أحمد بن سهل البلخي (235 - 322 هـ / 849 - 934 م)
یو له هغو علماؤ ، مفکرینو او فلاسفه، څخه دی چې تاریخ هیر کړی ، او تاریخ لیکونکو د نوموړي د ژوند په برخه کې هغه معلومات ندي وړاندې کړي کوم چې ددې عالم له شان سره ښایی
أبو زيد البلخي د بلخ د ښار په څنډو کې په (۲۳۵) هجری زږیدلی دی ، وایی چې نوموړی اصلا د سیستان اوسیدونکی ؤ ، نوموړي لومړی له زده کړې وروسته د ماشومانو په روزنه پیل وکړ ، وروسته د نورو زده کړو د تر لاسه کولو لپاره د حاجیانو له ډلې سره په پښو بغداد ته و خوځید ، بغداد ته له رسیدو سره سم یې د هغه ښار له مشهورو علماؤ زده کړې پیل کړې ، په دې لړ کې لومړی له ابویوسف یعقوب بن اسحاق الکندی سره دیره شو او له هغه یې د طب ، فلسفی او طبیعت په علم کي ډیر څه زده کړل ، د فلسفی په علم کې یې ژوره مطالعه وکړه او د طب په برخه کي ښه متبحر شو ، د علم د تر لاسه کولو په موخه په ډیرو ښارونو او علماؤ وګرځيد ، خو وروسته له اته کاله سفر او ځیړنې بیرته د بلخ په لور وخوځید ، د هرات له لارې بلخ ته ورسید ، هلته له دیره کیدو وروسته د علم او تمدن بل مرکز (ثمرقند) ته ولاړ او هلته یې د علم په خپراوي ،او په لیکنو پیل وکړ . ابو زید لکه څنګه چي د هغه شاګرد الوزیری یې معرفی کوي ، ډنګر توربخوند سړی ؤ سترګې یې سره راټولې او کوچنی وي ، په مخ کې یې له ورایه د جدیت او هیبت ، وقار او عزت نښې لیدل کیدې ، کلک مذهبی شخص او د پیاوړې عقیدې څښتن ؤ ،ډیر علماء او دانشمندان پری راټول ؤ ټول عمر یې په تألیف ، تدریس او تعلیم کي تیر کړ ، په معجم الادباء د یاقوتی کې لیکل شوی چي هغه ډیر فاضل او عالم شخصیت ؤ د ټولو پخوانیو او اوسنیو علومو احتواکوونکی ؤ په لیکنو کې یې د فلاسفه ؤ له طریقې کار اخیست خو د ادب د څښتنانو سره یې مشابهت درلود ، ابو حیان توحیدی په خپل کتاب النظائر کې د هغه په هکله ډیر مواصفات لیکلی دی ، هغه لیکی چي په بغداد کې به ابو زید بلخي ته د حاجز البغداد نوم ورکول کیده ، داسې علم به نه ؤ چې هغه به پکښې پوره مهارت نه درلود ...
د نوموړي په لاس ګڼ شمیر علماء ، ادیبان او فلاسفه روزل شویدی ،چې ددې
علماؤ له ډلې له نوموړي وروسته
۱- ابوبکر محمد بن زکریا الرازی فیلسوف یادولای شو ، نوموړي مشهور طبیب ، الرازی
په خپله هم لیکلی چي فلسفه یې له علی البلخي زده کړیده
۲-أبو الحسن محمد بن يوسف العامري چې په خراسان کې مشهور فیلسوف ؤ .
۳-أبو محمد الحسن بن محمد الوزيري چې د هغه په هکله یې
ډیر څه لیکلی دی.
د بلخي لیکنې
بلخي ګڼ شمیر کتابونه په مختلفو علومو لکه فلسفه ، طبعی علوم ، طب ، فلک او نجوم ، شعر
او ادب ، تاریخ او سیاست او دین کې ولیکل چې مشهور یې په لاندې ډول دي
- الصورة والمصدر
- كتاب صناعة الشعر
- الأسماء والكني والالقاب
- أسماء الاشياء
- النحو والتصريف
- أسماء الله صفاته
- فضل صناعة الكتابة
- السياسة الكبير
- السياسة الصغير
- كتاب القرابين والذبائح
- كتاب مايصح من احكام النجوم
- اجوبة أهل فارس
- المختصر في اللغة
- كتاب اخلاق الامم
- رسوم الكتب
- صولجان الكتبةبلآخره نوموړی په (۳۲۲) هجری او (۹۳۴) میلادي کال له دي نړی سترګې پټې کړي