پاسني تصویر ته ښه
ځیر شه ، آیا دا سړی پیژنی؟
ژباړه :محمدشفیق صادق
په نړی کې ډیر خلک
دا سړی نه پیژنی .او نه یې نوم اوریدلی خو اړینه ده چي ته یې وپیژنی او په دی پوه
شي چي دا هم د نړیوالو لویو تباه کوونکو مشرانو لکه هتلر ، موسیلیني .. غوندی
کسانو له ډلی څخه دی ... ته تعجب مه کوه ، دی انسان په یوازی سر یوازی (۱۰)
میلیونه انسانان د افریقا په کانګو هیواد
کي وژلی ...
ددی سړی نوم ( دوهم
لیوبولد د بلجیم هیواد واکمن ) دی.
دا سړی د (۱۸۸۵-۱۹۰۹)
کلونو تر منځ په بلجیم هیواد واکمن ؤ
، او په همدی وخت کي یی کانګو هیواد هم مستعمره ؤ ، نوموړی ډیری هلی ځلی وکړي تر څو وکولای شي په افریقا کي یوه ښه سیمه تر استعمار لاندی راولی ، نو یې
کانګو د خپلو شومو موخو لپاره وټاکله ،
لومړی یې د هغه هیواد ډیری برخي په پیسو واخیستی بیا یی د اصلی اوسسیدونکو د غلام کولو پلان په کار واچاوه .
هغه مهال د کانګو
د هیواد پراختیا د بلجیم له هیواد څخه (۷۲) ځلی ډیره وه .
هغه مهال د کانګو
خلک د لیک لوست سره اشنا نه ؤ ، او نه یي د
اروپایی استعمارګرانو له دسیسو سره آشنایی
درلوده .،نو یې داسی یو تړون پری ومانه :
(په میاشت کي د یو
جوړ جامو په بدل کي به د ټولو قبایلو
مشرانو ته چي په دی تړون امضاء کوي ددی سره ضم یو جوړ اضافی جامی هم د هدیی په ډول
ورکول کیږي ..او د قبایلو مشران به په خوښه او رضا سره د ځان ، اولادونو ، او ورثی
په نمایندګی د خپلو ځمکو له ټولو حقوقو د
ابد لپاره لاس په سر کیږي ، او دا ځمکي او جایدادونه به (ټولنی ) ( د لیوبولد په
مشری حکومت ته ) ورسپاری ..او دوی به په ټولو هغو کارونو پابند وي کوم چي له دوی
څخه غوښتل کیږي ، که هغه جبری کارونه وي ، که عسکری یرغلونه وي او که نور اصلاحات
وي چي (ټولنه ) یې لازم ګڼی ، دا که هر وخت وي او یا د ځمکي په هره سیمه کي وي ،
ددی هیواد ټولی ځمکنی او د اوبو لاری ، او
ورڅخه مالیه اخیستل ، همدا شان د حیوانانو او ماهیانو د ښکار حق ، د ځنګلونو او
بیدیاو واکمني به یوازی د (ټولني ) (بلجیم د هیواد ) مطلق ملکیت وي ..).
ددی سړی په هکله
به نه په مطبوعاتو کي څه واوری او نه د پوهنتونونو او ښوونځیو په درسی نصاب کي او نه هم دا د (هلوکوست غوندی )
روایاتو په کتاب کي لیدل کیږي ..
دا په افریقا کي د اروپا د استعمار د غلامی ، ډله
ایزو وژنو ، او کړاوونو د تاریخ یوه برخه ده ،چي د (سپین پوسته انسان) د ریښتنی
ځیری اصلی هویت او هغه توکمیز لوړوالی ښیی
چي د نړی په نورو خلکو یې ځان ته روکړي ..
د اصلی اوسیدونکي
ډله ایزی وژنی ..د سپین پوستي واکمن جبروت
لیوبولد په کانګو کي یو نادر او کم یابه د ثروت مصدر
وموند ، هغه مهال نړی د موټرونو او نورو
وسایلو ټیرونو ته ډیره اړتیا درلوده ، نو د مطاط په نوم ونی ته ډیره اړتیا ولیدل
شوه ، ددی ونی څخه چي د تایرونو مواد تر لاسه کیدل ، داسی انګرینه وه چي له کرلو
تر حاصل ورکولو پوری باید (۱۵) کاله انتظار وایستل شی ، خو کانګو په خپلو ګڼو
ځنګلونو کي دا ډول د مطاط ونی ډیری درلودی ..
نو دوهم لیوبولد ددی قیمیتی موادو تر لاسه کولو ته مخه کړه ، خو ددی موادو تر لاسه کول اسانه کار نه ؤ او ډیرو
خلکو ته یې اړتیا وه ، نو د نوموړی عسکرو به په هغو سیمو یرغلونه کول چي هغه مهال
د ( آزادی کانګو د هیواد ) په نوم مسما وه ، د هغی سیمي د اوسیدونکو ښځي به یې
ګروګان نیولي تر څو سړي دی ته اړ شي چي د ښخو د آزادی په بدل کي ځنګلونو ته ولاړ
شي او د مطاط د ونو څخه شیره راټوله کړي ، کله به چي د ځنګل د یوې سیمي د ونو شیره
خلاصه شوه ، دوی به اړ کیدل تر څو د ځنګل
د ننه نورو خطرناکو سیمو ته ورشی ...
په دی کار کي
ناغیړتیا او سستي لوی تاوان درلود ، دوهم
لیوبولد د خلکو د ګمارنی لپاره یوه ډله
(ملیشه ) د ( عامه ځواک) په نوم د همدي خلکو څخه ګمارلي وه چي د پیسو په بدل کي
به یې په خپلو خلکو هر څه چي په توان کي ؤ کول ... دي ملیشه یانو به غلامان څارل ،
که به چا هغه ټاکلی اندازه شیره نه وه راټوله کړي نو به تر مرګه په قمچینو وهل
کیدل ، یا به یې لاسونه تري پری کیدل ، څوک به چي په تعذیب سره نه مړه کیدل هغه به
یې د له اوبو او ډوډي پرته د اوږدو ساعتونو په کار ګمارلو سره د مرګ تر
پولې رساوه .
ښخې هم په دی کار
کي په امن نه وي .. .. په دی تیری ، تعذیب ، او تر مرګه لوږول یو عادی ورځنی کار ؤ ...
دا ټول جنایتونه
دوهم لیوبولد په لومړی سر کي د کانګو د
آبادولو ، خیریه کارونو او مرستي په پلمه
د کانکو د خلکو په مسیحي کولو او د غلامانو تر تجارت پوری تر سره کول .
د لیوبولد دا
یرغلونه یوازینی د مرګونو لاملونه نه ، هغه به چي کله سړي د
کار لپاره په زور استخدام کول نو د هغو
ښځو ، ماشومانو او بوډاګانو ته به طعام نه رسیده او نه به یې څوک درلودل چي طعام
ورته برابر کړي . نو دا خلک به په کلیوالو
سیمو کي د قحطی ، لوږي او کم ځواکي سره مخ شول ، په نتیجه کي به د سل ، وبا ، او نورو ناروغیو هم ورته پام شو نو په سلګونو خلک به هره
ورځ مړه کیدل .
په (۱۹۰۵) کال یوه
امریکایی طنز لیکونکی لیکوال (مارک توین )
یوه اوږده لیکنه تر دي عنوان لاندی ولیکله
چي ( لیوبولد د خپل واک د دفاع په موخه یوازی ځان ته نجات ورکوي) هغه په دي لیکنه
کي د لیوبولد ظالمانه او مرګونکي کړني
غندلي ، او په یوه طنز آمیزه ډول یې د لیوبولد له قوله لیکلی ( کله چي (دا خلک) په
خپلو ورسپارل شوو دندو کي د لوږي ، ناوغتیا ، نا امیدی ، او دوامداره کار چي هیڅ
دمه پکښې نه وي له امله پاته راشي نو
ځنګلونو ته وتښتی ، تر څو زما له
عزابه ځانونه خلاص کړي خو زما تور پوستی عسکر دوی پلټي ، چي وی مومي حلالوی یی ، کلی یې ورته سوځوی ،
او ځوانی نجونی یې تری اسیرانی کړي ، دوی هر څه وایی : څنګه یو ملت په کامله توګه
په قمچینه ووهم ؟ هغه ملت چي نه ملګری لری او نه خواخوږي ، نو ددوی ژوند ته به د
پای ټکی کیږدم ، او دا به په ټولو هغو وسایلو تر سره کړم ګوم چي ددوی په وژنه کي
خوند کوی ..)
سره ددی چي نوموړی
امریکایی لیکوال یو نړیوال لیکلوال دی او
د هغه ډیری لیکنی د خلکو تر منځ خپری دی ، تر دی چي د امریکا د ښوونځیو په کتابونو
کي هم شته خو د هغه دا لیکنه به په اسانی ونه مومي ، ...
څه فکر کوي که د
یو چا په لاس لس میلیونه افریقایی انسانان
وژل شوی وی ، او هیڅوک هم هغه د هتلر سره مشابه نه کړی ، او نه یې اقلا نوم
هغو ته ورته کسانو په لست کي شامل شي ؟ او هیڅوک یې په اړه نه خبره کوی او
نه یې نوم اخلی ؟ ددی لامل به څه وي؟
د دوهم لیوبولد د وژنو په اړوند (بی بی سی) چي کوم مستند فلم
جوړ کړی د «ملك أبيض، مطاط أحمر، موت أسود»: په نومونو تر لاسه کولای شي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر