لیکنه : محمدشفیق صادق
دا یو ښکاره حقیقت او دردوونکي واقعیت دی چې د افغانستان د مشرانو ( واکمنو) مثال د یهودانو د مشرانو او مذهبیانو په شان دی ، ددوی پیروان او ترلاس لاندې خلک دوی ته د (اربابا من دون الله )(د خدایی د مقام) په سترګه ګورې او ډیر افغانان د همدوی څخه استفتاوې غواړې ، په ډیرو ناچیزو(عادي) مسائیلو (کارونو) کې له دوی د نصیحت غوښتنه کوي . دوی ته د هغه چا په سترګه ګورې چې هر څه یې په واک کې وي ،تر دې ور آخوا د مرګ او ژوند د مصدر، د الهي انعامونو، د عزت ، ذلت او ننګ مصدر یې هم ګڼې .دا مشران (واکمن) هم ځانونو ته د (انداد لله )( د الله سره دسیالانو) تصور لري ، دوی د خپلو باطلو منحرفو خواهشاتو او بی اهمیته افکارو او نظریاتو تابع دي ، ګورو چې په همدې لاره کې پریمانه مال مصرفوي او ملکیتونه تر لاسه کوي (والذین یتخذون اربابا من دون الله اولئک هم الخاسرون ) یعني څوک چې پرته له الله نور خدایان ونیسي دوی به زیان کاران وي . د هیواد د ځینو جاهلانو مثال مو ،هغوی چې ځانونو ته علماء او څیړونکي وايي او فکر کوي د علم په لټه کې دي ( او خلک ورته علماء وايي) د شرابو او قمار په شان دی ..که چیري ددې ( مشرانو ) په څرګندونو کې ځېني ګټې هم وي کله چې خبره تر لمانځه او اوداسه پورې تعلق لری ،خو ( ګناه یې له ګټې زیاته وي ) ځکه دا خلک د خپلو خواهشاتو د پیروی په اساس د دین په احکامو کې پراخه تعدیلات او تغیرات راولي ، دوی دومره جرئت هم کوي چې له ځانه نور احکام د خپلو شخصي غوښتنو په اساس رامنځ ته کوي ، بیا څوک چې ددوی له رایې او نظر څخه د مخالفې راېې د ورکولو جرئت کوي د کفر فتوی پرې لګوي ، ومن لم یحکم بما انزل الله فاؤلائک هم الظالمون.یعنې : څوک چې په هغه څه حکم ونه کړي چې الله نازل کړي هغوی ظالمان دي .
په دې هیواد کې د فوځې قماندانانو،صاحب منصبانو
او ملکي مامورینو مثال د قریشو د بتانو او تمثالونو په څیر دی ، دوی هیڅ انسان ته
د مرګ او ژوند ورکولو واک نه لری ، دوی د ستونزو په حلولو کې هم کومه لازمه پوهه
او ذکاوت نه لری ، د فتنو او جګړو
په مهال د تورې ایستلو جرئت اوشجاعت هم پکښې نشته .له همدې کبله دوی د
ملنګانو په شان دي چې پرته له شخصي مصلحت څخه په نورهیڅ شي کې فکر نه کوي ، د هغې
پیښې او وخت انتظار کوي چې دوی خپل اسونه د زور
ورو په سیالئ کې وځغلوي ..
دوی د اکرام اوعطاء خلک هم نه دي چې د خپلې دروازې مسکین ته یوه ګوله ډوډئ ورکړي ، له هغې خوږې ژبې هم محروم دي چې یوه مسافراو ناولده ته یوه نیکه خوږه خبره وکړي .دا خلک د فرعون او هامان سره په تکبر کې مشابه دي، د ابلیس سره د فتنو په راولاړولو کې ، ( هغه کسان چې په ځمکه کې فساد کوي ) او په خلکو خپل کبر چلوي (اولائک یلعنهم الله ویلعنهم اللاعنون) دا هغه خلک دي چې الله لعنت کړي او لعنت ویونکي پرې لعنت وايي[1] سید جمال الدین له افغانانو ډیر ناهیلي او خفه ولاړی ،هغه افغانانو ته ډیر امیدونه درلودل خو د هغه ناهيلې او د زړه د درد احساس له همدې لیکنې ښه په ډاکه کیږي
خو د لیکوال په
نورو لیکونو کې اسلوب دا دې چې د لیک د خپریدو د نیټې تر څنګ یې ځای هم لیکي ،
لاکن ددې لیک د خپیدو اصلي ځای او دا چې لیکوال له کومي منبع تر لاسه کړي ، درک نه
لري ، په هر صورت دا د سید هغه لیک دی چې افغانان یې پکښې ټکولي ..
[1]
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر