۱۳۹۶ خرداد ۳, چهارشنبه

د لومړنیو هجری پیړیو افغان نومیالی علماء او پوهان


 د لومړنیو هجری پیړیو افغان نومیالی علماء او پوهان

۱-ابو إسحاق الجوزجاني

 نوم یی أبو إسحاق  إبراهيم بن يعقوب بن إسحاق السعدي الجوزجاني  دی چي د حدیثو د راویانو یو پیاوړی عالم ؤ.

جوزجانی هغه مهال په دی نړی کې ژوند کاوه چي اسلامی نړی کې د حدیثو د علم  د راټولوو ، او څیړنی په برخه کي  د علماؤ تر منځ سخته سیالی روانه وه ، ، هغه هم په دی بحر ورګډ شو ، د امام احمد بن حنبل ، یحیی بن معین ،  علی بن المدینی ، مسدد بن مسرهد  ، إسحاق بن راهويه، إسحاق بن منصور الكوسج، سعيد بن منصور، يزيد بن هارون، زيد بن الحُباب العكلي، أبي نُعيم الفضل بن دُكين، او نورو پیاوړو علماؤ څخه یې زده کړي وکړي .

هغه له زده کړي وروسته ګڼ شاګردان د حدیثو د علم په پراخه ګلشن  کي وروزل  چي لاندي علماې کرامو تري احادیث  روایت کړیدی: أبو داود السجستاني( سیستانی) ،  أبو عيسى الترمذي،  أبو عبدالرحمن النسائي، أبو حاتم الرازي، أبو زرعة الرازي، إبراهيم بن عبدالرحمن بن دُحيم الدمشقي، أبو زرعة الدمشقي، أبو جعفر محمد بن جرير الطبري، أبو بشر محمد بن أحمد الدولابي، او داسی نورو

 د هغه علمی مقام  :نوموړی د هغه وخت د علماؤ تر منځ لوړ مقام تر لاسه کړ ، او د اسلامی امت ګڼو امامانو یې نیکه یادونه کړیده ، أبو بكر أحمد بن محمد بن هارون الخلال وایی: ابراهیم بن یعقوب ډیر د قدر وړ شخصیت دیامام احمد بن حنبل به هغه ته ډیر عزت ورکاوه  ، او زموږ د شریعت ګڼو علماؤ تری احادیث روایت کړیدی ،نسایی ، ثقه ګڼلی ، او دار القطنی وایی : نوموړی یوه موده په مکه بیا په بصره او بیا په رمله کي اوسیده ، او نوموړی یو د ثقه مصنفینو او مخرجینو څخه ؤ  ، حافظ ابن کثیر وایی : د دمشق د ښار  پیاوړی عالم ، امام او خطیب ؤ  چي کڼ ګټور تصنیفونه لری ، ...

د نوموړی تألیفات او لیکنې

  • مسائل الإمام أحمد.
  • أمارات النبوة.
  • أحوال الرجال.
  • التاريخ.
  • كتاب "المترجم.

وفات یې : ابوسعید بن یونس وایی : نوموړی په ۲۴۵ هجری کال مصر ته راغی ، او بیا په ۲۵۶ کي په دمشق کې وفات شو ، او احمد بن محمد بن اسماعیل التمیمی وایی : نوموړی د جمعي په ورځ د ذی القعدي به میاشت کي په ۲۵۹ کې وفات شویدی .

۲- أبو علي الحسن بن علي الجوزجاني

 د  أهل السنة والجماعة  د پیاوړو علمای کرامو څخه ، او د سنی تصوف د نامداره  مشرانو څخه  ، هغه په څلورمه هجری پیړي کې اوسیده ،  د هغه په هکله ابو عبدالرحمن السلمی وایی چي نوموړی د خراسان د مهمو مشایخو څخه ؤ ، چي دیر تصنیفونه  او لیکنی لری ، هغه په ، علوم الآفات ،الرياضات او المجاهدات کي ډیری لیکنې کړیدی  د   حكيم الترمذي ومحمد بن الفضل البلخي  نیژدی ملګری او هم عمره ؤ .

  • هغه وایی: بدبخته انسان هغه دی چي الله تعالی یې ګناهونه پټ کړي او هغه یې ښکاره کوي

وایی : بخل دری توری لری : ب : یعنی بلاء ، خ :یعنی خسران او تاوان ، ل : یعنی لوم او ملامتی ، نو بخیل خپل ځان ته بلاء خپل کوښښ ته تاوان او خپل بخل ته ملامت دی .


۳-ابوعبیدالله عبدالواحد بن محمد جوزجانی: (۹۸۰ م - ۱۰۴۷ م)  نوموړی د ابن سینا شاګرد او د هغه د لیکنو شننونکي دی نوموړی په (۴۰۳) ق کال د هغه سره ملګری او خادم شو ، په جوزجان کي تولد شوی،د ژوند تر پایه یې د خپل استاذ خدمت کاوه ، کله  چي ابن سینا د شمس الدوله سره د وزارت په دنده وګمارل شو ، نوموړی تر غوښتنه وکړه چي د ارسطو کتابونه شرحه کړي ، نوموړی په خپله هم د ریاضیاتو په برخه کی لیکنې کړیدي ، ، خلک وایی چې نوموړی له انی سینا څخه لس کاله وروسته وفات شو

هغه لیکي : د هغه څه ؤ چي استاد مي د خپل ژوند په هکله راته ویلی ؤ ، ځکه زه چي د هغه په خدمت کي شامل شوم بیا د ژوند تر پایه ورسره وم ، ډیر څه می تري زده کړل او د هغه ډیر کتابونه مي ورته ولیکل ، له یوې مودي وروسته ری ته ولاړ او د دیلمي د واکمنو څخه د مجدالدوله سره یې خدمت پیل کړ ، هغه چي د سودا په ناروغتیا مبتلا ؤ درملنه یې ورته وکړه ،له هغه ځایه قزوین او له قزوین څخه همدان ته ولاړ ، چي ډیره موده هلته پاته شو ، په همدې ښار کي مي استاذ د شمس الدوله الدیمی په وزارت وګمارل شو ، په همدي وخت کي یې د القانون کتاب ولیکه او د الشفاء په نوم لوی کتاب یې زما په غوښتنه پیل کړ ، کله چي شمس الدوله وفات شو او زوي یې واک ته ورسید نو زما استاذ د  هغه سره وزارت ونه مانه نو ، له څه مودي وروسته یې په دي متهم کړ چي د اصفهان له واکمنو سره مکاتبه لری  ، له همدي امله زندانی شو څلور میاشتي په زندان کي ؤ او هلته یې  دری کتابونه ولیکل

د زندان څخه له آزادي وروسته څه موده په همدان کي ؤ تر څو په پته د درویشانو په جامو کي له همدان څخه ووت ، او د اسفهان  و لور ته ولاړ ، زه او د هغه ورور له دوو نورو کسانو سره له هغه سره ؤ ، وروسته له ډیرو سختیو اصفهان ته ورسیدو ، د اصفهان واکمن اعلاء الدوله زما د استاذ ډیر قدر او عزت وکړ ، زما د استاذ به یې ډیر عزت  کاوه ، په سفر او حضر ، جګړه او سوله  کي به هغه ورسره یو ځای ؤ  ، زما استاذ په همدي ښار کي د شفاء په نوم کتاب تکمیل کړ ، او په ۴۲۸  کال د علاء الدوله سره همدان ته ولاړ ،هلته ناروغ شو او په همغه ښار کي خاورو ته وسپارل شو.

۴-افغان  شاعر او عالم ظهیرالدّین ابوالفضل طاهر بن محمد فاریابی : چې  تقریبا په (۵۵۰) هجری  قمری د افغانستان په فاریاب کې زږیدلی ،  د هغه د دیوان څخه چې کوم شواهد لاس ته راغلی ، هم همدا خبره تاییدوي ، نوموړی په خپله سیمه کې  لومړني تعلیمات تر سره کړل،  د لوړو علومو د زده کړې لپاره  نیشاپور ته ولاړ چې هغه مهال د علم او پوهې مرکز ګڼل کیده ، هلته له شعراؤ او علماؤ سره اشنا شو ، نوموړی د شپږمي هجري پیړې د فارسي ژبی  یو ډیر تکړه او پیاوړی شاعر او قصیده ویونکو څخه دی  د هغه په لاس د فارسی ژبي شعر لوی بدلون وموند،، هغه د علماؤ په اند ډیر باریکبین او نازک خیال شاعر ؤ ډیرو علماؤ یې په خپلو تذکرو کې یادونه کړیده ، ، نوموړی د اتابیک قزل ارسلان بن اتابیک ایلدگز د واکمني په مهال عراق او آزربایجان ته ولاړ ، او هغه د قزل ارسلان مداح ؤ

 چې په ( : ۵۹۸ ه‍.ق.) کې وفات شویدی


   ادامه لری.... 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر