د هارون الرشید سره د شقیق بلخی ملاقات : ژباړه : محمدشفیق صادق
شقیق بلخی (رح) څوک ؤ
نوم یې
أبو علي شقيق بن إبراهيم
الأزدي البلخي دی د دوهمي هجري پیړۍ د اهل سنت او جماعت له علماؤ
څخه او د تصوف له مخکښانو څخه ؤ ، نوموړی
زموږ د هیواد په بلخ کې اوسیده ، دحاتم الأصم استاذ ، او د إبراهيم بن أدهم سره یې ملګرتیا
وکړه ، او له هغه څخه یې د تصوف زده
کړي وکړي له كثير بن عبد الله الأبلي اوإسرائيل بن يونس اوعباد ابن كثير څخه یې روایتونه هم کړیدی له نوموړي څخه عبد الصمد بن يزيد مرذويه اومحمد بن أبان المستملي اوحاتم الأصم اوالحسين بن داود البلخي روایتونه کړیدی په 194 هـ کال د کولان په غزا کي په شهادت ورسید
د نوموړي د افکارو او خبرو بیلګي:
هغه وایی: زه په لومړي سر کې شاعر
وم ، او الله تعالی مې توبه ترې قبوله کړه
، له دری لکه درهمو مې هم ځان خلاص کړ ، شل کاله مې وړینې جامي واغوستي ، خو کله
چې د عبدالعزیز بن رواد سره مخامخ شوم ، هغه راته وویل : موخه (د تصوف) څخه دا نده چي
اوربشینه ډوډۍ وخورې او یا وړیني جامې واغوندې ، بلکه د تصوف څخه موخه او هدف دادی
چې ته الله تعالی د زړه له تله وپیژنی ( الله ستا په زړه کې ځای ولری) او د هغه
سره هیڅ شریک ونه نیسې ، الله تعالی در
څخه راضي وي ،د الله تعالی سره چې کوم څه دي په هغو ډیر ډاډه اوسئ تر هغو چې له
خلکو سره دي .
- که یو څوک دوه سوه کاله عمر ولري ، خو چې دا لاندې څلور شیان ونه پیژنی ،
نجات نشی موندلای.
۱- د الله تعالی پیژندنه ۲- د نفس پیژندنه ۳- د الله تعالی د اوامرو او
نواهیو پیژندنه ۴- د الله تعالی د دښمن او د هغو د خواهشاتو پیژندنه .
- توکل دې ته وایی چې ته د الله تعالی په وعده پوره ډاډه او مطمئن وې
- څوک چې غواړي ځان ته معلومه کړي چې د الله تعالی معرفت څومره ورته حاصل
دی ،نو ودې ګوري چې کوم څه چې الله تعالی ورته وعده کړې ، او کوم څه چې خلک وعده ورکوي ، په کوم یوه یې زړه تړلی
دی؟
ـ الله تعالی نیکان او بزرګان په مرګ هم ژوندي کړي ، خو ګنهګاران او سرکشان
په ژوند هم مړه دي.
- زاهد خپل زهد په عمل کي ښیی ، او زهد ښکاره کوونکی خپل زهد په ژبه ښیی
- شقیق بلخی وایی چې زهد ( تقوی) او ویره یو د بل سره تړلی دي او همیشه سره
پیوسته دي ، زهد او ویره سره وروڼه دی چي
یو له بل پرته نشي تکمیل کیدای ...
د هارون الرشید سره د شقیق بلخی ملاقات :
هارون ورته وویل: ته زاهد یی؟ ځواب یې ورکړ نه ! زه شقیق یم
هارون الرشید ورته وویل : ماته نصیحت وکړه :
شقیق ورته وویل: ای امیر المؤمنینه ! ته الله تعالی د ابوبکر په ځای ټاکلی یی او الله تعالی له تا څخه
د ابوبکر صداقت غواړی ، الله تعالی ته د
عمر فاروق په ځای ټاکلی یی ، او له تا څخه د حق او باطل بیلول غواړي . الله تعالی
ته د عثمان غنی په ځای ټاکلی یی او له تا څخه
د هغه حیا غواړي . الله تعالی ته د علی بن ابی طالب په ځای ټاکلی یی ، او
له تا څخه د هغه حلم او علم غواړي.
هارون رشید ورته وویل:د صدیق په لاره څه ډول ولاړ شم ؟
هغه ځواب ورکړ . پوه شه چي ته امیر نه بلکه اجیر او مزدور یی ، او پو شه چي
ته غنی نه بلکه فقیر یی ، او پوه شه چي ته آزاد نه بلکه غلام یی .
رشید ورته ویل :د حق او باطل ترمنځ څه ډول فرق وکړم ؟
ویی ویل: خلک په دریو ډلو وویشه :
یوه ډله له ځانه مشران ، بله له ځان نه کشران او دریمه همزولی
د مشرانو سره د پلرونو ، د کشرانو سره د زامنو ، او د همزولو سره د وروڼو ،
نو د پلار احترام کوه او د وروڼو سره انصاف کوه او د کشرانو سره شفقت .
هارون الرشید لږ شیبه په فکر کی ډوب ؤ بیا یې ورته وویل څه ډول په حیا عمل
وکړم ؟
شقیق ورته وویل: دا چي ته د خپلو همسایه ؤ څخه حیا وکړی ، او خپل ځان په هغه مال کي چي ستا په واک کې دی د ټولو خلکو
وکیل جوړ کړې .
بیا هارون یوه شیبه په فکر کې ؤ ، وروسته یې ورته وویل :په علم او حلم څه
ډول عمل وکړم ؟
هغه ځواب ورکړ . د مولا( بادار) دي اطاعت کوه او د نفس دې سرغړونه .
بیا هارون ورته وویل : نور راته ووایه ..
شقیق ورته وویل: الله تعالی اور پیدا کړی خو نوم یې پری جهنم ایښی دی ،او
ته یې په دروازه کي ولاړ یی ، او تاته یې دری څیزونه درکړی چي د الله تعالی بندګان
پری را سم کړی:
تاته یې بیت المال ، دوره (سوط) او توره (سیف) درکړی ، تاته یې امر کړی چي
ته د الله تعالی بنده ګان د جنهم له اور څخه راوګرځوي ، کله چي کوم فقیر او مهتاج
درته راغی نو په بیت المال کې یې له خپل حق څخه مه محروموه ، تر څو غلا او قتل ته
اړ نشی ... چاچي د الله تعالی ددین
مخالفت وکړ او د الله تعالی له حدودو او
پولو یې تجاوز وکړ ، هغوی په سوط ( دوره) سره تأدیب کړه ، او چاچي یو څوک پرته له
حقه مړ کړ ، هغه په توره (سیف) سره د هغو
د ولی په اجازه سره قصاص کړه ، که دې د الله تعالی د امر مطابق دا کارونه ونه کړل ،
نو ته د دوزخیانو ملګری یی او د بدبختانو
مخکښ .
نو هارون الرشید ورته وویل: ( ای شقیقه ! زه خو د وسوځولم ، نور هم راته
ووایه ..
شقیق ورته وویل: ای امیر المؤمنینه ! پوه شه ته یوه چینه یی او کار دي
سیندونه ، که چینه وچه شوه ، نو سیند هم وچیږی . که چینه وبهیږي ، سیند هم ورسره
بهیږي ، که دا خبری درته کافی نشی ، نو زه هم له تا کومه طمه ن لرم ، ...نو هارون
الرشید په ژړا شو ..او امر یې وکړ چي مال ورته ورکړئ ، هغه مال تری وانه خیست ،
هارون الرشید یې پریښود او تری ولاړ ...
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر