۱۳۹۵ دی ۱, چهارشنبه

د اصحابو کرامو مقام او منزلت

د اصحابو  کرامو  مقام او منزلت ، عدالت، او هغوی ته د طعن ويلو حکم  ( دوکتور یو سف قرضاوي )
7
ژباړه:محمد شفيق صادق
دا هغه موضوع ده چې  څو کاله وړاندې  د الجزیرې تلویزیوني چینل له محترم دوکتور یوسف القرضاوي سره  پرې په ژوندۍ بڼه مرکه  کړی وه، موږ هم د موضوع د اهمیت له مخې لوستونکو ته په پښتو ژباړلې، هیله ده چې د درنو لوستونکو د خوښي وړ وګرځي.
په دې موضوع کې په لاندې ټکو بحث شوی دی:
-    د صحابي معنی او مفهوم او د هغوی د مقام او فضیلت دلایل-    د صحابي د عدالت معنی، او په دې هکله د تاریخي اختلافاتو اغیزې-    د صحابه کرامو په حق کې د بدو ویلو او طعن حکم د اسلام له نظره
لومړی برخه
د صحابي معنی او مفهوم او د هغوی د مقام او فضیلت دلایل
عثمان عثمان:
محترم دوکتور صاحب په خیر راغلئ، تر هرڅه د مخه دا پوښتنه مطرح ده چې صحابي چاته وایي؟
دوکتور یوسف قرضاوي:
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله والصلاة والسلام علی سیدنا و امامنا و اسوتنا وحبیبنا رسول الله و علی آله و صحبه و من اتبع هداه وبعد:
له هر څه د مخه د ایران اسلامي جمهوريت له رهبر څخه ډیره مننه کوم چې په خپله صادره کړې فتوا سره یې د ام المؤ منین حضرت بي بي عایشې او نورو امهات المؤ منین رضي الله عنه په حق کې د بدو ویلو د تحریم اعلان وکړ، همدا ډول د ټولو هغو رمزونو او شعایرو په برخه کې چې اهل سنت ورته احترام لري، نو زه د سید علي خامنه ای څخه د دې فتوا په صادرولو مننه کوم، او امید لرم چې لدې فتوا حق به اداء شي او څوک چې سرغړونه ترې کوي هغوی مجازات کړل شي.
سره لدې چې د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د ټولو صحابه کرامو په حق کې د بدو ویلو او طعن په خلاف فتوی صادره کړې، خو متآ سفانه چې بیا هم ځینې شیعه وروڼه وینو چې لدې فتوی څخه سرغړونه کوي او هغه څوک چې د بې بې عایشې (رضی الله عنها) په حق کې بد رد وایي هغوی د جزا وړ دي، ما د کویټ هیواد له چارواکو نه هم دا تمه درلوده چې دوی به د داسې ګنهګارانو په حق کې د تابعیت د لغوه کولو د حکم په ځای، هغوی چې د اسلامي امت په حق کې چې شیعیه ګان یې هم یوه برخه ده، یوه ډاګیزه محکمه دایره او دغه کسان پکې محاکمه کړي.
اوس به راشو دې ته چې صحابي چاته ویل کیږي؟
د مسلمانانو جمهور په دې متفق دي چې صحابي هغه څوک دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې د ایمان په حالت کې ژوندی لیدلی وي، څه یې ترې اوریدلي او یا روایت کړي وي، سره لدې چې دا کار په ژوند کې یو ځل هم شوی وي.
امام المارزي وایي: صحابه هغه کسان دي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یې ملګرتیا کړې وي، د هغه سره اوسیدلي وي،د هغه ملاتړ یې کړی وي او د هغه په لاره روان شوي وي او همدا کسان بریالي دي.
خو جمهور بیا په هغه رد کوي او وایې چې: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یې د ایمان په حالت کې لیدنه شوې وي، له هغه نه یې روایت کړی وي، که دا لیدنه په ټول ژوند کې یو ځل هم وي.
په دې تعریف سره هغه (لفظي) جګړه چې د اهل سنتو او اهل تشیع ترمنځ روانه ده کومه اغیزه نه لري. ځکه کوم صحابه چې د دوی په حق کې خبرې کیږي، هغوی هغه کسان ندي چې په حجة الوداع کې یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لیدلی ؤ او یا دا ډول نور… بلکې کوم کسان چې تر بحث لاندې دي هغوی (السابقون الاولون) او هغه کسان دي چې د مهاجرینو او انصارو خطاب ورته کیږي او یا هم هغه لوی او مشهور صحابه دي چې په جهاد، دعوت، فتوحاتو او روایاتو کې لوړ او ځلانده مقام لري او همدا لویه ستونزه ده.
عثمان عثمان:
(یسري) ورور وایي: چې د صحابي د مقام ټاکل خپله د اختلافاتو زیږنده ده، ستاسې نظر په دې هکله څه دی؟
دوکتور یوسف قرضاوي:
نه داسې نده! دا صحیح هم نده! هیڅوک د حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت عایشې، حضرت طلحه، حضرت زبیر، حضرت عمرو ابن العاص، حضرت معاویه بن ابې سفیان… رضی الله عنهم، له صحبت څخه انکار نه کوي او نه خبره په دې موضوع را څرخي.
عثمان عثمان:
محترم دوکتور صاحب! تاسو وویل، هغه کسان چې یو ځل یې هم نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) لیدلی وي د صحابه کرامو په ډله کې شامل دي، خو ډیر داسي کسان شته چې ډیر وخت له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره اوسیدلي.
دوکتور یوسف قرضاوي:
زموږ ترمنځ اختلاف هم د همداسې کسانو په هکله دی چې له هغه (صلی الله علیه وسلم) سره یې ډیر ژوند کړی دی.
عثمان عثمان:
هو! دوکتور صاحب! پوښتنه دا ده چې صحبت یوازې شرف او فضیلت دی او که صحابه د دعوت په رسولو او د رسالت په تبلیغ کې بل رول هم لري؟
دوکتور یوسف قرضاوي:
دا شرف او فضیلت دی، خو دا په دې سره نه خلاصه کیږي، د صحابه کرامو له فضیلت څخه هیڅوک هم انکار نشي کولای، قرآن کریم خپله هم د دوی ستاینه او صفت بیانوي، الله تعالی فرمایي: (والسابقون الاولون من المهاجرین والانصار والذین اتبعوهم باحسان رضی الله عنهم و رضوا عنه و اعد لهم جنات تجري من تحتها الانهار خالدین فیها ابدآ ذلک الفوز العظیم) (التوبه ۱۰۰)
هغه مهاجرین او انصار چې له نورو مخکې یې د ایمان بلنې ته لبیک وویل او مخکې شول او هغوی چې د دوی پیروي یې په نیکۍ کې وکړه، الله تعالی د دوی څخه خوښ او راضي شو او دوی له الله تعالی څخه خوښ شول او دوی ته یې جنتونه تیار کړل چې لاندې ترې ویالي بهیږي، هلته به دوی تل تر تله پاتې وي، همدا لویه بریا ده.
تردې چې قرآن کریم هغه کسان هم ستایلي چې په احسان او نیکۍ سره ددوی پیروي کوي، نو خپله د دوی فضیلت به څومره وي؟ په دې فضیلت کې ټول مهاجرین او انصار شامل دي، همدا ډول هغه کسان ستایي چې په بیعة العقبة کې شامل ؤ، د بدر په غزا کې، کله چې د بدر د غزا یوه ګډونوال داسې عمل وکړ چې خیانت شمیرل کیده او حضرت عمر (رضی الله عنه) غوښتل چې سر یې پرېکړي، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) عمر (رضی الله عنه) ته وویل: (ای عمره! څه فکر کوې، الله تعالی به د بدر د ګډون والو په عملونو خبر ؤ او هغوی ته یې وویل څه مو چې زړه غواړي هغه وکړئ، ځکه تاسو ما بښلي یاست).

یعنې داسي کسان شته چې د دوی سوابق د دوی د عملونو شفاعت کوي، اګر که دوی په لویه خطا کې هم لویدلي وي، همدا شان د احد د غزا کسان، د بیعة الرضوان اهل، یعنی ټول هغه کسان چې په دې واقعو کې شامل ؤ.
د بیعة الرضوان د کسانو په حق کې دقرآن کریم آیتونه نازل شوي او الله تعالی فرمایي: (لقد رضی الله عن المؤ منین اذ یبایعونک تحت الشجرة فعلم ما فی قلوبهم، فانزل السکینة علیهم و اثابهم فتحا قریبا) الفتح 
۱۸ آیت.

ژباړه: په تحقیق سره الله تعالی د هغو مؤمنانو (صحابه کرامو) څخه هغه وخت راضي شو،کله چې هغوی تر هغې ونې لاندې له تاسره (دجهاد) بیعت وکړ، نو الله تعالی په هغه (اخلاص) پوه شو، کوم چې دوی په زړونو کې درلود، نو الله تعالی ورباندې سکینه (ډاډ) نازل کړ او په نیژدې فتحې یې ورته عوضونه ورکړل.
له همدې امله داسې راغلي چې د تر دې ونې لاندې بیعت کوونکي به اور ته داخل نشي.
همدا شان په سورت حشر کې فرمایې (للفقراء المهاجرین الذین اخرجوا من دیارهم و اموالهم، یبتغون فضلا من الله و رضوانا و ینصرون الله ورسوله اولئک هم الصادقون) (الحشر 
۸ آیت)
ژباړه: د (فئ مالونه) د هغو کسانو لپاره دي کوم چې د خپلو کورونو او مالونو څخه په داسې حال کې ایستل شوي چې دوی د الله تعالی نه لوی فضل او ستره رضا مندي غوښتله او هم په داسې حال کې چې دوی د الله ( جل جلاله) سره او دده د پیغمبر سره نصرت کاوه، دغه کسان ریښتیني دي.
په بل ځای کې بیا الله تعالی فرمایي (والذین جاؤوا من بعدهم یقولون ربنا اغفرلنا و لاخواننا الذین سبقونا باالایمان…) (الحشر 
۱۰).
ژباړه: همدا شان د هغو کسانو لپاره چې له اولنیو مهاجرینو او انصارو وروسته دنیا ته راغلي، دوی وایي، اې زمونږ ربه! موږ ته بښنه وکړې او هغو کسانو ته هم چې له موږ څخه په ایمان راوړلو کې مخکې ؤ او زموږ په زړونو کې د هغوی لپاره کینه مه ګرځوه، کومو چې ایمان راوړی دی.
نو آیا لدې آیاتونو سره سره بیا هم په هغوی پسې بد ووایو؟ الله تعالی له مونږ نه غواړي، چې د هغو کسانو په حق کې چې په ایمان راوړلو کې له مونږ نه مخکې دي، له الله تعالی مغفرت او بښنه وغواړو، خو دوی بد پسې وایي! نو څوک چې قرآن کریم لولي او قرآن کریم د ټولو صحابه کرامو په حق کې فرمایي (… لایستوی منکم من انفق من قبل الفتح وقاتل اولئک اعظم درجة من الذین انفقو من بعد و قاتلوا وکلا وعد الله الحسنی…) الحدید 
۱۰ آیت.
نو څوک چې له فتحې مخکې ؤ او یا وروسته د ټولو سره الله تعالی د نیکئ وعده کړې ده،نو قرآن کریم شاهدي وایي چې صحابه کرامو د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په وړاندې څومره لوړ او عالي مقام درلود.
عثمان عثمان:
محترم دوکتور صاحب! ځینو لیکلي او ځینې وایي چې صحابه کرام په تاریخ کې یو خاص او ځانګړی نسل ؤ چې د دوی په شان نسل بیا نه تکرار شوی او نه به تکرار شي، دوی دا ځانکړتیا له کومه پیدا کړې او په رښتیا هم بیا به داسې نسل رانشي؟.
قرضاوي:
دا د صحابه کرامو نسل ؤ، دا ډیره ګرانه ده چې د دوی په شان نسل دې بیا تکرار شي، ځکه دا هم ډیره ګرانه ده چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) غوندې مربي دې بیا پیدا شي، څوک به بیا د قرآن د نزول شاهد وي؟ قرآن به نازلیږي، جبرائیل امین به سبا او بیګا راځي، د الله تعالی آیتونه به نازلوي؟ له همدې امله د صحابه کرامو په حق کې ویل شوي دي چې دوی د قرآن کریم د نزول شاهدان ؤ، د نزول اسباب یې ورته معلوم ؤ، له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې احادیث روایت کړي او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په مدرسه کې روزل شوي ؤ، نو بل نسل به څه ډول ممکن وي، چې ددوی په شان راشي؟
دوه متضاد انځورونه
په همدې برخه کې استاذ ابو الحسن ندوي(رح) یوه ښکلې رساله لیکلې چې نوم یې (صورتان متناقضتان)، نوموړي په دې رساله کې د صحابه کرامو په حق کې دوه هغه متناقض نظرونه تصویر کړي، کوم چې اهل سنت او اهل تشیع یې لري. شیعه ګان په دې اند دي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د صحابه کرامو ښه روزنه نه وه کړې، که هغه ابوبکر وو او که عمر، عثمان وو او یا نور صحابه کرام، چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته نیژدې وو، عشره مبشره چې دوی ته یې د جنت زیری هم ورکړی ؤ.، دوی صحابه د ناوړه کارونو په کړنو تورنوي او بدې خبرې پسې کوي.خو اهل سنت بیا بل ډول نظر لري: دوی وایي چې صحابه د اسلامي امت ځلانده نمونې دي، دوی د ژوند په ټولو برخو کې قهرماني درلوده، دوی د جهاد اتلان ؤ، د اخلاقو اتلان، د دعوت اتلان، دوی خپل مال، ژوند او ټول هغه څه چې په واک کې یې درلودل، د الله ( جل جلاله) په رضا او لاره کې وقف کړي ؤ، نو د اهل سنتو په آند صحابه کرام د محمدي مدرسې شاګردان ؤ، دوی د رسالت په غیږ کې روزل شوي ؤ، له همدې امله تاریخ په دې شاهد دی چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په شان اصحاب نورو پیغمبرانو او انبیاؤ نه درلودل، قرآن کریم مونږ ته د موسی (عليه السلام) د اصحابو حکایت کوي،کله چې موسی (عليه السلام) ورته وویل: (ادخلوا الارض المقدسة التي کتب الله لکم)
(یعنې اې زما قومه! هغې مقدسې خاورې ته ننوزئ چې الله تعالی درته ټاکلې ده) سره لدې چې موسی (عليه السلام) ورته وایي چې دا ننوتل الله تعالی تاسو ته ټاکلي دي، نو لازمه خو دا وه چې دوی د الله د حکم په اساس دا امر پرته له کومه دلیله منلی وای، خو دوی موسی (عليه السلام) ته وویل:(قالوا یا موسی ان فیها قوما جبارین وانا لن ندخلها حتی یخرجوا منها فان خرجوا منها فانا داخلون) (اې موسی! هلته یو ظالم او غالب قوم دی، موږ به هبڅ کله هم هلته داخل نشو،ترڅو دوی ترې ونه وزي، کله چې دوی ترې ووتل بیا به موږ ورننوزو.
او بیا ورته وایي: (قالوا یا موسی انا لن ندخلها ابداً ماداموا فیها فاذهب انت و ربک فقاتلا انا هاهنا قاعدون) (ژباړه:اې موسی! تر هغه چې هغوی هلته په دغه ښار کې پاته وي،موږ به هیڅ کله هم ورداخل نشو، نو ته او خپل رب مو ولاړ شئ، هلته جګړه وکړئ، موږ همدلته ناست یو) ته او خدای مو ولاړ شئ او جګړه وکړئ موږ به همدلته درته کښینو! لکه چې الله ( جل جلاله) ددوی نه بلکې یوازې د موسی(عليه السلام) رب وي! ته دې وینا ته وګوره او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اصحابو وینا ته وګوره! چې کله د بدر په غزا کې اصحابو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته وویل: موږ تاته داسې نه وایو لکه موسی (عليه السلام) ته چې بني اسرائیلو وویل: ته او رب مو ولاړ شئ، هلته جګړه وکړئ، موږ به همدلته کښینو، بلکې موږ تاته وایو، ته او رب مو ولاړشئ جګړه وکړئ، موږ هم د تاسې ترڅنګ د دښمن په خلاف جګړه کوو.
یو بل کس بیا ورته وایي:قسم په الله ( جل جلاله) که بحر ته ننوتل لازم وي او ته ننوزي نو موږ به هم ټول بحر ته درسره ننوزو او یو به هم پاته نشو!
موسی (عليه السلام) له ناچارۍ نه د شکایت په ډول خطاب کوي او فرمایي:) قال رب انی لا املک الا نفسي و اخی فافرق بیننا و بین القوم الفاسقین)
ژباړه: (موسی وویل: اې پروردګاره! زه له خپل ځان او ورور څخه پرته د بل چا د اختیار مالک نه یم نو زموږ او د فاسق قوم تر منځ بیلتون راوله!.
دا دهغه (عليه السلام) اصحاب ؤ. نو قرآن کریم د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اصحابو صفت کړی دی او اهل سنت یې هم صفت کوي، په یوه حدیث کې چې راځي: (تر ټولو بهترین قرن (پیړۍ) زما قرن دی، بیا چې په هغې پسې راځي، وروسته چې په هغو پسې راځي…) تاریخ هم د دوی ستاینه کوي، تاریخ د دوی په شان څوک ندي لیدلي چې سیرت یې دومره زیات لوستونکي ولري، تر ټولو مشهور کتابونه چې په دې اړه لیکل شوي (الاستعاب فی معرفة الاصحاب)، (اسد الغابة فی تاریخ الصحابة)، (الاصابة فی تاریخ الصحابة) او هغه چې اوس لیکل شوي لکه (حیاة الصحابة) او داسې نور کتابونه چې د دوی په ژوند لیکل شوي، د دوی د نبوغ په مسایلو، د عمر رضي الله عنه نبوغ، د خالد رضي الله عنه نبوغ، د علي رضي الله عنه نبوغ، د عایشې رضي الله عنه نبوغ، د عثمان ذي النورین رضي الله عنه په نبوغ غږیږي، یعنې دوی ټول د اخلاقو او ایماندارۍ د لوړې څوکې قهرمانان ؤ.

 عثمان عثمان:
محترم دوکتور صاحب! لدې ټولو سره سره بیا هم ځینې کسان د ځینو صحابه کرامو دځینو ښوییدنو خبرې کوي او دا چې په هغوی حد جاري شوی، ځینې ددوی دداسې اعمالو مرتکب شوي چې د شریعت سره مخالف ؤ، نو تاسو څه ډول دا فضیلت ټولو ته ثابتوئ؟
دوکتوریوسف قرضاوي:
صحابه کرام په مجموع کې یو نایابه نسل ؤ،
استاذ سید قطب په خپل کتاب (معالم فی الطریق) کې په دې هکله یو فصل لري هغه دوی ته (جیل قرآنی فرید) وایي، یعنې دا چې صحابه یو ځانګړی نسل ؤ، دوی به قرآن د تلاوت، تسلي او ګټې لپاره نه زده کاوه بلکې دوی به لدې لپاره زده کاوه چې عمل پرې وکړي، څوک چې د صحابه کرامو سیرت لولي، نو 0100٪ به په دې یقین پیدا کړي چې دا یو ځانګړی نسل ؤ چې نړۍ تردې دمخه نه ؤ لیدلی، تاریخ نه ؤ لیدلی، د دوی په زرګونو واقعې تاریخ لیکلې دي، یوه نه، دوه نه، په زرګونو، نادره پیښې، دسرښندنې پیښې، د فداکارۍ تاریخونه، د ایمان تاریخ، د تقوی تاریخ، په دې ټولو باندې تاریخ ګواهي ورکوي، دا فداکاري لدې مانع نه کیږي چې په کوم چا دې حد نه جاري کیږي، په ډيرو هغو چې حد جاري شوی، په خپله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورغلي، هغه ته یې ویلي دي چې پر ما حد جاري کړه لکه ماعز بن مالک رضي الله عنه ، لکه غامدیه ښځه رضي الله عنه ، دا ښځه راغله اوله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یې پر هغې د حد جاري کولو غوښتنه وکړه هغه  (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: اوس لاړه شه! ته حامله یې، کله چې ستا ماشوم وزیږید، نو بیا راشه ځکه چې موږ اوس هم پر تا حد جاري کولای شو مګر په ګیډه کې ماشوم کومه ګناه نه لري، هغه ولاړه، ماشوم یې له میاشتو وروسته پیدا شو، خو بیا یې هم ضمیر مړ نشو او راغله او دحد جاري کولو غوښتنه یې وکړه؛ بیا یې واستوله تر څو هغه ماشوم ته شیدې ورکړي، هغه ولاړه، یوکال یا څه موده تللې وه او بیا وروسته چې کله حد پرې جاري شو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې په حق کې وویل: دې ښځې داسې توبه وکړه چې که توبه یې په اویا کورونو یا د مدینې په خلکو وویشل شي، ټولو ته به ورسیږي نو دا ممکنه ده چې انسان په خطا کې ولویږي، ځکه دا انسان دی، صحابه کرام په دې پیژندل شوي چې علماؤ دوی ته عدالت ثابت کړی، خو عصمت یې ندی ورته ثابت کړی،لکه شیعه ګانو چې خپلو امامانو ته دعصمت ثبوت کړی دی، نو اصحاب کرام معصوم ندي، دا ممکنه ده چې له دوی څه خطا پیښه شي، خو ډیر ژر یې ترې توبه کړې او توبه خو انسان له ګناه نه داسې وینځي لکه اوبه چې چټلي وینځي…نو ځینو صحابه کرامو ځینې خطاګانې کړې، خو توبه یې ترې ویستلې او الله تعالی یې هم توبه قبوله کړې ده.
د صحابي د عدالت معنی او په دې اړه د تاریخي اختلافاتو اغیزې
عثمان عثمان:
اهل سنت او جماعت دا عقیده لري چې اصحاب کرام ټول عدول دي، لدې عدالت معنی څه ده؟.
دوکتور یوسف قرضاوي
:
د عدالت معنی داده چې دوی هیڅ کله هم په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پسې دروغ ندي تړلي، د هر روايت کوونکي د عدالت پوښتنه باید وشي، ځکه که شاهد عادل نه وي امکان لري چې په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پسې دروغ ووایي، یا د هغه په حدیث کې زیات والی راولي او یا تحریف پکې وکړي، خو صحابي دا کار نه کوي، له همدې امله د صحابي د عدالت پوښتنه نه کوو، دا د مطلوب عدالت معنی ده، لدې معنی دا نده چې هغه به نه سهوه کیږي، دا ممکنه ده چې حافظه یې قوي نه وي او د حدیث په روایت کې سهوه شي، ځکه خو د صحابه کرامو په منځ کې ځینو کسانو په حفظ شهرت موندلی ؤ له دوی څخه ځینو له زرو نه زیات احادیث روایت کړي ؤ، چې په دوی کې اووه تنه تر نورو ډیر مشهور ؤ، لکه ابو هریره، عایشه، ابن عباس، ابن عمر، جابر، ابوسعید خدری، انس بن مالک، یعنې دا اووه تنه مشهور دي چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یې ډیر احادیث روایت کړي، نو د صحابي د عدالت لټول نه کوو، کله چې موږ ته حدیث روایت کوي، خو د نورو راویانو د عدالت لټون کوو، نو هر راوي به دوه صفته لري چې یو عدالت او بل ضبط دی.

۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبه

د زکات او مالیی ترمنځ توپیرونه



 د زکات او مالیی ترمنځ توپیرونه  .....

 او آیا  یو مالدار د مالیی  په  ورکړه د زکات له ورکړي خلاصیږي ؟                                                                                                 لیکنه : محمدشفیق صادق 
   
دا چي اسلامی شریعت د اسلامی دولت د مصارفو او خدماتو لپاره د پیسو د راټولولو او تر لاسه کولو ډیر موارد او ځایونه ټاکلي او دولت ته واک ورکوي چی په  ټاکلو شرعي او روا لارو د خپلو مصارفو لپاره پیسې راټولې کړي ،چې  د هغو مواردو ذکر کول بیل بحث او څیړنه غواړي ، موږ دلته یوازی د زکات   او مالیی اړوند په ځینو موضوعاتو بحث کوو ، تر څو وکولای شو د زکات او مالیی تر منځ توپیر په ګوته او د هر یوه د راټولواو مصارفو په هکله د مسلمانو علماؤ د نظریاتو په اساس  لنډ معلومات لوستونکو ته وړاندي کړو
۱-  زکات                       
زکات د اسلام د ارکانو څخه یو مهم رکن دی چي الله تعالی په مالدارو مسلمانانو د خپلو همنوعو (انسانانو ) د ټولنیز تکافل او مرستی په موخه د عمومي مصلحت په نظر کې نیولو سره   فرض کړیدی .د زکات څخه موخه له بخل  څخه د انسان د نفس  او مال پاکول دی .
دا رکن الله تعالی  په زیاتره آیتونو کې په قرآن کریم کې د لمانځه سره سم او یو ځای ذکر کړیدی ، چي له دي څخه یی فرضی اهمیت له ورایه څرګندیزي ، همدا شان ددی رکن ثبوت په قرآن کریم ، نبوی احادیثو او د امت په اجماع سره ثابت شوی دی څوک چي انکار تری وکړی کافر ګڼل کیړی د اسلامی امت له ډلي نه شمیرل کیږي
زکات د ګڼو ټولنیزو ، اقتصادی ، امنیتی ، او انسانی دندو او ښیګنو په موخه لازم ګرځول شویدی ، د ټولنی د غړو تر منځ  ټولنیز تکافل را منځ ته کوی ، د بی کاری ،فقر ، انحرافاتو او نورو ستونزو  مخنیوی کوی همدا ډول زکات  د ټولنیز امنیت ،  مالی  او روحی اطمئنان لاره ده ،  د همدی زکات په برکت به مالداران  او فقیران په سوله ،  امن او مینه کي یو ځای ژوند سره کوی ، همدا زکات دی چي د هغو ټولیزو تربګنیو مخه نیسی چي عمده لامل یې   حسد ، کینه او بغض دی چي فقیران یی د مالدارو په وړندی لری ، کوم  چي د فقیرانو او مالدارو د ژوند د  واټن په اساس رامنخ ته شوی ، هغه واټن چي د ماڼيو او قصرونو د خاوندانو او د خیمو او جونګړو د خاوندانو تر منځ را منځ ته شوی، هغه واټن چي د عیش او عشرت د خاوندانو او د بی وزله ، پښو لوڅو او لوږي اخیستی ټولني تر منځ را منځ ته شوی ، هغه ټولنه چي ځینې پکښې هر څه لری او د هیڅ شی کمی پکښې نه وی او ځینې پکښې د لوږي او مرک سره غاړه غړی وي .
د زکات فرضیت په ګڼو ایتونو او نبوی احادیثو  سره ثابت دی ، او د اسلامی شریعت په اساس باید په اتو ځایونو کي ولګول شی :(   انَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ) التوبة/ 60 )الله تعالی فرمایی : په تحقیق سره صدقات د فقیرانو ، مسکینانو ، په دی برخه کي د کارکوونکو ، مؤلفة القلوبو ، د غلام د ازادولو ، قرضداردانو ،د الله ۤ په لاره کي (  چي علماؤ له دي څخه مراد  جهاد او مجاهدین ، تعلیم او روزنه ، مساجد ، رفاه عامه  د اسلامی دفاع نور ضروریات  ، او داسي نور موارد یاد کړیدی )  ، او مسافرو لپاره دي (په دی برخو کي باید مصرف او ولګول شي) .
. دا چي زکات باید څه ډول ، په کوم وخت کې له څومره مال څخه او له کوم مال څخه ورکول شي ، په دي برخه کې  باید پلټنه وشي او له  جیدو علماء کرامو یې پوښتنه وشي 
زکات ورکول د مسلمان په اسلام او ایمان  درلودلو دلالت کوي ، څوک چي د خپل مال زکات ورکوی نو دا کار یی په دي دلالت کوي چي نوموړی مؤمن او په خپل دین او آخرت پوره او کامل ایمان لری ، په دي هکله نیې کریم (ص) فرمایی : صدقه دلیل او نښه ( د ایمان ) ده ایمانداره سړی به صدقه ورکوی ، زکات به اداء کوي ځکه هغه په دي پوهیږي چي د قیامت په ورځ به سخت حساب ورسره کیږي او کلکه محاسبه به ورسره وشي ، په دی پوهیږي چي مال د الله تعالی ورکړه ده ، کیدای شي الله تعالی یې تری واخلی ...
صدقه او زکات ورکول په دنیا او آخرت کي   ګڼي ښیګڼې  لری په دنیا کي : د مال پاکوالی ، له ګناهونو د ځان پاکوالی ، د بلاګانو او مصیبتونو مخنیوی ، د ناروغتیاوو څخه ساتنه ، د مسکین په مخ مسکا خپرول ، په مال او روزی کي برکت او په آخرت کي به د قیامت د ورځي په ګرمه ورځ کي د الله تعالی تر تیارکړي سیوری لاندی ناست وي ،حساب به یې په آسانی تر سره شي ، میزان به یې دروند وي ، په صراط به په آسانه تیر شي ، په جنت کي به لوړ مقامونه ورکول شي ..همد شان د رسول اکرم (ص) د قول په اساس صدقه د الله تعالی غصه او قهر  له منځه وړی ...

زکات ورکول د الله تعالی د رحمت او مهربانی لامل هم ګرځي الله تعالی په قرآنکریم کي فرمایی (و رحمتی وسعت کل شیئ فسأکتبها ، للذین یتقون و یؤتون الزکاة )همدا شان د الله تعالی د نصرت او مرستی شرط هم دی الله تعالی فرمایی (    ولينصرن الله من ينصره إن الله لقوي عزيز‏، الذين إن مكناهم في الأرض أقاموا الصلاة وآتوا الزكاة‏)‏ ‏سورة الحج :‏40- ) په دین کې د اخوت شرط (  ‏فإن تابوا وأقاموا الصلاة وآتوا الزكاة فإخوانكم في الدين‏)‏ ‏‏سورة ‏‏التوبة :‏11،  )      د مؤمني ټولنی له صفاتو یو مهم صفت (     إنما يعمر مساجد الله من آمن بالله واليوم الآخر وأقام الصلاة وآتى الزكاة ولم يخش إلا الله‏)‏ ‏سورة التوبة: ‏18‏  ) او د هغو مؤمنانو صفت چي د جنت وارثان به وي (  والذين هم للزكاة فاعلون‏) سورة المؤمنون: ‏4‏.)
۲- مالیه
په عمومي ډول مالیه عبارت له هغو مالی او الزامي غوښتنو څخه ده  چي حکومتونه یی په ټاکلی وخت او له  ټاکلی وضعی قانون سره  سم د دولت د لګښتونو او عامو مصالحو په  موخه له خلکو راټولوي   ...
 دا چي په اوسني عصر کې له یوې خوا د حکومتونو دندي او مسؤلیتونه د اولسونو په وړاندي  او په نړیواله سطحه  زیات شوي چي دا مسؤلیتونه بیا مصارفو او پیسو ته اړتیا لری ، له بلي خوا د حکومتونو مصارف هم ورسره زیات شوي  . چي حکومتونه د خپلو مصارفو او دخلکو د عام مصلحت او رفاه په موخه په خلکو مالیات وضع کوي ، او همدا مالیات  د (لویدیځوال پانګوال نظام د اصولو په اساس ) د ستونزو د حل او پیسو د راټولولو یوازینی لاره ګڼي ، چې  ګڼ  شمیر هیوادونه خپل مصارف ، او د خلکو د ژوند د سطحي د لوړولو چاری او عمومي خدمات د همدي مالیاتو په واسطه تر سره کوي ، لکه  معاشونه ، فوځی او ملکي لګښتونه ،  صحت ، تعلیم ، مواصلات ، بریښنا، اوبه ، بندونه او آبادي ...
د زکات او مالیی توپیر
د زکات او مالیی تر منځ په نصاب ، ورکړه او غوښتنه کې لوی توپیر لیدل کیږي ، د علماؤ د فتاوااؤ په اساس کومي پیسې چي مالداران د مالیی او ټکس په نوم حکومتونو ته ورکوي په زکات کې نه شمیرل کیږي ، ، ځکه د هره یوه بیل مصارف او بیلی لارښووني دی . نو زکات او مالیه هر یو بیل بیل موارد ،او مصارف لری ..
د مالیي راټولول او لازمول روا دي که ناروا


    شیخ  دوکتور یوسف قرضاوي اوشیخ  محمد غزالی   په دي نظر دي چي حکومتونه  کولای شي د خلکو د هوسایني او رفاه  ، د هیواد  پرمختګ او ترقی په موخه د اړتیا په صورت کي په  خاصو حالاتو کې او په خاصو  خلکو مالیه ورکول لازم کړي  ، که چیری حکومتونه د داخلی تولیداتو د پرمختیا او ودي په موخه په بهرنیو مالونو لوړ مالیات لګوي او دا د هیواد او خلکو په ګټه ګڼي نو دا کار لازم او ښه دی او خلک یی باید حمایت وکوي  خو د مالیاتو څخه تر لاسه شوي پیسې باید په هبڅ صورت په ناروا او حرامو کارونو ، اسراف ، بی عدلتی او ظلم کي ونه کارول شی .
ددوی په آند  که د مالیاتو څخه تر لاسه شوي پیسې د هیواد په تجملی او صنعتی کارونو لګول کیږي هم خلک باید اعتراض ونه کوي ځکه دا کار ددوی د بهبود په موخه دی
http://fatwa.islamonline.net/7037
 خو ځیني  نورعلماؤ چي له هغو څخه یو هم  شیخ محمد صالح المنجد   ، شیخ ابن عثیمین او داسی نور دی ،په دی نظر دي چي  د اسلام د اصولو په اساس په خلکو مالیه او ټکس لګول ناروا او حرام کار دی ، او له لویو ګناهونو څخه شمیرل کیږي ، چي پیغمبر (ص) یي سخته غندنه کړیده  لاکن دوی هم  په استثنای حالاتو  کې جواز ورکړیدی چي ځینې یې دادي :
۱- حکومتونه باید مالیه او ټکس د عدالت په اصل سره په خلکو ولګوي ، هر څوک به د خپل ثروت او مال په اندازه حکومت ته مالیه ورکوي فقیران به تري معاف او له مالداران به مالیه اخیستل کیږي.
۲- مالیه باید د شدیدي اړتیا په صورت کي په اثتثنایی ډول په خلکو ولګول شي ، دا به دایمي او تل پاته نه وي چي د یوه قانون په شان هر وخت له خلکو راټول کړل شي .
۳- حکومت به هغه مهال مالیه لګوي  چي ددولت خزانه تشه او حکومت شدیده اړتیا ورته ولری ، او که دا اړتیا نه وي بیا ټکس لګول جواز نه لری .
۴- د مالیی څخه راټولي پیسې به د حکومت او ملت  په شدیدو اړتیاوو لګول کیږي ، دا پیسې به په عیاشي ، فحاشي ، اسراف و بی ځایه سفرونو او بی مورده ځایونو نه مصرف کیږي .https://islamqa.info/ar/130920
  
د زکاة او مالیي په ورکړه کي توپیرونه:
۱-د زکاة  څخه د تیښتې لاره نشته ځکه الله تعالی د دوی مراقب او ځارونکی دی ، خو له مالیی تیښته کیدای شي او ډیر خلک په مختلفو بهانو او ډولونو د مالیی څخه ځان خلاصوي .
۲-زکاة له مالدارانو اخیستل کیږي سمدلاسه فقیرانو ته ورکول کیږي  ، خو د مالیی له ورکړی زیاتره وخت ماداران تیښته کوي  ،د رشوت او حیلی په کارولو ځانونه خلاصوی او فقیران یې په ورکړه مجبور کیږي .
۳-زکاة یو مسلمان په خپله خوښه په داسي حال کې ورکوي چي خوښ او خوشهاله وي لاکن مالیه ورکوونکي په جبر او زور سره د قانون په اساس په داسی حال کې ورکوي چي هیڅ زړه یی نه وي او په ځان کي د خفګان احساس کوي.

۴-د مالیی مال په ورکړه او تحویلولو  له منځه ځی ، خو  د زکاة مال ډیریږي او په پاته مال کې الله تعالی برکت اچوي.
۵-زکاة په هر حالت کې یوازی  له مالدارو اخیستل کیږي او ګټه یې خوارانو او فقیرانو ته رسیږي ، خو مالیه بیا ډیر ځله له مالدارو نه اخیستل کیږي ، او یا دا چي مالدارن بیرته ورکړي مالیه له بازار څخه د کټی په نتیجه کې له خوارانو راټولوي چي بیرته یی تاوان خوارانو ته رسیږي .
۶-زکاة له اضافی او منجمد مال څخه چي د شخص له ضرورت او اړتیا پورته وي ورکول کیږي په داسی حال کې چي مالیه په هر حالت کي د شدیدي اړتیا او احتیاج په حالت کي هم اخیستل کیږي .
۷-هغه څوک چي مال یی نصاب ته نه وي رسیدلای د زکاة په ورکړه نه مجبور کیږي خو د مالیی په ورکړه په هر حالت کي شخص مجبور او مکلف دی ، اګر که قرضداره او لویدلی هم وي .
۸-د زکات مالونه  د اسلامي حکومتونو او مسلمانو واکمنو په لاس عموما په خدماتو او رفاح کې استعمالیږي او موخه یی د ټولني له لویدلې طبقی سره مرسته او همکاری ده ، خو په اوسني وخت کې چي زیاتره فاسد او فاسق انسانان په ډیرو اسلامی هیوادونو کې په خلکو حکومت کوي ، د مالیی په اساس له خلکو راټولې پیسې  بیرته په عیاشي ، لوړو او غیرعادلانه معاشونو ، فسق او فجور مصرفوي ...

























۱۳۹۵ مهر ۲۰, سه‌شنبه

د اسلام تاریخ د فکري جګړې په لمبو کې

د اسلام تاریخ د فکري جګړې په لمبو کې  


    

  د پیړیو را پدي خوا د اسلام   د تخریب ،  تحریف  د مسلمانانو د کمزوری کولو په موخه  د نړئ په  کچه  توطیی  او دسیسې روانې دي  ، چې په  نتیجه کې   د اسلامي امت د ننه ګڼې خرافاتی ، او منحرفی ډلې را دبره شوې ، چي په اسلامي شریعت  ، کلتور ، تاریخ او یوالې یې ناوړه اغیزی درلودي ، دا لړي په تیرو دوو پیړیو کې د تبشیر او استشراق په نومونو د زاړه او نوی  استعمار په ټوله دوره کې ښه په درځ  روانه وه ، او ډیرې لاسته راوړنې یې درلودي .
همدا اوس هم  اسلام د دین  د تخریب په موخه د اسلام د دین  فرهنګ ، شریعت ، تاریخ ، شخصیتونه او  مراجع  تر برید  لاندې دي  ، خو د اسلام  تاریخ ددوی تر ټولو مهم او لوړ هدف  دی ،  ځکه همدا تاریخ دی چې اسلامي امت یې له فلیپین څخه نیولی تر مراکشه د یوه هار په شان په یو تار کې سره پیلی  ، نو هڅې  کوی تر څو دا هار د قومپالني اوبی دینئ   د تصور په قیچې پری او دا امت د دانو په شان سره  وپاشي او بیا یې د خپلي خوښې په اساس تر خپل واک لاندې راولي .. اوس مهال  مسلمانان د همدی تاریخ په اساس د نورو  مسلمانو  ملتونو سره ځان تړلی ګڼې  ، د هغوی په درد دردمن کیږي او په خوښی یې خوشهالي کوي .  دوی ددی هدف د ټکولو ، له منځه وړلو ، تحرف کولو لپاره له ګڼو وسایلو او ګړنلارو کار اخیستی او لګیا دي خپله  لاره تعقیبوي ،  چي په ټولیزه توګه دوه لاری کاروي :
۱- د اسلام د تاریخ بدنامول ، تحریفول او بلآخره له منځه وړل .



۲ – مسلمان ملتونه  د اسلام د تاریخ  څخه ناخبره ساتل ، بی باوره کول او له تاریخ څخه بیلول .
 د لومړی مادی له مخې  د اسلام د تاریخ  معاندینو او د هغوی کورنیو لارویو د تاریخ  د تحریف او بدنامولو په موخه د   د تاریخ د څیرني او نقد   لپاره ځینې خاصې لاری چارې په کار اچولې دي ،، تر څو وکولای شي د اسلامي امتونو تاریخ   تر پوښتنې لاندې راولي  ، ددي کړنلارو په لړ کې به موږ ځینې په ګوته کړو :
 ۱-تر هر څه د مخه ددوی تګلاره د تاریخ په  څیړنه او نقد کې د سیکولر او بی دیني په بنسټ ولاړه ده ، دا چي  دوی دین او وحي ته عقیده نه لری  او ارزښت نه ورکوي ، نو هره دینې خبره تر پوښتنې لاندي راولي او د خپل فکر په اساس یې تفسیر کوي  پرته له دي چي د موضوع اصلي واقعیت ته څیر شي ،  تاریخ  د خپل تصور او ایډیولوژي په بنسټ ترڅیړنې لاندې نیسې  ،  بیا  په هر هغه څه د بطلان کرښه را کاږي کوم چي ددوی له تصور او فکر سره په ټکر کې وي ،  تر دی چي کله خو د یوه حقیقت سره د ټکر په صورت کي د نصوصو تحریف او تبدیل ته هم ملا تړی تر څو یې څیړنه خپلي عقیدي او تصور ته برابره کړي .. له همدی امله د رسول الله (ص) سیرت هم د یوه پیغمبر په صفت  نه ، بلکه د یوه عادی شخص  ،  یوه فیلسوف ، امپراتور ، سیاست مدار او ځینې خو یې لا د نورو ادیانو څخه د  روزل شوي شخص په صفت معرفی او تاریخ یې په تحریف شوې بڼه  په همدي رڼا کې لیکي .
۲-  د اسلام د تاریخ په څیړنه کي  ددوی علمي تجاهل  د اسلامي فرهنګ  څخه   ناخبری او ناپوهې  هغه څه دي چي د اسلام تاریخ یې پری تحریف کړی ، ،دوی پرته له دي چي رښتینی موضوعات را نقل کړی ، د خپلو لیکنو د ښایسته کولو لپاره هر خس او خاشاک را ټولوی بیا یې د علمی څیړني په نوم خلکو ته وړاندي کوي ، د خپلو لیکنو او استدلال لپاره  د اسلامی کتابونو  څخه  ډیر کمزوری ، بی باوره ،  غیر ثقه او ضعیف الروایه کتابونه غوره کوي  .
۳-  له بل پلوه د اسلامی مصادو او مراجعو له مراتبو  څخه په اصولی ډول کار نه اخلی ، او یا یې په قصدي ډول  تحریفوي ، دوی د خپلو خبرو د تصدیق لپاره هغه مراجع غوره کوي چي اصلا د څیړني په موخه باید ونه کارول شي  ، د بیلګي په توګه د شعر او ادب له کتابونو یوه خبره را اخلی بیا یی د نبوي احادیثو په تاریخ کې د بیلګي په ډول راوړي ،  د  کتاب الحیوان ،فلسفی  او شعرونو له کتابونو  اقوال را نقل کوي بیا  د امام مالک د الموطاء خبره  پرې باطلوی او یا د امام بخاری خبره پری نقد کوي
  ۴- علمي امانت داری نه مراعات کول دي ،  د دوو لا ملونو  له امله علمي امانت داری نشي مراعاتولای چي ددوی د فکر څیړونکی محمد اسد پري شاهدی ورکوي او وایی :
الف: اروپایی څیړونکي په فطری ډول  د دیني او مذهبي څیړنو څخه  د علم او کلیسا تر منځ د  هغي اوږدي جګړي له امله چي دوی په خپل تاریخ کې ورسره لاس او ګریوان ؤ کرکه لری ، نو هیڅکله نه غواړي دینی کړنو او حقایقو  ته په وضعي کړنو او قوانینو برتری ورکړی .
ب : د صلیبی جګړو څخه رانیولی بیا د اندلس تر تمدنه  او عثمانی امپراتوری  تر بریاؤ چي (رومی امپراتوری یې دړې وړي کړه )  له اسلامی ارزښتونو ، قوانینو او تاریخي بریاوو څخه  کرکه لری ، نو نه غواړی چي اسلامي  ارزښتونو ته په مادی او وضعي قوانینو او تاریخي پیښو ترجیح ورکړي ، له بلي خوا   د مسلمانانو په وړاندي کرکه او کینه  یې دومره پیاوړې ده چې  هيڅکله هم د اسلام د تاریخ او فرهنګ برتری نشي منلای او نه یې تایدوي .
محمد اسد (چي یو عرب لیکوال دی ) لیکي چي مستشرقین د اسلامی څیړنو به پرخه کې  هیڅکله هم له علمي اصولو کار نه اخلی ، بلکه ډیر ځله په لاندي ډول د اسلام د  څیري د پیکه کولو او کمزوری کولو لپاره کار اخلی :
1- د اسلامي نصوصو او لیکنو څخه غلط او درواغ تفسیر وړاندي کول ، ددی لاملونه کیدای شي دا وي چي دوی په نصوصو سمه پوهه نه لری چي دا هم ممکنه ده ، ځکه مشهور او ځلیدلی مستشرقین د عربی ژبی په ډیرو الفاظو او معانیو نه پوهیږي او د اسلامی فرهنګ له ټولو کتابونو او علومو سره اشنایی هم نه لری نو له دی کبله ډیرځله خطا کیږي او غلط تعبیرونه تری  کوی ، او یا دا چي دوی په قصدي ډول دا کار کوي چي دا بیا د اسلام او مسلمانانو سره ددوی دښمني په ډاګه کوي ، ځکه موږ د ډیرو مستشرقینو په کتابونو کي دا ډول کړني وینو په تیره بیا د جهاد ، غلامی ، د ښځی مقام په اسلام کي ، د اسلام سیاسي ، اجتماعی او اقتصادي نظامونه  ، اسلامي فرقي او ډلي او داسې نور ....ځکه دا قضیی یوازي په تاریخي پیښو نه تفسیر کیږي بلکه لازمه ده چي ددی پیښو او قضیو د څیړلو لپاره د شرعی احکامو ، تفسیر  ، فقهی او شرعی مساېیلو اصولو او کړلاری پیژندلو ته اړتیا لیدل کیږي  ..ځکه ددی اصولو پوهه د هغو کسانو لپاره چي غواړي تاریخي نصوص وڅیړي ضروري او حتمي ده    
 ۴-د تاریخ د یوه حقیقت تاییدول او په غیر مطلوب ځای کې ګټه ورڅخه اخیستل
 دوی د تاریخي څیړو په لړ کې کله هم د اسلام د تاریخ د یوه حقیقت څخه پرده پورته کوي خو بیا تري په غیر مطلوب ځای کې ګټه اخلی ،د تاریخ یو اړخ ښکاروي او بل اړ خ یې د فساد په موخه پټوي ،تر څو پیښې تر شک او پوښتنې لاندې راشي ،ډیر ځله د تاریخ ناوړه ، کمزوری او پیکه برخې د تاریخي شواهدو په توګه پرته له دي چي د پیښو قوي او پیاوړي برخې هم راوړل شي ، راټولي ،د بیلګې په توګه د اسلام د تاریخ په څیړنه کې د کورنیو جګړو، سیاسي تحولاتو ، د واکمنو واک ته رسیدنه او له منځه تلل ، د ځینو واکمنو له لوری په نورو باندي کودتاګانې ، او داسي نورې تاریخي پیښې د اسلام د تاریخ د تمثیل په توګه تر څیړنې لاندې نیسې او بیا یې د اسلام د څیري د بدنامولو په موخه خلکو ته معرفی کوي .. .
۲  -په دوهمه برخه کې چې هغه د اسلام له تاریخ څخه د مسلمانانو بیلول دي هم دوی ګڼې کړنلاری لری :
الف - د اسلام تاریخ د نورو پخوانیو امتونو په تاریخ کمزوری کول:
ددي کړنلاري په واسطه د فکري جګړي جګړه ماران توانیدلی تر څو په اسلامي نړی کې د اسلام تاریخ په ښوونځیو ، پوهنتونو او علمي مراکزو کي   دهمدي ملتونو په  قومي ، ملی ، عصری او پخوانیو جاهلی  تاریخونو کمزوری کړي ، هڅه کوي  اوسني ملی تاریخونه او پخواني جاهلی تاریخونو ته په اسلامي تاریخ لوړتیا ورپه برخه ، د اسلام تاریخ  خلکو ته یو پردئ ، او بهرنی تاریخ معرفی کړي ، او یا دا چې د اسلامي دوري فتوحات هم د نورو  استعماری ځواکونو او لښکرو سره پرتله کړی ، تر څو یې په مقابل کې د خلکو حساسیت را وپاروي .
همدا شان د خلکو د غوښتنو او اعتراض په وړاندې بیا   د اسلام  د تاریخ څخه څو محدودې پاڼې په نصاب کې د خلکو د غولولو لپاره وړاندې کوی چي هیڅ ډول تنده پري ماته نه شي ، او اسلامي تاریخ په کمزوری او حاشوي ډول تدریس کړي
دا کار هم ددی لپاره کوی تر څو د هری سیمې او هر هیواد مسلمانان له اسلامي هویت څخه خپل اصلی او پخواني هویت ته ورورګرځي ، په دي سره به اسلامي امت له منځه ولاړ شي او هر څوک به د اسلام په نومه نه ، بلکه د پخوانیو قومونو په نوم راټول شي ، د بیلګي په توګه په مصر کې فرعوني ، په عراق کې بابلی  او سومری ، په شام کې فینیقی ، په یمن کې سبابي ،په ایران کې فارسي ، په افغانستان کي آریایی او شمالی افریقا کي بربری ...تاریخونو ته وده ورکوي او اسلامي تاریخ پری کمزوری کوي
 ب:-د وروستیو پیړیو د مسلمانانو د وروسته پاته کیدو لامل ، اسلام معرفی کول ..
 د فکري جګړي  په لاره اچوونکي هڅه کوي د تاریخ په معرفی او څیړنو کي د مسلمنانو د وروسته پاته کیدو مهم لامل د اسلام دین معرفی کړي  ، دوی د تاریخ د تدریس په مهال  مسلمانان د دوو حالتونو تر منځ اختیارمن کوي ، که په دین پابند پاته کیږي ، نو باید صبر وکړي او همدا وروسته پاته کیدل ومني او وزغمي ..او که پرمختګ کول غواړي باید چي له دین څخه مخ وګرخوي ، لکه څنګه چي اروپایانو دین ته شا کړه او پرمختګ یی وګړ، خو دریم اختیار چي په ریښتیا هم د مسلمانانو د وروسته پاته کیدو لامل شوي او تر څو چي هغه لامل تر لاسه نه کړي پرمختګ به ونه کړي ، هغه نه ور په ګوته کوي ، چي هغه په ریښتینې ډول د اسلام په دین عمل کول او د اسلام لارښووني عملی کول دي ..د مسلمانانو د وروسته پاته کیدو لاملونه د  په اسلام کي پاته کیدل نه ، بلکه له اسلام څخه ناخبری او په لیری پاته کیدل دي. دوی خلکو ته ددوي د پخوانی خرافاتي دین او حق اسلام دین تر منځ توپیر هم نه ورپیژنی ، دوی خو ملامت نه ؤ چي خپل خرافاتي دین یې تر شا کړ ، دوی د دین پیرو نه ، بلکه  د یوې خرافاتي تګلاری پیرو ؤ چي خلکو په خپله په ځان منلي وه ، نو دوی په قصدي ډول د مسلمانانو د بی باوره کولو لپاره دا کړنلاره په کار اچولې ده .تر څو یی په خپل دین بی باوره او بیا تری را بیل کړي .
ج - د اسلام  په  تاریخ  کي  د ځینو ګمراه او بی دینه ډلو لویول او هغوی    تشویقول
  د فکري جګړي تبشیری ډلې او ورسره یې په اسلامي نړي کي کورني او بهرني ملاتړي د خپلو فتنو په لړ کې د اسلامي نړی دننه د ځینو بې لارو او ګمراه ډلو په پیاوړي کولو او تشویقولو غواړي د اسلام  د تاریخ اصیله څیره پیکه او کمزوري وښیی دا ډلی او ټپلي د هیوادونو وګړي معرفی کوي چې په هره برخه کې باید ازادي ولری ، او د اسلام په تاریخ کې هغه نقطی را د بره کوي چې په دې دلالت  کوي چې په دي ډلو په پخوانی اسلامي تاریخ کې ظلمونه شوي او دا ډلي پری ځپل شویدی ، تر څو له یوې خوا د هغوی په وړاندي د مسلمانانو حساسیتونه را کم کړي ،له بلی خوا د همدې ډلو  مینه او مرسته ځان ته راجلب او د مسلمانانو په وړاندې یې حساسیتونه را وپاروي  له دې ډلو څخه  :روافض ، اسماعلیه ، اغاخانیه ، معتزله ، بهاېیه ، قادیانیه ،سیکولر ، او قومي  ..او داسې نوري ګمراه دلي  چې تل یې د اسلام په تاریخ کې د یرغلګرو ملاتړ کړی او د اسلامي حکومتونو په وړاندي خنډ ګرځيدلی ، د ځان ملګري او د اسلام تاریخ پری بدنام کړي ..
 همدا شان ددې ډلو مشران د خاینانو په ځای د اتلانو ، مصلحانو ، مظلومانو او بی کسو په توګه خلکو ته ورپیژني  ، له دوی سره مرستی او همدردۍ کوي او په اسلامي ټولنو کې یې د ځواکمنو  فکري ، سیاسي ، او اقتصادي اشخاصو په صفت خلکو ته ورپیژني   چي په اوسني نړی کې یې شمیر کم دی ...ددی ډلو او اشخاصو فکر ، فرهنګ او نظریاتو ته وده ورکوي او په پوره ځواک سره یی مرسته او ملاتړ کوي ، اوس یې دي ډلو ته د مرستو او ملاتړ ډیر مرکزونه پانیستلی ترڅو یي نوری هم پیاوړي کړي .. تردی چي په اسلامي هیوادونو کي غواړی همدا کسان مشهور ، سرمایه دار او بلآخره زعامت ته ورسوی .
د: د اروپا تاریخ د اسلامي هیوادونو په نصاب کې شاملول :
سره ددی چي د اروپا تاریخ د نړی تر ټولو تیاره ، و حشتونو او وژنو ، جنګ جګړو او لوټماریو  ډک تاریخ دی ، چي نه یوازی د اروپا د خلکو بلکه د ټولي نړی د خلکو لپاره یې  لویی بدمرغی را منځ ته کړی ، چي د بیلګي په توګه د فرانسویانو ، انګریزانو، آلمانیانو ، او روسانو ترمنځ  د پیړیو جنګ جګړي ، په نړی د استعمار دوره او د نړی د ثروتونو لوټول ، دوی لویی نړیوالی جګړي ...او داسی نور چي د نړی په خلکو یې تپلی دی ، خو دوی هڅه کوي خپل تیاره تاریخ په داسي ډول خلکو ته وړاندی کړي چي ګواکي سپینې کوتری  دی چي تل یې نړی ته سوله او امن په ارمغان راوړی ، او دا خو مسلمانان دی چي تل په جګړو اخته او نړی یې بی ثباته کړی .
په اورپا کې د فرانسی انقلاب او تر هغه وروسته انقلابونه او پرمختګونه چي د استعمار زیږنده ده ، غواړی خلکو ته د پرمختک او ترقی یوازینی لاري په توګه معرفی کړي .
سره ددی چي د نړی هیوادونه د اروپا د تاریخ لوستلو ته اړتیا هم نه لری ، خو اوس یې په زیاترو تر واک لاندی هیوادونو کې خپل تاریخ په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د نصاب په توګه منلی  چې عملا د یوه با ارزښته ، مهم او معتبر تاریخ په توګه تدریس کږي . په مقابل کې یې  اسلامی تاریخ پری ګوښه او له نصاب څخه ایستلی دی .







۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د اسلامي هیوادونو دهمکاری سازمان

د اسلامي هیوادونو دهمکاری سازمان


 لیکنه :محمدشفیق صادق

 بسم الله الرحمن الرحیم 

  موخی او لاملونه


 د اسلام تاریخ او اسلامي لارښووني د مسلمانو پوهانو او سیاست کوونکو تر منځ د اسلامِي یوالی د الهام او خوځښت منبع ګڼل کیږي ، چي  په مدینه منوره کې د اسلام د ښاغلی پیغمبر حضرت  محمد (ص) په واسطه په (۶۲۲) میلادی کال   د یوه اسلامي دولت په جوړولو  پیل شو ، د اسلام په  تیر تاریخ کې د مسلمانانو یوالی او د اسلامی دولت وجود چی د مسلمانانو ستونزو ته لاس رسی ولری ، او تل د مسلمانانو د لوړوالی او عظمت سنبول وي د مسلمانو مشرانو لپاره یو سپيڅلی هدف او د ژوند کولو تګلاره وه ، چي  دي حکومت او یوالی ته اسلامي خلافت ویل کیده ، دا خلافت په مختلفو بڼو او مختلو سیمو کې د اسلامی نړی په ختیځ  او لویدیځ واکمن  ؤ ، د نړی په لر او برکې به د مسلمانانو د یوالی سنبول ګڼل کیده  ، کله به داسي هم ؤ چي په ځینو سیمو کې به خپلواک حکومتونه رامنځ ته شول خو د اسلام څخه په الهام اخیستلو به یی د مرکزی خلافت سره اړیکې ساتلي  او له هغو به یې مشوري اخیستې ... تر دې چي دا خلافت د لومړي ځل لپاره وروسته له (۱۳۰۰) کلونو په (۱۹۲۲) کال په غیر رسمی ډول  او په (۱۹۲۴) کال د مارچ په دریمه نیټه رسما د کمال اتاترک په واسطه لغوه اعلان شو ،  په دې سره د مسلمانانو یوالی له منځه ولاړ ، او د لویدیځې مسیحې نړی ځينې هیوادونو چي د مسلمانانو له رکود او اختلاف څخه يې ګټه اوچته کړه  د وږو لیوانو په شان د اسلامي خاورو په ویش بوخت شول ، د مسلمانانو د عظمت او برم په څلو یې خپلې ماڼي جوړې کړې ، چي تر نن پورې  د عظمت او برم  څلو د یهودي او مسیحې  سیاست والو  په وړاندي سرونه په زنګنو ایښې او په خواړه خوب ویده دی.


د عثمانی خلافت په سقوط سره د یهودیانو د اوږدې مودې هغه  خوب چي  په فلسطین کې د یوه یهودي دولت( اسرائیل) جوړیدل یې ارمان  وه په ریښتیا کیدوشو ، عملا یې دي موخې ته د رسیدو لپاره  د انګلستان د استعماری ځواک په مرسته او د امریکا په سیاسي او مالی ملاتړ  مټی را بډ وهلې ، او دا خوب په ( ۱۹۴۸)کال  د مي په (۱۴) نیټه  د فلسطین په خاوره د اسرائیلو د  دولت  د جوړیدو په اعلان  سره  ریښتیا شو ،چي  له اعلان څو ساعته  وروسته د امریکا ، شوروي اتحاد او نورو لویدیځو هیوادونو له لوری په رسمیت وپیژندل شو...   یهودیانو  د فلسطیني مسلمانانو د  کورونو  په کنډوالو او دهغوی د خاوري په اشغال سره اسرائیل جوړ کړ ، خبره په دي هم پای ته ونه رسیده ،  بلکه د مسجد الاقصی په ورانولو یې غوښتل د مسلمانانو  د مقدس ښار او لومړی قبلې په ځای خپله کلیسا ودانه کړی ....

 هو خلافت وران شو.... لویدځوالو په زیاتره اسلامي هیواونو خپل هغه ملګري او انډیوالان واکمن کړل چې په ښکاره خو به یې ددوی په ژبه خبرې کولې خو د پردې تر شا ددوی په مدرسو کې په روزل کیدو یې ددوی پلانونه په مخ بیول ، او لویدځوالو هم هغه څوک اتل او قهرمان ګاڼه  چي  ددوی په لاره روان اوسی او هر ترخه او خواږه یې ومنی ، اودا  اتلولی  یې د اتاترک په څیره  کې ورښکاروله ... هو خلافت سقوط وکړ ، ...اسلامی نړی یتیمه شوه ، میراث یې د تربرو تر منځ وویشل شو ، عربی نشنلست هیوادونه او تصور هم د اسرائیلو په وړاندې په ګونډو شول.... خو بیا هم د مسلمانانو د یوالی تصور په ځینو مشرانو کې  د عقیدې له مخې او یا  مجبوریت په اساس ژوندی ؤ دوی هلي ځلې کولې تر څو دا  یوالی که د خلافت په بڼه هم  نه وي د یوه کانفرنس په بڼه را منځ ته کړی .

لنډ تاریخي شالید


له بل لوری د اسلامي امت د وحدت لپاره د سیدجمال الدین افغان هڅې د کار پیلامه ګڼل کیدای شي، هغه د اسلامي نړۍ ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او د مسلمانانو یوالي ته یې خلک رابلل له هغه وروسته شیخ محمد عبده هم د هغه لاره ونیوه. د خلافت  له الغاء وروسته د ازهر د پوهنتون رئیس محمد حسین خضر د اسلامي کنفرانس د تشکیل په موخه د مسلمانانو علماؤ په راټولولو اقدام وکړ، همدا ډول د اسلامي مذاهبو د نژدیوالي ټولنه په قاهره کې جوړه شوه، په همدې لړ کې د پاکستان په بلنه د اسلامي فرهنګ تر سرلیک لاندې د 30 هیوادونو څخه 130 کسه نماینده ګان ر اټول شول او د اسلامي فرهنګ – اسلامي عقایدو او نړیوالو ستونزو په اړه پکې بحثونه وشول.
دوه نور کنفرانسونه په دې لړ کې ایجاد شول چې یوه موخه یی د اسرائیلو په وړاندې د اسلامي هیوادونو یوالی او همکاري وه او دوهم د استعمار ستونزې ته د حل لاره موندل ؤ.

له ۱۹۴۵ کال وروسته لومړی ځل  د ایران واکمن شاهنشاه پهلوی غوښتل د عربی هیوادونو تر منځ د بي باوری  له امله په تیره بیا د عراق او سوریی تر منځ  ،  ددی یوالي  د مزي سر په خپل واک کې ونیسې او دا حرکت  د ځان په ګټه وکاروي....خو بل خوا   د څلویښتمې شمسي لسیزې په لومړیو کې د ملک سعود په هڅو د اسلام د دعوت او غیر اسلامي عقایدو په وړاندې د مبارزې تر عنوان لاندې کانفرانس راوبلل شو چې په نتیجه کې د (رابطه عالم اسلامي ) په نوم یوه نړیواله موسسه ایجاد شوه ، چې په یوه ناسته کې یې 115 شخصیتونو له 35 هیوادونو څخه ګډون کړی ؤ او په نتیجه کې یې عربي هیوادونو د ټولنې په خلاف د اسلامي هیوادونو د ټولنې ایجاد غوښتنه وکړه. او د مالي د هیواد د جمهور ریس ( ادم عثمان) په بلنه په 1343 کال د یوه نړیوال اسلامي کانفرانس په لزوم پریکړه وشوه ، چې مسؤلیت یې د رابطه عالم اسلامي په غاړه واچول شوه. همدا شان ملک فیصل په 1344 کال خپله هم د اسلامي کانفرانس موضوع مطرح کړه چې د ایران او سعودي د پاچاهانو په لیدنه کې په تهران کې پرې موافقه راغله تر څو د اسلامي نړۍ ستونزې پرې حل کړي.د یوالې خبري په اسلامي نړی کې په مختلفو بڼو روانې وې  په ۱۹۴۸ کال چي کله عربی هیوادونو د اسرائیلو له لاسه ماته وخوړه ، ددي خبری اړتیا نوره هم ډیره شوه ، نو لومړی عملا  د مصر ، عربستان سعودی او پاکستان په نوښت  د اسلامي هیوادونو د یوالي هڅې پیل شوي په دې وخت کې د اموضوع په دې لانجمنه وه چې عربي هیوادونه په دوو محافظه کارو او افراطي ډلو ویشل شوي ؤ، یوې خواته مصر، الجزاریر، عراق، سوریه، یمن او بل خواته کویت، لیبیا، مراکش، سعودي ؤ  چې د افراطي ګروپ مشري د مصر جمال ناصر  کوله. او په 1345 کال همدې ناصر دا نظریه د امریکا او امپریالیزم  زیږنده  وبلله چې غواړي عربي ناسیونالیزم له منځه ویسي خو ملک فیصل بیا په مصر تور ولګاوه چې د کمونیزم لپاره لاره هواروي... په دې لړ کې د دواړو ډلو تر منځ ناندرۍ روانې وې، خو کله چې په 1346 کال د ناصر په مشری عربي هیوادونو  چې د مصر، سوریې، اردن او لبنان فوځونه پکښې شامل ؤ  د اسرائیلو سره په (4) ورځنی جګړه کې ماته وخوړه او اسرائیلو ( دسینا صحرا) له مصر څخه د جولان لوړې له سوریې څخه او لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس له اردن څخه ونیول نو ناصر له دې منصب څخه ډډه وکړه ، ورسره د اسرائیلو په خلاف احساسات لوړ شول د عربي هیوادونو دا تضادونه هم سره کم او د وحدت لپار ه ضمینه مساعده شوه.

بیا چې کله په 1348 کال کې د مسجد الاقصی یوې برخې ته اور واچول شو ورسره دا کار نو هم چټک شو او د مراکش د پادشاه په غوښتنه دا غونډه د ځینو هیوادونو د نه ګډون سره سره دائره شوه.    او عملا ددي کار لپاره  د اسلامي هیوادونو مشران په (۱۹۶۹) کال  د مراکش په پلازمینه  رباط کې جرګه شول او د همدې جرګې په پای کې  د سپتامبر په ۲۲ نیټه د اسلامي کانفرانس په جوړولو سلا شول ... خو په رسمې ډول یې په (۱۹۷۱) کال د مې په میاشت کې د موجودیت اعلان وکړ .په ۱۹۷۲ کال په جده کې ددې سازمان منشور لاسلیک شو .

 د اسلامي همکاری د سازمان  موخي او اهداف:

د اسلامي کانفرنس موخې او اهداف چي په (۱۹۷۲) کال د یوه منشور په بڼه اعلان شوي دا ډول دي:

۱- د غړو هیوادونو ترمنځ د اسلامي موخو او اهدافو پرمخ بیول .

۲- د غړو هیوادونو ترمنځ په مختلفو  فرهنګي ، اقتصادي ، علمي ...ډګرونو کي همکاري او ددوی ترمنځ د سالمو مشورو تبادله .

۳- په ټولو برخو کې د بیلتون پالنې ، نژاد پالني او استعمار سره مقابله .

۴- د عدالت په اساس د بین المللې صلحي او امنیت  د ټینګولو لپاره هلي ځلي په لاره اچول

۵- د مقدسو سیمو د ساتنی ، د فلسطین د اولس د حقه حقوقو او مبارزی  او د نیولو سیمو څخه  د ملاتړ په موخه د هڅو یوالی

۶- د ټولو مسلمانانو د عزت ، برم  ، استقلال او ملی حقوقو د لاسته راوړلو لپاره ګؤه مبارزه .

۷- د غړو هیوادونو او نورو هیوادونو  سره د تفاهم او همکاری د فضا تقویت او هلي ځلي کول.




اوس مهال اسلامي کانفرنس۵۷  دایمي او (۵) ناظر غړی هیوادونه لری چي په (۴) لویو وچو کې ویشل شویدی

 لومړی ناظر غړي:

۱- بوسنیا ۲- د مرکزي افریقا جمهوریت ۳- د روسیی فدراسیون ۴- تایلند ۵- د شمالی ترکی قبرس جمهوریت

دایمي غړي :

۱- اسیایی (۱۵)غړي  : ایران ، اندونیزیا ، ترکیه ، قزاقستان ،  ازبکستان ، پاکستان ، بنګله دیش ، مالیزیا، افغانستان، برونای ، ترکمنستان ، قرغزستان  ، تاجکستان،  آذربایجان    مالدیو

۲- افریقایی (۱۹) غړي:   اوګاندا ، کامرون ، ساحل عاج ،  ،  موزامبیق ، سنګال  ، ګانا ، بورکینافاسو،  چاد ، مالی، نیجر ، ګابون، توګو، بنین  ، سیرالیون  ، ګامبیا  ، ګینیا بیساؤ، نایجیریا ،د قمر جزایر 


۳- عربی هیوادونه (۲۱): ، عربستان سعودی ، مصر  ، الجزایر، ، امارات متحده عرب ، المغرب ، کویټ ، سودان ، تونس ، قطر ، ليبیا ، عراق  ، سوریه ،   عمان ، اردن ، لبنان  ، یمن  ،بحرین ،   موریتانیا ،  صومال ، جیوبوتی ، او  فلسطین  یې غړي دي.

 له اروپا څخه یوازي البانیا او له امریکا څخه یوازي سورینام ددی کانفرنس غړی دی نور ټول هیوادونه له اسیا او افریقا څخه دي چې په جغرافیوي لحاظ په دریو برخو ویشل شویدی ، عربی ، اسیایی ، او افریقایی هیوادونه .


د اسلامي همکاری د سازمان  جوړښت:

دا کانفرانس ځینې اصلي او فرعي څانګې لري چې په مختلفو برخو کې کار او فعالیت لري.

د دې سازمان ارکان:

۱-  د مشرانو غونډه:

د دې سازمان د مشرانو غونډه هر دری کاله وروسته د همدې کانفرانس په یوه غړي هیواد کې تر سره کیږي ، هر هیواد چې دا غونډه پکې جوړیږي د دریو کلونو لپا ره د کانفرانس مشر توب په غاړه لري ، چې تر اوسه لس دا ډول کانفرانسونه دائر شويدي ، دا تر ټولو لوړ با صلاحیته ځواک دی چې د کانفرانس مشر پکې ټاکل کیږي ، چې تر اوسه منظمې او په خپل وخت دائر  شوې دي.

۲-  د بهرنیو چارو او د وزیرانو غونډه:

دا غونډه هر کال دائریږي او کله هم به کال کې یو ځل په ملګرو ملتونو کې په نیویارک کې دائریږي ، چې پکې د بهرنیو چارو وزیران او یا یې معاونین شرکت کوي چې مهمې اجرایوي پریکړې هم دوی نیسي.

۳- د رهبرۍ ( عمومي منشي )څانګه:


د سازمان اداري کارونه ټول د همدې څانګې په غاړه دي سره د دې چې د همدې څانګي  لپاره د جدې ښار مرکز ټاکل شوی خو دا مؤقت دی او اصلاُ د بیت المقدس ښار یې مرکز ټاکل شوی دی ، د غونډې او کانفرانس واګي د مشر په واک کې دي چې د غړو هیوادونو د ټاکلو په نتیجه کې ټاکل کیږي او د کانفرانس چارې ( 4) کلونو لپاره پر مخ بیایي.

4- د اسلامي عدالت بین المللي محکمه:

دا د اسلامي ټولنې نوی رکن دی چې په کویټ کې یې مرکز ټاکل شوی ، دا څانګه په 1987 کال په کویټ کې جوړه شوه ، تر اوسه یې لا اساسنامه نده تصویب شوي ، په مقدماتي اساسنامه کي لیکل شوي چي  محکمه به اووه  قاضیان  لري چې ځینې فرعي څانګې به هم لری او قاضیان به د وزیرانو په مجلس کې ټاکل کیږي.



د اسلامي همکاری د سازمان  اړوندې څانګې:


 ۱-  علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان ( آیسسکو)

دې سازمان په 1361 هـ . ش کال عملاُ په کار پیل وکړ، مرکز یې په مراکش کې دی چې دوه څنګې يه امارت متحده عرب او تهران کې لری ، په دریو ژبو عربي، فرانسوي او انګلیسي فعالیت لري ، چې زیاتره د عملي کانفرانسونو په ډول خپل فعالیتونه پر مخ وړي ، د دې ترڅنګ توانیدلي چې د 114 نړیوالو او تخصصي سازمانونو سره اړیکې ولري.


۲-د اسلامي پراختیا بانګ:


 ددي  سازمان په تشکیل په  1970 میلادي کال  په کراچۍ ښار کې  خبرې وشوې خو په 1975 کال یې د جدې  ښار کې خپل مرکز و ټاکه او عملاً یې په کار پیل وکړ.


موخه یې د اسلامي شریعت پر اساس د بانکدارۍ ترڅنګ ، د هغو پروژو حمایت  هم پر غاړه دی چې په اسلامي هیوادو کې یې لري. تر اوسه (53 ) هیوادونه پکې غړیتوب لري.





   د اسلامي همکاری د هیوادو د سازمان د رادیو ، تلویزیون او خبریالی نړیوال اسلامي کانفرانس  (اسبواّ )

دا ددی سازمان د خبر رسوني او خیریالی په برخه کې نړیوال سازمان دي چي ( اسلامي غږ) هم ورته وایی ، مرکز یې په جده کې دی ددي سازمان ریاست د سعودي عربستان د فرهنګ او اطلاعاتو د وزیر په واک کي دي کڼ اسلامي اهداف او موخې لری ...
 


 نړیواله اسلامي رسنیره موسسه ( اينا)  ددی سازمان مرکز هم په جده کي دي د اسلامي نړیوالی میډیا په برخه کي هڅې کوي تر څو ریښتني خبرونه د اسلامي نړي څخه نوري نړی ته ورسوي ریاست يې د عمومي منشي په غاړه دی
  د اسلامي همکاری د سازمان اړوند پوهنتونونه

نوموړي سازمان دوه مستقل پوهنتونونه په مالیزیا او بنګله دیش کي جوړ کړي چي په مالیزیا کي نومړي پوهنتون په (۱۹۸۳) کي خپل فعالیت پیل کړ ، (۷۱۶۵) تنه محصلین په لیسانس ، مافوق لیسانس او دکتورا مرحلو کي په تحصیل بوخت دی چې له دي شمیر څخه یې ( ۴۷۶) تنه محصلین له (۹۲) هیوادونو څخه پکښې زده کړې کوي

په بنګه دیش کې یې هم په (۱۹۸۵) کال د يوه پوهنتون د جوړولو پلان تصویب کړ چي اوس مهال پکښې په مختلفو پوهنځیو کې محصلین په زده کړه بوخت دي .


د اسلامی همکاری د سازمان  مشران او عمومي منشیان




په اوسني عصر کي د اسلامي همکاری د سازمان   په وړاندي خنډونه

۱- د همکاری د سازمان د هیوادونو تر منځ لانچي او ستونزی او د سازمان په جوړښت کي  کمزورتیا

۲-  د یوه مشترک اقتصادي نظام عدم موجودیت


۳- د سازمان د فیصلو او پریکړو په هکله د اجرایوي ضمانت نه شتون

۴- د اوسنیو نویو ستونزو  لکه تروریزم ...او امریکایی یرغل يه وړاندي  عدم توانایی او د مقابلی  نه شتون