیت هم زیات پیروان لري  هغه  وثنیت ( بت پرستي ) ده ، په آسیا او افریقا کې زرګونه میلونه انسانان  همدا عقیده لري ، نو شرک او بت پرستي ، د ډیر پخوا څخه بشر ګمراه کړي ، له همدې امله د پیغمبرانو دنده وه تر څو  خپل قوم ته ووایې : چې ای زما قومه ! د یوه  الله عبادت وکړي ! د څه لپاره د ډیرو خدایانو عبادت کوئ  ، دا د غیر الله عبادت ؤ چې خلک یې ګمراهان کړل  او له صراط المستقیم څخه یې وګرځول .

عثمان عثمان :محترم دوکتور صاحب! تاسو وویل چې دین د ژوند جوهر دی  ، له بلې خوا دین ته اړتیا هم لیدل کیږي نو آیا   مطلق دین ته اړتیا ده ؟

  یوسف القرضاوي : نه نه ! صحیح او حق دین ته !  موږ وویل چې  په نورو ادیانو کې   تحریف راغلی  ، خو قرآنکریم   د مکې بت پرسته  کفارو ته هم( ددین خطاب  کوي ) اوفرمایې: (قل یاایها الکافرون لا اعبد ما تعبدون ) ووایه( ای محمده ) ای کافرانو  ! موږ د هغه څه عبادت نه کوو کوم چې تاسو یې کوئ  . د همدې سورت په آخر کې بیا فرمایې : ( لکم دینکم ولی دین )  تاسو ته مو خپل دین او ماته خپل دین ،. قرآن ددوی وثني دین ته هم ددین خطاب کوي  لکه چې اهل کتابو ته  فرمایې( ای اهل کتابو  په دین کې مو افراط مه کوئ )  . الله تعالی فرمایې: (  ومن یبتغ غیر الاسلام دینا فلن یقبل منه )  څوک چې له اسلام پرته بل دین غوره کړي ، هیڅ به ونه منل شي  ، نو با طلو ادیانو ته هم ددین خطاب شوی دی  ، خو له خلکو د حق دین د غوره کولو غوښتنه شویده  ، له همدې امله په دې وروستي آیت کې راځې (  ان الدین عند الله الاسلام )  ، الله ته غوره او منل شوی دین د اسلام دین دی . دا  یو دین دی ، یواځې د محمد (ص) دین ندی  بلکه د ټولو انبیاؤ دین دی ، د نوح ، ابراهیم ، هود ، صالح ،  شعیب، موسی علیهم السلام  دین دی ، دوی ټول مسلمانان ؤ  او اسلام ته یې بلنه کوله  ، لکه چې فرمایل یې: ( ربنا افرغ علینا صبرآً و توفنا مسلمین )   خدایه موږ ته صبر را په برخه کړي او مسلمانان مو مړه کړي ،  بل ځای په سورت نوح کې راځي ( و امرت ان اکون من المسلمین ) ماته امر شوی تر څو د مسلمانانو له ډلې وم .

 نوح (ع) به ویل :  ( و امرت ان اکون من المسلمین ) ماته امر شوی تر څو د مسلمانانو له ډلې وم .

 په بل آیت کې فرمایې( البقرة – ۱۳۲) نو دوی ټول مسلمانان ؤ  ، او همدا دین الله تعالی ته منل شوی دین دی

 د اسلام معنی خاص  الله ته تسلیمیدل دي ، نه به بشر ته غاړه ږدي ، نه کاهن ته او نه بل مخلوق ته  ،یواځې الله ته به مخ ګرځوي ، د اسلام ددین ښوونه به د  هغه پیغمبر څخه ترلاسه کوي کوم چې  دوی ته را استول شوی ، نو ددین اصل  د غیر الله له بندګۍ د انسان ازادول دي ترڅو د یوه الله بنده جوړ شي ، هغه په هر حالت کې د الله بنده وي ، په  ژوند کې  ،د هغه مرګ ،  د هغه روغتیا ، ناروغتیا ، د هغه خوب ، ویښه ،  هغه به په هر حالت کې د الله  د اوامرو تابعدار وي  د هغه د قدرت او ارادې .... . هغه بندګې چې ارزښت لري ، هغه چې پرې امتحان کیږي ، هغه چې پرې ازمیښت کیږي . هغه چې ثواب پرې ورکول کیږي ، هغه چې مجازات ورته ورکول کیږي ، هغه اختیاري بندګي ده  ، انسان باید په خپل اختیار د الله تعالی بنده شي  ، له همدې امله الله تعالی انسان ته شریعت نازل کړی ترڅوانسان له  هوا او هوسه  را وباسي ،  د هوی او شیطان له بندګۍ  ،تر دې چې ورته وایې (واحذرهم ان یفتنوک عن بعض ما انزل الله الیک )     ددوی د خواهشاتو پیروي مه کوه  ترې وویریږه چې.... ( الجاثیه  ۱۸)  نو د شریعت دنده  د نفسانې خواهشاتو له بنده ګۍ د انسان ایستل  دې ترڅو داسې کس ترې جوړ شي چې د الله تعالی د اوامرو قبلونکی او د نواهییو څخه مخ اړونکی وي ، په خپل فکر، سلوک ، عبادت، حرکت، کې د الله تعالی د  قانون  او امر منونکی وي ، د هغه د ژوند کاروان د الله تعالی د لارښوونو او اوامرو په بنسټ  روان وي .

دین ته عقلي او فطري اړتیا

 عثمان عثمان محترم دوکتور صاحب!  یو له ضروریاتو  ددین څخه دادی چې د انسان هغو لویو پوښتنو ته ځواب ووایې کوم چې ورسره مخ کیږي ،  نو پو ښتنه داده چې دین د انسان عقلي اړتیا  څه ډول پوره کوي ؟

  یوسف القرضاوي مخکې له دې چې :  دین اړتیا وګڼو ، یو ضرورت دی  ،  د اصولو دعلم   مسلمانو علماؤ  مصلحتونه په دریو برخو ویشلي ،  یو ضروریات دي ، بل ډول یې حاجات ( اړتیاوي ) دی  دریم ډول یې تحسینات دي ، نو دین یواځې حاجت ندی ، بلکه دا  ضرورت دی ،  دین د عقل ضرورت دی ، د فطرت ضرورت دی ، د ژبې ضرورت دی ، د نفس ضرورت دی ، د ټولنیز ژوند ضرورت دی ، نو تر ټولو د مخه د عقل ضرورت دی ، ځکه  حتمې ده چې انسان ددې کایناتو په اړوند پوښتنه وکړي ، څرنګه جوړ شوي ؟ له کومه شوی ؟ او انسان په خپله له خپل نفس څخه پوښتنه کوي  چا خلق کړ ؟  او همدا ډول نور...ولی پیدا شوی یم ؟  کله چې زما خالق شته نو ولې یې پیدا کړی یم ؟ آیا  زه کوم رسالت هم لرم ؟ هغه رسالت او دنده کومه ده ؟ ، له همدې امله انسان   تل فکر کوي چې دې سوالونو ته ځواب ومومي  هغه داچې : له کومه ؟  کوم ځای ته ؟  او ولی ؟ .......لکه چې الله تعالی په دې هکله فرمایې( ام خلقوا من غیر شیءٍ ام هم الخالقون  ، ام خلقوا السماوات والارض ....)( الطور ۳۵-۳۶)    

دا انسان تل  په تردد کې وی ،  هغه انکار نشي کولای چې  یو شی دې  په خپله پیدا شي   ، دا د اسبابو او عللو له قانون سرغړونه ده  ، ځکه هر علت معلول ته اړتیا لري ، او هر سبب ، مسبب  باید ولري  ، هر متحرک باید محرک ولري  ، هر موجود ، موجد باید ولري ، نو لازمه ده تر څو دا ډول پوښتنو ته ځواب وویل شي  ، له کومه راغلم او چیرته به ځم ؟ وروسته له دې چې  شپیته کاله ، اویا کاله ژوند وکړم  بیا چیرته ځم ؟ مړکیږم ، ښه نو چې مړ شوي آیا  دا مرګ ستا د کارپای دی ؟ ایا دا ژوند یواځې څو ورځې  او څو نفسونه ؤ چې ودې ایستل ؟ آیا مرګ د یوه بل ژوند لپاره  د یوه بل سفر لپاره پیلامه نده؟  لکه   عمر بن عبد العزیز (رح) چې فرمایې : ( تاسو د ابد لپاره پیدا شوی یاست ، یواځې له یوه کوره بل کور ته ګډه کوئ ) همدا ډول یو شاعر وایې (  مرګ ندی مګر یو سفر، یواځې د فانې کور څخه مو باقي کور ته وړي )

 نو انسان ته په کار ده چې پوه شي   له کومه راغلی یم ؟ چیرته به ځم ؟ او ولی ؟  دا لازمه ده چې پوه شي ، آیا  دده په ژوندي کیدو کې کوم هدف شته ؟ په خپله دنده کې چې اداء یې کړي  ؟ په دې کې ډیر توپیر دی چې یو انسان ژوند کوي او پوهیژي چې  ده لره یوه دنده  او رسالت دی ، هغه باید اداء کړي ، د هغه انسان سره چې  د خپل ژوند په هدف نه پوهیږي  ، او نه ېې په خوند پوه وي  .  تردې چې ملحدان او بې دینان  ، که  ملحدان هم  نه وي   تل په شک کې وي ،  هیڅکله یې یقین نه راځي ،   نو دا ډول خلک د ژوند معنی نشي احساس کولای  ، نه یې په خوند پوهیږي  ، همدا د هغو زرګونو او لس ګونو زرو  انتحاریان او هغو نفسي  ناروغانو لامل دی چې د اروپا او امریکا  په روغتونونو کې پراته دي  ، نو دین دلته اهمیت لري ،  دا چې انسان پوه شی  چې څوک دی ؟  هغه یو مخلوق دی ، غیر مخلوق ندی ،  هغه یو هدفمند موجود دی ، بې هدفه ندی ،  داسی ندی لکه نور شیان چې  هدف نلري ، دده سر نوشت داسې ندی لکه د نورو حیوناتو  په شان .  

عثمان عثمان:  محترم دوکتور صاحب !ځینې  کسان وایې چې ځینې ادیان او فلسفې .د همدې سوالونو موازي ځوابونه وړاندې کوي او ددې په شان نور سوالونه مطرح کوي ، نو آیا دا فلسفې او ادیان، سماوي ادیانو ته ګواښ ندي ؟

  یوسف القرضاوي: ټولې وضعي فلسفې او ایډیولوژیګانې چې بشر اختراع کړې  ، چې ډېره مشهوره  یې د مارکسیزم فلسفه ده  ځکه  دهمدې فلسفې په بنسټ ټولنې جوړې شوې ،  همداشان ً او ګست نونت  چې یو مشهور  وضعي فیلسوف ؤ  ، او هغه د دریو مرحلو د فلسفې  بنسټ ایښی  وایې: ادیان   د لومړی ځل  لپاره په دینې برخه کې په  ځینو غیبې او کاهني  نظریاتو را منځ ته شول ، وروسته بیا ددین مرحله پای ته ورسیده  ، او ځای یې  میتا فیزیکې فلسفې ونیو  ، وروسته دا مرحله هم پای ته ورسیده  ، ورپسې د وضعې فلسفې  مرحله راغله  چې په حس ، تجربه او مشاهده استواره وه ....هغه نظر ورکوي چې د تاریخ مرحلې پای ته رسیدلې  .... همدا نظریه  دوکتور شیخ  محمد عبد الله دراز  په خپل کتاب ( الدین ، بحوث ممهده لدراسة تاریخ الادیان )  کې تر بحث لاندې نیولې  ، همدا شان زموږ استاذ دوکتور محمد البهي په خپل کتاب ( الفکر الاسلامي الحدیث ) کې  مناقشه کړې ، . ..دوکتور دراز څرګندوی چې دې نظریې ټول تاریخ په یوه مرحله کې خلاصه کړی ، ... هغه څرګندوي :  دین او فلسفه تل یو ځای سره موجود ؤ ، ځینې کسانو په فلسفه عقیده درلوده ، او ځینو په وضعي  او علمي قوانینو ، ځینو بیا دین ته عقیده درلوده  ،  تردې چې دری واړه  په یوه انسان کې هم موجود کیدای شي ،  کله  په  کامل دینې  غیبې تفکر  فکر کوي  کله هم په عقلي تفکر ، کله هم د فلسفې په بنسټ د اشیاؤ په  رازونو کې فکر کوي ، د کایناتو په رازونو کې  ، کله هم د تجربې په اساس استوار حسي فکر کوي  ...... شیخ دراز په خپلو خبرو کې وایې : ډیرۍ د همدې  کسانو څخه چې ددین مخالفت یې کړي  لکه سبنسر چې  د اوښتون مشهور فیلسوف ؤ  ، او تردې چې استاذ رشیدي فکار وایې  : مارکس د ژوند په وروستیو کې  ددین په  هکله مثبت  نظریات درلودل ، د اسلام په اړوند، تردې چې اسلام یې ستایلی   ، خو سیکولرستان او ددین دښمنان  د فلسفې د تاریخ  دا خبره نه ښکاره کوي او هغه پټوي  ، ځکه هغه ددوی قوت ته زیا ن رسوي

 عثمان عثمان: محترم دوکتور صاحب !  ځينې دینداره خلک شته چې  دینداري یې  پرته له دې چې  فکر پکښې وکړي  په میراثي ډول منلی  ،  او ځینې مشایخ له خپلو پیروانو  یواځې   امتثال  او اقتدا غواړي   ، دوی په یوه او بل شکل  دین ته  عقلي اړتیا معطل کوي ؟

  یوسف القرضاوي:په اسلام کې دا ډول څه نشته ، عقلي اړخ د اسلام اساسي اړخ دی  ، ځکه اسلام وایې : ( قل هذه سبیلي  ادع الی الله علی بصیرة )  ووایه  !دا زما  لاره ده ، زه په بصیرت سره  الله ته بلنه کوم  …. همدا شان   فرمایې :  ( افلا یعقلون ) ( افلا تتفکرون )یو ساعت فکر کول تر  یوه کال عبارت غوره دي ، الله تعالی  ددوی  د  ذکر کولو ، فکر کولو  په سبب صفت کوي  ، همدوی د الله تعالی دوستان دي  دوی ته د جنتونو او نورو  نعمتونو وعدې ورکول شوې  ، اسلام جاهلانه دیندارې غندې  ، زموږ ایمان به په عقل استوار وي  ، لکه چې فرمایې : ( قل هاتو برهانکم )  ، همدا ډول اسلام بت پرستانو او منکرانو ته خطاب کوي چې دلیل مو راوړی ، همدا شان یهودو او نصاراؤ ته وایې : ( …. قل هاتو برهانکم ان کنتم صادقین )  ووایه راوړئ دلیل مو که چیري ریښتیني یاست  ، د هرچا سره په دلیل مجادله کوي   ، قرآنکریم د آسماني کتابونو له منځه یواځینی کتاب دی چې  دا ډول سلګونه  الفاظ کاروي ،زما یو کتاب چې نوم یې ( العقل والعلم فې القرآن ) دی  په هغه کې مې واضح کړي چې څرنګه قرآن علمي تفکر را منځ ته کړ ، هغه تفکر چې نه ګمان مني ، نه هوس بازي او نه هم ړوند تقلید  ( انا وجدنا آباءنا  علی امة وانا علی آثارهم  مهتدون ) موږ خپل  پلرونه ..                                  بل ځای فرمایې : ( انا اطعنا سادتنا  وکبراءنا  فاضلونا السبیلا )

 نو لازمه ده چې عقل په کار واچوو . ما مخکې هم ویلی ؤ چې  زموږ دین علم دی ، او علم مو دین دی .  ځینو مسلمانو مجتهدو علماؤ  ویلي  چې د مقلد ایمان قبول ندی ، لکه چې په یوه منظومه ( جوهرة التوحید ) کې ، چې موږ به د ازهر په ثانوي دوره کې تدریس کوله ویل شوي : ( هر څوک چې په توحید کې تقلید کوي له تردیده به خالي نه وي )  نو لازمه ده چې په دلیل سره مؤ من وي ، .... لازمه ده چې په دې پوه  شي چې ولی یې ایمان راوړی ، ولی مسلمان شوی ، ولی یې په محمد (ص) ایمان راوړی ،  ولی په قرآن .. ولی د الله تعالی په ربوبیت ، د اسلام په دین ، او د محمد په نبوت او رسالت راضي دی .

عثمان عثمان: محترم دوکتور صاحب! الله تعالی فرمایې : ( وما خلقت الجن والانس الی لیعبدون )  ما پیریان او انسانان ندی پیدا کړي مګر د عبادت لپاره ،  نو آیا د ژوند څخه هدف  یوازي همدا عبادت دی ؟

     یوسف القرضاوي: : عبادت  خاصه او عامه معنی لري  ،  زیاتره خلک ترې همدا خاصه معنی چې عبارت له لمانځه ،روژې او... څخه دی اخلي  ،  خو عبادت لکه څنګه چې شیخ الاسلام بن تیمیه لیکلي ،  عبارت له هر هغه عمل څخه دی چې د الله تعالی د خوښئ او رضایت لامل ګرځې ،  که هغه خبرې وي ،  عمل وي ، اخلاق وي  ، نو عبادت یواځې تعبدي شعایرو ته ندی ځانګړی شوی   ، ښه عمل کول عبادت دی ، د اولاد ښه روزنه عبادت ده ،  د خپلې زوجې ښه پالنه عبادت ده ، د ګاونډي سره نیکې کول عبادت دي ،  همدا شان د پلار او مور سره  نیکې کول ، صله رحمې ساتل  ... دا ټول عبادات دي . ... همدا راز د ځمکې آبادي ،( هوانشاء کم   من الارض و استعمرکم فیها )   په ځمکه د الله لپاره  خلافت  قایمول ،  ( اني جاعل فې الارض خلیفه ) (البقره ۳۰)  دا ټول د عبادت په معنی کې دا خل دي  ، د عبادت معنی دا نه ده چې تسبیح را واخلي سبحان الله سبحن الله  وایې ، د جومات په کونج کې کښینې  ، نورخلک تاته صدقه او خیرات  درکوي  دا ریښتنی اسلام ندی .....

عثمان عثمان :د امتثال په هکله څه وایې ؟

 یوسف القرضاوي : ما  مخکې سوال کې غوښتل چې ووایم ، ځینې خلک وایې چې اسلام یواځې تعظیم او د بل په اراده کې ځان اچول دی  ، یعنی د شیخ تعظیم به کوي او د هغه امر به مني  ، اګر که غلط هم ووايې  ، تر دې چې وایې : چاچې شیخ ته ولی ؟ وویل ، بریالی به نشي ،  نه داسې نده ،  صحابه کرامو به د رسول الله (ص) سره په ځینو موضوعاتو کې مناقشه کوله  ، کله به یې اعتراض هم پرې کاوه   ، عمر (رض)  ورته وویل : یارسول الله آیا تا ابوهریره ته ویلي ؤ چې ولاړ شه په خلکو کې اعلان وکړه  چا چې لا اله الا الله وویل  جنت ته داخل شو ؟  هغه ورته وویل هو ! هغه ورته وویل نه ! خلک پریږده چې عمل وکړي  ، که دا خبره واوري نو په همدې کلمه به بسنه وکړي اوعمل کول به ترک کړي ، هغه (ص) ابوهریره ته وویل : پریږده چې خلک عمل وکړي  . د بدر په غزا کې صحابه کرامو رسول الله (ص) ته  وویل : آیا دا ځای چې تا غوره کړ ، دا  الله تعالی تاته پرې امر کړي ، او که دا ستا تکتیک اونظردی ؟ رسول الله (ص) وویل دا زما تکتیک او نظر دی ، هغوی ورته وویل نو چې داسي ده  ښه داده چې دا وکړو او هغه ..... اسلام د یهودو اونصاراؤ کار ته ګوته نیولې  لکه په سورت توبه کې چې فرمایې : ( اتخذو ا  احبارهم ورهبانهم اربابا من دون الله  والمسیح ابن مریم )  دوی پرته له الله  خپل احبار او راهبان په خدایې نیولي ... 

 ابن هاتم د جاهلیت په مهال نصراني ؤ ، هغه د رسول الله (ص) ددې خبرې په هکله وویل : یارسول الله موږ خو د هغوی  عبادت نه کاوه !  رسول الله (ص) ورته وویل : آیا هغوی تاسو ته  حرام نه حلالول  او تاسو هم هغه  حلال نه ګڼل ، او  حلال نه حرامول او تاسو هم هغه  حرام نه ګڼل ؟  ابن  هاتم ورته وویل : هو همداسې وه ! نو رسول الله (ص) ورته وویل : همدا ددوی عبادت ګڼل کیږي  ، مطلق پیروي  ، اګر که حلال  حرام کړي او حرام حلال کړي ، دا صحیح ندي  لازمه ده چې هر څوک په دې اړوند  خپل دریځ ولري ، مطلق قاطعیت  په دین کې  نشته ، که شیخ په یو څه امر کوی نو ته ووایه  چې ولې ؟   اسلام  نه غواړي چې ته د  شیخ په وړاندې  خپل عقل  وتړې ،  اګر که ته له هغه څخه  په ادب او احترام زده کړه کوې ،او دا طبعي خبره ده ، خو دا ستا حق دی چې ته هغه ته نه او ولی؟ ووایې ، د هغه سره مناقشه وکړي ،اسلام مسلمان ته همدا ډول روزنه ورکوي ،عقلي روزنه ،مسلمان ته په کار ده ترڅو د عقل له اړخه ،دروح له اړخه، د جسم له اړخه ، او د سیاست له اړخه روزل شوی وي  ، دهغه ټول اړخونه روزل شوي وي  .

 عثمان عثمان  : محترم دوکتور صاحب ! عبادت یوازې  او ځانګړې د نفس فطري اړتیا ده  او که فرهنګې اړتیا  هم ده چې په زده کړه او  تقلید ترلاسه کیږي ؟

 یوسف القرضاوي :  دین او عبادت ته انسان  فطري اړتیا  لري  دا په تعلیم پورې اړه نه لري ،  زموږ په فکري میراث کې  یو اندلسي فیلسوف  چې نوم یې ابن طفیل دی  د فلسفې په تاریخ کې چې نوم یې ( حی ابن یقظان ) دی  یوه مشهوره  خیالي قصه راوړي ، هغه د یو چا په هکله قصه کوي چې  ، کله له موره په یوه صحرا کې  تولد شوي ، نو مور یې لږه موده شیدې ورکړې ، وروسته یې مور وفات شوي ، له وفات وروسته یوه وزه راغلې او هغه ته یې تر هغه شودې ورکړې تر څو چې لوی شوی ، هغه  د تجربې په اساس زده کړه کړې ، وروسته هغه وزه مړه شوې ، نوموړی د هغه د مرګ په هکله  فکر کاوه ، دا مرګ څه شئ دی ؟ ... مطلب داچې نوموړې پرته له دې چې زده کړه وکړي د فکر کولو  له لارې زده کړه کړې ، په دې پوه شوی چې الله تعالی شته ، هر څه الله تعالی پیدا کړي  ... نوموړي دا هر څه د فطرت له لارې ترلاسه کړي  ، خو طبعاً  د فرهنګ او زده کړې له لارې زیات څه تر لاسه کوي  ، هغه زیاته پوهه او علم لاس ته راوړي ،  نو له همدې امله اسلام لارښوونه کوي چې هر مسلمان باید علم تر لاسه کړي ، او علم یې په هر نارینه مسلمان او مسلمانه ښځه فرض کړي ، او  دا لارښوونه کوي ترڅو په دین کې پوهه تر لاسه کړي ، رسول الله (ص) فرمایې : چاته چې الله تعالی د خیر اراده وکړي  په دین کې پوهه ورکوي ، او همدا په هر انسان لازم دي 

 دیندارۍ ته روحي او نفسي اړتیا 

 عثمان عثمان : : محترم دوکتور صاحب :   ، انس ورور وایې :  زه باور لرم چې انسان  دیندارۍ ته اړتیا لري ، ځکه  هغه پوهیږي   ددې  کایناتو په وړاندې  ضعیف او کمزوری دی ، هغه یوه   تل پاته   او لوړ طاقت ته اړتیا لري  ترڅو د ستونځو په مهال هغه ته پناه یوسي  ؟

 یوسف القرضاوي :   دا  خپله د انسان د کمزورتیا څخه سرچینه  اخلي   ، لکه چې الله تعالی فرمایې ( و خلق الانسان ضعیفا)  انسان ضعیف او کمزوری  پیدا شوی ، خو همدا ضعیف انسان بیا  کله کله  جابر او ظالم جوړ شي  ، کله بیا  په نورو  مستکبر شي  ، کله هم ځان ته مغروره شي  ، بیا په بله مرحله کې چې ستونځې  ورته مخ شي  خپل فطرت ته راوګرځې  ، لکه چې  قرآنکریم د جاهلیت  د زمانې له خلکو او مشریکینو  حکایت کوي ، کله چې موجونه پرې  راوګرځې  ، بادونه یې راګیر کړي  ، او مرګ ورته رانیژدې شي  ، بیا په همدې حالت کې الله ورپه زړه شي او وایې : یاربه  ! الله  ته په اخلاص لاسونه اوچتوي ، په دې حالت کې  نه وایې چې  یا هبل ، یا لات ، یا عزا  ، د هغو بتانو نومونه نه اخلي چې د هغو عبادت به یې کاوه ،   الله ته سوالونه کوي  ،نو د ستونځو په حالت کې خپل سلیم  فطرت ته راوګرځې ، هغه ته عذر او زارۍ کوي  ،نو کله چې هغه الله ته په همدې حالت کې هم په اخلاص  ددعا لاسونه اوچتوي ، الله تعالی هم د هغه دا دعا مني  ، ځکه چې کله هم څوک الله ته په اخلاص  د دعا لاسونه اوچت کړي ، الله د هغه دعا مني  هغه په همدې حالت کې د بت پرستئ   څخه  خپل سلیم فطرت ته راوګرځې .

  عثمان عثمان : اوس به دیندارۍ ته د  نفسي او روحي اړتیا په  هکله خبرې وکړو  ، نبی کریم (ص) به چې کله هم  د ستونځې سره مخ شو نو لمونځ به یې کاوه ، نو د مصیبتونو او  ابتلاګانو په وړاندې  د روحې شفا په ډول ، په خاص ډول د لمانځه  او په عام ډول د نورو عبادتونو اهمیت  څه دی ؟

یوسف القرضاوي : لمونځ الله تعالی ته زارۍ کول دي ،  د الله په وړاندې  عاجزې ښودل دي ، هغه ته پنا وړل دي  تردې چې نبی (ص) په یوه قدسي حدیث کې فرمایې : (  لمونځ زما او زما د بنده تر منځ  دوه برخې ویشل شوی ، زما د بنده برخه د هغه غوښتنه ده ، کله چې زما بنده وایې : الحمد لله رب العالمین  نو الله تعالی وایې  زما بنده زما حمد ووایه ، او کله چې  ووایې  الرحمن الرحیم ، نو الله ووایې  : زما بنده زما ثنا  ووییله ،  لکه چې ووایې مالک یوم الدین  ،نو الله تعالی وایې  : زما بنده زما ستاینه وکړه ، کله چې ووایې ایاک نعبد  ، الله وایې : دا زما او زما د بنده تر منځ ده  ، کله چې ووایې  اهدنا الصراط المستقیم   ،نو الله تعالی وایې دا زما د بنده برخه ده او زما دبنده  برخه هغه ده چې سوال وکړي ) . نو لمونځ  دالله تعالی او بنده تر منځ مناجات دی  . یو غربي فیلسوف  چې نوم یې الکسیس کاریل دی ، نوموړی سره ددې چې د کایناتو یو لوی عالم دی  ،یو کتاب  د ( الانسان ذلک المجهول ) په نوم هم لري  ، نوموړی له هغو کسانو څخه دی چې په ساینس کې یې د نوبل جایزه اخیستې ، نوموړی د لمانځه په هکله یو کتاب لري ، په کتاب کې یې  ویلي چې  لمونځ د انسان د اړتیاؤ څخه یوه اړتیا ده  ، هغه په خپله هغه مهال  ددې احساس کوي کله چې  هغه دنیا مشغول کړي  ، او د دنیا په ستونځو کې غرق شې ، په مادیاتو کې ... نو د خپل نفس سره محاسبه کوي ، خپل  نفس  ویني ،  په دې لمانځه  کې  د هغه د نفس ډاډ ینه او تسکین دی  ، نو له همدې امله قرآن لمونځ  د ژوند په جګړه کې مرستندوې کڼلی  او  فرمایې: ( یا ایها الذین آمنوا استعینوا بالصبر والصلاة  ان الله مع الصابرین )  ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی په لمانځه او صبر مرسته وغواړئ  ، په تحقیق الله تعالی له صابرانو سره دی .

صبر اخلاقي طاقت دی  ، او لمونځ روحې پیاوړتیا ده ،له همدې امله ، چې کله به رسول الله (ص) له ستونځې سره مخ  شو ، لمانځه ته به یې مراجعه وکړه ، هغه به بلال ته وویل : ای بلاله  موږ ته ( په لمانځه ) ډاډ راکړه  ، کله به چې د لمانځه وخت راورسید ،نو بلال ته به یې وویل:  ای بلاله  په لمانځه خوښي راپه برخه کړه ! ځینې کسان چې کله  لمونځ کوي ، نو ورسره تنګ شي او وایې راځې له لمانځه  ځان بیغمه کړو ، خو نبې (ص) به په لمانځه راحت او خوښې ترلاسه کوله  ، له همدې امله نبی (ص) فرمایې ( جعلت قرة عینې فی الصلاة )

 نو لمونځ د انسان روحي  او نفسي اړتیا ده ، لمونځ کوونکی په تکرار سره هره ورځ د قرآن آیتونه تلاوت کوي ، لکه څنګه چې دری ځلې ډوډۍ خوري  او د بدن اړتیا پرې پوره کوي ، همدا شان په لمانځه سره پنځّه وخته روحي اړتیا پوره کوي  ، الله تعالی فرمایې ( واقم الصلاة طرفی النهار وزلفا من اللیل  ان الحسنات یذهبن السیآت  ذلک ذکری للذاکرین )  هود ـ ۱۱۴)

عثمان عثمان :  له لیدونکو څخه عبد السلام ملا سعید له عراق څخه وایې  : محترم دوکتور صاحب!  د د یندارۍ  ظاهري بڼه چې اوس په اسلامي نړۍ کې ګورو  آیا دا ریښتنې دینداري ده ؟ یعنې ځینې مسلمانان داسې څرکندوي چې ګواکې  مسلمانان دي  ، دوی عبادت هم کوي ، لمونځ هم کوي  خو  په نورو افعالو کې  بیا د هغه دیندارې نیمګړې وي ؟

 عثمان عثمان :  د عراق څخه د عبد السلام ملا سعید ورور څخه مننه !  محترم دوکتور صاحب! دا ورور وایې چې ځینې مسلمانان  په شکل او عمل کې د دینداری بڼه لري ، خو په نورو خاصو کارونو کې لکه ټولنیز روابط ، تجارتي روابطو ، او اقتصادي مسایلو کې د هغه  د  کار د ظاهري یندارۍ  سره  ټکر لري  ، یعنی د هغه عمل  د ښکاره  شکل او ظاهر سره مخالفت لري  ؟

  یوسف القرضاوي :  اسلام ظاهري شکل او بڼې ته اهمیت نه ورکوي ، ممکن چې ته  پګړۍ وتړې ، اوږده ږیره پریږدې ، او ښې جامې واغوندې ، تسبیح په لاس ولري ، دا او هغه کوي ، دا کارونه  په اسلام کې ارزښت نه لري  ، الله تعالی ستاسو  صورتونو او جسمونو ته نه ګوري ، هغه ستاسو اعمالو او زړونو ته ګوري  ، کوم څه چې مهم دي هغه د انسان سلوک دي ، او همدا د مسلمان د ایمان په سلامتئ دلالت کوي  ، نو انسان په عمل سره اندازه کیږي نه په یواځې خبرو ( کبر مقتآً عند الله ان تقولو ما لاتعلمون )   الله تعالی  ته دا  لویه ګناه ده چې  څه وایي په هغو عمل نه کوئ . ، زما په نظر دا مهمه ده چې پرهیزګاره اوسي ، دا هم ښه نه بولم چې لمونځ کوي خو ورسره د خلکو حق هم خوری ،  یو تن د لمانځه لپاره جومات ته ځي خو د والدینو عاق وي ، خپلوي قطع کوي ،  ګاونډي ته زیان رسوي ، په معامله کې د حرامواو حلالو فکر نه کوي ، که تاجر وي ، په ناهقه د خلکو مال خوري  ، د احتکار پروا نه ساتي ، د خپلې ګټې په فکر کې وي ،  په درواغو قسمونه خوري ،  موږ ته سلوک مهم دي ، له همدې امله پیغمبر (ص) فرمایې:  الایمان بضع وسبعون شعبة اعلاها لااله الا الله وادناها اماطة الاذی عن الطریق والحیاء شعبة من  شعب الایمان )  ایمان څو اویا  برخې دی ، غوره برخه یې لااله الا الله ویل دي او ادنا برخه یې له لارې د مضر شي لیری کول دی  ، او حیاء دایمان له برخو یوه برخه ده .

نو دایمان دا برخې  څه دي ، قرآن چې موږ ته د ایمان یادونه کوي ، په  اخلاقو او عمل کې یې مجسم کوي ، الله تعالی فرمایې (  قد افلح المؤمنون ......المؤمنون آیت ۱-۵)  په تحقیق بریالي شول  مؤ منان ، هغه کسان چې  په لمانځه کې عاجزې ( خشوع ) کوي ، هغه کسان چې له بیهوده کارونو ( لغو) مخ اړوي ، هغه کسان چې زکات ورکوي ،هغه کسان چې دخپلو عورتونه ساتونکي دي .  همدا شان فرمایې( والذین هم لاماناتهم و عهدهم راعون )  هغوی چې د خپلو امانتونو او وعدو رعایت کوي ... دا ډول ایمان په  اخلاقو او عمل کې مجسم کوي  ترڅویې خلک وویني  ، دا مجرد شعار او ظاهري بڼه نده تر څو خلکو ته ښکاره شي .

عثمان عثمان:محترم دوکتور صاحب! محترم ورور ایوبې به راواخلو ،هغه وایې چې د ستونځو  ډیروالی  د نفس په غاړه پیټی درنوي ، کله هم د راتلونکی څخه ویره ورته پیدا کیږي ، کله هم  د روزۍ ویره ، کله د زامنو ویره ، کله هم د زړښت ویره او کله د لوڼو د راتلونکي ویره ، څه ډول امکان لري چې دینداري مو مطلوب  ریښتنی ډاډ ته ورسوي ؟

  یوسف القرضاوي:  ددې ستونځې د حل لارې چارې ما په خپل کتاب ( الایمان والحیاة ) کې ذکر کړې ،  ما ویلي چې ایمان  د فرد لپاره د سعادت بنسټ دی  ، فرد خو تل غواړي چې سعادت تر لاسه کړي ، خو دا سعادت له ایمان پرته ممکن ندی  ، د اسعادت  نه وسایل دي نه قصرونه دي ، نه فرشونه  دي اونه پیسې ، نه قدرت ، نه  دنده ، نه بل  داډول شئ ،  سعادت له نفس څخه سرچینه اخلي ، نو دا  نفس رضا او قناعت  ته اړتیا لري  تر څو ډاډ تر لاسه کړي ، قرآنکریم فرمایې( الذین آمنوا ولم یلبسوا ایمانهم بظلم اولائک لهم الأمن   وهم المهتدون )  هغو کسانو چې ایمان راوړئ بیایې خپل ایمان په ظلم ندی پوښلئ  ، دوی ته ډاډ دی  او همدوی لاره موندونکي دي  .

 ځینې علماؤ ویلي چې  الله تعالی خوښې او راحت  په یقین او رضا کې ځای کړې ،   غم او خفګان یې په غوسه او شک کې ځای کړی ،  نو له همدې امله که دا کسان ریښتیني مؤمنان وای نو دوی  ته به  هیڅکله هم  ناامیدي ، تشویش ،  او ویره نه وه لویدلې ،   په حقیقت کې کافران دی چې دوی ته دراتلونکي څخه ویره وي ، د راتلونکي  زړښت څخه ، د ناروغتیا څخه ، د اولاد څخه ،  د هرڅه څخه په ویره کې وي .  مؤمن د  هری بلې  ویرې د دروازې  بندونکی دی  پرته له ویرې د الله تعالی څخه  ، په همدې ډول په امن او ډاډ کې ژوند تیروي  ، هغه کسان چې ایمان لري   ( رضی الله عنهم ورضو عنه )  الله تعالی له دوی راضي وي ، او دوی له الله تعالی . نو دا کسان هیڅکله هم نا امیدې نه کوی  ، ځکه ( ... لاییئس من روح الله الا القوم الکافرون )   له کافرانو  پرته بل څوک  له الله  نه نا امیده کیږي  ....  نفسي امراض  ددې زمانې د آفتونو څخه یو  آفت دی ، اندیښنې،  تشویش ،  د نا امیدی احساس ، د  بې کاری اندیښنې ،د تاوان اندیښنې،  .... یوتن چې نوم یې ( هنري لینګ ) دی هغه یو روحې ډاکتر دی ، نوموړي یو کتاب د (  العودة الی الایمان ) په نوم لیکلی ، هغه تر دې مخکې مرتد ؤ چې وروسته یې  د ناروغانو د علاج له لارې  ایمان راوړی   ، نوموړي لیدل چې  څنګه مؤمنان د قوي شخصیت څښتنان دي  ، دوی هيڅ ستونځه نه پرشا کوي ،  نه انتحار کوي ،  خو غیر مؤمنان بیا ضایع خلک دي  ،نو ایمان ته راوګرځید او دا کتاب یې ولیکه .

عثمان عثمان: محترم دوکتور صاحب ! دا موضوع زیات بحث ته اړتیا لر ي  زموږ وخت پای ته ورسید  ستاسو او له لیدونکو څخه مننه !