۱۳۹۵ آذر ۲۷, شنبه

د زکات او مالیی ترمنځ توپیرونه



 د زکات او مالیی ترمنځ توپیرونه  .....

 او آیا  یو مالدار د مالیی  په  ورکړه د زکات له ورکړي خلاصیږي ؟                                                                                                 لیکنه : محمدشفیق صادق 
   
دا چي اسلامی شریعت د اسلامی دولت د مصارفو او خدماتو لپاره د پیسو د راټولولو او تر لاسه کولو ډیر موارد او ځایونه ټاکلي او دولت ته واک ورکوي چی په  ټاکلو شرعي او روا لارو د خپلو مصارفو لپاره پیسې راټولې کړي ،چې  د هغو مواردو ذکر کول بیل بحث او څیړنه غواړي ، موږ دلته یوازی د زکات   او مالیی اړوند په ځینو موضوعاتو بحث کوو ، تر څو وکولای شو د زکات او مالیی تر منځ توپیر په ګوته او د هر یوه د راټولواو مصارفو په هکله د مسلمانو علماؤ د نظریاتو په اساس  لنډ معلومات لوستونکو ته وړاندي کړو
۱-  زکات                       
زکات د اسلام د ارکانو څخه یو مهم رکن دی چي الله تعالی په مالدارو مسلمانانو د خپلو همنوعو (انسانانو ) د ټولنیز تکافل او مرستی په موخه د عمومي مصلحت په نظر کې نیولو سره   فرض کړیدی .د زکات څخه موخه له بخل  څخه د انسان د نفس  او مال پاکول دی .
دا رکن الله تعالی  په زیاتره آیتونو کې په قرآن کریم کې د لمانځه سره سم او یو ځای ذکر کړیدی ، چي له دي څخه یی فرضی اهمیت له ورایه څرګندیزي ، همدا شان ددی رکن ثبوت په قرآن کریم ، نبوی احادیثو او د امت په اجماع سره ثابت شوی دی څوک چي انکار تری وکړی کافر ګڼل کیړی د اسلامی امت له ډلي نه شمیرل کیږي
زکات د ګڼو ټولنیزو ، اقتصادی ، امنیتی ، او انسانی دندو او ښیګنو په موخه لازم ګرځول شویدی ، د ټولنی د غړو تر منځ  ټولنیز تکافل را منځ ته کوی ، د بی کاری ،فقر ، انحرافاتو او نورو ستونزو  مخنیوی کوی همدا ډول زکات  د ټولنیز امنیت ،  مالی  او روحی اطمئنان لاره ده ،  د همدی زکات په برکت به مالداران  او فقیران په سوله ،  امن او مینه کي یو ځای ژوند سره کوی ، همدا زکات دی چي د هغو ټولیزو تربګنیو مخه نیسی چي عمده لامل یې   حسد ، کینه او بغض دی چي فقیران یی د مالدارو په وړندی لری ، کوم  چي د فقیرانو او مالدارو د ژوند د  واټن په اساس رامنخ ته شوی ، هغه واټن چي د ماڼيو او قصرونو د خاوندانو او د خیمو او جونګړو د خاوندانو تر منځ را منځ ته شوی، هغه واټن چي د عیش او عشرت د خاوندانو او د بی وزله ، پښو لوڅو او لوږي اخیستی ټولني تر منځ را منځ ته شوی ، هغه ټولنه چي ځینې پکښې هر څه لری او د هیڅ شی کمی پکښې نه وی او ځینې پکښې د لوږي او مرک سره غاړه غړی وي .
د زکات فرضیت په ګڼو ایتونو او نبوی احادیثو  سره ثابت دی ، او د اسلامی شریعت په اساس باید په اتو ځایونو کي ولګول شی :(   انَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ) التوبة/ 60 )الله تعالی فرمایی : په تحقیق سره صدقات د فقیرانو ، مسکینانو ، په دی برخه کي د کارکوونکو ، مؤلفة القلوبو ، د غلام د ازادولو ، قرضداردانو ،د الله ۤ په لاره کي (  چي علماؤ له دي څخه مراد  جهاد او مجاهدین ، تعلیم او روزنه ، مساجد ، رفاه عامه  د اسلامی دفاع نور ضروریات  ، او داسي نور موارد یاد کړیدی )  ، او مسافرو لپاره دي (په دی برخو کي باید مصرف او ولګول شي) .
. دا چي زکات باید څه ډول ، په کوم وخت کې له څومره مال څخه او له کوم مال څخه ورکول شي ، په دي برخه کې  باید پلټنه وشي او له  جیدو علماء کرامو یې پوښتنه وشي 
زکات ورکول د مسلمان په اسلام او ایمان  درلودلو دلالت کوي ، څوک چي د خپل مال زکات ورکوی نو دا کار یی په دي دلالت کوي چي نوموړی مؤمن او په خپل دین او آخرت پوره او کامل ایمان لری ، په دي هکله نیې کریم (ص) فرمایی : صدقه دلیل او نښه ( د ایمان ) ده ایمانداره سړی به صدقه ورکوی ، زکات به اداء کوي ځکه هغه په دي پوهیږي چي د قیامت په ورځ به سخت حساب ورسره کیږي او کلکه محاسبه به ورسره وشي ، په دی پوهیږي چي مال د الله تعالی ورکړه ده ، کیدای شي الله تعالی یې تری واخلی ...
صدقه او زکات ورکول په دنیا او آخرت کي   ګڼي ښیګڼې  لری په دنیا کي : د مال پاکوالی ، له ګناهونو د ځان پاکوالی ، د بلاګانو او مصیبتونو مخنیوی ، د ناروغتیاوو څخه ساتنه ، د مسکین په مخ مسکا خپرول ، په مال او روزی کي برکت او په آخرت کي به د قیامت د ورځي په ګرمه ورځ کي د الله تعالی تر تیارکړي سیوری لاندی ناست وي ،حساب به یې په آسانی تر سره شي ، میزان به یې دروند وي ، په صراط به په آسانه تیر شي ، په جنت کي به لوړ مقامونه ورکول شي ..همد شان د رسول اکرم (ص) د قول په اساس صدقه د الله تعالی غصه او قهر  له منځه وړی ...

زکات ورکول د الله تعالی د رحمت او مهربانی لامل هم ګرځي الله تعالی په قرآنکریم کي فرمایی (و رحمتی وسعت کل شیئ فسأکتبها ، للذین یتقون و یؤتون الزکاة )همدا شان د الله تعالی د نصرت او مرستی شرط هم دی الله تعالی فرمایی (    ولينصرن الله من ينصره إن الله لقوي عزيز‏، الذين إن مكناهم في الأرض أقاموا الصلاة وآتوا الزكاة‏)‏ ‏سورة الحج :‏40- ) په دین کې د اخوت شرط (  ‏فإن تابوا وأقاموا الصلاة وآتوا الزكاة فإخوانكم في الدين‏)‏ ‏‏سورة ‏‏التوبة :‏11،  )      د مؤمني ټولنی له صفاتو یو مهم صفت (     إنما يعمر مساجد الله من آمن بالله واليوم الآخر وأقام الصلاة وآتى الزكاة ولم يخش إلا الله‏)‏ ‏سورة التوبة: ‏18‏  ) او د هغو مؤمنانو صفت چي د جنت وارثان به وي (  والذين هم للزكاة فاعلون‏) سورة المؤمنون: ‏4‏.)
۲- مالیه
په عمومي ډول مالیه عبارت له هغو مالی او الزامي غوښتنو څخه ده  چي حکومتونه یی په ټاکلی وخت او له  ټاکلی وضعی قانون سره  سم د دولت د لګښتونو او عامو مصالحو په  موخه له خلکو راټولوي   ...
 دا چي په اوسني عصر کې له یوې خوا د حکومتونو دندي او مسؤلیتونه د اولسونو په وړاندي  او په نړیواله سطحه  زیات شوي چي دا مسؤلیتونه بیا مصارفو او پیسو ته اړتیا لری ، له بلي خوا د حکومتونو مصارف هم ورسره زیات شوي  . چي حکومتونه د خپلو مصارفو او دخلکو د عام مصلحت او رفاه په موخه په خلکو مالیات وضع کوي ، او همدا مالیات  د (لویدیځوال پانګوال نظام د اصولو په اساس ) د ستونزو د حل او پیسو د راټولولو یوازینی لاره ګڼي ، چې  ګڼ  شمیر هیوادونه خپل مصارف ، او د خلکو د ژوند د سطحي د لوړولو چاری او عمومي خدمات د همدي مالیاتو په واسطه تر سره کوي ، لکه  معاشونه ، فوځی او ملکي لګښتونه ،  صحت ، تعلیم ، مواصلات ، بریښنا، اوبه ، بندونه او آبادي ...
د زکات او مالیی توپیر
د زکات او مالیی تر منځ په نصاب ، ورکړه او غوښتنه کې لوی توپیر لیدل کیږي ، د علماؤ د فتاوااؤ په اساس کومي پیسې چي مالداران د مالیی او ټکس په نوم حکومتونو ته ورکوي په زکات کې نه شمیرل کیږي ، ، ځکه د هره یوه بیل مصارف او بیلی لارښووني دی . نو زکات او مالیه هر یو بیل بیل موارد ،او مصارف لری ..
د مالیي راټولول او لازمول روا دي که ناروا


    شیخ  دوکتور یوسف قرضاوي اوشیخ  محمد غزالی   په دي نظر دي چي حکومتونه  کولای شي د خلکو د هوسایني او رفاه  ، د هیواد  پرمختګ او ترقی په موخه د اړتیا په صورت کي په  خاصو حالاتو کې او په خاصو  خلکو مالیه ورکول لازم کړي  ، که چیری حکومتونه د داخلی تولیداتو د پرمختیا او ودي په موخه په بهرنیو مالونو لوړ مالیات لګوي او دا د هیواد او خلکو په ګټه ګڼي نو دا کار لازم او ښه دی او خلک یی باید حمایت وکوي  خو د مالیاتو څخه تر لاسه شوي پیسې باید په هبڅ صورت په ناروا او حرامو کارونو ، اسراف ، بی عدلتی او ظلم کي ونه کارول شی .
ددوی په آند  که د مالیاتو څخه تر لاسه شوي پیسې د هیواد په تجملی او صنعتی کارونو لګول کیږي هم خلک باید اعتراض ونه کوي ځکه دا کار ددوی د بهبود په موخه دی
http://fatwa.islamonline.net/7037
 خو ځیني  نورعلماؤ چي له هغو څخه یو هم  شیخ محمد صالح المنجد   ، شیخ ابن عثیمین او داسی نور دی ،په دی نظر دي چي  د اسلام د اصولو په اساس په خلکو مالیه او ټکس لګول ناروا او حرام کار دی ، او له لویو ګناهونو څخه شمیرل کیږي ، چي پیغمبر (ص) یي سخته غندنه کړیده  لاکن دوی هم  په استثنای حالاتو  کې جواز ورکړیدی چي ځینې یې دادي :
۱- حکومتونه باید مالیه او ټکس د عدالت په اصل سره په خلکو ولګوي ، هر څوک به د خپل ثروت او مال په اندازه حکومت ته مالیه ورکوي فقیران به تري معاف او له مالداران به مالیه اخیستل کیږي.
۲- مالیه باید د شدیدي اړتیا په صورت کي په اثتثنایی ډول په خلکو ولګول شي ، دا به دایمي او تل پاته نه وي چي د یوه قانون په شان هر وخت له خلکو راټول کړل شي .
۳- حکومت به هغه مهال مالیه لګوي  چي ددولت خزانه تشه او حکومت شدیده اړتیا ورته ولری ، او که دا اړتیا نه وي بیا ټکس لګول جواز نه لری .
۴- د مالیی څخه راټولي پیسې به د حکومت او ملت  په شدیدو اړتیاوو لګول کیږي ، دا پیسې به په عیاشي ، فحاشي ، اسراف و بی ځایه سفرونو او بی مورده ځایونو نه مصرف کیږي .https://islamqa.info/ar/130920
  
د زکاة او مالیي په ورکړه کي توپیرونه:
۱-د زکاة  څخه د تیښتې لاره نشته ځکه الله تعالی د دوی مراقب او ځارونکی دی ، خو له مالیی تیښته کیدای شي او ډیر خلک په مختلفو بهانو او ډولونو د مالیی څخه ځان خلاصوي .
۲-زکاة له مالدارانو اخیستل کیږي سمدلاسه فقیرانو ته ورکول کیږي  ، خو د مالیی له ورکړی زیاتره وخت ماداران تیښته کوي  ،د رشوت او حیلی په کارولو ځانونه خلاصوی او فقیران یې په ورکړه مجبور کیږي .
۳-زکاة یو مسلمان په خپله خوښه په داسي حال کې ورکوي چي خوښ او خوشهاله وي لاکن مالیه ورکوونکي په جبر او زور سره د قانون په اساس په داسی حال کې ورکوي چي هیڅ زړه یی نه وي او په ځان کي د خفګان احساس کوي.

۴-د مالیی مال په ورکړه او تحویلولو  له منځه ځی ، خو  د زکاة مال ډیریږي او په پاته مال کې الله تعالی برکت اچوي.
۵-زکاة په هر حالت کې یوازی  له مالدارو اخیستل کیږي او ګټه یې خوارانو او فقیرانو ته رسیږي ، خو مالیه بیا ډیر ځله له مالدارو نه اخیستل کیږي ، او یا دا چي مالدارن بیرته ورکړي مالیه له بازار څخه د کټی په نتیجه کې له خوارانو راټولوي چي بیرته یی تاوان خوارانو ته رسیږي .
۶-زکاة له اضافی او منجمد مال څخه چي د شخص له ضرورت او اړتیا پورته وي ورکول کیږي په داسی حال کې چي مالیه په هر حالت کي د شدیدي اړتیا او احتیاج په حالت کي هم اخیستل کیږي .
۷-هغه څوک چي مال یی نصاب ته نه وي رسیدلای د زکاة په ورکړه نه مجبور کیږي خو د مالیی په ورکړه په هر حالت کي شخص مجبور او مکلف دی ، اګر که قرضداره او لویدلی هم وي .
۸-د زکات مالونه  د اسلامي حکومتونو او مسلمانو واکمنو په لاس عموما په خدماتو او رفاح کې استعمالیږي او موخه یی د ټولني له لویدلې طبقی سره مرسته او همکاری ده ، خو په اوسني وخت کې چي زیاتره فاسد او فاسق انسانان په ډیرو اسلامی هیوادونو کې په خلکو حکومت کوي ، د مالیی په اساس له خلکو راټولې پیسې  بیرته په عیاشي ، لوړو او غیرعادلانه معاشونو ، فسق او فجور مصرفوي ...

























هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر