ژباړه او راټولونه : محمدشفیق صادق ۱۲-۴-۱۳۹۷
دا علمي ستوری د خپل نبوغ ، هڅانده طبیعیت او لوړ استعداد په لرلو د سیمې د هیوادونو تر
منځ د ځان ګڼلو په سیالی بدل شوي ، سره ددي چې په پخواني خوازرم ، اوسني ازبکستان
کې زږیدلی او په غزنی کې دفن دی ، خو ایرانیان یې ( د خپل تحریفې سیاست له مخې ) په
ډیره سپین سترګې ایرانی ګڼی ، هندوستان کې هم خلک ورته د سندي په نوم ګوری او ازبکستان خو اوس د میرزیوف له واکمنی وروسته
د مقبری د ترمیم پلان لری ، خو اصلا زما د غزني
اوسیدونکي او همدلته دفن دی راځی چې لنډه بیوګرافی یی ولولو :
ابو ریحان محمد بن احمد خوارزمي البیروني د اسلامي ختیځ یو لوی او پیاوړی عالم ؤ چې په (۳۶۲) هجری قمری کال د ذی الحجې د میاشتې په (۱۲) نیټه چې د سپتامبر د (۴) نیټې د ۹۷۳ میلادي سره سمون لری د خوارزم د کاث په کلې چې د اورال د بحیری په څنګ کې پروت دی او اوس د ( کارا کلپا کساکایا) په نوم یادیږي وزږید .
ابو ریحان محمد بن احمد خوارزمي البیروني د اسلامي ختیځ یو لوی او پیاوړی عالم ؤ چې په (۳۶۲) هجری قمری کال د ذی الحجې د میاشتې په (۱۲) نیټه چې د سپتامبر د (۴) نیټې د ۹۷۳ میلادي سره سمون لری د خوارزم د کاث په کلې چې د اورال د بحیری په څنګ کې پروت دی او اوس د ( کارا کلپا کساکایا) په نوم یادیږي وزږید .
په زلمیتوب کې د مشهور ریاضی پوه او ستوري پیژندونکي
ابونصر منصور سره یې زده کړې پیل کړي .
هغه په (۱۷) کلنی کې علمی څیړنې پیل کړې ، په همدي عمرپه (۳۷۹) کال یې د لمر د ارتفاع په
اساس د کاث د ښار جغرافیایی عرض محاسبه کړ
، هغه په (۲۲) کلنی کې د نقشه کشی ( Cartography) د علم کتاب ولیکه ، په دی کتاب
کې یې د نقشي کښلو اصول ، او طریقې شرحه کړې ، د نیمې کرې نقشه یې د کاغذ په مخ
وکښله ،او په ګڼو نقشو یی کار وکړ .
د څورلسمې پیړې په وروستیو کې د ختیځې اسلامي نړی حالات متغیر
شول ، ځینې حکومتونه او امپراتوری له منځه ولاړي او نوی کرښې ترسیم شوي ، هغه سیمه
چي البیروني پکښې اوسیده د سامانیانو تر
واک لاندې وه ، لویدیځ لورته د خزر له بحیری بیا د فارس تر خلیجه د آل بویه د
کورنی واکمنی وه ، په همدي وخت کې یوه بله امپراتوری د غزنویانو په نوم په اوسني
افغانستان کې رامنځ ته شوه چې مرکز یې د غزني ښار ؤ ، همدی غزنویانو د البیرونی ژوند ته نوی رنګ ورکړ .
کله چې د خوارزم حالات بدل شول ، نو البیرونی ( ری) ته
ولاړ او هلته د ژوند د کړاوونو سره سره اوسیده ، هلته د یوه بل لوی ستوری
پیژندونکی عالم خجندی سره اشنا شو د هغه سره یې د ستورو په پیژندلو کې علمي څیړنې
پیل کړې ، نوموړي عالم د فضایی څیړنو یوه لویه آله چې د
لمر د حرکت او ستورو مسیر به یې پکښې کاته
خپله جوړه کړې او د غره د پاسه یې نصب کړی وه ،تر څو د لمر د نصف النهار عبور له
نیژدې مشاهده کړي ، نوموړي د (۳۸۴) هجری
قمری کال د جمادی الاولی په (۴-۵) نیټو د دوبي انقلاب ولید ، او په همدې کال یې د
ذی الحجې د میاشتې په (۸-۹) نیټو د ژمي
انقلاب هم ولید نو یې د بروج د دایرې
میلان او د (ری) د ښار جغرافیایی عرض وکښه
خو دقیق نه ؤ .
نو خجندي د خپلی (السد س) (sextant) دستګاه او د لمر د ارتفاع اندازه له البیرونې سره شریک
کړل ، نوموړی ورسره دا موضوع مناقشه او وڅیړله.
، د خپلې څیړنې پایلې یې به یوه لویه
مقاله کې د ( تحدید النهایات الاماکن) په نوم خپره او د خجندې د دستګاه په هکله یې
نوی نظریات او تصورات وړاندې کړل . هغه د خجندي خطاګانې ډیرې دقیقې په ګوته کړې.کله
چې خجندي په (۳۸۹) هجری کال وفات شو نو البیرونی لا د (۳۸۴-۳۸۶) کلونو ترمنځ هلته
په ری کې پاته ؤ ، وروسته د خزر بحیری تر څنګ ګیلان ته تللی ، د
هغه ځای وکمن ابن رستم ته یې یو کتاب هم تقدیم کړی .
نوموړی په (۳۸۹) کال خپل بل کتاب ( “الآثار الباقية عن القرون الخالية” ) ( Chronology) سلطان
قابوس ته تقدیم کړ چې په همدي کتاب کې یې د خپلو مخکینیو (اوو) لیکنو یادونه هم
کړیده چې لومړی کتاب یې د اعشاری دستګاه
په اړه ، دوهم د اسطرلاب ، دریم د نجومي لیدنو ، دوه کتابونه د تاریخ په اړه ، دری
نور په نورو علومو پوري اړه لری .
البیروني د ۳۹۴ هجري کال
په لومړیو کې له ګرګان څخه خوارزم ته ولاړ او څه وخت له ابن سینا او نورو علماؤ
سره د علی بن مامون خوارزمشاهي په دربار کې په بحثونو او مناقشو تیر کړ .مأمونیان
چې د خوارزمشاهانو د سلسلې یوه کړی وه ،د ادب او علم سره یې ډیره مینه درلوده ، د
هغه په دربار کې د علم او پوهې خوښوونکي وزیر ابوالحسن احمد بن محمد سهیلي ډیر مهم
شخصیت ؤ او د هغه له لاری علم او ادب هلته څپانده شو ، هغه وتوانید چې د علم ، ادب ،اکتشافاتو او
اختراعاتو لپاره ښه فضا برابره کړي،
په کال (۴۰۸) هجری قمری کال سلطان محمود غزنوی د خوارزم په سیمه یرغل وکړ او خوارزمشاهان له منځه
ولاړل ،نوموړي دا سیمه تر خپل کنترول لاندې
راوسته او البیروني او ابو نصر منصور او نور علماء یې غزني ته راوستل ، دلته په
غزني کې یې د دوي د څیړنو لپاره ښه مناسب علمي خای وټاکه او دوی یې په علمی څیړنو
وګمارل . البیروني په (۴۰۹) هجری کال کابل
ته ولاړ او له هغه ځایه یې د خپلو څیړنو کار کاوه ، نوموړي په کابل کې د ستورو د
لید یوه دستګاه جوړه کړه او د کابل د شمال له سیمې یې په (۴۰۹) کال د ذی القعدی په
(۲۹) نیټه د لمر نیوني یوه صحنه مشاهده او علمي تجربه یې پري وکړه ، هغه د محمود تر واکمني لاندې د (۴۰۸) څخه تر
(۴۱۰) پورې ګڼې مشاهدي درلودې ،او وتوانید
په ډیر دقیق ډول ددي سیمې جغرافیایی عرض وګاږې .
په کال (۴۱۲) هجری قمری سلطان محمود د هند د
فتح په نیت یو لښکر واستاوه ، البیروني هم د موقع څخه په ګټه اخیستنه له دی لښکر
سره هند ته ولاړ ، او د محمود لښکر تر (۴۱۶) پوري د هند تر اقیانوس پورې ورسید ، سره ددې چې
د هند خلکو غزنویان تیري کوونکې ګنل خو د دې سره سره هم په هند کې یې د خلکو ترمنځ لوړ مقام او د احترام ځای وګاټه.
البیروني په شمالی هند کې خپلې څیړنې پیل کړي ، هغه د پنجاب او کشمیر ته څیرمه د یوولسو
ښارونو څخه لیدنه وکړي او ددي ښارونو جغرافیایی موقعیت یی تثبیت کړي .ددي تر څنګ ،وتوانید د هند هیواد
او خلکو په اړه یو کتاب د ( “تحقيق ما للهند من مقولة مقبولة في العقل أو
مرذولة .)( india) په نوم
ولیکې ، هغه په دي کتاب کې د هند د خلکو
دین ، فلسفه ، طبقاتي نظام ، آداب ، رواجونه ، د ازواج طریقې شرحه کړي ، هغه په
هند کې د هندي ارقامو او عددونو مطالعه هم وکړه ، ددي څخه علاوه یی په دي کتاب کې د ستوروپیژندني او هندي کال نامې
یادونه هم کړیده او ګڼ نور موضوعات یې پکښې ولیکل .
البیروني وتوانید د هغې سیمې د خلکو ژبه زده کړي او د دوي ادبیات د هغوی په ژبه
مطالعه کړې ، څو متنونه یې له سنسکریت ژبي
څخه عربي ژبې ته وژباړل ، هغه یوه بله رساله یی په هند کې د ریاضیاتو او ستوري پیژندنې ابعاد
ولیکل .. او ګڼ نور علوم لکه طب ، فلسفه ،
ادبیات دین مذهب یې په هند کې په غور سره
وڅیړل .. همدا رنګه
نوموړي په هند کې له سنسکریت ژبي څخه و عربي ژبي ته د نجوم ، او ریاضیاتو یو کتاب
هم وژباړه چې د (زیج سند هند) نوم یې پري کښیښود .
له څه وخت ورویته بیرته
غزني ته ولاړ
او هلته د عمر تر پایه پاته شو ، نوموړي د عمر ( ۳۲) کلونه د سلطان محمود ، سلطان مسعود او سلطان مودود په
دربار کې تیر کړل په پای کې په (۴۴۰) هجری قمری کال د رجب په (۴)
نیټه چې د ۱۳-دسمبر۱۰۴۸ میلادي سره سمون لری په غزني کې وفات او
همدلته دفن شو .
د البیروني لیکنې د کندي له قوله :
الکندي لیکې : البیروی (۱۴۶) لیکلي اثرونه لیکلي دی ، چې
ټول مجموعا (۱۳۰۰۰) صفحې کیږي .
هغه لیکې :البیروني د طبعیت د لید وړ پدیدو د څیړنې ، او
د انسان د وجود د مطالعې سره دیره مینه درلوده ، د علومو تر منځ د انالیز د ریاضې
ډیر علاقمند ؤ او په دي برخه کې دښه استعداد څښتن ؤ .
سیوري( Shadows) :
دا د البیروني یواثر دی چې په (۴۱۱) هجری کال یې لیکلی . په دي لیکنه
کې البیروني د سیورو عربی اصطلاحات ، او تصویرونه ، نوی او غیر عادي پدیدي ،تصویرونه
(
gnomonics)
د تانجانت تاریخچه او د متقاطع تابع ګانو په برخه لیکنې کړیدي.
دا کتاب د هغو مقالو شرحه هم کوی چې البیروني لیکلي دي ،
چې دا مقالي عبارت دي له : عملی او نظری حساب
د ډلو پایله ، ترکیبي انالیز ، دریم قانون ، ګنګ عددونه ، د خارج قسمت
نظریه ، و د الجبری مفاهیمو تعریف ، د الجبری معادلو د حل لاری چاری او هغه مسایل
چې یوازي په خط کش او پرکار نه حل کیږي . مخروطی منحنی ګانې ، د فضا اندازه کیدل ،
د ګنجنکاری تصویر ، مثلثات ، په صفحه
باندې د سینوس قانون ، د کروي مثلثاتو حل او داسې نور .
البیروني د ځمکې
د فاصلو او د جغرافیی په برخه کې هم ګڼې لیکنې لري ، هغه د ځمکې د فاصلې د اندازه
کولو لاری چاري او د ځمکې په مخ فاصلې د مثلث
بندي له مخې معلومولې ، هغه وتوانید د
ځمکې شعاع چې ۲۳۰ قبل المیلاد کې (اراتوستنس)( ۶۳۱۴۰۰۶) کیلومتره اندازه کړي وه (۶۳۳۹۰۰.۶) کیلومتره اندازه کړه ، چې دا اندازه تر لسمي پیړي پوري په
لویدیځو هیوادو کې نه وه تر لاسه شوې . د قانون مسعودي کتاب یی (
Masudic canon)چې
تر ټولو مشهور کتاب دی ، په هغو جدولونو شامل دی چې د شپږ سوه سیمو
مشخصات پکښې لیکل شویدي ، ددي تولو سیمو
په برخه کې یی پوره معلومات درلودل .البته داسې ویل کيږي چې نوموړي دا ټول ندی
اندازه کړي بلکه ځینې یې د هغو مشابهو جدولونو څخه تر لاسه کړي چې خوارزمي او
بطلیموس لیکلي ؤ ، او هغه دي نتیجې ته رسیږي چې هغه رقمونه چې خوارزمي وړاندي کړي
ډیر دقیق دي.
هغه د زمان (وخت ) په برخه کې هم یوه رساله لیکلي ، او
څو رسالې یې د اسطرلاب په برخه کې لیکلې دی او د ماشیني تقویم په شرحه او لیکنه یې
کار کړی ، هغه د نور د سرعت په هکله جالب موضوعات بیان کړیدي ، او دا یې لیکلي چې
د نور سرعت له غږ څخه ډیر تیز دی ، هغه د شیري د لاری د کهکشان څخه د ( سحابی
ستورو د طبیعت د بی شمیره اجزاؤ مجموعې ) په نوم یادونه کړیده.
هیدو استاتنیک د فزیک د علم یوه موضوع ده چې البیروني
پري بحث کړیدی ، او د خاصو اوزانو
دقیقه اندازه یې کړیده ،هغه د سروزرو ،
سربو ، نقری ، برونزو . مسو ، اوسپنې ، او
قلعې تر منځ نسبتونه ولیکل او د هر معدني
عنصر په اړه یې پوره معلومات ورکړل .چې دا د جیولوژی به برخه کې د هغه تر ټولو
مخکیني معلوما ت دي.
هغه په دیر دقیق ډول د کرې په مخ د طول البلد او عرض البلد کرښې
وکښلې او په دی هکله یې زیات معلومات خپاره کړل. د لمر په محور د ځمکې د راګرځیدو
نظریه شپږ پیړی مخکې له کوپرنیک او گالیله څخه یی په ډیر دقیق ډول وڅیړله .د ځمکې د مسطح والي په هکله یې یوه قاعده جوړه کړه ، یعنې د کري له مخ څخه یې
خطونه او نقشې د کاغذ صفحې ته رانقل کړې ، او په عکس سره ، چې د جغرافیی نقشو د رسمولو کار یې اسانه کړ.
د البیروني سره نور ډیر پوهان به بحثونو او مناقشو لګیاؤ
هغه له ډیر وړاندي له خپل استاذ ابونصر منصور سره همکاری کوله ، او هر یوه به له
بله غوښتل چې یو خاص کار په غاړه واخلی ، تر څو یې کار په دي ډول د تآیید وړ وګرځې
.
البیرونې به د سیالي په ډول له ابن سینا سره مباحثې کولې ،
او د هغه سره به یې په مختلفو موضوعاتو کې لیکنې تبادله کولې . ( د ابو علی سینا
(۱۸) هغه رسالي شته چې د البیروني په ځواب کې یې لیکلې دي . دا لیکنې د ستوری پیژندلو ، فزیک ، فلسفه ، نور او تودخه .. باندې را څرخي .
البیروني د سجزی سره هم د لیک له لارې په اړیکه کې ؤ ، او هغه لیکونه شته چې البیروني سجزی ته
استولې ؤ .
ددي شخص په اړه چې څومره خبره وشی بیا هم کمه ده ، سره
ددې چې د هغه لیکنو یو په پنځمه برخه پاته
دي خو بیا هم کله چې د هغه لیکنې مطالعه کیږي نو د هغه لوړوالی پکښې له ورایه
شکاری .
البیروني یو له هغو کسانو څخه ؤ چې بی شمیره ساینسي تجربی یې
وکړي .
البیروني لومړنی عالم ؤ چې د نجوم د علم تل ته ورداخل شو ډیري تجربي یې په جزیاتو سره
تر سره کړې.
George Sarton جورج
سارتن:- ( ۱۹۶۵م -۱۸۸۴م ) د ساینس د تاریخ پلار چې د ساینس تاریخ یې تدوین او تنظیم کړی ، په دي
عقیده ؤ چې البیروني د اسلامي نړی یو تر تولو لوی ساینس دان ؤ او د هغه زمانه یې د
ساینسي علومو د ودي او پرمختګ تر ټولو شه زمانه ګڼلې ده .
Abdelhamid I. Sabra ( سابرا):- د ساینس د تاریخ په برخه
متقاعد پروفیسور چې د تخصص ریشته یې د
(رڼا علم ) یا د نور فزیک دی او د ( متحده ایالاتو)
د ویرجنیا ایالت د
الکساندریای د پوهنتون څخه یې تر لاسه کړې ، په دي
عقیده دی چې البیرونی د ساینس په تاریخ کې د ټولې نړی وتلی شخص دی .
نوموړي د ساینسي تجربو تر څنګ د معدنونو څیړنه او تشریح هم وکوله ، هغه یو ښه سوسیالوژست او یو ښه روان شناس هم ؤ .
نوموړي د ساینسي تجربو تر څنګ د معدنونو څیړنه او تشریح هم وکوله ، هغه یو ښه سوسیالوژست او یو ښه روان شناس هم ؤ .
George د سپوږمې د کرې اتشپشان د
(البیروني) په نوم مسمی کړ.
د منځني
ختیځ پیژندې ګڼو علماؤ پري ډیر بحثونه کړیدی ، او د ایران یوه ژباړونکې اکبرصیرفی
په (۱۳۲۱) کال د اثارباقیه کتاب و پارسي
ته وژباړه او خپور کړ ، همدا شان منوچهر
صدوقی سها د ( ما للهند) کتاب هم پارسې ته ژباړلی او د
مقدمي او ګڼو حاشیو سره یې په ۱۳۶۲
شمسی کال په تهران کې خپور کړی .او په
نولسمه پیړی کې کارل مارکس د سرمایی په
کتاب د انګلیس د استعمار په برخه کې هند د
خلکو په اړه د بحث لپاره د
همدی ما للهند د کتاب څخه استفاده کړیده .
د ایران د
فرهنګ وزارت په (۱۳۲۴) ش کال د ابوریحان ژوند پاڼه د (دهخدا) په قلم ولیکله او چاپ
شوه .
په هند کې
هم د نومړي ( ما للهند ) کتاب اردو ژبي ته
وژباړل شو او په دووجلدونو کې چاپ شو
همدا شان
سیدحسن (برنی) د نومړی ژوند پاڼه په ډیر دقیق ډول لیکلي او خپره کړې خو ځینو علماؤ
د همدوی په شمول د نوموړي د اوسیدو او زوکړې ځاي د ځینو متنونو له مخې په خطا سره
د هند (سند) لیکلی دی .
د ۱۹۸۶ میلادي کال د اګست په
(۸) نیټه دوه ستورو پیژندونکو "اریک الست" و "ویولتا ایوانوا" د بلغارستان په رصد خانه کې د
( PN4) په نوم یوه نوي کوچنی سیاره کشف کړه چې د البیروني د ساینسي
خدمتونو په بدل کې یې په 9936 Al-Biruni
مسمی کړه ، دا سیاره په هرو5.39کلونو کې یو ځل د لمر په شا اوخوا را ګرځې ..
نوموړي
د ژوند په پای کې په عربی ، پارسی
، سانسکریت ، یونانی ، سریاني ، لاتین او د سیمي په ژبو ښه پوره تسلط درلود
د اوس لپاره د تاشکند فني او
تخنیکې پوهنتون هم د هغه په نوم مسمي دی ، او زموږ د هیواد په کاپیسا ولایت کې يو پوهنتون د البیروني په نوم شته . په تآسف سره چې په افغانستان کې
د علماؤ قدر او قیمت نشته ، په تیره بیا د اسلامي تمدن علماؤ خو د هیریدو په حال
کې دي له همدي امله د نوموړي عالم مقبره
هم ورانه او د له منځه تللو په حال کې ده ، چې خوشبختانه څه موده وړاندې د ازبکستان د هیواد یو هیئت له نوموړي مقبری
لیدنه وکړه او د بیا رغوني وعده یې وکړه .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر