لیکنه : محمد شفیق صادق
د تأسیس وخت او موخه :د دوو نړیوالو
جکړو په ترڅ کې چې څومره انساني ټولنې ته تاوان ورسید ،په میلونونه ښځې ، ماشومان،
او عام خلک د جګړه مارو هیوادونو په لاس وکړیدل ، او ووژل شول ، لوټ او ژوندی ورک
شول ، نو نړیواله غوښتنه دا وه چې ددې
کړیدلو خلکو د ځورونکو او تباه کوونکو څخه باید پوښتنه وشي او محاکمه کړل شي ، له همدي امله
دیوې نړیوالې جنایی محکمې د جوړیدلو غوښتنې راپورته شوې ، بلآخره
په پڼځوسیزه لسیزه کې د ملګرو ملتونو ټولنې خپلې ټاکلې کمیټې ته دنده وسپارله تر څو د جنایی محکمې د نظام لپاره دوه مسودې
ترتیب کړي ، خو د لویدیځ عسکري پیمان ( ناتو) چې مشری یې امریکا کوله ، او ختیځ
تړون ( وارسا) چې مشري یې پخواني شوروي اتحاد کوله تر منځ د سیاسې کشمکشونو او ناندریو له امله دا مسوده د ډیرو کلونو لپاره چې د ساړه جنګ مرحله یې بولې وځنډیده
او کمیټه ونه توانیده چې دا مسوده ترتیب کړي ، بلاخره د نوییمې لسیزي په وروستیو کې چې کله د شوروي
اتحاد امپراتوري له منځه ولاړه ، دا موضوع یو ځل بیا مطرح او ځینو هیوادونو د ملګرو ملتونو
عمومې اجلاس ته محکمې د جوړښت
پشنهاد وړاندې کړ په نتیجه کې د ۱۹۹۸ کال د جولای د میاشتې په (۱۷) نيټه په ایطالیا کې
په نوموړي موضوع رایه اچونه وشوه ،
چې (۱۲۰) هیوادونو موافقه رایه ، (۲۱)
هیوادونو ممتنع رایه او اوو هیوادونو
هریوه (: أمريكا، فلسطين،چين، عراق، قطر، ليبيا، يمن) مخالفه رایه ورکړه
، او ددې محکمې د جوړښت لپاره یې اساس وټاکه .
او د( ۲۰۰۲ )کال د جولای د میاشتي په لومړی
نیټه د روم د میثاق په اساس نوموړې محکمه رسما تأسیس شوه .
د محکمې مقر :
ددی محکمي مقر د هالند د هیواد په لاهای
کې دی خو کولای شي په نورو ځایونو کې هم خپلې جلسې تر سره کړي .
دا محکمه یوازی
هغو جرایمو ته د رسیدګې حق لری د غړو هیوادونو د غړیتوب له لاسلیک وروسته ، د هغه هیواد د
اوسیدونکو او یا د نورو خلکو له لوری په غړي هیواد کې تر سره شوي وي په دي شرط چې د هغه هیواد محاکم یې د تعقیب
توان ونه لری او محکمه هغه مهال په غیر عضو هیوادوو کې جرایمو ته رسیدګي کوی چي
د ملګرو ملتونو د امنیت شوری او یا هم خپله هغه هیواد یې غوښتنه وکړي
له بده مرغه د نړی لوی هغه هیوادونه چې د
بشری حقونو په پراخ نقض تورن دي په دې محکمه کې غړیتوب نه لری ،چې له هغو څخه یو
هم د امریکا متحده ایالات او اسرائیل دي.
د
روم د اجلاس د غونډې په مهال د امریکا
هیواد غوښتنه وکړه چې دا محکمه به د امنیت
شوری تر لاس لاندی فعالیت کوي ، ځکه نوموړی
هیواد هلته د ویتو حق لری ، خو د روم د
اجلاس غړو هیوادونو دا غوښتنه رد کړه ، او د مستقلي څارنوالی د تأسیس غوښتنه یې
وکړه ، او یوازی د امنیت شوري ته یې دومره واک ورکړ چې کولای شي د ۱۲
میاشتو د ننه هغه قضیې همدې محکمې ته
وړاندې کړې چې د امن او صلحې په راوستو کې مرسته کوي او دوو هیوادونو تر منځ د صلحې لامل کیږي.
سره ددې هم د امریکا پخوانی جمهور ريس بیل
کلنتون په ۲۰۰۰ میلادي کال د روم د میثاق د تړون لاسلیک ته زړه ښه کړ ، خو له هغه وروسته بل جمهور رئیس (زوی
جورج بوش )په ۲۰۰۱ کال هغه امضاء باطله وګڼله اوله عضویت څخه خارج شو .
د ۲۰۱۳ کال تر فبروری پورې (۱۲۲) هیوادونه ددې محکمې غړیتوب تر لاسه کړی ؤ چې
د اروپا او جنوبی امریکا تقریبا ټول هیوادونه ،او د افریقا نیمایی هیوادونه د استرالیا ، نیوزلند ،او کاناډا سره ددې محکمې غړي دي ، له آسیا څخه یوازی ،
مغولستان ، افغانستان ، تاجکستان، اردن ، کمبودیا ،او ختیځ تیمور یې غړیتوب لری
.نورو څلویښتو هیوادونو د روم اساسنامه امضاء کړي خو تر اوسه یې د خپلو قانوني
مجلسونو په تصویب نده رسولې ، ایران په
۲۰۰۲ کې اساسنامه امضاء کړي خو په مجلس کې نده تصویب شوې ،خو د ۲۰۱۶ کال تر مارچ
پورې دا هیوادونه (۱۲۴) ته ورسیدل ، چې
(۳۱) نورو هم اساسنامه امضاء کړي لاکن په خپلو مجالسو کې یې نده تصویب کړې ، هغو
مهمو هیوادونو چې د امنیت شوري دایمي غړي هم دي لکه امریکا،چین ، روسي دا پیمان ندی امضاء کړي او هند بیا ددې محکمې یو له
منتقدینو څخه دی چې دا پیمان یې ندی امضاء کړې
د محکمي په اړه انتقادونه :
ډیری هیوادونه غواړي چې د تروریزم او مخدره موادو د قاچاق جرمونه دې هم ددې
محکمي د کار په فهرست کې شامل شي ، خو ندي توانیدلي چې د تروریزم د تعریف په هکله
یوې پریکړي ته ورسیږي او همدا ډول د مخدره موادو موضوع ، هند بیا په دې ټکې اصرار کوې چې د هستوي او ګڼ
وژنې د وسلو استعمالونکي دې هم په دې محکمه کې محاکمه کړل شي ، خو دا هڅې کوم ځای
ته ونه رسیدې ، او هند هغه مهال خفګان ښکاره کړ چې د رم په اساسنامه کې په داګه
ولیکل شول چې د ډله ایزی وژنې د وسلو استعمال جنګې جنایت نه ګڼل کيږي چې دا بین
المللې ټولني ته په ښکاره یو اخطار دی. همدا شان چین هم وایی چې د جنګې جنایتونو
تعریف د بین المللي حقوقو د عرفی تعریف
څخه ډیر پراخ دی
د اسرائیلو له جنایتونو څخه د امریکا ملاتړ او د محاکمې څخه خلاصون ددې
محکمې کارونه نور هم کمزوري کړیدي.
ځینې هیوادونه بیا ددې محکمې څخه خپل سیاسې اهداف تر لاسه کوي ، او خپل هغه
سیاسي مخالفین چې دوی ورته لاس رسي نه لری د محکمي په واسطه تورن او محاکمه کوي ،
ځینو هیوادونو ، د سودان په مشر عمر بشیر د فشار رواړلو په نیت د امنیت شوری ته وړاندیز
وکړ چې عمر بشیر په دارفور کي د جنایتونو له امله ونیول شي او محاکمه شي ، محکمې
هم دا پریکړه اعلان او د هغه د نیولو اقدام یې وکړ ، خو ونه توانیدل چې هغه ونیسي
، خو کله چې د سودان روابط له امریکا او اروپا سره سم شول ، د محکمي پریکړه پاته
شوه او بیا یې چا غوښتنه ونه کړه .
دا محکمه څلور ارکان لری :
۱-د ریاست دفتر ( د دیوان اداری مسؤل)
۲-د
قضا شعبات : دا دیوان دری شعبې لري :
۱-تحقیقات ۲-محاکمه ۳-تجدید نظر
۳-د څارنوالی مستقل دفتر :دا دفتر جنګې جرایمو ته د
رسیدنې د تحقیقاتو مسؤلیت په غاړه لری
۴- دثبت دفتر :دا دفتر د غیر قضایی اداري
او خدماتي برخو مسؤلیت په غاړه لری
افغانستان هم د نړیوالې محکمي غړیتوب په
۱۳۸۲کال د ثور په ۱۱ نیټه تر لاسه کړ، او د زمانی صلاحیت له مخې د جزا نړیواله
محکمه کولای شي له همدي نیټې وروسته هغو جرایمو ته دسیدګې وکړي چې د افغانستان د ننه د
چا له لوری هغو تر سره شوی وي.
د ۲۰۱۷ کال په نوامبر کې د نړیوالې محکمي سازمان له خپلو قاضیانو وغوښتل چې
تر څو په افغانستان کې د جنګې جنایتونو د تورونو په هکله خپله رسمي پلټنه پیل کړي
او په دي پلټنه کې د ټولو هغو کسانو په اړه تحقیق وکړي چې د میثاق له امضاء وروسته
یې په افغانستان کې جرمونه تر سره کړي چې په دې لړ کې د افغانستان د حکومت غړي ،
طالبان او امریکایی ځواکونه او د سی ای ای غړی شامل دي
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر