۱۳۹۶ خرداد ۱۰, چهارشنبه

دې سړي یوازې لس میلیونه انسانان وژلی





پاسني تصویر ته ښه ځیر شه ، آیا دا سړی پیژنی؟ 
                                                                         ژباړه :محمدشفیق صادق

په نړی کې ډیر خلک دا سړی نه پیژنی .او نه یې نوم اوریدلی خو اړینه ده چي ته یې وپیژنی او په دی پوه شي چي دا هم د نړیوالو لویو تباه کوونکو مشرانو لکه هتلر ، موسیلیني .. غوندی کسانو له ډلی څخه دی ... ته تعجب مه کوه ، دی انسان په یوازی سر یوازی (۱۰) میلیونه انسانان  د افریقا په کانګو هیواد کي وژلی ...

ددی سړی نوم ( دوهم لیوبولد د بلجیم هیواد واکمن ) دی.

دا سړی د (۱۸۸۵-۱۹۰۹) کلونو تر منځ په بلجیم هیواد واکمن  ؤ ، او په همدی وخت کي یی کانګو هیواد   هم مستعمره ؤ  ، نوموړی ډیری هلی ځلی وکړي تر څو  وکولای شي په افریقا کي  یوه ښه سیمه تر استعمار لاندی راولی ، نو یې کانګو د خپلو شومو موخو لپاره  وټاکله ، لومړی یې د هغه هیواد ډیری برخي په پیسو واخیستی بیا یی  د اصلی اوسسیدونکو د غلام کولو  پلان په کار واچاوه .

هغه مهال د کانګو د هیواد پراختیا د بلجیم له هیواد څخه (۷۲) ځلی ډیره وه .

هغه مهال د کانګو خلک د لیک لوست سره اشنا نه ؤ ، او نه  یي د اروپایی استعمارګرانو  له دسیسو سره آشنایی درلوده .،نو یې داسی یو تړون پری ومانه :

(په میاشت کي د یو جوړ جامو په بدل کي  به د ټولو قبایلو مشرانو ته چي په دی تړون  امضاء کوي  ددی سره ضم یو جوړ اضافی جامی هم د هدیی په ډول ورکول کیږي ..او د قبایلو مشران به په خوښه او رضا سره د ځان ، اولادونو ، او ورثی په نمایندګی  د خپلو ځمکو له ټولو حقوقو د ابد لپاره لاس په سر کیږي ، او دا ځمکي او جایدادونه به (ټولنی ) ( د لیوبولد په مشری حکومت ته ) ورسپاری ..او دوی به په ټولو هغو کارونو پابند وي کوم چي له دوی څخه غوښتل کیږي ، که هغه جبری کارونه وي ، که عسکری یرغلونه وي او که نور اصلاحات وي چي (ټولنه ) یې لازم ګڼی ، دا که هر وخت وي او یا د ځمکي په هره سیمه کي وي ، ددی هیواد ټولی  ځمکنی او د اوبو لاری ، او ورڅخه مالیه اخیستل ، همدا شان د حیوانانو او ماهیانو د ښکار حق ، د ځنګلونو او بیدیاو واکمني به یوازی د (ټولني ) (بلجیم د هیواد ) مطلق ملکیت وي ..).

ددی سړی په هکله به نه په مطبوعاتو کي څه واوری او نه د پوهنتونونو او ښوونځیو په  درسی نصاب کي او نه هم دا د (هلوکوست غوندی ) روایاتو په کتاب کي لیدل کیږي ..

دا په  افریقا کي د اروپا د استعمار د غلامی ، ډله ایزو وژنو ، او کړاوونو د تاریخ یوه برخه ده ،چي د (سپین پوسته انسان) د ریښتنی ځیری اصلی  هویت او هغه توکمیز لوړوالی ښیی چي د نړی په نورو خلکو یې ځان ته روکړي  ..

د اصلی اوسیدونکي ډله ایزی وژنی ..د سپین پوستي  واکمن جبروت

لیوبولد  په کانګو کي یو نادر او کم یابه د ثروت مصدر وموند ، هغه مهال نړی  د موټرونو او نورو وسایلو ټیرونو ته ډیره اړتیا درلوده ، نو د مطاط په نوم ونی ته ډیره اړتیا ولیدل شوه ، ددی ونی څخه چي د تایرونو مواد تر لاسه کیدل ، داسی انګرینه وه چي له کرلو تر حاصل ورکولو پوری باید (۱۵) کاله انتظار وایستل شی ، خو کانګو په خپلو ګڼو ځنګلونو کي دا ډول د مطاط ونی ډیری درلودی ..

نو  دوهم لیوبولد ددی قیمیتی   موادو تر لاسه کولو ته مخه کړه ، خو  ددی موادو تر لاسه کول اسانه کار نه ؤ او ډیرو خلکو ته یې اړتیا وه ، نو د نوموړی عسکرو به په هغو سیمو یرغلونه کول چي هغه مهال د ( آزادی کانګو د هیواد ) په نوم مسما وه ، د هغی سیمي د اوسیدونکو ښځي به یې ګروګان نیولي تر څو سړي دی ته اړ شي چي د ښخو د آزادی په بدل کي ځنګلونو ته ولاړ شي او د مطاط د ونو څخه شیره راټوله کړي ، کله به چي د ځنګل د یوې سیمي د ونو شیره خلاصه شوه  ، دوی به اړ کیدل تر څو د ځنګل د ننه نورو خطرناکو سیمو ته ورشی ...

په دی کار کي ناغیړتیا او سستي لوی تاوان درلود ،   دوهم لیوبولد  د خلکو د ګمارنی لپاره یوه ډله (ملیشه ) د (  عامه ځواک) په نوم  د همدي خلکو څخه ګمارلي وه چي د پیسو په بدل کي به یې په خپلو خلکو هر څه چي په توان کي ؤ کول ... دي ملیشه یانو به غلامان څارل ، که به چا هغه ټاکلی اندازه شیره نه وه راټوله کړي نو به تر مرګه په قمچینو وهل کیدل ، یا به یې لاسونه تري پری کیدل ، څوک به چي په تعذیب سره نه مړه کیدل هغه به یې د  له اوبو او ډوډي پرته  د اوږدو ساعتونو په کار ګمارلو سره د مرګ تر پولې رساوه .

ښخې هم په دی کار کي په امن نه وي .. .. په دی تیری ، تعذیب ، او تر مرګه لوږول یو عادی  ورځنی کار ؤ ...

دا ټول جنایتونه دوهم لیوبولد په لومړی سر کي د کانګو د  آبادولو ، خیریه کارونو او مرستي په پلمه  د کانکو د خلکو په مسیحي کولو او د غلامانو تر تجارت پوری تر سره کول .

د لیوبولد دا یرغلونه یوازینی د مرګونو لاملونه نه ، هغه به چي کله  سړي  د کار لپاره  په زور استخدام کول نو د هغو ښځو ، ماشومانو او بوډاګانو ته به   طعام نه رسیده او نه به یې څوک درلودل چي طعام ورته برابر کړي . نو دا خلک  به په کلیوالو سیمو کي د قحطی ، لوږي او کم ځواکي سره مخ شول  ، په نتیجه کي به د سل ، وبا ، او نورو  ناروغیو هم ورته پام شو نو په سلګونو خلک به هره ورځ مړه کیدل .

په (۱۹۰۵) کال یوه امریکایی طنز لیکونکی لیکوال  (مارک توین ) یوه اوږده لیکنه تر دي عنوان لاندی  ولیکله چي ( لیوبولد د خپل واک د دفاع په موخه یوازی ځان ته نجات ورکوي) هغه په دي لیکنه کي د لیوبولد  ظالمانه او مرګونکي کړني غندلي ، او په یوه طنز آمیزه ډول یې د لیوبولد له قوله لیکلی ( کله چي (دا خلک) په خپلو ورسپارل شوو دندو کي د لوږي ، ناوغتیا ، نا امیدی ، او دوامداره کار چي هیڅ دمه پکښې نه وي له امله  پاته راشي نو ځنګلونو ته  وتښتی  ، تر څو زما له  عزابه ځانونه خلاص کړي   خو زما تور پوستی عسکر دوی پلټي  ، چي وی مومي حلالوی یی ، کلی یې ورته سوځوی ، او ځوانی نجونی یې تری اسیرانی کړي ، دوی هر څه وایی : څنګه یو ملت په کامله توګه په قمچینه ووهم ؟ هغه ملت چي نه ملګری لری او نه خواخوږي ، نو ددوی ژوند ته به د پای ټکی کیږدم ، او دا به په ټولو هغو وسایلو تر سره کړم ګوم چي ددوی په وژنه کي خوند کوی ..)


سره ددی چي نوموړی امریکایی لیکوال یو نړیوال لیکلوال دی  او د هغه ډیری لیکنی د خلکو تر منځ خپری دی ، تر دی چي د امریکا د ښوونځیو په کتابونو کي هم شته خو د هغه دا لیکنه به په اسانی ونه مومي ، ...

څه فکر کوي که د یو چا په لاس لس میلیونه افریقایی  انسانان وژل شوی وی ، او هیڅوک هم هغه د هتلر سره مشابه نه کړی ، او نه  یې اقلا نوم  هغو ته ورته کسانو په لست کي شامل شي ؟ او هیڅوک یې په اړه نه خبره کوی او نه یې نوم اخلی ؟ ددی لامل به څه وي؟


د  دوهم لیوبولد  د وژنو په اړوند (بی بی سی) چي کوم مستند فلم جوړ کړی د «ملك أبيض، مطاط أحمر، موت أسود»: په نومونو تر لاسه کولای شي


۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبه

د لومړنیو هجری پیړیو افغان نومیالی علماء او پوهان


 د لومړنیو هجری پیړیو افغان نومیالی علماء او پوهان

۱-ابو إسحاق الجوزجاني

 نوم یی أبو إسحاق  إبراهيم بن يعقوب بن إسحاق السعدي الجوزجاني  دی چي د حدیثو د راویانو یو پیاوړی عالم ؤ.

جوزجانی هغه مهال په دی نړی کې ژوند کاوه چي اسلامی نړی کې د حدیثو د علم  د راټولوو ، او څیړنی په برخه کي  د علماؤ تر منځ سخته سیالی روانه وه ، ، هغه هم په دی بحر ورګډ شو ، د امام احمد بن حنبل ، یحیی بن معین ،  علی بن المدینی ، مسدد بن مسرهد  ، إسحاق بن راهويه، إسحاق بن منصور الكوسج، سعيد بن منصور، يزيد بن هارون، زيد بن الحُباب العكلي، أبي نُعيم الفضل بن دُكين، او نورو پیاوړو علماؤ څخه یې زده کړي وکړي .

هغه له زده کړي وروسته ګڼ شاګردان د حدیثو د علم په پراخه ګلشن  کي وروزل  چي لاندي علماې کرامو تري احادیث  روایت کړیدی: أبو داود السجستاني( سیستانی) ،  أبو عيسى الترمذي،  أبو عبدالرحمن النسائي، أبو حاتم الرازي، أبو زرعة الرازي، إبراهيم بن عبدالرحمن بن دُحيم الدمشقي، أبو زرعة الدمشقي، أبو جعفر محمد بن جرير الطبري، أبو بشر محمد بن أحمد الدولابي، او داسی نورو

 د هغه علمی مقام  :نوموړی د هغه وخت د علماؤ تر منځ لوړ مقام تر لاسه کړ ، او د اسلامی امت ګڼو امامانو یې نیکه یادونه کړیده ، أبو بكر أحمد بن محمد بن هارون الخلال وایی: ابراهیم بن یعقوب ډیر د قدر وړ شخصیت دیامام احمد بن حنبل به هغه ته ډیر عزت ورکاوه  ، او زموږ د شریعت ګڼو علماؤ تری احادیث روایت کړیدی ،نسایی ، ثقه ګڼلی ، او دار القطنی وایی : نوموړی یوه موده په مکه بیا په بصره او بیا په رمله کي اوسیده ، او نوموړی یو د ثقه مصنفینو او مخرجینو څخه ؤ  ، حافظ ابن کثیر وایی : د دمشق د ښار  پیاوړی عالم ، امام او خطیب ؤ  چي کڼ ګټور تصنیفونه لری ، ...

د نوموړی تألیفات او لیکنې

  • مسائل الإمام أحمد.
  • أمارات النبوة.
  • أحوال الرجال.
  • التاريخ.
  • كتاب "المترجم.

وفات یې : ابوسعید بن یونس وایی : نوموړی په ۲۴۵ هجری کال مصر ته راغی ، او بیا په ۲۵۶ کي په دمشق کې وفات شو ، او احمد بن محمد بن اسماعیل التمیمی وایی : نوموړی د جمعي په ورځ د ذی القعدي به میاشت کي په ۲۵۹ کې وفات شویدی .

۲- أبو علي الحسن بن علي الجوزجاني

 د  أهل السنة والجماعة  د پیاوړو علمای کرامو څخه ، او د سنی تصوف د نامداره  مشرانو څخه  ، هغه په څلورمه هجری پیړي کې اوسیده ،  د هغه په هکله ابو عبدالرحمن السلمی وایی چي نوموړی د خراسان د مهمو مشایخو څخه ؤ ، چي دیر تصنیفونه  او لیکنی لری ، هغه په ، علوم الآفات ،الرياضات او المجاهدات کي ډیری لیکنې کړیدی  د   حكيم الترمذي ومحمد بن الفضل البلخي  نیژدی ملګری او هم عمره ؤ .

  • هغه وایی: بدبخته انسان هغه دی چي الله تعالی یې ګناهونه پټ کړي او هغه یې ښکاره کوي

وایی : بخل دری توری لری : ب : یعنی بلاء ، خ :یعنی خسران او تاوان ، ل : یعنی لوم او ملامتی ، نو بخیل خپل ځان ته بلاء خپل کوښښ ته تاوان او خپل بخل ته ملامت دی .


۳-ابوعبیدالله عبدالواحد بن محمد جوزجانی: (۹۸۰ م - ۱۰۴۷ م)  نوموړی د ابن سینا شاګرد او د هغه د لیکنو شننونکي دی نوموړی په (۴۰۳) ق کال د هغه سره ملګری او خادم شو ، په جوزجان کي تولد شوی،د ژوند تر پایه یې د خپل استاذ خدمت کاوه ، کله  چي ابن سینا د شمس الدوله سره د وزارت په دنده وګمارل شو ، نوموړی تر غوښتنه وکړه چي د ارسطو کتابونه شرحه کړي ، نوموړی په خپله هم د ریاضیاتو په برخه کی لیکنې کړیدي ، ، خلک وایی چې نوموړی له انی سینا څخه لس کاله وروسته وفات شو

هغه لیکي : د هغه څه ؤ چي استاد مي د خپل ژوند په هکله راته ویلی ؤ ، ځکه زه چي د هغه په خدمت کي شامل شوم بیا د ژوند تر پایه ورسره وم ، ډیر څه می تري زده کړل او د هغه ډیر کتابونه مي ورته ولیکل ، له یوې مودي وروسته ری ته ولاړ او د دیلمي د واکمنو څخه د مجدالدوله سره یې خدمت پیل کړ ، هغه چي د سودا په ناروغتیا مبتلا ؤ درملنه یې ورته وکړه ،له هغه ځایه قزوین او له قزوین څخه همدان ته ولاړ ، چي ډیره موده هلته پاته شو ، په همدې ښار کي مي استاذ د شمس الدوله الدیمی په وزارت وګمارل شو ، په همدي وخت کي یې د القانون کتاب ولیکه او د الشفاء په نوم لوی کتاب یې زما په غوښتنه پیل کړ ، کله چي شمس الدوله وفات شو او زوي یې واک ته ورسید نو زما استاذ د  هغه سره وزارت ونه مانه نو ، له څه مودي وروسته یې په دي متهم کړ چي د اصفهان له واکمنو سره مکاتبه لری  ، له همدي امله زندانی شو څلور میاشتي په زندان کي ؤ او هلته یې  دری کتابونه ولیکل

د زندان څخه له آزادي وروسته څه موده په همدان کي ؤ تر څو په پته د درویشانو په جامو کي له همدان څخه ووت ، او د اسفهان  و لور ته ولاړ ، زه او د هغه ورور له دوو نورو کسانو سره له هغه سره ؤ ، وروسته له ډیرو سختیو اصفهان ته ورسیدو ، د اصفهان واکمن اعلاء الدوله زما د استاذ ډیر قدر او عزت وکړ ، زما د استاذ به یې ډیر عزت  کاوه ، په سفر او حضر ، جګړه او سوله  کي به هغه ورسره یو ځای ؤ  ، زما استاذ په همدي ښار کي د شفاء په نوم کتاب تکمیل کړ ، او په ۴۲۸  کال د علاء الدوله سره همدان ته ولاړ ،هلته ناروغ شو او په همغه ښار کي خاورو ته وسپارل شو.

۴-افغان  شاعر او عالم ظهیرالدّین ابوالفضل طاهر بن محمد فاریابی : چې  تقریبا په (۵۵۰) هجری  قمری د افغانستان په فاریاب کې زږیدلی ،  د هغه د دیوان څخه چې کوم شواهد لاس ته راغلی ، هم همدا خبره تاییدوي ، نوموړی په خپله سیمه کې  لومړني تعلیمات تر سره کړل،  د لوړو علومو د زده کړې لپاره  نیشاپور ته ولاړ چې هغه مهال د علم او پوهې مرکز ګڼل کیده ، هلته له شعراؤ او علماؤ سره اشنا شو ، نوموړی د شپږمي هجري پیړې د فارسي ژبی  یو ډیر تکړه او پیاوړی شاعر او قصیده ویونکو څخه دی  د هغه په لاس د فارسی ژبي شعر لوی بدلون وموند،، هغه د علماؤ په اند ډیر باریکبین او نازک خیال شاعر ؤ ډیرو علماؤ یې په خپلو تذکرو کې یادونه کړیده ، ، نوموړی د اتابیک قزل ارسلان بن اتابیک ایلدگز د واکمني په مهال عراق او آزربایجان ته ولاړ ، او هغه د قزل ارسلان مداح ؤ

 چې په ( : ۵۹۸ ه‍.ق.) کې وفات شویدی


   ادامه لری....