شمس الائمه ابوبکر محمد سرخسی
امام علامه د حنفی فقهې شیخ ، د بخاری
مفتی ، شمس الائمه ابوالفضل بکر بن محمد
بن علی ، بن الفضل الانصاری الخزری ، البخاری الرزنجری چې د مذهب د مسائیلو په حفظ کې به پری مثال
ورکول کیده .
نوموړی په (۴۲۷) هجری کال تولد شوی ،
له شمس الامام عبدالعزیز بن احمد حلوانی څخه یې فقه زده کړه ، د سرخس
اوسیدونکی دی ، او دا ښار د مروی او نیشاپور تر منځ پروت دی چې اوس د نرکمنستان په هیواد پوري اړه
لری
دا ښار د عبدالله بن حازم السلمی په مشری د عبدالله بن عامر په امر د عثمان بن عفان (رض) د خلافت په مهال فتح شوی .
دا ښار د عبدالله بن حازم السلمی په مشری د عبدالله بن عامر په امر د عثمان بن عفان (رض) د خلافت په مهال فتح شوی .
له نوموړی یو حکایت رانقل شوی چې یوه
ورځ په یوه درسی حلقه کي ناست ؤ نو یو چا ورته وویل چی له امام شافعي (رح) څخه خلک
روایتونه کوی چي هغه (۳۰۰) کتابچي لیکني په حافظه کې درلودې ، نوموړی ورته وویل :
د شافعي د حافظی لیکنې زما د لیکنو په زکات کي هم نه راځې ، نو د هغو کتابچو شمیر
یې پیل کړ چي دده په حافظه کې وي ، له شمیر وروسته معلومه شوه چي د هغه سره
(۱۲۰۰۰) کتابچې ډکې وي او ورسره ګڼ تألیف شوی کتابونه هم پراته ؤ .
له نوموړی روایت شوی چي کله له زندانه آزاد شو ، په دې وخت کې د همدې
ښار امیر خپلې مینځې (امهات الاولاد) خپلو
غلامانو ته په نکاح ورکړې وي ، (سره ددی چي دې غلامانو نورې زوجې هم درلودې) نو
امیر په دي برخه کي له علماؤ د جواز پوښتنه کړې وه ، هغوی ټولو ورته د جواز هوکي
کړی وه ، خو یوازی سرخسي (رح) ورته ویلی ؤ چي خطا شوي یی ، ځکه دي خادمانو تر مخه
له آزادو ښځو سره ودونه کړي دی ، نو دا ازدواج د آزادې د پاسه د غلامي ازدواج دی .
امیر حکم وکړ چي دا ټولې واده شوې مینځې دې آزادې شي ،بیا یې ورسره د سره نکاح
وتړله ، ټولو علماؤ ورته د هوکې سر وښوراوه ، خو سرخسي بیا ورته وویل چي خطا شوي
یی ، ځکه په دي هره واده شوې او بیا آزاده
شوې مینځه لازمه وه چي عدت تیر کړې ، او تا پرته له عدته نکاح کړې نو د معتدې ښځې
ازدواج روا ندی .. .. نو الله تعالی په دې دواړو مسئلوکې د سرخسي فضیلت په نورو
علماؤ ښکاره کړ او دوی یی ورته پړه ګڼل .
د سرخسي (رح) سختی او زحمتونه
د یوې داسي خبري له مخې چي د یوه نصیحت کوونکې په شان او د الله تعالی د دین د حق ویلو په جرم په (۴۶۶) هجری کال زندان ته ورټیل وهل شو ، ځکه نوموړی د هغه خاقان ( پاچا) په خلاف د حرمت فتوا ورکړې وه چي له خپلې آزادې کړې مینځې سره یې پرته د عدت له تیرولو ازدواج کړی ؤ ، نو یې په همدې جرم (۱۵) کاله په زندان کې تیر کړل ، خو هغه موقع غنیمت وګڼله او د خپل علم څخه یې د کتابونو په لیکلو پیل وکړ .په دې لړ کې یې د حنفی فقهې تر ټولو مشهور او معتمد کتاب (المبسوط) پرته له علمی مراجعو له خپل ذهن څخه په (۱۵) جلده کي ولیکه . وروسته یې د امام شیبانی د السیر الکبیر په نوم کتاب شرحه په دووجلدونو کې ولیکه خو کله چې د کتاب الشروط لیکلو ته یې پیل وکړ په (۴۸۰) هجری کال له زندانه ازاد شو او له ازادیدو وروسته مرغینان او یا فرغانې ته ولاړ هلته یې بیا نور کتاب تکمیل کړ

په المبسوط کې یې د عباداتو د شرحې په
آخر کې لیکلی (په څرګندو معانیوو او لنډ و عبارتونو کې دا د عباداتو وروستی شرحه
ده ، د جمعې او جماعت څخه د بندي شوې لیکنه .
همدا ډول یې د طلاق د کتاب په وروستیو
کې لیکلی دا د دقیقو معانیو څخه وروسته یوه آزمیل شوی بندې د فراق په وحشتونو کې لیکلې ده د طلاق
مؤثر وروستی کتاب دی. همدا ډول دا کلمات یې په ډیر عمیق بلاغت سره تر پایه په یوه لنډه مقاله کې استعمال کړیدی .
د نوموړی لیکنې
۱- المبسوط په فقه کې په (۱۵) جلدونو کي چي ټول یې له خپل یاد څخه پرته له دی چې کتابونو ته مراجعه وکړي لیکلی دی
۲- په اصول الفقه کې یو کتاب په دوه
لویو جلدونو کې چاپ شوی هم دی.
۳- د السیر الکبیر شرحه ، په دوو لویو
جلدونو کې دا یې هم په زندان کې ولیکه
۴- د طحاوی مختصره شرحه
۵- د امام محمد د الجامع الصغیر شرحه
- ۶- د امام محمد د الجامع الکبیرشرحه
- ۷- د الزیادات له شرحه
- ۸- د زیادات الزیادات له شرحه
- ۹- د الخصاف د کتاب النفقات شرحه
- ۱۰- د الخصاف د ادب القاضی شرحه
- ۱۱- د قیامت علامی
- ۱۲- فوائد الفقهیه
- ۱۳- کتاب الحیض
د نوموړی وفات
نوموړي په (۴۹۰) هجری کال کې او ځینې وایی چي په (۴۸۳) هجری کي وفات شوی
لوستل یی اړین دی
پاسخحذف