د اصحابو کرامو مقام او منزلت ، عدالت، او هغوی ته د طعن ويلو حکم ( دوکتور یو سف قرضاوي )
ژباړه:محمد شفيق صادق
دا هغه موضوع ده چې څو کاله وړاندې د الجزیرې تلویزیوني چینل له محترم دوکتور یوسف القرضاوي سره پرې په ژوندۍ بڼه مرکه کړی وه، موږ هم د موضوع د اهمیت له مخې لوستونکو ته په پښتو ژباړلې، هیله ده چې د درنو لوستونکو د خوښي وړ وګرځي.
په دې موضوع کې په لاندې ټکو بحث شوی دی:
1- د صحابي معنی او مفهوم او د هغوی د مقام او فضیلت دلایل2- د صحابي د عدالت معنی، او په دې هکله د تاریخي اختلافاتو اغیزې3- د صحابه کرامو په حق کې د بدو ویلو او طعن حکم د اسلام له نظره
لومړی برخه
د صحابي معنی او مفهوم او د هغوی د مقام او فضیلت دلایل
عثمان عثمان:
محترم دوکتور صاحب په خیر راغلئ، تر هرڅه د مخه دا پوښتنه مطرح ده چې صحابي چاته وایي؟
دوکتور یوسف قرضاوي:
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله والصلاة والسلام علی سیدنا و امامنا و اسوتنا وحبیبنا رسول الله و علی آله و صحبه و من اتبع هداه وبعد:
له هر څه د مخه د ایران اسلامي جمهوريت له رهبر څخه ډیره مننه کوم چې په خپله صادره کړې فتوا سره یې د ام المؤ منین حضرت بي بي عایشې او نورو امهات المؤ منین رضي الله عنه په حق کې د بدو ویلو د تحریم اعلان وکړ، همدا ډول د ټولو هغو رمزونو او شعایرو په برخه کې چې اهل سنت ورته احترام لري، نو زه د سید علي خامنه ای څخه د دې فتوا په صادرولو مننه کوم، او امید لرم چې لدې فتوا حق به اداء شي او څوک چې سرغړونه ترې کوي هغوی مجازات کړل شي.
سره لدې چې د ایران د اسلامي انقلاب رهبر د ټولو صحابه کرامو په حق کې د بدو ویلو او طعن په خلاف فتوی صادره کړې، خو متآ سفانه چې بیا هم ځینې شیعه وروڼه وینو چې لدې فتوی څخه سرغړونه کوي او هغه څوک چې د بې بې عایشې (رضی الله عنها) په حق کې بد رد وایي هغوی د جزا وړ دي، ما د کویټ هیواد له چارواکو نه هم دا تمه درلوده چې دوی به د داسې ګنهګارانو په حق کې د تابعیت د لغوه کولو د حکم په ځای، هغوی چې د اسلامي امت په حق کې چې شیعیه ګان یې هم یوه برخه ده، یوه ډاګیزه محکمه دایره او دغه کسان پکې محاکمه کړي.

اوس به راشو دې ته چې صحابي چاته ویل کیږي؟
د مسلمانانو جمهور په دې متفق دي چې صحابي هغه څوک دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې د ایمان په حالت کې ژوندی لیدلی وي، څه یې ترې اوریدلي او یا روایت کړي وي، سره لدې چې دا کار په ژوند کې یو ځل هم شوی وي.
امام المارزي وایي: صحابه هغه کسان دي چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یې ملګرتیا کړې وي، د هغه سره اوسیدلي وي،د هغه ملاتړ یې کړی وي او د هغه په لاره روان شوي وي او همدا کسان بریالي دي.
خو جمهور بیا په هغه رد کوي او وایې چې: د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره یې د ایمان په حالت کې لیدنه شوې وي، له هغه نه یې روایت کړی وي، که دا لیدنه په ټول ژوند کې یو ځل هم وي.
په دې تعریف سره هغه (لفظي) جګړه چې د اهل سنتو او اهل تشیع ترمنځ روانه ده کومه اغیزه نه لري. ځکه کوم صحابه چې د دوی په حق کې خبرې کیږي، هغوی هغه کسان ندي چې په حجة الوداع کې یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) لیدلی ؤ او یا دا ډول نور… بلکې کوم کسان چې تر بحث لاندې دي هغوی (السابقون الاولون) او هغه کسان دي چې د مهاجرینو او انصارو خطاب ورته کیږي او یا هم هغه لوی او مشهور صحابه دي چې په جهاد، دعوت، فتوحاتو او روایاتو کې لوړ او ځلانده مقام لري او همدا لویه ستونزه ده.

(یسري) ورور وایي: چې د صحابي د مقام ټاکل خپله د اختلافاتو زیږنده ده، ستاسې نظر په دې هکله څه دی؟
دوکتور یوسف قرضاوي:
نه داسې نده! دا صحیح هم نده! هیڅوک د حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت عایشې، حضرت طلحه، حضرت زبیر، حضرت عمرو ابن العاص، حضرت معاویه بن ابې سفیان… رضی الله عنهم، له صحبت څخه انکار نه کوي او نه خبره په دې موضوع را څرخي.
محترم دوکتور صاحب! تاسو وویل، هغه کسان چې یو ځل یې هم نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) لیدلی وي د صحابه کرامو په ډله کې شامل دي، خو ډیر داسي کسان شته چې ډیر وخت له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) سره اوسیدلي.
دوکتور یوسف قرضاوي:
زموږ ترمنځ اختلاف هم د همداسې کسانو په هکله دی چې له هغه (صلی الله علیه وسلم) سره یې ډیر ژوند کړی دی.
عثمان عثمان:
هو! دوکتور صاحب! پوښتنه دا ده چې صحبت یوازې شرف او فضیلت دی او که صحابه د دعوت په رسولو او د رسالت په تبلیغ کې بل رول هم لري؟
دوکتور یوسف قرضاوي:
دا شرف او فضیلت دی، خو دا په دې سره نه خلاصه کیږي، د صحابه کرامو له فضیلت څخه هیڅوک هم انکار نشي کولای، قرآن کریم خپله هم د دوی ستاینه او صفت بیانوي، الله تعالی فرمایي: (والسابقون الاولون من المهاجرین والانصار والذین اتبعوهم باحسان رضی الله عنهم و رضوا عنه و اعد لهم جنات تجري من تحتها الانهار خالدین فیها ابدآ ذلک الفوز العظیم) (التوبه ۱۰۰)
هغه مهاجرین او انصار چې له نورو مخکې یې د ایمان بلنې ته لبیک وویل او مخکې شول او هغوی چې د دوی پیروي یې په نیکۍ کې وکړه، الله تعالی د دوی څخه خوښ او راضي شو او دوی له الله تعالی څخه خوښ شول او دوی ته یې جنتونه تیار کړل چې لاندې ترې ویالي بهیږي، هلته به دوی تل تر تله پاتې وي، همدا لویه بریا ده.
تردې چې قرآن کریم هغه کسان هم ستایلي چې په احسان او نیکۍ سره ددوی پیروي کوي، نو خپله د دوی فضیلت به څومره وي؟ په دې فضیلت کې ټول مهاجرین او انصار شامل دي، همدا ډول هغه کسان ستایي چې په بیعة العقبة کې شامل ؤ، د بدر په غزا کې، کله چې د بدر د غزا یوه ګډونوال داسې عمل وکړ چې خیانت شمیرل کیده او حضرت عمر (رضی الله عنه) غوښتل چې سر یې پرېکړي، نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) عمر (رضی الله عنه) ته وویل: (ای عمره! څه فکر کوې، الله تعالی به د بدر د ګډون والو په عملونو خبر ؤ او هغوی ته یې وویل څه مو چې زړه غواړي هغه وکړئ، ځکه تاسو ما بښلي یاست).
یعنې داسي کسان شته چې د دوی سوابق د دوی د عملونو شفاعت کوي، اګر که دوی په لویه خطا کې هم لویدلي وي، همدا شان د احد د غزا کسان، د بیعة الرضوان اهل، یعنی ټول هغه کسان چې په دې واقعو کې شامل ؤ.
د بیعة الرضوان د کسانو په حق کې دقرآن کریم آیتونه نازل شوي او الله تعالی فرمایي: (لقد رضی الله عن المؤ منین اذ یبایعونک تحت الشجرة فعلم ما فی قلوبهم، فانزل السکینة علیهم و اثابهم فتحا قریبا) الفتح ۱۸ آیت.
ژباړه: په تحقیق سره الله تعالی د هغو مؤمنانو (صحابه کرامو) څخه هغه وخت راضي شو،کله چې هغوی تر هغې ونې لاندې له تاسره (دجهاد) بیعت وکړ، نو الله تعالی په هغه (اخلاص) پوه شو، کوم چې دوی په زړونو کې درلود، نو الله تعالی ورباندې سکینه (ډاډ) نازل کړ او په نیژدې فتحې یې ورته عوضونه ورکړل.
له همدې امله داسې راغلي چې د تر دې ونې لاندې بیعت کوونکي به اور ته داخل نشي.
همدا شان په سورت حشر کې فرمایې (للفقراء المهاجرین الذین اخرجوا من دیارهم و اموالهم، یبتغون فضلا من الله و رضوانا و ینصرون الله ورسوله اولئک هم الصادقون) (الحشر ۸ آیت)
ژباړه: د (فئ مالونه) د هغو کسانو لپاره دي کوم چې د خپلو کورونو او مالونو څخه په داسې حال کې ایستل شوي چې دوی د الله تعالی نه لوی فضل او ستره رضا مندي غوښتله او هم په داسې حال کې چې دوی د الله ( جل جلاله) سره او دده د پیغمبر سره نصرت کاوه، دغه کسان ریښتیني دي.
په بل ځای کې بیا الله تعالی فرمایي (والذین جاؤوا من بعدهم یقولون ربنا اغفرلنا و لاخواننا الذین سبقونا باالایمان…) (الحشر ۱۰).
ژباړه: همدا شان د هغو کسانو لپاره چې له اولنیو مهاجرینو او انصارو وروسته دنیا ته راغلي، دوی وایي، اې زمونږ ربه! موږ ته بښنه وکړې او هغو کسانو ته هم چې له موږ څخه په ایمان راوړلو کې مخکې ؤ او زموږ په زړونو کې د هغوی لپاره کینه مه ګرځوه، کومو چې ایمان راوړی دی.
نو آیا لدې آیاتونو سره سره بیا هم په هغوی پسې بد ووایو؟ الله تعالی له مونږ نه غواړي، چې د هغو کسانو په حق کې چې په ایمان راوړلو کې له مونږ نه مخکې دي، له الله تعالی مغفرت او بښنه وغواړو، خو دوی بد پسې وایي! نو څوک چې قرآن کریم لولي او قرآن کریم د ټولو صحابه کرامو په حق کې فرمایي (… لایستوی منکم من انفق من قبل الفتح وقاتل اولئک اعظم درجة من الذین انفقو من بعد و قاتلوا وکلا وعد الله الحسنی…) الحدید ۱۰ آیت.
نو څوک چې له فتحې مخکې ؤ او یا وروسته د ټولو سره الله تعالی د نیکئ وعده کړې ده،نو قرآن کریم شاهدي وایي چې صحابه کرامو د الله تعالی او د هغه د پیغمبر په وړاندې څومره لوړ او عالي مقام درلود.

محترم دوکتور صاحب! ځینو لیکلي او ځینې وایي چې صحابه کرام په تاریخ کې یو خاص او ځانګړی نسل ؤ چې د دوی په شان نسل بیا نه تکرار شوی او نه به تکرار شي، دوی دا ځانکړتیا له کومه پیدا کړې او په رښتیا هم بیا به داسې نسل رانشي؟.
قرضاوي:
قرضاوي:
دا د صحابه کرامو نسل ؤ، دا ډیره ګرانه ده چې د دوی په شان نسل دې بیا تکرار شي، ځکه دا هم ډیره ګرانه ده چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) غوندې مربي دې بیا پیدا شي، څوک به بیا د قرآن د نزول شاهد وي؟ قرآن به نازلیږي، جبرائیل امین به سبا او بیګا راځي، د الله تعالی آیتونه به نازلوي؟ له همدې امله د صحابه کرامو په حق کې ویل شوي دي چې دوی د قرآن کریم د نزول شاهدان ؤ، د نزول اسباب یې ورته معلوم ؤ، له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې احادیث روایت کړي او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په مدرسه کې روزل شوي ؤ، نو بل نسل به څه ډول ممکن وي، چې ددوی په شان راشي؟
دوه متضاد انځورونه
په همدې برخه کې استاذ ابو الحسن ندوي(رح) یوه ښکلې رساله لیکلې چې نوم یې (صورتان متناقضتان)، نوموړي په دې رساله کې د صحابه کرامو په حق کې دوه هغه متناقض نظرونه تصویر کړي، کوم چې اهل سنت او اهل تشیع یې لري. شیعه ګان په دې اند دي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د صحابه کرامو ښه روزنه نه وه کړې، که هغه ابوبکر وو او که عمر، عثمان وو او یا نور صحابه کرام، چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته نیژدې وو، عشره مبشره چې دوی ته یې د جنت زیری هم ورکړی ؤ.، دوی صحابه د ناوړه کارونو په کړنو تورنوي او بدې خبرې پسې کوي.خو اهل سنت بیا بل ډول نظر لري: دوی وایي چې صحابه د اسلامي امت ځلانده نمونې دي، دوی د ژوند په ټولو برخو کې قهرماني درلوده، دوی د جهاد اتلان ؤ، د اخلاقو اتلان، د دعوت اتلان، دوی خپل مال، ژوند او ټول هغه څه چې په واک کې یې درلودل، د الله ( جل جلاله) په رضا او لاره کې وقف کړي ؤ، نو د اهل سنتو په آند صحابه کرام د محمدي مدرسې شاګردان ؤ، دوی د رسالت په غیږ کې روزل شوي ؤ، له همدې امله تاریخ په دې شاهد دی چې د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په شان اصحاب نورو پیغمبرانو او انبیاؤ نه درلودل، قرآن کریم مونږ ته د موسی (عليه السلام) د اصحابو حکایت کوي،کله چې موسی (عليه السلام) ورته وویل: (ادخلوا الارض المقدسة التي کتب الله لکم)
(یعنې اې زما قومه! هغې مقدسې خاورې ته ننوزئ چې الله تعالی درته ټاکلې ده) سره لدې چې موسی (عليه السلام) ورته وایي چې دا ننوتل الله تعالی تاسو ته ټاکلي دي، نو لازمه خو دا وه چې دوی د الله د حکم په اساس دا امر پرته له کومه دلیله منلی وای، خو دوی موسی (عليه السلام) ته وویل:(قالوا یا موسی ان فیها قوما جبارین وانا لن ندخلها حتی یخرجوا منها فان خرجوا منها فانا داخلون) (اې موسی! هلته یو ظالم او غالب قوم دی، موږ به هبڅ کله هم هلته داخل نشو،ترڅو دوی ترې ونه وزي، کله چې دوی ترې ووتل بیا به موږ ورننوزو.
او بیا ورته وایي: (قالوا یا موسی انا لن ندخلها ابداً ماداموا فیها فاذهب انت و ربک فقاتلا انا هاهنا قاعدون) (ژباړه:اې موسی! تر هغه چې هغوی هلته په دغه ښار کې پاته وي،موږ به هیڅ کله هم ورداخل نشو، نو ته او خپل رب مو ولاړ شئ، هلته جګړه وکړئ، موږ همدلته ناست یو) ته او خدای مو ولاړ شئ او جګړه وکړئ موږ به همدلته درته کښینو! لکه چې الله ( جل جلاله) ددوی نه بلکې یوازې د موسی(عليه السلام) رب وي! ته دې وینا ته وګوره او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اصحابو وینا ته وګوره! چې کله د بدر په غزا کې اصحابو رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته وویل: موږ تاته داسې نه وایو لکه موسی (عليه السلام) ته چې بني اسرائیلو وویل: ته او رب مو ولاړ شئ، هلته جګړه وکړئ، موږ به همدلته کښینو، بلکې موږ تاته وایو، ته او رب مو ولاړشئ جګړه وکړئ، موږ هم د تاسې ترڅنګ د دښمن په خلاف جګړه کوو.
یو بل کس بیا ورته وایي:قسم په الله ( جل جلاله) که بحر ته ننوتل لازم وي او ته ننوزي نو موږ به هم ټول بحر ته درسره ننوزو او یو به هم پاته نشو!
موسی (عليه السلام) له ناچارۍ نه د شکایت په ډول خطاب کوي او فرمایي:) قال رب انی لا املک الا نفسي و اخی فافرق بیننا و بین القوم الفاسقین)
ژباړه: (موسی وویل: اې پروردګاره! زه له خپل ځان او ورور څخه پرته د بل چا د اختیار مالک نه یم نو زموږ او د فاسق قوم تر منځ بیلتون راوله!.
دا دهغه (عليه السلام) اصحاب ؤ. نو قرآن کریم د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د اصحابو صفت کړی دی او اهل سنت یې هم صفت کوي، په یوه حدیث کې چې راځي: (تر ټولو بهترین قرن (پیړۍ) زما قرن دی، بیا چې په هغې پسې راځي، وروسته چې په هغو پسې راځي…) تاریخ هم د دوی ستاینه کوي، تاریخ د دوی په شان څوک ندي لیدلي چې سیرت یې دومره زیات لوستونکي ولري، تر ټولو مشهور کتابونه چې په دې اړه لیکل شوي (الاستعاب فی معرفة الاصحاب)، (اسد الغابة فی تاریخ الصحابة)، (الاصابة فی تاریخ الصحابة) او هغه چې اوس لیکل شوي لکه (حیاة الصحابة) او داسې نور کتابونه چې د دوی په ژوند لیکل شوي، د دوی د نبوغ په مسایلو، د عمر رضي الله عنه نبوغ، د خالد رضي الله عنه نبوغ، د علي رضي الله عنه نبوغ، د عایشې رضي الله عنه نبوغ، د عثمان ذي النورین رضي الله عنه په نبوغ غږیږي، یعنې دوی ټول د اخلاقو او ایماندارۍ د لوړې څوکې قهرمانان ؤ.

محترم دوکتور صاحب! لدې ټولو سره سره بیا هم ځینې کسان د ځینو صحابه کرامو دځینو ښوییدنو خبرې کوي او دا چې په هغوی حد جاري شوی، ځینې ددوی دداسې اعمالو مرتکب شوي چې د شریعت سره مخالف ؤ، نو تاسو څه ډول دا فضیلت ټولو ته ثابتوئ؟
دوکتوریوسف قرضاوي:
صحابه کرام په مجموع کې یو نایابه نسل ؤ،
استاذ سید قطب په خپل کتاب (معالم فی الطریق) کې په دې هکله یو فصل لري هغه دوی ته (جیل قرآنی فرید) وایي، یعنې دا چې صحابه یو ځانګړی نسل ؤ، دوی به قرآن د تلاوت، تسلي او ګټې لپاره نه زده کاوه بلکې دوی به لدې لپاره زده کاوه چې عمل پرې وکړي، څوک چې د صحابه کرامو سیرت لولي، نو 0100٪ به په دې یقین پیدا کړي چې دا یو ځانګړی نسل ؤ چې نړۍ تردې دمخه نه ؤ لیدلی، تاریخ نه ؤ لیدلی، د دوی په زرګونو واقعې تاریخ لیکلې دي، یوه نه، دوه نه، په زرګونو، نادره پیښې، دسرښندنې پیښې، د فداکارۍ تاریخونه، د ایمان تاریخ، د تقوی تاریخ، په دې ټولو باندې تاریخ ګواهي ورکوي، دا فداکاري لدې مانع نه کیږي چې په کوم چا دې حد نه جاري کیږي، په ډيرو هغو چې حد جاري شوی، په خپله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ته ورغلي، هغه ته یې ویلي دي چې پر ما حد جاري کړه لکه ماعز بن مالک رضي الله عنه ، لکه غامدیه ښځه رضي الله عنه ، دا ښځه راغله اوله رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یې پر هغې د حد جاري کولو غوښتنه وکړه هغه (صلی الله علیه وسلم) ورته وویل: اوس لاړه شه! ته حامله یې، کله چې ستا ماشوم وزیږید، نو بیا راشه ځکه چې موږ اوس هم پر تا حد جاري کولای شو مګر په ګیډه کې ماشوم کومه ګناه نه لري، هغه ولاړه، ماشوم یې له میاشتو وروسته پیدا شو، خو بیا یې هم ضمیر مړ نشو او راغله او دحد جاري کولو غوښتنه یې وکړه؛ بیا یې واستوله تر څو هغه ماشوم ته شیدې ورکړي، هغه ولاړه، یوکال یا څه موده تللې وه او بیا وروسته چې کله حد پرې جاري شو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) یې په حق کې وویل: دې ښځې داسې توبه وکړه چې که توبه یې په اویا کورونو یا د مدینې په خلکو وویشل شي، ټولو ته به ورسیږي نو دا ممکنه ده چې انسان په خطا کې ولویږي، ځکه دا انسان دی، صحابه کرام په دې پیژندل شوي چې علماؤ دوی ته عدالت ثابت کړی، خو عصمت یې ندی ورته ثابت کړی،لکه شیعه ګانو چې خپلو امامانو ته دعصمت ثبوت کړی دی، نو اصحاب کرام معصوم ندي، دا ممکنه ده چې له دوی څه خطا پیښه شي، خو ډیر ژر یې ترې توبه کړې او توبه خو انسان له ګناه نه داسې وینځي لکه اوبه چې چټلي وینځي…نو ځینو صحابه کرامو ځینې خطاګانې کړې، خو توبه یې ترې ویستلې او الله تعالی یې هم توبه قبوله کړې ده.
د صحابي د عدالت معنی او په دې اړه د تاریخي اختلافاتو اغیزې

اهل سنت او جماعت دا عقیده لري چې اصحاب کرام ټول عدول دي، لدې عدالت معنی څه ده؟.
دوکتور یوسف قرضاوي:
دوکتور یوسف قرضاوي:
د عدالت معنی داده چې دوی هیڅ کله هم په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پسې دروغ ندي تړلي، د هر روايت کوونکي د عدالت پوښتنه باید وشي، ځکه که شاهد عادل نه وي امکان لري چې په رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پسې دروغ ووایي، یا د هغه په حدیث کې زیات والی راولي او یا تحریف پکې وکړي، خو صحابي دا کار نه کوي، له همدې امله د صحابي د عدالت پوښتنه نه کوو، دا د مطلوب عدالت معنی ده، لدې معنی دا نده چې هغه به نه سهوه کیږي، دا ممکنه ده چې حافظه یې قوي نه وي او د حدیث په روایت کې سهوه شي، ځکه خو د صحابه کرامو په منځ کې ځینو کسانو په حفظ شهرت موندلی ؤ له دوی څخه ځینو له زرو نه زیات احادیث روایت کړي ؤ، چې په دوی کې اووه تنه تر نورو ډیر مشهور ؤ، لکه ابو هریره، عایشه، ابن عباس، ابن عمر، جابر، ابوسعید خدری، انس بن مالک، یعنې دا اووه تنه مشهور دي چې له رسول الله (صلی الله علیه وسلم) نه یې ډیر احادیث روایت کړي، نو د صحابي د عدالت لټول نه کوو، کله چې موږ ته حدیث روایت کوي، خو د نورو راویانو د عدالت لټون کوو، نو هر راوي به دوه صفته لري چې یو عدالت او بل ضبط دی.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر