۱۴۰۱ اسفند ۲۷, شنبه

ایا د جرمونو نړیواله محکمه کولای شی د روسی ولسمشر پوتین ونیسي ؟


تیره ورځ  د جنګي جنایتونو  نړیوالې محکمې  د روسیې د ولسمشر پوتین په خلاف په اوکراین کې د جنګي جنایتونو په تور  د نیولو اعلان وکړ ، ایا دا محکمه دا صلاحیت لری او کولای شی پوتین ونیسې او یا یې احضار کړي ؟ راځې په دې اړوند لومړۍ د ا محکمه وپیژنو او بیا پوښتنه ځواب کولای شو :

لیکنه : محمدشفیق صادق 

لومړی دا محکمه وپیژنو :

د جنګې جنایتونو  نړیواله  محکمه International Criminal Court 

دا یوه نړیواله  دایمي او  مستقله جزایی محکمه ده چې د ۱۳۸۱ کال د سرطان په میاشت کې  د نسل وژنی او د بشریت ضد جرمونو ته د سیدګې په موخه جوړه شوه

 تأسیس :د دوو نړیوالو جکړو په ترڅ کې چې څومره انساني ټولنې ته تاوان ورسید ،په میلونونه ښځې ، ماشومان، او عام خلک د جګړه مارو هیوادونو په لاس وکړیدل ، او ووژل شول ، لوټ او ژوندی ورک شول ، نو نړیواله غوښتنه دا وه چې  ددې کړیدلو خلکو د ځورونکو او تباه کوونکو څخه باید  پوښتنه وشي او محاکمه کړل شي ، له همدي امله دیوې نړیوالې جنایی محکمې د جوړیدلو غوښتنې راپورته شوې  ، بلآخره   په پنځوسیزه لسیزه کې د ملګرو ملتونو ټولنې خپلې ټاکلې کمیټې  ته دنده وسپارله  تر څو د جنایی محکمې د نظام لپاره دوه مسودې ترتیب کړي ، خو د لویدیځ عسکري پیمان ( ناتو) چې مشری یې امریکا کوله ، او ختیځ تړون ( وارسا) چې مشري یې پخواني شوروي اتحاد کوله  تر منځ د سیاسې کشمکشونو او ناندریو  له امله دا مسوده د ډیرو کلونو لپاره  چې د ساړه جنګ مرحله یې بولې  وځنډیده  او کمیټه ونه توانیده چې دا مسوده ترتیب کړي ، بلاخره  د نوییمې لسیزي په وروستیو کې چې کله د شوروي اتحاد  امپراتوري له منځه ولاړه  ، دا موضوع  یو ځل بیا مطرح او ځینو هیوادونو د ملګرو ملتونو عمومې اجلاس  ته  محکمې د جوړښت  پشنهاد وړاندې کړ په نتیجه کې د ۱۹۹۸ کال د جولای د میاشتې په (۱۷) نيټه  په ایطالیا کې  په نوموړي موضوع رایه اچونه وشوه  ، چې (۱۲۰) هیوادونو موافقه رایه ،  (۲۱) هیوادونو ممتنع رایه  او اوو هیوادونو هریوه (: أمريكا، فلسطين،چين، عراق، قطر، ليبيا،  يمن) مخالفه رایه ورکړه ، او ددې محکمې د جوړښت لپاره یې اساس وټاکه .

او د( ۲۰۰۲ )کال د جولای د میاشتي په لومړی نیټه  د روم د میثاق په اساس  نوموړې محکمه رسما تأسیس شوه .

د محکمې مقر :

ددی محکمي مقر د هالند د هیواد په لاهای کې دی خو کولای شي په نورو ځایونو کې هم  خپلې جلسې تر سره کړي  .

  دا محکمه یوازی  هغو جرایمو ته د رسیدګې حق لری د غړو هیوادونو  د غړیتوب له لاسلیک وروسته ، د هغه هیواد د اوسیدونکو او یا د نورو خلکو له لوری په غړي هیواد کې تر سره شوي وي  په دي شرط چې د هغه هیواد محاکم یې د تعقیب توان ونه لری  او محکمه هغه مهال  په غیر عضو هیوادوو کې جرایمو ته رسیدګي کوی چي د ملګرو ملتونو د امنیت شوری او یا هم خپله هغه هیواد یې غوښتنه وکړي


 

له بده مرغه د نړی لوی هغه هیوادونه چې د بشری حقونو په پراخ نقض تورن دي په دې محکمه کې غړیتوب نه لری ،چې له هغو څخه یو هم د امریکا متحده ایالات او اسرائیل دي.

 د روم د اجلاس د غونډې په مهال  د امریکا هیواد غوښتنه وکړه چې دا محکمه  به د امنیت شوری  تر لاس لاندی فعالیت کوي ، ځکه نوموړی هیواد  هلته د ویتو حق لری ، خو د روم د اجلاس غړو هیوادونو دا غوښتنه رد کړه ، او د مستقلي څارنوالی د تأسیس غوښتنه یې وکړه ، او یوازی د امنیت شوري ته یې دومره واک ورکړ چې کولای شي   د ۱۲ میاشتو د ننه  هغه قضیې همدې محکمې ته وړاندې کړې چې د امن او صلحې په راوستو کې مرسته کوي  او دوو هیوادونو تر منځ د صلحې لامل کیږي.

سره ددې هم د امریکا پخوانی جمهور ريس بیل کلنتون په ۲۰۰۰ میلادي کال د روم د میثاق د  تړون لاسلیک  ته زړه ښه کړ ، خو له هغه وروسته بل جمهور رئیس (زوی جورج بوش )په ۲۰۰۱ کال هغه امضاء باطله وګڼله اوله عضویت څخه خارج شو .

د ۲۰۱۳ کال تر فبروری پورې (۱۲۲) هیوادونه ددې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی ؤ چې د اروپا او جنوبی امریکا تقریبا ټول هیوادونه ،او د افریقا نیمایی هیوادونه  د استرالیا ، نیوزلند ،او کاناډا سره  ددې محکمې غړي دي ، له آسیا څخه یوازی ، مغولستان ، افغانستان ، تاجکستان، اردن ، کمبودیا ،او ختیځ تیمور یې غړیتوب لری .نورو څلویښتو هیوادونو د روم اساسنامه امضاء کړي خو تر اوسه یې د خپلو قانوني مجلسونو په تصویب نده رسولې  ، ایران په ۲۰۰۲ کې اساسنامه امضاء کړي خو په مجلس کې نده تصویب شوې ،خو د ۲۰۱۶ کال تر مارچ پورې دا هیوادونه (۱۲۴) ته ورسیدل ،  چې (۳۱) نورو هم اساسنامه امضاء کړي لاکن په خپلو مجالسو کې یې نده تصویب کړې ، هغو مهمو هیوادونو چې د امنیت شوري دایمي غړي هم دي لکه امریکا،چین ، روسي دا پیمان  ندی امضاء کړي او هند بیا ددې محکمې یو له منتقدینو څخه دی چې دا پیمان یې ندی امضاء کړې

د محکمي په اړه انتقادونه :


ډیری هیوادونه غواړي چې د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق جرمونه دې هم ددې محکمي د کار په فهرست کې شامل شي ، خو ندي توانیدلي چې د تروریزم د تعریف په هکله یوې پریکړي ته  ورسیږي   او همدا ډول د مخدره موادو موضوع  ، هند بیا په دې ټکې اصرار کوې چې د هستوي او ګڼ وژنې د وسلو استعمالونکي دې هم په دې محکمه کې محاکمه کړل شي ، خو دا هڅې کوم ځای ته ونه رسیدې ، او هند هغه مهال خفګان ښکاره کړ چې د رم په اساسنامه کې په داګه ولیکل شول چې د ډله ایزی وژنې د وسلو استعمال جنګې جنایت نه ګڼل کيږي  ، چې دا بین المللې ټولني ته په ښکاره یو اخطار دی. همدا شان چین هم وایی چې د جنګې جنایتونو تعریف  د بین المللي حقوقو د عرفی تعریف څخه ډیر پراخ دی

د اسرائیلو له جنایتونو څخه د امریکا ملاتړ او د محاکمې څخه خلاصون ددې محکمې کارونه نور هم کمزوري کړیدي.

ځینې هیوادونه بیا ددې محکمې څخه خپل سیاسې اهداف تر لاسه کوي ، او خپل هغه سیاسي مخالفین چې دوی ورته لاس رسي نه لری د محکمي په واسطه تورن او محاکمه کوي ، ځینو هیوادونو ، د سودان په مشر عمر بشیر د فشار رواړلو په نیت د امنیت شوری ته وړاندیز وکړ چې عمر بشیر په دارفور کي د جنایتونو له امله ونیول شي او محاکمه شي ، محکمې هم دا پریکړه اعلان او د هغه د نیولو اقدام یې وکړ ، خو ونه توانیدل چې هغه ونیسي ، خو کله چې د سودان روابط له امریکا او اروپا سره سم شول ، د محکمي پریکړه پاته شوه او بیا یې چا غوښتنه ونه کړه .

افغانستان هم د نړیوالې محکمي غړیتوب په ۱۳۸۲کال د ثور په ۱۱ نیټه تر لاسه کړ، او د زمانی صلاحیت له مخې د جزا نړیواله محکمه کولای شي له همدي نیټې وروسته هغو  جرایمو ته رسیدګې وکړي چې د افغانستان د ننه د چا له لوری  تر سره شوی وي.

د ۲۰۱۷ کال په نوامبر کې د نړیوالې محکمي سازمان له خپلو قاضیانو وغوښتل چې تر څو په افغانستان کې د جنګې جنایتونو د تورونو په هکله خپله رسمي پلټنه پیل کړي خو تر اوسه د پلټڼې کومه نتیجه معلومه نه ده .

 دا چې روسیه ددې محکمې غړیوتوب نه لری ، بل خوا د امنیت شوری کې د ویتو حق لری ، نو محکمه نشی کولای چې پوتین ونیسي او یا کومه سزا ورکړي ، د محکمي اعلان صرف یوه سنبولیکه بڼه لری او کوم اجرایوي حکم نشی کیدلای .

 

 

 

 

 

۱۴۰۱ بهمن ۱۷, دوشنبه

د اسلام د تاریخ پاڼه : دعقبى لومړى او دوهم تړون


 له سختو ستونزو کړاوونو ،او نا امیدیو وروسته چي پوره لس کاله مسلمانانو او رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د مکي له مشرکینو وګالل ، او ټولی لاری پری را بندی وې ،  ناڅاپه د الله تعالی مدد او مرسته را ښکاره شوه او الله تعالی  د خپل پیغمبر  او دین د نصرت  لپاره د یثرب خلک وټاکل او د اسلام ډیوه په غوړیدو شوه .
دنبوت په يوولسم کال دحج په موده کى حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم )دشپږو تنو خزرجى يثربيانو سره دمينا په عقبه نومي  یوه ګوښه ځآی کې وليدل يثربيانو ته يى داسلام بلنه ورکړه او هغوی ته یې اسلام تشریح کړ ، هغوي له خبرو وروسته  دابلنه  ومنله اودا ژمنه يي هم وکړه چي  راتلونکی کال  به بيا دحج په موده کي ورسره ګوري، نوموړو شپږوتنو مديني ته له بيرته ستنيدوسره سم اسلامي بلنه هم پيل کړه او دین ته یې خلک رابل پیل کړل . دنبوت په (۱۲)  کال  د مدیني منوری څخه بیا  خلک راغلل  چې دا پلا ټول دوولس کسان ؤ   چې پنځه یې د تیر کال بیعت کوونکي او اووه نور ورسره ملګری ؤ ، په دی ډله کي  ټول د خزرج د قبلیې غړی ؤ چي یوازی دوه تنه یې د اوس  د قبیلی څخه ؤ ،  دوی عقبی ته نیژدی په منی کی  له حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)سره وکتل ،اوپه يولړ بنسټيزو موضوعاتو يي دالله تعالی (عز وجل ) له رسول(صلی الله علیه وسلم)سره  بیعت او تړون  وکړ،  چي دی بیعت ته د عقبى لومړي تړون  وایی : دهغه تړون مادي په دی ډول وي : دالله تعالی (عز وجل ) سره به هيڅوک نه شريکوو،غلابه نه کوو،بدلمني به نه کوو،خپل اولادونه به نه وژنو، بهتان به نه وایو ، ودحضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)نافرماني به نه کوو ،
له دي تعهدنه وروسته حضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)وفرمايل که په وعده مو وفاوکړه ځاى به مو جنت وي.کله چی د حج ورځې تیرې شوې نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ورسره خپل لومړی سفیر (مصعب بن عمیر عبدری رضی الله عنه واستاوه تر څو هلته د دین دعوت وکړی او خلک په اسلام پوه کړی .
دعقبې دويم تړون:دبعثت په ديارلسم کال له اویاؤ زیات مسلمانان د خپل قوم له نورو خلکو سره مکی ته د حج په موخه راغلل ،دوی مکی ته له را رسیدو مخکی له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره په پته تماس ونیو چي د ذی الحجې په (۱۲) شپه به منی او د جمره عقه کی سره غونډیږي کله چې شپه ښه پخه شوه نو   ٧٣تنه نارينه او٢ ښځود دريم ځل لپاره دحضرت محمد(صلی الله علیه وسلم)سره په ټاکلی ځای  کي وکتل او ددوی تر منځ له ډیرو خبرو وروسته  پدي ډول  تړون ولیکل شو چي :
۱-  په هر حالت کي کی به زما خبره اوری او  منی به یی یعنی اطاعت به می کوئ .
۲- په فقر او شتنمی کی به مالي مصارف په غاړه اخلی
۳- په نیکې به امر کوئ او له بدی به منع کوئ
۴- د خدای د دین د نصرت په موخه را پورته شئ او په دئ لاره کي د هیچا پروا به نه ساتئ .
۵- او کله چي زه يثرب ته درغلم  نو ملاتړ به می کوئ او داسي ساتنه به می کوئ  لکه دخپلو  ځانونو ،ښځو او اولادونو په شان  دفاع به می کوئ  اوددې ټولو خدمتونوپه بدل کي به د جنتوعده درکوم ٠
کله چې د نړون د بندونو په هر بند خبری وشوی بیا د بیعت سلسله په لاس ورکولو سره پیل شوه ټولو مسلمانانو په لاس بیعت وکړ ، یوازی دوو ښځو په ژبه بیعت وکړ او لاس یې ورنه کړ .
وروسته دوولس کسان د قوم د مشری لپاره وټاکل شول چې (۹) تنه د خزرج او دری تنه د اوس څخه ؤ .
دغه بيعت اوتړون په حقيقت کي داسلامي حکومت بنسټ وچي کېښودل شو اوله همدې بيعت وروسته مسلمانانويثرب ته هجرت پيل کړ٠



۱۴۰۱ بهمن ۹, یکشنبه

په جنت کې د جنتیانو لومړی خواړه څه شی دي ؟

 



الله تعالی جنتیانو ته د بی شماره  نعمتونو وعدی ورکړې ،له دې نعمتونو څخه ځینې داسی دی چې د انسان نفس یې غوښتنه کوی ، لکه خواړه ، څښاک ، میوی ..او داسی نور ... په جنت کې نهرونه دی ،په دی نهرونو کې مختلف ډوله ،د څښلو مواد لکه شیدی ، شراب او عسل بهیږی ..همدا ډول مختلف النوع  میوی او نور خوندور شیان  لکه ، جامې ، کورونه ..باغونه شته چې الله تعالی  په قران کریم کې په ګڼو ایاتونو کې تری یادونه کړیده ، تر دی چې داسی شیان الله تعالی جنتیانو ته تیار کړی چې نه به سترګو کیدلی وي او نه چا په غوږونو اوریدلی وی ،او همدا د الله تعالی وعده د جنتیانو سره ده .ځکه دوی په ژوند کي د الله تعالی اوامر منلی او د الهی قانون سره یې ژوند کړیدی .

همدا شان د کافرانو، بی دینانو ، ګنهاګارانو لپاره هم الله تعالی په قران کریم کې د سختو عذابونو یادونه کوی 

او دا حقیقتونه هغه خلک منی یا عقیده پری لری چې  د الله تعالی په وجود او کلام ،د قیامت په ورځ او څه چې هلته دی ،او په رسول الله ایمان لری ، او د الله تعالی او پیغمبر (ص) هیڅ خبری ته د شک په سترګه نه ګوری

خو بدبخته ، شقی او د الله څخه منکر انسانان شته چې د الله تعالی دې وعدو ته دشک په سترګه ګوری او ځینې خو لا انکار تری کوی ..

له دی ډلو خلکو ..


په تیرو څو ورځو کې یوه مولوی صاحب چیرته د جنتیانو لپاره د لومړي خوراک په هکله وینا کړیده چې د جنتیانو لومړی خواړه به د حوت (ماهې) جګر وی ،  د دین او قران څخه ناخبره او یا منکرینو ، د مولوی صاحب په دی خبره  په فس بک او نورو رسنیو کې مسخری پیل کړیدی ، څوک ټوکی پری کوی ، څوک مسخری او څوک تهمتونه پری تړی ، په تأسف سره چې په دی ډرامه  کې ځینې داسی کسان هم برخه اخلی  چې له دین څخه ناخبره دی او یا دا چې د اسلامی امارت مخالفین دی ، دا دوهمه ډله خلک په لویه فتنه کی لویدلی ، دا ډله اوس د هر عالم او ملا خبری ته د اسلامی امارت سره د مخالفت له امله د شک په سترګه ګوری ، او ځینې خو مسخری پری کوی ، په داسی حال کې چې دا خلک په حقیقت کې د ملا او عالم سره مخالفت نه ، بلکه د دین سره دښمنی کوی  او کیدای شی دوی په داسی کړنو خپل ایمانونه له لاسه ورکړی .

اوس به راشو هغه حدیث شریف ته چې دا مطلب پکښې راغلی دی :

اخرَّجه البخاري من حديث أنس بن مالك رضي الله عنه أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ سَلَامٍ بَلَغَهُ مَقْدَمُ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْمَدِينَةَ فَأَتَاهُ يَسْأَلُهُ عَنْ أَشْيَاءَ فَقَالَ إِنِّي سَائِلُكَ عَنْ ثَلَاثٍ لَا يَعْلَمُهُنَّ إِلَّا نَبِيٌّ مَا أَوَّلُ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ وَمَا أَوَّلُ طَعَامٍ يَأْكُلُهُ أَهْلُ الْجَنَّةِ وَمَا بَالُ الْوَلَدِ يَنْزِعُ إِلَى أَبِيهِ أَوْ إِلَى أُمِّهِ قَالَ أَخْبَرَنِي بِهِ جِبْرِيلُ آنِفًا قَالَ ابْنُ سَلَامٍ ذَاكَ عَدُوُّ الْيَهُودِ مِنْ الْمَلَائِكَةِ قَالَ أَمَّا أَوَّلُ أَشْرَاطِ السَّاعَةِ فَنَارٌ تَحْشُرُهُمْ مِنْ الْمَشْرِقِ إِلَى الْمَغْرِبِ وَأَمَّا أَوَّلُ طَعَامٍ يَأْكُلُهُ أَهْلُ الْجَنَّةِ فَزِيَادَةُ كَبِدِ الْحُوتِ وَأَمَّا الْوَلَدُ فَإِذَا سَبَقَ مَاءُ الرَّجُلِ مَاءَ الْمَرْأَةِ نَزَعَ الْوَلَدَ وَإِذَا سَبَقَ مَاءُ الْمَرْأَةِ مَاءَ الرَّجُلِ نَزَعَتْ الْوَلَدَ قَالَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّكَ رَسُولُ اللَّهِ قَالَ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِنَّ الْيَهُودَ قَوْمٌ بُهُتٌ فَاسْأَلْهُمْ عَنِّي قَبْلَ أَنْ يَعْلَمُوا بِإِسْلَامِي فَجَاءَتْ الْيَهُودُ  فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَيُّ رَجُلٍ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ سَلَامٍ فِيكُمْ قَالُوا خَيْرُنَا وَابْنُ خَيْرِنَا وَأَفْضَلُنَا وَابْنُ أَفْضَلِنَا فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَسْلَمَ عَبْدُ اللَّهِ بْنُ سَلَامٍ قَالُوا أَعَاذَهُ اللَّهُ مِنْ ذَلِكَ فَأَعَادَ عَلَيْهِمْ فَقَالُوا مِثْلَ ذَلِكَ فَخَرَجَ إِلَيْهِمْ عَبْدُ اللَّهِ فَقَالَ أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا رَسُولُ اللَّهِ قَالُوا شَرُّنَا وَابْنُ شَرِّنَا وَتَنَقَّصُوهُ قَالَ هَذَا كُنْتُ أَخَافُ يَا رَسُولَ اللَّه.

دا حدیث شریف بخاری شریف له انس بن مالک رضی الله عنه څخه  روایت کړی ، چې عبدالله بن سلام ته (چې مخکي یهودی ؤ ) مدینې منورې ته د رسول الله د راتګ خبر راغی ،نو دوی به ورتلل او پوښتنې به یې ورڅخه کولی .نو عبدالله وویل زه د دریو شیانو پوښتنه ورڅخه کوم ، چې ددې پوښتنې ځواب پرته له پیغمبر څخه بل څوک نشی ځوابولای ، لومړی پوښتنه دا وه چې د قیامت د ورځې لومړی علامه یا نښه څه ده ؟،بل دا چې د جنت اهل ته به لومړی کوم خوراک ورکول کیږی ،دریم دا چې ولی اولاد کله نارینه تولد کیږی او کله ښځه ؟


نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د درو واړو پوښتنو ځواب د جبرئیل (ع) د خبر وروسته ورکړیدی ، چې د دوهمی پوښتنې په ځواب کې وایی ( د جنت د اهل لومړنی خوراک د حوت جګر دی ) او عبدالله بن سلام  د همدی پوښتنو د ځوب وروسته اسلام قبول کړ ..

دا حدیث شریف صحیح حدیث دی چې هیڅ شک پکښې نشته ، او موږ مسلمانان په دی باور لرو چې د رسول اکرم (صلی الله علیه وسلم ) هره وینا وحی  ده او هغه له ځانه وینه نه کوله ، الله تعالی هم فرمایی ( وما ینطق عن الهوی ان هو الا وحی یوحی)  او موږ په دی باور لرو چې د ماهی له  جګرڅخه ډیر زیات نعمتونه  او خواړه ، الله تعالی ریښتینو مؤمنانو او جنتیانو ته تیار کړی  او همدا د مؤمن عقیده ده ، خو څوک چې په دی برخه کی شک کوی ، او یا د مولوی صاحب خبرو مسخری کوی ، پرته له شکه چې یا جاهل دی چې له دین څخه ناخبره دی ، یا ضعیف الایمان دی چې باور یې کمزوری دی او یا مطلق ملحد دی چې په الله ، او د قیامت په ورځ ایمان نه لری . ځکه که څوک د الله تعالی په پیغمبر ایمان لری ، بیا د هغه په خبرو کې شک نه کوی او د هغه وینا د زړه له تله تصدیق کوی .

زه  جنتیانو لپاره د هغو آیتونو او احادیثو څخه ځینې دلته رانقل کوم چې الله تعالی په قران کریم کی تری یادونه کړیده او یا پیغمبر (ص) موږ ته تری خبر راکړیدی :

عن أنس بن مالك رضي الله عنه أن عبد الله بن سلام رضي الله عنه سأل النبي- صلى الله عليه وسلم- ما أول طعام يأكله أهل الجنة؟ فقال: «زِيَادَةُ كَبِدِ حُوتٍ». أخرجه البخاري.
2-
وعن ثوبان رضي الله عنه قال: كنت قائماً عند رسول الله- صلى الله عليه وسلم- فجاء حَبر من أحبار اليهود...-وفيه-: فقال اليهودي.. فَمَنْ أول الناس إجازة؟ قال: «فُقَرَاءُ المُهَاجِرِينَ» قال اليهودي: فما تحفتهم حين يدخلون الجنة؟ قال: «زِيَادَةُ كَبِدِ النُّونِ» فقال فما غذاؤهم على إثرها؟ قال: «يُنْحَرُ لَهُمْ ثَورُ الجَنَّةِ الَّذِي كَانَ يَأْكُلُ مِنْ أَطْرَافِهَا» قال: فما شرابهم عليه قال: «مِنْ عَيْنٍ فِيْهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلاً». أخرجه مسلم.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.صفة طعام أهل الجنة:

1- قال الله تعالى: {ادْخُلُوا الْجَنَّةَ أَنْتُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ تُحْبَرُونَ (70) يُطَافُ عَلَيْهِمْ بِصِحَافٍ مِنْ ذَهَبٍ وَأَكْوَابٍ وَفِيهَا مَا تَشْتَهِيهِ الْأَنْفُسُ وَتَلَذُّ الْأَعْيُنُ وَأَنْتُمْ فِيهَا خَالِدُونَ (70)} [الزخرف/70- 71].
2-
وقال الله تعالى: {مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا} [الرعد/35].
3-
وقال الله تعالى: {وَفَاكِهَةٍ مِمَّا يَتَخَيَّرُونَ (20) وَلَحْمِ طَيْرٍ مِمَّا يَشْتَهُونَ (21)}
[
الواقعة/ 20- 21].
4-
وقال الله تعالى: {كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ (24)} [الحاقة/24].
5-
وعن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: قال النبي- صلى الله عليه وسلم-: «تَكُونُ الأَرْضُ يَومَ القِيَامَةِ خُبْزَةً وَاحِدَةً، يَتَكَفَّؤُهَا الجبَّارُ بِيَدِهِ، كَمَا يَكْفَؤُ أَحَدُكُمْ خُبْزَتَهُ فِي السَّفَرِ نُزُلاً لأهْلِ الجَنَّةِ».-وفيه- فأتى رجل من اليهود... فقال: أَلا أُخْبِرُكَ بِإدَامِهِمْ؟ قال: إدَامُهُمْ بَالامٌ وَنُونٌ، قالوا: ومَا هَذَا؟ قَالَ: ثَوْرٌ وَنُونٌ يَأْكُلُ مِنْ زَائِدَةِ كَبِدِهِمَا سَبْعُونَ أَلْفاً. متفق عليه.
6-
وعن جابر رضي الله عنه قال: سمعت النبي- صلى الله عليه وسلم- يقول: «إنَّ أَهْلَ الجَنَّةِ يَأْكُلُونَ فِيْهَا، وَيَشْرَبُونَ، وَلا يَتْفِلُونَ، وَلا يَبُولُونَ، وَلا يَتَغَوَّطُونَ، وَلا يَمْتَخِطُون» قالوا: فما بال الطعام؟ قال: «جُشَاءٌ وَرَشْحٌ كَرَشْحِ المسْكِ يُلْهَمُونَ التَّسْبِيْحَ وَالتَّحْمِيدَ كَمَا يُلْهَمُونَ النَّفَسَ». أخرجه مسلم.
7-
وعن عتبة بن عبد السلمي رضي الله عنه قال: كنت جالساً مع رسول الله- صلى الله عليه وسلم- فجاء أعرابي فقال: يا رسول الله أسمعك تذكر شجرة في الجنة لا أعلم في الدنيا شجرة أكثر شوكاً منها-يعني الطلح- فقال رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: «فَإنَّ اللهَ يَجْعَلُ مَكَانَ كُلِّ شَوْكَةٍ مِثْلَ خِصْيَةِ التَّيْسِ المَلْبُودِ-يعني المخصي- فِيهَا سَبْعُونَ لَوْناً مِنَ الطَّعَامِ لا يُشْبِهُ لَوْنُهُ لَوْنَ الآخَرِ». أخرجه الطبراني في الكبير وفي مسند الشاميين.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.صفة شراب أهل الجنة:

1- قال الله تعالى: {إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (5)} [الإنسان/5].
2-
وقال الله تعالى: {وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلًا (17)} [الإنسان/17].
3-
وقال الله تعالى: {يُسْقَوْنَ مِنْ رَحِيقٍ مَخْتُومٍ (25) خِتَامُهُ مِسْكٌ وَفِي ذَلِكَ فَلْيَتَنَافَسِ الْمُتَنَافِسُونَ (26) وَمِزَاجُهُ مِنْ تَسْنِيمٍ (27) عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ (28)} [المطففين/25- 28].
4-
وعن ابن عمر رضي الله عنهما قال: قال رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: «الكَوْثَرُ نَهْرٌ فِي الجَنَّةِ، حَافَتَاهُ مِنْ ذَهَبٍ، وَمَجْرَاهُ عَلَى الدُّرِّ وَاليَاقُوتِ، تُرْبَتُهُ أَطْيَبُ مِنَ المِسْكِ، وَمَاؤُهُ أَحْلَى مِنَ العَسَلِ، وَأَبْيَضُ مِنَ الثَّلْجِ».أخرجه الترمذي وابن ماجه.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.صفة أشجار الجنة وثمارها:

1- قال الله تعالى: {وَدَانِيَةً عَلَيْهِمْ ظِلَالُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوفُهَا تَذْلِيلًا (14)} [الإنسان/14].
2-
وقال الله تعالى: {إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي ظِلَالٍ وَعُيُونٍ (41) وَفَوَاكِهَ مِمَّا يَشْتَهُونَ (42)}
[
المرسلات 41- 42].
3-
وقال الله تعالى: {مُتَّكِئِينَ فِيهَا يَدْعُونَ فِيهَا بِفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ وَشَرَابٍ (51)} [ص/51].
4-
وقال الله تعالى: {وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ} [محمد/15].
5-
وقال الله تعالى: {إِنَّ لِلْمُتَّقِينَ مَفَازًا (31) حَدَائِقَ وَأَعْنَابًا (32)} [النبأ/31- 32].
6-
وقال الله تعالى: {فِيهِمَا مِنْ كُلِّ فَاكِهَةٍ زَوْجَانِ (52)}... {فِيهِمَا فَاكِهَةٌ وَنَخْلٌ وَرُمَّانٌ (68)} [الرحمن/52، 68].
7-
وقال الله تعالى: {يَدْعُونَ فِيهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ آمِنِينَ (55)} [الدخان/55].
8-
وقال الله تعالى: {وَأَصْحَابُ الْيَمِينِ مَا أَصْحَابُ الْيَمِينِ (27) فِي سِدْرٍ مَخْضُودٍ (28) وَطَلْحٍ مَنْضُودٍ وَظِلٍّ مَمْدُودٍ (30) وَمَاءٍ مَسْكُوبٍ (31) وَفَاكِهَةٍ كَثِيرَةٍ (32) لَا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ (33)} [الواقعة/27- 33].
9-
وقال الله تعالى: {فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ (22) قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ (23) كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ (24)} [الحاقة/22- 24].
10-
وعن مالك بن صعصعة رضي الله عنهما في قصة المعراج- وفيه-: أن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: «وَرُفِعَتْ لِي سِدْرَةُ المنْتَهَى فَإذَا نَبِقُهَا كَأَنَّهُ قِلالُ هَجَرَ، وَوَرَقُهَا كَأَنَّهُ آذَانُ الفُيُولِ، فِي أَصْلِهَا أَرْبَعَةُ أَنْهَارٍ: نَهْرَانِ بَاطِنَانِ، وَنَهْرَانِ ظَاهِرَانِ، فَسَألْتُ جِبْريلَ، فَقَالَ: أَمَّا البَاطِنَانِ فَفِي الجَنَّةِ، وَأَمَّا الظَّاهِرَانِ النِّيلُ وَالفُرَاتُ». متفق عليه.
11-
وعن أبي سعيد رضي الله عنه عن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: «إنَّ فِي الجَنَّةِ لَشَجَرَةً يَسِيْرُ الرَّاكِبُ الجَوادَ أَو المضَمَّرَ السَّريعَ مائَةَ عَامٍ مَا يَقْطَعُهَا». متفق عليه.
12-
وعن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله- صلى الله عليه وسلم- قال: «ما فِي الجَنَّةِ شَجَرَةٌ إلَّا وَسَاقُهَا مِنْ ذَهَبٍ». أخرجه الترمذي.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.صفة أنهار الجنة:

1- قال الله تعالى: {إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ذَلِكَ الْفَوْزُ الْكَبِيرُ (11)} [البروج/11].
2-
وقال الله تعالى: {مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ فِيهَا أَنْهَارٌ مِنْ مَاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِنْ لَبَنٍ لَمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِنْ خَمْرٍ لَذَّةٍ لِلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِنْ عَسَلٍ مُصَفًّى وَلَهُمْ فِيهَا مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِنْ رَبِّهِمْ} [محمد/15].
3-
وقال الله تعالى: {إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَنَهَرٍ (54) فِي مَقْعَدِ صِدْقٍ عِنْدَ مَلِيكٍ مُقْتَدِرٍ (55)} [القمر/54- 55].
4-
وعن أنس بن مالك رضي الله عنه عن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: «بَيْنَمَا أَنَا أَسيرُ فِي الجَنَّةِ إذَا أَنَا بِنَهَرٍ حَافَتَاهُ قِبابُ الدُّرِّ المُجَوَّفِ، قُلْتُ مَا هَذَا يَا جِبْرِيلُ؟ قَالَ: هَذَا الكَوْثَرُ الَّذِي أَعْطَاكَ رَبُّكَ، فَإذَا طيبُهُ، أَوْ طينُهُ مِسْكٌ أذْفَرُ». أخرجه البخاري.
5-
وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: «سَيْحَانُ وَجَيْحَانُ، وَالفُرَاتُ وَالنِّيلُ، كُلٌّ مِنْ أَنْهَارِ الجَنّةِ». أخرجه مسلم.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.صفة عيون الجنة:

1- قال الله تعالى: {إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (45)} [الحجر/45].
2-
وقال الله تعالى: {إِنَّ الْأَبْرَارَ يَشْرَبُونَ مِنْ كَأْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُورًا (5) عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللَّهِ يُفَجِّرُونَهَا تَفْجِيرًا (6)} [الإنسان/5- 6].
3-
وقال الله تعالى: {وَمِزَاجُهُ مِنْ تَسْنِيمٍ (27) عَيْنًا يَشْرَبُ بِهَا الْمُقَرَّبُونَ (28)} [المطففين/ 27- 28].
4-
وقال الله تعالى: {فِيهِمَا عَيْنَانِ تَجْرِيَانِ (50)}، {فِيهِمَا عَيْنَانِ نَضَّاخَتَانِ (66)}
[
الرحمن 50، 66].
5-
وقال الله تعالى: {وَيُسْقَوْنَ فِيهَا كَأْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِيلًا (17) عَيْنًا فِيهَا تُسَمَّى سَلْسَبِيلًا (18)} [الإنسان/17- 18].

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.صفة نساء أهل الجنة:

1- قال الله تعالى: {لِلَّذِينَ اتَّقَوْا عِنْدَ رَبِّهِمْ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَأَزْوَاجٌ مُطَهَّرَةٌ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ بَصِيرٌ بِالْعِبَادِ (15)} [آل عمران/ 15].
2-
وقال الله تعالى: {إِنَّا أَنْشَأْنَاهُنَّ إِنْشَاءً (35) فَجَعَلْنَاهُنَّ أَبْكَارًا (36) عُرُبًا أَتْرَابًا (37) لِأَصْحَابِ الْيَمِينِ (38) ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ (39) وَثُلَّةٌ مِنَ الْآخِرِينَ (40)} [الواقعة/35- 40].
3-
وقال الله تعالى: {وَعِنْدَهُمْ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ عِينٌ (48) كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ (49)} [الصافات/ 48- 49].
4-
وقال الله تعالى: {وَحُورٌ عِينٌ (22) كَأَمْثَالِ اللُّؤْلُؤِ الْمَكْنُونِ (23) جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ (24)} [الواقعة/22- 24].
5-
وقال الله تعالى: {فِيهِنَّ قَاصِرَاتُ الطَّرْفِ لَمْ يَطْمِثْهُنَّ إِنْسٌ قَبْلَهُمْ وَلَا جَانٌّ (56) فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (57) كَأَنَّهُنَّ الْيَاقُوتُ وَالْمَرْجَانُ (58)} [الرحمن/56- 58].
6-
وقال الله تعالى: {فِيهِنَّ خَيْرَاتٌ حِسَانٌ (70) فَبِأَيِّ آلَاءِ رَبِّكُمَا تُكَذِّبَانِ (71) حُورٌ مَقْصُورَاتٌ فِي الْخِيَامِ (72)} [الرحمن/70- 72].
7-
وعن أنس بن مالك رضي الله عنه عن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: «لَرَوْحَةٌ فِي سَبِيلِ اللهِ أَوْ غَدْوَةٌ خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا، وَلَقَابُ قَوْسِ أَحَدِكُمْ مِنَ الجَنَّةِ، أَوْ مَوْضِعُ قِيْدٍ-يَعْنِي سَوْطَهُ- خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا، وَلَوْ أَنَّ امْرَأةً مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ اطَّلَعَتْ إلَى أَهْلِ الأَرْضِ لأَضَاءَتْ مَا بَيْنَهُمَا، وَلملأَتْهُ رِيحاً، وَلَنَصِيفُهَا عَلَى رَأْسِهَا خَيْرٌ مِنَ الدُّنْيَا وَمَا فِيهَا». متفق عليه.
8-
وعن أبي هريرة رضي الله عنه عن رسول الله- صلى الله عليه وسلم- قال: «إنَّ أَوَّلَ زُمْرَةٍ تَدْخُلُ الجَنَّةَ عَلىَ صُورَةِ القْمَرِ لَيْلَةَ البَدْرِ، وَالَّتِي تَلِيهَا عَلَى أَضْوَءِ كَوْكَبٍ دُرِّيٍّ فِي السَّمَاءِ، لِكُلِّ امْرِئٍ مِنْهُمْ زَوْجَتَانِ اثْنَتَانِ، يُرَى مُخُّ سُوقِهِمَا مِنْ وَرَاءِ اللَّحْمِ، وَمَا فِي الجَنَّةِ أعْزَبٌ». متفق عليه.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.عطور وروائح الجنة:

وذلك يختلف باختلاف الأشخاص، وتفاوت منازلهم، ودرجاتهم.
1-
عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: «إنَّ أوَّلَ زُمْرَةٍ يَدْخُلُونَ الجَنَّةَ عَلَى صُورَةِ القَمَرِ لَيْلَةَ البَدْرِ، ثُمَّ الَّذِينَ يَلُونَهُمْ عَلَى أشَدِّ كَوْكَبٍ دُرِّيٍّ فِي السَّمَاءِ إضَاءَةً، لا يَبُولُونَ وَلا يَتَغَوَّطُونَ، وَلا يَتْفِلُونَ وَلا يَمْتَخِطُونَ، أمْشَاطُهُمُ الذَّهَبُ، وَرَشْحُهُمُ المِسْكُ، وَمَجَامِرُهُمُ الأُلُوَّةُ-الألَنْجُوجُ، عُودُ الطِّيبِ- وَأزْوَاجُهُمُ الحُورُ العِينُ، عَلَى خَلْقِ رَجُلٍ وَاحِدٍ، عَلَى صُورَةِ أبِيهِمْ آدَمَ، سِتُّونَ ذِرَاعًا فِي السَّمَاءِ». متفق عليه.
2-
وعن عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما أن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: «مَنْ قَتَلَ مُعَاهَداً لَمْ يَرَحْ رَائِحَةَ الجَنَّةِ، وَإنَّ رِيحَهَا يُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ أَرْبَعِينَ عَاماً». أخرجه البخاري.
3-
وفي لفظٍ: «وَإنَّ رِيحَهَا لَيُوجَدُ مِنْ مَسِيرَةِ سَبْعِينَ خَرِيفاً». أخرجه الترمذي وابن ماجه.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.غناء أزواج أهل الجنة:

عن ابن عمر رضي الله عنهما أن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: «إنَّ أَزْوَاجَ أَهْلِ الجَنَّةِ لَيُغَنِّينَ أَزْوَاجَهُنَّ بِأَحْسَنِ أَصْوَاتٍ سَمِعَهَا أَحَدٌ قَطّ، إنّ مِمَّا يُغَنِّينَ بِهِ: نَحْنُ خَيرُ الحِسَانِ، أَزْوَاجُ قَومٍ كِرَامٍ، يَنْظُرْنَ بِقُرَّةِ أَعْيَانِ وَإنَّ مِمَّا يُغَنِّينَ بِهِ: نَحْنُ الخَالِدَاتُ فَلا يَمُتْنَهْ، نَحْنُ الآمِنَاتُ فَلا يَخَفْنَهْ، نَحْنُ المقيمَاتُ فَلا يَظْعَنَّهْ». أخرجه الطبراني في الأوسط.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.جماع أهل الجنة:

1- قال الله تعالى: {إِنَّ أَصْحَابَ الْجَنَّةِ الْيَوْمَ فِي شُغُلٍ فَاكِهُونَ (55) هُمْ وَأَزْوَاجُهُمْ فِي ظِلَالٍ عَلَى الْأَرَائِكِ مُتَّكِئُونَ (56)} [يس/55- 56].
2-
وعن زيد بن أرقم رضي الله عنه قال: قال رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: «إنَّ الرَّجُلَ مِنْ أَهْلِ الجَنَّةِ لَيُعْطَى قُوَّةَ مِائَةِ رَجُلٍ فِي الأَكْلِ وَالشُّرْبِ وَالشَّهْوَةِ وَالجِمَاعِ»، فقال رجل من اليهود: فإن الذي يأكل ويشرب تكون له الحاجة، فقال رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: «حَاجَةُ أَحَدِهِمْ عَرَقٌ يَفِيضُ مِنْ جِلْدِهِ، فَإذَا بَطْنُهُ قَدْ ضَمِرَ». أخرجه الطبراني والدارمي.
3-
وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قيل يا رسول الله: هل نصل إلى نسائنا في الجنة؟ فقال: «إنَّ الرَّجُلَ لَيَصِلُ فِي اليَوْمِ إلَى مِائَةِ عَذْرَاءَ». أخرجه الطبراني في الأوسط وأبو نعيم في صفة الجنة.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.الولد في الجنة:

عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: قال رسول الله- صلى الله عليه وسلم-: «المؤْمِنُ إذَا اشْتَهَى الوَلَدَ فِي الجَنَّةِ كَانَ حَمْلُهُ وَوَضْعُهُ وَسِنُّهُ فِي سَاعَةٍ كَمَا يَشْتَهِي». أخرجه أحمد والترمذي.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.دوام نعيم أهل الجنة:

إذا دخل أهل الجنة الجنة تلقتهم الملائكة، وبشرتهم بما في الجنة من النعيم والخلود بشرىً لم يسمعوا بمثلها قط.
1-
قال الله تعالى: {مَثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ أُكُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا تِلْكَ عُقْبَى الَّذِينَ اتَّقَوْا وَعُقْبَى الْكَافِرِينَ النَّارُ (35)} [الرعد/35].
2-
وعن أبي هريرة رضي الله عنه عن النبي- صلى الله عليه وسلم- قال: «يُنَادِي مُنَادٍ: إنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا فلا تَسْقَمُوا أَبَداً، وَإنّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا فلا تَمُوتُوا أَبَداً، وَإنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا فلا تَهْرَمُوا أَبَداً، وَإنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا فَلا تَبْأَسُوا أَبَداً» فذلك قوله عزوجل: {وَنُودُوا أَنْ تِلْكُمُ الْجَنَّةُ أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ} أخرجه مسلم.
3-
وعن جابر رضي الله عنه قال: قيل يا رسول الله: هل ينام أهل الجنة؟ قال: «لا، النَّوْمُ أَخُو المَوْتِ». أخرجه البزار.

http://www.al-eman.com/images/book/arrow_top.gif.درجات الجنة:

1- قال الله تعالى: {انْظُرْ كَيْفَ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَلَلْآخِرَةُ أَكْبَرُ دَرَجَاتٍ وَأَكْبَرُ تَفْضِيلًا (21)} [الإسراء/21].
2-
وقال الله تعالى: {وَمَنْ يَأْتِهِ مُؤْمِنًا قَدْ عَمِلَ الصَّالِحَاتِ فَأُولَئِكَ لَهُمُ الدَّرَجَاتُ الْعُلَى (75) جَنَّاتُ عَدْنٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَذَلِكَ جَزَاءُ مَنْ تَزَكَّى (76)} [طه/75- 76].
3-
وقال الله تعالى: {وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ (10) أُولَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ (11) فِي جَنَّاتِ النَّعِيمِ (12) ثُلَّةٌ مِنَ الْأَوَّلِينَ (13) وَقَلِيلٌ مِنَ الْآخِرِينَ (14)} [الواقعة/10- 14].
4-
وعن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قال النبي- صلى الله عليه وسلم-: «مَنْ آمَنَ بِاللهِ وَبِرَسُولِهِ، وَأَقَامَ الصَّلاةَ، وَصَامَ رَمَضَانَ، كَانَ حَقاً عَلَى اللهِ أَنْ يُدْخِلَهُ الجَنَّةَ، جَاهَدَ فِي سَبِيْلِ اللهِ، أَوْ جَلَسَ فِي أَرْضِهِ الَّتِي وُلِدَ فِيهَا» فقالوا يا رسول الله: أفلا نبشر الناس؟.
قال: «إنَّ فِي الجَنَّةِ مِائَةَ دَرَجَةٍ أَعَدَّهَا اللهُ لِلْمُجَاهِدِينَ فِي سَبِيلِ اللهِ، مَا بَيْنَ الدَّرَجَتَينِ كَمَا بَيْنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ فَإذَا سَأَلْتُمُ اللهَ فَاسْأَلُوهُ الفِرْدَوسَ فَإنَّهُ أَوْسَطُ الجَنَّةِ، وَأَعْلَى الجَنَّةِ»، أراه قال: «وَفَوقَهُ عَرْشُ الرَّحْمَنِ، وَمِنْهُ تَفَجَّرُ أَنْهَارُ الجَنَّةِ». أخرجه البخاري.