د ښوونکو ته څو ډالی لرم ، هیله ده په دنده کې ترې ګټه واخلی ...
لومړي ډالئ
د ښوونې او روزنې ارزښت ..
۱-ښوونه د انساني ټولنې اړتیا او طبعي غوښتنه ده
الله تعالی انسان ته د عقل ،
فکر او تدبر توان او طاقت ورپه برخه کړی ، د همدې توان په لرلو د نویو څیزنو زده کړې ته لاس اچوي، ، د هر هغه مخې ته د زده کړې
لپاره ګونډې وهې کوم چې په خپل زیار او یا
داچې له انبیاؤ څخه یې علم تر لاسه کړی وي.
له بل لوري څومره چې انساني ټولنه د پرمختګ،
آبادۍ او تمدن په لورې ګامونه اخلي، په همغه اندازه علم او پوهې ته اړتیا لیدل
کیږي او تر څو ټولنه د پرمختګ په لورې
خپل حرکت ته دوام ورکړي.
علم او زده کړه د انساني سوکاله ژوند طبعې لاره
ده ،او دا کار د تجربو، مهارتونو، او کسبونو له لارې تر لاسه کیدای شي، او دا
کارونه بیا له ښوونې او زده کړې پرته ممکن ندي، نوښوونه او تعلیم د انساني ټولنې په پرمختګ او ترقۍ کې
مهمه ونډه لري.
۲-ښوونه او تعلیم خاص کسب او
مهم مهارت دی
کله چې هر کسب او مهارت ښوونکي ته اړتیا لري ، نو ښوونه په خپله هم یو مهم کسب
او مهارت دی . مسلمان فیلسوف ابن خلدون وایې: ( د ښوونې علم په خپله مهارت او کسب دی ) ، او دا مهارت پیلیږي، بنسټونه ، او
ځانګړتیاوي لري. هر هغه څوک دا مهارت تر لاسه کولای شي چې د ښوونې وړتیا پکښې وي نو ښوونې او تدریس ته هغه څوک غوره کیداې شې چې
د ښوونې وړتیا پکښې او په ځان باور ولري ، مسلمان عالم راغب اصفهانی وایې: ( د علم
او پوهې تعلیم او ښوونه تر ټولو دندو ډیره
د احترام وړ دنده ده) هغه بل ځای فرمایې ( د علم تعلیم که له یوه لورې لویه دنده له بل لوري لوی
عبادت او د الله تعالی خلافت دی) . همدا
شان امام غزالي (رح) لیکې : ( د علم او پوهې ښوونه ، د ناولو اخلاقو څخه د خلکو
ژغورل، نیکیو ته د خلکو رابلل، له نبوت وروسته تر ټولو نیکمرغه ، د عزت او احترام
وړ دندې دي ...) .
د اوسنۍ زمانې علماء هم پاسنې
وړاندیزونه تاییدوي او دوی هم وایې چې
ښوونه هغه دنده او مهارت دی چې فني ځانګړتیاوو ته اړتیا لري ، د طب، انجنیري، او نورو مسلکونو
سره ورته والی لري .
نو تدریس یا فعاله زده کړه بنسټیز مهارتونه او
قوانین لري چې زده کړه او عملي کول یې ښوونکي ته حتمي خبره ده .
یوه بله ډله علماء بیا وایې چې
: ښوونه د جسمونو، عقلونو، روحیاتو او احساساتو د ودې ، پیاوړتیا، هڅونې او وړاندې
بیولو دنده ده چې ښوونکې باید ، له دندې
اخیستلو وړاندې هغه مهارتونه ترګوتو کړي کوم چې
ددې دندې لپاره حتمې دي.
د ښوونې په عملیه کې فطرې توان
او وړتیا مهم رول لري ، داسې ښوونکي شته چې د خپلو فطري استعدادونو او علمي پانګو
په واسطه د ښوونې په عملیه کې خپله لاره پرته له کړاوونو وهلی شي ، د هغه ابتکاري
توان ، ښکلی تعبیر، د ژبې خوږوالی ، نیکه انسانې رویه ، د زده کوونکو د فکري توان
د بدلولو وړتیا، ... دا هغه صفات دي چې
په فطري ډول په ځینو
ښوونکو کې موندل کیږي ، خو دا ډول د فطري توان لرونکي کسان د ګوتو په شمار دي ، څه
چې د ښوونکې لپاره لازم دي هغه ددې علم زده کړه او مهارت تر لاسه کول دي .
۳- تعلیم او ښوونه خپل ځانګړی
مفهوم لري
د ښوونکې دنده زده کوونکو ته
یواځې د پوهې او معلوماتو انتقال ندی، بلکه د ښوونې په واسطه د زده کوونکو د
فکرونو روښانه کول، د نفسونو پا کول، ددوی سره د شخصیتونو او بیلګو په جوړولو کې
مرسته کول، ددوی د نفسی او روحې عادتونو تنظیمول، هغوی نیغې او سمې لارې ته برابرول،
ددوی مهارتونه او استعدادونه
پیاوړي کول، ...دا ټول
هغه څه دي چې د ښوونکې د دندې سره مل او په دنده کې نغښتې . له همدې ځایه ده چې
ښوونه زیاتو معلوماتو ، پوهې، لوړ توان، د ښوونې لاری چارې زده کول، او د ماشوم د روحیاتو د علم زده کړې ته اړتیا
لري ، په دې هم باید پوه شو چې زده کوونکې د خپل استاذ د نظریاتو، اخلاقو، خبرو او
کړنو تقلید کوي، د هغه په شان ځان جوړوي،
د هغه څخه یواځې په ټولګې کې زده کړه نه کوي بلکه د
هغه د خبرو، تللو ، جامو اغوستلو، د خبرو کولو له اسلوب ، لوبو، غصې او خفګان ...
خلاصه له هر عمل څخه متآثره کیږي ، نو ښوونکی جوړول، روزل، د یوه ملک او ټولنې
اساسې مسله او مهمه دنده ده ، دا یواځې تر
ښوونکې پورې مربوطه مسله نده ،بلکه دا د ټولنې د تغیر او بدلون قضیه ده ، د ښوونکي تر راتلونکي پورې د ټولنې
راتلونکې تړلی ده، د هغه روزنه باید په داسې
توګه وشي چې ددې عمليې
ټول قواعد او اصول پکښې پلې شي ، ښوونکې باید داسې وروزل شي چۍ د ټولنی دا دروند
پیټی په پوره وړتیا او زړورتیا سره پورته کړای شي .
۴-په اسلامې ټولنه کې تعلیم
اوښوونه فرض کفایې عمل دی
امام نووي په دې هکله فرمایې: ښوونه او تعلیم
زده کوونکو ته په خپل ځای کې فرض کفایې عمل دی ، او دا توپیر هم نه لري چې ښوونکې
زده کوونکو ته د فرض عین علم ښوونه کوي او که د قرض کفایې ، فرض کفایې هغه عمل دی
چې الله تعالی پرې ټول بندګان مکلف کړې وي ، خو که چیرې د یوې ډلې ځینې کسا ن هغه عمل په داسې توګه تر
سره کړي چې د ټولنې د ضرورت او خلکو د غوښتلو د پوره کولو لپاره کفایت وکړي ، نو د
نورو مسلمانانو له اوږو هغه مسئولیت رفع کیږي او دوی د ګناه لامل نه ګرځې ، که
همدا کار ټول مسلمانان ادا کړي بیا ټول په ثواب کې شریک دي ، او که هیڅ څوک یې ادا
نکړي بیا ټول ګنهګار
ګڼل کیږي.
له امام جوینې څخه یو روایت شوی چې فر مایې: کفایې فرض له عین
فرضو غوره دي ، ځکه د کفایې فرضو عمل کوونکی د ټولنې او خلکو په نمایندګی
الهې فرمان او مسئولیت په غاړه اخلي ، ځان په زحمت او تکلیف کې اچوي، تر څو نور
مسلمانان له الهي عذاب څخه وژغوري، لاکن د فرض عینو فاعل دا کار نشي کولای .
۵- ښوونه او تعلیم په اسلام کې عبادت او با
عزته دنده ده
۱-د علم او پوهې تعلیم الله تعالی ته د نیژدې
کیدو مهمه وسیله ده :،له رسول الله (ص) په
دې هکله ګڼ احادیث
روایت شوي، لکه :
ترمذی په کتاب العلم او طبرانې په صحیح سند
سره له ابې امامه څخه روایت کوی چې رسول الله (ص) فرمایې : ( ان الله وملائکته ، حتی النملة فی
حجرهاو حتی الحوت فې البحر لیصلون علی معلم الناس الخیر ) یعنې په تحقیق سره الله
تعالی اود هغه ملایکې ، تر دې چې میږیان
په ځاله کې او ماهی په بحر کې خلکو ته د ښیګڼې په ښوونکې درود وایې
۲: د علم ښوونه د رسول الله (ص)
پیروي ده :
مسلم شریف له عبدالله بن عمرو
بن العاص (رض) څخه روایت کړیې رسول الله (ص) په یوه حدیث کې فرمایلي: ( بالتعلیم
ارسلتُ ) یعنې دښوونې لپاره را استول شوی یم .
په یوه بل حدیث کې چې ابن عمر (رض) یې روایت کړی فرمایې: ( .....و انما بعثتُ
معلماً ) په تحقیق زه معلم را استول شوی یم
. دا روایت دارمې
کړیدی .
د همدې حدیث په رڼا کې بو هریره
او ابو ذر (رض) فرمایې: که موږ د علم یو باب چاته وښیو، موږ ته تر سل رکعتی نفلی
لمانځه غوره دی . همدا شان حسن البصري (رح)
فرمایې : که زه د علم یو باب زده
کړم بیا یې یو مسلمان ته وښیم ماته تر ټولې دنیا هم غوره دی )
سفیان ثورې (رح) فرمایې : په
عباداتو کې له تعلیم اوښوونې غوره عبادت
نه وینم .
نو د علم ښوونه که هغه فرض عین علم دی او که فرض کفایې الله تعالی ته
د نیژدې کیدو وسیله او د الله تعالی عبادت دی ، د رسول الله په لاره روانیدل او د
الله تعالی خلافت دی ، نو همدا عزت او شرف به د با ایمانه ښوونکی په برخه وي ..