لیکنه : محمدشفیق صادق
د روسانو له نظامي اشغال وړاندې د سیدآباد ولسوالی له مرکز پرته د وردګ ټولې ولسوالۍ د حکومت له واکه وتلې وې، یواځې د سيدآباد ولسوالۍ مرکز، چې د کابل کندهار د لويې لارې پر سر پرته ده، د حکومت په ولکه کې
وه،
خو د ولسوالۍ له مقر بهر یې واک نه درلود. د تنګي په دره کې د حزب اسلامي او
د حرکت انقلاب اسلامي ګوندونه واکمن وو، او په څنګ کې یې د جمعيت اسلامي یو کوچني ګروپ هم فعال و. په اونخي دره کې د انجنير متين په مشرۍ حزب اسلامي حاکم و. د شنيز په دره کې د حزب اسلامي او حرکت انقلاب جبهې فعالې وې. دشیخ آباد او سيدآباد په سيمو کې د ورځې حکومت تګ راتگ درلود ، خو د شپی له خوا مجاهدینو واکمني
چلوله .
د چک ولسوالۍ واک هم د حزب اسلامي، حرکت انقلاب اسلامي او جمعیت اسلامي د مجاهدينو سره وه. په جلګه، جغتو، نرخ او جلریز کې هم د مجاهدينو واک چلېدو. د بهسودو دوو ولسوالیو کې د اهل تشیع مجاهدینو اړونده ډلو
واک درلود ،هلته
خو د حکومت
هېڅ لاس نه رسیده ، ځکه لاره یې د مجاهدینو په واک کې وه.
حکومت په دې دوو کلونوکې په پوره زور او ځواک هڅې وکړې څو له لاسه وتې سیمې بېرته تر حکومتي واک لاندې راولي او په دې پار یې په يادو سيمو پرله پسې یرغلونه وکړل. هان تر دې چې ( د پخوانیو مجاهدینو په وینا ) د اونخي درې ته يې د مشرقي او جنوبي ولايتونو مليشه او اربکيان هم راوستل، خو له سختو ماتو وروسته بېرته په شا شول. [1]
د حفیظ الله امین وژنه اوپر افغانستان د شوروي اتحاد د سرو لښکرو یرغل
سره ددې چې حفیظ الله امین شوروي اتحاد ته ډېر وفادار او حکومت یې لاس پوڅی و، چې هیڅکله یې مخالفت نه دی ورسره کړی، خو هغوی یې له خپل سریو او د پرچمیانو سره په دښمنې ناراضه وو، نو ځکه یې د له منځه وړلو بهانې ورته لټولې. شوروي اتحاد د هغه سره د دسمبر په (۵) نېټه تړون لاسلیک کړ چې هغوی کولای شي افغانستان ته خپلې نظامي مرستې را واستوي. په دې ترتیب روسانو د خپلو سرو لښکرو په را استولو پیل وکړ. دوی په لومړی سر کې څو کنډکه د منځنۍ اسیا د هېوادونو فوځيان په افغاني لباس کې را واستول او په کابل کې ځای پر ځای شول. البته تر دې وخته هم امین د شوروي اتحاد په راتلو کوم اعتراض نه ؤ کړی. نوموړي په روسانو دومره باور درلود چې د کور آشپز یې هم روسي(تالیبوف) ټاکلی ؤ. نوموړي د روسانو په لارښوونه د خپل حکومت پر مهال د ارګ پر ځای د تاج بېک ماڼې غوره کړه. پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو د بريد په لومړيو شېبو کې ولسمشر حفیظ الله امین د کابل تاجبېګ ماڼۍ د ننه په خپل استوګنځي کې د کابينې له یو شمېر غړو سره لومړی مسموم شو. ملګرو یې ژر تر ژره ډاکتران را وغوښتل. دا په داسې حال کې چې د یوه روسې عسکر، چې د ازبکستان هېواد څخه ؤ (رستم تورسولولوف)، په وینا چې نوموړی ته د امین د وژني دستور ورکول شوي ؤ او هغوی د امر په انتظار ؤ، دوی انتظار ایست چې نوموړی په زهرو مړکیږي او که نه. خو هغه پرته له درملنې روغ پاتې شو. نو د ۱۳۵۸ کال د مرغومي میاشتې په (۶) نېټه د روسانو د الفا بریرګرو ځواکونو د نیکولای بریلیف په قومانده د تاج بېک په ماڼې یرغل پیل کړ. امین دا وخت هم ډاډه ؤ، چې روسان یې د وژلو نیت نه لري. کله چې روسان را نږدې کېدل ، هغه ته خبر ورکړل شو چې روسان بد نیت لری. خو هغه نه منله. په پای کې روسانو پر ماڼۍ برید وکړ، (۴۵) دقیقي د امین د ساتوونکو او روسانو تر منځ جګړه روانه وه، کله چې کور ته وردننه شول، لور یې ورته وایی: ولي ډزې کوی! امین صاحب دلته دی. هغو هم نه پوهېدل چې دوی یې مرګ ته راغلي دي! خلق یانو روسانو ته د مور او پلار په سترګه کتل هېڅکله یې د بد نیت تمه نه ورڅخه درلوده خو دوی هغه مهال پوه شول چي په وینو کې یې لیت پیت کړل. په پایله کې د امین د کور د ننه د امین په شمول یې دوه زامن ووژل شول. دری لوڼې یی ټپیانې شوې، نوره ټوله کورنۍ یې زندان ته واچول شوه. د خلقي حکومت ځینو ک غړو بیا ویل چې امین ولي مقاومت کاوه. که مقاومت یې نه وای کړی، نه وژل کېدل. خو روسي عسکر رستم وایې: دوی ته یوازي د امین او هر ژوندي شي د وژلو امر شوی ؤ نه د نیولو! روسانو د امین جسد له ماڼې د باندې په یوه نامعلومه کنده کې تر خاورو او خځلو لاندې کړ. د نوموړی واکمنی یې له دریو میاشتو او یوې ورځې وروسته پای ته ورسوله. بیا یې نه ګوندي غړو پوښتنه وکړه او نه خلقي ملګرو! ببرک کارمل له تاشکند یواعلامیه خپره کړه او امین یې د یوه سفاک ، ضد انقلاب او د امپریالیزم د ګوډاګي په القابو یاد کړ. په دې ورځ د حفیظ الله د ملګرو څخه تر (۱۵۰۰) ډېر کسان ونیول شول او زندانونو ته واچول شول .هغه یې په دې تورن کړ چې د امریکا او حکمتیار سره یې اړیکې ټینګې کړې وي، نو ځکه ووژل شو. خو دا هر څه یوازي پلمه وه ځکه کارمل او ډلې یې تر پایه کوم داسې سند وړاندې نه شوی کړای چې د امین په خیانت دلالت وکړي. کارمل خپله واکمنې د روسي عسکرو په ملتیا پیل کړه او هېواد رسما د روسي نیواکګر په لاسونو شو .[2]
.ددې سره د ځمکې او هوا له لارو د روسانو د لښکرو راتګ پیل شو. روسانو د هېواد د شمال څخه د حیرتانو شیرخان بندراو تورغونډۍ له بندرونو زرګونه ټانګونه، نظامي وسایط او لښکرې راوستل. د هېواد په مهمو سیمو او نظامي مرکزونو کې (۱۳۰،۰۰۰) عسکر چې سلګونه جنګي الوتکو او نورو درنو وسلو يې ملاتړ کاوه ځای پر ځای کړل. د مرغومي میاشت د روسانو د ځای پر ځای کېدو میاشت وه. د هېواد ټولې برخې یې تر خپل واک لاندې راوستې.
ببرک کارمل څوک ؤ
ببرک کارمل د جنرل محمد حسین زوی په (۱۳۰۸) لمریز کال د کابل ولایت په بګرامیو کې زېږېدلی، سره ددې چې ځان پښتون ګڼې خو د کره اسناد په باور د نوموړی نیکه له هندي کشمیر څخه راغلی دی. د (۱۳۴۳) کال د خلق دېموکراتیک ګوند د لومړی کنګري له غړو څخه ؤ. د ظاهر شاه د حکومت پر مهال د پارلمان غړی شو او په ښکاره یې په لینن ( د کمونېستانو رهبر) درود ووایه. کله چې دېموکراتیک ګوند په دوو ډلو ووېشل شو نوموړی د پرچم ډلې مشر شو. د سردار داؤد خان د حکومت پر مهال یې د روسانو سره کلکې اړیکې ټینګې کړي او د (KGB) غړی شو ،[3] کله چې په (۱۳۵۶)کال روسانو د خلق او پرچم ډلې سره متحدې کړې نوموړی بیا د کوند د عمومی منشي معاون شو .کله چې په ۱۳۵۷ کال کې خلق او پرچم ډلو د سردارداؤد پر ضد کودتا وکړه، نوموړی د عمومی منشي او صدراعظم معاون وټاکل شو، د تره کي حکومت دری میاشتي لا نه وي تېرې چې د خلقیانو او پرچمیانو ترمنځ ټکرونو زور واخیست. تره کی اړ شو چې د پرچم ډلې مشران بهرنیو هېوادونو ته واستوي، نو یې ببرک کارمل چکسلواکیا اوډاکټر نجیب ایران ته سفیران واستول . خو ډېر وخت نه ؤ تېر چې د امین په واکمنی کې بېرته راوغوښتل شول.، خو هغوی کابل ته له راتګ ډډه وکړه او د شوروي اتحاد کې غلي شو. کارمل د روسانو په امر د چکسلواکیا پولیسو پټ وساته، کله چې روسانو د حفیظ الله امین پر خلاف کودتا وکړه او هغه یې وواژه نو خپل وفادار ملګری ببرک کارمل یې یو ځای له سرو لښکرو سره راوست.روسانو ددې لپاره چې د خلکو احساسات راکم کړي او وښیي چې دوی د نیواک لپاره نه، بلکې د افغانستان د خلکو د مرستې لپاره راغلي دي، اوبل دا چې افغانستان د لوېدیځو حکومتو تر ګواښ لاندې دی او دوی د افغانستان ننګې او ژغورلو لپاره راغلي دي. ببرک کارمل، چې عوامو به کارغل بللو، لاښوونه وکړه چې په ځینو کړنو لاس پورې کړي. لومړی یې د پلچرخي له زندانه په زرګونو سیاسي بندیان چې د تره کي او امین د واکمنۍ پر مهال نیول شوي ول او له اعدامونو ژوندي پاته ؤ د مرغومي میاشتې په ۱۶ مه نېټه د استاذ سیاف په شمول خوشې کړل. البته ډېر نور لا همداسې په زندان کې پاتې شول. پاتې کسان پرچمیانو ووژل شول او د ځینې خو تر نن پورې ترې تم شول.
د ۱۳۵۹ کال د غويي میاشتې په لومړۍ نېټه یې د خلقیانو سور رنګه بیرغ چې د روسانو بیرغ ته ورته ؤ بدل او نوی ، تور، سور ، زرغون رنګه بیرغ یې اعلان کړ ،[4]
[1] -
قاضی محمد حسن اسلامی سره زما د ۱۳۸۸ کال مرکه ، همدا شان د استاذ سمیع خان ناصري
سره زما د ۱۳۸۸ کال مرکه.
[2] -د
BBC
خبرنګار مرکه له روسي سرتېري تورسولوکوف سره چې
په سایت کې شته ده توفان در
افغانستان د ولیا خفسکی لیکنه ، اردو او سیاست د نبی عظیمي لیکنه ، د حفیظ الله
امین د ښځې څرګندونې ..او نور انترنیتي پاڼې
فرهنګ
محمدصدیق افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې
د زیاتو معلومانو لپاره وګوري (۱۰۸۴-۱۰۸۵) مخونه
[3] - سمسور افغان دویمه سقاوي ۲۰۰۱ کال چاپ (۴۶-۴۷)
مخونه
[4] -د
افغانستان تاریخ له راشده خلافته تر اسلامي امارته (۳۱۳) مخ – همدا شان افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې د محمد
صدیق فرهنګ لیکنه
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر